پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند حداد ماما تلین/ استاد سعدالدین شپون

د حداد ماما تلین/ استاد سعدالدین شپون

دا لیکنه استاد شپون د قدرت الله حداد په لومړي تلین (15.12.2012) لیکلې وه.


زوی یې مړ کړې، دا عمر هم په دومره تادۍ درومي چې سبا ته، د دسمبر په پنځلسمه د خدای بښلي حداد صیب کال پوره کېږيٍ.

چې له کوره یې تلفون راغی مېرمنې مې اوچت کړ. په ورتګ مو بحث شو، هغې وویل چې دا هماغه سړی دی چې په ژوندوني دې شکایتونه ترې کول، اوس یې د کال ختم ته ځې. دا دېرش میله موټر چلول به دې له اخ و ټوخه وغورزوي. بېا راتګ یې نه ښیې چې په توره شپه لار درنه ورکه وي!

ما ورته وویل چې خیر دی، جيٍ پي اېس لرو چې آدرس ورکړه نور دې دی رسوی. درته وايي چې ښی لاس ته وګرځه، کیڼ لاس ته وګرځه .ان تر کوره دې رسوی، بیا وايٍي بریک شه استازه، ورسېدې، بای بای.

چې دا نظم به ښه وي که بد چې اوس چې مړي ګورمه هرګوره ژړا نه راځيٍ. موږ چې ماشومان وو کله کله مو د بل کلي اورېدل چې پلانکی مړ شوی. مشران به ورغلل. موږ به خوشاله شوو چې مشران نشته، بېغمه خپلې لوبې کوه. زه تر ډېره وخته پًه دې ګروهه وم چې مرګ خال خال لګېږي. د اوړو مې اورېدل چې ویل به یې د پلانکي خلاص شوي دي. یو ځل مې ابۍ ته وویل چې زموږ خو کندوان ډک دي، ولې یو جوال نه ورکوو؟

اوس داسې وخت راغی چې درګرده د یارانو ترپ او تروپ دی، داسې تویېږي لکه توتان.زما همزولي خو په دوربین نه ښکاري. ورسره مې اوښکې هم وچې شوي. څه موده وړاندې مې وطن کې د یوه بل ملګري د مرګ واورېدل. چې ورغلم دوخته یې خښ کړی و. په چوتره باندې یې فاتحې ته ورغلم نری نری باد الوت، د څلورو خوا وو د هغو څنارونو پاڼو په موږ باندې دوړې راتویولې چې ما او ده کېنولي وو.

څلوېښتي لا پوره نه شوه چې کور کې مې خپل کشری ورور مړ شو. څه موده چې هلته وم ټول په دعا او فاتحو کې تېر شو. په بیړه امریکا ته ستون شوم، خو یوه هفته لا تېره نه وه چې فضل نور استاد مړشو. زما خپل ښار و خو تر څو یې جنازې ته رسیدم ، طالبګي ورور یې مساله را ایستې وه چې د مړي په کار کې بیړه په کار ده، ایسته یې خښ کړی و.

په امریکا کې د مړي سمبالول بې تکلیفه دی، خوښ مې شو. بس حرفوي موسسو ته خبر(او پیسې) ورکړه. اول یې کنګل خونې ته یوسي چې خراب نشي. چې د تکفین وخت یې مالوم شی، بیا یې د پرېوللو ځای کې درته تیار ایښی وي چې د خپل دین په دود یې پرېمینځې. د تکفین نه پًس یې تابوت کې درته د جومات ګوټ کې یا بهر په صوفه باندې کښېږدي. ملا به ستا وي. خلک دې چې پخوا تر پخوا خبر کړي وي د ملا پسې ودرېږي. پس له لمانځه یې تور موټرکې مخ په هدیرې روان کړي. د مسلمانانو هدیرې څه چې د افغانانو او پښتنو هدیرې معلومې وي. موټرو به ورپسې لام جوړ کړی وي. باقي هر څه د وطن په دود وي.

د حداد تابوت هم له جوماته بهر د صوفې په ګوټ کې بې کسه ایښی و. چې ورغلو، ټول خلک جومات کې وو. ما او مېرمنې مې دواړو ځانونه ټینګ نه کړای شول، هغې په لوړ غږ، ما په چوپه ورته وژړل.( تفصیل پروسږ، لکه چې په همدې تاند کې خپور شوی و.)

هغه ورځ مې د بل مشهور افغان، سید شمس الدین مجروح په باب واورېدل چې تابوت یې د کونړونو شین کوړک ته وړل شوی. زموږ د امام نه مې پوښتنه وکړه، هغه ویل، هر ملک ملک ماست که ملک خدای ماست. فرق نه کوي چې هر چېرې دفن شي. مقصد دا چې دوستان او خپلوان یې کله نا کله دعا ته ورتلی شي. ملا بله پاړسی هم را وویشتله.

چو ن عمر بسر رسد چې شیرین و چي تلخ

پیمانه چو پر شود چي بغداد و چي بلخ

دې ظالم بیا دا هم ورسره غبرګه کړه:

می آر که بعد ازمن و تو ماه بسې

ازسلخ به غره آید از غره په سلخ.

په همدې کې مې بل سید، جمال الدین افغان ته پام شو چې ترکانو یې پاتې شوني په درناوي افغانانو ته وسپاره چې د پوهنتون په انګړ کې خښ دی. ځینې بد خوندۍ هم راته سترګو ته ودرېدې لکه د استاد حکیم تڼیوال او روهي صیب تابوتونه چې چارواکو د خوست د پوهنتون انګړ کې پرې نه ښودل، یا د تعلیم او تربیې پوهنتون چې په وچ کو تک یې د رباني په نوم کړ.

د حداد ماما غوندې شخصتونو تابوت ته کالونه، لسیزې بلکه پېړۍ په کار دي چې څوک یې په قدر پوه شي، وطن کې یې خوندي کړي. خو لکه پخپله یې چې زما د پوښتنې په ځواب کې ویل، په ژوندوني مې چا ته سوال نه دی کړی. له امریکې هم سوال نه کوم اونه له کورنۍ. هر چېرې چې یم، زړه مې افغانستان کې دی.

یو شی چې ما د حداد په کورنۍ کې ولېد دا و چې نر دي که ښځه، د هغه په قدر پوهېدلي دي. ښايي د هغه په پله لاړ شی او نوم یې خوندي کړي. دا ځکه وایم چې د خپلو ځینو نورو یارانو، مثلا امین او حکیم تڼیوال په زامنو کې مې تراوسه دا متره ترسترګو شوې نه ده.

د حداد ماما ډېرې خاطرې لرم چې په ویلو ارزي، خو دا ژوند میرات مړی مې په اول کې یاد کړ چې بېدرکه ګړندی روان دی، ګوره چې موقع به را کړي که نه ؟

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب