تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د چین د ختیځې سیمې یوې ۱۰۲ کلنې ښځې، جن باؤ لینګ، د خپل ژوند د ځانګړي طرز او ښې روغتیا له امله په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شهرت موندلی دی.
نوموړې د ژېجیانګ (Zhejiang) ولایت د تایژو ښار اوسېدونکې ده او په خپله سیمه کې د اوږد عمر او خوشاروا (خوشحاله مزاج) له امله مشهوره شوې ده.
د پام وړ خبره دا ده چې هغه په ۱۰۲ کلنۍ کې هم له ذهني پلوه فعاله ده او فزیکي روغتیا یې هم ډېره ښه ده. د هغې د کورنۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو ۵۰ کلونو کې دې ته هیڅکله اړتیا نه ده پېښه شوې چې روغتون ته لاړه شي.
د هغې ورځنی ژوند هم ځانګړی دی. سهار شاوخوا ۹ بجې له خوبه راویښېږي، له حمام وروسته په خپل باغ کې کښېني او د لمر له وړانګو خوند اخلي. د ماښام په ۷ بجو بېرته ویده کېږي او د ورځې په اوږدو کې څو ځله د سوې سترګې خوب (لنډ خوب) کوي.
د هغې د زوی په وینا، نوموړې هره ورځ شاوخوا ۱۵ ساعته خوب کوي، چې دا یې د ښه صحت یو مهم راز دی.
د هغې د خوړو عادتونه هم جالب دي. غرمه او ماښام زیاتره نوډلز (سیمیا یا مکروني) یا وریجې خوري او غوښه ډېره خوښوي. همداراز له کېک او چای څخه هم ډډه نه کوي، چې پکې نسواري بوره او خرما کارول کېږي.
هغه هره ورځ دوه هګۍ او درې مالټې هم خوري، خو سبزيانې ډېرې نه خوښوي.
که څه هم د عمر له امله یې د پښو بندونه لکه پخوا قوي نه دي او د ګرځېدو لپاره مرستې ته اړتیا لري، خو د سترګو نظر یې لا هم ډېر ښه دی او لاسونه یې بشپړ کار کوي، تر دې چې اوس هم کالي ګنډلی شي.