پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهتورې اوبه | ايمل پسرلي

تورې اوبه | ايمل پسرلي

باران دريدلى و. د “مرزي” سيند پر غاړه د پياده رو ډبرې باران  پرېوللې وې ، برېښيدې. ځاى ځاى لرگينې څوکۍ ايښې وې.  ترڅنگ يې ونې د مني بادونو داسې لغړې کړې وې ته وا په مځکه يې لکړې درولې دي.  يخ شمال چليدۀ خو دومره هم نه و چې په عذاب مې کړي. په تياره کې د سيند اوبه تکې تورې ښکاريدې. پورې غاړې د ودانيو څراغونه مړۀ وو.  ليرې مې پر يوې څوکۍ څوک وليدل. يوازې ناست و. ترڅنگ په سړک يو نيم موټر تېريدۀ خو نور غږ غوږ نه و.  ناست کس ته مې وکتل. له ليرې سم نه راښکاريدۀ. تور کوټ يې اغوستى و. پتلون يې هم لکه چې تور و. مخامخ يې اوبو ته کتل.

راسره ومې ويل: د خداى بنده په دې کرسمس شپه يوازې څه کوي؟ زۀ خو يې راليږلى يم. پر دۀ به لا څه شوي وي. ورنژدې شوم.  سړى نه و، نجلۍ وه. تکې شنې سترگې، يخ سور کړى سپين مخ، ژيړ ويښته، گونجې منجې ناسته وه. نه پوهيږم جرئت مې له کومه کړ:

–         هاى

–         هاى

–         کرسمس دې نيکمرغه.

–         مننه.

دې ته مخامخ د سين په غاړه ودريدم. سيند ديوال يا کټاره نه درلوده. تور زنځيرونه يې په غاړه لکه اميلونه ځوړند وو. تکيه نه ورته کيده. اوبو ته مې وکتل. لکه چې ولاړې وې يا دومره ژورې او ډيرې چې حرکت يې نه رامعلوميدۀ . څوسپينې وړې کښتۍ پرې دريدلې وې. نجلۍ ته مې مخ ورواړاوۀ:

–         د کرسمس په دې شپه دلته څه کوې؟

راته ويې کتل. ما ويل که راته وايي چې ستا يې څه؟ خو ځواب يې راکړ:

–         همدې سين ته راغلې يم.

–         ښکلى ځاى دى خو يوازې خوند نه کوي.

–         مور مې مړه شوه.

–         اووووو وبخښه.

نجلۍ له ځايه پورته شوه. ورو ورو رهي شوه. ورپسې شوم. ترڅنگ يې رهي شوم. د دلاسا  په نيت مې ورته وويل:

–         زما هم مور مړه شوې ده.

هيڅ يې ونه ويل، يوه شېبه غلې وه، موضوع يې بدله کړه:

–         ته له کومه راغلى يې؟

–         له افغانستانه.

نجلۍ ودريده. دواړه لاسونه يې د کوټ په جيب کې پټ وو. مخامخ يې راته وکتل. زۀ هم ورته ودريدم. سر يې ټيټ کړ. د اوبو غاړې ته ورغله. د سيند د کټارې تور زنځير يې ونيو. په لاسونو يې تورې دستکشې وې. اوبو ته يې کتل. راته ويې ويل:

–         دغه سين گورې، دلته څو پيړۍ وړاندې له افريقا ډير ځوانان په کښتيو کې راغلي دي، راوستل شوي دي، په هغو يې پيسې گټلي دي. غلامان ول. په انسان يې پيسې گټلي دي. لکه مال، لکه څاروى ….

–         افغانستان په افريقا کې نه دى.

–         پوهيږم. خو اوس چې زۀ هرکله د بل ځاى خلک ووينم، مور مې رايادوي.

–         ولې، مور دې د بل هيواد وه؟

–         نه هغه هم انگريزه وه. د همدې ليورپول وه خو مين يې د افريقا و. تک تور و، د همدې اوبو غوندې په رنگ تک تور خو په زړۀ پاک.

–         څه شو؟

نجلۍ رهي شوه. ورپسې شوم. راته ويې ويل:

–         ويې واژۀ.

–         اووووووو چا؟

–         هغو چې پوست يې لکه دغه کښتۍ  سپين دى خو لاندې نه د انسان زړۀ لري او نه روح.

–         نسل پالي سپين پوستي يادوې؟

نجلۍ له لاسه ونيولم. دومره يې ټينگ ونيولم چې ما ويل راباندې غصه شوه. ځان ته يې ورنژدې کړم. مخامخ يې راته وکتل. زړۀ مې دربيدۀ. ما ويل څه راکوي خو دې پرېښودم ، بې غمه رهي شوه. زۀ ځاى پر ځاى پاتې شوم. ورته کتل مې . شاته يې وکتل. لکه راته وايي چې ، څه کوې راځه.

پسې ورغلم. له لاسه مې ونيوله. يو بل ته مخامخ ودريدو. زما پر سينې يې مخ کېښود. لاس مې ترې چاپېره کړ. په سر مې ښکل کړه. ومې پوښتله:

–         مور دې کله مړه شوه؟

–         پرون يې ساه وخته، دا درې ورځې په روغتون کې وه.

–         اووووو ناروغه وه؟

–         نه، په چاړه يې وهلې وه.

–         چا؟

–         هغو چې د دې ملگرى يې وهلى و.

غوښتل مې ښکل يې کړم. مخ مې يې په خپلو رغويو کې ونيو. له سترگو يې اوښکې  بهيدلې وې. راته ويې ويل:

–         زۀ بايد لاړه شم.

ځان يې زما له لاسونو خلاص کړ. چټکه رهي شوه. زۀ لکه پر ځاى چې ميخ شوى وم. ورپسې غږ مې کړل:

–         له ما سره نه ځې؟

ځواب يې رانه کړ. له سړکه پورې غاړې واوښته. له سترگو مې پناه شوه. مخ مې سين ته واړاوۀ. شمال و. يوې سپينې هيلۍ پر تورو اوبو سينه ايښې وه.

٢٠١١ کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب