پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+نسکوره پیاله | اسدالله بلهار

نسکوره پیاله | اسدالله بلهار

د کوچنۍ په کوټې په تاوو خانه یې دیواله ته ایښي بالښته ته ډډه ووهله، په تارونو تړلي چشمکۍ یې له سترګو ایسته کیښودې، او د پټکي شمله یې شاته واړوله، بختورې یې خوا کې ورته د تور چای ډکه پیاله کیښوده. دواړه پښې یې وغځولي او اوږده ساه یې واخیسته، په لږ ټیټ غږ یې وویل: لورې! دا جرابې مې له پښو کش کړه، واوره درنه وه ستړی یې کړم.

– ابا د ښاره جمال کاکا پسې یې خیرات کړی و؟
– هو لورې! خیرات یې نو ښه خیرات کړی و. ډیر خلک راغلي و. ملایانو هم ښې مسلې وکړي او بیا غلی شو. د چای پیاله یې ورپورته کړه. د غړپ له څیښلو وروسته یې سمدستي وویل: – لورې لاس دې په جنت سه، باور وکړه داسې مزه دار چای دې را ایشولی دی پرې کړي ځای ته ځي.

کوټه کې د لمر را لویدلې وړانګې ته د ستنې په کار لیګاه د پاخه عمر ښځې له ځانه سره وموسل او بیا یې وویل: سترګو ته دې ودریږه، ما ته دې په دا ټول عمر چوپړ کې یوه ورځ داسې د زړه له اخلاصه دعا ونه کړه.

سړي هم په زوره زوره وخندل او ویې ویل: واه ښځې ته خو هروخت لکه د غوايي مه زما خوارکي په خوله پسې نښتې نښتې يي. تا ته به هم دعا وکړم، خدای مو د دي دواړو د خیر په ساعت سره له حج سره نصیب وکړې.

ـ آمین کړې.
– ها بل کال چې د ښاره حاجي جمال او ښځه یې دواړه تللي ول، کیسه یې راته کوله، چې ښه سفر مو وکړ، ویل یې د عربستان په شفاخانو کې ټول کارونه ښځو کول.

څونه خوند به هالته وي چې له خیره سره دواړه تر کعبې شریفې ورسیږو.
ـ خدای دې وکړي.
نجلۍ یې د پلار په لاس کې پیالې ته کتل، په دې ډیره خوښه وه چې پلار یې له چای څخه خوند واخیست ورو یې وویل:
– ابا نوش جان دې سه خو ته هم ستړي وي نو ځکه یې خوند درکړ.
– دا خبره هم در سره منم، خو ومنه بیا هم ښه وم، اورنګ او ګلباران مې دواړه همځولي دي خونن په تګ کې ورباندې تکړه وم.
– دغسې ده. خو هغه دواړه بیا چشمې نه په سترګو کوي.
– هو، د ما غریب سترګو به لا په کوچننې کې چړخي کولې.
– نو لچ به نیولې وې؟
– لچ به هم و، خو له لچ پرته به هم تکې سرې وي او بیا به یې راته لږ لږ درد هم کاوه..
– نو ډاکتر نه و؟
– لورې ډاکتران هم ډیر نه و. خو زه چا ور وستی وای. ادې مې دې خدای وبښې، ډیر به له کوره نه وتله او ویل به یې زویه کونډه ښځه یم چې بازارکې دې ډاکتر ته بوزم خلک به راپسې خبرې جوړې کړې، غریبګۍ به کله په سره رنګ او کله په رنجو را تورې کړې. دا هم راسره ډیره ځیګرخون وه. بیا چې زه لږ لوی شومه ما سر پسي ونه ګرځاوه، وروسته وروسته به شبکوري راته پیدا کیده بیا مې هم سر پسي ونه ګرځاوه.آن چې په نازک باد کې به هم داسې اوبه ترې بهیدې چې څه درته ووایم اوغلی شو. سوچونو په مخه کړ او له ځانه سره وویل:
که دینا واوړې بیا راووړې
راوابه وړې خاورې شوې صورتونه.
له دې سره یې وویل: ښخې!
– څه دې سړیه؟

حاجي جمال باندې مې ډیره خوا بده ده. ډیر ښه او هوښیار سړی و. د کلي او وربوی خلکو په ښوو یاداوه. دوه کاله وړاندې یې له خپلو پیسو په کلي کې د هلکانو له پاره مکتب جوړ کړ، اوس دادې شاوخوا کلیو ټول هلکان هالته سبقه ته ورځي. دا یې لوی د خیر کار وکړ. پروسږ کال یې د څو کلیو د خلکو په خوښه یو کلینک خپل کلي ته راوړ ځمکه یې هم ورکړه او ډیرې روپۍ په کې د ده ولګیدې. نن مې ورته کتل په شاوخوا کې یې کابو شل دکانونه او یو خو لا ښه درملتون جوړ شوی و. تیر کال یې راته ویل: پاس په غره کې د تنګي په نوم یو اوده کی لرو، له یو چا سره به هالته د یوه کوچنۍ بند د جوړویدو خبره کوم. نن یې کلیوالو ویل: د هغه بند کارونه اوس نو یاتې پای ته رسیدلي دي. بل دا چې د نجونو له پاره هم د یوې مدرسې او مکتب کار پیل کړی و. الله به یې اجرونه ورکړې.
– سړیه! دا هر څه په روپو کیږي، که دغسې نه ده.؟

– دغسې خو ده ډیر خلک روپۍ لري، خو زړه نه لري یا یې د خیر کارونو ته غړي ښویدلي وي.
– په خدای سړیه! سی روپۍ ولرم په ښځو خو به دا کارونه وکړم.
ـ ههههه تا نه دې اوریدلی چې د سوی سټه او د ښځې دي ګټه ورکه شی.!!
– دغه خو یې په خدای چې چټي ویلې دي. په خدای ښځي هم هر کار کولای سي دا لږ لحظه مخکې دې و نه ویل چې حاجي جمال ویل چې د عربستان په شفاخانو کې ښځو کار کاوه او ډاکترانې وي.؟
ـ دغه خبره دې هم منمه!
خو زه ډاربږم له دې خدای خبر چې زوړ ښور بیا هم دغسې په اتفاق ښور پاته شي. ښورخو په جمال ښور و. له دې سره غلی شو.
د چای پیاله یې نسکوره کیښوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...