د عقرب د وروستیو ورځو یو سوړ مازدیګر و. د ښار د شاوخوا غرونو پر سرونو لا ډېر مخکې واورې انبار شوې وي. د ښار په چریو کې ولاړو اوبو کلک کنګل نیولی و، بېګانۍ پرخه سهار تر ډېرو پورې د نرۍ واورې غوندې تکه سپینه پرته وه.
مامور حسام کور ته له ننوتو سره سم مشر زوی ته امر وکړ، چې د پخلنځي په چت پورې له ځوړندې بوجۍ پروسږني پاتې لرګي راوباسي.
لږ وروسته د دوو کوټو زاړه کور په نسبتاً لویه کوټه کې د زنګنې اوسپنیزې بخارۍ هغه برخه تکه سره واوښته چې وچ بلوط پکې بلېده. زاړه لرګي وچ کلک وو او داسې په خرپ بلېدل، چې کړسهار یې کاوه.
مامور حسام بخارۍ ته نژدې بالښت کېښود، ډډه یې ورته ولګوله او له کشر زویه یې د ښوونځي کورنۍ دندې پوښتنې پیل کړې. مشر زوی یې د ټلویزیون له ریموټ سره بوخت شو.
دواړو نجونو څو شېبې بخارۍ ته ورغوي او تلې نیولې وې، بیا بې سېکه په مور پسې پخلنځې ته ووتې. ښځې له ځبل شویو پیازو او یوې څمڅۍ غوړیو ډک دېګ بخارۍ ته پورته کړ او نجونې د کچالوګانو په سپینولو لګېا شوې.
ښځې مشر هلک ته سترګې ونیوې:
”له خویندو سره کومک وکه ناراسته! دا تېزه لمبه چې تېره شي، بیا دا خوړین کچالو پخېږي؟”
هلک د نجلۍ له لاسه کچالو کش کړ، چې نیم یې بې پوسته کړی و، نجلۍ وسونګېده، په لاس کې نیولی چاکو یې ایسته وغورځاوه. مامور حسام بې غږه غوږه له کاسې یو بل کچالو واخیست، مشر زوی ته یې ونیو او په سترګو یې اشاره ورته وکړه، چې نیم بې پوسته کچالو بېرته خور ته ورکړي.
په همدې کې دروازه وټکېده، ټولو لاس ونیو، مامور ټکنی پاڅېد، څنګ ته پروت پټو یې تر ځان چاپېر کړ، پښې یې د ښځې په چپلکو کې ننه ایستې او د کور دروازه یې پرانیسته.
په دروازه کې دوه پټکي پر سر سړي په څادرونو کې نغښتي ولاړ وو. د دروازې له پرانیستل کېدو سره په ونه جګ سړی راوړاندې شو، پر مامور یې غېږ وګرځوله:
”مامور صیب، نابللي مېلمانه منې؟ انځرګل یم!”
مامور رڼې سترګې ورته نیولې وې، انځرګل خپل ملګری له مټه ونیو، ورمخکې یې کړ:
”دا چینجن مې زوی دی، علاج ته مې راوستی”.
مامور شاته وکتل، ښځه یې له نیم پاخه دېګ سره دویمې یخې کوټې ته ننوتله، نجونو او هلکانو په یوه – یوه لاس کې څمڅۍ، د پیازو او کچالو پوټکي، د مصالې کڅوړه او د غوړیو ټیم اخیستي وو او په بل لاس یې ځانونه په ټیکرو او څادرونو کې له ساړه باده پټول.
نور سعید
اکتوبر ۲۱مه
۲۰۲۵