Home+د حکومت آینه او د ولس څېره| شاه زلمی‎

د حکومت آینه او د ولس څېره| شاه زلمی‎

په ټولنه کې د حکومت او ولس ترمنځ اړیکه یوازې د ادارې یا واک موضوع نه ده؛ دا د روح او فکر د یووالي، د باور او درناوي د متقابل توازن مسله هم ده. حکومت او ولس لکه دوه اړخونه  چې یو له بله بېلیدای نشي. که حکومت سم، عادل، او مهربانه وي، نو ولس به هم ارام، باوري، او هیله‌ مند وي. که حکومت له خپلو خلکو سره فاصله پیدا کړي، نو د ولس او نظام ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي، او هغه اړیکه چې د ټولنې د سوکالۍ اساس بلل کېږي، کمزوري کېږي.

ډېر پخوا ویل شوي دي چې حکومت باید د مور او پلار په څېر مهربانه وي. دا یوازې یو شعار نه دی، بلکې یو ستر حقیقت دی. لکه څنګه چې مور او پلار د خپلو اولادونو ژوند، ستونزو، ارمانونو او هیلو ته پام کوي، او د هغوی لپاره قرباني ورکوي، همداسې حکومت هم باید د خپلو خلکو پر وړاندې د مسوولیت ژور احساس ولري. حکومت یوازې د قانون د پلي کولو ماشین نه دی؛ بلکې د ولس د ژوند ښېرازۍ، عدالت، او د انسانیت د خونديتوب مسول هم دی.

ولسونه تل د خپلو حکومتونو له مهربانۍ، عدالت، او ملاتړ څخه هیله لري. دا هیله نه یوازې د ورځني ژوند اړتیا ده، بلکې د انسان د ذات له ژورې اړتیا سره تړاو لري. انسان په طبیعت کې د همکارۍ، د عدالت د لیدلو، او  اعتماد ته ضرورت لري. دا هیله تر هغه دوام کوي، څو چې خلک ځان یوازې او بې‌ وسه احساس نه کړي. که حکومت د خلکو تر څنګ ودرېږي، د هغوی غږ واوري، د هغوی اندېښنې شریکې کړي، او په سختو شرایطو کې لاسنیوی ورسره وکړي، نو ولس به هېڅکله له خپل نظام څخه مخ وانه‌ ړوي، او د یووالي او باور رڼا به د ټولنې په زړه کې تل پاتې شي.

دا هم یو څرګند حقیقت دی چې نړۍ تل بدلون کوي. سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز بدلونونه، جګړې، فقر، نړیوال فشارونه، او طبیعي پېښې هغه ازموینې دي چې حکومتونه له سختو شرایطو سره مخامخوي. دا حالت د حکومت او ولس ترمنځ د زغم او صبر آزموینه وي.

هوښیار او ځیرک حکومتونه هغه دي چې په ستونزمنو حالاتو کې سخت دریځ غوره نه کړي، بلکې د نرمښت، انعطاف، او هوښیارۍ له لارې د حل لارې پیدا کړي. د خپلو خلکو سره خواخوږي ساتل، د هغوی خبرې ته غوږ نیول، او د هغوی غوښتنې په پالیسیو کې انعکاس کول هغه څه دي چې یو حکومت د سقوط او ناکامۍ له ګواښونو ژغوري.

کوم حکومتونه چې ځان د ولس له ژوند څخه جلا کړي، نو دا به لکه یوه نه انعکاسي اینه وي، چې خلک پکې خپل رښتینی عکس نه شي لیدلی. حکومت چې د خلکو درد، خوښۍ، او هیلو سره ځان شریک کړي، ولس به وکولای شي په دې اینه کې خپله اصلي څېره وویني. هغه حکومت چې دې مهمو ټکو ته یې پام وي، د اوږدې مودې لپاره دوام کوي خو هغه نظام چې د خلکو له احساساتو بې‌ پروا وي، که هر څومره ځواکمن هم وي، بالاخره به کمزوری او وپاشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...