پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeکالمونهاستاد شپونیاهغه طالبان نور وو دا څه نور دي + یا د خدای...

یاهغه طالبان نور وو دا څه نور دي + یا د خدای دی په دا هسې شان فرمان

استاد سعدالدین شپون

داسې ښکاري چې کوم طالب دی چې په تاند کې مې هم نازوي، هم  سکونډي. چې لیکم امریکا له افغانستان نه نه وځی نو دی وايي وار مه خطا کوه دوی به نه وځي خو په زور به ایستل کېږي. لیکي چې هم یې زما لیکنې خوښې دي بلکه تاند زما عاجز د مقالو دپاره لولي  خو دا هم ورسره غبرګوي چې د نظر په هکله زما سره په تضاد کې دی، تیار مېخوش انار دی. ظالم خپل نوم هم نه ښیي چې ورسره سپینه یې کړم. نو لکه جاپاني ډرامې به یو د بل په سیوري، د قلم په تورې ګوزارونه کوو.

خو د طالبجان پر ما دا حق دی چې خپل دریځ یو ځل ورته بیان کړم. اصلي خبره دا ده چې کوم طالبان چې ما لېدلي وو اوس یې څرک نه وینم.

زه د کابل د هغه وخت شاهد یم چې برامودین، ګلبدین او دوستم سره کپل. مایکرو ریانو کې وم چې له ښکیه د دوستم باړ ګډ و، چې لکه د آپېز غوانډاري هر پلو چلېده، زموږ د آپارتمان کړکۍ یې په درزا ماتې کړې، او له بره د آمر صیب مسعود  توپ ګولۍ وې چې، رسا او مقصدي ویشتل یې کول، زما په خپل ټاټوبي کې یې د هندوانې په اندازه سوري جوړ کړل. د حکمتیار توپونو خو ارګ، باغ بالا، او خیرخانې  ته ایښې وه.

د حضرت صیب مبارک لنډه کۍ باچايي مې ولېده او بیا مې د خالص صیب سره واړول. د چا په خوا او خاطر کې هم نه ګرځېده چې څوک نر دې پیدا شي، د دې خونخورو مخه دې ونیسی. په همدې همدې کې مې واورېدل چې د طالبانو په نامه یوې ډلې د کندهار مسلط  تنظیمونه پسې را اخیستي. نوره کیسه ټولو ته معلومه ده، څه به مو خوږوم! ځینو همزولو چې د تباهۍ نه د خلاصون یواځنۍ لار ورته د باچا ظاهر راتګ ښکارېده، په ما خوار د طالب ټاپه لګوله. هر څومره مې چې ورته ویل چې نه، زه طالب نه یم بلکه زما تحلیل دا دی چې  له همدغسې غیبي قوت نه پرته،

 د اووه سري تنظیمي ښامار نه د خلاصون بله اسره نشته. په ظاهرشاه کې د مقاومت متره نه وینم. هو که په پتناسه کې یې په ورېښمین دسمال پوښلی په حضور کې ورته کېږدﺉ نو احتمال شته چې مبارک به یې ومني. بې له تورې خلاصی نشته په بل کار، او دا د طالب په لاس کې ده، خو ملګري نه قانع کېدل. آخر مې توره ډال کېښودل ومې ویل، زه غل صحیح مقصد چې ملک بچ شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې چې کابل ته لاړم نو نه چرګ و نه پرګ، کراره کراري وه. یوه نیمه لسیزه پس، په اول ځل خپل کلي ته هم لاړم. دا مې بل ځای هم لیکلي چې په لار کې، د ژمي په څېله کې د هزاره و له سیمې تېر شوو. یو پاټک و د هغې محافظان ګرد هزاره ګان وو. یوه یې سر موټر ته ارویت کړ،« سلاح پلاح خو ندرېن؟» چې ډاډه شو نو یې رخصت کړو« بورې بخیر»

دا مې ټول لیکلي، خپاره کړي چې کاپیانې یې راسره شته.

د اوسنو طالبانو په برخه کې به یا زه ړوند یم یا څه نورې کانې کوي. بېګناه نارینه، ښځې او ماشومان څه په ځان مرګي حملو وژني، څه د دغسې حملو د پاره روزي. تنکي نجونې او هلکان بس په دې ګناه سټ کوي چې ښوونځیو ته ځي او دا ښوونځي د حکومت په لاس کې دي او دا حکومت د خارجیانو لاس پوڅی دی. زه ورته عرض کوم چې یه نېکبختو! په خره مو زور نه رسږي، کته یې وهئ. ښایسته ښایسته جوماتونه، تاریخي ماڼۍ، عامه سړکونه، خیریه مرکزونه ورانوﺉ. چې ولس درنه ټپرا وي، چې مشران، ملا او عامي درنه په وېره کې وي، چې وچه او لمنده نه وینئ، ټول سېزﺉ نو که قدرت هم په لاس واخلئ په چا حکومت کوﺉ؟ چې اوغانستان وران شي نو  په کنډوالې حکومت کول په دومره کړاو ارزي؟ ستاسو ایډیال حکومت په کوم بل اسلامي هېواد کې هم قایم شوی او که یې په اول ځل په موږ خوارانو تجربه کوئ /؟ ستاسو ماډل سعودي عربستان دی، که پاکستان، که لېبیا او که یواځې تاسو د اسلام په مانا پوهېږﺉ، دا نور هسې کدوان دي؟

همدا پوښتنه ما له حکمتیار صیب نه هم هغه وخت کړې وه چې د تنظیمونو د بهرنو چارو وزیر و او ویلي یې و چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي او اسلام سرحد نه مني. ما پوښتلې و چې مصر، اردن او سوریې هم فدراسیون جوړ کړی و خو کال یې لا دوام و نه کړ، حال دا چې هغوی برسېره پر اسلامیت په ژبه او کلچر کې هم شریک دي، نو افغانستان به څنګه د پاکستان سره یو شي؟ هغه وویل چې افغانستان د جهاد له بر کته د ابتکار جوګه یو هېواد دی. ما ته یې نورمحمد تره‌کی را یاد کړ چې ویل یې افغانستان داسې هېواد دی چې د فیوډالیزم نه به نېغ په نېغه سوشالیزم ته ټوپ کوي او بورژوازي دوره به نه تېروي. ما ویل دا څه چل دی چې اوله تجربه تل یواځې په افغانانو کېږي؟ افغان خو څه د قربانۍ ګډوری نه دی چې د ثواب له پاره به یې حلالوې، نه د لابراتوار موږک دی چې د مار زهر به پرې ازمیې. زما عاجز په نظر به بهتره وي چې د عربو په امیرانو دا تجربې وشي چې بې هغې یې هم ورځې په شمار دي. د افغانستان د سرنوشت پورې  خو تر څو مځکه او اسمان وي تل به افغانستان وي جو سر لګېږي

اوس زه طالبجان ته وایم چې وروره، د کندهاري ملګري په وینا، لږ مې مریی کړه، د ننګرار په خبره، لږ مې ملا کړه چې ولې راته میخوش انار یې؟ که مې په اعمالو قضاوت کوې نو همدا اوس وایم چې د خدای ګنانګار یم، خو که مې کومه خبره غلطه وي نو پوه مې کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...