شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهد موږکانو پاچاهي | نصیراحمد احمدي

د موږکانو پاچاهي | نصیراحمد احمدي

ځوان موږک وويل:
_ پلاره! د پنير دا ټوټه ډيره خوندوره ده.

زوړ موږک د پنير ټوټه ور واخيسته، تيره غاښونه يې پرې ټينګ کړل، اوږد وغزيد او بيا يې سر پورته نه شو.
د ځوان  موږک کوچينۍ ګردې سترګې له اوښکو ډکې شوې، ښه شېبه يې وژړل، بيا يې پر خپله اوږده لکۍ  کارټن  وډباوه او شېبه وروسته څو نري موږکان  په کاغذ کې له جوړ شوي کوچني سوري څخه کارټن ته ور ننوتل .  ځوان موږک امر وکړ چې د ده د پلار پړسيدلی جسد له کارټن څخه وباسي او د جوارو د پټي په يوه کونج کې خاورې پرې واړوې.

په لنډه موده کې اوازه خپره شوه چې ځوان موږک خپل پلار وژلی دی، ده ته يې د پنير په ټوټه کې زهر ورکړي او د جوارو د پټي اوسيدونکي موږکان يې  د زاړه پاچا له ظلمه ژغورلي دي.

ځوان موږک امر وکړ چې د جوارو د پټي ټول اوسيدونکي موږکان دې  لوی کارټن ته نږدې حاضر شي. د ده امر په لنډه موده کې پر ځای شو، يوه چاغ موږک د پيپسي يو زنګ وهلی ټيمي بوتل وټنګاوه او په لنډ وخت کې لوی او واړه موږکان تر کارتن را تاو شول. دوی ټول غلي، ډنګر، عاجزه او ويرېدلي ښکارېدل. ځوان موږک د کارتن سر ته وخوت او په لوړ غږ يې وويل:

ما د جوارو د پټي د اوسيدونکو موږکانو لپاره يوه لويه قرباني ورکړه، خپل پلار مې وواژه او تاسو مې د هغه له ظلمه خلاص کړی.
له دې هيسته به  د ظلم په نو م څه نه وي، امر کوم چې د غوړو د لوی ټيم دروازه خلاصه او ټول بندي موږکان خوشي شي. هر څوک حق لري چې ازاد ژوند وکړي، خواړه ولري  او ان که د پاچا په ورځنيو کارونو کې کومه نيمګړتيا وويني، خپل غږ پورته کولای شي.  زما لومړی ګام به دا وي چې نوي وزيران و ټاکم، مخلص وزيران، داسي چې له عادي موږکانو سره کوم توپير ونه لري، ټول خپل غږ اوچت کړای شي او د جوارو د پټي له حاصلاتو څخه په سمه او منصفانه توګه استفاده وکړي.

خو د دې کار لپاره ستاسو مرستې ته اړتيا لرم، زما د پلار د واکمنۍ پر مهال لوږه وه، د خوړو لپاره څه نه موندل کيدل، خپلمنځي جګړې وې او د جوارو ډنډر ورو ورو وچېدل، موږ به هڅه وکړو چې په ګډه دا پټی بيرته زرغون کړو او ټول د اسراتمند ژوند څښتنان شو، موږ د خپلو ګاونډيو نورو پټيو له اوسيدونکو موږکانو سره دوستانه اړيکې غواړو ، د دوی کروندو ته په درنه سترګه ګورو او له  دوی څخه هم تمه لرو چې د جوارو د پټي د حدودو درناوی وکړي.
ځوان موږک د اتحاد، د پټي د بيا زرغونيدو او د بيان دا زادی په اړه اوږدې خبرې وکړې، د ده هرې خبرې ته به د جوارو د پټي اوسيدونکو موږکانو دخوشالی په بڼه خپلې لکۍ خوځولې  او  ژوندی دي وي ځوان پاچا، د ظلم اوتيارې دوره نوره تيره شوه، موږ د خپل پټي ابادي غواړو او داسې نور شعارونه ورکول کېدل.

د ځوان پاچا لومړنی کار د دريو نويو وزيرانو انتخابول وو،  ده هغه وزيران وټاکل چې د ده له پلاره يې ښه خوله نه وهله.

د پاچاهي په دوهمه ورځ يې په کارتن کې پروړه هو اره کړه او کارتن يې د مهمو جلسو لپاره غوره ځای وګاڼه.  د غوړو له ټيم څخه هم هغه موږکان خو شي شول چې د ده د پلار د واکمنی پر مهال د جوارو له پټي څخه د غلا، له پاچا سره د مخالفت او د نورو موږکانو د ځورولو په تورونو نيول شوي وو.

د جوارو د پټي موږکان خوشاله ښکاريدل، دوی د زوړ پاچا  له ظلمه خلاص شوي وو او خپل راتلونکی يې ښه  ليد.
ځوان پاچا هم تمه درلوده چې د جوارو پټی اباد و ويني، موږکا ن د پټي له ابادی سره مينه پيدا کړي او په راتلونکي کې ارام ژوند ولري. ده  د جوارو د پټي اوسيدونکو موږکانو ته زيری ورکاوه چې ډير ژر به په نس ماړه شي او هر يو به په سوله کې ژوند وکړي.

ځوان پاچا يوه اونۍ وروسته د عمومي کندو   ور خلاص کړ او په کندو کې د پرتو جوارو يوه برخه يې  د پټي پر موږکانو ووېشله، دا جوار د لسو ورځو لپاره بس وو، په دې موده کې يو موږک هم په خوراک پسې د باندې را ونه ووت، ټول په خپلو غارونو کې پراته  وو، خوراک په اسانی ور رسيده او بدنونو يې وازګې پيدا  کړې وې، خو کله چې زخيره جوار خلاص شول او خوبولي د باندي را ووتل، پټی تر پخوا سپيره ښکاريده.

موږکان بيا تر کارتن را تاو شول، دوی  د نورو خوړو خواست وکړ، خو ځوان پاچا د جوارو ژيړو بوټو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې که دوی په ګډه پټي ته له نږدې لښتي څخه اوبه ورخوشي کړي، د جوارو بوټي بيرته شنه کيدای شي،. ده زياته کړه چې موږکان ډير دي او په ګډه پخپلو تيرو نوکانو دا کار کولای شي، خو د موږکانو لومړی شرط په کندو کې د  پاتې جوارو ورکول وو.

پاچا د دوی خبره ومنله او له کندو څخه يې د يوې اونی نور خوراک هم ورکړ، اوه ورځې نورې هم ووتې، خو پټی همداسې وچ پا تې شو.

په دريم ځل چې د پټي موږکانو د خوراک خواست وکړ، پاچا د دوی غوښتنه ونه منله، دليل يې دا وو چې  موږکان به ترڅو په  سوال چليږي، دوی بايد په خپله کار وکړي، د پټي په زرغونيدو کې برخه واخلي  او د خورا ک لپاره  يو څه ومومي.

د ځوان پاچا دا خبره د پټي په موږکانو ښه ونه لګيده او يوه بې کفايته پاچا وګاڼه.  دې سپکاوي وزيرانو ته غوسه وروسته او ګنهګار موږک ته يې د سزا غوښتنه وکړه، خو پاچا په سړه سينه وويل چې د پټي موږ کان په ازاده خپل غږ پورته کولای شي او دا د دوی حق دی.

دريم ځل د پټي پر موږکانو په کندو کې پاتې ټول جوار وويشل شول، خو دوی د پټي له ابادۍ سره کومه دلچسپي ونه ښوده. د جوارو ډنډر   ورو ورو وچېدل…

څه موده وروسته بيا خوبولي موږکان له خپلو سوړو را ووتل او تر کارتن راتاو شول. داځل د ځوان پاچا په خبرو کې نااميدي ډيره ليدل کېده، ده په عاجزۍ  وويل چې په کندو کې نور څه نه دي پاتې، د جوارو د پټي موږکان بايد پخپله کار وکړي، پټی زرغون کړي او ځانونو ته خواړه پيدا کړي.

د هغه په دې خبرو د موږکانو غوسه راوپارېده، ځوان پاچا ته يې وويل چې له دوی سره يې کړې ژمنې پوره نه کړې، د موږکانو د خوړو غم يې ونه خوړ او د جوارو د پټي اوسيدونکي موږکانو ته ېې هوسا ژوند ور په برخه نه کړ.
وروسته دوه موږکان په چټکۍ سره د کارتن سرته وختل، يوه د پاچا پر لکۍ خوله ور ولګوله او بل يې يو بريت ور وشکاوه.

د وزيرانو سترګې رډې راوختې، خو پاچا ارامۍ ته راوبلل، وروسته په کارتن کې يوه عاجله جلسه  ونيول شوه، پاچا خواشينی و او د موضوع په حل پسې ګرځېده. يوه زوړ وزير د خبرو اجازه واخيسته، ويې ويل چې تر ډيره موږ پخپله ملامت يو، د پټي موږکانو ته مو له حده تيره ازادي ورکړه، په دوی مو مفت خواړه وويشل، سوالګر مو اموخته کړل او همدا علت دی چې دوی اوس پخپله په خوړو پسې نه ګرځي.

يوه بل وزير وويل چې د جوارو د پټي موږکانو پخوا تر دې ډير سخت ژوند درلود، لوږه وه، نېستي وه،جګړه وه،  خوله پاچا څخه يې سترګه کېده، په سوال نه وو اموخته او هرڅه به يې پخپله موندل.

دريم وزير ياده کړه چې هغه وخت قانون و، حکومت و، سزا وه، پوښتنه وه او مجرمين به په بند کې لوېدل، خو اوس داسې څه نه شته، ان بديخانه هم نه لرو، هر څوک چې هرڅه غواړي تر سره کوې يې ، لږ څه جديت په کار دی، تيره ورځ د جوارو تر يوې لويې پاڼې لاندې يو موږک مړ پروت و، په غاړه يې کوم بل موږک خوله ور لګولې وه، خو چا يې پوښتنه ونه کړه.

زوړ وزير د بنديخانې د بيا جوړيدو غوښتنه وکړه، خو پاچا دا وړانديز ونه مانه او ويې ويل چې دی د سزا کلک مخالف دی.

په دې توګه ورځې تيرې شوې، حالات خراب شول، لومړی غلاوو زور ونيو، بيا وژنې شروع شوې او  په پای کې د جوارو پټی په سپيره ډاګ بدل شو،  د خوراک لپاره هيڅ هم نه موندل کېدل، لويو موږکانو به کوچيني موږکان پټول او خوړل به يې.

نور نو د جوارو په پټي کې د سکون او ابادۍ په نوم څه نه و پاتې، ګډوډي ډيره وه، وچې پاڼې په وينو سرې وې او ان  د ګاونډيو پټيو موږکان به هم د جوارو پټي ته په رڼا ورځ ور تلل او کوچيني موږکان به يې تښتول.

د ځوان پاچا خواشيني هم ورو ورو ډيريدله، هره ورځ به ترخه خبرونه ور رسېدل، غلاوې او قتلونه ډير شوي وو، ګاونډيو تيری کاوه، د پټي وچيدو يې زړه خوړ، چا يې خبره نه منله او ان وزيران هم د پاچا د خبرو په  وړاندې  بې اعتنا وو. د پاچا بريت په لنډه موده کې سپين شول.

په پای کې ځوان پاچا بله چاره نه ليده، اړ شو چې له ګاونډيو څخه د خلاصون په هيله له يوې پيشو څخه مرسته وغواړي، پيشو په خوشالۍ  دا وړانديز ومانه، دا به د جوارو د پټي په پولو ګرځېده او هغه موږک به يې خوړ چې له پولې به را اووښت، خو دې کار زحمت درلود، منډې يې غوښتې او بيخوبي ته ضرورت پېښيده، ځکه پيشو ډيره ژر ستړي شوه،خو وروسته يې اسانه چاره وموندله، دا د جوارو د پټي په موږکانو روږدې شوه او په ډيره اسانی سره به يې هره ورځ د پټي درې څلور موږکان  تر ستوني تيرول . د پيشو په دې کار پاچا هم خبر و، خو له ويرې  يې څه نه ويل.

ځوان پاچا په لنډه موده کې غمونو زوړ کړ، ملا يې کړوپه شوه او کله چې يو سهار وزيران کارتن ته ور ننوتل، پاچا په يوه کونج کې ستوني ستغ پروت و، سترګې يې پټې وې، زړه يې غمونو درولی و او بدن يې پړسيدلی ښکارېده.
پای
د ١٣٨٧ ل کال _د ميزان پنځمه_ کابل_ خيرخانه_ کور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب