تاند (شنبه، د ۱۳۰۵کال د وري/ حمل لومړۍ) پاملرنه (CARE) په افغانستان کې د ختیځو سیمو د جګړو له زیاتېدو وروسته د بشري ناورین د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
د دې موسسې په وینا، په څو ولایتونو کې خلک اغېزمن شوي او د راپورونو له مخې له نیمایي زیات تلفات ښځې او ماشومان دي، چې دا د ښځو او نجونو پر وضعیت د بحران جدي اغېز ښيي.
لومړنۍ ارزونې ښيي چې تر ۱۶۰ زره زیات کسان بېځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، پاکې اوبه، روغتیايي خدمات او د خوندیتوب ملاتړ شامل دي.
د پاملرنې د افغانستان مشر محمد اکمل شریف ویلي: «د ملکي وګړو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه هغوی له کلونو راهیسې له کړکېچ سره مخامخ دي. ډېرې هغه کورنۍ چې اوس بیا کډه کېږي، تازه له پاکستانه راستانه شوې وې یا یې تېر کال د زلزلې له امله هر څه له لاسه ورکړي وو.»
هغه زیاته کړه چې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه بېځایه کېدل د هغوی لپاره خطرونه زیاتوي، روغتیايي او محافظتي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي او پر هغو ښځو لا زیات بار اچوي چې د کورنیو مسوولیتونه پر غاړه لري.
راپور وايي چې په جګړهځپلو سیمو کې شاوخوا ۷ زره کورنۍ لا هم د ۲۰۲۵ کال د زلزلې له امله بېځایه دي، او میلیونونه نور افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، چې دا د هېواد پر کمزوري اقتصاد لا زیات فشار راوړي.
پاملرنه وایي چې اوس مهال د افغانستان کابو نیمايي نفوس، یعنې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري او دا نوی بحران به وضعیت نور هم خراب کړي. د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د مرستو بهیر هم زښت کم شوی دی.
دې موسسې ټینګار کړی چې خلک بېړنیو نغدي مرستو، روغتیايي خدماتو او رواني ملاتړ ته اړتیا لري. نغدي مرستې یو مهم او غزتمن ملاتړ بلل کېږي، ځکه زیانمنې کورنۍ—په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ کورنۍ—کولای شي خپلې عاجلې اړتیاوې لکه خواړه، سرپناه، جامې، روغتیايي توکي او ترانسپورت په خپله برابر کړي.
پاملرنه وایي چې د دوی ټیمونه او سیمهییز شریکان وضعیت له نژدې څاري او ټینګار کوي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره پر وخت مرستې خورا اړینې دي.