نهه ورځې مخکې مې په پارک کې لیدلې وه او دا نهه ورځې مې داسې احساس کاوه لکه یو څه چې له ما ورک شوي وي، لکه د کور کلي چې ښه پوهیږم په جیب کې مې ایښې ده خو نه یې شم موندلی، کله په یوه جیب کې ګوتې منډم، کله په بل جیب کې ګوتې ننباسم او له ځانه پوښتنه کوم چې دا خو دلته وه څه شوه؟
په دې نهو ورځو کې بیا پارک ته نه یم ورغلی، په ډوډۍ پسې سرګردانه یم، که کار نه کوم څه به خورم؟ د کوټې کرایه به له کومه کوم؟ وطن ته به څرنګه پیسې لیږم؟ هغوی ته به څه وایم چې ولې یې له کاره ایستلی یم؟ هغوی به بیا چا ته لاس غځوي؟….
له کومې ورځې چې مې لیدلې ده څو ځله د دې لیمویي زیړ کمیس رایاد شوی چې شاته یې نوې تنکۍ زرغونې پاڼې ځلیږي. په دې نهو ورځو کې زما سترګو ته د دې سور مخ لکه د سپینې پردې شاته لګیدلی څراغ، چې څنګ ته یې د ګلابي ګلانو ډکه ونه ولاړه وه او داسې راته ښکاریده لکه د ونې د ګلانو بزغلی چې چا د دې په بارخوګانو کې کرلی وي او اوس پسرلی ته رابوټیدلی وي.
په دې نهو ورځو کې هغه د شرم مساله هم زما په ذهن کې ګرځیده چې ولې مې خبرې نه ورسره کولې، ولې دې ته مخامخ د پارک د سړک بلې غاړې ته نه کښنیاستم، ولې مې له لرې ورته کتل؟
په دې نهو ورځو کې مې سره له دې چې دې ته خوشاله وم چې کار مې کړی دی، کور ته مې پيسې لیږلې دي، خو په دې مې ځان ملامته ګاڼه چې ولې بیا پارک ته نه یم راغلی. دغه ملامتي مې داسې ځوابوله چې دا خو به هره ورځ پارک ته نه راځي خو بل لور ته دې ټکي ځورولم چې وخت تیرشي بیا به نو ولې راځي.
نن د پارک په خوا روان یم، لندن دی، بیا وریځ ده، زړه مې ریږدي چې په وریځ کې به څرنګه پارک ته راغلې وي، خو بیا هم وایم چې خدای خو شته.
د پارک په دروازې چې ورننوتم زړه مې کیده چې سترګې پټې ونیسم او بیا یې پرانیزم، که مې لا سترګې پرې رڼې شوې.
د پارک د منځ پر نرۍ لار د شګوفو پاڼې پرتې دي. د هاغه ګلابي ونې په خوا ورچټک شوم چې دا یې څنګ ته په چوکۍ ناسته وه، هلته هیڅوک نه و په همهغه چوکۍ کښنیاستم ، د دې پر چوکۍ، د دې په څير مې پښه په پيښې واړوله. موبایل مې ځانته ونیو، سیلفي عکس مې واخیست، راپاڅیدم، د باران څاڅکې دانه دانه وریدل. د پارک له دروازې سره مې د ونې څنګ ته اخیستي عکسونه تر سترګو تیر کړل، نه هاغه ونې زرغونه لمبه کوله، نه د ونې ګلابي پاڼې هاغسې بریښیدې لکه نهه ورځې مخکې چې ما لیدلې وې.
ولې مې په هاغه ورځ د دې عکس نه اخیست؟
خپل عکس مې ډیلیټ کړ، ساعت ته ځیر شوم، ناوخته شوی و، د کار په لور مې منډه کړه. ساه مې لنډه لنډه شوه، باران تیز شو. عقل راته ویل چې په مغزو کې اخیستې ویډیو ډیلیټ کړه، خو زړه ویل دا درد دې ټکوري.
پراګ