تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) له چین څخه افغانستان ته د توکو د لېږد لپاره یو نوی ترانزیټي دهلېز د ازبکستان له لارې پرانیستل شوی دی.
د ازبیکستان د ترانسپورتي چارواکو په وینا، دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.
اوزتمیریولکانتینر«Uztemiryulcontainer» شرکت د سې شنبې په ورځ (۱۵ ثور) ویلي چې دا دهلېز د رېللارې او سړک ترانسپورت دواړه برخې لري. د دې طرحې له مخې، کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتینکول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.
راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د پر سړک، د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.
تر دې مخکې، د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ اصلي لاره اوږده وه او پکې به مالونه لومړی د سمندر له لارې د ایران بندرعباس بندر ته رسېدل او بیا به د ځمکې له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.
ویل شوي چې د دې نوې لارې ټول اوږدوالی شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره دی او د مالونو لېږد له دې لارې په منځني ډول نژدې ۳۰ ورځې وخت نیسي، چې د متخصصانو په باور د لګښتونو په کمولو او سیمهییزې سوداګرۍ په چټکتیا کې مهم رول لوبولی شي.
په همدې حال کې راپورونه ښيي چې په ازبکستان کې د ترانزیټي خدماتو غوښتنه په تېر یو کال کې په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د تېر کال په اوږدو کې د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو له زیاتېدو سره، د سیمې هېوادونه د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دي. که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو هم سوداګرۍ ته زیان اړولی، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان ځمکنۍ لارې د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره وکاروي.