Homeخبرونهایرلنډ د لوړو زده‌کړو د لرونکو د شمېر له مخې په نړۍ...

ایرلنډ د لوړو زده‌کړو د لرونکو د شمېر له مخې په نړۍ کې لومړی ځای لري

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د زده‌کړو کچه او په ځانګړې توګه د پوهنتوني زده‌کړو زیاتوالی، د ټولنیز پرمختګ له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي. دا معیار هغه مهال لا ډېر ارزښت پیدا کوي چې د پوهنتونونو فارغان په خپلو اړوندو څانګو او مسلکونو کې کار وکړي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د تازه شمېرو له مخې، چې د ۴۳ هېوادونو، په ګډون د دغه سازمان د ۳۸ غړو او پنځو نوماندو هېوادونو معلومات په کې شامل دي، د ایرلنډ د ۲۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ ۵۷ سلنه وګړي لږ تر لږه د لېسانس سند لري. په دې توګه ایرلنډ د لوړو زده‌کړو لرونکو وګړو د سلنې له مخې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

لیتوانیا په دې نوملړ کې دوهم ځای لري؛ د دغه هېواد د ۲۵ او ۶۴ کلونو عمر ترمنځ ۵۰ سلنه وګړي د پوهنتون سند لري. لوکزامبورګ، بلجیم، سویس او بریتانیا په ترتیب له ۴۸ تر ۴۶ سلنې پورې د لوړو زده‌کړو لرونکي وګړي لري او له درېیم تر شپږم پوري ځایونه لري.

استرالیا، هالنډ، جنوبي کوریا او سویډن هم په دې نوملړ کې له ۴۳ تر ۴۱ سلنې پورې ونډه لري. په دې توګه د لسو مخکښو هېوادونو په ډله کې یوازې دوه هېوادونه له اروپا بهر دي: استرالیا او جنوبي کوریا.

متحد ایالتونه، سره له دې چې د هارورډ او ماساچوسیتس په څېر د نړۍ د ګڼو نوموتو پوهنتونونو کوربه دی، په دې نوملړ کې په ۱۱م ځای کې راغلی دی. د دغه هېواد ۴۱ سلنه لویان د پوهنتون سند لري، چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د غړو هېوادونو له منځنۍ کچې سره برابره ده.

د کاناډا، جاپان، جرمني، فرانسې، ترکیې او په ځانګړې ډول چین شمېرې تر دې هم ټیټې دي. په دغو هېوادونو کې په ترتیب سره ۳۹، ۳۷، ۳۵، ۳۰، ۲۰ او یوازې ۹ سلنه لویان د پوهنتون سندونه لري.

البته د چین د نفوس ډېرښت هم باید په پام کې ونیول شي، ځکه د دې هېواد د نفوس د زیاتوالي له امله د پوهنتونونو د فارغانو شمېر په ټولیز ډول ډېر دی.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د شمېرو له مخې، په اسرائیل کې هم ۴۰ سلنه لویان د پوهنتون سندونه لري. په دې توګه دغه هېواد له امریکا شا ته خو د کاناډا په ګډون تر ځینو نورو هېوادونو مخکې دی او ۱۳م ځای لري.

افغانستان د دغه سازمان د غړیتوب نوماند یا شریک هېواد نه دی او له همدې امله د لوړو زده‌کړو لرونکو وګړو سلنه یې په دې شمېرو کې نه ده شامله شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...