Home+د «قرات اساس تنقید» یو ناسم تعبیر؟

د «قرات اساس تنقید» یو ناسم تعبیر؟

نعمت‌الله صدیقي

 

دا څو ورځې د «لوستوال محوره کره کتنې» په ماخذونو او لیکنو پسې یې ځکه سرګردانه وم، چې د استاد ښکلي دوی حکم و، چې د نوې «دبستان» ادبي او څیړنیزې مجلې لومړی ګڼې ته باید په همدې عنوان لیکل وکړم، په کتابتون کې مې دغه د «قرات اساس تنقید» کتاب هم مخې ته راغی، چون یو سل او څو صفحې ده او همدا برخه یې ایله په لومړیو مخونو کې ده او نور ټول ازاد مضامین دي؛ نو ځکه مې په څو ساعتونو کې ولوست او په اړه مې یې خپل دغه برداشت ځکه هم اړین وباله، چې مغالطه او ناسم پوهاوی یې عام یا هغسې ونه خیستل شي، لکه څنګه چې ښاغلي لیکوال سعدالرحمان مسرور ورته په خوشبینی کې خودساخته او خیالي برداشتونه جوړ کړي او لیکلي دي.

 

اصلاً دا د معاصرې ادبي تیوری هغه مباحث دي، چې په اړه یې باید په قضاوتونو کې دقت وکړای شي او د ښه ترا څانګیزې یا متخصصې پوهې لپاره یې کل وقتي مطالعې ته اړتیا ځکه مهمه ده، چې یوازې په سراسري یا د یو څو مضامینو لپاره یې عرضي مطالعه د همداسې ناسمو پوهاویو او مغالطو پرته نور هیڅ نشي زیاتولی.

 

لیکوال وایي «که ماتن یا متن سره مانا انتهاپسندي (افراطیت) و؛ نو بیا خو د مانا مرکزیت قاري یعنې لوستونکي یا لوستوال ته ورکول هم انتهاپسندي ده او استدلال یې هم د لوست دی؛ یعنې باید د لوستوال په ځای دا مرکزیت لوست ته ورکړای شي» (۱۶ مخ)

 

دا یې هغه لومړی بنسټیز ورانپوهاوی دی، چې اساسي یا وروستی بحث یې هم په همدې تړاو راڅرخي، لیکوال ګڼي چې لوست مهم دی؛ خو د لوستوال رد ځکه کوي، چې هغه هم د ماتن یا پنځګر غوندې یو ارزښت دی، خو دلته یې دې ته پام نه وراوړي، چې که پنځګر هر څومره څوک په ظاهره د پنځګر یا د یو لیکوال او تخلیقار په توګه لر و بر هم کړي؛ خو بنسټیزه معاضله یې د مانا ده، دا د تیوری د مباحثو هغه نافهمه یا ناحل شوې معما ده، چې تراوسه په کې د نورو ژبو لوستونکي هم نښتي دي، بیا تر دې حده کم فهمي څه مانا؟ چې لوستونکی خو ځه رد شو، له دې متن سره به څه کوو؟ اصلاً دا بحث په همدې ځای کې غلط لوری نیسي، چې موږ رد هم د استدلال له مخې نه؛ بلکې د همدې تېر یا زوړ تقابل په اساس بغیر له کوم بل دلیله کوو.

 

د رولان بارت د «پنځګر مړینه» وه او که د نوې کره کتنې د «متن مرکزیت» و، د دې اساسي مدعا یوازې د ماتن یا پنځګر دغسې فیزیکي یا سراسري بهر کول خو نه وو او نه هم مانا د متن په تعامل کې داسې په هوا پسې راځوړندول و؛ بلکې بنسټیزه موخه یې د تخلیق هغه مانیز وسعت او پراختیا وه، چې له مخې یې د یوه تخلیقي متن ګڼې ماناوې تعبیرول او راویستل وو، چې د یوې او محدودې مانا مخنیوی و او دا اصلاً د مروجې شعرپوهنې یو معمول هم و، له بدمرغه زموږ د ادبي تیوری لوستونکي اوس هم د پنځګر په مړینې پسې داسې نښتي وي لکه بارت یې چې رښتیا وژني یا یې وژلي وي، دا بېخي سطحي او ناسم برداشت دی او بیا دا قیاس خو بېخي د تامل وړ ده، چې ګنې بارات پنځګر وژلی، راشه ته یې قاري ووژنه، بارت که پنځګر مړ کړ؛ نو د مانا اعجاز یا معجزه خو یې هم ثابت کړه، د لوستونکي یا لوستوال له دغسې نفي سره به مثلاً څه وشي، که دلیل یوازې د لوست د اصطلاح وي؛ نو دا خو همغه د خره او د کوټې د ټوکې په مصدق چې «هر کوټی څو کاله وروسته بیا خر کېږي» نو څه ګټه به مو کړي وي؟

 

د بارت د مړینې په اساس او طرز که د کومې نوې خبرې او برداشت فکر وي، دا کومه بده اضافه هم نه ده، ما په خپله هم په دې وروستیو کې د همدې پنځګر د مړینې په اساس د «نقاد مړینه» هم اعلان کړې وه؛ خو مانا او برداشت یې قطعاً دا نه و، چې لوستونکی دې له صحنې وباسو؛ بلکې د لوستونکي او مانا د لا پراختیا په اساس مو یې توجیه وړاندې کړې وه.

 

دویمه خبره دا ده، چې د لوست او لوستوال ترمنځ توپیر یې هم هغسې اساسي نه ده، چې کوم منظم اصولي او تیوریک اساسونه دې یې معلوم او څرګند وي؛ البته دومره نقش یې له نولسمې میلادي پیړی راهیسې حتماً و، چې د لوست یو عمومي غوندې تصور یې وړاندې کاوه، چې وروسته بیا په همدې اساس د لوستوال محوره کره کتنې په تیوریک ارزښت یې ادبي تیوری ته باقاعده انټري وکړه؛ نو ویلی شو، چې لوست د نولسمې پیړی یو عمومي غوندې تمایل و او لوستوال محوره کره کتنه بیا په همدې اساس خصوصي یا ځانګړې ادبي تمایل یا بحث ده، چې منظم او اصولي اساسونه او بنسټونه لري.

 

له دې وراخوا یې په اړه بل هر ډول توپیر او اصول لټول او جوړول یې دوه عام تمایله لري، لکه هغه پخواني فیلسوفي توجیه، چې که لوست نه وای لوستوال به څه و؟ یا که لوستوال نه وای؛ نو لوست له کومه کېږي، دا سوالونه هم ممکن په ځینو مواردو کې سودمند وي؛ خو په هر موارد کې یې نه؛ دویم دا چې اصول یې هم ممکن ورته وتراشل شي؛ مثلاً د لوست کوم داسې اصول یا باقاعده د پیل او منځپانګي کوم کوټلی توریک اساس نشته؛ خو په دې لیکنه کې د «اخذ او پیشکش» دوه داسې کمرنګه اصول یې هم ورسره یاد کړي دي، چې نه یې په کوم عام سیاق ورسره سمون لري او نه یې کوم خپل او ځانګړي اصول معلومېږي؛ البته قرینې یې په لوستوال محوره کره کتنې کې حتماً درک کېدای شي.

 

موږ که په دې اړه نوره هم خبره اوږدوو؛ نو دا به هسې تاویلات وي؛ کنه همدا د «اخذ او پیشکش یا وړاندیز» اصلي او اساسي خبرې یې هم له لوستوال یا لوستونکي سره تړلي مباحث او خبرې دي.

 

لیکوال د همدې لیکنې په دویمه برخه کې «د قاري یا لوستونکي مرکزیت همغه د نطشې د خدایي تصور مماثل په څیر یادوي او لیکي چې تخلیق او تنقید دواړه قراتونه یعنې لوستنې دي؛ خو وړومبی د کایناتي یا ذاتي متن قرات یا لوستنه ده او ردعمل یې اجمالي صورت کې وړاندې کېږي او دویم د دغه وړاندې کړي ردعمل قرات وي او د هغې ردعمل په توضیحي او تشریحي صورت کې وړاندې کېږي.»(۲۰مخ)

 

لیکوال که څه هم وروسته په همدې استناد، چې اصلاً هیڅ منطقي استناد ځکه نه دی، چې متن ذاتي لوستنه ګڼل او بیا د نقد ردعمل او د هغې لوستنه په توضحي او تشریحي تعریفونو وړاندې کول د معاصر نقد په هیڅ تعریف کې نه راځي؛ نو څنګه به یې بنده په وړاندې موقف یا استدلال هم خبره وکړای شي. لا دا چې لوستنه تخلیقي هم وګڼلی شي؛ خو ادبي نقاد باید د همدې لپاره نفي شي؛ نه د مانا لپاره ځکه د مانا امتیاز له لوستونکي یا لوستوال سره ده.

 

د کتاب په دې مختصره لیکنه کې چې په وړو وړو شپږو برخو ویشل شوې، ډېرې غېر ضروري خبرې او هره برخه یې په بې ځایه مقدمو هم ډکه ده؛ مثلاً د مثلثونو دایره او ماډل یې همدومره مبهم او بېځایه ترسیم کړی لکه څومره چې یې د لوست په اړه همدا څو ناسم تعبیرونه ول او دا ځکه هم ناسم دایروي مثلث ماډلونه دي، چې موږ وویل اساس او بنسټ یې ناسم او په مغالطو ولاړ دی.

 

په دې کتاب چې سمیع الدین ارمان سریزه لیکلې او خپل اختلاف یې هم په واضحه توګه ورسره څرګند کړی، له کتاب په ناسم اخذ او اخیستنه کې هم بې اثره نه ده پاتې شوی او یا په ځینو ځایونو کې نه دی پوهېدلی او یا هم مصلحتاً ویل نشي ورباندې کولی؛ خو زیات امکان یې په دغه موضوع یې د نه پوهېدا کېدای شي؛ ځکه دای چې اختلاف هم کوي، د لوستوال محوره کره کتنې د مظهریت او تعبیریت اصول یې اساسي ورسره ګڼي او لکه همغسې چې لیکوال یې درک نشي کولای، سریزه لیکونکی هم پرې تېر شوی دی، موږ پورته هم اشاره ورته وکړه، چې دا لوست اصلاً د لوستوال محوره نقد او کره کتنې ابتدایي شکل او یا په بله وینا د همدې نقد زوړ ورژن دی. نه د یوه بېل او ځانګړي تمایل او نظریې ځانته ماډل او نقد.

 

وروستی خبره دا ده، چې ویلی شو، قرات اساس نقد نه نوی تمایل دی او نه یې اصول او ځانګړنې هغسې دي، چې بنده یې د یوه باقاعده کره کتنې په توګه واخلي؛ بلکې د لوستوال محوره نقد پر وړاندې یې مدعا او ادعا هم زړه او بې اساسه ده؛ البته بیا دې تکرار وي، چې دا د لوستوال محوره کره کتنې په ابتدا کې یې د خورور ورو مباحثو تمایل ضرور و، چې اصل او ټول وروستی او جامع شکل و صورت یې همدا د لوستوال محوره کره کتنې ده.

خپلې خبرې؛ خپل تعبیرونه | نعمت‌الله صدیقي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...