پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د ادبیاتو رول | محمدمصطفی سمون‎

د ادبیاتو رول | محمدمصطفی سمون‎

ادبیات له مختلفو لارو د ټولنې د اصلاح، مثبت پیغام رسولو، فکر کولو، د فرد، کورنۍ او ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري. ادبیات هغه پیغامونه ټولنې ته رسوي، چې ډېر مسلکونه او هنرونه یې نه شي رسولی.

ادبیات دا پیغامونه د شعر، کیسې، ناول، ډرامې او داسې نورو ژانرونو له لارې خلکو ته په ښه توګه رسوي. موږ ډېری وخت دا خبره کوو، چې د ادبیاتو ګټه ټولنې ته څه ده او کوم اړخونه ورڅخه اغېزمنېږي؟

د دې پوښتنو لپاره موږ د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ځوابونه موندلی شو. یو دا چې کوم پیغام په مستقیم ډول په خبرو کې نه شو رسولای، دا بیا د شعر، کیسې، ناول، رومان او ډرامې په ډول رسولی شو، چې د دې اغېز په لوستونکي، اورېدونکي او کتونکي ډېر وي.

موږ له ادبیاتو څخه هم د اقتصاد، طب، انجنیرۍ او داسې نورو مسلکونو په څېر مادي ګټه غواړو، چې لمس شي؛ خو دې ته مو پام نه وي، چې ټولنه په معنوي توګه روزوي.

ادبیات فکر، زغم، شعور، عاطفه، تعامل، احساس دا فکتورونه د انسان په ذهن کې فعاله ساتي، چې د ژوند د مانا په پوهېدنه کې هم ورسره مرسته کوي. هر مسلک او هنر خپل ځای لري، که د یوه په نفې کولو کې د بل پرمختګ وینو دا بیا د یو مسلک او علم معیوبه کول دي، داسې کار ټولنې ته د ګټې پرځای زیان رسوي او ډېر د فکر او قلم خاوندان بیا له ډېرو نوښتګرو کارونو څخه راګرځوي.

کله کله ځینې انسانان د سکوت او جمود مرحلې ته رسوي، چې دا بیا په لیکوال او شاعر باندې له مختلفو اړخونو اغېز کوي. د ادبیاتو رول په ټولنه کې د هیندارې په شان دی، چې هر انسان خپل ځان پکې لیدلی شي. کلیوال خپل ځان په فولکلور، ښاري انسان یې په کیسو، ډرامو، د فکر خاوندان یې د لویو لیکوالانو په کتابونو، ماشوم یې د ماشومانو او فولکلوریکو کیسو کې او ځینې یې په داسې نورو ژانرونو کې ویني. د انسان ژوند له پیله له کیسې سره تړلی دی، چې په دې برخه کې تر ټولو ښه رول د ادبیاتو دی، چې د هر انسان لپاره د هیندارې حیثیت لري.

که یو انسان ژوندی وي، ژوند یې یو کیسه ده، چې مړ شي کیسې ترې پاتې کېږي. دا کیسې موږ اخلاقي، ټولنیزو، تعصب، لورېینې، زغم، خواخوږۍ، ترحم او داسې نورو مسایلو ته مو پام کوي. که لږ فکر هم وکړو؛ نو متوجه کېږو، چې ادبیاتو ډېر زموږ په ژوند کې مثبت رول لرلی دی. څه موده مخکې یوه سروې هم شوې وه، هغه کسان چې داستان لولي له هغو کسانو یې عمر زیات وي، چې داستان نه لولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...