تاند (شنبه، د ۱۳۰۵ لمریز کال د وري/ حمل لومړۍ) د ایرلنډ د کرکټ ادارې، کرکټ آیرلنډ (CI) د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې سږ دوبي به له دې سره سره چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، له افغانستان لوبلړۍ ترسره کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز که له یوې خوا د دې سبب شوی چې افغانستان په نړۍ کې منزوي شي او هیوادونه یې حکومت په رسمیت ونه پېژني، له بلې خوا ځینې هیوادونه دې ته زړه نه ښه کوي چې حتي د افغانستان له لوبډلې سره مسابقه وکړي.
د اسټرالیا او انګلستان لوبډلو له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، یا خو له افغانستان سره لوبلړۍ لغوه کړي او یا یې له ترسره کولو څخه ډډه کړې ده. خو د ایرلنډ د نارینهوو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي.
دا پرېکړه د ایرلنډ د کرکټ ادارې په یوه ځانګړې ناسته کې تصویب کړه.
د دې ادارې نوې مشرې سارا کین وویل چې دوی د افغانستان د نجونو جلاوطنه لوبډلې ته هم بلنه کړې چې په ایرلنډ کې سیالۍ ترسره کړي، او په دې توګه یې د نارینهوو لوبډلې کوربتوب هم توجیه کړ او هغه «اخلاقي ناراحتي» کمه کړي چې په افغانستان کې له ښځو سره د چلند له کبله شته.
هغې وویل: «کرکټ ایرلنډ پرېکړه کړې چې سږ کال به په بیلفاسټ کې د افغانستان کوربهتوب وکړي. زه نه غواړم دا د مالي یا قانوني دلایلو په نوم توجیه کړم—دا داسې نه ده. دا پرېکړه د ادارې د عمومي ګټو لپاره شوې ده.»
هغې زیاته کړه چې دوی د دې پرېکړې له امله موجوده «اخلاقي ناراحتي» مني، او د طالبانو لهخوا له ښځو سره چلند په کلکه غندي، خو په عین حال کې دا یو فرصت ګڼي چې د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې موضوع ژوندۍ وساتي.
کین وویل: «موږ یوازې د افغانستان د نارینهوو لوبډلې ته بلنه نه ده ورکړې، بلکې د ښځو لوبډلې ته مو هم بلنه ورکړې ده، او په دې اړه خبرې روانې دي چې دا کار څنګه عملي شي. که موږ لوبې ونه کړو او خبرې پرې ونه کړو، نو دا موضوع به له اجنډا ووځي.»
هغې ټینګار وکړ چې د افغان ښځینه لوبډلې ملاتړ ډېر مهم دی، او د نړیوال کرکټ شورا (ICC) او نورو بنسټونو لهخوا د هغوی د ملاتړ لپاره ځانګړی فنډ هم جوړ شوی دی.