Homeخبرونهد ایران پخواني ولیعهد له ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران پر...

د ایران پخواني ولیعهد له ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران پر ملکي تاسیساتو برید ونه کړي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوی د یکشنبې په ورځ له امریکا او اسرائیل وغوښتل چې د ایران پر «ملکي او حیاتي زیربناوو» برید ونه کړي او ویې ویل چې دغه بنسټونه د ایران په خلکو او د هېواد په راتلونکې پورې تړاو لري.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونال‌ ټرمپ د وروستیو ګواښونو په غبرګونو کې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په خپور کړي پیغام کې، ټینګار وکړ چې «ایران او اسلامي جمهوریت سره یو شی نه دي.»

پخواني ولیعهد زیاته کړه: «زه له ولسمشر ټرمپ او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو غوښتنه کوم چې د رژیم او د هغه د ځپونکي سیستم پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، خو په عین حال کې دې د ایران ملکي او حیاتي زیربناوې وساتي، ځکه خلک یې د خپل هېواد بیا رغونې ته اړتیا لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګي بېرته پرا نه نیزي، نو امریکا به د دې هېواد پر برېښناکوټونو بریدونه وکړي. د ټرمپ دې ګواښ غبرګونونه پارولي دي.

ټرمپ: ایران ته د ورکړي ضرب الاجل نتیجه به ډېره ښه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...