تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۲ هیوادونو کې د هنتا وایرس د خپرېدو د احتمال له امله خبرداری صادر کړی دی، چې له امله یې په نړیواله کچه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د خبري اژانسونو د راپور له مخې، د هنتا وایرس پېښې له یوې سمندري تفریحي بېړۍ (کروز شپ) سره تړاو لري، چې ځینې سپرلۍ یې د ناروغۍ د نښو له څرګندېدو مخکې بېلابېلو هېوادونو ته تللي وو، او همدې کار د وایرس د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه د هنتا وایرس ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او په ټولیز ډول په ۸ کسانو کې د شدیدې تنفسي ناروغۍ نښې لیدل شوې دي. د اغېزمنو هېوادونو په ډله کې ترکیه، کاناډا، جرمني، بریتانیا، او د امریکا متحد ایالتونه شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، که پر وخت اقدامات وشي، د وایرس د خپرېدو مخه نیول کېدای شي. خو د مسافرو او د هغوی د نژدې اړیکو څارنه روانه ده او وېره شته چې نورې پېښې هم ثبت شي.
هنتا وایرس یوه خطرناکه وایرسي ناروغي ده چې عموماً له موږکانو او نورو ورته حیواناتو څخه انسانانو ته لېږدېږي. دا وایرس د دغو حیواناتو د غایطه موادو، بولو یا لاړو له لارې خپرېږي او د ککړو ذرو د تنفس له لارې بدن ته داخلیږي.
د دې ناروغۍ نښې نښانې لوړه تبه، شدیده ستړیا، د عضلو درد، سرخوږی، زړه بدوالی، ټوخی او په ځینو مواردو کې د ساه اخیستلو ستونزې دي، چې کولای شي د سږو جدي ناروغۍ رامنځته کړي.
متخصصان وايي، د دې ناروغۍ لپاره تر اوسه ځانګړی درمل یا واکسین نشته، خو پر وخت طبي مرسته د خطرونو په کمولو کې مرسته کولای شي. د مخنیوي لپاره د پاکۍ ساتل، له موږکانو ځان ساتل او د ککړو ځایونو د پاکولو پر مهال احتیاطي تدابیر نیول مهم بلل کېږي.