Homeخبرونهامریکا په پېښور ګې د خپلې قونسلګرۍ د بندولو چارې پیل کړې

امریکا په پېښور ګې د خپلې قونسلګرۍ د بندولو چارې پیل کړې

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې په پېښور کې خپله قونسلګري بندوي، او دا پرېکړه یې د خپلو ډیپلوماتانو د خوندیتوب له امله کړې ده.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت به له دې وروسته له خیبر پښتونخوا ایالت سره ټول ډیپلوماتیک تعاملات پر مخ وړي، هغه ایالت چې پېښور یې مرکز دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا پرېکړه زموږ د ډیپلوماتیکو کارکوونکو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره زموږ ژمنتیا ښيي.»

خیبر پښتونخوا له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې سیمه کې په وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو او هغو وسله‌والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي چې اسلام‌اباد یې د افغانستان له ملاتړه برخمن بولي.

د راپور له مخې، د مارچ په میاشت کې لس کسان هغه مهال ووژل شول کله چې لاریون کوونکو په کراچي ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ بهرنی دېوال مات کړ. دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...