جمعه, اپریل 26, 2024
Home+چینی (ناولګی) استاد لعل پاچا ازمون

چینی (ناولګی) استاد لعل پاچا ازمون

د سپي په سترګو کې له انسان سره مینه وه،  په همدې مینه را لوی شو، خلک به یې له بوی او غږه پېژندل، په غلو یې رڼا ورځ تپه تیاره کړې وه، هغو خلکو چې په اوړو کې یې شګه وه، دی نجس سپی باله، خو د کور خلکو له مینې پرې چینی نوم کېښود.

کلی ولس له غلو تر پوزې راغلی و، له چا سره به چې د لاس کوم خیری میری و، هغه به یې په ډېرو ستونزو ساته، چیني نه یوازې د غلو په پېژندلو کې مهارت لاره، له انسانانو او  څارویو سره  مینه هم کوله، تر دې چې  د ژمي له پسه چې سره به یې په غوجله کې ګډ  ژوند کاوه، د پسه په حلالولو  دومره خفه و چې کله به یې د هغه د غوښې او وازدې بوی تر سپېږمو شو، نو هغه ځای به یې پرېښود او کنډ کنډ اوښکې به یې ورپسې تویې کړې، هډوکي ته خو یې بالکل خوله نه وروړله.

غله به په اپین ( اپیم) او پسه پسې ګرځېدل. چیني د اپینو په غلو رڼا ورځ توره شپه کړې وه،  هوډ کړی و چې د سر په بیعه به  غله رسوا کوي.

کله چې په کلي ولس د ایږې سیوری غورځي، نو کلیوال کډه په سر کېږي، چینی تر نیمايي ځي، خو بېرته د کلي ساتنې او د غلا شوي اپین د ځای او غلو رسوا کولو لپاره را ستنېږي.

چینی  خپلې هڅې نه دروي، په همدې هڅو دی د ځینو د سترګو تور او د ځینو اغزی دی.

تل پلټونکی دی. د کوټې په وره، دیستارونو، مېلو او پټیو کې به یې څوکۍ کوله، په مال و دولت هرڅه یې پام کاوه.

له کلي ولس سره په مېلو او اشر کې ګډ و او په بدو ورځو کې به یې خپله خواشیني ښودله.

چینی په اوړي، ژمي، په باد وباران، توپان و سیلۍ، په پېچومو، ستغو او کږلېچونو نه و، تر هر چا به وړاندې، وړاندې روان و .کله به چې د وېرې او ډار ځای راغی، نو دی به کله مخکې شو او کله وروسته، د خطر په وخت کې به یې خپل پلونه ګړندي کړل، بیا به چې پوه شو، له شا یې خاوند ته خطر دی، نو تر شا  به روان و. لویه توره یې دا وکړه چې غله یې پر ځان پوه کړي وو چې دی پرې پوه دی، د غله په ږیره خس وي.

  چیني د خپلې طبعې له مخې د هیچا خبره په ځان بده نه ګڼله، د کلیوالو طبعه یې کوله، کله به چې د کور خلک  ورته په غوسه شول، نو له درده به لاړ او وره کې به غلی کېناست، مړاوي، مړاوي به یې اخوا او دېخوا کتل، خو کله یې هم  د داړلو لپاره خوله خلاصه نه کړه، په نیمو شپو به په انګړ  او دېوالونو ګرځېده، څار به یې کاوه، کله به چې لږ کړپ  شو، نو دی به تر هر چا وړاندې انګړ ته رسېدلی و.

کلی ایله د انسان له وېرې او غلا خلاص شو، ایله په ژوند پوه شو، د ژوند یو خوږ ملګری و، د هغوی چې بدې ایسېده، نو د لښتې، تبر او تیږو ګوزار یې پرې کاوه، خو دده له خولې سپڼ هم نه ووت، ده به د خپل خاوند سترګو ته کتل.

په ناروغ به خپه و چې لږ به څوک په کټ کې وستمېده او وۍ وۍ به یې کړې، نو چینی به پرېشانه پروت و او ځمکې ته به یې کتل. ده له بشر سره خپله وفادارۍ ښودله.

انسان که چینی ورټه، په تیږو، کوتک او ټوپک یې وویشت، او له سترګو یې ورک کړ، خو بیا یې هم له انسان سره  راستي کوله.

دی له داړو او غلاوو نه د کلي  ولس ساتنې لپاره په اورنۍ ځمکه  څملاست او د هغې کندې خوله یې ډکه کړه چې ده یې د را سپړلو لپاره هڅه کوله.

په دې یې خلک پوه کړل چې: که چم ګاونډ مو رښتیني خلک وي، په فکر او غور مو په کلي ولس کې  یو مشر ټاکلی وي، حلال او حرام وپېژني، نو هېڅ کله به له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شئ.

د هرې خبرې سپیناوي او پلټنې لپاره لومړی خپله شاوخوا وګورئ او ویې څارئ. شک په پلټنه او ګروېږنه په یقین بدلېدای شي، په تشو تورونو نه.

ژمنه یې وکړه چې دی به د سر په بیعه هغه څېرې رسوا کوي، کلی ولس به ترې ژغوري چې په ظاهره سپېڅلي خو په فساد کې ککړ دي.

لومړۍ برخه

– تاسې غلي شئ، دا څه شور و ځوږ دی!؟ دا بیا څه خبره ده؟ مه کړنګېږئ، غلي شئ.

مستو څو ځلې د غلي شئ، غږ وکړ، خو چې چا پرې غوږ و نه ګراوه، نو ایسته په غوسه شوه، له غوسې تکه سره واوښته، پاڅېده، ښېرا یې وکړه، توپان شئ، یو خو ستاسې له لاسه خبره نه شوو اورېدلی.

ګلداد ور غږ کړل:

ـ مستو څه خبره ده چې داسې د مرچو په ډېرۍ ناسته یې!

مستو له غوسې د سترګو په کونجو کې ور وکتل:

– کېنه، یو خو ته بېخي …

له ګل داد  نه یې په یو بړچ لاره ورکه کړه. همدومره یې وپوښتله:

– ولې بېخي؟

– د کوتې په بر کونج کې ناست یې، دباندې څه خبره ده؟

– خو څه خبره به وي کنه.

– هو نو، پردی غم د واورې سیوری دی.

اکبرجانه زویه! ته جګ شه، ووځه.

اکبر جان نور هم ځان په بړسټن کې را تاو کړ، همدمره یې وویل:

– ځه، زه نه وځم، ته دا شپه وګوره، دا تپه تیاره وګوره، نو خپله ور ووځه کنه.

کداد امسا ته لاس کړ، مستو خو ډاډه وه چې ګلداد د دې په مخ کې سپڼ هم نه شي کولای، هغه له کټه راښکته شو:

– ته ودرېږه چې زه ور ووځم.

– ته کېنه، ته مه ورځه.

– نو هلته غوسې کوې، هلته ننګونې کوې او دلته بیا ما نه ور پرېږدې.

– ته کېنه.

مستو پخپله انګړ ته ووتله، په دې انګړ کې یوه کوټه وه، وړاندې شاوخوا ته د کلي دېوالونه هسک وو، یو برج یې د انګړ په بر سر کې و، نور برجونه ترې وړاندې، وړاندې وو.

 کلی له خلکو ډک و، ګڼه ګوڼه زښته زیاته وه، بل دا د پاچاهانو کلی و، دوی ته خلکو په درنه سترګه هم کتل، ویلې یې دا د پیغمر نمسیان دي، خو د ځینو خلکو په سترګو کې خلسکی هم نه و، له چا  شرمېدې نه، مستو په انګړ کې ښکته پورته کېده، ستورو ته یې کتل، پاس بالاخانې ته وخته، اخوا او دېخوا یې وکتل، څوک نه ښکارېدل، دې غریبې هم څه و نه ویل چې څوک شته او که نه؟ بېرته راښکته شوه، وره ته یې اړم واچاوه، ګلداد ته ورنږدې شوه، ددې لپاره چې نور یې غږ وانه وري، ورسره وپسېده ، ورته ویې ویل:

– سړیه!؟ لکه چې غله دي غله.

ګلداد نېغ راپاڅېد:

– ته هغه ټوپک را واخله!!!

اکبرجان هم په کټ کې نېغ کېناست، همدا یوه کوټه وه، د ځوانۍ شونډه یې توره شوې وه، دوی ټول په همدې یوې کوټه کې را ایسار وو، یوې ډډې ته یې غوجل وه، کلیوالو به  غوجلې د کوټې تودولو او له غلو نه د څارویو د پټولو لپاره په کوټه کې دننه جوړولې، په بوی نه وو، خو چې مسخد هم کوټه توده کړي او هم یې مال له غلو نه په امن کې وي.

 ګلداد یوه لنګه غوا او دوه پسونه لرل، خوسی یې ترېنه خرڅ کړی و.

له غوجل نه توده وږمه راوته، لکه چې څاروي هم په دې پساري پوه شول، وښورېدل. اکبرجان له خپل پلار ګلداد  نه وړاندې ټوپک ته لاس کړ، ګلداد ور غږ کړل:

– مزری، مزری مه کېږه، کېنه، ټوپک راکه.

اکبر جان د تورې بنګړی نه و، ګلداد ته یې وویل:

– ته غلی کېنه، سپین ږیری یې، ډز به درنه خطا شوی وي.

– زه په چا ډز نه کوم ښه!؟

– نو چیشي ته دا ټوپک را اخلې؟

– هسې ښه دی.

دواړه په همدې کې سره تاوده شول، مستو ورغږ کړل:

– تاسې دلته لانجې راخیستي، ډېرې جګې، جګې خبرې مه کوئ.

دا وخت به غله ډېر لګېدل، ځکه یو نیم کور به د ژمي پسه ساته، غلو به هم په پسونو پسې ګزمې کولې، بل په زاړه اپین پسې به یې سر لاس کې ګرځاوه.

خوب حرام و، په دې شپو کې به د چا سترګه ورغلې وای، بختور هغه خلک وو چې سپی یې لاره، له ګلداد او ګاونډي عثمان جان پاچا کره، سپی نه و، په دا ټول کلي کې سپی نه و، د کلي ملا سپي ساتل ناروا کار باله.

ګلداد له کوټې ووت، اکبر جان ورپسې و، اخوا او دېخوا یې څو کاوه، غلي ناست وو، مستو هم تر ټولو وړاندې، وړاندې کېده، نره ښځه وه، داسې زړوره وه چې پوښتنه یې مکوه، اخوا او دېخوا واوښته، وټوخېده، را وټوخېده، ګلداد هم ښه په خلاص زړه  ټوخېده را ټوخېده، اکبر جان هم ستونی تازه کاوه، غله لکه چې پوه شول چې خلک را ویښ شوي دي، خو د پلار و زوی توره تر خپل وره وه، دوی له خپل انګړه اخوا او دېخوا لاړ نه شول، تپه تیاره وه، ستورو یو بل ته غاړه ورکوله، مستو پاس په بلۍ ولاړه وه، نه رڼا وه او نه بل څه، سترګو یې لکه د دڅوارلس کلن زلمي کار کاوه، ګلداد مستو ته غږ وکړ:

– څوک ښکاري؟

مستو ورو ور غږ کړل:

– څوک نه ښکاري!

– نو په دستارونو ګرځئ او څه خبره نشته!؟

ګاونډي عثمان جان پاچا اکبر جان ته غږ کړل:

– څه خبره خو نه شته اکبر جانه؟

– څه پس پسی غوندې و.

– د چیشي پس پسی؟

– نه پوهېږم، ابۍ راته وویل چې پس پسی دی.

– راځئ راووځئ!!!

– چرته؟

– تاسې د دې کلي منځۍ ته شئ چې په کوڅو کې وګرځو، څه خبره به وي؟

 ګلداد ور غږ کړل:

– هېڅ خبره نشته، که هر څوک وو، لاړل.

عثمان جان پاچا په ګلداد غږ وکړ

– ته ښکته شه، زه او اکبرجان به وګرځو را وګرځو.

– ځئ ستاسې ګرځېدو ته اړتیا نه شته، څملئ، څه خبره نه شته.

ټول بېرته په کوټو ننوتل، د ګلداد او  ګاونډي عثمان جان پاچا د کورونو تر منځ ټیټ ټیټ دېوالونه وو، ټوخی به چې هم وشو، نو هغوی به اورېده، دوی تر یو وخته ځان غلی کړی و، د غلو سیوری ډېر زورور و، بیا چې ښه پردې ډاډه شول چې څه نشته او دا خلک اخوا او دېخوا شول، نو راووتل، ګنې تر ډېره یې ځان غلی کړی و، اکبر جان،ګداد او مستو بېرته راننوتل، ستمېدل، تا به داسې ګومان کاوه چې د ډهلي تخت یې لاندې کړی، په ګلداد یې بړچ وکړ:

– زه لا ټوخېدلې نه یمه چې ته را جګ شوی یې او بیا دې ځان انګړ ته رسولی وي، کېنه.

دا شپه تېره شوه، د شپې د پسېدو، د کریم بابا چغو، د بابا، شوقیانو، ګاونډي عثمان جان او د ادې چغو کار وکړ خو اخوا خلک لا هم په خواږه خوب ویده وو، های څه زمانه ده، زما له سره دې لېرې وي، نور چې په هر چا غونډاری ور غورځي، ور ودې غورځي.

دویمه برخه

ګلداد د کلي پورې ډډې ته د یوه بل کلي چې زاړه او څیرې څیرې دېوالونه یې وو؛ پیتاوي ته ناست و، وړاندې یې دام غوړولی و، مرغۍ به یې نیولې، مني کې مرغۍ هم پیتاوو ته دانې ټولوي، ګلداد ناست دی، چورت وهي، غږ یې وکړ:

– وه مستو!؟ ته لاړه شه کنه، هغه بانجاني چاینکه کې لږ چای راوړه.

مستو له خیاله کږه وږه شوه، ور غږ یې کړل:

– یو خو ته په چایو نه مړېږې.

ګلداد موسکی شو:

– په چایو څوک مړېږي؟ او چای خو څښل کېږي، اوبه دي.

– هر وخت ته چای غواړې. درونه به دې خوسا کړي.

ګلداد ور ته له خندا شین شو، منګ وهلي زېړ زېړ غاښونه یې په لاندې شونډه خښ کړل، خومار خومار یې مستو ته وکتل، یاره! یې کړل:

مستو هم له نازه کاږه واږه ور وکتل، ګلداد په وجد کې راغلی و خو خبره یې بېرته چایو ته واړوله.

– دلته خو همدا یو چای دی؟ نور هېڅ هم نه شته.

ډېره وغړمبېده خو بیا یې هم هماغې بانجاني چیني چاینکه کې چای دم کړ او ور یې وړ، ګلداد پاڅېده، له چایو سره سم یې په اوو پوښونو کې تاو قران شریف هم راواخیست، مخ ته یې وغوړاوه، یو غړپ یې وکړ یوه کرښه یې ولوسته له ځان سره وبنګېد، قران شریف یې یوه پاڼه نیمه ولوست، بېرته یې تاو کړ او په اوو پوښونو کې یې را ونغاړه، چایو ته یې ډډه ووهله، پټو یې په زنګنو راښکه، خولۍ یې په سترګو راټیټه کړه چې د لمر څړیکې یې د سترګو ګاټي و نه تخنوي، پښه یې یوه پر بله واچوله، خیالولی کېناست، په چیني پیاله کې یې چاینکه وڅڅوله، په مزه، مزه غړپ کوي،

یو دوه غړپه وکړي، بیا خولۍ په سترګو راښکته کړي، د لمر پیتاوي ته ډېر خوشاله پروت دی، چای هم په مزه، مزه څښي، د چي《چایو》رنګ ته ګوري، تک شین دی، له رنګه یې هم خوند اخلي.

عثمان جان پاچا راښکاره شو، له ورایه یې سلام وکړ، ګلداد یوه پښه له بلې پښې ښکته کړه، را پورته شو، قران شریف یې پر بالښت ایښی و، هغه یې لاس کې ونیوه:

– وعلیکم السلام، پاچا صاحب راځه کنه.

– یاره ګلداد ماما دا بېګاه څه حال و؟

– ته راځه کېنه.

قران شریف یې واخیست او په څیرې دېوال کې یې چې یوه تاخچه جوړه کړې وه، دې تاخچه کې یې کېښود، عثمان جان پاچا ته شروع شو:

– پاچا صاحب! دا خو بېګاه داسې د اکبر جان ابۍ دباندې وتې وه، بېرته چې راغله، ماته را وړاندې شوه راته ویې ویل:

– د باندې د خلکو پس پسی دی.

پاچا صاحب رانېغ شو. ګلداد خان خپله خبره وغځوله:

– بیا چې زه ور وتم، له مانه مخکې اکبرجان ځان وڅانډه، ټوپک ته یې لاس کړ.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ګلداد ماما داسې خبره ده، چې دا خو د مني شپې او ورځې دي، غرني عزیزان دې وخت کې را ښکته کېږي، موږ یو نیم پسه ساتلی وي، دا لکه چې رانه وړي.

ګلداد کټ کټ وخندل،  په مونډۍ ږیره یې لاس تېر کړ، ویې ویل:

– یره پاچا صاحب موږ سره به یې څه کار وي؟

– چې تا سره یې کار نه وي، ما سره یې نه وي، له چا سره یې وي؟

– ولا پاچا صاحب څه ووایم، ولې دا نه ګورې؟ دا خو پخوانی دستور دلته پاتې دی، زه او ته خو اوسني نه یو، څومره پخواني یو!؟

– دومره خو پخواني هم نه یو.

– ښه نو چې پخواني نه یو، خو هغه د پلرو د وختو کیسې خو رایادې که، هغوی به موږ ته نه ویلې، چې دلته په مني کې غله لګېږي او پسونه وړي.

– هو ولا، دا خو مې یاد شي.

– بس دوی لکه چې زما او ستا پسونو ته ایښې ده.

– ساتو به یې نو، توکل په خدای، لږ وخت پاتې دی.

– خو که تر هغه وخته یې درته پرېږدي.

– خو ځه، څو به کوو، بیداره به اوسو.

ګلداد موسک شو او په ورین تندي یې عثمان جان پاچا ته وویل:

– ښه به یو بل باندې پام کوو، بېګاه خو نه ته راوتې او نه نور ګاونډیان.

– ګلداد ماما، ته خو راوتی وې کنه، بس ته چې راووځې، موږ ټول راوځو.

– نو موږ خو ډېر وخت ښکته، پورته شو، ستاسې خو درک نه و.

– موږ هم در پسې راووتو.

ګلداد بیا له خندا شین شو او ارامه ډډه یې ووهله:

– ته کېنه یوه پیاله چای وڅښه.

– یره ستا چای ډېر خوږ چای دی، خو زه دې پاس زرخمه پورې لږ ځم.

– پدې وخت زرخم کې چیشی( څه شی) کی (کوې)؟

– ځم، داسې په دې پولو ګرځم.

– په پولو چیشی وي؟

– په پولو هېڅ شی نه شته.

– نو چې چیشی نه شته نو بیا څه کی؟

– ګوره!؟ په دې پولو چې سړی ګرځي، هسې سړي ته خوند ورکوي.

– یره ماته خو یې مه یادوه.

– ولې؟

– دې پولو مې هم زړه شین کړی دی.

– ګوره ګلداد ماما، چې دا پولې نه وای، دا چای به نه وای، همدا پټي دي چې موږ او تاسې ته ټینګ دي.

– سخت ټینګ خو دي، له دې پوله او پټي خو موږ هېڅ ښه ورځ ونه لیده.

– ښه ورځ همدا ده چې دادی یوه مړۍ ډوډۍ را رسېږي، پسه ساتو، غوا ساتو، که دا پوله او پټی نه وای نو څه شی به مو ساته؟

– یره پاچا صاحب! دا پوله او پټی دې نه وای، که نه وای موږ به همداسې وتی وای، چرته به مو خواري مزدوري کوله.

– نو خواري او مزدوري خو تا نه چا اوس هم نه ده اخیستې ګلداد ماما!؟

دواړه سره بوخت وو، ګلداد په مستو غږ وکړ:

– وامستو، وا مستو!؟

عثمان جان پاچا پورته شو:

– کېنه زوروره! زه مستو ته غږ کوم چې تاته پیاله راوړي.

– ولا ستا چای خو رښتیا هم خوندور دی.

مستو په کړکۍ کې سر راښکاره کړ:

– څه خبره ده؟

– دې عثمان جان پاچا ته یوه پیاله راوړه.

مستو دا ځل څه ونه ویل ګنې هغه خو به همېشه غړمبېده، پیاله یې راوړه، په چاینکه کې وروستۍ پیاله پاتې وه، ګلداد ور ته  وویل:

– پاچا صاحب! ډېر طالع من یې، دا د چاینکې وروستۍ  پیاله څوک چاته نه ورکوي، خو ته راباندې ګران یې، ته طالع من یې، اوس به یې ته وڅښې. نه دې دي اورېدلي!؟ چې د چاینکې وروستۍ پیاله ښه دم شوې، له رنګ او خونده ډکه وي،  دا وروستۍ پیاله خلک قدردان مېلمه ته ورکوي.

– یره ګلداد ماما زه خو څه مېلمه نه یم، خو ستا مهرباني ډېره زیاته ده.

پاچا صاحب پیالې ته لاس کړ، په ډېر خوند یې پیاله په شړپ شړپ وڅښله:

– واه، واه، واه، واوا، واوا …

ګلداد ور غږ کړل:

– څنګه چل دی؟ خوند دې یې ولید؟!

– یره ګلداد ماما، چای دې وي او ستا دې وي، څه خواري پرې کوې، دا موږ خو چې چای دموو، ټکی خوند پکې نه وي.

– پاچا صاحب! یا ته سم چای نه اخلې او یا داسې دي چې تاسې اوبه سمې نه خوټوئ.

– یره د اوبو د خوټولو خبره خو ځکه مکوه چې هغه ښځه کمبخته خو ټوله ورځ خوټی، خوټی، خوټی، خوټی …

له دې خوټاري سره ګلداد له خندا تک شین واوښت:

– پاچا صاحب! ښځې تکړه دي.

پاچا صاحب د پګړۍ ولونه تازه کړل او ګلداد ته یې وویل:

– ګلداد ماما، همدا ښځې دي چې موږ ته ټینګې دي، های های!!! څه سختۍ راسره ګالي.

ګلداد ورته وویل:

– ولې دا څه له بلې دنیا راغلي!؟ د چین ښاپېرۍ دي که څنګه؟

– یره ګلداد ماما که د چین ښاپېرۍ نه دي خو له موږ سره بیا هم ښه دي ګوزاره کوي، همدا ګوزاره یې بس ده، د چین د ښاپېرو خبرې پرېږده، موږ څه داسې د چین شهزادګان یو، خو همدا دېګ او همدا ټېپر.

عثمان جان پاچا چای په خوند، خوند وڅښه، نور یې نو څادر له ځانه راتاو کړ، د ګرد وهلیو څپلیو پوندې یې راښکلې او مخ په زرخم وخوځېد، ګلداد ور غږ کړل:

– ته ګوره! که زرخم کې بوټي موټي وو، بیا ماته غږ وکه، چې دا پسونه ور ولم.

– سمه ده، زه بیا درته وایم، له هغه ځای نه خو مې غږ نه راځي، زرخم خو لېرې دی ګلداد ماما!؟

ګلداد بېرته وغځېده او له غځېدو سره سم یې وویل:

– ددې پسونو ساتنه هم ګرانه ده، په وښو یې څنګه ساتې!؟ او له غلو یې څنګه ساتې!؟

درېمه برخه

د ګلداد پر ګونځې، ګونځې تندي د خولو سیل رامات شو، د څادر په پیڅکه یې وچې کړې، ځان سره وبونګېده:

– نور نو دا پیتاوی هم تنګوونکی شو.

تر زنګنو یې پایڅې رابډ وهلې، خولۍ یې پر تندي کېښوده، ایله یې د لمر له سترګې خپلې سترګې پټې کړې، بیا یې سترګې لاندې ځمکې ته ښکته کړې، په ځمکه یې په ګوته کرښې راښکلې، له ځان سره بوخت و، څه به وایي؟ لاندې ځمکې ته یې کتل، پاس د لمر سترګه وه، د هغې شوخو پلوشو یې سترګې خپلو کتو ته نه پرېښودې:

– انسان هم عجب شی دی، ته وګوره!؟ اوس د لمر ټیکلي ته نه شم کتلی او غرور مې څومره زیات دی؟ دا د لمر وړانګې دومره زورورې دي چې سترګې مې غړېدو ته نه پرېږدي، ښه نو چې سترګې و نه غړېږي او همداسې پټې وي، نو بیا سړی څه کولی شي؟ هېڅ …

ځان سره بنګېده، مستو  په شکري کې یوه ډوډۍ او ډکه کاسه ماسته راوړه.

ګلداد ور غږ کړل:

– مستو ګلې!؟ څه دې پاخه کړي؟

– وبه یې ګورې.

د مستو خوله کې ښه خبره نه وه، ګلداد ډېر په زړه نری او عاطفي سړی و:

– دا ښه دی چې ستا لاس ته نه یو ناست.

مستو ورته وویل:

– که زما لاس ته ناست وای، نو اوس به مې درباندې …

– څه به دې راباندې!؟

– دلته مې بیا دې پیتاوي ته پرېښودې؟ خو درته و مې ویل چې پاڅه، چرته څه خواري، غریبي وکه (وکړه).

ګلداد په ګوتو له تندي  نرۍ خوله پاکه کړه، ورته ویې ویل:

– د خوارۍ، مزدورۍ او هر څه وخت معلوم وي، منی دی، هېڅ شی نه شته، پټیو کې چیشی وکم (وکړم) چې هسې چټي په چټي وګرځم!؟ پرې مې ږده چې لږ پیتاوی وکم، ایله مې هډوکي تاوده شول.

– بس همدا هډوکي تودوه.

– د ملا لورې! تا سره یې څوک نه شي ویلی.

شکری یې کېښود، ګوتې یې لمدې کړې.

 وچه شوتله وه، ایله یې که د غوړو یو څاڅکی ور ښودلی و، ښه درغنه جواری یې هم پوخ کړی و، تازه تپونه ترې ختل ،سوکړک په سره تبۍ پوخ شوی و، اوس هم ترې تپونه خېژي، هسې نه خوله یې وسېزي، نو ډېر پرې تود نه راتلو.

سوکړک یې واخیست، په دواړو لاسونو یې ښکته پورته کړ، پوووووففففف یې کړ، ګوندې که سوړ شي، څو ټوټې یې کړ، خو له سوکړکه لا هم تپونه ختل، زړه خوږه ونکې وږمه ترې راوالوته، کیف یې وکړ، ګلداد له خندا شین شو، ویل یې:

– دا تپ یې بېل خوند کوي؟

سوکړک یې سوړ کړ او ښه په خوند خوند یې وخوړ.

لمر ورو، ورو د زوال په ډډه کوږ شو، ګلداد پاڅېد، لوټه یې راواخیسته، اودس یې وکړ، همدې پیتاوي ته یې لمونځ وکړ، مستو چې بېرته په شکري پسې راغله، ګوري چې ګلداد ډوډۍ او  لمونځ دواړه همدلته ختم کړي، نو ور ته یې وویل:

– ته خو به پخوا جمعې ته تلې، دا نن څنګه دې پیتاوي ته ناست یې!؟

ګلداد له خندا شین شو، ور ته یې وویل:

– بېګاه را باندې ډېره ترخه شپه تېره شوې، تاته خو مې ونه ویل، هېڅ خوب مې نه دی کړی، ټوله شپه مې په مغزو کې د غلو ترپکې راتلې، نو تر سبا مې سترګه ور نغله، دغلته لږ هډوکي تودوم، ماوېل همدلته به لمونځ وکړم او بیا به وغځېږم.

مستو ورته وویل:

– سمه ده، همدلته وغځېږه.

عثمان جان پاچا راښکاره شو، سلام یې وکړ، لاسونه یې په تشو کې کېښودل:

– یره ګلداد ماما یو څه نا څه پولې شته، که دا پسونه ورولې، تر ماښامه یې همالته وڅروه.

– دا خو دې ډېره ښه خبره وکړه:

دی پورته شو چې پسونه څرولو ته بوځي، مستو بیا بانجاني چاینکه له چایو ډکه کړې وه، را یې وړه، عثمان جان هم ورسره پلتۍ ووهله، دواړه چایو ته کېناستل، پسونه پاتې شول، عثمان جان پاچا څادر څنډ واهه او مخ په کور روان شو.

څلورمه برخه

د شپې د غلو وېرې خوب تښتولی و، مستو به همدا یوه خبره کوله، ګورئ! څو کوئ، غله لګېدلي دي.

په همدې خبرو کې وو، د ماسختن لمونځونه وشول، کټونو کې توشکې هوارې شوې، هر یو بړستن پر ځان را کش کړه، لا سترګه ورغلي نه وه چې یو دم نغاره وډنګېده، ګلداد ټوپ کړل، اکبرجان خپل سرته دوه ډزی ټوپک ایښی و، هغې ته یې لاس کړ، مستو تر زوی او خاوند لا وړاندې پښې لوڅې انګړ ته وتلې وه، شور و:

– همدا یوه خبره غوږ ته راتله چې کومه سې لاړل؟ دغسې لاړل، نه نه نه، دغسې لاړل، ډزې شوې، اکبر جان هم کارتوس تېر کړ، خو ګلداد پرې سترګې را وویستې:

– بېځایه ډز ونکې (و نه کړې). والکه (وه هلکه) تا ته وایم.

شور دومره زیات شو چې ټول کلی یې په سر واخیست، نغاره کړنګېده، ګلداد او اکبر جان دواړه له انګړه ووتل.

یوه شېبه کې ګلداد او اکبر جان دواړه ورک شوو، وروسته را پیدا شول چې راغلل، مستو ورنه پوښتنه وکړه:

– څه خبره وه، خیر خو و؟

ګلداد ور ته په تونده ژبه وویل:

– خبره له خبرې تېره وه.

اکبر جان ورته وویل:

– ابۍ! ظالمانو د قادر جان پاچا له پسه نه لم غوڅ کړی، پسه ولاړ دی او لم یې ترې یووړ.

– دا څه وایې؟ له ژوندي پسه نه!؟

مستو اریانه دریانه شوه.

– هو نو.

– نو بیا؟

– خلکو پسه را ونیوه او حلال یې کړ.

– میاګله!؟ دا دې لا بله، اوس یې نو ښه خوند وکړ، دې غلو نه به نو څنګه خلک په ارام شي؟

ګلداد سرتور سر وتی و، یخ وهلی و، پښې یې بړستن کې ننویستې، ویې ویل:

– ګوزاره سخته شوه، دا خو لا له اوسه غلا ګانې شروع شوې، څه به کوو؟

اکبر جان ور غږ کړل:

– دا غلاګانې تر هغه وخته وي چې دا پسونه حلال شي.

– مستو ورته وویل:

– پسونه به خلاص شي خو دا غلاګانې نه خلاصېږي، سږ کال وچکالي تېره شوه، خلک غریب دي، هېڅ شی نه لري، ولاکه درته هېڅ شی پرېږدي، خلک ولږې راخیستي دي.

ګلداد کړل:

– نو څه به کوو؟

اکبر جان وویل:

– یو سپی به پیدا کړو.

مستو  ورته وویل:

– زه ځان نه شم ساتلی، نو سپی به څه ښه وساتم؟

ګلداد یې خبرو کې ور ولوېده:

– یو خو ته ډېره غږېږې، ځان نه شې ساتلی، د خبرې مه کوئ، ګنانګارېږې، رزق خدای پاک ورکوي.

– هو تا ته یې ښه رزق درکه.

– نو له چانه یې کمه راکړې؟

اکبر جان  چې ولیدل: ابۍ او  پلار یې دواړه سره برګ شول، په خبرو کې ور ولوېد او ورته ویې ویل:

– داسې کار به وکړو چې زه سپی پیدا کوم، سپی ډېر ښه دی، پهره خو به کوي، بل چې تکړه سپی وي، غله نه شي راتلی.

مستو ورته وویل:

– د غله شړک هم زموږ کور ته راغی.

ګلداد وویل:

– نو که سپی نه وي، ولاکه درته چرګ و چرګوړی هم پرېږدي.

مستو غلې شوه. ګلداد اکبر جان ته وویل:

– سر له سبا وګرځه، وګوره که چرته دې کوم ښه سپی پیدا کړ، داسې سپی چې لږ بیداره وي، پرېږده چې موږ سره را غټ شي.

مستو بنګېده او غړمبېده:

– ښه به تا کره را غټ شي، کور کې دې د موږک لکۍ نه سپېره کېږي او ته …

ګلداد یې د خبرو لړ پرې کړ، ورته ویې ویل:

– ته غلې کېنه، خدای مهربانه دی، له چانه یې کمه نه خورو او له چا مو برخه هم کمه نه ده، پټی شته، هرڅه شته، اوس د غلو غم کوه.

اکبرجان په همدې خبره دا مجلس پرې کړ چې دی به سر له سبا د سپي د پیدا کولو هڅه کوي.

پنځمه برخه

اکبر جان سهار وختي له جوماته راستون شو، همداسې یې برجورې کلا ته واچول، هلته یې ترور مکۍ اوسېده، مکۍ ډېره مهربانه ښځه وه، اکبرجان ویل:

– د مکۍ ترور غوا لنګه شوې، د شیدو چای به وڅښي، بل مکۍ مهربانه ښځه ده، څه نوره خواري به هم وکړي.

چرتونو کې و، تر برجورې کلا داسې نیم ساعت پلی مزل و، په ټوله لار یې چورت واهه چې دا د سپي خبره به څنګه ورسره کوي!؟ اورېدي یې وو چې د هغوی په کلي کې یوه سپۍ لنګه شوې او ډېر ښایسته، ښایسته کونګري یې دي، نو ځه خو دوی دومره ډېرو بچیانو باندې څه کوي؟ خو چې له دې سپۍ نه به دا کونګري څنګه را بېلوي؟ دا خو هم سخته خبره ده؟ څومره به کوړنجېږي!؟ له ځان سره یې په ټوله لار همدا کرل او رېبل.

ورسېد، د ترور یې چې په اکبر جان سترګې ولګېدې، نو ړومبی یې ځمکه له پښو وتښتېده، وار پار ترې خطا شو، سرتوره له بلۍ راښکته شوه:

– اکبرجانه! خیر خو دی؟ څنګه دې په شنه سهار پېښه راوکړه؟

– خیر دی ترور! په کراره را کېوځه!

پاس بلۍ ته ښکاره خټینې پوړۍ ختلې وې، د ژمي په باد و باران کې به دا پوړۍ ښويه وې، په ډېرو ستونزو به خلک پرې ختل، د کلي خلک ورسره اوس بلد دي، ترور راښکته شوه، اکبر جان یې په دواړه مخه ښکل کړ، د مکۍ خاوند زرداد له کوټې راووت:

– دا له چا سره دې خبرې دي؟

– اکبرجان راغلی، نه یې ګورې!؟

– اکبرجانه!؟ څنګه په دې خړه را خوشې شوی یې؟ خیر خو دی؟

– ماما خیر دی.

– چېرته پیتاوي ته کېنو که څنګه؟

مکۍ ور غږ کړ، پیتاوی چېرته دی؟ د لمر خپله ساړه کېږي، کوټې ته شئ، هلته به اور بل کړم، د هلک به ساړه هم شوي وي، تاوده به شئ.

یوه ګېډۍ پمبه چو یې راواخیسته، چرګۍ ته شوه، تور چایبر یې په نغري کېښود، اور یې بل کړ، ټول ترې شاوخوا کېناستل، ایله یې هډوکي را تاوده شول، شین چای شو خو ګوړه ور سره وه، دا وخت نو غریبي دومره زیاته وه چې بورې پسې د خلکو ژبۍ وه، ګوړه هم په هر کور کې نه وه، قدردان مېلمه ته به ایښودل کېده، مکۍ اکبرجان ته وویل:

– دا ګوړه ورسره خوره.

جواری یې تازه پوخ کړی و، اکبر جان خو دا ویل چې ترور به یې ورته شېرچای پوخ کړي، خو هغې لا وختي شوده تومنه کړي وو، اکبر جان تاوېده راتاوېده، ترور یې پرې پوه شوه چې اکبر جان شوده غواړي، ور ته یې وویل:

– اکبرجانه! درباندې پوهېږم چې شوده (شیدې) دې خوښ دي، خو موږ هغه وختي تومنه کړي دي، شوده څوک خوړی شي زویه؟ ایله تومنه شي، بیا ترې غوړ مړ ټول کړو، په همدې غوړو مو ګوزاره ده.

اکبرجان یو کپ له تاوده جواري کوي او بل طرف ته یې یو وړوکی کنډوسکی ګوړه خولې ته نیولې، له هغې هم یو خرپ تېر کړي، چای څښل کېږي، زرداد اکبرجان ته وایي چې:

– خیر دی؟ پلار دې څنګه دی؟

– ښه دی، زه ددې لپاره راغلم چې دلته کومه سپۍ لنګه شوې، یو بچی مې پکار دی.

– هو، سپۍ خو تازه لنګه شوې خو دا کونګری به ترې څنګه ته یوسې؟ بله خبره داده چې سپۍ به بیا ټوله شپه کوړنجېږي او زموږ ماغزه به پرې وخورې.

مکۍ ورته کړل:

– وراره! زه یې درته په بوجۍ کې اچوم، په شا به یې کړې، یو به یې سې، سپۍ به له سره خبره هم نه شي او چې بیا خبره شوه، بیا دې کوړنجېږي، یو دوه درې ورځې به وکوړنجېږي، وکوړنجېږي، اخر به غلې شي.

زرداد په پګړۍ ګوتې ووهلې، ولونه یې تازه کړل:

– یاره اکبرجانه! سخته ده.

مکۍ ورته وویل:

– څه شی؟

– خو دا له سپۍ نه کونګری بېلول.

مکۍ هم دا خبره ورسره ومنله، ویې ویل:

– ګرانه ده، ځکه د چا له غېږې نه چې څوک اولاد بېلوي، سخته ده، یو دا موږ او تاسې انسانان یوو چې خواږه، خواږه بچي له ځانه لېرې کوو، ته نه ګورې هغه زمونږه بچی!؟ څو ځل مې ورته وویل چې کېنه همدې کور کې ښه یې، ویل یې نه، مزدورۍ پسې ځم، اوس ایران ته تللی دی چې څه وخت به راځي؟ ګوره نو …

خو خیر، اکبرجانه! اندېښنه مه کوه. مکۍ جګه شوه، سپۍ ته ورغله، سپۍ ته یې لېرې ډوډۍ واچوله، دوی دا ګومان کاوه چې سپۍ به په ډوډۍ بوخته شي او دی به ترې یو ډولي کونګری را واخلي، سپۍ ډوډۍ کپ کپ  کړه، اول یې خپلو کونګرو ته ورکړه، بیا په وروست بال کې یې یو دوه درې کپه خپله هم وخوړله، د مکۍ دا چال هم بې ګټې شو، اوس یې نو سپۍ او کونګري ټول ماړه شول، اکبر جان ته یې غږ کړل:

– راځه اوس لمر را تود شو، پیتاوي ته کېنه. اکبر جان په دې تمه دی چې څه وخت به یې ترور کونګری رانیسي.  سپۍ کونګري نه خوشې کوي.

 مکۍ وايي: سپۍ چې له کونګرو  نه لږه لېرې شي، نو بیا زه پوهېږم چې څه وکم!؟

اکبرجان پیتاوي ته ډډه ووهله، د مکۍ خاوند زرداد هم ورسره کېناست، پخوانۍ زمانې یې ګزولې، له اکبرجان نه یې پوښتنه وکړه چې دا د سپي شوق مو څنګه وکړ؟

اکبرجان ورته وویل:

– زرداد ماما دا څو شپې سخت غله لګېږي چې کړپ شي، ابۍ بیا انګړ ته رسېدلې وي، نه زموږ خوب شته او نه د هغې، نو ما ویل که سپی وساتو، له غلو نه خو به مو وساتي.

زرداد پښې وغځولې، مخ یې لمر ته و، پیتاوی ورباندې ډېر خوږ لګېده، پوزه یې په څادر پاکه کړه، اسوېلی یې وویست:

– یره اکبرجانه! بس زموږ ژوند هم عجب ژوند دی، د ژمي له پسه سره  خواري وکه، وکه، وکه، اخر غله راشي، پسه در نه یا همداسې روغ بوځي او یا ترې په ژوندوني  لم غوڅ کړي.

اکبر جان ته تېره شپه ور یاده شوه، ویې ویل:

– وۍ رشتیا زرداد ماما، تېره شپه غله راغلي وو،  له ژوندي پسه نه یې لم غوڅ کړ او همداسې یې یووړ.

زرداد بیا پوزه راښکله، دا ځل یې په لاس پاکه کړه:

– اکبرجانه!  دا ډېر بدبخته خلک دي، ظالمان دي، ظالمان، ګنې ژوندي پسه نه چا لم غوڅ کړی!؟

– دا به هم خواران وي چیشی به نه لري.

– نو چې چیشی نه لري، څه کوي؟ له ژوندي پسه نه لم غوڅوي؟

– غریبي ډېر بد شی دی زرداد ماما!؟ دې کار ته هم سړی مجبوري.

– دا خو یو کال نه شو، دا خو زموږ شو چې چېرته غږ کېږي، پسه نه چا لم غوڅ که؟ هلۍ را ووځئ.

 دوی دې خبروکې وو چې مکۍ راورسېده، اکبر جان نه یې پوښتنه وکړه:

– په دې سپي څه کوئ؟ ساتلی یې شئ؟

– ولې یې نه شو ساتلی!؟

– ګوره اکبرجانه! ساتنه یې سخته ده.

– په څه سخته ده؟

– خو دا ځانته کوټنۍ غواړي، ډوډۍ غواړي.

– نو چې تاسې یې ورکولی شئ، موږ به یې هم ورکوو.

– خوښه دې.

– ترور! بېګاه هم ډېر بې خوبه شوو، ابۍ چې څنګه کړپ واواري، انګړ ته شي، بېګاه هم غله راغلي وو، هغه بله شپه هم راغلي وو، غلو نه تنګ یو.

– نو غله په سپي راټینګوئ؟

 – ولې نه، سپی چې وي، وبه غاپي، په اسانه به راپورته شو.

– های وراره! خدای مو له دې غلو نه ساته، هغه په سپیو میو نه دي.

دوی په همدې خبرو بوخت وو، لمر نور په سر ودرېده خو سپۍ خپل بچي نه خوشې کول، مکۍ تاوه راتاوه شوه، سپۍ ته ورغله، اخوا او دېخوا یې له خپلو کونګریو شړله خو سپۍ خپل کونګري نه پرېښودل.

 غرمه شوه، اکبر جان اوس ناست دی چې ترور یې کونګری له موره بېل کړي،. اخر مازیګر شو، مکۍ پاڅېده او سپۍ یې یوې کوټې ته کړه، کونګري یې وکړونجېدل، سپۍ هلته په کوټه کې ترپکې وهلې، مکۍ زړوره وه، یوه ډولي، بادامي سترګې، له رنګه سپين کونګري ته یې د بوجۍ خوله ونیوه ،کونګری یې پکې واچاوه.

 اکبر جان بوجۍ شاته واچوله او همداسې روان شو، مکۍ ور بېرته کړ، سپۍ یو دم کونګریو ته رامنډه کړه، ګوري چې هغه سترګو ته منلی ډولي کونګری یې نه شته، په غپېدا او کوړنجاري یې شروع وکړه، زرداد  لښتې ته لاس کړ، سپۍ برګه برګه کېده، غوښتل یې چې په مکۍ برید وکړي خو زرداد  ورته لښته خوځوله، سپۍ په زرداد پسې ورغله، همداسې یې ورته غپل، د زرداد د احسان پوروړې وه، ځکه هر څه دوی ورکول خو په خپل کونګري پسې ډېره خپه وه، خوله یې نه نیوه، هواره کوړنجېده، د سپۍ نور بچي هم کوړنجېدل، ټول زرداد ماما ته ولاړ وو، مکۍ ډېره خپه وه، له سترګو یې اوښکې راغلې، سپۍ ایله په دې پوی شوه چې مکۍ ددې په حال خپه ده، خو چې بچی ترې چا یووړ، سپۍ هېڅ نه ارامېده، هوار یې غپل او یو ډول کوړنجېده چې پوښتنه یې مه کوه.

 په کوړنجاري کې یې د غم شېبې انځورېدې، سپۍ ټوله شپه وکوړنجېده، وکوړنجېده، ارامه نه شوه، مکۍ به همدا ویل:

– سپۍ چې سپۍ ده، په خپل اولاد هاغسې خپه کېږي، دا وګوره، ټوله شپه وکوړنجېده، اوس هم هغه دی له موږ نه خپه ده، غاپي، برګه، برګه راته ګوري، اوس هغه مینه راسره نه کوي، ولې چې بچی مو ترې بېل کړ، بچی بچی وي، له موږ نه سپي هم ښه دي، په خپلو بچو هغسې پام کوي.

سپۍ تر ډېره په بچي پسې خپه وه، مکۍ که هر څو سپۍ دلاسه کوله خو د سپۍ خپل بچی چېرته هېرېده!؟ مکۍ به یې چې ولیده نو ورته به وکوړنجېده، مکۍ له ځان سره ویل:

– ښه کار مې و نه که چې له تانه مې خپل بچی بېل که، خو ګوره! یوه ورځ به درنه ته، خو ځه هلته به یې ښه وساتي. سپۍ نه دلاسه کېده، سپۍ بیا هم مکۍ ته غپېده او خپل کونګری یې غوښت.

شپږمه برخه

ټوله شپه سپۍ وکوړنجېده، کلی یې په سر اخیستی و، مکۍ د سپۍ له کوړنجېدو سره ډېره نارامه وه، همدا یوه خبره یې کوله:

– په لوی لاس مې ځانته کار ولیده، د دې سپۍ ګناه هم راباندې شوه، خپل ګناهونه مو کم دي چې اوس د سپۍ ښېرا هم پکې لا سرباری شوه.

ځان سره بنګېده، سهار وختي سپۍ ته ورغله، سپۍ له خپلو کونګرو تاوه وه، پخوا به چې مکۍ ولیده؛ نو رامنډې به یې کړې، په پښو کې به یې ورته سر کېښود، خو نن سپۍ نه راځي، مکۍ ګوري او غاپي، کوړنجېږي، مکۍ له ځان سره وایي:

– لکه چې سپۍ هم ښېرا وکړه، خدای دې خیر پېښ کړي.

زرداد له کوټې را ووت، مکۍ ته یې وویل:

– ټوله شپه دا خوارکۍ وکړنجېده، دا ټول ستا دلاسه …

مکۍ چې د سپۍ هیبت اخیستې وه، په زرداد یې خوله را پرانیسته:

– زما څه دلاسه!؟ خو ته وې، هلک راغی، څه مې کړي وای!؟ زه څه خبره وم چې دا سپۍ به په کونګرو دومره خپه کېږي.

سپۍ اریان دریان کتل، کوړنجېده، غږ یې کېناست، مکۍ زرداد ته وویل:

– خدای دې خیر پېښ کړي، ددې سپیو ساتنه هم دوه بخته وي، بل له دې غریبې کونګری بېل شو، هغسې کوړنجېږي، داسې نه چې مسافر مو کړي.

زرداد چې د سپۍ سترګو ته وکتل نو ځان یې پکې خوار ولیده، مکۍ ته یې کړل:

– یاره داسې ښکاري چې له دې کوره مو پسې واخلي.

– څوک؟

– دا سپۍ راته ښه نه ښکاري.

– څنګه ښه نه ښکاري؟

– سپۍ لکه چې ښېرا شروع کړه.

– ځه پرېږده یې! نور به ورسره څه وکړو؟

مکۍ لاړه چې د سپۍ لپاره څه خوراکه برابره کړي، په پلو کې یې جوار اچولی و، سپۍ ته یې ور ګوزار کړ، سپۍ له سره د مکۍ لاس ته ونه کتل، د کونګري په ویر اخته وه، د دوی د لاس خوړو هم خوند نه ورکاوه، مکۍ او زرداد دواړه اریان دریان وو چې له سپۍ سره څه وکړي!؟ پرېکړه یې وکړه چې سپۍ به نوره له کوره وباسي، مکۍ ویل:

– که له کوره یې وباسو، دا به چېرته لاړه شي!؟ خو همدا شاوخوا به راته ګرځي، کوړنجېږي به، دا خو لا بیا بله ناروا شوه.

– ځه پرېږده یې، خدای دې یې په ښه بخت ورسوي، یو دوه درې ورځې تکلیف دی تېر به یې کړو، بیا به عادت شي.

خو د سپۍ په څېره او سترګو کې لا هم د بچي مینه ځلېده، داسې یې ښوده چې:

– تاسې انسانان څومره بدبخته یاستئ؟ ته وګوره! له ما مو بچی بېل کړ، تاسې په خپلو بچو نه یاستئ، خپل بچي له سینې لېرې لېرې شړئ، تاسې په خپلو کې سره لوېدلي یاستئ، هېڅ یو د بل قدر نه کوئ، قدر خو لا پرېږده چې یو بل سره خورئ، اوس موږ هم لکه چې په خپل کاڼي تلئ!؟ داسې څوک نه کوي، موږ سپو تاسې ته څه ویلي دي؟ او بیا ما خو تاسې سره مینه کړې، تاسې ګورئ زما کونګری له مانه بېل که، زما به څنګه زړه ارام شي؟ زه به څنګه ارام وکړم؟ اخر داسې څوک کوي؟ ولې د خدای ظالمانو!؟

خپلو کې خو سره لوېدلي یاستئ، اوس موږ هم له ژونده خلاصوئ!!!

سپۍ له خپلو کونګرو راتاوه وه، هغه یې مړول، مکۍ ویل:

– ځه اخر یې هېرېږي، دا یو یو به ترېنه لاړ شي.

سپۍ لکه چې د مکۍ په خبرو پوهېده، برګ برګ یې ور کتل، زرداد د سپۍ بخت ښه نه لیده، ویل یې:

– داسې نه چې لوی کار راته وګوري.

اوومه برخه

د اکبر جان ګاونډي عثمان جان پاچا سهار په خړه اکبرجان ته مخ واړاوه:

– دا کوکری ( کونګری) دې له کومه کړی؟

– ولې؟

– بېګاه ټوله شپه کوړنجېده.

اکبر جان چې د کوکري له کوړنجاري تنګ شوی و، ویې ویل:

– ځه خیر دی پاچا صاحب! یو څو ورځې به دا کوړنجاری وي، اخر به عادت شي.

عثمان جان پاچا د پګړۍ ولونه تازه کړل، سترګې یې ډکې ډکې تورې کړې وې، پوزه یې راښکله، ورته ویې ویل:

– بې ازاره شی دی، دا دې ولې له خپلې سټې را بېل کړی دی؟ هغه مور به یې په څه حال وي؟

– پاچا صاحب! د دې اړتیا ده اړتیا!!!

– څه اړتیا یې ده؟

– پاچا صاحب! مخکې خو به چې ترپ شو، نو ابې به د انګړ منځ ته رسېدلې وه، اوس خو لږ تر لږه دا کوکری شته، دا به غټ شي، ګوره دا ټول کلی به ساتي.

– یره اکبرجانه! د سپیو ساتل ګوره دوه بخته دي، توکل په خدای، بېګاه خو مې چې د دې کوکري کوړنجېدو ته کتل، دا ژوند راته ښه نه برېښېده، داسې نه چې له دې کلي نه مو وشړي.

اکبرجان خپل کور ته لاړ او عثمان جان خپل کور ته، ګلداد د اکبر جان په ابۍ غږ کړل:

– څنګه چل دی؟ د خوراک څښاک لپاره څه شی شته، که نه؟

هغه لکه د مرچو په ډېري چې ناسته وي، ویل یې:

– اکبرجانه! کوکری ښه دی، خو ټوله شپه یې له خوبه ویستلې یم، سترغلي راباندې پړسېدلي دي، ټوله شپه مې په ویر تېره کړه.

اکبرجان ورته وویل:

– ابۍ ځه خو له پهرې مې خلاصه کړې چې دا کوړنجېږي هم نو غله به دلته د راتګ لپاره زړه ښه نه کړي.

ګلداد له ورایه را غږ کړل:

– د دې له کوړنجاري خوند مه اخلئ، دا کوړنجاری ماته ښه نه ښکاري، د کوکري دا کوړنجېدل ګوره را ته ښه نه برېښي، زه خو یې په ښه پال نه نیسم.

اکبرجان د خپل پلار خبرې پرې کړې، ورته ویې ویل:

– پلاره!؟ نو څه وکړو؟ کوکری دی، باید ویې ساتو او غټ یې کړو، دې نه به داسې ښایسته سپی جوړ شي چې بیا به ټول کار راته همدی کوي.

ابۍ یې تونده راغله:

– نو ټول کار په سپي کوې، ولې په تاسو څه شوي؟ پلار او زوی لکه چې نور تیارو ته کېنئ. څنګم ( څنګه مو) خوښه ده.

– هسې مې وویل.

– هسې مه وایه، خپله لاس او پښه خوځوه.

– خو ټوله شپه مې ددې کوکري دلاسه شپه نارامه تېره کړې ده.

اکبرجان ورته وویل:

– په څه خواریو مې راوړ، که تاسې ډېر ما پازابوئ ( په عذابوئ) نو بیا یې بېرته وړم.

ګلداد  ورته وویل:

– زویه! په خره سپرېدل یو شرم دی او بېرته ترې کوزېدل بل شرم دی، کرار کېنه، پرېږده یې، ګوزاره ده، وبه یې کړو، اخر به له کوړنجاري خلاص شو.

کوکری لا هم کوړنجېده، ورو، ورو یې ستونی کښېناست، اکبرجان چې چرته څه لیدل، نو کوکري ته یې ور اچول، له ابۍ نه به  یې شوده ( شیدې) پټول، هغه یې لا پرې وخوړل، خو د کوکري لا هم طبعه برابره نه وه.
که څومره هم خفه و، خو خیټه ورپورې وه، پښتون نه و چې یو دم يې ( نه ) وکړي، بیا به ورباندې د چا پلار  ( هو ) کړي، کله په ډکه خوله او کله په نیمه خوله یو څه به يې تر ستونی تېرول.

کوکری په خوراک راغی، نور عادت شو، له اکبرجان نه به ګرد تاوېده. په مستو هم نور کوکری  ښه لګي.

ګلداد ته وايي:

– سړیه! دا دی اکبرجان خو توره وکړه، اخر یې کوکری په خبرو راوست، هسې ورسره بوخت دی.

ګلداد غاړه تازه کړه:

– لکه چې اکبرجان ته دې کار پیدا کړ!؟

– نو څه مې کړي وای؟

– مطلب کار ورته پیدا شو.

– د څه شي کار؟

– بس اوس به له همدې کوکري سره اخته وي، بل کار و غریبي ترې پاتې شوه.

– داسې ده ښځې! چې دا خپله یو کار دی او بل دا چې څه شی به لا څپېدلی نه و چې ته به سرتور سر انګړ ته ورسېدې، که نور څه نه وي، ځه  دا کوکری خو به را ته څو کوي.

– د کوکري کوړنجاری ورو، ورو کېناست، اکبرجان د کوکري په لوبولو بوخت و.

اتمه برخه

د کوکري کوړنجاری غلی شو، له اکبر جان سره په مستۍ راغی، مستو او ګلداد ته یې په مینه مینه کتل، که به دوی پرې غږ وکړ چې له ځایه  دې پاڅه، یا راشه، نو کوکري به هماغه کول.

کوکری اوس ددوی سترګو ته ګوري، مستو چې د کوکري دا مینه ، وفاداري او د دوی خبرو ته اطاعت ولید، نو اکبر جان ته یې مخ واړاوه: اکبره جانه زویه! کوکری دې ډېر ژر په خبرو راغی.

اکبر جان یې په خبرو کې ور ودانګل:

ـ هغه څنګه ابۍ؟

ـ دا دی نه یې ګورې، چې ور ته هر څه وایو، هغه مني. سخت متابت ام (مطابعت مو) کوي.

ګلداد د پګړۍ ولونه تازه کړل، مستو ته یې مخ واړاوه:

ـ ولې اوس ام (اوس مو) کوکری هم خبره و نه مني، څه دې خیال دی؟

مستو د سترګو په کونجو کې ور وکتل، همدومره یې ور ته وویل:

ـ له هر ې خبرې شر مو جوړوه!

ـ دې کې د شر څه خبره ده؟

ـ  ځان مه ښیه، ایمان دې را ته معلوم دی.

ګلداد تندی تریو کړ، لستوڼي یې را بډ وهل، تا به ویل چې اوس په مستو ګوزار کوي، اکبره جان د پلار په طبعه پوه شو، خبره ګنجوړۍ کېده، دوی یې نور عداوت ته پرېنښودل، په ګلداد یې غږ وکړ:

ـ او ګوره پلاره! خوښه دې نه ده چې په دې کوکري نوم کېږدو؟

ګلدار غوسه وخوړه، همدمره یې وویل:

ـ ابۍ نه دې پوښتنه وکړه.

مستو هم په خپلو خبرو پښیمانه ښکارېده، نو اکبر جان ته یې وویل:

ـ پلار دې په نوم ایښودو کې تکړه دی.

ګلداد له خندا شین شو، ویل یې:

ـ د کوکري نوم مې کله نه دی ایښي، خو د کوکري او کوکرۍ په ارامولو پوهېږم.

مستوپوه شوه چې ګلداد په پسته پسته کې ووهله، خو ددې لپاره چې رنګ بدی پېښ نه شي، نو له تاویلو ماویلو یې خوله ونیوه.

اکبر جان مستو ته مخ واړاوه:

ـ او ګوره ابۍ! تا یو وخت کې د چا په کوکري د نوم ایښودو خبره نه کوله!؟

ـ هو ولې نه!

هغه کیسه څنګه وه؟!

ګلداد هم دې کیسې ته غږونه بوڅ کړل.

مستو ستونی تازه کړ او کیسه یې را واخسته:

ـ هغه خو داسې چل و چې زه وړه جنی ومه، برجورې کلا ته یو چا سپی راوستی و، خلکو به یې د هوښیارتیا کیسې کولې، هغه وخت هم دا غله سبیل مړي لګېدل،  سپي  به غله له بوی او غږ نه پېژندل. ما ته مې خپلې ابۍ کیسه کوله، په لالپوره کې د چا درنه غلا شوې وه،  ددې غلا  بېله اوازه وه، هغه خلک اخر دې ځای ته را ورسېدل، ملکان را ټول شول، خپلو کې یې سره وویل: ګورئ! را ځئ دا خپل غله کېنوئ، ور نه پوښتنه وکړئ چې دا غلا خو به دوی نه وي کړي، دا خلک خو اوس دلته راغلي، ژاړي، انګولا کوي، بده ده. ملکانو ته خو هغه وخت دخپل مالت غله معلوم وو، خیر، هیچا و نه ویل چې دا غلا ما کړې ده. ددې لپاره چې دا خلک پر دې پوه شي چې یاره! ددوی په مال پسې له دغه ځایه څوک نه دي تللي، دا غلا بل چا کړې ده، نو ملکانو د مالت خلک را ټول کړل.  هوښیار سپی له خلکو وړاندې پروت و، د ملکانو خبرې او ددې خلکو انګولا او ژړاګانې یې چې واورېدې، نو را پاڅېد، سیده لاړ او د خلکو په منځ کې یې یو سړی له پایڅې ونیو، سړي په سپي را باندې کړه، خو سپي سړی نه پرېښوده، اخر کې دا معلومه شوه چې همدې سړي غلا کړې وه.

سپي چې دا غلا معلومه کړه، بیا نو په غلو هم رڼا ورځ توره شپه شوه، په مالت کې دسپي د هوښیارتیا خبره ګډه شوه، هر چا به ویل: ډېر هوښیار سپی دی، دا سپی ضرور له چینه را وړل شوی دی،  ایسته خلک ولګېدل او په سپی یې د چینی نوم کېښود.

زه چې دا خپل کوکری ګورم، مستو لا خبره بشپړه کړې نه وه چې  ګلداد یې  په خبرو کې ور ولوېد، ور ته یې وویل: دا سپی هم ډېر هوښیار دی.

ډېر وفاداره هم دی، نو راځئ چې هماغه د چینی نوم پرې کېدو.

مستو  وبنګېده:

ـ یو خو ستا صبر نه کېږي! له خولې نه دې زما خبره و تروړله، دا څه خېل سړی یې؟

ګلداد غلی شو.

د ګلداد او مستو ډېره ښه یارانه وه، زوی یې اکبر جان ددوی د دوی له خبرو او عداوته به  خوند اخسته.

مستو رامخ ته شوه:

ـ  ځه! زویه،  ددې نوم نور چینی شو.

ګلداد له خندا داسې تک شين واوښت چې سترګې یې د مخ په ګونځو کې ورکې شوې.

مستو پرې زوروره وه، ټولو همدا نوم خوښ کړ.

اتمه برخه

د اکبرجان د کوکري او د مکۍ د سپۍ چغو دواړه کلي په سر اخیستي وو، د  کلي ملا صاحب په لوی جومات کې د جومې ورځې تقریر کاوه، تکې سپینې جامې اغوستې وې، سترګې یې ډکې ډکې تورې کړې وې، د تېزو عطرو په چینه کې یې لمبلي وو.  له ورایه ترې ډډوزه خته، مایک ته ودرېده، کلیوالو ته یې مخ واړاوه ، تاسې باندې خبرې هېڅ تاثیر نه کوي، زه درته مدام وایم چې په کور کې دا نجس شیان مه ساتئ، لکه سپی، خو تاسې داسې یاستئ لکه کاڼه ته ډول وهې، غواړئ چې دا کلی اور واخلي او په عذاب کې وسوزي.

ملا صاحب د چا نوم نه اخسته، خو د خبرو په وخت کې به یې پلار و زوی ته کتل.  اکبرجان او پلار یې ګلداد په یوه لیکه کې ناست وو، خو لږ یو تر بله وړاندې وو، ملا صاحب بیا غږ وکړ:

– تاسې به دا څو شپې د کوکري کوړنجار اورېدلی وي، کوکری له خپلې مور نه را جدا شوی دی او ارام نه لري، زما خبره دې کې ده چې ګورئ!؟ د کوکري پرځای خپل ځان ویښ وساتئ، خپل مال خپله وساتئ، د سپي ساتل منع دي، شریعت منع کړي دي، په هغه کور او کلي کې چې سپی وي؛ هلته فرښتې نه ورځي، نو تاسې ولې په لوی لاس ځان د دوزخ کندې ته ټېل وهئ؟ وه جاهل مخلوقه!!!

د سپیو ساتل پرېږدئ، تاسې ته نور ډېر کار درله غاړې دی.

ملا صاحب خبرې کوي او اکبرجان ته ګوري، چې مخ واړوي، اخوا ته یې ګلداد ناست دی، هغه ته هم په وریځو کې ور وګوري، اکبر جان وټوخېده چې دې ملا صاحب څه په موږ پسې راخیستې ده!؟ پرېږده یې، پلار ته یې د سترګو په کونجو کې وکتل، پلار یې دی پوه کړ چې څه ونه وایي، بیا به وروسته له ملا صاحب سره ګوري.

پلار و زوی پر دې نه پوهېده  چې دا نن ملا صاحب ولې د سپیو په غندنې پسې راخیستې ده!؟ سپي خو اړتیا ده، ډېر خلک یې ساتي او دې ته یې ساتي چې څوکیداري  ورته وکړي، دلته  خو خلک له غلو نه تنګ دي، سپی خو وفادار شی دی، له غلو نه یې ساتي، سپی خو یوازې اکبرجان دوی کره نه دی، هر کلی ځانته خپل سپي لري، په ځینو کلیو کې خو لا د سپیو نومونه هم معلوم دي، خو ملا صاحب همدا یوه خبره کوله:

– ګورئ! غاړه درباندې خلاصوم، د سپي ساتل دین کې منع دي، وه مخلوقه لږ ځان خبر کړئ،  مه یې ساتئ، دا ګوره دوه بخته هم دي، داسې نه چې په کوم بل وطن مو وولي.

دې ټولو یوه خبره کوله:

– سپي مه ساتئ، دا دوه بخته دي، داسې نه چې سبا مو مسافر کړي، دا څه خبره ده!؟ ټولو لکه چې یو خوب لیدلی!؟

ملا صاحب تقریر وکه جمع یې ورکړه، د جمع د رخصتېدو وروستۍ دعا یې هم په جار وکړه، کلیوالو ته یې وویل:

– ګورئ! که موږ غواړو چې شرعي ژوند وکړو، فرښتې مو کور ته راشي، نور د سپیو د ساتلو کسب پرېږدئ.

کله چې خلک رخصت شول نو ګلداد او اکبرجان دواړه ملا صاحب ته ورغلل، ورته ویې ویل:

– ملا صاحب! نن دې د کوکري او سپي خبره کوله او موږ ته دې راکتل، نو دلته شاوخوا کليو کې خو ډېرو خلکو سپي ساتلي دي.

ملا غاړه تازه کړه، ویې ویل:

– دا دوه درې شپې مې ستاسې دلاسه کور کې خوب نه دی کړی، دا څه حال دی؟

اکبرجان ور غږ کړل:

– وه ملا صاحب!؟ ددې غلو دلاسه به ښه خوب وکړې؟

ملا غلی شو، بیا یې ورته وویل:

ـ ګورئ! په کوم کور کې چې سپی وي، هلته فرښتې نه راځي، نوره مو خپله خوښه.

ملا په غلو ور نغی، خو د سپیو غیبت یې ډېر وکړ، ګلداد ملا صاحب ته همدومره وویل:

– ګوره! که دا سپی یوازې موږ ساتلی وای، بیا موږ ګرم وو، اوس خو ټولو کليو کې سپي ساتل شوي او تاوان پکې څه دی؟

– ملا صاحب همدا یوه خبره کوله:

– تاوان دادی چې فرښتې کور ته نه درځي، الله در نه ناراضه کېږي.

اکبرجان ورته وویل:

– ملا صاحب! خبره به په بل ځای کې وي.

– هېڅ چرته نه ده، رښتیا وایم.

دا څو ورځې کېدل، د جومات وظیفه هم سپوره شوې وه، ملا صاحب دې ته چرتي و چې دا خلک ولې جومات نه پالي؟ نو په کلیوالو به یې غږ کړل:

– ددې جومات پالنه پکار ده او بل کله چې چړي درځي، تاسې یې بېنوا راشړئ، دا کار مه کوئ.

ګلداد ملا صاحب ته وویل:

– څوک یې بېنوا نه شړي خو …

ملا ور غږ کړل:

– خو څه شی؟

– نه پوهېږم چې ولې دا بهانې کېږي!؟

ملا صاحب ورته وویل:

– چڼي د سپیو دلاسه ستاسې کورونو ته نه شي درتلای.

اکبرجان هننننننننګګګګګګګ وکړل او ویې ویل:

– اوس کیسه معلومه شوه، کیسه داده چې:

 د پرښتو پرې څه چې نه به ورځي

 د چڼي پښه خوري سپي ساتل کفر دي …

نهمه برخه

د ملا صاحب خبرو ګلداد او اکبرجان دواړه چرتي کړي وو:

– اوس به څه کوي؟ جومات پرېښودای نه شي، ملا صاحب خو د کلي مشر دی، د هغه خبره څنګه ځمکې ته وغورځوي!؟ ګلداد د هماغه زاړه دېوال پیتاوي ته ناست دی، چورت وهي، یوه پښه یې په بله اچولې، لګیا دی، په ږیره کې ګوتې وهي، ږیري نه موټی تاو کړي، بیا یې راکش کړي، وروځې یې هم ببرې شوي، هغې نه هم یو نیم ویښته باسي، کله غوږ ګروي او کله د پښو تلو ته لاس کړي، عثمان جان پاچا راښکاره شو، ګلداد په خپلو خولو کې ډوب و، پګړۍ یې لاندې ایښې وه، سرتور سر ناست و.

ځمکې  ځای نه ورکاوه، لاس ږیرې ته یوسې، کلکه یې موټي کې ونیسي، په ګوتو کې ورغلي سپین ویښته ته وګوري، شونډې وچیچي، د چپ لاس پر ډکي خپلې ویستلې کرښې بیا را سمې کړې، دی لا د کرښو ورانول او جوړول کوي، ذهن يې د ملا صاحب خبرو نا رامه کړی، ملا ورته نور سپی په کلي کې نه پریږدي. اکبرجان ملا ته مخامخ دی، ور ته وايي: ګوره ملا صاحب!
که يې ستا چڼۍ داړلی نه وای . ده لا دا خبره نه وه بشپړه کړې چې د عثمان پاچا غږ د فکر ټال ور وشکاوه.

– نن ډېر چرتي ښکارې!؟ خیر خو دی؟

ګلداد پاڅېد او عثمان جان پاچا ته یې د ستړي مشي لاس ورکړ:

– راځه پاچا صاحب دلته کښېنه!

خیر دی، هو خو …

– خو څنګه؟

– دې ملا صاحب نن په جمع کې یوه عجبه خبره وکړه!

– څه یې ویل؟

– هغه د سپي خبره چې یې وکړه چې سپي مه ساتئ.

– نو ته یې ساتې؟

– موږ خو یو را پیدا کړی دی کنه.

– ښه ځه هغه خو کوکری دی.

– نو خو سبا هغه سپی کېږي کنه پاچا صاحب!

– ځه چې تر څو هغه غټېږي، د ملا صاحب په خبره به هم وخت تېر شوی وي.

– نه پاچا صاحب! خبره داسې نه ده، له ملا صاحب سره خبره پکار ده.

– والله موږ خو هم ټوله شپه له خوبه وتي یو او ستاسو کوکري له خوبه ویستلي یو.

– هغه څنګه؟

– غاپي؟

– نو نه به غاپي؟

– نه خو دا غپا یې ډېره زیاته ده.

– پاچا صاحب! دا غپا به یو څو ورځې وي، بیا عادت کېږي.

– بس که دا کار وشو، ښه دی کنې ګوزاره سخته ده.

– پاچا صاحب! ته هم له ملا صاحب نه کم نه یې.

– یره ګلداد خانه! خبره داده چې دا شوګیره سخته ده.

د مازیګر لمر نور په لوېدو و، ګلداد خان ځان راټول کړ، عثمان جان پاچا هم کلي ته شو، ګلداد خان ټغر په اوږه کړ او کور ته ننوت، غږ یې وکړ:

– کور کې څوک شته؟

میرمن یې راپاڅېده، ویې ویل:

– کور کې ولې څوک نشته، دا زه نه یم؟

– ښه مال چېرته وتي نه یاستئ.

– په سترګو دې لکه چې توره شپه ده!؟ نن ډېر چرتي یې.

– مستو بي بي ! چرتي به څنګه نه یم!؟ ملا صاحب نن په جومات کې د سپي ساتل ناروا او بد کار وګاڼه.

 مستو د ګلداد خان خبرې پرې کړې، ورته ویې ویل:

– تا به ملا صاحب ته ویلی وای چې ته بیا د شپې راشه، دلته څوکیدارۍ ته کېنه ( کښېنه) کنه، ته دا غله نه ګورې!؟ دا څه حال دی؟ دې ملا صاحب لکه چې غله نه دي لیدلي؟

– نو ملا خو څه د بل ځای نه دی، د همدې کلي دی، ولې به یې نه وي لیدلي؟

– نه که یې لیدلی وای، بیا یې دا خبره نه کوله.

د دوی خبرو زور اخیستی و، درب شو د کوټې دروازه ولګېده،  لوټه وړه وړه شوه، څه ټوټې د مستو په پلو کې  ولوېدې، یاالله خیر يې کړل، دروازې ته مخامخ په دیستار يې سترګې ولګېدې، وارخطا شوه، سر يې ټیيټ کړ، له خولې يې ووتل ، پام کوه، خدای دې خیر کړي؟
ګل صنمې له لاسه لوټه خطا کړه، ورته يې کړه:
په چیغو خو مې ستونی کیناست ، ماویل چې ودرې ګوزار در وکړم . که په ګوزار بهر را ووځئ.

– ګل صنمې خورې څه وایې؟

– دا کوکری چېرته تړئ؟

– بېګاه یې ټوله شپه غپل.

– دا دې لا بله! نو نه به غاپي؟

– خو داسې وکئ (وکړئ) چې یو څه شی ورته واچوئ، نن خو د ورځې ښه و.

– بس ښه کېږي ګل صنمې، یو نن شپه یې که وغپل، وبه غاپي، نور دا عادت کېږي.

ګل صنمه له دیستاره ښکته شوه، ګلداد خان ور غبرګه کړه:

– مستو!؟ دادې لا بله! مخکې خپله پاچا صاحب راته وویل چې کوکری ډېر غاپي، اوس یې دادی ښځه را ولېږله، نو اوس څه وکړو؟ کوکری خو نه شو مردارولی، دواړه به خپل کار کوي.

مستو برګه شوه، له برګېدو سره یې ګز ژبه راوویسته:

– دواړه به خپل کار کوي، دا د چا د پلار کلی نه دی، ایله به خوب وکړو، دې چیني غریب چاته څه ویلي دي!؟

د دوی خبرو ته د کوکري پام شو، هغه بیا غپاری شروع کړ، اکبر جان راووت،  چیني غپا دوه چنده کړه، اکبرجان په چیني یو بړچ وکړ، له بړچ سره سم چیني غپاري ته نور هم زور ور کړ، ګلداد خان وایي:

– دا چینی به څه وخت له غپاري لوېږي؟

د مستو لاس کې څمڅۍ وه، هغه یې د دېګي لپاره ښوروله، کوکري داسې فکر وکړ چې ګنې دا څمڅۍ ماته ښوروي،  نور یې هم غپا زیاته کړه، مستو نېغه راغله او کوکري ته یې څمڅۍ وخوځوله، کوکري زنځیر وشرنګاوه، ټوپونه یې وهل، د مستو له څمڅۍ نه ډارېده، اکبرجان غږ کړل:

– ابۍ! پرېږده یې، کوکری دی، غاپي به.

– نو ولې دومره وغاپي؟

– نو نه به غاپي؟

– نو خو ټول مخلوق یې درباندې خبر کړی، ملاصاحب هلته په غوسه دی، عثمان جان پاچا او ښځه یې دلته په دیستارونو را اوړي او خبرې کوي.

– ابۍ! نن شپه هم ورته صبر کوو، زه پوهېږم چې دا به عادت شي.

نن شپه د چیني غپا بیا زیاته شوه، تر یو وخته وغپېده، وغپېده، وغپېده، نیمه شپه شوه، د چیني غپا ورکه شوه، خلک ټول ویده وو، چېرته لېرې بیا نغاره وډنګېده، د نغارې له ډنګېدو سره کوکري غپا شروع کړه، مستو وویل:

– چینی تر اوسه ښه و، غلی و چې دا بیا ولې غاپي؟

اکبرجان له کټه یو دم پورته شو، ټوپک ته یې لاس کړ، ویې ویل:

ـ  ما د نغارې ډنګا هم واورېده.

 ګلداد خان په اکبرجان پسې سم ووت:

– هلک ځوان دی، دا د ټوپک نه دی، چرته ځان و نه ولي؟

مستو ور غږ کړل:

– ځه ډز نه کوي، کېنه.

– نه کېنم.

ګلداد خان ووت، ګوري چې اکبرجان په انګړ کې ګرځي، کوکری غاپي، دې وخت کې عثمان جان پاچا وټوخل، اکبرجان ور غږ کړل:

– پاچا صاحب! کرار خوب وکه، څه خبره نشته.

– خوب به ښه وکړو.

– ولې؟

– چینی ډېر سخت غاپي، دا به څه کړو!؟

– چینی خو ښه دی کنه، نه ګورې، له اخوا کلیو څه شور و زوږ راځي، خدای پاک دې خیر کړي،  نغاره هم وډنګېده.

– نو موږ به څه وکړو؟

– نو که وایې چې پسې ورشو.

ګلداد خان ورته وویل:

– پاچا صاحب! د بل غم د واورې سیوری وي، هغه موږ چې هغه شپه د کلي له غلو نه نغاره وډنګوله،  هغه کلی چېرته زموږ پوښتنې ته راغی!؟

– خیر خو که چرته ضرورت شو، بیا به ورشو.

– ځه که ضرورت شو ګورو به.

د چیني غپا ورو، ورو کمېده، پسونه هم په غوجل کې اوتر شول، په رمباړو یې شروع وکړه.

د اکبر جان ایله پسه ته پام شو، پلار ته یې وویل:

– دا یو پسه به  حلال کړو، د مني څېله ولګېده،  دا بل به خرڅ کړو.

– سهي ده، اوس خو لا د غوښې د وچېدو وخت نه دی، چې دا څېله ښه زوروره شي، دې وخت کې نو بیا ښه خوند کوي چې حلال یې کړو او وچ یې کړو.

کلیوال به ټول د لاندو غوښو ته ناست وو، په ډېرې خوارۍ به یې پسونه ساتل، هغې پسې به هم د غلو رسالې جوړې وې، له غلو نه به یې د ځان ساتنې لپاره نغارې ډنګولې، که د چا کور کې به سپی و، نو د هغوی اندېښنه به کمه وه.

 د اکبرجان او ګلداد خان کوکری سترېږي، دا کلی به هم ارامه شي.

ګلداد خان د سهار په خړه د جومات اذان ته ځان ورساوه، لا څوک نه وو راغلي، ملا صاحب هم لاټین په لاس را روان و، اذان وشو، له اذان وروسته ګلداد خان دوه رکعته سنت وکړل، بیا یې ځان په څادر کې ونغاړه، غلی کېناست، کله به یې سا تازه کوله، درون ټوخی به یې را خوشې کړ او کله به یې په زوره غږ وکړ:

– یالله خیر پېښ کړې.

همدومره یې زده وو، کله چې کلیوال راګڼ شول، نو جمع ودرېده، د جمعې له درېدو سره سم ملا صاحب کلیوالو ته وویل:

– چې جمع مو وکړه، نو زما یو دوه خبرې دي، دا واورئ، بیا کورونو ته لاړ شئ!

جمع وشوه، ملا صاحب جګ شو، په کلیوالو یې غږ وکړ:

– ګورئ، په تېره جومه کې مې وویل چې له سپو نه لاس واخلئ، سپي مه ساتئ، ګورئ! دغه اوس ، زموږ طالبان له سپو نه ډارېږي، که بیا تاسې دا ساتئ، نو طالب هم مجبور دی چې په وظیفې پسې درنه شي، تاسو به بیا وظیفه خپله راوړئ، خو دې کار نه لاس واخلئ، ستاسې کور کې به ګورئ، غله او هرڅه ورک شي، فرښتې نه درځي، څه په کار؟ ولې په خدای ځان نه ساتئ چې په سپي یې ساتئ!؟

دویمه خبره داده چې ژمی دی، ورو ورو ساړه زیاتېږي، څه ماته وکړئ چې  جومات پرې تود کړو.

خلکو د ملا صاحب خبرې واورېدې، ګلداد خان او اکبرجان پلار او زوی دواړه بیا چرتي کور ته راستانه شول، مستو په چرګۍ تور چایبر ایښی و، خوټېده، دستي یې شین چای برابر کړ، د ګلداد او زوی اکبرجان طبع خټه وه، مستو په خپل خاوند او زوی دواړو غږ وکړ:

– دا نن مو بیا څنګه طبع خټه ده!؟ له جوماته چې خلک راشي، نو خلک یوه ښه خبره راوړي، یوه مساله راوړي، تاسې چې راشئ، دواړه بوڅ بوڅ کښېنئ، څه خبره ده؟

ګلداد خان په ږیره لاس راښکه، نسوار یې تو کړل، مستو ورته پیاله ډکه کړه، پیاله یې په ورغوي کې کېښوده، لا یې غړپ نه و کړی چې د ملا صاحب خبره یې ورته تېره کړه.

مستو وویل:

– که په ملا دا حال راشي، نو اړ دی چې غټ غټ سپي وساتي، خدای نه به خیر غواړو، پرېږدئ یې، نور په دې شیانو پسې مه ګرځئ.

چینی بهر غلی پروت و، دوی سره دا وویل چې نور به دا بحث پرېږدو.

ګل صنمې بیا غږ کړ:

– وا مستو خورې!  وا مستو خورې!!!

دوه درې درنې چغې یې وکړې:

مستو ور ووته:

– څه خبره ده؟

– خبره داده چې زه داسې ګومان کوم، دا کوکری له سړو کوړنجېږي.

– نو نه به کوړنجېږي؟

– نه کوړنجېږي، خو زه داسې ګومان کوم چې ساړه یې کېږي، دا نور کوټې ته کړئ.

– اوس یې ښه خوند وکه، دا اوس کوټې ته کړئ.

 اکبرجان چینی له ځان سره مخکې کړ، د زرخم په پټو یې وګرځاوه، چینی ورو، ورو بلد شو، اکبرجان به چې څه شی لیده نو چیني ته به یې مخکې ور غورځاوه، د چیني کوړنجا هم کمه شوه، د شپې چې راغی، نو په مستو د ګل صنمې خبره خپل خاوند او زوی ته وکړه، اکبرجان په خولۍ لاس وواهه، کپرۍ ته یې یووړه، نشه کېناست، ویې ویل:

– ښه وایي، نن شپه به یې په کوټه کې ایسار کړو.

چینی یې په کوټه کې ایسار کړ، په کوټه کې ښه وکړنجېده، خو ورو، ورو یې کوړنجاری کم شو، اکبرجان ورباندې منت نه کاوه، خو ابۍ یې ورته کله ناکله څمڅۍ خوځوله، ګلداد هم نور چیني تنګ کړی و، نن شپه چیني تر یو وخته پورې وغپل، خو وروسته بیا غلی شو.

کلی هم ارام شو، هرڅه چې وو په همدې کوټه کې وو، چینی بلد شو، اکبرجان وویل:

– نور به ملا هم موږ نه شکایت و نه کړي او نه به خوله خلاصه کړي، داسې ښکاري چې کوم چا ورته ویلي دي.

ګلداد خان د دوی په خبرو کې تبی وکړ:

– ماته خو ښکاري چې دې عثمان جان پاچا لکه چې ملا ته ویلي دي، کوکری خو همدا موږ ساتلی دی، دلته خو بل سپی نه شته.

اکبرجان ور غږ کړل:

– ځه که دا خلک د کوکري او سپي له نیته خبر شي او ګټه یې وګوري، دوی به یې هم وساتي.

لسمه برخه

د ماسپښین په جمع کې ایله یو څو کسان وو، ګلداد خان په ملا صاحب پسې ودرېد، اقامت یې ووایه، ملا صاحب هم د جمعې لپاره پایڅې را بډوهلې، جمع وشوه، ګلداد خان ملا صاحب ته وویل:

– راځه لاړ به شو، هلته یو ځای دی، ډېر ښه پیتاوی لري، کښې به نو، دنیاوي او اخروي خبرې به وکړو.

ملا صاحب ورسره روان شو، ټغر یې راوړ، خوور یې کړ، دواړه پیتاوي ته کېناستل، ست سلا وشوه، ملا صاحب ویل چې یو تریخ پیاله چای به وڅښو.

بانجاني چاینکه له شنو چایو ډکه وه، ګلداد ته بانجاني چاینکې چای وستایه، ملا صاحب ته هم چای ډېر خوند ور کړ، په خوند خوند چای څښي، په دې کې د سپو خبره راغله، ګلداد خان ملا صاحب ته وویل:

– غله زیات شوي نه دي؟

– نه چېرته دي؟

– ملا صاحب! دا څو شپې سختې نغارې غږول کېږي، دلته هم دوه شپې سر په سر غله راغلل.

– راځي به، تش به ځي.

– تش تګ یې پرېږده.

– ولې؟

– خو دلته موږ پسونه ساتلي، که د دوی داسې حال وي خو دا یو به هم راته پرېنږدي.

ملا صاحب په ږیره لاس تېر کړ او غاړه یې تازه کړه:

– ګلداد خانه! کرار کښېنه، هېڅ خبره نشته، دا کلی ګڼ دی، غله دومره زړور نه دي او نه زړه  کوی شي چې دلته راشي.

د ګلداد خان وچ ولی پراخه شو، د ملا صاحب خبرې یې په زړه خوږې ولګېدې، ډاډه یې کړ، همدومره یې ورته وویل:

– یاره ملا صاحب! په خوله دې برکت، خو غله غله دي او دا د ژمي غله دي، د پسونو او اپین غله دي، هغه بله شپه دې ونه لیدل!؟ له ژوندي پسه نه یې لم یووړ.

ملا صاحب ددې لپاره چې ګلداد خان له ډاره وباسي نو بیا یې ورته وویل:

– ګلداد خانه! هېڅ خبره نه شته، موږ او تاسې ټول بیداره یو، سپي ته څه ضرورت دی چې سړی یې په کور کې وساتي!؟

– ملا صاحب! موږ خو کوکری ساتلی.

– کوکری سبا سپی دی.

– نو خو ډېرو خلکو سپي ساتلي، سپی خو هم د خدای مخلوق دی.

ملا صاحب لږه لهجه تونده کړه او ورته ویې ویل:

– ګلداد خانه! د خدای مخلوق دی، خو ساتل یې ښه نه دي، څه شي ته یې ساتئ؟ خبره څه ده؟

– دلته غل و غدو دی.

– نو غل په سپي شړې؟

– نو په څه یې وشړم؟

– یاره ګلداد خانه! کرار کېنه، په شریعت کې به نور بحث نه کوې، هو د سپیو له ساتنې نه تېر شه!

ملا صاحب روان شو، د ماښام جمع کې ګڼ خلک رامات وو، خو ملا صاحب دا ځل د سپي په باب څه و نه ویل، په خلکو یې همدومره غږ وکړ:

– بیداره اوسئ، که کله نغاره وډنګېده او یا خبر در ورسېده چې غل دی، نو بیا ټول راوځئ، بیا به ټول اتفاق کوئ، بې اتفاقي ښه شی نه دی، په هېڅ شي کې بې اتفاقي مه کوئ، په اتفاق باندې دا کلی اباد دی، نو تاسې به داسې کار کوئ چې که د غل غدو خبره یا پس پساری مو واورېده نو ټول به په ګډه راوځئ، ځکه د ځان ساتنه فرض ده او موږ او تاسې ته پکار دي چې  یو بل سره خبر کړو.

ملا صاحب ډېر ښه وغږېده، د اتفاق او اتحاد خبرې یې وکړې، ګلداد خان ایله کرار شو:

– ځه ملا صاحب که خیر د خدای وي، بله پاڼه واړوله، له چیني نه تېر شو، د ماسختن لمونځ هم وشو، کلي کې دا دود و چې څنګه به د ماسختن لمونځونه وشول، نو بیا به د هر سړي سر بالښت غوښت، دوی به وختي ویده کېدل، ځکه به دوی سهار وختي راپاڅېدل.

اکبرجان له چیني نه تاو و، چینی غلی و، نه کوړنجېده، ابۍ یې ورته وویل:

– ته ګوره دا چینی بهر نه ایساروې؟ په موګي پورې دباندې یې نه تړې؟

اکبرجان چیني ته لاس کړ، چیني ورته وړه پښه جګه کړه:

– دادی بلد شو، نور یې پرېږده، همدلته کوټه کې ښه دی، دباندې یې ساړه و نه شي، یخ به یې ووهي، بیا به کړونجېږي.

– ځه پرېږده یې، دومره کوټه ده چې تا ایله په چیني نیولې ده.

– نو خو دباندې یې یخ وهي.

دوی دواړه په همدې خبرو کې وو چې یو دم نغاره وډنګېده، چیني هم وغپېد، اکبرجان ټوپک ته لاس کړ، ګلداد خان نېغ په کټ کې کېناست، را اوچت شو، د څپلیو بندونه یې په پوندو نه وو کش کړي، همداسې قاط کړې بندونه ووت، بهر ګوري چې په همدې کلي کې شور دی، خلک راټول دي:

– څه خبره ده؟ څه خبره ده؟ څوک دي؟

یو نیم ډز هم وشو:

– وتښتېدل.

– څوک وتښتېدل؟

– غله وو.

– چېرته راغلي وو؟

– ملا صاحب کره راغلي وو.

– نو ملا صاحب کره یې څه غوښتل؟

دوی یو له بل سره همداسې لګیا وو، د ملا صاحب کور ته خلک ورمات شول، ګوري چې ملا صاحب وران ویجاړ پروت دی:

– ملا صاحب څه خبره ده؟

– پسه یې بوت.

ګلداد خان تندي ته ټس ورکړ، له ځان سره یې وویل:

– نه مې ویل؛ دا ګوره دغه حال دی، ښه چې د ملا صاحب په پسه یې صرفه ونکړه، زموږ پسونه به ښه پرېږدي!؟

کلیوال تر لېرې لېرې ځایه خواره شول خو غله غله وو ، څو چې دوی ور خورېدل؛ غلو پسه تری تم کړی و، سبا سهار چې ملا څنګه جمع خلاصه کړه، کلیوالو ته یې وویل:

– پرون مې هم وویل چې اتفاق او اتحاد ښه شی دی، نن یې هم وایم، چې اتفاق او اتحاد ښه شی دی، ستاسې کور ودان چې راغلئ، خو زما چاره لا وختي شوې وه، دسره پوه نه شوو چې غله څنګه راغلل!؟ او څنګه یې پسه خلاص کړ!؟ او بیا څنګه په دېوال راواوښتل؟

یو عمر خوړلی سپین ږیری ناست دی، هغه ورته وویل:

– ملا صاحب! دا ډېر ماهر غله دي، دا دومره بیداره دي چې په سمساره باندې را اوړي.

– سمساره!؟

– هو، غټې غټې سمسارې پورې پړی تړي، بیا یې  پر دېوال خطا کوي، په دغه سمساره  دوی د کلا په دېوال خېژي، په خپلو دې ګونهګارو سترګو مې لیدلي دي.

نورو خلکو تعجب وکړ:

– دا څه رقم ته غله دي!؟ دا څومره ماهره غله دي!؟

ګلداد خان ورو، ورو خپلې خبرې شروع کړې، ورته ویې ویل:

– د سمسارې خبرې ما هم اورېدلي، دوی دا سمساره له ځان سره وړي، چې کله یې له کلي اخواته وغورځوي، بیا یو په دې سمساره ور واوړي، دی چې واوښت، بیا نورو ته دروازه خلاصوي، نو ملا صاحب! له سمسارې نه یې کار اخیستی دی.

ملا صاحب په زړه ډېر ژوبل، ژوبل و، هره خبره پرې لکه د ټوپک ډز لګېدله. د ژمي پسه یې لاړ، تری تم شو. هره خبره پرې زهر لګي، حلوا یې هم نه تېرېږي.

یوولسمه برخه

اکبرجان له چیني نه تاو دی، د کوکري ویښته یې په بیاتي (قیچي) جوړ را جوړ او  بیا یې ږمنځ کړل، ګلداد خان له ورایه ورته ګوري، خاندي:

– ځه ښه دی زویه چې تاته خو خدای پاک بوختیا پیدا کړه، د پولې او پټي خو نه یې، دا چینی چې پالې، دا هم غټه خبره ده.

اوس نو اکبرجان چینی په ځان پسې کړی، په یو ځای او بل ځای یې ګرځوي، ملا صاحب هم له دې نه لوېدلی چې ووایي:

– سپی مه ساتئ، کوکری مه ساتئ. د پرېښتو خبره هم لاړه تالا ترغۍ شوه.

په کلي کې د اکبرجان د کوکري صفتونه کېږي، چینی په دې لنډو ورځو کې له اکبرجان سره دومره بلد شو چې هغه خپله مور یې هېره کړه، دی لګیا دی او د چیني پالنه کوي، مکۍ ترور یې راغله، ګوري چې اکبرجان له چیني سره بوخت دی، خبرې ورسره کوي، ترور یې ورباندې غږ کړل:

– اکبرجانه! کوکري سره دې لکه چې ښه ساعت تېر دی!؟

– هو ترور، ستړې مشې.

– خیریوسې، خدای پاک دې ښایسته عمر درکړي، خو ته باور په خدای وکه چې یوه جومه سپۍ په دې خپل بچي پسې وکوړنجېده، وکوړنجېده، هر چا به زه دګلم، سپۍ رانه خپه وه چې را وبه یې کتل، راته به برګه شوه، خدای شته چې زه یې هم وېرولې ومه، داسې نه شي چې کومه ورځ راباندې برید وکړي.

اکبرجان چیني ته کله ګونګری غاړه کې واچوي، کله ور ته غوږ کې مندرۍ واچوي، بس کوکري نه لګیا دی، ور سره بوخت دی.

چیني هم له اکبرجان سره ډېره مینه کوي، کوکری اوس د دوی د کور ماشوم دی، په چرګانو، ورکیو او پسونو ډېر پام کوي، ګلداد خان اکبرجان ته وایي:

– ما خو ویل چې دا پسه به حلال کړو.

اکبرجان ورته وویل:

– حلال به یې کړو، د چیني به هم برخه پکې وشي، ګوره له ملا صاحب یې پسه تری تم کړ، داسې نه شي چې سبا یې له موږ نه هم یوسي.

– اکبرجانه زویه! دا چینی دې همدې ته ساتلی کنه چې دا به له دې وروسته څو کوي.

– یاره له څو به یې څه ووایم؟ څو خو به حتمي کوي.

چیني ځان وڅانډه، ګلداد خان ورته وویل:

– ما اورېدلي چې د سپي ساتنه دوه بخته وي.

اکبرجان خولې په سر تازه کړه، بیا یې په چیني یې لاس تېر کړ:

– پلاره، ښه بخت یې دی ځه، وارخطا کېږه مه، اوس دې لا پکې د بخت خبرې هم وکړې.

– بس ته یې څه کوې خو ما وویل.

مکۍ هم د دوی په خبرو کې را وغورځېده، ورته ویې ویل:

– ما هم دا اورېدلي دي چې دا سپي، څاروي او د مرغانو ساتل دوه بخته وي، خدای پاک دې په ښو تمام کړي.

اکبرجان مکۍ ته مخ واړوه، ورته ویې ویل:

– ګوره ترور! ستاسې د کوکریو او سپۍ حال څنګه دی؟

– ما خو درته وویل، حال هاغسې دی کنه، تا چې ترېنه بچی راوړ، هغه غونډه شپه ماته غورېده او غړمبېده، اوس ښه ده، عادت شوې ده، کونګري غټ شوي دي، په خپلو خولو کې ډوبه ده، زه هم پرې پام کوم.

ګلداد خان وویل:

– خورې!؟ څه ګټه یې در رسولې؟

– وروره! ګټه خو یې دا رسولې چې بېغمه ویده یو، ټوله شپه څو کوي.

دا دوه بخته خبرې ډېرې زیاتې شوې، ګلداد خان هم پرېشانه دی چې:

داسې نه چې له سپي ساتنې ورته بل څه جوړ شي.

هغه د ملا صاحب خبرې هم وریادېږي او دلته د خور خبرې هم په زړه راوورېدې، دې هم اورېدي دي چې د سپیو ساتنه دوه بخته وي.

ګلداد خان دې ته چرتي دی چې خدای پاک دې اوس د دوی بخت ښه او بیدار لري، خدای دې دوی ته په ښو ور ورسوي، کوکری ورځ په ورځ له دوی سره مینه کوي، تر دې چې کله څوک راشي، نو تر هر چا وړاندې چیني ځان ور رسولی وي.

کوکری ورو، ورو غټېږي، اکبرجان د چیني غټېدو ته هم خوشاله دی چې چېرته پیروی او شوده دي، دا یې پرې تمام کړل.

مستو هم کله ناکله شودې هم ورکوي، په کلي کې د ګلداد خان او اکبرجان د چیني نوم دی، هر سړی وایي:

– داسې ښایسته کوکری یې ساتلی، په خبره پوه دی، څوکیداري کوي، دروازه هم خلاصوي، دغسې کوکری که موږ هم پیدا کړو، خو اکبرجان کلیوالو ته وایي:

– دا زموږ او ستاسې شریک کوکری دی، ورو، ورو به غټ شي، حملې به کوي، دلته به غل او غدو بیا د راتلو زړه ښه نه کړي، زه په دې ډاډه یم چې همدا اوس هم غل او غدو راشي او د کوکري ورباندې څنګه سترګې ولګي،  نو ښه ورځ به ونه ګوري، ځمکه به ورباندې سور تنور کړي.

عثمان جان پاچا همدا یوه خبره ورته کوي:

– دا څو ورځې تکلیفونه خو موږ ورسره تېر کړل، کوکری لکه ماشوم را لوی شو، اوس به د ټول کلي خدمت کې شي.

 اوس څوک نه وایي چې د سپي ساتل کفر دي، کلیوال په کوکري ساتلو  ډېر خوشاله دي حتی کوکری د کلي له ماشومانو سره مینه کوي.

د چیني کیسې کلي په کلي ګرځي.

دولسمه برخه

چینی ډېر هوښیار و، په بوی به یې شیان پیدا کول او له غږه به یې خلک پېژندل چې کله به یې د چا غږ تر غوږ شو نو دده غوږونه به څک شول، په وره به یې خواري کوله چې بېرته یې کړي او ور ووځي، په ځمکه یې د نوکارو را ښکلو به مستو  پر دې پوهه کړه چې کوم خپل خپلوان راغلي دي.

د کوټې دېوالونه پلن پلن وو، یوازې یوه دریمڅه یې لرله، د بهر غږ غوږ پکې نه اورېدل کېده.  ټول په کوټه کې چرګۍ ته ناست دي، چینی له کوټې بهر و، شېبه وروسته راننوت، غوږونه یې څک کړي وو او پښه یې په ځمکه راښکله، مستو پوهه شوه چې بهر څوک دي، ور ووته، د کلا واړه وره ته ودرېده، خلاصه یې کړه، ګوري چې مکۍ ده، ستړي مشي خوارمشي وشوه، سمدستي یې ورته وویل:

 ای خورې  دا په تاسې څه شوي دي،  په وره وهلو ستړې شوم.

مستو: کوټه مو ډوبه ده، د دروازې سبیل مړې غږ په اسانۍ نه اورو، دا اوس هم چیني خبر کړو.

مکۍ:  دا ښه دی چې چینی شته، ګنې تاسې خو به هر څوک په وره وهلو او انتظار ستړی کړی وای.

مستو : دا اوس چینی راغی، پښه یې په ځمکه راښکله.

مکۍ:  ښه!؟

مکۍ حیرانه شوه چې څنګه یې پښه پر ځمکه راښکله!؟

–   موږ پدې پوهېږو کله چې کوم خپل و خپلوان راشي، د چیني غوږونه تېز دي، دستي یې غږ اوري او ځان ور وباسي. بیا راځي او پښه پر ځمکه راکاږي، په دې مو  پوه کړي چې کوم خپل او خپلوان راغلی دی.

مکۍ اریانه دربانه ودرېده، ویې ویل:

– کاش چې دا خو مې نه وای درکړی او خپله مې ساتلی وای.

مستو ورته وویل:

– بس اوس یې هم خپل وګڼه.

مکۍ د چیني کمال ته ګوته په غاښ ودرېده.

– ښه، نو دا خو ډېر هوښیار دی.

– هوښیار که هوښیار، بله یې درته ووایم.

– بل څه کمال لري؟

– بل کمال یې دادی چې څه شی ښخ کړو، دی د هغه ځای څو کوي، دی په دې پوهېږي چې دلته یې کوم مهم شی ښخ کړی دی، حتمي قیمتي دی، نو په هغه ځای نه څملي، خو شاوخوا ورته تاوېږي، څه به یې له تانه پټوم، خپلو کې یو، یو څو پنجتې ( پیسې) مې لرلې، ماویل غله لګېږي، داسې نه چې دې پیسو نه مې خلاص کړي، نو هغه مې دغه ځای کې دې ناوې نه اخوا، دده په مخ کې ښخې کړې، اوس دی هغه ځای باندې نه تېریږي، خو شاوخوا ته څو کوي، هغه پورې د کلا دېوال ګورې!؟ دا پورې برج سره، هغه چاود!؟

– هو.

– هغه چاود کې مې یوه لېشه اپین دده په مخ کې کېښود، اوس دی د هغه ځای څو کوي، په دستار جګېږي او له هماغه ځای نه په دغو دواړو ځایونو نظر ساتي.

– دا خو ډېر هوښیار دی.

– د هوښیارتیا یې چې درته نورې کیسې وکم، حقه حیرانه به شې! دی چې په دې پوه شي چې دغه سړي کې یو څه غبن شته، ګرد ترېنه تاوېږي، همداسې غاپي او غپا هم داسې غپا کوي چې څو موږ ورته ونه وایو چې  غلی شه، ځه ووځه، د هماغه سړي په پښو کې تاوېږي راتاوېږي.

– دا څه وایې !؟

– دغسې یو څه کمالونه پکې شته.

که د بدکاري یا ورانکاري سړي غږ واوري، نو دی غاپي او تر هغه غاپي چې څو موږ دی رادېخوا کړی نه وي، دغسې یو شی دی، اوس ورسره ښه ارام یو، ټول کور مو خدای ساتي او همدی یې ساتي، زرخم ته هم راسره کله کله ځي، پرې ډاډه یو، چینی اوس زموږ د ژوند ملګری دی، هلته هم د فصلونو څو کوي، نامخدا ښه هوښیار دی، زموږ لاس پرې سپک دی.

ـ نو اوس به له غلو په امن کې اوسئ؟

ـ هو، ټول کلی را سره اسوده دی.

ملا صاحب خو چینی ښه نه مانه، خو کله یې چې په سر وخوړه، نو د هغه مخ هم له چیني وګرځېد.

دیارلسمه برخه

ګلداد چې لا پلار یې ژوندی و، دی هم د ځوانۍ په ښه ډیچه کې و، په زرخم کې د غره ډډې ته نژدې د نرۍ ویالې تر غاړې ګڼې ونې او څو د توت لښتې ایښې وې، د ولو یخ سیوری و او د توت سیوری هم تر ولو کم نه و، په مني به یې  د ژمي د خسو لپاره سرکپول، څو کاله خو پخپله ګلداد دا توتان او ولې سرکپ کړل، د ژمي خس یې ښه پرېمانه وو، اوس نو خبره اکبرجان ته پاتې ده، اکبرجان هم د ځوانۍ په ډیچه کې دی، تازه یې د ځوانۍ برېت راغلي، شونډه یې توره شوې، پلار او مور یې کوښښ کوي چې په کور او کلي کې ورته کومه پېغله وګوري او واده ورته وکړي.

اکبرجان د مور او پلار ایکې یو زوی و، ګلداد یوه خور لرله، هغه هم څه ګڼ خلک نه وو، اکبرجان د ژمي د خسو د برابرولو لپاره د زرخم په پولو ګرځېده، چینی هم ورسره تاوېده، چینی ورو، ورو د ځوانۍ په جوش راغی، ګلداد چیني ته کتل، ویل یې:

– که خدای ته منظوره وه، نو له دې کوکري نه به ښه وفادار سپی ووځي.

تبر یې تېره کړ، له ماسپښین راهیسې یې د ولو او توتانو په سرکپولو شروع وکړه، یو پنډ خس یې برابر کړل، اکبرجان پنډ ته ولي ورکړل، چینی اوس کوښښ کوي چې اکبرجان ته پنډ ور پورته کړي، خو اکبرجان خاندي او ورته وایي:

– زه پوهېږم چې زړه دې راباندې خوږېږي او مرسته راسره کوې، خو دا  ستا کار نه دی.

هغه بیا هم پښه راکاږي او اخوا دېخوا تاوېږي، خو په وس کې یې څه نه وي.

اکبرجان نېغ پنډ راپورته کوي او مخ پر کهاله راځي، چینی یې څاري، اخوا دېخوا ګوري، لوړ مازبګر دی چې کلي ته رارسي. درانه پېټي پرې خوله را ماته کړې وه، د ښي لاس د شهادت  په ګوته یې له تندي نه خوله لرې کړه، بیا یې خولۍ له سره لرې کړه او په څادر یې لوند خیشت سر وچ کړ.  له ګوتو یې په ټکاري ستوماني وویسته. پر مستو یې غږ کړ:

–  ابۍ! څه شوې؟

– دلته یم،  زویه

ـ دلته چېرته، زه خو دې نه ګورم؟

ـ پاس د کوټې پر سر یم، نه مې ګورې؟ جوار څنډم، د ژمي غم به خورو کنه!

ـ  ما هم د ژمي غم وخوړ.

ـ واه زویه دا خو دې پوره کار وکړ!

ـ ستړی یم

ـ  نو څه شی غواړې؟

ـ هغه بانجاني چاینکه کې چای

شېبه ودرېد، له ځانه سره یې وویل: به ابۍ به څنګه چای دموم، ولې یې خپله نه دموم؟! دی چې له چرتونو خلاصېده، نو مستو له بامه را ښکته شوې وه او دستي یې اور بل کړی و، اکبر جان هم نغري ته ورمنډه کړه، ګوري چې ابۍ یې تور چایبر به نغري ایښی. مستو ور ته وویل:

ځه! زویه هلته په چوتره کېنه، دستي چای دروړم.

 اکبرجان چای ته منتظر کېنناست،  لاړ او وړوکی تبر یې راوړ، کونده یې کېښوده، اوس نو اوږدې اوږدې لښتې پرې کوي، د نغري او چرګۍ لپاره یې برابروي، ابۍ یې ورته وایي:

ـ  راځه اول دې چای وڅښه

ـ ابۍ! تر چایو وخت شته

ـ وخت پرېده، ستومانه یې.

ـ ستومانه نه یم، کار دی چې خلاصېږي.

ـ دا سبیل مړي کارونه چېرته خلاصېږي!

چای دم شو، اکبر جان له پیالې تاوده تاوده غړپونه کوي، وار خطا دی چې دا پنجخې اول سرکب کړي، په منډه منډه یې چای له ستوني تېر کړ.

مستو ور ته وویل:

– ته دا لښتې میده میده که، دا به پاس په دستیار کېږدو او په برج کې به یې دا غټې غټې سټې باره کړو، دا خو اوس دستي لمدې خیشتې دي،  وچې به شي، بیا به ایله سوځېدو ته برابر شي، تر هغې وخته پورې لا ورځې هم شته.

اکبر جان دی کښېناست ، پنډ لرګي یې ټول سرکپ، سرکپ کړل، چرګۍ او نغري  ته یې برابر کړل. بیا نو پاس دستار ته وخوت، ابۍ له دې ځایه لښتې ورکوي او دی یې په دیستار  ږدي. لویې، لویې سټې یې په برج کې ځای پر ځای کړې، بېرته راغی، په هغه چوتره چې ابۍ  جوړه کړې وه او په سپینه خاوره یې اخېړ کړې وه؛ اوږد اوږد وغځېد، مستو بیا چاینکه را ډکه کړه، اکبر جان په چیني پیاله کې چای  واچاوه، په شوق لګیا دی، شړپ، شړپ یې خېژي او په خوند خوند چای څښي، چینی ورته وړاندې په دوه پښو ناست دی.

 ګلداد راغی چې خس یې ولیدل نو اکبرجان ته یې وویل:

– ما هم یوه زمانه کې ستا غوندې خس کول، زویه! اوس ته زلمی یې، زه زهیر شوی یم، ګنې خس کول مې سخت خوښېده. په مینه، مینه به مې خس کول، بیا به مې ټول دغسې سرکپ کړل.

خپله تېره زمانه یې یادوله، که څه هم د بانجاني چاینکې چای سوړ شوی و، خو یوه پیاله یې ګلداد ته واچوله، ګداد هم چای ښه په خوند خوند وڅښه، اکبرجان ورته وویل:

– پلاره! چې کله سړی ستړی ستومانه وي او د بانجاني چاینکې شین چای دې درته ابۍ دم کړی وي، ایله به دې ستوماني له هډوکو وباسي، دا ښه دی چې دا شین چای شته.

پلار یې په ږیره لاس تېر کړ، ورته ویې ویل:

– اکبرجانه زویه! پلار مې کیسه کوله، یو وخت دلته پاکې اوبه نه وې،  د کلي مخ ته دا سده چې ده، له دې  سدې نه به خلکو اوبه راخیستې، په منګیو کې به یې اچولې، لکه دا اوس، نو خټه به یې بېخ کې کېناسته، سپینې اوبه به یې سرته راغلې. بیا به مو څښلې.

اکبرجان ورته وویل:

– پلاره! خو اوس هم دا کار کوو.

– نه خو ته لږ غوږ ونیسه کنه، خبره بل ځای کې ده.

لمر ورو، ورو په مورګو اوښت، اکبرجان  د پلار نورو خبرو ته غوږ غوږ دی، پلار یې پګړۍ په زنګانه کېښوده، پر سر یې لاس تېر کړ او ږیره یې په قبضه تازه کړه،  یو دوه درې درانه ټوخي یې وکړل او په شونډ یې ژبه راښکله:

– زویه! هغې زمانه کې وبا ګډه شوه، وبا سره جوخت یو ډول رنځ پیدا شو چې له خولې او نسه به سړی بهېده، پلار به مې ویل چې تر دې وخت پورې خلکو چای هم ډېر نه پېژانده، بیا حکومت خلکو ته وویل:

– تاسې اوبه وخوټوئ او دغه پاڼې پکې واچوئ.

د اکبر جان صبر نه کېده، په خبرو کې ور وغورځېد او ویې پوښته:

ـ دا پاڼې د څه شي وي؟

ـ پاڼي د څه شي وې، خو یو خېل وچې پاڼې وې، ته لږ ما خبرو ته پرېږده!

ـ ښه

ـ کور په کور خلکو واخیستې، بیا به خلکو اوبه خوټولې، دا پاڼې به یې پکې اچولې، دا اوبه او پاڼې همدا چای و، چای مشهور شو، هر کور او کلي ته ورسېده، خلک ایله له دې رنځه خلاص شوو، ډېر خراب رنځ و، زه ماشوم وم چې په دې رنځ ګڼ خلک اخته وو، پلار مې هم وارخطا و، دا مکۍ تر ما لږه مشره وه، نژدې یې را نه دا مړه کړې وای، پلار به  مې بیا اوبه خوټولې او دا پاڼې به یې پکې اچولې، ویل به یې:

– دا پاڼې دچای دي.

ایسته په کلي کې دا چای مشهور شو، دا چای رښتیا هم ستوماني وباسي او د ستومانۍ تر څنګ هغه رنځ چې پخوا پېښ شوی و، د شیطان غوږونه دې کاڼه وي، بیا پې ( پرې) څوک اخته نه شول، دا نو خلک وایي چې د امیر امان الله زمانه وه، موږ ته اوس ډېر یاد نه شي. ښه وخت و.

کور په کور به دا خبرې خلکو کولې چې دا چای امان الله خان راوړی او ټول ولس ته یې ورکړی دی، ولس په چایو راغی، دې چایو سره هغه رنځ لېرې شو، ګنې خلک ډېر پازاب ( په عذاب) وو.

اکبرجان ته د پلار دې خبرو ډېر خوند ورکړ، امیر امان الله خان، چای، د اوبو خوټول، رنځ، دې خبرو لېرې زمانې ته بوت، په چورت کې ناست و، د کلي تنګه کوڅه کې غږ وشو:

– وظیفه راوړئ، خدای مو وبښه.

هغه واړه واړه طالبان وو، چینی له دوی نه په وتلو کې وړاندې شو، طالبانو په چیني بړچ وکړ، له بړچ سره سم چیني یو طالب له پایڅې ونیوه او په دې تنګه کوڅه کې یې ترې داسې بغارې وویستې چې پوښتنه مکوه، کاسه ترې ولوېده، طالب بیا چا ونه لیده، اکبرجان او ګلداد دواړه په چیني پسې ور ووتل، خو چې څو دوی ور رسېدل، نو د طالبانو کاسه په خاورو کې بل مخه پرته وه، هر څه په خاورو لړلي وو.

پلار و زوی ور ته ډېر کوچې، کوچې  وویلې، خو نه پوهېږم چې د چیني سترګه ولې طالب ته ورانه وه!؟ چینی لا هم کوړنجېده، اکبرجان ور منډه کړه او چینی یې راونیوه، په چیني یې غوسه هم وکړه خو چیني د اکبرجان غوسه بده نه منله، په واړه طالب پسې لا هم کوړنجېده، ګلداد ورته وویل:

– حتمي به یې ور ته څه ویلي وي، ګنې دا خو اوس ښه شوی و.

 ماښام اذان ته لږ وخت پاتې و، ګلداد اودس تازه کړ، اکبرجان له چیني سره بوخت دی، نصیحتونه ورته کوي، چیني ژبه را ویستلې وه او ستمېده، ګلداد ځان سره وایي:

– ښه که اوس جمعې ته لاړ، هلته به چڼي حتمي ملا صاحب ته شکایت کړی وي، ده ته به ضرور څه وايي، د ملا صاحب تبر ته بیا لاستی ورغورځېد.

دی لاړ، د جومات په انګړ کې جوپه جوپه خلک ولاړ دي، ګلداد داسې انګېري چې دا خلک ټول ده ته ولاړ دي، د چیني خبره به کوي، په دې کې  اذان وشو، جمع ودرېده، ګلداد په جمعه کې هم د چڼي په چغو او چیني په غپا فکر کوي، له ځانه سره وايي: که ملا صاحب ور ته بیا له چیني نه شکایت وکړ، دی به ور ته څه وايي؟ جمعه خلاصه شوه، د ګلداد د چورتونو ماڼۍ هم ونړېده، ملا صاحب په ګلداد خان غږ وکړ:

– ژر لاړ نه شې، بیا مې کار درسره دی.

ګلداد خان په سنتو ولاړ دی، چورت د چڼي شکایت ته وهي، حتمي خبره په چڼي کې ده، اکبرجان هم راپیدا شوی و، ټوخېده، کله چې لمونځ خلاص شو، نو اکبرجان یوه کاسه چې له غوړو ډکه وه او هګۍ پکې وې، د تبۍ له یوې تودې ډوډۍ سره د ملا صاحب په مخ کې کښوده، ملا صاحب ګلداد ته مخ کړ، ورته ویې ویل:

– ما درته نه ویل چې دا سپي مه ساتئ، ګوره دغه یې کار دی، نن یې زما طالب له پایڅې نبولی او پایڅه یې پرې شلولې ده، سبا به بل غم جوړ کړي، د سپي ساتل یعنې څه!؟

ګلداد خان کوز ګوري او ګوته په ځمکه راکاږي، خطونه باسي، چورت وهي، اکبرجان را غږ کړل:

– هغه هګۍ سړېږي، بیا مومېږي، کوچو کې تازه پخې شوي دي، ډوډۍ هم توده ده.

طالب راځي، دسترخوان غوړوي، ملا صاحب او طالبان کېني، ګلداد خان ورته وایي:

– بیا به داسې نه کېږي، چینی هم ډېر ملامت نه دی.

ملا صاحب چې تازه مړۍ کړې وه او غوړ یې د ګوتو په منځ کې را روان وو، ګلداد خان ته یې وویل:

– خیر دی، خو تاسې کوکری مه خوشې کوئ، ځکه که خوشې وي، دا وګوره، دا وړوکی طالب یې له پایڅې نه نیولی و.

طالب لا هم سونګېده، ملا صاحب ورته وویل:

– خیر دی بچیه! ډوډۍ وخوره.

طالب ډوډۍ خوري او سونګېږي، اکبرجان ورته وویل:

–  ده هم پرې ګوزار کړی.

ملا صاحب چې ښه غټ غټ کپونه وهل؛ طالب ته یې وویل:

– تا خو به پرې ګوزار  نه وی کړی؟

– ما ورته کوچې وویلې.

– بیا؟

– هغه وغپل.

– بیا؟

– بیا ما سره لښته وه، هغه مې ورته وښوروله.

– بیا؟

– هغه له لښتې سره سم بیا وغپل.

– نو بیا؟

– بیا یې رامنډې کړې او زه یې له پایڅې  ونیولم.

– ښه!؟ ځه نو تا کې هم کار  شته.

کاسه پاکه شوه، پلار او زوی دسترخوان ټول کړ، یو له بل سره وایي:

– بلا وه او برکت یې نه.

څوارلسمه برخه

ګلداد خان د ماسپښین له جمعې نه وړاندې له خسو نه یوه برخه جومات ته بېله کړه، یو غټ پنډ یې وتاړه، په جومات ننوت، ملا صاحب ته یې وویل:

– ما خو خپله برخه خس راوړل، چېرته یې وغورځوم؟

– ګلدادخانه! هوغلته یې وغورځوه، وړاندې یې د جومات په غولي کې هغه جوسه کې واچوه.

ګلداد خان په جوسه خس واچول، ماسپښین جمعې ته خلک ورو، ورو راتلل، ملا صاحب کلیوالو ته وویل:

– ګلداد خان خو خس راوړل، دا جومات سوړ دی، تودول غواړي.

ټول یې په غوږ ووهل، جمع وشوه.

ګلداد خان خپل پیتاوي ته لاړ، پیتاوي ته ناست دی، مستو ورغله، ور ته ویې ویل:

– خوښه دې نه ده چې سبا دا پسه حلال کړو!؟ مکۍ به هم ورته راوغواړو.

ګلداد خان را نېغ شو، لمر یې سترګې برېښولې، د ښي لاس د ورغوي په سیوري یې وړانګې شړلې او یو تت سیوری یې په خپلو سترګو را خپور کړ، مستو ته یې وویل:

– له دې نه ښه خبره نشته، سبا داسې کار وکه چې یو درې خانکه غټې وریجې پخې که.

– نو ته خو پسه حلال که، چې پسه دې حلال که، د پسه په شوروا او غوښه کې به وطنۍ او سرېښناکه وریجې پخې کړم.

– نو نورې خو موږ کره شته هم نه دی، هماغه به خود پخوې.

– هو، هماغه زه هم ښیمه.

– نه که نورې وي هم، نه یې پخوم.

– نورې چېرته دي؟ همدا پخې که، سمه ده.

سبا سهار ته د پسه د حلالولو خبره وشوه، چینی چې اوس بوتکی شوی، له پسه سره ګډه مستي کوي، ورسره څري، یو بل سره په پوزو او بوی پوهوي،  مستو راغله، ویې ویل:

– دا چینی او پسه ګورې؟ هاغسې یې سره جوړه ده، که دا چینی نه وای نو دا پسه موږ نه حتمي غلو څنډې ته کاوه او یا یې  ورنه په ژوندني لم غوځاوه، دا ددې چیني برکت دی.

اکبرجان ورته وویل:

– ترور بیا هسې لګیا وه چې دا دو بخته دی، دا هسې دی او دا داسې دی.

د مستو  د پړوني پیڅکه  سرته راغله ، اکبر جان ته یې وویل:

– پیڅکه خو مې سرته راغله، حتمي څوک راځي؟

ـ نور څوک را ځي، ترور به راځي.

ـ  نو ابۍ تا خو به همدا ویل چې دا دوه بخته دی.

ـ هو، خو دا یوازې ما نه، دې نورو خلکو هم ویل، ملا صاحب هم همداسې ویل چې دا دوه بخته دي، دا مه ساتئ، هر چا همدا خبره کوله، هغسې سره لګیا دي، ته وګوره، پسه او چینی او د دوی یاري، ښه که خدای کول، په دې چیني چې دا مال دومره ګران دی، نو موږ به څومره ورباندې ګران یو!؟

پسه لا خبر نه و چې نن ده ته چاړه تېره شوې ده او بېګاته یې غوښه په خانک کې وریجو سره ګډوي.

مکۍ هم را ورسېده، مېړه یې هم ورسره و، مستو غږ وکړ:

– دا ګاونډ هم باید وپالو، ټول کلي ته خو ډوډۍ نه شو ورکولی، خو دا عثمان جان پاچا راوغواړئ، ښځه به یې هم راشي، ګاونډیان مو دي، دا بده ده چې موږ غوښه خورو او د دوی کټوه سپوره وي، اخر راشه درشه سره لرو.

– ښه!؟ را ویې غواړه.

ګلداد خان په پګړۍ لاس وواهه او له دې ځایه یې ور غږ کړل:

– وه عثمان جان پاچا، وه عثمان جان پاچا …

عثمان جان پاچا په کور نه و، میرمن یې ګل صمنې سر راښکاره کړ:

– هغه خو کور کې نشته.

– ښه بېګا ته دواړه راشئ، ورته ووایه چې بېګاه ته موږ پسه حلال کړی.

کلي کې به یو اختر او بل اختر وریجې پخېدې، ژمي کې به هم چې کله چا پسه حلال کړ، نو په هغه اوله شپه به یې خپل او خپلوان را غوښتل، د پسه په ښورا کې به یې ور ته غټې سلېښت ناکې غټې وریجې پخوالې.  په غټو وریجو کې ډېر زیات خوند و، دېګ به  باندې و، بیا به یې وریجې د لرګي په خانک کې را اچولې، هغې نو بیا بېل خوند لاره.

ګلداد چې کله پسه حلالاوه، نو چیني دوی نه پرېښودل چې پسه ته لاس ور وړي،  غپا یې شروع کړه، وغپېد، وغپېد، چې نور  و نه شول، له  غوا  سره یې په غوجل کې ایسار کړ، چینی چېرته غلی کېده، دوی پرې هېڅ غوږ نه ګراوه.

پسه حلال شو، دېګ باندې شو، ماښام ته دوه خانکه وریجې جومات ته ولېږل شوې او نور دلته دوی په خانکونو کې وریجې برابرې کړې، توده مېله یې پرې وکړه.

نوره غوښه یې راواخیسته، وړه وړه یې کړه، مالګه یې پرې واچوله او پاس د بالاخانې په سر یې ورته ځای جوړ کړ، د هډوکو غوښه یې ټوله وچه کړه، د پسه لم یې اوبه کړ، یو څه سره غوښه یې واخیسته، وریته یې کړه، د پسه په هماغه اوبه شوي لم کې یې ور ګډه کړه، دې ته یې لاندی وایه هغه نوره یې چې وچوله، هغې ته یې وچه غوښه ویله.

د لم په غوړو کې ډوبه غوښه یې په یوې لویې پتیله کې برابره کړه ، له لښتو بڼل شوې کاره لاندې یې کړه. بیا  یې پرې غټې، غټې تیږې کېښودې چې پیشو یا بل شی ور نه شي.

د ماښام له لمانځه وروسته په خانکونو کې غوښې او وریجې کېښودل شوې، چیني ته یې هم هډوکی واچاوه، خو د هغه طبعه خرابه وه، کله چې یې هډوکی وکوت، چورت یې خراب شو، یو ځل به یې هډوکي ته کاته او بل ځل به یې پسه پسې څو کاوه، اکبر جان په رمازه کې  پوهاوه چې پسه حلال شوی دی، چیني هډوکي ته خوله نه ور وړه، ډېر خپه و، د پښو په سر ناست و، دوی ته یې برګ برګ کتل، دوی ډېر ارګي تازه کړل خوچینی له ځایه نه ښورېده، د چیني طبعه خټه وه، له دغه پسه سره یې ډېره مینه وه، له سترګو ښکارېده چې په پسه پسې خپه دی.

جومات ته په دې شپه مسافر هم راغلي وو، ملا صاحب او مسافرو خانکونه تش کړل، دعا یې وکړه، ملا صاحب خو پکې لا دا هم وویلې چې له مانه خو یې یووړ، پرودګار دې دې غلو ته ښه ورځ نه ورکوي، څه د ژمي پسه و، ساتلی مې و، د کلي یو بل تن هم را غږ کړل چې:

– ملاصاحب! زما له ژوندي پسه نه یې لم وې وړ او پسه کې چې لم نه وي، ځوک یې څه کوي!؟

 دا خلک د پسه وازدې او غوړو ته ډېر خوشاله کېدل، هغه یې هماغې شېبه کې حلال کړی و، خیر د چیني د زړه نه پسه نه واته، ډېر پرېشانه و، اریان دریان یې کتل، دا خلک وګوره! هغه زما د مستۍ ملګری یې هم رانه واخیست، چیني مړاوي مړاوي کتل، عثمان جان پاچا اکبرجان ته غږ کړل:

– د چیني له کوړنجاري نه خو خلاص شو، خو دا څنګه غلی دی؟

اکبرجان ټوله کیسه ورته وکړه، ورته ویې ویل:

– د چیني او  پسه سره  ډېره جوړه وه، ځکه ورپسې خپه دی، اوله کې وکوړنجېده، کله چې یې هغه حلالاوه، نو دی یې په غوجل کې بندي کړ چې کله راخلاص شو، نو ګوري چې هغه ملګری یې نشته، نو خدای  شته طبعه یې سخت خرابه او خټه شوه.

د چیني او پسه مینه دومره زیاته وه چې کله یې هم  د خپل ملګري هډوکي ته خوله ور نه وړله، چیني به حتمي دا ویلي وي چې:

– ته د دا دور انسانان وګوره، له ژوندي پسه نه لم پرې کوي، خو سپیو کله هم دغه ډول عمل نه دی ترسره کړی، دا خلک وګوره، ویې ساته، ویې ساته، پسه ورسره څومره مینه کوله!؟ راپاڅېدل، حلال یې کړ او د خپلې ګېډې تاو یې پرې سوړ کړ، انسان غوښه خوړونکی دی، د غوښه خور بنیادم حواس ورو، ورو بدلېږي، پوستکي او هډونو کې یې د غوښه خور خاصیت پیدا کېږي، بې مینې او بې عاطفې ګرځي.

پنځلسمه برخه

پېوه د مزینې کلي په خوله کې پرته ده، لاندې  ترې زاخېلو ته لاره وتې ده، بله لاره همداسې پورته ان تر سپینغره وتې ده.

 پېوه کې لوی میدان و، پاس سرته یې یوه غونډۍ وه، اخواته یې نوره کرنیزه ځمکه وه، د سړک غاړې ته کارېزونه وو، ددې کارېز اوبه ان تر لېرې روده رسېدلې، پېوه کې به کله ناکله بازار جوړ شو، خلکو به څاروي راوستل او دلته به یې خرڅول، ګڼه ګوڼه زیاته وه، شور و، د خوراک او پوښاک څیزونه به دلته پلورل کېدل. د اخترونو یوه ورځ مېله به هم همدلته کېدله.

اکبرجان او پلار یې د ژمي یو پسه ځانته حلال کړ، ویل یې دا بل به وپلوري چې چای او ګوړه پرې واخلي، د چیني له دې پسه سره چندان جوړه نه وه، اکبرجان چینی او ګلداد پسه له رسۍ ونیوه او نېغ یې د پېوې مېلې ته راوست، د چهارشنبې ورځ وه، دلته نو له هرې خوا نه خلک راتلل، مېله توده وه، هر چا یو یو څاری له غاړې نیولی و او دلته یې راوستی و، ډېر سوداګر راغلل او لاړل.

 ګلداد د پسه پړی نیولی او اکبر جان له خپل چیني سره تاو دی، سوداګر راغلل، په پسه یې لاس کېښود، پسه ډک و، غټ لم یې لاره، اکبرجان او پلار خو یې په مال ډېر پام کاوه، پسه یې په اته شلې روپیو خرڅ کړ.  څو څلې یې پیسې وشمارلې را وشمارلې، هسې نه چې کوم نوټ پکې کم وي، پلن پلن پنځوسیان وو، د داووخان باچا عکس ور باندې و، په خاورو ککړ پکړ وو، ګلداد سوداګر ته وویل: لکه چې تازه دې له کندې را ایستلي دي.

سوداګر ورته وویل: هو، ددې غلو له لاسه یې چېرته په بکس کې ساتلی شوو، کله به مې یو ځای او کله بل ځای کې خښول.

ګلداد پیسې جب ته کړې، په څو شانداپولیو یې زلوبۍ او پتاسې واخیستې، مکۍ او مستو ته یې د  یو یو کمیس رخت هم واخیست، چای، مالګه، سرې او شنې پتاسې او ګوړه یې هم په همدې مېله کې واخیستله، ډکې منګولې کور ته روان شول، په لاره به ټولو خلکو د اکبرجان د چیني ننداره کوله، د اکبر جان چینی ډېر وفاداره و، چینی اریان دریان شو چې اوس خو یوه غوا پاتې ده، له هغې سره خو دده نه لګي او دا پسه چې خرڅ یې کړ، نه پوهېږم، ده سره یې هم چندان وضعه ښه نه وه، خو  هغه چې دده انډیوال و، هغه ته یې په غاړه کې سړه اوسپنه واچوله.

 ډېرو کوڅه ډبو سپو په لاره کې دې چیني ته غپل خو دده له خولې نه ګړ هم نه خوت، ده خپله لاره وهله.

اکبرجان به کله ناکله په هغو سپو بړچ هم وکړ، ګلداد به ورته ویل:

– پرېږده یې، کوڅه ډب دي، څه دې ورسره راخیستې ده!؟

سودا یې راوړه، ژمی تود شو، پتاسې، ممیز، تور املوک او ګوړه یې په کندانیو کې واچوله، ایله یې د ژوند سا واخیسته، ویل به یې:

– چې پسه خرڅ شي، پتاسې، ممیز او ګوړه راپیدا شي، بس ددې وطن همدا ژوند دی، پتاسې به یې په شمار د مېلمنو مخې ته ایښودلې، دوی به هم په ډېر احتیاط او پام پتاسې خوړلې، هر وخت به یې نه خوړلې، ویل به یې:

– ښادي راشي، مړی او ژوندی شي، کور کې د لږو شیانو ساتنه پکار ده، هر وخت دا نه وي.

دا پتاسې به تر ډېر وخت په کور کې  وې، همدې ښادۍ، غم و خپګان، خیر و خیرات ته یې ساتلې.

شپاړسمه برخه

ونې بربنډې وې، د څېلې یخه څپه برې تېره شوې وه، د سهار باد به چې کله پرې ولګېده، نو زنې به یې وړچېدې او یو له بله به یې غاړې ورکړې، د کلي پېغلې نجونې منګي په سر سهار وختي سدې ته راوتې، صده بې شوره وه، شپېنۍ به یې چې لږې لږې اوبه په وښکي کې راتلې، نو په ډنډوکیو کې به یخ وهلې وې، سهار وختي به چې نجونې ورغلې، نو د ډنډوکو یخ به یې مات کړ، په مټې خوارۍ به یې په جام منګي را ډک کړل، ډنډونکي هم ورو، ورو وچېدل.

سپین ږیري به چې کله د کلا څیري دېوالونو پیتاوو ته را ټول شول، نو له وچکالۍ نه به یې زړه خوړ:

– داسې وچکالي خو کله هم نه ده راغلې.

عمرخوړلو به ویل:

– زموږ په ژوند خو موږ داسې وچکالي کله نه وه لیدلې.

ګلداد به لا پکې دا ټپه وویشته چې:

– زه چې وړوکی رالوی شوی یم، ما داسې وچکالي نه ده لیدلې، خدای دې رحم وکړي.

که دا وچکالي همداسې وغځېده، پټي وتره نه شول نو راتلونکی کال به ډېر سخت وي …

عثمان جان پاچا له ځان سره چلم ګرځاوه، له جېب نه یې په دستمال کې تاو کړي تنباکو راوویستل، په ورغوي کې یې میده میده کړل، بیا یې د چلم له منګي نه څو څاڅکي اوبه په ورغوي کې واچولې او ښه یې سره خیشته کړل.

د چلم سر یې ډک کړ، له جېب نه یې اورلګید راوویست، اوله پلته یې بله نه شوه، دویمه یې راوښکله، په هغې یې هم خواري وکړه، خو بله نه شوه، اورلګید هم یخ وهلی و، عثمان جان پاچا ویل:

– چې اورلګید دې سږکال په داسې حال وي؛ نو باقي دې خدای خیر پېښوي.

په مټې خوارۍ پلته بله شوه، د چلم په سرخانۍ یې کېښوده، کوړاړی یې شروع کړ، له چلم نه یې شنې لوخړې پورته کړې، ستونی یې تازه کړ، لاړې یې لېرې خطا کړې، غږ یې وکړ:

– نور څوک شوقیان شته؟

ګلداد د چلم شوقي نه و، اکبرجان لا نه و را رسېدلی، اکبرجان به چرس څښل، عثمان جان پاچا په هېڅ شي بند و واز نه و، چلم یې ښه په مزه مزه راښکه، ویل یې:

– بې له دې هم پاتې دنیا ده.

پاتې تنباکو یې بېرته په ټوټه کې تاو کړل او جېب ته یې کړل، لمر تازه غځونې وکړې، هر سړي د زاړه دېوال تر خوا د لمر په څړیکې پسې خپل مخ ګرځاوه، وچکالۍ خوله لګولې وه، کلیوالو به ویل:

– هره ورځ چې را پاڅېږو، اول اسمان ته ګورو، ګوندې که د ورېځو کومه ورا راشي.

پاس له اسمان نه څاڅکي نه اوري چې ورېځې ترې جوړې شي، ځمکه هم همداسې خړه پړه پرته ده، اه یې له خولې نه وځي، نه اسمان او نه ځمکه زموږ په حال زړه سوځوي. خدای پاک دې خیر پېښ کړي، دا وچکالي مو له کلي پسې وانخلي.

د لمر د پيتاوي بنډار تود و،  اکبرجان راغی، چینی ورپسې و، عثمان جان پاچا ورته وویل:

– اکبرجانه! ددې چیني په سترګو کې دې رڼا نه وینم.

چینی د عثمان جان پاچا خبرې اریان دریان کړ، په سترګو کې یې  یوه بله دنیا ښکاره شوه، له دوی نه وړاندې کېناست، مخ یې واړوه، د مخ په اړولو کې یې دا نغښتي وو چې په تاسې به خاورې اسمان او ځمکه ورحمېږي، خاورې به په دې سده کې د اوبو شور پیدا شي چې چرته ځنګل و، هغه مو وواهه، هغه بوټي چې د خدای پاک ثنا وایي،  تاسې یې په ثنا کې خوله ومروړله، تاسې هېڅ شی ثنا ویلو ته نه پرېږدئ!؟ کاش تاسې د طبعیت ښایست هم ساتلی وای، کاش چې دده تنباکو د دودولو پرځای په دې فکر شوی وای چې ونه او بوټی څنګه په سختۍ را لوېږي؟

اکبرجان غاړه تازه کړه، ویل یې:

ـ راځئ! چې خپل عملونه برابر کړو، پخوانۍ تړه وساتو چې نور به شین بوټی نه وهو.

اکبرجان د پګړۍ په ولونو لاس تېر کړ، ویې ویل:

ـ شنه بوټي چا وهلي دي؟

د کلي ملک چې کلیوالو ور ته تازه خلکو د ملکۍ پګړۍ په سر کړې وه، نشه ناست و، اکبرجان ته یې مخ واړاوه:

ـ دا بوټي او ځنګلونه دي د وهلو لپاره دي.

ـ نو داسې یې څوک وهي، خو یوازې وچ بوټي او ونې یې وهي، شنو سره کار نه لري، تاسې خو له یوه سره ور ته تبر نیولی دی.

د ملک په وړو کې شګه وه، په اکبر جان یې سترګې را وویستې، ور ته یې وویل:

ـ د ځنګل او ونو خبرې پرېږده، زه پوه شه او ځنګل

اکبر جان ولیدل چې ملک خبره ستوغې ته بیايي، نو غلی روان شو.

د چیني طبع برابره نه وه، دی هم په اکبر جان پسې شو،  ټول کورونو ته شول.

اولسمه برخه

د ژمي وچکالۍ ځپلې شپه او ورځې وې، د کلیوالو ګرد وهلي لاسونه چاود وو، مخ او شونډو یې پترکي نیولي وو، وچکالۍ خوله لګولې وه، له ځمکې نه تپ نه خوت، ځمکه سپېره خوله پرته وه کلیوالو به یو نیم وخت سره کړې غوښه چې په وازده کې یې ډوبه کړې وه او هغه باندې یو شل ورځې تېرې شوې وې،  له هغې نه به یې سهار مهال یو نیم پوټی را اچاوه، شونډې به یې لږې، لږې غوړې شوې، کله ناکله به یې د وازدې په پوټیو کې یوه نیمه هګۍ پخه کړه، دا به نو بختور خلک وو چې په چرګۍ کې یې توره هرکاره تودېده.

تورې هرکارې اوږد لاستی لاره، په هر کور کې وه، ټول اخلی پخلی په همدې هرکاره کې کېده، هرکاره غوړه وه، بختور به هغه کور و چې د وازې پوټې ورکره وو.

اکبرجان د شپې لاندی پوخ کړی و، د لاندي غوښې مست بوی لاره، په چیني ښه نه لګېده، چیني په دروازه پنجې ښخې کړې او بهر ته د وتلو هڅه یې کوله،  مستو ور پاڅېده، چې چیني ته دروازه پرانیزي، ګلداد ور غږ کړل:

– هغه خو نه پوهېږي، ته خو پوهېږې، دباندې څومره ساړه دي ولې دا چینی په سړو وژنې؟

اکبرجان څټ وګراوه او د دواړو خبرو ته له خندا شین شو، ویل یې:

– نه پوهېږم چې دا چینی ولې له کوټې نه دباندې وځي؟

مستو به ویل:

– دا بوی پرې ښه نه لګېږي که څه بلا!؟ چې دا بوی به په دې ولې بد لګېږي؟

 کله به یې چیني ته هډوکی ور واچاوه، نو ده به ټوپ کړ، خیر، ور یې ورته بېرته کړ، چینی دباندې پرېوت، دوی دلاندي مسته غوښه وخوړه، خوله خوله شول، په دې کې ګلداد غږ کړل:

ـ ما خو هم نن شپه اور واخست

مستو ورته تر بړستنې لاندې په خندا شوه:

لږه به دې خوړه چې کېنې په ځان نه پوهېږې.

ـ تا څه داسې لویه پتیله باندې کړې وه، خو یو څو پوټي وو.

ـ دا چې لویه پتیله در ته مخې ته کېږدم، بیا به دې په پوستکي تیلی بلېږي.

ـ چپ شه ډېره مه غږېږه.

ـ ځه لږ دباندې ووځه چې تاو دې سوړ شي.

ـ اکبر جانه پاڅه

ـ ولې؟

– نور هغه چینی راننباسئ، غوجل ته یې کړئ.

اکبرجان پاڅېد، ور یې بېرته کړ، چینی یې په مټې خوارۍ تر کوټې کړ، چینی سونګېده او په سونګاري یې دا ښودله چې په ده ځکه ددې غوښې بوی بد لګي چې پسه دده ملګری و او د هغه د هډوکي او غوښې بوی پرې ښه نه لګېده، ده له پسه سره مینه لرله، اکبرجان به ورنږدې شو او ورته وبه یې ویل:

– بل پسه پیدا کوم، خو ته دا هډوکي شپېلوه.

چیني به ژبه راوویسته، اسوېلی اوافسوس به یې وکړ، افسوس به یې په سترګو کې ښکارېده، مخ به یې ترې واړوه.

چینی پسه پسې ډېر خپه و، د پسه د غوښې بوی ته هم نه ټینګېده، اکبرجان به خپل مور او پلار ته ویل:

– په دې چیني  اوس څه وکړو؟ دا خو پسه غوښه له سره خوري نه، که موږ یې دلته کوټه کې پخو نو دی یې بوی ته هم نه ټینګېږي.

خیر، د ژمي همدا شپې او ورځې وې، که دا غوړ هم نه وای، نو دا خواران به بېخي وچکالۍ او نېستۍ راخیستي وای، ویل به یې:

– له غلو خلاص شو، ایله ارام شو، خو اوس د چیني په خپګان خپه یو.

د چیني طبع ډېره خړه وه، په سترګو کې یې یوې ترخې راتلونکې چغې وهلې، کله کله به یې  پاس کتل ، خدای ته به په زاریو شو چې وچکالي ختمه کړي، که وچکالي ختمه نه شي نو ګرانه ده چې دوی په دې کلي کې واوسي.

د چیني په سترګو کې د همداسې یوې بدې ورځې د راتلو انځور و، مستو به لا دا ور غبرګه کړه:

– دې خلکو خو هسې چټي نه ویل، ددې سپیو ساتنه دوه بخته وي، داسې نه شي چې زموږ بخت سرچپه شي.

چیني به چې کله دا خبرې واورېدې نو ځای به یې پرېښود او داسې یې ښودله چې ګنې تاسې ټوله پړه په ما را اچوئ خو تاسې پخپله په لوی لاس په ځان خندا او رڼا وژنئ.

ځنګلې ټولې ووهل شوې، هرڅه لولپه شول، تاسې هېڅ فکر و نه کړ چې څنګه ددې ونو او بوټو ساتنه وکړو!؟ د چیني اندېښنه ورځ په ورځ زیاتېده او په سترګو کې یې د یوې بدې ورځې شېبې ښکارېدې.

اتلسمه برخه

په کلي کې نغاره وډنګېده، د مستو غوږونه څک شول، پر خپل خاوند او زوی یې غږ وکړ:

– چپ! څه خبره ده.

اکبر جان ور ته وویل:

– بله خبره به نه وي، خبره یوازې او یوازې د وچکالۍ ویر دی، د وچکالۍ لپاره به دا نغاره ډنګېدلي وي حتمي، جومات ته به لاړ شو، وبه ګورو چې څه خبره ده!؟

د جومات تر تګ وړاندې ګل صنمه په دستار راښکاره شوه، د مستو! مستو چغې وهي:

– در وځم، څه خبره ده؟

– بله خبره شته؟ وچکالۍ ټوله دنیا په سر اخیستې، نو زه او ته خو یوازې نه یو، ټول کلی دی.

– ښه نو دا نغاره څنګه وډنګېده؟

عثمان جان پاچا غاړه تازه کړه، غږ یې وکړ:

– وا ګلداد خانه!!! ګلدادخانه!!!

مستو ور باندې غږ کړل:

– کوټه کې دی، در وځي.

ګلداد خان او اکبرجان دواړه له کوټې راووتل:

– پاچا صاحب څه خبره ده؟

– هو، دا نغاره څنګه وډنګېده؟ همدا خبره مې درته کوله، د پېوې کنډو ته یې خلک وغوښتل، د استسقا لمونځ کوي.

پلار او زوی دواړو د استسقا لمانځه لپاره ځان برابر کړ، خو تر دوی وړاندې چینی روان شو، پاچا صاحب ګلداد خان ته مخ واړوه:

– دا سپی دې څه شي ته روان کړی دی؟

اکبرجان ورته وویل:

– دا خو بې له مونږ نه په کور کې نه پاتېږي چې چرته ځو، دا راسره وي.

– لېرې که، دا ناولی شی دی.

ګلداد خان د پاچا صاحب خبرې پرې کړې:

– په څه شي ناولی دی؟

– نو څه کی (کوې)؟ دا نجس هلته وړې؟

–  په څه شي نجس دی؟

– نو دا څه پاک دی؟

– ښه، پاچا صاحب پرېږده یې، دا دومره وفادار دی …

– د څه شي وفاداره؟

– ته پوهېږې، له کومې ورځې چې موږ پسه حلال کړی، دی د پسه هډوکي ته خوله نه ور وړي.

– نو دا یې څه وفاداري ده؟

– وفاداري یې په همدې کې ده چې دده ملګری مو حلال کړی دی.

– ګلدادخانه! لکه چې عقل دې له سره والوت؟

– پاچا صاحب عقل نه دی الوتی، کاش چې موږ او تاسې هم یو بل ته وفاداره وای.

پاچا صاحب ګلدادخان ته برګ برګ وکتل:

– نن راته داسې جوړ نه ښکارې.

– ولې پاچا صاحب!؟

– نو خو تا انسان واخیست، له سپو سره دې برابر کړ.

–  سپی خو هم د خدای مخلوق دی.

– د خدای مخلوق به وي، خو نجس دی.

– یره خو موږ چې خپلو اعمالو ته ګورو پاچا صاحب، دا خو هم ولاکه …

– ګلدادخانه! تېر شه له دې خبرو نه، لمانځه ته روان یو.

– سمه ده پاچا صاحب.

پاچا صاحب ورو ورو بې حوصلې کېده، اکبرجان د دوی خبرو کې نه ور لوېده، خو په خپل چیني خپه کېده، چینی ورپسې روان و، چیني له دوی نه لاره او نه یې د دوی برخه خوړه، خو دا یې ښودله چې دی هم د وچکالۍ بر څپه ویرجن دی، نو ځکه په دوی پسې شو.

تر پېوې کنډوه غټان خو پرېږده چې ماشومانو هم چینی په ارام پرېنښوده، اکبرجان به ځای ناځای خلکو ته منتونه کول، خو خلک چېرته په منتونو وو، چیني غږ نه کاوه، کله به چې چا په لوټه او یا تیږه وویشت، یوازې  به وکوړنجېده، اکبرجان به خلکو ته مخ واړوه:

– ولې؟ دا بې زبانه شی تاسې ولئ؟ څه یې درته ویلي دي؟

خو خلک په خبره نه وو، چیني چې د اکبرجان غوسه او د خلکو نه زړه خوراک ولیده، که به هر چا ورباندې ګوزار وکړ، نو ده به دا درد په ځان  تېراوه، ځکه دی پوهېده چې دده له درد سره اکبرجان هم دردېږي، نو هغه باید و نه دردېږي او چا سره دده پر سره شخړه هم و نه کړي.

د پېوې کنډو ته ګڼ خلک رامات شوي وو، څادرونه هوار وو،چینی له خلکو وړاندې په یوه پوله کښېناست، مخ یې قبلې ته واړوه، خلک راټول شول، ځینو خلکو په چیني بیا ګوزارونه وکړل خو چیني غږ نه کاوه، له دې خلکو لږ نور هم وړاندې ولاړ، بلې پولې ته شو، بیا هم خلکو نه پرېښوده، چیني چې دا حال ولیده چې خلک یې نه پرېږدي نو نور هم ډېر وړاندې ولاړ، خلک په لمانځه ودرېدل، لمونځ په ډېر جم و جوش وشو، خلکو وژړل، ژړا په کوکو واوښته، فریادونه شول، د چیني په سترګو کې تر هر چا زیات د اوښکو سېلاب رامات و، دعا وشوه، دعا داسې وشوه چې:

– خدایه! زموږ عملونه جوړ کړې، موږ سمې لارې ته برابر کړې، خدایه! ته موږ په دې خپلو اعمالو باندې نور مه ځوروه، ته د باران څاڅکي راکښېباسه، د رحمت څاڅکي دې په دې ځمکه باندې وکره، پروردګاره! تا ته مو پناه در وړې، ته راباندې ورحمېږه، ته په دې ځمکه ورحمېږه، په اسمان ورحمېږه، ته د خیر باران وکړې، ته د خیر باران وکړې …

دا د خیر خبره یې څو ځل تکرار کړه، ښه وه، پخوا خو به چې غوښتنې کېدې، نو د خیر خبره به ورسره لږه وه، خلکو به ویل:

– پخوا به چې د استسقا لمونځ کېده، نو د خلکو فریاد او زګېروي به دومره زیات شول چې بالاخره به په اسمان کې ورېځ را پیدا شوه دا خل فریادونه ډېر زیات وشول، ان دا چې چیني هم وژړل، نورو کاڼو بوټو به څومره ژړلي وي!؟ خو لا هم د ورېځو درک نه لګېده.

خلک کورونو ته ناهیلي ستانه شول، همدا یوه خبره یې کوله، عملونه مو جوړ نه دي چې عملونه جوړ نه کړو، ګومان نه کوم چې خدای پاک مهربانه شي.  چینی ورو، ورو د اکبرجان خواته را نژدې شو. خلک پرې برید کوي، چینی غږ نه کوي، په خاموشۍ کې خلکو ته دا پیغام رسوي چې:

– ما ولې ولئ؟ څه ګناه مې کړې؟ هلته رب نه د خپلو اعمالو د بښنې دعا کوئ،چې درته ویې بخښي، دلته ما غوندې یو بې ژبی مخلوق وهئ، ولې؟ څه ګناه مې کړې؟ زه هم له وچکالۍ نه ډارېږم، دا وچکالي یوازې په تاسې نه ده، دا په ټولو مخلوقاتو  ده، دا وچکالي ما هم کړوي، ما یوازې نه، د ځمکې ټول موجودات کړوي، نو تاسې ولې دا وخت ما ځوروئ؟ پرېږدئ چې زه هم تاسې سره یوځای خپل رب ته د باران د ورېدو سوال وکړم، که ستاسې دا حال وي او تاسې د ځمکې په نورو موجوداتو ترحم نه کوئ؛ نو بویه چې کله به هم تاسې د باران څاڅکي ونه ګورئ، خو زه به خپل رب ته سوال کوم چې:

– پروردګاره! ته د ځمکې په مخلوقاتو ورحمېږه، ته د هر نفس پیدا کوونکی او اخیستونکی یې، تا موږ ټول پیدا کړي یو، خو خدایه!!! ددې دور انسان ته د عاطفې او مینې لار وښییه چې په خپل ټول بشر باندې د لطف او مهربانۍ لاس راکاږي، دا نه ګورې، دوی ما ځوروي، زه بده دعا نه کوم، ښېرا نه کوم، بس دی چې دا خلک د خپلو اعمالو په اور کې سوځي، نور باید ونه سوځي.

اکبرجان ورو، ورو روان شو، چینی ور پسې و، تر کوره خلکو نه پرېښوده، خو د چیني په سترګو او خوله کې بده دعا نه ښکارېده، د خدای مخلوق ته یې د بښنې دعا کوله، همدومره افسوس ورته چې:

– ته دا وچکالي وګوره او ددې خلکو نیتونه ګوره چې نیتونه صفا نه شي، بشر ته د بشر په سترګه ونه کتل شي، نو ډېره ګرانه ده چې د خدای مهرباني په دې ځمکه او خلکو وشي.

خدای مهربانه، رحیم او رحمان ذات دی، خو که انسان د خپلې لویي او خلافت له مخې په بشر باندې د رحم څادر خپور کړي، لطف، مینه او محیت ورسره وپالي.

د چیني په خاموشۍ کې دعاګانې وې، مروړل شوې هیلې وې، د انسان له دې چلنده د خپګان نښې په کې ښکارېدې، خو بده دعا یې نه کوله، عثمان جان پاچا کور ته په رسېدو د کلی په وره کې په اکبرجان غږ وکړ:

– دا نجس شی نور مه ګرځوئ، دغسې نجش شیان ګرځوئ، هغه ملاصاحب څه ملامت و!؟ نه اوس د طالب غږ اورو او نه د بل څه!؟ که دا شی ورک کړئ، نو تاسې باور وکړئ چې موږ ښه کېږو.

چیني مړاوي، مړاوي وکتل، نور یې څه نه ویل، اکبرجان هم د عثمان جان پاچا سره په دې خبرو نوره خوله ونه وهله، دواړه خپلو کورونو ته ستانه شول، چینی هېڅکله هم له دوی نه مخکې ولاړ نه شو، په دوی پسې و او د پلار او زوی پلونه یې څارل.

نولسمه برخه

د ژمي سا نوره په وتو وه، خو د وچکالۍ څپه ټوله نه شوه، د کلي ماشومان په لوبو بوخت وو، لاسونه یې پړق، پړق چاودلي وو، له رنګونو یې خړې خاورې دوړېدلې، کله به یې د غوزانو لوبه کوله، کله د مردکیو او کله به یې هم چرګان او سپي په جنګ اچول.

د کلي پیتاوو ته راټول وو، د کلي پیتاوی نور تودېده، خو په بربنډو ونو کې لا د شنې موسکا څپه نه وه خپره شوې، کلیوالو به ویل:

– د سږکال حمل باد هم ګومان نه کوم چې په دې څانګو ولګېږي.

بربنډې څانګې چوپتیا خوړلي دي، هېڅ شور یې نه خېژي، یوه ډله ماشومان راووتل او خپل سپي یې د کلی د لوی جومات مخې ته په جنګ واچول، اکبرجان له خپل چیني سره نندارې ته ورغی، دده چیني د جنګ هېڅ شوق نه کاوه، سپیو ته نه ور نژدې کېده، وړاندې، وړاندې ګرځېده، خو نورو سپیو چې دی ولیده، ور پسې منډه یې کړه، هغه ورته ودرېده، دوی خوله ور واچوله، اکبرجان ورغی او دی یې له دې سپیو را خلاص کړ، په دې کې ماشومانو د اکبرجان په چیني باندې ګوزارونه وکړل، اکبرجان اول منت وکړ، خو چې ماشومان په منت نه شول، نو یو دوه درې یې په څپېړو ووهل.

ـ رښتیا یې ویلي چې چېرته ډب هلته ادب، تاسې بې ډبه نه غلي کېږئ.

په کلي کې شور او غوغا ګډه شوه، اکبرجان اوس د چیني پر سر ماشومان وهي، دا کیسه ډېر بدرنګه شوه، تر جوماته ورسېده، ملا ، اکبرجان وغوښت او د خلکو شکایت یې ور ورساوه، اکبرجان ملا ته ډېر وویل چې:

– هغه ورځ ماشومانو زما په چیني ګوزارونه کول، ما اول ورته منتونه وکړل او چې په منت نه شول، نو همداسې مې سترګې پرې را برګې کړې، خو ملا صاحب چې له چیني سره ورانه وه او د چڼي یې هم چینی بد ایسېده، نو اکبرجان ته یې وویل:

– چینی مینی دی نور  ورک که، نوره وروستۍ خبره همدا شوه، که دا ورک نه کړې، ګوره دی به تا او موږ ټول ورک کړي او نور دا کلیوال درته په غوسه دي، یا به ته یې او یا به دې سپی وي، نور تا زه له کلیوالو نه شم خلاصولی.

د اکبرجان سترګې را ډنډ شوې، ملا ته یې کتل، په خاموشۍ کې یې له ځانه سره ویل:

– دا څه اورم!؟ دا څه وایي!؟ دا څنګه د دوی له سپیو سره دومره ورانه ده!؟ ولې!؟

دا ولې یې په چیني پسې دومره راخیستې ده؟ دې چیني خو هیچا ته هم څه نه دي ویلي، دا خلک عجب خلک دي.

خیر، له ملا سره یې خبرې وانه ړولې، پرېشانه و، د څادر پیڅکه یې په ځان پسې راښکله، د مستو ور پام شو:

– اکبرجانه زویه! څه خبره ده؟ نن داسې پرېشانه ښکارې.

اکبرجان له ځان سره فکر وکړ چې که اوس ابۍ ته د ملا خبرې کوي، نو هغه به څه وایي!؟ بیا به یې پلار څه وایي!؟ او بیا چې د کلي د خلکو خبرې ورته وکړي، بیا به دې نه څه جوړ شي!؟ هلته عثمان جان پاچا هم سترګې برګې کړي، دلته چې د چیني وفاداري ګورې، زړه یې نه کېږي چې چینی له ځانه بېل کړي، اوس ابۍ ته څنکه دا خبره وکړي، څه ورته ووایي چې ملا صاحب دغسې خبرې کولې!؟ راځه په زړه یې تېروه.

ابۍ یې بیا ورباندې غږ وکړ:

– زویه! تاته وایم، دا د څادر پیڅکه خو در جیګه که، څه خبره ده؟

د اکبرجان طاقت و نه شو، ځکه ابۍ یې ترېنه بار، بار پوښتنې کولې، ګلداد خان هم د کور په کړکۍ راننوت، اکبرجان چې د پلار سترګو ته وکتل، نو دا یې غوره وبلله چې خبره وخوري:

– نه ابۍ! هېڅ خبره نه شته، هسې دا د کلي ماشومان دي نو …

ګلداد خان د کلي د ماشومانو د خبرو اورېدو سره سم وویل:

– خدای پاک دې موږ ټول اصلاح کړي، دا د کلي ماشومان بې ژبي شیان هم نه پرېږدي، اوس دې چیني دوی ته څه ویلي دي!؟

اکبرجان ځان سره وبوڼېده، زړه کې یې ویل؛ لکه چې پلار یې خبر شوی که څنګه!؟ پلار یې بیا د خبرو لړ واخیست:

– هغه ورځ په پېوه کې د استسقا د لمانخه په وخت هم دې خلکو په دې چیني ګوزارونه کول، وه مسلمانانو خو خپل لمونځ وکړئ، ولې؟  چې یو چا درته څه ویلی نه وي، یو بې ژبې شي خوله نه وي در اچولي، تاسې ولې ځان ټیټوئ؟  ولې سپی پازابوئ، دا خلک دې خدای پوه کړي.

اکبرجان له ځانه سره وویل:

– دی لکه چې له کیسې نه خبر نه دی، ځه پرېږده یې.

شلمه برخه

کلیوالو به روغ رنځور ته اپین ( افین) ساته، اپین به چې څومره زړېده نو قیمت به یې لوړېده. سره له دې چې وزن یې هم کمېده، خو خلک ناچاره وو، دوی به د اپینو چکۍ روغ رنځور ته په لویو لویو پېټیو کې ساتلې، ځینو به دا پېټۍ خښولې او ځینو به داسې ځای ایښودې چې په اړخ اوړي نو پر اپین به یې سترګې لګي. اپین د هر چا د لاس خیری و.

غلو به د اپینو په پېټۍ، پسه او ګاڼې پسې ډېر زور کاوه. ځینو کلیوالو به اپین ، ګاڼه او ځو پنجتې چې ورسره به وې، هغه به یې د کلا په څیرو دېوالونو کې کېښودلې او یا به یې تر ناوې لاندې خښولې.

عثمان جان پاچا د اپینو سوداګري کوله، خدایزه په دا شپه یې ولې د اپینو پېتۍ ته پام شو، را وایې خیسته، په ګل صنمې یې غږ وکړ راځه چې دا اپین وګورو، څنګه دی؟

ګل صنمه ځانه سره وغړمبېدهک

ـ نادیده همدا تا غوندې سړي ته وئ، څه یې کی،

ـ وه ښځې! کمه عقله کېږه مه هستي نیستي مو همدا ده، را ځه چې ویې ګورو، که وشول، نو خرڅوم یې.

ـ شی کور کې پرې نه دې، خرڅ ته شین ناست یې!

عثمان جان پاچا د سترګو کسي وګډول، وران وران یې ګل صنمې ته ور وکتل:

ـ ډېره مه ټرتېږه، ټرتنې

ګل صنمه غلې شوه، عثمان جان پاچا اپینو ته پوزه راښکله، چکۍ یې وشمارلې.

ـ ځه که خیر وي، یو څو پنجتې ( پیسې) لاس ته راځي، دا به یوسم خرڅ به یې کړم، سږ کال خدای مهربانه دی، که د وچکالۍ کمبله ټوله شوه، نو اپین به وشي.

پېټۍ یې کټ لاندې کړه.

د اپینو بوی نشه کړی و، سترګې یې سمدستي پټې شوې.

تقدیر ګوره، نیمه شپه وه یو دم چغې شوې، له چغو سره سم اکبرجان انګړ ته ووت، ګوري چې د عثمان جان پاچا په کور کې غوغا ګډه ده، تر اکبرجانه وړاندې چینی ورسېده: – عثمان جان پاچا څه خبره ده؟

– خبره نوره نشته، بس غله راغلي وو او زمونږه برخه یې وکړه.

– ولې؟

– بس هماغې لویه پېټۍ چې موږ پکې دلاس خیری ټول کړی و، هغه یې یووړ.

– څه  شی؟

– نور څه شی خو یو څو د اپین (افیوم) چکۍ وې، څه خپلې وې او څه پردۍ وې، دا مو ټولې کړې وې، هماغه پېټۍ یې وړې ده.

– دا څه حال دی، دا!؟ د اپین (افیوم) چکۍ یې یووړې؟

– هو نو. زوړ اپین و، ښې او بدې ته مو پرېښی و، له هغه یې خلاص کړو.

د اپین چکۍ به خلکو ټولولې چې زوړ به شو، نو قېمت به یې لا لوړ شو، د خلکو ټوله ګوزاره په همدې اپین کېدله راکړه ورکړه یې په اپین وه، عثمان جان پاچا ډېر خپه ولاړ و، چونګ یې هم له خولې نه وت، چینی وړاندې ناست و، تر ټولو زیات خپه ښکارېده، عثمان جان پاچا همدومره وویل:

– یره لکه چې ددې سپي ازار ووهلو!؟

خو چیني غږ نه کاوه، چینی تر دوی ټولو زیات خپه و، افسوس خو به دا ورته چې:

– کاش! په دې دیستار ښکته پورته کېدای چې دې غلو د عثمان جان پاچا اپین نه وای وړی، ولې مې ارام وکړ!؟

عثمان جان پاچا چې د چیني خپګان ته وکتل، نو توبې یې وویستلې او اکبرجان ته یې وویل:

– اوس خو یې زموږ برخه وکړه، خو چینی بیدار ساتئ، کاش چې دا چینی په انګړ او دیستار  ګرځېدای، نو غلو به زموږ برخه نه وای کړی.

یویشتمه  برخه

عثمان جان پاچا له نشې او  مستۍ وغورځېده، اوس چې کله له کلي راووځي، نو چلم ورسره غړند لاس کې وي، چلم د خپل غم د غلطولو لپاره راکاږي، هغه د مستۍ نشه نه کوي، له مستۍ غورځېدلی، هر چا ته د خپلې پېټۍ کیسه کوي:

– ډېر اپین یې رانه یووړ، پروردګار دې دې غلو ته ښه ورځ نه ورکوي، دا لکه چې چا راته ښېرا کړې ده!؟ ما خو څوک ازار کړي نه دي، یره په هېڅ ژوندي موجود باندې ګوزار نه دی پکار …

پاچا صاحب به دا خبره ډېره تکراروله، په زړه کې پوهېده چې ده خپله مېرمن څومره ودګله او چینيی یې هم ډېر رټلی و، مېرمن خو یې ترې غلې شوه، خو سپي ده ته تش ورکتلي  هم نه دي. په هغه شپه چې دده له کوره غلا شوې وه، چینی تر ده هم ډېر خواشینی و، نو اخوا دېخوا به اووښت را اووښت، کله به یې یو نه کله بل نه  پوښتنه کوله چې دا غله څنګه پیدا کېږي؟؟ پیدا به یې نه کړي نو …

کلیوالو د برو پاچایانو په کلي کې یو کس وروښود چې هغه کولی شي؛ غل معلوم کړي، ده وویل:

– غل څنګه معلوموي؟

– معلوموي یې.

 ګلداد خان هم ورسره ملګری شو او د بر کلي صاحب زاده ګانو کلي ته لاړل، جومات کې کېناستل او دا کیسه یې تېره کړه، دې کې مشر صاحب زاده صاحب، پاچا صاحب ته راوړاندې شو، ورته ویې ویل:

– چورت مه خرابوه، دلته یو کوزه ګر شته، ته ورته نومونه اخله، هغه کوزه تاووي، نو چې کوزه د هر چا په نامه ودرېده، غلا هغه کړې ده.

پاچا صاحب له ځان سره وایي:

– نو دا به زه څومره نومونه ورته اخلم؟

شک به یې په چا وي؟ په دې کلي کې خو به دا غلا ګومان نه کوم که چا کړې  وي!؟ څه ووایم؟

خو خیر، کوزه ګر راغی، کوزه ګر دم واچاوه، ورته ویې ویل:

– نوم اخله!

پاچا صاحب چورت وهي، د چا نوم واخلم، ګوزه ګر پرې غږ وکړ یو، یو نوم اخله، خیر دی د یو یو کلیوال نوم اخلي، کوزه همداسې چورلي، د چا په نوم نه ودرېږي، په دې نومونو کې یو نوم هم د جومات د چڼي اخلي، کوزه ودرېږي، پاچا صاحب له ځان سره وایي:

– چڼی خو د دومره غلا نه دی، دا کوزه لکه چې غلطه شوه، بل هغه خو ډېر وړوکی دی، هغه دومره غټه پېټۍ چرته وړی شي؟

ګلداد خان هم ورته وویل:

– یره ماته دا سم نه ښکاري.

نور نومونه یې وانخستل. ویل یې:

ورک یې کړه، اوس له خلکو سره په بدۍ اخته نه شم. ځه ګوندې د کلي ملک ورسره مرسته وکړي او غل پیدا کړي.

چینی اوړي، را اوړي، اکبرجان ورته وایي:

– یره دا غل چې زما دا چینی پیدا نه کړي، بل څوک یې نه شي پیدا کولی.

چینی له دې خبرې سره را ویښېږي او درېواړه د غلو په تکل له جوماته وځي …

یوه ورځ دوی همداسې د بالاخانې د پټولو لپاره لرګیو پسې غره ته وځي، چینی هم ورسره حرکت کوي، په لاره کې یو څو کسان راځي، یوه سره ټوپک هم دی، چینی په دې سړي پسې منډه کوي، په پښو کې ورته رغړي رارغړي، سړی ورته ډېر کوچې، کوچې وایي، خو اخر ټوپک پسې را خلاصوي، اکبرجان ورمنډه کړه، ورته وایي:

– چینی دې نه خوري خو پام چې ډز ونکړې.

د ټوپک والا ډز نه کوي خو دواړه دګي، ورته وایي:

– دا نجس شی لا زما په پښو کې پرېوت.

چینی د ټوپک والا نه پرېږدي، همداسې ورپسې غاپي، نور هیچا ته څه نه وایي، عثمان جان پاچا له څادر نه نیسي، کشوي یې او دا ورته ښيي چې دغې ټوپک کې څه چل دی.

عثمان جان پاچا نه پوهېږي ، خو اکبرجان لږ، لږ په خبره پوهېږي چې دې ټوپک والا کې څه چل دی.

چینی  ټوپک والا نه پرېږدي، کله چې حرکت کوي، چینی بیا ورته مخې ته راووځي،  ټوپک والا همدا غږونه کوي:

– دا سپی در ایسار کړئ، ګنې ولم یې.

خو چینی هېڅ نه ډارېږي، که هر څومره اکبرجان ورباندې چغې وهي چې راشه، راشه!!! کوچې کوچې، خو چینی  له دې سړي نه ښوري.

اکبرجان ورته وایي:

– ماما څه چل در کې دی.

 ټوپک والا په اکبرجان غوسه کېږي:

– څه چل راکې دی؟ تاسې ددې نجس شي به غپاري باندې خبره کوئ.

عثمان جان پاچا ورته وایي:

– نجس دی خو زنده سر دی.

– پرېږده زنده سر دی، نجس شی مو له ځان سره را مخکې کړی دی.

عثمان جان پاچا ورته وایي:

– تاسې خو پرون شپه مزینې ته نه وئ راغلي؟

سړی اوترېږي، چینی نور هم د سړي په پښو کې رغړي او سړی نه  پرېږدي.

سړی ټوپک ته لاس کوي او چینی په پښه ولی، خو چینی بیا هم له سړي لاس نه اخلي، اکبر جان ورمنډې کوي او د چیني پښه چې هغه کوړنجېږي او له سړي نه اوړي؛ په خپل څادر تړي.

عثمان جان پاچا لاس کوي او له سړي نه ټوپک اخلي، د سړي نور انډیوالان تښتي، کیسه بدرنګه شوه، عثمان جان پاچا دې سره سړي ته وایي:

– ژر کوه، د اپینو پېټۍ راوښییه. ګنې والله که را نه د ژوند څکه وکړې.

هغه چې نور وارخطا کېږي او داسې انګېري چې که خپل انډیوالان ور ته وښیم نو پرې به مې ږدي، نو ور ته  وایي:

– اپین زما ملګرو وړی دی.

– کوم ملګري دې؟

– هغه چې وتښتېدل.

هغو خلکو دوه خپلې کړې او دوه پردۍ، تری تم شول.

عثمان جان پاچا دا کس نیسي او چوڼۍ ته یې بیایي، چینی هم له دوی سره په ګوډه پښه تر چوڼۍ ځي، وینې ترې څاڅي، اکبرجان د خپل چیني په پرهرونو خپه دی، عثمان جان پاچا همدا یوه خبره کوي:

– بې ژبې شی و، څومره مې رټه!؟ خو هغه دی، په ښه مې راغی، غله یې راته پیدا کړل.

چوڼۍ ته چې رسېږي، نو دا کیسه حاکم ته تېروي، حاکم سړی په کوټه کې اچوي، له عثمان جان پاچا نه ثبوت غواړي، عثمان جان سره څه ثبوت نه وي خو همدا وایي چې:

– دده نور ملګري وتښتېدل او دې سړي په خپله خوله اقرار کړی چې پېټۍ همدوی پټه کړې ده.

حاکم راځي او ټوپکي رانیسي، ورو ورو ترېنه پوښتنې کوي، ور ته وايي:

ـ اپین تا پټ کړی  دی؟

ـ نه صاحب

ـ نو چا تښتولی دی؟

ګلداد ورته ووایي:

– پېټۍ دده ملګرو تښتولې ده.

دی په هغه کسانو پسې خپل خلک لېږي، څو شپې خلک ورک وي، عثمان جان پاچا په دې تمه دی چې چوڼۍ به دا پاتې نور کسان هم نیسي او ده ته به خپله پېټۍ سپاري.

دوه ویشتمه برخه

لوړ مازیګر و، کلیوال ورو، ورو د مازیګر جمعې ته رامات وو، ټولو یو بل ته سره د وچکالۍ، غربت او له غلو نه د شکایت خبرې او کیسې کولې، له څېرو یې خاورې دوړېدلې، سپورې شونډې ناست دي، ایله زړه خوري.

هر یو به ویل:

– که دا وچکالي اوږده شي، نو کال ته خو به دلته په خوړونو کې کربوڼي ګرځي، انسانان خو به یو هم نه وي.

ملا صاحب به ورته وویل:

– انسانان به نو چېرته ځي؟ خو همدلته به وي، پروردګار ته سوال وکړئ چې باران وشي، توبې وباسئ، عملونه جوړ کړئ، که یې جوړ نه کړئ او توبې ونه باسئ، تر دې به د سختو حالاتو سره مخ شئ.

ملا به د ډار خبرې کولې، کلیوالو به یو بل ته سره د غربت او تنګلاسۍ حالات ژړل، د غلو کیسې ډېرې زیاتې کېدې، ملا به ویل:

– دا هرڅه له فقر نه پیدا کېږي، خلک فقیر دي، غریب دي، وسه او توان نه لري، بل خوا وچکالۍ هم خوله ولګوله، ته وګوره، په دې سده کې به پخوا څومره اوبه بهېدې، اوس هاغه دی ډنډوکي هم ورو، ورو وچېږي.

ګلداد شخه پګړۍ تړلې وه، هغه په خپلو خبرو کې لا دا ټپه ور وویشته چې:

– اوس خو ښه دی، دا ډنډوکي خو شته، خو که دا حال وي، نو سبا به دا ډنډوکي هم نه وي، څاڅکی، څاڅکی چې په دې ویاله کې راغلی وي، هغه هم یخ وهلي وي، ښځې بېچاره ګانې په ډېرې خوارۍ او سختۍ ایله یو منګی اوبه کور ته راوړي، خدای دې رحم وکړي، توبې باید وباسو، خو غله هم زیات شوي، غلو ته هم پام په کار دی، د ملا صاحب خو لا وختي چاره شوې ده خو اوس تازه دمی عثمان جان پاچا و چې د افینو غټه پېټۍ یې ترې وړې وه.

کلیوالو خپل شته او زاړه نوټونه زیاتره مهال د کلي په چاودلو دېوالونو کې کېښودې، بیا به یې هغه پسې اخېړول، یو نیم به له ډېرې وارخطایي نه چې پلن، پلن نوټونه به ورسره وو، دا به یې تر ناوې لاندې ښخول:

– ځه دلته خو د چا پام نشته.

ګلداد د تېرې زمانې یوه کیسه وکړه، یو وخت دلته زموږ په کلي کې یوه زړه ښځه وه، کونډه وه، ایکې یوه زوی ته ناسته وه، پوهېږئ؟ یو څو پنجتې ورسره وې، دا به غریبې کله په بالښت کې اچولې او سر لاندې به یې کېښودلې. اخره کې یې ناوې لاندې ښخې کړې وې.

یوه ورځ یې زما پلار ته وویل:

– ته راشه کنه دغه ځای راته لږ را وسپړه.

په هغې یې باور یې و چې ځای یې را وسپړه، نو دې ظالمې روپۍ راخیستې وې، په اوو پوښونو کې یې تاوې کړې وې، هغه چې پوښونه خلاص کړي، روپۍ یې دوړېدلي دي، مخ ته یې څپېړې نیولي، ویل یې:

– لاړم، تباه وبا شوم، یو څو روپکۍ وې، هغه هم ختمې شوې.

ځینې به خو لا داسې نوټونه وو چې هغه به له چلند نه غورځېدلي وو، غربت و او غریبي وه، دوی به په همدې زړو کیسو بوخت وو، خو د ټولو په خوله دا یوه خبره وه چې:

– پام پکار دی، غله زیات شوي، غله لګېدلي.

ملا صاحب خو هغه وخت کې لا د غلو خبره لا را زیاته کړه چې کله دده برخه وشوه، ملا صاحب بیا د سپي خبره نه کوله چې چینی څنګه دی او څنګه نه دی!؟ خو دوی په همدې کیسو کې بوخت وو چې عثمان جان پاچا او اکبرجان دواړو د جومات په انګړ پل کېښود، چینی یې بهر پرېښود، ملا صاحب چینی ولیده، خو چې ویې لیده چې چینی له انګړه بهر دی نو نور یې څه و نه ویل، ځان یې غلی کړ، عثمان جان پاچا نه یې پوښتنه وکړه:

– څنګه چل دی؟ چوڼۍ کې دې کار خلاص شو؟

عثمان جان پاچا سوړ اسوېلی وویست، ویې ویل:

– یره ملا صاحب! بدقسمته خلک یو، له خولې مو کپ نیم کړ، زوړ اپين مې ساتلی و چې ځه غم ښادي راځي، هغې ته به یې خرڅ کړو، څه به وخورو، یو خو هاغسې وچکالي را روانه ده، بلخوا دلته ښادۍ را په غاړه دي، فصلونه خدای خبر که وشي، نو دا به څه کوو!؟ زموږ او ستاسې ټوله راکړه ورکړه خو يه دې فصلونو ده او معاملې نو ټولې په اپین دي، مانه خو اپین لاړ چې بیا ګوتو ته راځی، والله اعلم.

ملا صاحب ورته وویل:

– څنګه پوه شوې چې اپین یې درنه وتښتاوه او بیا دې غله هم پیدا کړل؟

عثمان جان پاچا پښې وغځولې، د جومات ستنې ته یې ډډه ووهله، ستړی ستومانه و، اکبرجان چې خبرو ته خوله جوړوله نو عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ملا صاحب! دا ټول برکتونه د هغه چیني دي.

ملا لږ را برګ شو، غوښتل یې چې څه ووایي خو اکبرجان ورته وویل:

– چیني خو لوی کار وکه ملا صاحب! کوزه ګر نومونه اخیستل، خو په چا و نه درېده، خو سپي بالاخره د غلو یو کس پیدا کړ او هغه څنګه پیدا شو!؟ موږ په بل کار پسې تللي وو، لرګي مو اخیستل، لاړي مې بالاخانې ته کول، عثمان جان پاچا راسره ملګرتیا کوله، په لار کې یو ټوپکوال راغی، چینی ورته وغورېده، چینی له ټوپکوال اخوا او دېخوا تاوېده، نه خوځېده، هغه پرې ډز وکه، خو سپي له ډز سره، سره هغه نه پرېښوده، په یوه پښه زخمي دی، زخم مې ورته تړلی دی.

ملا صاحب ورته وویل:

– بیا څه وشول؟

– بس هغه دا ټوپکوال موږ ونیوه، چوڼۍ ته وسپارل شول، اقرار یې وکړ چې غلا دده نورو ملګرو کړې ده، هغه ټوله کیسه یې ورته تېره کړه.

ملا صاحب اریان دریان چیني ته وکتل، ګوري چې چیني زخمي پښه نیولې ده او همداسې غځېدلی دی، سلګۍ وهي او له ژبې یې راوتې، له خولې یې تپونه خېژي.

ملا صاحب د چیني په حرکاتو پوی شو چې کار یې کړی دی، خیر، پاڅېدل، جمع یې وکړه، دوی لا په جمع ولاړ وو چې چیني بیا غپا شروع کړه، جمع خلاصه شوه، چیني په یوه کس پسې منډې وهلې، اکبرجان ورمنډه کړه، عثمان جان پاچا هم پسې پل واخیست، سړی یې له پایڅې نه نیولی، اکبرجان همدا ورته وایي:

– پرېږده یې، پرېږده یې!!!

خو چینی یې نه پرېږدي، خو کله چې ور نژدې شو، سړی یې له چیني نه خلاص کړ، چیني څپلۍ ته خوله کړه را وا یې خیسته، ګوري چې دې سړي څپلۍ غلا کړې وه، هغه سړي دوه خپلې کړې او دوه پردۍ، هغه خو وتښتېده، ملا صاحب چې غوښتل په دوی پسې ور ووځي، ګوري چې څپلۍ یې نشته، یوه څپلۍ یې د سپي په خوله کې ده، دا یې راوړه، بله څپلۍ یې وړاندې پرته وه، هغه هم اکبرجان راواخیسته او ملا صاحب ته یې جومات ته راوړه، دا د ملا صاحب نوې څپلۍ وې، ویل یې:

– اوس، اوس ور ته په لواړګي کې یوه ملګري  جوړې کړې او راوړې وې.

ملا صاحب چې د سپي ښېګڼه وکتله،  چې څپلۍ یې د غله له لاسونو ورته راوړه او هغه یې پرېنښود چې څپلۍ یوسي، نو همدا به یې ویل:

– ددې زمانې ځناور اوس ددې شول چې غله معلوم کړي، خدای دې دې انسانانو ته انصاف ورکړي، چې دومره تنګسې یې راخیستي، غلا کوي، غلا خو لویه ګناه ده، ګناه لري، ته دا وګوره، چینی چې په دې وخت کې امانت ساتي او غل غلا ته نه پرېږدي او انسان ته وګوره! داسې سلوک کوي؟! خدایه! ته ددې وخت انسانان پوه کړې چې نور له غلا څخه لاس واخلي، خو که زموږ اعمال داسې وي، نو ما ته سبانۍ ښه نه ښکاري.

له جمعې نه وروسته یې عثمان جان پاچا ته وویل:

– ته خو ډېر خوشبخته یې، کار دې کېږي، سپي چې دومره لوی کار وکړ، دی خو نو بیا د ساتلو دی.

دا اول ځل دی چې د ملا له خولې نه د چیني د ساتلو خبره اورېدل کېږي.

بیا یې په ګډه یوه دعا وکړه :

– لویه خدایه! ته د رحمت باران ووروې چې خلک له دې وچکالۍ نه ووځي، ګنې ورځ په ورځ به غلا زیاته شي.

چینی په ګوډه ګوډه پښه په اکبرجان پسې را روان دی، کور ته راغی، مستو چې د چیني پښه ولیده، وارخطا شوه، اکبرجان ټوله کیسه ورته ټوله، بیا یې یوه بله ټوټه راواخیسته او د چیني پښه یې پرې وتړله، چینی له پښې نه ډېر نارامه و او ټوله شپه ستمېده …

درویشتمه برخه

اکبرجان د چیني خوږ ته ډېر خپه و، نارامه و، چینی یې لیده چې له خوږو یې ګز ژبه راوتې، دی ورته ډېر وارخطا و، سبا د ورځې د کلي هلکانو دوه درې کوڅه ډب سپي پیدا کړي وو، دا یې په چیني پسې راوستل، رانژدې یې کړل، کوڅه ډبو سپیو  پر چیني برید وکړ، سپي کې دومره توان نه و چې هغوی پسې واخلي، ژر په کور راننوت، خو کوڅه ډب سپي هم ورپسې وو، دی ورته په وره کې ودرېده، ښه ډېر یې وغپل، په غپا کې یې خپله ناتواني او د پښې خوږ ښودل، دا یې ورته ښودل چې که په پښه روغ وای، نو تاسې یو ته مې هم په دې کلي کې ځای نه پرېښوده.

د کلي هلکانو کوڅه ډب سپي همدې ته هڅول چې دا چینی تنګ کړي، دې وحت کې ګل صنمه په دیستار راښکاره شوه، څوک نه وو او چینی کوڅه ډبو را ایسار کړی و، لرګی یې واخیست او همداسې یې ور های کړل، ټول یې ترې وشړل، چینی یې راننویست، ګل صنمې دا خبره کوله:

– تا موږ سره غټه توره کړې، غله دې پیدا کړي، که خیر وي، پېټۍ به پیدا شي، تاته به نور هیڅوک هم څه و نه وایي، تا خو زموږ پرده وکړه، خدای مهربانه دی، غله به پیدا شي، پېټۍ به راته راکړي، ستا برخه به هم پکې وکړم، ددې پښې علاج دې په موږ دی.

چیني یې ولیده چې له پښې نه ډېر پازاب دی، لاړه، کورکمن، واسلین او څه شیان یې چې کور کې وو، دا یې ټول سره ګډ کړل، راغله، مستو هم را پیدا شوه:

– ګل صمنې! دا څه شی دي؟

– دا مې یوه پټۍ د چیني پښې ته جوړه کړې ده.

– خیریوسې، چې زموږ د سپي غم درسره دی.

– خورې! غم به یې څنګه راسره نه وي؟ سپي خو ډېر کار کړی دی، بېګاه راته عثمان جان کیسه وکړه چې چیني غل پیدا کړی او اوس په چوڼۍ کې بندي دی، که خدای کول، پېټۍ به پیدا شي، دا ټول برکت ددې چیني دی، نو دا خو نازول غواړي او چې هغه پېټۍ  پیدا شوه، نو یوه چکۍ دې د ده له سره خیرات وي ورته، دده د پښې لپاره دارو اخلم.

دواړو پټۍ راواخیسته، چینی ورته اوږد اوود وغځېده، پټۍ یې پرې کېښوده، چینی پیتاوي ته شو.

دا وخت پیتاوی ښه نه لګېده، خو د سپي په پرهر باندې د لمر وړانګې ټکور لګېدې، چینی ډېر حساس و، مازیګر قضا پورې له خپلو خوږو اوښنه را اوښته، خو چې د کور د خلکو به پرې پام شو، نو ده به ځان په دې ډاډه ښوده چې هغوی خفه نه شي، د جومات چڼي غږ کړل:

– وظیفه راوړئ خدای مو وبښه.

یو ځل یې غږ وکړ، بیا یې غږ وکړ،  مستو په څه شي بوخته وه، چینی پاس په چوتره پروت و، داسې یې وانګېرله چې بیا هغه هلکانو کوڅه ډب سپي راوستي، اوس پکې لږه لږه شیمه پیدا شوې وه، ور  منډه یې کړه، له منډې سره سم چڼی ور بړچ وهل، ده له بړچ سم چڼی له پښې ونیوه او پایڅه یې پرې وشلوله، هغه منډه کړه او دی ورپسې، نور د ډېرې منډې نه و.

له چڼي بیا کاسه ولوېده، په ژړا شو، جومات ته لاړ او ملا ته یې دا حال وویلې.

د ملا څپلۍ چیني ژغورلې وې، نو هغه هم داسې څه ونه ویل چې ګوندې دا چینی به ورکوو، خو چڼی یې یو ډول دلاسه که او ورته ویې ویل:

– ځه بیا ورشه، دا ځل حتماً درته کاسه کې دا خلک یو څه در اچوي.

نور یې د چیني په باب هېڅ هم ونه ویل، د چڼي او چیني عقده یو له بله  زیاته شوه، مخکې له دې چی ورشي او بیا کاسه ورته ونیسي، لاړ او یو الو یې را پیدا کړ، الو یې په اور کې واچاوه، دومره یې سور کړ، دومره یې سور کړ چې سره سکروټه وګرځېده، دی یې راواخیست، لاړ د اکبرجان دروازې ته ودرېده او غږ یې وکړ،  چیني را منډه کړه، چڼي الو ور وغورځاوه، هغه منډې کړې،  داسې فکر یې وکړ چې تیږه ده، خوله یې پرې ښخه کړه، د خولې له ښخولو سره سم د سپي غاښونه په الو کې ننوتل او ورۍ یې وسوځېدې، چینی  ډېر وکوړنجېده، وکوړنجېده، خو چڼي همدا ویل:

– قصد مې درنه واخیست، ستا دلاسه خو زه ډېر پازاب وم .

چینی کوړنجېده، کوړنجېده، اکبرجان را ورسېده، ده داسې فکر کاوه چې چینی له هماغه زړو خوږو کوړنجېږي، خو چې د چیني خولې ته یې وکتل نو الو کې یې داړې نښتې وې، ورۍ یې ټولې سوې وې، دوه درې ورځو کې د چیني ورۍ بدترې شوې، اوس په بل رنځ ککړ شو.

چینی ډېر نارامه شو، دده له نا ارامتیا سره عثمان جان او اکبرجان هم نارامه وو، دوی د چیني نارامي ژړله، د چیني تعریف ورته ملا صاحب هم وکړ، خو دې ظالمانوچینی په ارام پرېنښود.

 پښه یې ورو، ورو  ښه کېده، خو د د وریو پړسوب  یې بله ستونزه شوه.

دلته نو د سپیو طبیبان هم نه وو، خلکو به ویل:

– دا دومره مشر سپی نه دی، ورۍ به یې ژر ښه شي، چینی د وریو له سوځېدو او د غاښونو له درده ډېر کړېده، دومره وکړېده چې نور له غپا هم ولوېده.

څلرویشتمه برخه

اکبرجان چې سهار مهال وختي جمعې ته لاړ، نو له جمعې وړاندې یې ملا صاحب ته د چیني کیسه تېره کړه، ملا د چیني په دې حالت ډېر خپه شو.

– د بې ازاره شي باید سړی ازار وانخلي.

ملا له چیني نه راضي ښکارېده او رضایت یې همدا و چې له غل، غدو نه یې ډېرڅه وژغورل، عثمان جان پاچا هم غاړه تازه کړه، د سپي دا حالت چې یې کتلی وو، نو خپه و.

عثمان جان او اکبرجان دواړه له تاوده جوماته ووتل، چینی ورو، ورو ورپسې ټکېده، عثمان جان د سپي په دې حال سوړ اسوېلی وویست:

– پخوا موږ هم همداسې وو، دا مو ښه نه راتللو، اوس چې ده دومره ځواني موږ ټولو سره کړې، نو دا د ساتنې دی.

چینی خرېده خو نور غړمبېدای نه شو، له کوړنجاري وتی و.

  د خپلې موضوع لپاره دواړه مخ پر چوڼۍ شول، د پېټۍ پوښتنه یې کوله، اکبرجان ورسره ملګری و، دوی نه غوښتل چې چیني پازاب شي، که هر څومره یې وشاړه، خو چیني دې ته جوړ نه شو چې کور ته لاړ شي،  چیني دوی یوازې نه پرېښودل، په زخمي پښه او سوځېدلې خوله چې درد یې ټول بدن نیولی و؛ بیا هم له دوی سره ملګری و.

 چوڼۍ ته ورسېدل، لا سهار وختي و، حاکم نه و راغلی، ډېر خلک راټول وو، چوڼۍ د دعوو او یو پر بل د عریضو کولو ځای و، په سوک او څپېړه، ځمکه، پوله او پټي سره خلک وران وو، خلک وړاندې د لمر سېزلي دېواله پیتاوی ته ناست وو، د حاکم انتظار یې یسته.

حکمراني د ملکانو دېره وه، ددوی د کلي ملک سیدلال لا له وړاندې دلته راغلی و، پر دوی یې چې سترګې ولګېدې، نو ځان یې ناشکه کړ، دوی هم ور باندې غږ وغوږ و نه کړ.

له لږ ځنډ وروسته حاکم او نور کسان را پیدا شول، ملک وار ړومبی کړ، له لږ ځنډ وروسته را ووت، عثمان جان پاچا یې مخکې ودرېد، و یې پوښت، پاچا صاحب ته څنګه راغلی یې، پاچا کیسه ور ته تېره کړه، ملک بېرته حکمران پسې ننوت، ژر را ووت، پاچا ته یې وویل:

ـ پاچا صاحب! ستا خبره مې ور یاده کړه، مرسته درسره کوي.

ملک نور واچول.

عثمان جان پاچا حاکم ته ودرېده:

– صاحبه! غریب سړی یم، دغه یو لېشه اپین مې دې ته ساتلی و چې که چرته یې غم او ښادۍ ته خرڅ کړم.

حاکم سر راپورته کړ، یوه پښه یې په بله واړوله:

– پاچا صاحب! زه ستاسې په غربت پوهېږم، د وطن حال خراب دی، وچکالي ده خو یوه خبره در ته کوم، ګوره اپین هم  بند دی، تاسې ګوره اپین په کورنو کې ساتئ، په دې ښه خبر یاستئ چې بند دی،  خرڅلاو یې هم بند دی، دا خو خراب شی دی، ښه شی نه دی.

عثمان جان پاچا چې د حاکم خبرې واورېدې، وار پار ترې خطا شو:

– نو صاحبه! اوس به څه وشي؟

پاچا پوهېده چې که خبره لږه ورغبرګه کړي، داسې نه چې دی هم کېنوي، حکمت یې همدا وباله چې حاکم په زاریو ځان ته را مات کړي. حاکم پوه شو چې د پاچا لاس لاندی دی، نو ورته یې وویل:

– اوس به داسې کار کېږي چې موږ تا نه بندي کوو، ته شکر وباسه، نور نو ددې خلکو نه اپین را اخلو، خو اپین نه ستا کېږي او نه د دوی، دا به ضبطېږي.

عثمان جان پاچا باندې دا خبره لکه د ټوپک ډز داسې ولګېده، سوړ اسوېلی وویست.

ـ حاکم صاحب! بیا زموږ راتګ دلته د څه لپاره دی؟

– ستاسې راتګ ستاسې په خپله خوښه دی، خو زه نشم کولی چې اپین درکړم، اپین باید ضبط شي، حکومت د اپینو کر  او خرڅلا منع کړي دي.

عثمان جان پاچا پړینګ په ژړا شو:

– زموږ خو ټوله هستي او نېستي همدا اپين وه. حاکم ته په زاریو شو.

ـ حاکم صاحب قربان دې شمه، زموږ دې خوار ژوند ته خو لږ وګوره!

حاکم خپل حاکمیت کاوه، د عاطفې رګونه یې وچ شوي وو، هېڅ ډاډ یې نه ورکاوه، همدا یې ورته ویل:

– خدای مهربان دی، له بلې حلالې لارې دې خدای نصیب وکه، په دې پسې مه ګرځه. زه قانون نه شم ماتولی!

د عثمان جان پاچا پر یو موټي ږیره اوښکو لارې جوړې کړې، هوار رېږدېده.

د حاکم په چیني نظر پرېوت:

– دا سپی د چا دی؟

اکبرجان ور وړاندې شو:

– صاحب! زما دی.

– دا دلته څه کوي؟

– دا خو موږ سره …

حاکم سترګې را وویستې، اکبرجان ته یې وویل:

– دا نجس شیان ځان پسې مه ګرځوئ، څه یې کوئ!؟ بې زبانه شی دی، دا ته اوس وګوره په هغه حال ککړ دی، ځئ وځئ لخیره.

عثمان جان پاچا بیا حاکم ته په زاریو شو:

– صاحبه! واړه واړه بچي مې دي، دا اپین  مې غم و ښادۍ ته ساتلی، ته خو وګوره که کومه چاره وشي.

– چاره یې نه کېږي پاچا صاحب! له ځانه لېوني مه جوړوئ، حکومت دا شیونه منع کړي دي.

چینی حاکم ته وغورېده، ور ته ببر شو، اکبر جان پرې پوه شو چې چینی ور ته کار ګوري، چیني یو دم په حاکم پسې منډه کړه، اکبر جان په لغته وواهه ایسته یې ګوزار کړ، چیني وکړونجېده، خو د حاکم له سترګو یې سترګې نه اوښتې،

حاکم له چیني وېرېده، دوی دواړو ته یې وویل:

ژر ووځئ، بیا ګوره دا نجس را نه ولئ.

دواړو څادرونه څنډ وهل او همداسې له حکمرانۍ راووتل، د چیني په سترګو کې عثمان جان پاچا ته دعا پرته وه، عثمان جان پاچا چیني ته مخ واړوه:

– ما خو ویل چې که چرته مې دا اپين  خرڅ شي نو زه به ستا په دې پرهرونو باندې پټۍ ږدم، په تا به مصرف کوم.

چینی ستمېده، غلی، غلی روان و، دوی د چیني له خاطره هم تېز نه تله، ورو، ورو روان و د پولو مزل و، لار کې څه چورت ورغی:

– ګوره پاچا صاحب!

عثمان جان پاچا یو دم را ویښ شو:

– اکبرجانه! لکه چې کومه لاره دې پیدا کړه؟

– راخه داسې کار وکړو چې د کلي ملکان راټول کړو، دوی ټول به دې حکمرانۍ ته راولو، حکمران سره به خبره وکړي، د دوی خبره کې زور شته.

عثمان جان پاچا دې خبرې سره وغوړېده، ګنې چرتونو راخیستی و، د کلي ملکان هم عجب خلک دي، دا اوس وخت خو ټول پیتاوو ته ناست دي، سپږې او ریچې سره په جنګ اچوي، کار او غریبي نشته او نه کوم بل څه شته، شخې او تازه تازه پګړۍ یې تړلي دي، همدې جرګو ته ناست دي. ایله بل ته کار ګوري.

د کلي د ملکانو بله ده، ښه ژوند یې دی، بس یو نه واخله، په هغه ګوزار وکه، د یوه جرګه وکه، دا یې کار دی، که باد وي، که باران وي، دوی ته یې باید پیدا کړي.

عثمان جان پاچا په سټه ښه و همدا اپين یې دارو وو، کلي ته راغی، جومات کې یې ملا ته خبره وکړه، ملا صاحب هم د حکمران خبره تایید کړه، عثمان جان پاچا ته یې وویل:

– په شریعت کې ددغه بوټي کرنه بنده ده، ته خو یې لا خرڅ او سوداګري ښيي، حکمران د شریعت خبره کړې ده.

– نو ملا صاحب! چاره څه ده؟ زه خو غریب سړی یم، دلته خو دې ټول کلي کې د اپینو یوه لېشه نیمه هر چا سره شته، دا خلک خو ټول په همدې اپینو ګوزاره کوي.

– پوهېږم چې په اپینو ګوزاره کوي، خو د حکمران خبره شرعي خبره ده، دا به ډېره ګرانه وي چې تاته دې هغه اپین در خوشې کړي.

– نو موږ خو یوه چاره لیدلې ده.

اکبرجان د دواړو خبرې پرې کړې:

– ملا صاحب!؟ ما وې دا ملکان د شرعې فیصله هم کوي او نورې فیصلې هم، که دا خلک رامخکې کړو.

د اکبرجان پلار ګلداد هم راورسېده، هغه چې د دوی خبرې واورېدې، که څه هم د ملکۍ یوه نیمه پېښه به یې کوله، خو نور یې له ملکۍ زړه  شین و، اوس یې ملکي پرېښې وه، دوی ټولو دا پرېکړه وکړه چې ملکان به راټول کړي او حکمرانۍ ته به لاړ شي.

چینی د دوی خبرو ته غوږ و، دوی له جوماته ووتل، لاړل او د کلي بر سرته یو تت پیتاوي ته کېناستل، په دې هڅه کې وو چې اوس ملکان څنګه راټول کړي!؟ په دې یې خبره کوله!

دوی په همدې چورت کې وو، د چرتۍ لړ ګلداد پرې کړ، پرې غږ یې وکړ:

ـ داسې وکړه پاچا صاحب! یو دا زموږ د کلي ملک سیدلال او بل هم د بر کلي ملک لال جان ځان سره کړئ، همدا بس دي، خو له ملک سیدلال سره اول مشوره وکړئ.

پنځویشمه برخه

دا داسې زمانه وه چې د یو نیم  کلي کور کې راډیو او ټایپ و،  څوک به چې حج ته لاړل، نو خلکو به ترې ټایپ غوښته، دا وخت د پنجصدو سي او باډي چوبي ټایپونو دوران و. کله به چې څوک پیتاوي ته او په دېره کې د چینارونو او توتانو سیوري ته کښېناستل نو یو نیم شوقي به ټیپ په سینه کېښود او فیتې به یې اورېدلې، په اشرونو کې به هم خلکو ټایپونه غږول، ګلداد خان شوقي سړی و، پنجصدو سي ټیپ یې لاره، ټیپ یې په رنګه رنګه ټوټو کې پوښلی و، شرنګېدلی کمیس یې ور اغوستی و.

 په کلي کې همدی دومره و چې ستونی یې لوند و. په میاشت دوو کې به یې ټیپ ته مسالې (بیټرۍ) اخستې، سرې بيترۍ وې، دا یې ډبل چارچ بللې، لږې ګرانې وې، خو تر نورو یې عمر زیات و، بیټرۍ به چې تتې او کمزورې شوې نو بیا به یې یا لمر او یا هم د نغري خوا کې کېښودلې چې چارج  شي.

خلک دومره شوقیان وو چې ټیپونو ته به یې شرنګېدلی کمیس ګانډه. فیتې به یې په یوه کڅوړه کې اچولې او هغه به یې بیا د کوټې په ستن پورې لوړه را څړولې وه.

دا وخت به خلکو په ټایپونو کې هم پیتې غږولې او هم به یې راډیو پکې اورېده، په راډیو کې د ټنګ ټکور زیاتره سټېشنې پېښورۍ وې، ده به له  پېښور راډیو  نه خبرونه او زړې، زړې سندرې اورېدې.

ګلداد خان خو د ملکۍ یوه لنډه دوره تېره کړې وه، خو زړه یې ترې چاود و، نو اوس  لاس یې ترې اخستی، د ملک نوم هم پرې ښه نه لګي. دی شوقي سړی و، پنجصدو سي ټيپ یې د ملکۍ په وخت اخستی و، شرنګېدلې پاولیدار کمیس یې هم ور ته ګڼدلی و، د فیتو یوه کڅوړه یې لرله، نوې فیته به چې پیدا شوه، ده به حتمي جلال اباد ته پسې ځان رساوه، په جلال اباد کې دا وخت تالاشۍ واټ ته څېرمه  د ملي بانک تر خوا د فیتو پلورلو درې دکانونه وو، د تالاشۍ څلورلارې له خوا لومړنی دکان د شکرالله، دویم د ښایسته ګل او درېم د احمد خان و. دوی به چې نوې فیته له سندرغاړي ثبت  کړه، نو خپله پته به یې هم پکې ویله.

ګلداد خان به بیا ځان پسې رسولی و.

نن سهار هوا توده وه، لمر تېز و، ګلداد د کاله برج تر خوا کړکۍ باندې بهر د اوړي دېرې ته ووت، کټ یې واخست اینځر لاندې یې واچاوه،  بیا په ټیپ پسې کور ته ننوت، بالښت، د فیتو کڅوړه او ټیپ یې درې واړه یې را واخستل. مېرمن یې مستو پرې پام شو، له ځانه سره یې وویل:

سړي خو بیا د فیتو توبرې ته لاس کړ، په زړه اباد دی.

دې کې چینی هم ورپسې ووت. بهر یې ځانته ځای برابر کړ، ډډه یې ووهله، مستو ته یې غږ کړ:

ـ هغه بانجاني چاینه کې خو لږ شین چای را وړه.

ـ مستو له ځانه سره وبنګېده:

ـ دروړم یې، نن دې شوق بیا پارېدلی دی.

چینی ور نه لږ وړاندې کېناست، ده د فیتو کڅوړه را وسپړله، یوه یوه را اخلي، اول یې په څادر پاکوي، بیا یې بېرته په ډېر احتیاط پوښ کې ږدي، د وړوکي غازي فیته یې را واخسته، په څادر یې پاکه کړه، ویل یې:

دا فیته تازه را وتې، دا هلک ښه غږ لري، همدا ښه ده.

فیته یې ور واچوله، اوله سندره یې دا وه

والله که یو خاین ترې خلاص شي په پرده کې

مکتوب راغلی د ملکانو په باره کې

د سندرې شور د چیني غږونه بوڅ کړل، ګلداد خان ور ته وویل:

چینیه! په تا هم لکه چې دا سندره ښه ولګېده؟ مستو په بانجاني چاینکه کې چای را وویست، دا هم دې سندرې واخسته، ویل یې:

ښه ، ښه!! زه اوس پوهه شومه چې تا دا ملکي ولې پرېښوده، تا خو لکه چې دا سندره اورېدلې وه.

ګلداد خان له خیاله یوه پښه په بله واړوله، وښکي یې چینګ کړل، په سر یې لاس راکښه:

ـ وه ظالمې! زه خو ددنیا له حاله ځان خبرومه کنه!!

د سندرې شور د عثمان جان پاچا تر کوره هم ورسېده، هغه په زړه زخمي و، خو دې سندرې له کوره را وویست، ګلداد خان ته راغی.

ګلداد خان ایله یوه پیاله چای څښلی و، د فیتې په مینه کې غرق و.

عثمان جان پاچا یې سر ته ودرېد، دا وخت دملکانو سندره ختمه شوې وه، ګلداد خان په چورت کې و، عثمان پاچا وټوخل،  ګلداد خان ګوري چې عثمان جان پاچا یې سر ته  ولاړ دی. راجګ شو، ویل یې:

ـ  را ځه پاچا کېنه!

ـ ګلداد خانه هغه د ملکانو سندره به بیا را نشي؟

ـ ولې نه، خو کېنه دا مخ او هغه بل مخ چې خلاص شي، بیا له سره سندره راځي.

ـ خو دا سندرې تېرې کړه کنه؟

ـ په تېرولو مسالې کمزورې کېږي.

ـ دوی دې سندرې ته په تمه ناست وو، اکبر جان هم له کومې خوا را پیدا شو.

د دوی له ذوق او شوقه خبر نه و، چیني غږونه څک نیولي، اکبر جان وویل:

ـ ملک سیدالخان سره خبره نه کوو؟

دې خبرې د دواړو په شوق کې لغته ووهله، د عثمان جان پاچا د پګړۍ ولونه سست او خواره واره یې غاړه کې را ولوېدل، شوق یې اوبو یوړ.

شپږ ویشتمه برخه

سیدالخان مست سړی و، کورني چرګان یې په حاکم او ډلې ټپلې  خوړل، سندرغاړي به چې کلي ولس ته چا د ښادۍ لپاره راوستل، نو ملک سیدالخان به بله شپه حتمي پاتې کول، په کلي ولس کې یې نوم و، سندرغاړو به چې دې ځای ته را پېښه وکړه، بې ست وسلا به ملک سیدالخان کره را تلل.

عثمان جان او اکبر جان دواړه د لمر له تودېدو سره سم د ملک سیدالخان په اوجره پل کېښود.

ملک شپه کوم بل ځای کې رڼه کړې وه، بې خوبه ښکارېدده، عثمان جان پاچا ورته خپله  کیسه ورته تېره کړه چې داسې د اپینو پېټۍ را نه غلو یوړه. د ملک له دې خبرې سره وروځې مړاوې شوې، یو دم یې له خولې وختل، نو چا کړې؟

اکبر جان له عثمان جان پاچا مخکې شو:

ـ همدې ته راغلي یو.

ملک سیدالخان ترې خبره وتروړله:

ـ دا خبره دې څنګه وکړه؟

عثمان جان پاچا داسې ګومان وکړ چې ملک په دې غلا خفه شو، وارپار ترې خطا شو، نو ورته یې وویل:

ـ ملک صاحب! موږ دې راغلي یو

دې سره ملک د عثمان جان پاچا په خبرو کې ور وغورځېد

ـ څه ته راغلی یې؟

 ـ دې ته راغلي یو چې که حاکم ته راسره لاړ شې؟!

ـ ولې په ما مو عرض کړی دی؟

ـ نه ملک صاحب په تا ولې عرض وکړو؟ ما ویل چې حاکم ته ووایې غل خوشې نه کړي او موږ ته خپل اپین را وسپاري.

ملک بیا چرتي شو، دا څه اورم، غل نیول شوی.

ـ غل څنګه ونیول شو؟

اکبر جان را مخکې شو:

ـ ملک صاحب غل سپي وپېژانده ، نوره کیسه یې ور ته تېره کړه.

ملک له ځانه سره د سپي ددې کار په باب فکر وکړ :

سپي څنګه غل وپېژانده؟ دا څه اورم؟!

اکبرجان ورته وویل:

ـ دا ته چې څه اورې خبره همداسې ده.

ـ ملک: عجب سپی او غل پېژندل

عثمان جان پاچا ورته وویل:

ـ بس ملک صاحب د سپي چیني نه زما هم دا تمه نه وه، خو …

ملک له حیرانتیا وروسته دوی ته مخ واړاوه:

ـ ګورئ! داسې وکړئ، ددې بې زبانه شي کار باور مه کوئ او مه ځان خلکو سره په بدۍ اړوئ.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

ـ ملک صاحب ! اوس خو موږ غل نیولی او په خپله خوله یې اقرار وکړ چې اپين ما او څو تنو نورو په ګډه غلا کړ.

ملک ورته وویل:

ـ دا څو تنه نور څوک دي؟

اکبر جان: خو دا به ښکاره شي. اوس ته یو کار وکړه چې ته او د بر کلي ملک لال جان که حاکم صاحب ته ورشئ.

ملک زړه نازړه له دوی سره روان شو.

د بر کلي ملک لال جان یې هم له ځانه سره کړ، هغه ته یې دا کیسه په شدومد تېره کړه.

ملک لال جان اریان دریان شو چې سپي څنګه دا توره کړې؟ او غل یې څنګه پیدا کړی؟ چینی وړاندې پروت دی، ستمېږي، ملک لال جان چې د سپي دا حالات ولیدل، افسوس یې وکړ:

– دا چا په دې حال ککړ کړ؟

– پښه خو بپې هماغه ظالم غل زخمي کړه، ډز یې پرې وکړ او خوله یې د جومات یو چڼي خوړینه کړه، سور الو یې ور ګوزار کړی دی او چیني پرې خوله لګولې ده.

ملک لال جان  وغړمبېده، ویې ویل:

– په موږ به څنګه بد حال نه راځي؟ چې موږ ددغه بې ژبي او چې ګټه یې را رسېدلې ده، په دې حال مو ککړ کړ، نو وچکالي به نه راځي!؟ دومره فقر او غریبۍ سره به خلک نه مخ کېږي؟ دا موږ ازار وهلي یو، یو ازار هم ددغه سپي دی.

ښه نو ده څومره ښېګڼه کړې؟ او ته موږ وګوره …

چیني ټولې خبرې اورېدې، اووښته را اووښت، ستمېده، خو د دوی خبرې ورباندې خوږې لګېدې، لکه دده په زخمونو چې یې پټۍ کېښودې، چینی ملک سیدلال ته ور وګوري، ملک ترې مخ اړوي، سم له واره همدا خبره کوي، یاره دا سپی به موږ ټول په لانجه ککړ کړي. دا سپی مه ساتئ؟

عثمان جان پاچا د چیني وفاداري او توره یادوله. ملک سیدلال ته وايي:

– که تاسې نه څه توره وشي او دا اپین له حکمران نه راوباسئ.

دواړو ملکانو ور ته  وویل:

– موږ ددې نورو ملکانو غوندې نه یو چې له چا نه بډې واخلو.

د تاواني کېدو خبره یې دا وه چې ملکانو به نقدې هم غوښتې او تر هغه ځایه یې بېولو هم زور غوښت، یا به دې ورته خره پیدا کوله، یا خر او یا کوم بل څاروی چې دا ملک تر هغه ځای پورې بوځي، دوی خو پلي نه شي تللی.

ملک  لال جان په ګلداد خان غږ وکړ:

راځئ! یو پیاله شین چای وڅښو، بیا به سره مصلحت وکړو چې څه وخت حاکم ته لاړ شوو.

لال جان هم ښه مست ملک و، ده هم په کور کې ټیپ لاره، د ګلداد خان غوندې شوقي و، ده هم یوه نوې فیته پیدا کړې وه، په عثمان جان یې غږ وکړ:

– ته ودرې دا بالتۍ را واخلم،  دا یوه سندره درباندې اورم.

سیدلال ورته وویل:

– دا د چا ده؟

– دا یو نوی پیدا شوی دی، ایتکی غوندې دی، سېتار او منګي سره یې سندرې ویلي.

– څوک دی؟

– شېفته مل.

شېفته مل یې په شېخکمل بدل که، پیته یې ور واچوله، هماغه ځای یې را واړوه چې:

ولاکه یو خاین ترې پټ شي په پرده کې

مکتوب راغلی، د ملکانو په باره کې

 سیدلال ملک خاندي، وایي:

– دغه دی، زموږ په باره کې خو مکتبوب راغلی، موږ یې خاینین کړو، نو څنګه به تا سره ځو!؟

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ته دا زما کار وکه، ګنې خبره یې ډېره پخه کړې.

دواړو سره ښې ټوکې ټکالې وکړې، دا سندره په ټول کلي کې مشهوره شوې وه.

له عثمان جان پاچا سره خبره غوټه شوه چې سبا به دوی په ګډه حکمرانۍ ته ځي.

اوویشتمه برخه

د ملکانو زور او دباب و، بله یې وه، که باد و که باران و؛ د دوی نوړۍ غوړه وه، کلي کې خو یوه ټپه هم ګډه وه چې:

کاشکې چې زه د ملک لور وای

ما به پرتوګ د کوناټو په سر تاړنه

څنګه به یې نه تاړه!؟ په اسانۍ ورته غوړه ډوډۍ پیدا کېږي، د کلي خان او کلي ملک ته خو سترګې ور اوړي.

عثمان جان پاچا د کلی ملک سیدلال باندې فکر کاوه چې څنګه دی او بل کس سهار وختي چوڼۍ ته مخکې کړي، سیدلال  خو ورسره ژمنه کړې وه چې زه به یم او  ملک لال جان …

لا خلک له کورونو نه وو راوتي، نغري تازه  بل شوی وو، لوګی په دریمڅه کې د اسمان شنو ته خوت، لا لمر تود شوی نه و، عثمان جان پاچا په دیستار پورته شو، غږ یې وکړ:

– وا اکبرجانه، وا اکبرجانه!!! څو غږونه یې پرلپسې وکړل، خو دا داسې خټینې کوټې وې چې ایله یې یوه وړه دریمڅه او وړه کړکۍ لرله،  ددې وخت کوټو نورې اشدارې نه لرلې.

اکبرجان تازه یوه پیاله له ګوړې او جواري سره تمامه کړې وه، دویمه یې په شوق ډکه کړه، ستنې ته یې ډډه ووهله، پلار یې هم ستونی تازه کړ، هغه لا دوه درې پیالې څښلې وې،  مستو د سپي په حال خپه وه، ګلداد خان به همدا یوه خبره کوله:

– دا عجبه مسلمانان دي، ښه ددې بې زبانه سره یې هم کار وي، چاته یې تاوان رسي؟ ته وګوره …

چینی د کوټې په وره کې پروت و، مړاوي، مړاوي یې راکتل، له دست نه غورځېدلی و، بې دست و ناتوانه  و، عثمان جان له ځان سره وویل:

– لکه چې غږ مې نه اوري که څنګه!؟

یو دوه درې تیږې یې را خطا کړې، غږ یې وکړ، یوه تیږه نېغه راغله او د کوټې تمبه یې وویشته،  مستو وارخطا ورپاڅېده، ګوري چې عثمان جان پاچا به دیستار سر راښکاره کړی، ورته وایي:

– ډېرې چغې مې وکړې، خو تاسې لکه چې زما چغې نه اورېدې!؟ مجبور شوم چې تیږه در خطا کړم، اکبرجان ته ووایه چې راووخه کنه.

اکبرجان دویمه پیاله هم تشه کړه،  مستو راغله او د عثمان جان پاچا خبره یې ورته وکړه، اکبرجان وویل:

– دا په دې شنه سهار بیا څه کوي؟

ور ښکاره شو:

– ها پاچا صاحب!

– راځه کنه، راووځه زوروره!

– ته ودرې، یو دوه پیالې چای وڅښم، لا خو ډېر وختي دی.

د عثمان جان پاچا خو زړه طاقت نه کاوه، د اپینو پېټۍ را اخستی و، څه هستي او نېستي چې وه، هغه ترې تللې وه، خوب چېرته و؟؟

– اکبرجانه! وختي چې لاړ شو، ښه دی، دا حاکم به په اول سهار کې وګورو، ملک سیدلال  او لال جان  ملک به دواړه ورسره خبرې وکړي.

– ښه، ته داسې کار وکه چې زه به یو دوې پیالې چای وڅښم، پګړۍ به راواخلم، واسکټ ماسکټ  به واغوندم، په څادر به ګوتې ووهم، د کلي لویې تمبې ته راووځه، ملک ته هم غږ وکه، زه دروځم.

دی راغی، په چاینکه کې ایله یوه پیاله چای پاتې و، دا وروستبال و، ګلداد خان د چاینکې وروستی چای چا ته نه ورکاوه، خو زوی یې چوڼۍ ته تللو، نو وروستۍ پیاله یې پرې ولورېده، ورته ویې ویل:

– د چاینکې خو همدا وروستۍ پیاله وي، دا وڅښه، تود به شې، دا بېل خوند لري.

اکبرجان چې وروستۍ پیاله یې شړپوله، یو بېل خوند او کیف یې ترې اخیست، چینی دې ته منتظر دی چې واسکټ ته لاس کړي او دی هم را نېغ شي او د تګ لپاره ځان برابر کړي، اکبرجان د کوټې برې ستن ته لاړ او خپل راځوړند واسکت یې په تن کړ، څادر یې واخیست، پګړۍ یې ول، ول له سره تاوه کړه، ګلداد خان ورته وویل:

– دا مشدۍ پګړۍ ده، ګوره دادې له سره څوک وانخلي، ددې وخت خلک تاته معلوم نه دي!؟ په بل چا یې هېڅ ښه شی نه وي پېرزو، داسې نه چې لاس در واچوي او دا مشدۍ پګړۍ درنه واخلي.

مستو ورته وویل:

– ځه چینی ورسره دی، نامخدا دومره بیداره دی، څوک به پورته هم ورته و نه ګوري.

اکبرجان چې وتلو نو چینی ترې مخکې شو، ګلداد خان ورته وویل:

– دا چینی مه بیایه.

خو چیني چې دا خبره واورېده نو له اکبرجان نه وړاندې لاړ او له هغه  مخکې له کوره ووت.

د کلي په وره کې عثمان جان پاچا په تمه دی، اکبرجان ور ووت، چینی ترې وړاندې ودرېده، عثمان جان پاچا غږ کړ:

– ملک سیدلال ته مې څو ځل ور وټکاوه، زړه یې نه کېږي که څنګه؟

– راځه چې بیا یې ور وټکوو.

ور یې وټکاوه، غږ یې هم ور وشاړه خو ملک لکه چې نه اورېده، خو ښه ډېر دلته ودرېدل، کله غږ کوي او کله ور ټکوي، اخره کې ملک لوڅ سر وره ته راووت، پر چیني یې سترګې ولګېدې، خوند یې ور نه کړ، پرونۍ ژمنه هم ترې هېره شوه، وار پار ترې خطا شو، ورته ویې ویل:

– خدای دې خیر کړي.

عثمان جان پاچا دده له خبرې سره جوخت ورته وویل:

– پرون مو یوه خبره کړې وه کنه ملک صاحب!

– د څه شي؟

– حکمرانۍ ته د تګ …

– ښه، تاسې همدلته ودرېږئ، زه دا پګړۍ مګړۍ را اخلم، وځو به …

چیني هم ملک ته وران وران کتل.

ملک ټکنی ښکاره کېده، ځنډ یې هم وکه، خو دوی ورته منتظر وو، خیر د دنیا شرم او پرونۍ ژمنه وه، ور ووت، ملک صاحب عثمان جان پاچا ته وایي:

– زما خو ډېر کارونه وي، چوڼۍ ته تګ هم یو غضب د خدای دی، ځه پاچا صاحب! درسره لاړ به شم.

احسان هم کوي او ټکنی کېږي هم، پاچا صاحب جیب ته یې لاس کړ، یو پیڅاڼی ګوړه ورسره وه، دا یې ورته ونیوه، ملک دا پیڅاڼی واخیست، خوله ته یې واچاوه، عثمان جان پاچا ته یې وویل:

– دغسې پاچا صاحب! دا خوله خوږول ښه دي، په خوږه خوله خبرې هم خوند کوي، خو دا سپی نجس څه کوئ؟ دا پرېږدئ.

اکبرجان خو له دوی نه کشر و، هغه ورته وویل:

– ملک صاحب! د ملک خوله چې خوږه نه شي، هغه پل هم نه اخلي.

– دغسې د ګلدادخان زویه، ته ایله په دې رمز باندې پوه یې، خو دا چینی مینی دې ورک کړه؟

– چینی خو زما انډیوال دی.

– لېرې که، دا نجس دی.

چینی برګ شو، اکبرجان ورته سترګې برګې کړې، چینی یې غلی که، ملک چې د چیني څېره ولیده نو نور هم ټکنی، ټکنی کېده، د چیني څېره پرې ښه نه لګېده، همدا یوه خبره یې کوله:

– دا نجس شی دی، دا څه کوئ چې له ځان سره یې نېغ ګرځوئ، دا له کوره ورک کړئ.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ملک صاحب! ما هم دا خبره کوله، خو چې ددې چیني توره مې ولیده، نو اوس په خپلې خبرې پښېمانه یم.

ملک وارخطا شو.

– د څه شي توره؟

– دا غل خو اصلاً همده  معلوم که.

د ملک غونی ځیګ او رنګ یې وتښتېده:

– غل او سپی او بیا د غل معلومول، دا تاسو څه په ګډو وډو سر یاستئ؟

چیني یو دوه چغې وکړې، ملک وارخطا شو، امسا یې پسې راواخیسته، اکبرجان ورته وویل:

– ملک صاحب! امسا ورته نېغه نېغه مه کوه، دا څوک نه خوري او نه په چا برید کوي، خو چې څوک یې پازاب کړي او یا غلا وکړي او کوم غل غدو وي، دا یې پېژني او ورته غورېږي.

ملک د سپي په غورېدو او د اکبرجان او عثمان جان پاچا په خبرو چرتي شو، خیر، چورت چورت کې روان دي، د ملک لال جان کلي ته ورسېدل، هغه ته یې غږ وکړ، له ځان سره یې ملګری کړ، د چیني طبع ملک ته خرابه ده او د ملک طبع سپي ته، دواړه یو سره چاړه غوښه  دي.

چوڼۍ ته ورسېدل، چینی دباندې ودرېد، حاکم لا نه دی راغلی، نور خلک هم ورته ولاړ دي، د ملکانو خو بیا لږ قدر و عزت هم وي، یوه شېبه ودرېدل، چینی له ورایه ملک ته ګوري، په ملک د چیني څېره ښه نه لګېږي، خیر، د ملک سیدلال د چرتونو لړ وشلېده او حکمران راغی، دواړه ملکان ور پاڅېدل، ستړي مشي، خواره مشي وشوه، حاکم ورته وویل:

– ملکه! بیا دې څه جنجال راوړی دی؟

سیدلال لږ ور وړاندې شو، چینی هم یو دوه غپه وکړل، حاکم اکبرجان ته مخ واړوه:

– دا سپی دې بیا راوړی؟ تاته ما نه وو ویلي چې دا نجس شی بیا مه راوله؟

د چیني طبعه حاکم او ملک دواړو ته خټه شوه، اکبرجان ګوزار وکړ، چینی غلی شو، حاکم په ملک سیدلال غږ وکړ:

– وایه!

ملک نه خبره ترتړۍ شوه، ژبه یې بنده، بنده کېده، حاکم هم چرتي شو، په بل ځای کې یې چورت ونښت.

عثمان جان پاچا ور غږ کړل:

– حاکم صاحب! هغه زموږ د اپینو موضوع وه، هغه پېټۍ …

– نو د هغې غل خو موږ نیولی.

– نو څنګه به شي؟

– نو څنګه به شي؟ اپین خو ستا نه کېږي، اپين خو بند دی.

ملک سیدلال ته یې تر سترګو لاندې وکتل، ملک ورته وویل:

– حاکم صاحب! عثمان جان پاچا ډېر ښه ځوان دی، ښه سړی دی، دا ټول خلک همدې اپينو ته ناست دي، اپین خرڅ که، چای او ګوړه پرې واخله، که دا ترې تاسې واخلئ…

حاکم ملک ته وویل:

– وه ملک صاحب! دا ته څه ډول خبرې کوې؟ موږ چېرته اخیستی؟

عثمان جان پاچا نه خبره خینجاړېده.

– نه تا خو نه دی اخیستی خو غل خو مو نیولی.

د غله خبرې سره حاکم د سیدلال سترګو ته وکتل، ملک هم بېرته ټکنی شو، ورته ویې ویل:

– اوس نو یوه چاره وکه حاکم صاحب! دا سړی ډېر غریب سړی دی.

حاکم سر وخوځاوه، ویې ویل:

– چاره یې کېږي، خو په دې چار به د ډېرو چاره هم وشي.

ملک غلی شو، حاکم او ملک دواړو یو بل ته تر سترګو لاندې کتل، عثمان جان پاچا ساړه ساړه اسویلي ویستل.

حاکم غږ وکړ:

 – زه او ملک سره غږېږو، راځه ملکه، زه او ته دې بله کوټه کې یوه خبره کوو، یوه بله خبره ده.

د بلې خبرې لپاره  دواړه بلې کوتې ته ننوتل، دباندې خلک منتظر دي چې دوی به څه وخت راوځي؟ شېبه وروسته راووتل، دواړه تر وتازه ښکارېدل، حاکم غږ وکړ:

– ځه نو ملکه! دا انډیوال دې نور پوه که.

ملک لال جان ورته وویل:

– خبره څنګه شوه؟

حکمران ورته وویل:

 – ملکه! چې ته او سیدلال راغلي یاستئ، یوه خبره به جوړه شي، ما ملک سره خبره وکړه، ځئ دخیره، یوه چاره به کوو.

ټول راووتل او بېرته مخ په کلي شول، په لاره کې بیا چینی ملک سیدلال ته وران، وران ګوري، ملک اکبرجان ته وایي:

– ددې چیني څېره دې راباندې ښه نه لګېږي، نجس دی.

خو عثمان جان پاچا د سپي تعریف کوي او دا ورته وایي:

– ملکه! وروستۍ خبره خو دې ونه کړه کنه.

– زوروره! وروستۍ خبره کېږي، لږ وخت غواړي، تاسې هم داسې تاوده مه خورئ، ما له حاکم صاحب سره خبره کړې ده، یو څه به وشي.

د حاکم له نوم سره چیني وغپل او ملک سیدلال باندې یې سترګې برګې کړې، اکبرجان په چیني ګوزار وکړ، چینی غلی شو، خو د ملک سیدلال له څېرې یې سترګې نه اووښتې.

اته ویشتمه برخه

د لوی اختر ورځې شپې را نږدې وې، کلیوال به د حکمرانۍ بازار ته تلل او هلته به یې د اختر لپاره څه ټکه پوکه اخیسته، عثمان جان پاچا کره هېڅ نه وو، داکبرجان ژوند هم دومره ښه نه و خو بیا یې هم یو پسه لاره، ویل یې:

– دا یې اختري ته ساتلی.

عثمان جان پاچا دا ځل د اخترۍ نه و، نه پرې شپه معلومه وه او نه ورځ، خپلې ښځې ګل صنمې ته یې د تېرې ورځې کیسه وکړه چې:

– حکمران راته اپين نه راکاوه، خو ملکان مې پسې ور وستل، ویل یې چې دا نور غله پیدا کړي نو اپین به مو را کړي، بیا به ګورو چې اپین څنګه کړو، غل بندي دی، لاس تړلی پروت دی.

د ګل صنمې په مخ کې یو څه ساه پیدا شوه :

– تا لیدلی؟

– نو خو و یې نیوه.

– نه له هغه وروسته دې بیا ولیده؟

– نه له هغې وروسته خو ما نه دی لیدلی خو کوټه کې یې اچولی دی.

– په کوټه به څه وشي؟!

دوی په دې خبرو کې بوخت وو چې ور وټکېده، عثمان جان پاچا اوتر، اوتر ور ووت، ګوري چې ملک سیدلال وره کې ولاړ دی، ورته وایي:

– لاړ به شو، حکمران به بیا هم وګورو، څه ټکه پوکه سودا به هم واخلو.

عثمان جان پاچا سره یوه ټکه نه وه چې دی پرې خپله چاره خړوب کړي، نو په څه به ټکه پوکه واخلي!؟

خیر، پاچا صاحب ملک ته وویل:

– ته د کلي وره کې ودرېږه، زه در وځم.

عثمان جان پاچا اکبرجان ته غږ وکړ او له ځان سره یې بیا ملګری کړ، اکبرجان ته وایي:

– دا چینی چې څنګه ملک وګوري، وغاپي؟ حکمران ته یې هم وغپل.

اکبرجان ورته وایي:

– چیني کې خو کمال شته خو نه پوهېږم چې دې ملک او حمکران پسې یې ولې غپل؟

عثمان جان پاچا دا خبره پرېښوده:

– ګوره اکبرجانه! ملک او حکمران دواړه کوټې ته شول، شېبه نه وو، بیا ژر راووتل، دلته له مانه ښځې هم پوښتنه وکړه چې غل چرته دی؟ اکبرجان هم چورتي شو، ورته ویې ویل:

– غل به حتمي په کومه کوټه کې لاس تړلی پروت وي، بندي به وي.

عثمان جان پاچا د ګل صنمې په خبره شکي و چې دا څنګه دواړه یو ځل ننوتل، بیا بېرته چې راووتل، هم یې داسې د ډاډ خبره ونکړه.

اکبر جان راووت، بیا ورسره چینی دی، ملک چې چینی ولیده، نو اکبرجان ته یې وویل:

– ته که نه ځې، هم مه ځه، زه له ده سره یم.

اکبرجان او عثمان جان پاچا دواړو یو بل ته سره وکتل، په ملک چینی ښه نه لګېده او چینی غورېده هم، اکبر جان بې له چیني چېرته نه تلو، سپي هم اکبرجان ځانته نه پرېښوده، اکبرجان د ملک په رنځ پوه شو چې چینی وشړي، خو چیني چېرته له اکبرجانه ښورېده!؟

اکبرجان پاتې شو، دوی مخ پر چونۍ وخوځېدل، په لار کې ورته وایي:

–  پاچا صاحب څه ټکه پوکه خو به درسره وي که نه چې …

– څنګه ټکه پوکه؟

– لږه لږه مېوه واخلو.

– پاچا صاحب! پور به وکړو، دوکانداران ښه دي، کوم کلیوال به پیدا کړو، هغه به راسره پور وکړي.

ملک ډاډه شو چې که خیر وي، ځه یو څه به وشي، بیا یې دا خبره پرېښوده، د چیني کیسه یې راواچوله، ګوره عثمان جان پاچا دې سپي څنګه غل معلوم که؟

عثمان جان پاچا ټوله کیسه ورته تېره کړه.

– نو بیا دا خو ډېر خطرناک سپی دی.

– هو، غلو له ملا صاحب نه غلا وکړه، بیا له جومات نه یې  د ملا صاحب څپلۍ تښتوله چې چیني پسې ټوپ کړل. ددې چیني له برکته غله وتښتېدل، خو زما چاره غلو وکړه نو …

ملک د عثمان جان پاچا په خبرو کې ور ولوېد:

– ستا کور یې څنګه وواهه؟

– زما کور یې څنګه وواهه خو یوه پخوانۍ پېټۍ وه، دا یې رااخستې وه.

ملک، پاچا بلې خبرې ته پرې نښود، ویې پوښته.

– اپین پکې و؟

– هو، زوړ اپین پکې و، یوازې زما نه و، د نورو خلکو هم راسره و.

– نو دا یې څنګه درنه یووړ؟

– نو چې داسې پوهېدای، ولې به یې رانه وړ؟

ملک دا خبره پرې کړه، بېرته یې د چیني پوښتنه وکړه:

– نو د چیني څنګه؟

– د چیني خبره خو مې درته وکړه نو، خو چینی غل پېژني.

ملک اريان دریان شو:

– غل څنګه پېژني؟

– هغه ورځ د ملا صاحب څپلۍ یو سړي غلا کړې وې، ته پوهېږې، په هغه سړي پسې و، څو چې یې څپلۍ پرې وغورځوله، اوس ملا صاحب هم د چیني په باب څه نه وایي.

– کښېنئ، دا هسې چټي چټي خبرې مکوئ، نجس شی یې رامخکې کړی دی، دا نور مه راوله.

 عثمان جان پاچا هم دې خبرو سره حق حیران شو چې اوس اکبرجان سره څنګه انډیوالي پرېږدي؟ اکبرجان خو ورسره توره کړې، مېړانه یې کړې.

په همدې خبرو کې وو چې چوڼۍ ته ورسېدل، دوی ړومبی لاړل چې حکمران وګوري، حکمران راغلی و، له ورایه یې په عثمان جان پاچا او ملک  غږ وکړ:

– ښه دی نن خو مو هغه نجس نه دی راوستی، دا سپي مه ګرځوئ، تاسې خو لوی، لوی خلک یاستئ.

عثمان جان پاچا ور ته وویل:

– هغه خو زما د انډیوال دی، هغه چیني خو موږ سره ډېره ښېګڼه کړې، توره یې کړې.

حکمران ورته حیران شو:

– ولې دا غل چا ونیوه؟

– کښېنه، غل خو زموږ خلکو نیولی دی.

– نو غل خو همده پیدا که.

– ته څه پوهېږې چې هغه غلا کړې ده؟

 عثمان جان پاچا له ځان سره چرتي شو چې دا څه اوري؟

– وا حکمران صاحب! نو خو غل درته اقرار وکړ.

– غل د څه شي اقرار کړی؟

– د اپینو …

حکمران ورته وویل:

– د سپي په خوله څوک غل کېدای نه شي.

عثمان جان پاچا دې خبرې سره چرتي شو، ورته ویې ویل:

– حاکم صاحب!؟ دا نن څه اورم؟ نو سپي خو غل ونیوه او تاسې ته یې اقرار وکه چې دا غلا دده ملګرو کړې ده.

حاکم په ملک  غږ وکړ:

– ملکه!؟ ستا کلیوال هم عجب خلک دي، دا اوس وګوره.

ملک په  عثمان جان پاچا غږ وکړ:

– ملکه! د سپي خبره پرېږده، موږ به ددې غم وخورو چې دا غل څنګه پیدا شي؟

عثمان جان پاچا غریب سړی و، دې خبرې سره یې سا واخیسته، ورته ویې ویل:

– خو زما هم خپله پېټۍ پکار ده.

ملک او حکمران دواړه له پاچا نه وړاندې سره وپسېدل، عثمان جان پاچا د دوی خبرې وانه ورېدې، ملک راغی، ورته ویې ویل:

– له حکمران سره مې خبره جوړه کړه، یو نیم شی  لګېږي.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

ـ لکه څه شی؟

ملک دپګړۍ په ولونو ګوتې ووهلې، غاړه یې ووهله:

ـ خدای دې خیر کړي.

ـ امین

عثمان جان پاچا اوبو را اخستی و، دا یې غنیمت ګاڼه چې یو څه په لاس ورشي، نو ورته خوږ شو:

– چې هر شی لګېږي، مسخد چې یو څه اپین خو زما ګوتو ته راشي.

دا څه شی لګېږي او نه لګېږي، دا په رمازه کې خبرې وې چې د دوی تر منځ کېدې، خو دا یې شرط ورباندې کېښود چې نور به دا سپی نه راولي.

 عثمان جان پاچا  اړ دی، د دوی هره خبره باید ومني، ورته وایي:

– زما خو اپين پکار دی، زه سپی څه کوم؟ خو همدومره ده چې سپي توره کړې ده.

ملک ور غږ کړ:

– توره موره پرېږده، توره نوره مه یادوه.

عثمان جان پاچا په حاکم  غږ وکړ:

– حاکم صاحب! اوس غل څنګه دی؟

حاکم صاحب وویل:

– له غل سره ستا کار نه شته، غل سره موږ خپله خبره کوو، څه به وشي.

 عثمان جان پاچا یې له کوټې بهر کړ، حاکم او ملک دواړه سره وپسېدل، په پساري یې یو بل پوه کړل.

حاکم د ملک سترګو ته وکتل، حاکم ور ته وویل:

–  پدې کې دوه درې کسان شریک دي.

دا چې دا دوه درې کسان به نور څوک وي؟ او څنګه یې پیدا کوي؟

عثمان جان پاچا یې را وغوښت، ور ته یې وویل:

ـ زه او ملک هڅه کوو چې ستا مشکل شي.

عثمان جان پاچا ور ته وویل:

– حاکم صاحب! اپین چرته دی؟

– پاچا صاحب پيدا به شي.

پاچا ور خوږ شو، بس… نوره خبره یې له خولې نه وتله.

ملک ور وړاندې شو:

–  بس حاکم صاحب ستا خواري او زحمت بې ځایه نه ځي.

عثمان جان پاچا را وړاندې شو، حاکم ورته وویل:

– داسې وکه چې، ډېرو کیسو پسې به نه ګرځو، د هر چا واړه واړه بچي دي، بس ته هم په خپل ځان ګوتې متې وهه!

عثمان جان پاچا حاکم  ته وویل:

– غل لیدلی شم؟

حاکم وویل:

– غل پرېږده.

– ولې؟

– بیا خبره ډېره غټېږي.

عثمان جان پاچا  دې خبرې سره چورتي شو:

– نو غل څه شو؟

– د غل خبره پرېږده، د غل به هم یوه چاره وکړو .

حاکم ملک بلې کوټې ته کړ او پر دې یې پوه کړ چې عثمان جان پاچا دې ته برابر کړي چې لږ خوږ شي.

ملک د حاکم له کوټې را ووت، خو خبره لا ګنجوړۍ ده، سپینه نه شوه، ملک عثمان جان پاچا په دې ورو، ورو پوهاوه چې حاکم ته باید یو څه برخه ورکړل شي، عثمان جان پاچا ویل:

– ته ما ته دا اپين را ژوندی کړه، بیا زه پوهېږم او کار مې، حاکم خو هم څه مار نه دی چې خاورې وخوري، ددنیا او ګټې وټې خبرې دي.

ملک ورته وویل:

– د اپين را ژوندي کول خو څه ساده خبره نه ده، حکومت سره د چا زور برابر دی!؟ نه دې دي اورېدلي چې د سرکار د کچرو شاته به نه ځې، د حکومت له زوره دې خدای ساته.

له دې ځایه بازار ته لاړل، په پور یې یو پنډ پتاسې او مېوه حاکم او ملک دواړو ته  واخیسته، همداسې په چورتونو، چورتونو کې له بازاره را ووتل.

نهه ویشتمه برخه

ملک سیدلال خو د کلي مست او وتلی ملک و، په زړه بیداره او ویښ سړی و، کلي کې ګډه شوه چې ملک سیدلال رنځور دی، عثمان جان پاچا خو به د خپل کار لپاره هم د ملک وره ته ډېر ورتللو، خو د ملک هغه شیمه نه وه.

ملک ملا صاحب چې کله د ملک پوښتنې ته لاړ نو ده یې سم له واره   د اکبرجان د چیني له لاسه شکایت وکړ:

– ملا صاحب! دا سپی ډېر کوړنجېږي، کوړنجاری یې ښه نه لګي، سترګې یې را ته ښه نه برېښي،  بل د سپي ساتل ښه کار نه دی، دا خو نجس شی دی، دا باید له دې کلي  ورک شي.

ملا د شرعې له مخې د سپي ساتل ناروا ګڼل، له دې وړاندې یې څو ځل دا شکایت کړی و چې تاسې دا سپي مه ساتئ خو چې سپي دده څپلۍ له غله وژغورلې نو بیا یې ډېره خوله نه جوړېده، هلته د طالب شکایت هم و ځکه هغه یې هم یو خل دوه ځله له پاینڅې نیولی و، خو هغه سور الو ور اچولی و، ورۍ یې ور ته سوزولې وې.

له چیني سره ظلم کېده خو چیني له چا سره ظلم نه کاوه، چینی یوازې اکبرجان او ګلداد ته نه، کلي ته ډېر وفاداره و، خو  ملک سید لال ته یې څېره ښه نه برېښېده، ملا صاحب یې دې ته جوړ کړ چې اکبر جان سپي نور له کلي وشړي.

ملا له ملک سره ناسته ولاړه لرله، وخت نا وخت به یې پرې پام هم کاوه، پر ملا یې دا خبره بیا را غبرګه کړله چې سپی نجس دی او له کلي نه باید وشړل شي، ملا هم دوه لارې کې ولاړ و، د سپي وفاداري، د ملک شکایت او غوښتنه.

ملا  اکبرجان ته یې دا خبره ورسوله، اکبرجان ورته وویل:

– موږ به له دې کلي نه لاړ شو، خو چینی نه شړم.

د اکبرجان ټینګ هوډ او د ملک د سپي په ورکولو ټینګار، د دوی دواړو تر منځ فضا خړه پړه کړه.

ملک دې ته کېناست چې چینی څنګه په پټه ورک یا یې مردار کړي؟

د سپي  مردارولو په سوچ کې شو، خو اکبرجان په خپل چیني ډېر پام کاوه، دا ګرانه وه چې چینی دې څوک مردار کړي او چیني هم دې خلکو ته تن نه ورکاوه.

 ملک باندې چینی ښه نه لګېده، کور و کلي کې یې هم یو نیم ځوان په دې خبره پوی کړ چې چینی ترېنه څنګه ورک کړي!؟ د ورکولو چل یې هم نه ورتللو، خو هلته د یو زنده سري وژل او مردارول هم یوه فتوا غوښته، ملا صاحب دې فتوې ته هم برابر نه و، ښه نه ورکول کېږي او نه چینی د ملک نه لاس اخلي، حکمران هم ورته په پسپساري کې دا خبره کړې وه چې دا چینی ورک کړئ، دا نجس شی به ګوره ټول وطن په جنګ واچوي.

د اکبرجان زړه په چیني نه کېده،  عثمان جان پاچا به ویل:

– تاسې زما اپين پیدا کړئ، له چیني سره مو څه کار دی؟

 خبره له اپين نه ورو، ورو د چیني شړلو او مردارولو ته راووته.

اکبرجان به ویل:

– د چیني ګناه څه ده؟ خو غپلي یې دي، ملک خو یې نه له پایڅې نه نیولی او نه یې بد ور رسولي دي، ولې ملک د چیني په ورکولو پسې راخیستې ده؟

ملک له چیني نه کرارېده، یوازې ملک نه، د حکمران خبره هم همدومره درنه وه.

ملک د کلي ملا ته د حکمران خبره هم وکړه چې:

ګورئ! حکومت سره ټینګېدل نه دي پکار، حکمران وایي:

– دا نجس شی ورک کړئ.

ملا ورته وایي:

– مانه خو یې نور د ورکولو چل نه راځي، اکبرجان په سپي ټینګ ولاړ دی او زه که رښتیا ووایم چیني له ما سره مېړانه کړې، د چیني مېړانه څنګه هېره کړم؟

دا به سپی وي، نجس به وي، خو میړانه یې کړې، مېړانې خو یې عثمان جان پاچا هم اخیستی، دده میړانه وه چې غل یې ونیوه، نو اوس دا دچیني کیسه ولې دومره توده شوه؟

چیني به د دوی خبرو، دده د شړلو او مردارولو په باب پرېکړې ته هم سوچ کاوه، تر غوږونو به یې همدا خبرې تلې راتلې.

 چیني به چې په کلي کې د ملک نوم  واورېده او یا به یې ولیده نو په غپاري به یې شروع وکړه، خو ملک به همدا یوه خبره کوله:

– دا سپی به موږ ټول له دې وطنه او کلي ورک کړي.

اکبرجان او ګلداد خان د سپي ورکېدل نه غوښتل، مستو به ویل:

– دې چیني له موږ سره ډېره وفاداري کړې، همدا و چې له غل، غدو یې وساتلو، نو سپي سره د ملک څه کار دی!؟ خو ملک په سپي پسې راخیستې،  په سترګو یې بد لګي. څه لاره چاره ګوري چې له سترګو یې پناه کړي.

دېرشتمه برخه

د پسرلي غنمو ته لا وخت پاتې و، بختور کور به هغه و چې تر غنم لوه یې په کور کې یوه لپه غنم پاتې وو او غلمینه به یې خوړه، جوار  ښه وو، لږه څه پیدا کېده، د جوارو پور به هم کېده خو غنم د مرغۍ پۍ وو.

ګلداد خان کره ایله لس پنځلس کولپي  اوړه پاتې وو، مستو سختي کوله، خو ګلداد خان به ویل: خدای مهربانه دی چې وي خورو به یې چې بیا نه وي،  ناست به یو.

مستو کاږه ور وکتل: ته یې څه کی؟ سختي خو بیا په ما تېرېږي، کلي کې ګرد اوړه چا کره نشته چې بیا پور ترې وکړو، هر سړی خپلو خولو کې ډوب دی.

 مستو جګه شوه او په تور دیکچي کې یې  لېټۍ یې باندې کړه. ګلداد او اکبرجان د کوټې ستنو ته په زاړه لېمڅي  ډډه وهلې، ګلداد یوه پښه په بله واړوله، په سر یې لاس تېر کړ، اکبرجان نه یې پوښتنه وکړه:

– د عثمان جان پاچا د اپینو پېټۍ څنګه شوه؟

اکبرجان پښې راټولې کړې، پلتۍ یې ووهله، پلار ته یې مخ واړوه:

– عثمان جان پاچا اوس پرېږده، ملک سیدلال  اوس زموږ په چیني پسې راخیستې.

د ډیوې رڼا ورو، ورو تته شوه، ډیوه یې په خپل لاس داسې جوړه کړې وه چې په یو واړه بوتل کې یې پلته اچولې وه، سر یې ورته سوری کړی و.  نانزړه یې په کې اچولي وو، نانزړو ډېر بد بوی لاره،  ډیوې سلګۍ وهلې، مستو جګه شوه چې  په بوتل کې که نانزړه پاتې وي، هغه په ډیوه کې واچوي.

ګلداد اکبرجان ته وویل:

– غږېږه کنه، خبره لکه چې درنه هېره شوه؟

اکبرجان د رڼا په تمه دی، خو پلار یې ورته وویل:

– زویه! خبرې په تیاره کې هم کېږي، وایه راته، په تیاره کې لا ښه وي، خبرو ته دې پام وي، له خبرو سره رڼا راځي، که ته ونه غږېږې، نو  رڼا هم نشته، ټوله رڼا په خبرو کې ده.

اکبرجان بیا خپله خبره راواخیسته:

– پلاره! زه نه پوهېږم چې دې ملک ولې زموږ په چیني پسې راخیستې ده؟

ګلداد اریان دریان شو، زړه کې ور تېر شول چې:

– ملک څنګه چیني پسې راخیستې؟ د ملک یې له چیني سره څه!؟

چیني غوږونه څنډ وهل، وړاندې غلی پروت و، دې خبرې سره راویښ شو، غوږونه یې څنډ وهل، اکبرجان د سپي سیوري ته وکتل، په پلار یې غږ وکړ:

– پلاره! په پورې دېوال د چیني سیوری ګورې؟

– د چیني سیوری څه کوې؟

– ته یې یو ځل وګوره!

– زه درنه یوه پوښتنه کوم او ته راته وایې چې د چیني سیوری وګوره!

– پلاره! د چیني سیوري کې د ملک د څېرې وېره ښکاري.

– اکبرجانه! دا ته څه په ګډو وډو سر شوې؟

– پلاره! ګډې وډې نه دي، ملک چې دا چینی ګوري، له سیوري نه یې هم ویرېږي، اوس چې ما د چیني سیوری ولیده، نو د ملک د وېرې څېره راته پکې ښکاره شوه.

– اکبرجانه! ملک به خپل کار کوي، زه نه پوهېږم چې هغه ولې له چیني ویرېږي؟ دا خو چاته څه وایي هم نه.

– نه کنه پلاره! ته خیر دی یو ځل په دیوال پروت سیوری وګوره.

– اکبرجانه! زه سیوری ګورم خو دا ته چې څه وایې؛ دا نه ګورم.

– پلاره! ملک سیدلال چې کله د چیني سیوری وګوري؛ نو په سترګو کې یې وېره ښکاره شي.

– دا د څه؟

– نه پوهېږم خو هلته حاکم هم چینی بد ګڼي، نجس یې ګڼي او راته وایي چې دا ورک کړه او دلته ملک سیدلال زموږ د چیني په ورکولو پسې راخیستې ده.

مستو چې تازه په ډیوه کې دنانزړه اچولي وو؛ له لاسونو یې یو بد وږم راغی:

– ته ودرې زویه! زه اول دا لاسونه ومینځم، بیا به خبرې کوو.

لاس یې په ګرمو اوبو ومینځه، چینی هماغسې د دوی خبرو ته لک څک ناست دی،  مستو راغله، لېټۍ ته یې څمڅۍ ور واچوله:

– دا خو پخه ده، لږ به یې برېږدو چې دم وخوري، بیا به یې وخورو، دا چې څو دم اخلي اکبرجانه زویه! نو زه د پخوانیو خلکو یو نکل درته وکړم:

مونږ ته پخوانیو خلکو کیسې کولې او ویل به یې؛ له زنده سرو سره پام کوئ له بې ژبو سره پام کوئ، هغه زنده سر چې تا ته یې تاوان نه در رسي، تاوان مه ور رسوه، که سپی پروت و او ته پرې همداسې غلی تېر شوې، نو سپی درته څه نه وایي، خو که لږ دې برګ ور وکتل او یا دې لاس ورباندې پورته کړ، بیا دې نه پرېږدي، په سپي پسې تیږه مه را اخله، غلی ور نه تېر شه، سپی تا ته هېڅ نه وایي، ددنیا خبرې  هم همداسې دي، که څوک چاته څه ونه وایي نو هېڅکله به د چا له لاسه ازار نه شي، که بل ته دې ازار ورساوه نو دا ازار به دا ستا هم شي.

ګلداد خان  یوه مسره له ملا نه اورېدلې وه، هغه یې پکې واچوله چې:

《چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي》همدومره یې وویلې، نه پوهېږم بله مسره به یې څه رقم ته وي خو ملا صاحب دغسې یوه خبره کوله، ویل یې چې دا رحمان بابا ویلې ده.

مستو متل تېر که، ویل یې:

– مه کوه په چا چې وبه شي په تا، اکبرجانه زویه! ملک به پوه شي، ګنې موږ به یې پوه کړو چې چیني ده ته څه ویلي دي چې دی اوس چینی نه پرېږدي؟

اکبرجان پښې اوږدې کړې، خولۍ یې له سره لېرې کړه، په سر یې لاس تېر کړ، ویې ګراوه، بېرته یې خولۍ په سر کېښوده، پټو کې یې پښې راتاوې کړې:

– ابۍ!  نه پوهېږم خو ملک اوس بله خبره نه کوي، بې زموږ د چیني له ورکولو ، هغه ورځ چې دوی چوڼۍ ته تلل، نو د چیني له غمه یې زه له ځان سره یې ملګری نه کړم، عثمان جان پاچا غریب ورته وویل:

– ملک صاحب! چینی تاته څه وایي؟

خو ده به همدا یوه خبره کوله:

– دا نجس دی.

مستو ورته وویل:

– نجس دی، موږ نه وایو چې دا پاک دی، خو زه نه پوهېږم چا ته یې څه تاوان رسولی؟ نو ده خو ټول کلي ته ګټه رسولې، یاد دې شي چې بهر به لږ پسپسی شو، نو دې خوار به ځان انګړ ته رسولی و، اوس دادی په بوی هم څو کوي، په دیستارونو ګرځي، غونډه شپه یې سترګه نه پټېږي، موږ ته یې څه تاوان رسولی؟ پسه یې ساته، چرګان ساتي، همدا بس دی.

ګلدادخان پکې دا تبی وکړ چې:

– ملک به پوه شي، که پوه نه شو، بیا به یې پوه کړو.

د لېټۍ وخت شو، تور دېګچی یې له چرګۍ لېرې کړ او په لویه کاسه کې یې لېټۍ راواچوله، له لېټۍ نه تپ خوت، منځ کې یې ور ته جورغالی وویست، سوچه غوړو نه یې ډک کړ، اکبرجان چې له لېټۍ نه اول کپ وکړ، نو ابۍ ته یې وویل:

– ابۍ! لېټۍ ډېره خوږه ده، دومره خوږه لکه ته …

لېټۍ یې په ښه شوق او ذوق وخوړه، ملک ګلداد وویل:

– دوه درې لپې وړه پاتې وو، دغه دی دا هم لېټۍ شوه، ځه خدای مهربانه دی، جوار شته، هغه سرېښناکه وریجې هم شته، دا تر بل فصله کېږي، خو که بل فصل …

اکبرجان ور غږ کړل:

– پلاره! خدای شته، د سږ کال وچکالي چې ګورم، ډېره ګرانه ده چې زموږ کندو بیا له وړو ډک شي.

یو دېرشمه برخه

د کلي ملا تازه اذان کړی و، ګلداد خان په کټ کې وښورېده، د چیني غپا شوه،  مستو پاڅېده چې وګوري څه خبره ده، چینی خو دې وخت کې نه غاپي، د کوټې تمبه یې خلاصه کړه، ګوري چې ګل صنمې له دیستار نه مخ را ښکاره کړی، چینی په دې غاپي چې ګل صنمه نارې وهي، خو د هغې نارې چا نه اورېدې:

ګل صنمې غږ ور وکړ:

– خیر دی خورې؟

– خیر دی، خور دې ځار شه،  دا څو ورځې همدا خوټېدلې وریجې خورو، غوړ هم پکې نه شته، بېخي یې راته زړه خوړین کړی دی، ما ویل که یو دوه درې لپې د جوارو اوړه راکړې.

– زه به وګورم، ولې نه، زموږ کندو کې خو لا څه شته.

دوه درې لپې جوار یې په پلو کې واچول، خپل پلو یې په دیستار د ګل صنمې په پلو کې تش کړ، ګل صنمې دعا وکړه:

– مستو خورې! دا هم د یوې جومې لپاره که بیا چرته خوټېدلې وریجې خورو، نو جوار خو به مو یو څه ورته خوړلي وي او رښتیا نن خو د زیارت ورځ هم ده، که زیارت ته لاړ شو، سوال به وکړو، دا وچکالي وګوره، زموږ دا غربت او تنګلاسي وګوره …

دواړو خوښه کړه،  مستو کوټې ته راغله، اور یې بل کړ، چرګۍ توده شوه.

د کلي جومات هم تود و، کلیوالو لا وختي ورته په اشر خس کړي وو، ملا صاحب له جمعې وروسته په اکبرجان غږ وکړ:

– عثمان جان پاچا نن نه ښکاري، جمع کې نشته، څنګه شوه د اپينو پېټۍ یې؟

اکبرجان ورته خبره تېره کړه، ملک سیدلال لېرې د جومات یوې ستنې ته ډډه وهلې وه، وار یې ړومبی کړ، ورته ویې ویل:

– حاکم صاحب به یو څه وکړي، خو دده دا  نجس ورک نه شو، په دې سهاري مردان کې غپېده.

ملا صاحب د ملک خبره هم ځمکې ته هم نشوای غورځولی او دلته چې یې د چیني کومه توره لیدلې وه، هغه یې هم په سترګو کې وه، غوږونه یې کاڼه کړل، پاڅېده، ماشومانو ته په سبق ویلو بوخت شو.

ګلداد او اکبرجان نه غوښتل چې د چیني د ورکېدو په سر ملک سره په جومات کې را واخلي، خو بیا یې غوره دا وګڼله چې جومات نه بهر له ملک سره دا خبره سپینه کړي. ملک چې راووت، ګلداد ورته وویل:

– ملکه! زموږ په سپي پسې دې ولې راخیستې ده؟ ده خو تاته هېڅ هم نه دي ویلي.

ملک، پر تندي د لیکو درمند جوړ کړ، وروځې یې ببرې کړې، په کاږه اورمېږ یې ګلداد ته وویل:

– ګوره! دا چینی موږ ورکوي، دا موږ بې اتفاقه کوي، په دې کې ډېرې نخرې دي، څه یې کوئ چې دا نجس شی مو ساتلی دی، ګوره دا کلی به ټول ورک کړي، د خدای قهر ورېږي، نه ګورې  وچکالي را روانه ده، که دا نجس ورک نشي، نو  بل افت  به هم  راشي.

ګلداد بیا ور غبرګه کړه:

– موږ خو وایو چې له زنده سر سره د چا څه کار دی؟ چینی تا سره هېڅ کار نه لري نو ستا ورسره څه کار دی؟

– زما ورسره کار نشته، خو غاپي او بل نجس دی.

– ګوره ملکه! نجس به وي خو ګټه یې هم خلکو ته رسېدلې.

– د څه شي ګټه؟

– کم غله یې پیدا کړل؟

ـ کوم غل یې پيدا کړ؟

ـ د ملک د څپلیو او…

او سره ملک خوله ونیوه، ګلداد خان خپلې خبرې نورې هم وغځولې.

ـ ایله خو موږ خوب ته برابر شو، مخکې خو مو خوب ټول غلو تښتولی و.

ملک ساه واخسته، دا ځل یې په نرمه غاړه ملک ته وویل:

– ګلداد خانه! له دې خبرو نه تېر شه، سپی به څه وی او توره به یې څه وي؟

– د چیني توره موږ ته معلومه ده، دا یې هم توره ده چې د عثمان جان پاچا د پېټۍ غله یې پیدا کړل.

ملک غلی شو، سوړ اسوېلی یې وکړ:

– ګوره اګلداد خانه ! دا خبرې مه اوږدوه چې سپي د عثمان جان پاچا د پېټۍ غله پیدا کړي دي، چینی به څه وي او د پېټۍ پیدا کول به یې څه وي، دعا کوئ چې اوس دا پېټۍ پیدا شي او عثمان جان باچا د حکومت له پنجو هم ووځي.

ملک ګلداد د چیني هغه سیوری چې په دېوال پروت و او د ملک کله ستغې او کله هم مړاوې خبرې دواړه یې سره ذهن کې ښکته پورته کولې، خو د ملک ټینګار دا و چې چینی باید ورک شي، چینی کلی ورکوي، چینی به دوی ټول بې اتفاقه کړي، د چیني له لاسه به افت پیدا شي.

ګلداد د ملک په دې خبرو سوچ کاوه چې چینی به دا خلک څنګه بې اتفاقه کوي؟ څنکه به دا عالم ورکوي؟ د چیني یې په دې کارونو څه!؟ اوس خو بې اتفاقۍ ته خپله ملک لمن وهي، څه خبره شته!

رخصت یې واخیست، مستو تیار چایبر په چرګۍ ایښی و، خوټېده، شین چای یې چایبر ته واچاوه، له همدې تور چایبر یې پیالې را ډکې کړې، د ګوړې یوه وړه چکۍ یې راواخیسته، د تور څادر په پیڅکه  یې په تیږه وټکوله، میده، میده یې کړه، څادر یې وڅانډه، د ګوړې خڅوڅکي یې راټول کړل، هغه یې ځانته پیاله کې واچول، په خوند خوند یې چای څښه، ګلداد د ملک خبره بیا رایاده کړه، په مستو ښه نه لګېده.

سر یې سرتور کړ، مخ یې اسمان ته ونیو لاسونه یې لپه کړل، همدومره یې وویل:

پرودګاره ته د ملک پام له چیني واړوې.

دوه دېرشمه برخه

نن د زیارت ورځ ده، په دې ورځ ګڼ خلک شپولې بابا ته را مات وي. شپولې بابا له خوړه پورې غاړه پله ته څېرمه د شنو پټو په منځ کې په درانه خوب ویده دی چې د زیارت ورځ شي، نو د ګڼو ښځو د پلونو باد پرې لګېږي.

مستو او ګل صنمې نن د زیارت هوس لاره.

مستو پر اکبر جان غږ وکړ:

– زویه! موږ نن زیارت ته ځو، تاسو خو د استسقا لمونځ وکه، موږ به هلته دعا وکړو چې خدای پاک دا وچکالي لېرې کړي، د ملک په خبرو پسې ډېر سر مه خوږوئ، نو تاسې خو کومې خواته نه ځئ؟

– نه. ته چا سره ځې؟

– زه او ګل صنمه دواړه ځو.

دواړه زیارت ته روانې شوې، زیارت  ته د تورو څادرونو لیکې ماتې وې، د ځونډي دارو  پلوونو شور و.

په لاره مستو، ګل صنمې ته وویل:

– خورې! ته د خپل اپين غم خورې، اوس سیدلال ملک زموږ د چیني په ورکولو پسې راخیستې ده، هره ورځ مې زوی پازابوي، دا نجس دی، دا دا دی او دا هغه دی. اوس دا چینی له هغه نه په ډېرې خوارۍ ساتو.

ګل صنمې ورته وویل:

– ما هم دا اورېدلي دي، تېره شپه عثمان جان پاچا دا خبره راته وکړه چې ملک په چیني پسې را اخستې ده، موږ چې د اپینو خبره راواخلو، نو چینی برګ شي، وغاپي او مخ ملک ته نیسي، نو اوس ملک چینی نه پرېږدي، نه پوهېږو چې دا خبره به کوم ځای کې وي؟ او دا چینی ولې یوازې په ملک پسې غاپي؟ بس تیار زیارت ته ځو، زیارت کې به سوال وکړو چې خدای پاک ستاسې د اپینو غل پیدا کړي او باران وکړي چې دا وچکالي ختمه شي.

ګل صنمې ته چې به د اپینو خبره یاده شوه، نو لاړې به یې خوله کې وچې شوې، په ښېراوو  به سر شوه:

– پروردګار دې دا نه پاتې کوي، چې هر چا دا کار کړی، له هستۍ نه یې خلاصه کړم، خورې! هلته اختر را روان دی، یا پروردګاره! ته ، ته خو دا غله راته وشرموې.

دوی په همدې  خبرو کې زیارت ته ورسېدې، زیارت کې ګڼې ښځې راټولې شوې وې، چا شمعې لګولې، چا ډکي ټک وهل، چا تیږې په شناخته مښلې، زیارت و، تود و، چا د زیارت تودلو لپاره نذرونه منلي وو، د زیارت جنډه له نویو او رنګارنګ ټوټو ډکه وه، هرې ښځې د زیارت په جنډه د خپل زړه مراد د غوښتلو لپاره دلاس دسمال غوټه کاوه، چینی وړاندې پروت و، ماشومانو پازاباوه، مستو به په ماشومانو ور غږ کړل:

– ولې د بې زبانه پازابوئ، نه ګورئ!؟ هغه درته څه نه وایي، خو ګورئ که ویې خوړئ، نو بیا دا ستاسې خپله ګناه ده، زیارت ته خلک راغلي چې سوال وکړي، راځئ ماشومانو تاسې هم سوال وکړئ چې خدای پاک باران وکړي، وچکالي ده، را شئ! را پاځئ! دعا وکړئ.

چینی به کله یوې ډډې ته شو او کله بلې ډډې ته، خو ماشومانو ته یې له خولې سپڼ هم نه خوت، ګل صنمې غږ وکړ:

– ګورئ! دا چینی مه پازابوئ، ای ماشومانو تاسې ته وایم،  پرېږدئ یې، پازابګېرنه ښه شی نه دی.

د دعاګانو شور زیارت په سر واخست، مستو د زیارت شناخته وټکوله او د باران غوښتنه یې وکړه، اخوا ګل صنمه راتاوه شوه، د زیارت جنډې یې ښکل کړې، بیا یې تیږې وټکولې:

– زیارته! تا شاهد نیسم، ستا په برکت دې خدای پاک زموږ اپین پیدا کړي، ډېر غریب خلک یو، کوم بچه مړي  رانه ټوله پېټۍ وړې ده، د پولۍ ټک ته یې کېنولي یو ، ته یې راته وشرموې،

 بیا یې وچکالي یاده شوه، سر یې سرتور کړ او مخ یې اسمان ته ونیو:

 یالله وچکالي ختمه کړې، قرضداران له قرضه خلاص کړې، ناروغان جوړ کړې.

دواړه تر ډېره د زیارت شناختې او جنډې په لاسونو ښکل کړې، له نورو ښځو سره یې هم خپله درنه او دبل سپکه وکړه.

ګل صنمې سره د خپل اپین غم و، په زیارت کې به ورته راغلیو ښځو ټوټکې ښودلې:

– پلاني ته ورشئ، بیستاني ته ورشئ، په نومونو به درته کوزه تاوه کړي، غل به پیدا شي.

ګل صنمې به ورته ویل:

ـ دا کار مو هم کړی دی، خو …

چیني ته یې پام شو.

– هاغه سپی ګورئ، دغه سپي غل پیدا کړی دی، خو چې اوس حاکم صاحب خدای پاک مهربانه کړي او زموږ اپین ترېنه واخلي.

ښځو به چیني ته کتل، د چیني په سترګو کې مینه وه، چیني چا پسې نه غپل، دوی به همدې چرتونو کې وو چې مکۍ هم را ورسېده، مکۍ چینی شاړه، مستو ور غږ کړ:

– مه یې شړه، دا خو هماغه کوکری دی چې هغه تا راکړی و.

– ښه دا خو غټ شوی، اوس خو هغسې غلی ناست دی.

– هو.

– پدې ښپې یې څه شی شوي؟

کیسه یې ورته تېره کړه.

– اوس ستاسې بله ده، مور یې هلته ده، واړه واړه کونګري لوی شول، اوس به دوی یو بل وپېژني که نه!؟

ګل صنمې ورباندې غږ وکړ:

– اوس یې مه بیایه، ګنې مور خوږه وي، داسې نه شي چې ویې پېژني او بیا یې موږ ته را پرې نږدي.

مستو وویل:

– چیني اوس له موږ سره بلد شوی دی، بې له مونږه هیچېرته نه ځي.

ملک سیدلال اوس پسې راخیستې ده چې څنګه یې ورک کړي!؟ وه خورې! له هغه نه یې په څوکۍ ساتم.

دوی دا سوال هم وکړ چې د ملک سترګه سیده کړي، ګوندې نور له سپي نه لاس واخلي.

زیارت کې صندوق و، په صندوق کې به خلکو روپۍ اچولې، سرته یې امانتونه هم کېښودل، په امانت پورې مکۍ کیسه راواخیسته، ویل یې:

– یو کال زموږ کلي کې یو هلک له زیارت نه غلا کړې وه، ټوله شپه یې کړولی و، پوهېږې دا زیارت چې دی، دېته به پخوا هم خلکو امانت راوړ، دلته به یې کېښوده.

 ګل صنمې ورته وویل:

– کاش زه پوهېدلی، ما به اپین همدلته راوړی وای، ده سره به مې ایښی وای.

– چې راوړی دې وای، درته ساته یې.

– زه درته کیسه کوم،  زیارت هلک ټوله شپه په امانت کړولی دی، سهار چې شوی امانت ایښودونکي راځي، ګوري چې زیارت کې څه شی نه شته، نو دوی د زیارت جنډې کلکې نیولي ، ورته ویلي یې دي: ته خو امانتکاره وې، امانت دې ساته، امانت څه شو؟

یو غیبي اواز ورته راځي، ورته وایي:

– سبا راشئ، بیا به خپل مال یوسئ.

زیارت هلک دومره نارامه کړی او کړولی و چې سهار وختي یې امانت بېرته زیارت ته راوړی و، سبا چې هغه خلک راځي، ګوري چې زیارت کې هغه مال پروت دی، باور یې راغی، ویل یې چې رښتیا هم له زیارته څوک غلا نه شي کولی او زیارت امانتکاره دی.

ځینې خلک زیارتونه دي، امانت ساتي، خو ځینې خلک داسې دي چې ته ورسره امانت کېږدې، بیا قسم هم خوري او امانت خیانتوي.

ګل صنمې ویل :

– زیارت خو امانتکاری دی خو که اوس دا غل هم راته پیدا کړي او له دې غله نه راته خپل دلاس خیری  واخلي.

مستو ورته وویل:

– ګل صنمې خورې! پروردګار به هرڅه جوړ کړي، ډېر زړه مه خوره، اوس دې خدای پاک د وچکالۍ لمنه ټوله کړي.

تر ډېره پورې دوی دعاګانې وکړې، په تلو، تلو کې یې دا دعا وکړه چې:

– د ملک سترګه دې خدای پاک چیني ته جوړه کړي، دا چینی بې زبانه شی دی، نور یې ورته څه ویلي؟

مکۍ ورته وویل:

– ماته خو دا چینی ستاسې لپاره ډېر ښه ښکاري او ښه یې ساتئ، تراوسه پورې مو ښه ساتلی دی.

ګل صنمې ورته وویل:

 – زه به د لاس بنګړي خرڅ کړم خو دا چینی به پرې وساتم، که اپین خدای پاک لاسته راوړ، نو دده علاج به هم وکړم. دا زیارت به هم څو ورځې تود کړم.

دعاګانې یې وکړې، نور دوی مخکې شوې او چینی ور پسې، په لاره کې چینی ډېرو خلکو پازاب کړ خو ده څه نه ورته ویلې، مستو به ورپسې مخ را واړاوه، ورته وبه یې ویل:

– دا چینی مه پازابوئ، چاته یې څه ویلي دي؟ دغسې بې ازاره شیان پازابوئ او ازاروئ چې خدای پاک مونږ کتلي یو او وچکالي یې راباندې راوستې ده.

دري دېرشمه برخه

د ماښام تیاره ورو، ورو راخورېده، مستو، مکۍ او ګل صنمې د زیارت ډیوې ولګولې، زیارتونه په ډیوو ښایسته وي، به زیارت کې سپین پړک و، کلیوالو ویل: د زیارت ډیوې لګول د زړه مراد حاصلوي، څوک چې په زیارت ډیوې لګوي، د زړه مراد یې حاصلېږي او دده د زړه په کور کې ډېوې بلېږي.

 په زیارت  ډیوې لګول د مړو قدرداني ده، دا بې ازاره زیارت دی، ښه دی چې دا زیارت شته چې کلیوالې ورته راماتې دي او تسکین ورکوي، د چا  په زړه چې څه وي؛ هغه دې زیارت ته وایي، زیارت د راز و نیاز ځای دی، زیارت د چا خبره نه بربنډوي، له ځان سره یې ساتي، دا ښه دی چې زیارت شته چې خلک خپل زړه ورته تش کړي، راز ورته ووایي.

دا ښه دی چې زیارت شته چې د هر رنځ تسکین پرې کېږي، ګنې خلک به له ډېرو رنځونو کړېدلای.

زیارت امانتکاره دی، د خلکو امانت ساتي، هره ښځه چې راشي، دلته وایي:

زیارته! ته مې خدای پاک ته شاهد نیولی یې، ته خدای پاک ته عذر و زاري وکړه چې زما د زړه مراد پوره شي.

د دوی د زړه مراد دې خدای پوره کړي خو په زیارت ډیوې بلول، رڼایي راولي.  همدې خبرو خبرو کې ګل صنمې مستو او مکۍ له زیارته مخه ښه واخیسته، پلوونه یې واچول، چینی ورپسې شو، د ماښام تیاره نوره هم ټینګېده، دې درېواړو قدمونه ګړندي کړل، چینی په ګوډه پښه په دوی پسې و، دوی شاته نه کتل خو چیني د دوی څار کاوه.

دوی ډاډه وې، یو ډاډ یې دا و چې زیارت کې یې سوال کړی او زیارت به یې له بدمرغیو ساتي.

بل ډاډ یې چینی و، چینی د دوی څو کوي، په دوی د چا زور نه رسي، د ټیکري پیڅکې یې په ځان پسې راښکلې، جغجغۍ پڼې یې په پښو وې، پڼو یې ځمکه ښوروله، شپه کې یې اواز تر لرې ځایه تللو.

کلي ته ورسېدې، خلک د ماسختن جمعې ته را وتل، لاټینونه یې لګولي وو، دوی درېواړه د کلا په وره ور ننوتې، اکبرجان او پلار یې په غوسه وو:

– ته دا نیمه شپه ګوره او دوی وګوره چې تراوسه پورې په زیارت کې دي.

دوی په همدې خبرو کې وو چې مکۍ او  مستو دواړو تمبه خلاصه کړه، ګلداد خان ډېر په غوسه و، له ډېرې غوسې لکه مار پرشېده، چرګۍ کې یې اور بل کړی و، پلار او زوی ورته ناست وو، په مستو یې خوله را خلاصه کړه:

– دا وخت د راتګ دی؟ له ځانه دې بېخي شوګشته جوړه کړې ده.

چې څه کنځلې یې په خوله راتلې، هغه یې ورته وکړې، خو  مستو او مکۍ دواړه هوښیارې وې، د دوی خبرې یې بېرته نه ور غبرګولې، که څه هم ګلداد خان څو ځل دړې ته لاس کړ، خو د مکۍ او  مستو له خولې سپڼ هم نه خوت، اخوا بیا د عثمان جان پاچا چغې هم تر دوی راغلې، چیني وغپل، له غپاري سره اکبرجان ور ووت، شور و، عثمان جان پاچا په ګل صنمې راباندې کړي وو ، د ورک اپین تاو یې له ګل صنمې وویست، اکبرجان په خپلې ابۍ غږ وکړ:

– وه ابۍ، وه ابۍ!؟

چغه ډېره تېره وه، ابۍ یې له وارخطایۍ نه سر سرتورې او پښې لوڅې انګړ ته ووته،

– څه خبره ده؟

– لکه چې ګل صنمه یې مړه کړه.

مکۍ او  مستو دواړه ژر، ژر په دستار ور واوښتې، چې څو دوی ورتللې، د ګل صنمې چاره شوې وه، دړه یې پرې ماته کړې وه، د دواړو ورتګ همدومره وکړل چې له نورو وهلو نه یې وژغورله.

ګلداد او اکبرجان هم ځان ور ورساوه، ګلداد که څه هم په خپلې ښځې او خور خوله راپرانیستې وه، خو دوی هوښیارې وې، د هغه غړمباري ته یې غوږ نیولی و او سر زوړند ناستې وې، ګنې د دوی یې هم سابه  په مالګه کول، ګلداد عثمان جان پاچا ونیوه، ورته ویې ویل:

– پاچا صاحب خیر دی، زموږ دا ښایسته کالي نه ګورې، دا دلته چې ولاړې دي، دا هم د وهلو وې.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– نا، دا خبره را ګرځوي، ناوخته هم راغلې او خبره هم ګرځوي!؟

ګل صنمې سلګۍ وهلې، همدومره یې وویل:

– لاسونه دې مات شه، لاسونه دې وچ شه!

عثمان جان پاچا شنه زورونه وهل، خو اکبرجان او ګلداد یې مخه نیوله، ګل صنمې ډېرې ښېراوې وکړې:

– های لاسونه دې وچ شه، زاوال دې وشه.

ډېره یې وهلې وه، عثمان جان پاچا، ګلداد او اکبرجان درېواړه کوټې ته شول، ښایسته شېبه ورسره ناست وو،  مستو او مکۍ له ګل صمنې چاپېره وې، لاسونه او پښې یې ورته کېکاږلې، خو هغې ډېر فریاد کاوه.

 مستو بېرته راواوښته، ژېړ غوړي یې په لپه کې واخیستل، بېرته په دیستار ور واوښته، ګل صنمه یې غوړه کړه، دواړه ورسره یوه شېبه وې، چای یې ورته دم کړ، هغه یې پرې وڅښه، خو د ګل صنمې سلګۍ نه درېدې، وار په وار یې سلګۍ زیاتېدې، سلګیو ستړې کړه، همداسې یې سر کېښود، ویده شوه.

 مستو او مکۍ دواړه د سړو کوټې ته ورغلې، هغوی ته یې غږ وکړ:

– راځئ چې ځو.

عثمان جان پاچا ته یې مخ واړوه، ورته ویې ویل:

– وروره! خیر دی، هر څه چې شوي، اوس شوي، هغه غریبه دې ډېره وهلې ده، سخت فریاد کوي، په سلګیو، سلګیو کې ویده شوه، خیر دی چې نور ورته څه ونه وایې، ډېره دې وهلې ده، سابه، سابه ده، غریبې څه ګناه کړې!؟ ته پوهېږې؟ زیارت کې یې د اپین د پیدا کېدو لپاره دعاګانې کولې.

چینی هم وړاندې ډېر خپه پروت و، دوی چې حرکت وکړ، هغه هم ورپسې واچول، د عثمان جان پاچا په زړه د رحم اوبه تویې شوې، د  مستو او مکۍ د خبرو له اورېدو وروسته نور له غوسې تېر شو.

ګل صنمې ته د شپې زیارت په خوب کې ورغی، زیارت کې ګرځی، چینی هم دده څار کوي، زیارت ورته وایي:

– هسې عبث ګرځئ، ستاسې د اپینو پېټۍ په همدې کلي کې ښخه ده، بې ځایه مه ګرځئ.

ګل صنمه چې سپي ته ګوري، چینی هم سر څنډي او ژبه راباسي، ګل صنمه له زیارت نه اوس پوښتنه کوي:

– دا به څوک وي؟

دې پوښتنې سره یې کټ ښورېږي، یو دم کلمه وایي:

اشهد الا اله الله …

زلزله وي، ټول انګړ ته راوځي، زلزله لږه شېبه وي، بېرته ننوځي، ګل صنمه بیا د بړستنې لاندې ننوځي، په دې چورت کې وي چې که خدای پاک بیا ورته خوب کې زیارت راولي او هغه ورته غل  وښيي، ځکه زیارت ورته ویلي چې تاسې بې ځایه ګرځئ، ستاسې د اپینو پېټۍ چې تاسې ته څوک ډېر نږدې دی، له هغوی کره ښخه ده.

نږدې خو د  مستو کور دی، هغوی خو دا کار نه کوي، ګل صنمه شکي کېږي، په کلي کې خو نور خلک هم دي، که دا حال ووایي؛ داسې نه شي چې لویه شخړه رامنځته شي، نو څه به کوي؟

اوس به دستي چوپه وي، دا خبره به نه کوي چې خوب یې لیدلی، ګوندې دا زیارت بیا په خوب کې ورشي او دا ځل ترې پوښتنه وکړي چې څوک دی؟ ګل صنمه له ځان سره بوخته ده، خو بیا زیارت په خوب کې ور نغی.

څلوردېرشمه برخه

کلیوال راټول دي، اریان دریان یو بل ته ګوري، وچکالۍ زور اخیستی، پخوا ښه وو، سده کې به لږ ډنډوکي وو، ښځو به ترې په مټې خوارۍ په لپکۍ لپکۍ منګي ډکول، اوس هغه ډنډوکي هم ورک شول، نو چې د څښلو اوبه نه وي، دوی به څنګه ګوزاره کوي؟ د خدای شان دی، مرغۍ هم ورکې شوې، په دې میاشت کې به ونو پاڼې کولې، سږکال هغه پاڼې هم رنګۍ دي، ونې هم مخ په وچېدو دي، فصلونه هرڅه وسول، په کلي کور کې همدا ګډه ده چې دا خلک د زړه له اخلاصه توبه نه باسي، اوس هم خلک په خپلو اعمالو باندې پښېماني نه ښیي چې توبه ونه باسو ګومان نه شي چې څاڅکی باران هم وشي.

عثمان جان پاچا د اپينو پېټۍ په چورت کې دی، دې چورت دومره خراب کړی چې هېڅ شي ته یې زړه نه کېږي،  شات یې هم نه تېرېږي. ګل صنمې دوی کره همدومره سپینې وریجې وې چې په خوټولو، خوټولو یې ټولې خلاصې کړې، نور یې زړونه هم د خوټېدلو سپینو وریجو غوندې سپین شوي وو، د اکبرجان او ګلداد خان کره نور جوار هم په خلاصېدو دي، وربشې شته، خو وربشې هم میده کول غواړي، اوس به نو وربشو ته کېني.

یوه نیمه لپه ګل صنمې ته هم ور ولېږي، ګاونډۍ یې ده، اخوا کلیو کې هم نور د وچکالۍ له لاسه څاڅکی اوبه نه پیدا کېږي، څه به کوي؟

په سده کې ډنډوکي هم وچ شول، پخوا ښه وو، خلکو په توتانو ګوزاره کوله، ګومان نه کېږي چې  سږکال توتان هم  د وچکالۍ له لاسه بار ونیسي، ډېر کلي وکوچېدل، یو ځای او بل ځای لاړل، نېستۍ خوله ولګوله، خلک په چورت کې وو، خو د عثمان جان پاچا سره بیا هم د اپینو غم و، په ملک صاحب یې غږ وکړ:

– ملک صاحب! دا د حکمران کیسه به څنګه شي؟

ملک ته خدای ورکړې وه، وچکالي یې بهانه وګرځوله:

– پاچا صاحب! ته دا وچکالي وګوره او ستا د اپينو خبره ګوره …

د عثمان جان پاچا ټوله هستي او نېستي هماغه اپین و:

– ملک صاحب! خدای پاک مهربانه دی، باران به وشي، یو څه خو به پیدا شي، موږ تراوسه پورې د سپینو وریجو په خوټولو ګوزاره کوله، همدې اپین ته ناست وو، که اپین نه وي، دلته نور څه شی دي؟ څه به کوو!؟ څه به خورو!؟ هلته اختر را روان دی.

له ملک وار پار خطا دی،  کله عثمان جان پاچا د اپينو بحث راواچوي، ملک همدا وایي:

– دا سپی د ورکېدو دی.

عثمان جان پاچا ورته وایي:

– چینی به ورک شي، خو ته د اپينو غم وخوره، حاکم صاحب خو ته کوټې ته ننویستې، درسره وپسېده، څه یې درته وویل؟

ملک له ځان سره چورت وهي:

– داسې نه چې دا پساری ده اورېدلی وي، نه به یې وي اورېدلی، ما به له سره نیسي.

 دې سره عثمان جان پاچا بیا په ملک صاحب غږ وکړ:

– ملکه! څنګه ځانته چرتونه وهې؟

هغه به یو دم وښورېده، له چرته به را بېل شو:

– هېڅ.

– څه خبره شته؟

– هېڅ خبره نشته.

– بیا ولې؟

– ته پرېږده چې دا اختر تېر شي، بیا به چوڼۍ ته لاړ شو، له حکمران سره به خبرې وکړو.

عثمان جان وویل:

– ځه دا اختر به هم تېر شي، اختر ته ایله یوه ورځ پاتې ده.

ملک ته خو یې تیارې پتاسې اخیستې وې، د قربانۍ اختر و، اختر به په دې شیانو نه خرابوو او نه به هم دې خبرو پسې ګرځو.

د اختر ورځې او شپې ته خلکو انتظار ویست، کلي کې د قربانۍ مسله ګډه وه، هر سړي کوښښ کاوه چې حلاله وګټي،  درې ورځې مېلې وي، دا به هم تېرې شي. دا مېلې ډېرې زورورې وې، ددې درې ورځو مېلې لپاره به خلکو انتظار ویسته خو سږ کال وچکالۍ له خلکو روح اخیستی.

–  خدای مهربان دی، ګوندې که چرته یو څاڅکی نیم باران وشي چې د څښاک اوبه خو پیدا شي.

تر اختر وړاندې خلکو بیا پېوې کنډو ته مخه کړه، ګڼ خلک راټول شوي وو، دا ځل بیا خلکو غږ کړ:

– د زړه له اخلاصه دعا وکړئ، ګوندې که چرته مو خدای دا د عا قبوله کړي او د باران یو څو څاڅکي و اوري، که نور څه نه وي، دا د څښاک اوبه خو را پیدا شي.

خلکو په جار دعا وکړه، لاسونه یې پورته کړل، چینی هم د خلکو دې دعا ته چورت وړی و، د چینې مخ هم اسمان ته پورته و.

 خدای مهربانه دی، اسمان کې خال، خال ورېځ را پیدا شوه، لکه د ناوې په مخ چې شنه خالونه ایښي وي، اسمان هم خوشاله برېښېده، دعاګانې شوې، په دعاګانو دعاګانو  خلکو د کورونو لار وهله، باران څاڅکی څاڅکی راغی، ایله به یوه ناوه و،  همدومره و چې خلکو ور ته کندې  وویستې، اوبه یې تم کړې، ډنډکي یې جوړ کړل خو ځمکه ډېره تږې وه او خاوره او سړکونه اوپړه، اوپړه وو، د باران څاڅکو ایله د هغوی مخ نه پراته پتري لېرې کړل.

په سده کې ډنډونکي پیدا شول خو هاغسې شړکنده نه وو، خلک دې ډنډوکو ته هم خوشاله وو، ځکه سبا اختر و، ګوندې که دا ختر په خوشالۍ تېر شي، پاس په درو کې بیا ژرندې وې، څه خلک هلته کډه شوي وو او څه په دې کلیو کې پاتې وو. سبا اختر دی .

پنځه دېرشمه برخه

د قربانۍ اختر لومړۍ ورځ وه، ډلې، ډلې خلک لوی جومات ته رامات وو،  زیاتره خلکو په جامو کې پیوندونه له ورایه ښکارېدل، د ژمي سړو او دوړو وهلې څپلۍ ښیي چې غربت ددې سیمې په خلکو باندې خوله لګولې ده، پوندې چاودې او د زیاتره خلکو د څپلیو بندونه شلېدلي دي، د څپلیو رنګ له ډېرو سړو او ګردونو نه سپېره مېره اووښتی دی، د خلکو په څېرو کې هېڅ شور نه شته، په څادرونو او پټوانو هم  پیوندونه لګېدلي دي، خولۍ په ډېرو مینځلو پښنې شوي او تارونه یې کړي دي، د خلکو هیله او تمه بارانه ته وه، ګوندې که د څښاک اوبه په دې ډنډوکو کې پیدا شي، په دې څو څاڅکو باران یې د خولې لیاړې لږې تېرې شوې، پولې اوپړه، اوپړه دي، لغړو ونو لا هم شنې جامې نه دي اغوستي.

 مولوی صاحب لا له وړاندې د جومات په محراب کې ناست دی، د قربانۍ د اختر فضایل بیانوي، د ابراهیم خلیل الله او د اسماعېل (ع) د قربانۍ کیسې کوي، قرباني د اسلام پنځم رکن دی، په هغه چا فرض ده چې توانایي ولري، د توانایي خبره چې کېږي نو سږکال خو به په دې ولس کې د ګوتو په شمار خلک وي چې قربانۍ توان او وس ولري، خو دا خلک د سیالۍ لپاره پور کوي، ځان تربور ته کم نه راولي، قرباني خامخا کوي.

 سږکال که چا قرباني کړې وي نو په سود او پور به یې پیسې راخیستې وي، خلک د قربانۍ په دې راز نه دي پوه شوي چې که توان یې لاره نو قرباني دې وکړي، خو پښتو دومره ځواکمنه ده چې توان لري، که نه لري، پښتون باید قرباني وکړي.

ملا  د قربانۍ مسایل بیانوي خو دا هم ورسره په بار، بار وایي چې قرباني په هغه چا فرض ده چې وس یې ولري، وایي چې پښتنو نیم قران منلی او نیم یې نه، نیم یې دلته د تربور لپاره هم نه دی منلی، څنګه به دوی قرباني نه کوي، پټی به خرڅ کړي، ګرو به یې کړي، پور به واخلي، په سود به له چا پیسې واخلي خو قرباني به پرې نږدي. دا د خلکو دود دی .

 خیراتونه هم په پور او سود کوي، خو چاته کمه نه وايي او نه ځان کم راولي، دا چېرته زغملی شي چې  د تربور په کور کې دې د غوښو بوی وي، دېګ دې باندې وي، شوروا به پخېږي او دده په کور کې به څه شی نه وي، نه نه نه، پښتون دا نه مني.

جمع تیاره شوه، ملا د اختر د لمانځه شرایط خلکو ته وښودل، جمع وشوه، خطبه ولوستل شوه، سلام وګرځېده، ملا امام په سوړ اسوېلي خلکو ته وویل:

– په لوړ غږ خدای پاک ته زارۍ او دا دعا وکړئ!

پروردګار دې د وچکالۍ دا کمپله نوره له دې ملکه او له دې ځمکې ټوله کړي، یاالله ته د رحمت باران وکړې، ستا په لاس کې هرڅه دي، ته په موږ باندې مهربانه شه، قرضداران له قرضه خلاص کړه، ناروغانو ته شفا کامله ورکړه، ته زموږ خلک پوه کړه او زموږ په ژبه باندې تر قیامته دا کلمه جاري ساته چې:

اشهدان لا اله الله و اشهد ان محمد الرسول الله

د ټولو دې اختر مبارک وي.

خلکو غېږې ورکړې، ملا امام لا له وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي وو چې د کینې او د نفرت ورځ نه ده، که څوک یو له بله خپه وي، ور غاړې وځئ، داسې ورځې وي د خوشالۍ او یو له بله د بښنې غوښتلې او عفوې …

خلکو یو له بل سره د اختر مبارکۍ وکړې، کورونو ته لاړل، په کورونو کې په شریکه اخیستل شوي څاروي حلال شول، وینه تویه شوه، د قربانۍ غوښه په دریو برخو وویشل شوه، دا یې د خورانو، مسکینانو، دا یې د نژدې خپلوانو او دا یې هم زموږه!

دا یوه برخه به وویشو، دا یوه برخه به خپلوانو ته ورکړو، عبجه وېش کېده.

د څارویو تر حلالې وروسته ماسپښین مهال خلک د پېوې مېلې ته مات شو، د اختر اوله ورځ په پېوه کې وه، پېوه کې څاروي هم پلورل کېدل او خلکو به مټیان، ځلوبۍ، پیکوړې پخول او خوړل به یې.

په پېوه کې خلک لکه د پشکال مچان دومره راغلي وو، د پېوې مېله له ګڼه ګوڼي ډکه مېله وي، له هرې خوا خلک راځي، د رود له زیاتره سیمو نه خلک دلته رامات وي، ان پاس د سپین غره  له درو نه خلک دلته را مات وي، دا مېله د خوښیو ډکه مېله ده، سږکال مالونه هم کم وو، یو نیم ځای کې به د څارویو رمباړې وې، نور کلونه به دا ځای په څارویو ډک و، خو د خلکو ګڼه ګوڼه بیا هم زیاته وه، له هر چا سره د وچکالۍ غم و.

اکبرجان هم د پېوې مېلې په ډډه ډډه کې ګرځېده، کړایی یې ولګاوه او ځلوبۍ یې پخولې، د اکبرجان ځلوبۍ ډېرې مشهورې وې، چینی ورسره تر خوا پروت و، خلکو به پازاباوه، د اکبرجان به چې لږ ورپام شو نو په خلکو به یې غږ وکړ:

– مه کوئ، ولې دې بې ازاره سره کار لرئ؟

چیني به مړاوي، مړاوي خلکو ته کتل، له پښې هم پازاب و، خو له اکبرجان سره یې ملګرتوب کاوه.

عثمان جان پاچا هم د اکبرجان د ځلوبیو صفت کاوه، ګڼ خلک یې ور مات کړي وو.

  ملک سیدلال نوې مشدۍ پګړۍ وهلې وه او لنډی واسکټ یې چې جیبونو کې یې زنځیرونه پراته وو اغوستی و، سترګې یې ډکې، ډکې تورې کړې وې، سپینې جامې یې اغوستې وې، په چیني یې نظر پرېوت، چینی هم له ځان سره وغړمبېده، دواړه سره سترګو کې پوه شول چې څه خبره ده!؟

ملک په اکبر جان غږ وکړ:

– یو خو ته له دې نجس شي نه تېرېږې، اوس دا ستا ځلوبۍ څنګه واخلو؟ خوا کې دا نجس شی پروت دی.

چیني د اکبرجان سترګو ته کتل، اکبرجان په چیني منت کاوه، ګنې برید یې کاوه، عثمان جان پاچا هم په پور پیسې راخیستې وې، ملک ته یې ځلوبۍ واخیستې، خو سپي وران، وران ور کتل، خوښ نه و چې عثمان جان پاچا ملک ته ځلوبۍ واخلي.

تر مازیګره مېله ډېره ګرمه وه، چینی له اکبرجان سره تر خوا پروت و، اکبرجان ټکه پوکه وکړه، کړایی یې په شا کړ او نور مخ په کور روان شو.

سبا ته د شپولې مېله ده، شپوله له روده وړاندې  د شینوارو اړوند سیمه ده، ددې سیمو خلک سره خپلوۍ لري، یو بل سره پالي، سبا وختي اکبرجان کړایي په شا کړه او چینی ورسره روان شو، مور یې  مستو په چیني غږ وکړ:

– راځه کنه، نن ته ما سره لاړ شه.

 پښه نیولی شو خو اکبرجان خپلې ابۍ ته وویل:

– پرېږده له ماسره ښه دی.

چینی په دوو کې و، هلته یې له  مستو هم زړه نه صبرېده او دلته یې د اکبرجان کارونه چې کتل نو همداسې منځ ومیانه کېناست،  مستو هوښیاره وه، د چیني په وفادارۍ پوه شوه:

– ښه ځه له هماغه سره لاړ شه!

ورو یې حرکت وکړ، نن نو د شپولې مېلې ته له هرې خوا خلک رامات دي، شپولې د پله تر خوا لویه مېله ده، ګڼ خلک دي، هټۍ خلاصې دي، څوک ځلوبۍ پخوي، څوک پیکوړې، څو مټیان او چا کولچې راوړي، هغې ته ناست دي، چا لوی لوی تک تور چایبرونه باندې کړي او چای پلوري، اکبرجام کړایي، اور یې ور لاندې کړ، چینی ورته وړاندې په څو ناست دی، خلک رامات دي، د شانداپولي (شانزدا پولی) ځلوبۍ اخلي، په یو زېړ رنګه شانداپولي پنځه کړۍ ځلوبۍ کېږي او د غیران بیا لس کړۍ، دا څوک خوړلی شي، لویې لویې کړۍ …

ماتې پیسې هم له چا سره دومره نه شته چې دا ځلوبۍ پرې واخلي، په اخوا پیکوړو هم بد حال جوړ دی، د خلکو بیوندي جامې، شلېدلې څپلۍ او پلاستیکي بوټان دا ددې وطن د سږکال د غربت نښې دي، خو بیا هم خلک ژوندي دي، ټکه پوکه کوي او دا ورځ په خپلو مېلو تېروي، وړاندې خلک تیږه غورځوي، یوه ډله د غوزانو لوبه کوي، بله ډله خوسی کوي، هرې ډډې ته میلې دي.

نن داسې ورځ ده چې له قربانۍ نه خلک وزګار دي، ماشومان هم پنپنانکي غږوي، شور جوړ دی، خو د خلکو له څېرو نه غربت دوړېږي، اکبرجان نن هم ښایسته مزدوري وکړه، چینی ورته غلی پروت دی، چې هر څوک راځي نو اکبرجان ته وایي:

– ښکلی سپی دې پیدا کړی.

چینی سر را هسک کړي، غوږونه وڅنډي.

 تر ماښامه دلته مېله وشوه، سبا نو دلته د اختر دریېمه ده، همدلته خلکو وویل چې داختر دریېمې ورځ مېله په کلشپوره کې ده، کلشپوره حصارک کې ده، هلته هم ګڼه ګوڼه زیاته وي،.

سبا هلته مېله شوه، اکبرجان له دې ځایه کړایی پورته کړ او ځان یې کلشپورې ته ورساوه.

ښځو هم تور پوړوني اغوستي او د کلشپورې مېلې ته راځي، ماشومان ډېر زیات دي، د کلشپورې مېله له ټولو مېلو نه لویه وه، له هرې خوانه ورته خلک راځي، وړې، وړې جنکۍ دمبۍ کوي او نور تیږه غورځوي، چای څښي، ځلوبۍ خوري، پیکوړې خوري، بد حال جوړ دی، د چیني په څېره کې هم د خوښۍ نښې ښکاري، دا چې خلک خوښ ګوري نو دی هم خوشاله ښکاري، دلته تر ماښامه خلکو مېله وکړه، چا د غیران، چا د شانداپولي، چا د یوې روپۍ او چا په جوارو او چا په هګیو ځلوبۍ، پیکوړې اخیستې، نقدې پیسې ډېرو کمو خلکو سره وې، خو سږکال د وچکالۍ کال دی او دا داسې وخت دی چې خلکو د ژمي اذوقه لا وختي تر ستوني تېره کړې وه، بل فصل ته به ګوري چې بل فصل څنګه دی؟

 د کلشپورې د مېلې په مازیګر اکبرجان غلی ګلداد ته راغی، دا خبره یې ورته وکړه:

– دا چینی او ملک نه جوړېږي.

ملک  هم را پیدا شو، هغه هم شخه پګړۍ وهلې وه، عثمان جان پاچا ملک سیدلال ته وویل:

– ستاسو چینی نامخدا ډېر هوښیار دی.

ګلداد ورته وویل:

– څنګه؟

– نه پوهېږم خو د ملک سیدلال  څېرې ته چې وګوري، وغړمبېږي او ملک چې دده څېرې ته وګوري؛ وارخطا شي، اوس دا ملک رانه خپه نه شي چې یوه ورځ به مو همداسې پرېږدي، عثمان باچا ور ته وویل: څه ووایم، اوس خو موږ خدای شته ملک ته اړ یو، د ملک په زور او مټ ولسوالۍ ته روان یو، موږ سره خو څه نشته، که څه کوي هم، همدا ملک به یې کوي.

 مستو له کومې خوا را پیدا شوه، د دوی د خبرو په منځ کې ور ولوېده:

– زموږ چینی چې دی، ډېر بې ضرره دی، ضررناک خلک پېژني.

په دې خبره کې څه حکمت پروت و، ملک د  مستو په خبره لږ چرتي شو، عثمان جان پاچا یې هم چرتي کړ، چیني یوه چغه وکړه او هغه چغه زیاته شوه،  مستو وارخطا شوه چې څه وشو!؟ اخوا او دېخوا لاړه، اکبرجان هم څو وکړ چې کوم مېلمه راغی که څنګه خو هیڅوک هم نه وو، چیني بس په خپله طبع چغې وکړې.

د ماښام تیاره راخوره شوه، هر څوک خپلو کورونو ته شول، اورونه بل شول، چینی د وره کونج کې کېناست، اخوا ته یې غوجل ته کتل،  مستو اکبرجان ته غږ کړ:

– دا چینی چې د ملک سیدلال  نوم څنګه واوري؛ نو په غپا راشي او ملک د چیني ډېره بده وایي، په ټول کلي کې یې اوازه ګډه کړې چې دا نجس دی او دا باید ورک شي، دې کې به څه خبره وي؟

اکبرجان ورته وایي:

– ابۍ څه خبره به وي، معلومه به شي.

ګلداد خچۍ ګوته په پوزه کې منډي او بېرته یې په پټو  پاکوي، په ږیره یې لاس تېر کړ:

– ځه خدای مهربان دی، خدای پاک به د عثمان جان پاچا اپین پیدا کړي، خوب مې لیدلی چې دا اپین حتماً پیدا کېږي.

سهار وختي  مستو پاڅېده، له چرګۍ نه یې ایره یوې ډډې ته کړه، اور یې بل کړ، چینی هم له غوجلې نه راووت او بیا په وره کې کېناست،  مستو تور چایبر راواخیست، په چرګۍ یې کېښود، چینی ورو، ورو وسونګېده، دې سره ګلداد را پاڅېده:

– څه خبره ده؟

 مستو ورته وویل:

– هېڅ خبره نشته.

– دا چینی څنګه وسونګېده؟

– ساړه به یې شوي وو، د چرګۍ له اور سره لکه چې تود شو.

اکبرجان هم له کټه رانېغ شو، پلار او زوی د جمع تابیا وکړه،  مستو په چیني منت وکړ:

– کېنه، ته به جومات نه ځې، ملک دې نه پرېږدي، بیا به درته وایي چې نجس راغلی دی.

دې سره چیني زنه په ځمکه راښکله او سر یې د پښو په منځ کې کېښود، دا یې ښودله چې:

– زه بېځایه نه غاپم، کاش چې ځینې خلک خپل اعمال جوړ کړي، بې ځایه و نه غږېږي، لاپې ونکړي او د خلکو مال هم ونخوري.

پلار او زوی جمعې ته لاړل،  مستو د لاندي له کټوې سر پورته کړ او وازده یې ترې راواخیسته، د بېګانۍ شوتلې پتیله یې هم راواخیسته، هرکاره یې کېښوده، وازده یې پکې واچوله، وازدې ورو، ورو خپل غوړ را پرېښودل، د چرګۍ تر خوا ایښې  پتیلې نه یې په لرګینې څمڅۍ شوتله راواچوله، پلار او زوی له جوماته بېرته راورسېدل، ګوري چې  مستو شوتله په وازده کې تبی کړې ده، کوټه کې یې بوی خپور دی، چینی ډېر خپه دی، که هر څومره ورته وایي چې:

 – پورته شه، پورته شه!

خو هغه همداسې پروت دی، اکبرجان داسې انګېري چې د ملک د نوم له یادولو سره چینی له دوی هم خپه شوی دی، خو ګلداد پرې پوه شو، هغه وویل:

– تاسې پوهېږئ چې دا چینی نن ولې خپه دی؟ د وازدې بوی ورباندې ښه نه دی لګېدلی، دا خو دده ملګری و، له پسه سره خو ده ډېر ملګرتوب کاوه، هغه ترې موږ حلال کړ. اوس یې هم هغه دی، خپل ملګری هېر نه دی.

دې خبرو سره چیني غوږونه بوڅ کړل، بېرته یې مړاوي کړل، سر یې وښوراوه، د سر ښورولو یې دا وښوده چې دی په خپل ملګري خپه دی.

 مستو په تبۍ جواری پوخ کړی و، نن په خپل زوی او خاوند مهربانه وه، ګرم جواری، د وازدې په  تبي کې شوتله، عجبه خوند یې کاوه …

 له دې سره اکبرجان له ژبې نه ټک وویست:

– ابۍ! نن دې ډېره خوندوره شوتله پخه کړې، دې وازدې څومره خوند وکړ.

د وازدې له یادولو سره چینی وسونګېده، ګلداد وویل:

– انډیوال یې یاد شو، بوی یې پرې ورغی.

 مستو یو پوټی ور واچاوه، چې څه کوي، خو چیني له پوټي نه ټوپ کړ، اخوا د غوجل په وره کې کېناست او همداسې یې سر په پښو کې ننویست، زنه یې پر ځمکه ولګوله، ساړه ساړه اسوېلي یې وکړل، خو پلار او زوی دواړو د وازدې او شوتلې صفت کاوه.

دوی په همدې خوراک او صفتونو کې وو چې په دیستار غږ راوشو،  مستو ور ووته، عثمان جان پاچا ولاړ و، ویل یې:

– اکبرجان ته ووایه چې راځه د ملک کور ته ځو.

شپږ دېرشمه برخه

اکبرجان او عثمان جان پاچا دواړه د ملک سیدلال کور ته روان شول، له برګ برګ اسمانه یې پر غوږ څاڅکي پرېوتل، عثمان جان پاچا وویل:

– د باران څاڅکي راغله.

پاس د اسمان په یوه څنډه کې ددوی پر سر ورېځ ولاړه وه، له دې ورېځ یو څو څاڅکي را وورېدل، نور هېڅ نه وو، اخوا اسمان تک شین و، دا ورېځ هم ورو، ورو وکوچېده، اکبرجان غږ وکړ:

– ملک صاحب! ملک صاحب!

له اخوا غږ راغی:

– څه خبره ده، در ووتم.

ملک ګوري چې دواړه ولاړ دي،  د خلاص ګرېوان تڼۍ تړي ور ته وايي:

– خیر خو دی؟

– خیر دی.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ملکه! ما ویل …

– څه دې ویل؟ څه شی دی؟

اکبرجان په منځ کې و وغورځېده:

– که حکمرانۍ ته لاړ شو.

– لاړ به شو، ته ودرې چې زه خو خپله  پګړۍ مګړۍ راواخلم.

ملک ننوت، شېبه ووسته مشدۍ پګړۍ په سر بړاو کړی راووت، اکبرجان ته یې وویل:

– نن ښه دی، هغه نجس درسره نشته.

اکبرجان باندې دا نوم ښه نه لګېده، هغه ورته وویل:

– ملکه! نجس نه دی، هغه باندې موږ د چیني نوم ایښی دی.

– ته پرېږده، څوک چې دا نجس ساتي، هغه مرداره خواره دي، دا شی ورک کړه، دا نجس دی، ټول کلی به سره چاړه او غوښه کړي.

 عثمان جان پاچا د ملک په دې خبره چې ټول کلی به چاړه او غوښه کړي؛ چرتي شو، ملک هوښیار و، چې پوه شو چې عثمان جان پاچا چورت وهي نو ورته ویې ویل:

– داسې نجس شیان ښه نه دي، زړونه بدوي، نه ترې چڼی پاتې شو، نه بل او نه بل،  دا ټوټکې، کوډې، انګېرنې، دا مه کوئ، دا کار خرابوي.

عثمان جان پاچا نور هم چرتي شو، د کلي د چاړه او غوښه کولو خبره ، ټوټکې او کوډې دا ټولې خبرې ور ته د سوچ وې، دی په همدې سوچ کې و  چې  د بر کلي ملک سید جان په مخه راغی، دده د سوچ دنیا یې ګډه وډه کړه، سلا او روغبړ شو، سم له واره یې ور ته وویل:

ـ د حکمران کار څنګه شو؟

ملک سیدلال له دوی وار ړومبی کړ:

ـ  کېږي خدای مهربانه دی.

دواړه ملکان په خپلو کې سره پوه شول، خبره یې نوره اوږده نه کړه. همدومره یې وپوښتل:

– اوس چېرته پخیر؟

عثمان جان پاچا ور ته وویل:

ـ حکمرانۍ ته ځو.

ملک سیدجان جان لا بله پوښتنه نه وه کړې چې سیدلال ملک پرې غږ وکړ:

ـ ملکه  خبر شوې؟

– له څه شي؟

– په حصارک کې ډوډۍ ورېدلي دي.

– ډوډۍ ورېدلي دي؟

درېواړو تعجب وکړ، ملک سیدجان دا خبره بابېزه وګڼله، ډوډۍ او ورېدل؟

له سیدلال سره یې د ملکۍ ملګرتوب و، د هغه خبره یې میره بلله، سیدلال ور وړاندې شو، له ګوتې یې ونیو، د ډودۍ خبره یې ور ته را واخسته:

– ملکه ولږه دومره زیاته شوې، دومره زیاته شوې چې پوښتنه یې مکوه، دا وچکالي ګوره! خوله یې لګولې ده، بېګاه ښه وو، خلکو ویل چې له اسمانه ورباندې ډوډۍ ورېدلي دي، خلک ډېر خوشاله دي چې ځه ښه دی ولږه به ختمه شي، کال اباد شو.

د ډوډۍ د ورېدو خبره په ټول کلي کې ګډه شوه چې حصارک کې ډوډۍ ورېدلي دي، د حصارک خلک دا کال اباد کال بولي، ابادي به شي.

په همدې خبرو لاره  لنډېده، ملک سیدجان له دوی نه بېل شو، پوه شو چې کیسه سیدلال یوازې دا کیسه خلاصولی شي، خو عثمان جان پاچا بیا هم له سیدجان نه د ملګرتوب غوښتنه وکړه،  سیدجان څه بانې مانې وکړې، ترې لاره کې ستون شو.

دا د ډوډۍ خبره تر حکمرانۍ غځېدلې وه، حکمرانۍ کې هم دا خبره کېده، حکمران چې کله دا ډله ولیده نو سم له واره یې غږ  وکړ:

– ځه ښه دی چې هغه نجس مو نن نه دی راستی.

په اکبرجان دا خبره ښه نه لګېده، هغه ته نجس نه و، هغه ته پاک و چې څه خبره وه خو وه، حکمران ملک ډډې ته کړ، پس پسی یې وکړ، وروسته یې دا نور هم وغوښتل، ملک ورته وویل:

– حکمران وایي چې غل ویلي؛ دا پېټۍ موږ نه ده پټه کړې، خو موږ ته خلک معلوم دي، خو خلک هم نه شو ښودلی، هغه بیا موږ وژني.

عثمان جان پاچا حک حیران ودرېد، دا نن څه اورم:

– زه خلک څه کوم؟ که ماته خپل اپين وسپارل شي؛ هیڅوک دې نه ښودل کېږي.

ملک ورته وویل:

–  سخته همدا ده چې څنګه اوس دا سړی دې ته راضي کړو …

اکبرجان د خبرو منځ ته ور وغورځېده:

– ملکه! بس له خلکو تېر شه، ده ته دې خپل اپین  ورکړي.

ملک یو دم د اکبرجان په خبرو کې ور وغورځېده:

– د څه شي اپين زه ورکړم؟

اکبرجان ورته وویل:

– ته یې ورکوې او که بل یې ورکوي خو  اپين یې ورک دی، اپين ور ته پیدا کړئ.

د ملک خبرې تړتړۍ شوې، بیا یې په اکبرجان غږ وکړ:

– دا تاسې نن څه ګډې وډې وایئ؟ زه یې څنګه اپين ورکړم او حکمران یې اپين څنګه ورکړي؟

دې سره حکمران هم د دوی خواته راغی، ور ته ویې ویل:

– که د دې ملک خاطر نه وای، تاسې بندیان کېدئ، څنګه د اپينو خبره کوئ او څنګه په اپینو پسې راځئ؟ دا د ملک لحاظ دی چې تاسې ته څه نه وایم، تاسې لا دلته وېش کوئ!؟

د حکمران سترګې تکې سرې شوې، غوسه یې شېبه په شېبه زیاتېده، په عثمان جان پاچا یې خوله را پرانسته، غلی ودرېد، اکبرجان هم شاته شاته کېده، ورو، ورو له حکمرانۍ نه ووتل، ملک خواخوږۍ ته ور وړاندې شو:

– درځئ، زه به دې ته یوه لاره جوړه کړم!؟

اوه دېرشمه برخه

ګلداد خان د کلي د زاړه برج دېوال ته پاس په چوتره ډډه وهلې وه،  سړو وهلي لېنګي یې د لمر په پیتاوي ټکورول، خچۍ ګوته یې د مخ د کاسې په غټه پوزه کې هواره ګډوله، د لمر وړانګو یې سترګې وبرېښولې، خولۍ یې په تندي کېښوده، یو څپک سیوری یې پر سترګو را خپور شو، له بانجاني چاینکې یې پیاله ډکه کړه، چورت وهي، مستو راښکاره شوه، غږ یې پرې وکړ:

– نوره خو غرمه هم ده، دا جواری دې په تناره نه پخاوه؟ د تبۍ جواری خو مو ډېر وخوړ.

 مستو د سترګو په کونجونو کې ور وکتل، له ځانه سره وغړمبېده:

– کور کې یې د موږک لکۍ نه سپېره کېږي، ډکی خس نشته او هلته وایې چې په تناره راته سوکړک پوخ کړه.

ګلداد خان لاس خېټې ته تېر کړ، ویې مښله، ځواب ته  را نېغ شو:

– هغلته خو یو څه ډکي مکي شته، داسې کار وکه چې د ملک کور ته لاړه شه، ما له ورایه ولیدل چې له تناره نه یې دود پورته شو، همالته به سوکړکان پاخه کړې، یو څو ډکي چې ور واچوې، تیار سور تنور دی، دومره ډېر خس نه  غواړي.

 مستو نوره د ګلداد خبره ځمکې ته و نه غورځوله، ډکي مکي یې راټول کړل، یوه کولپي د جوارو خیشته کړي اوړه یې راواخیستل، کلپي یې په سر کېښوده، چینی هم ورسره روان شو، له کوره چې څنګه ووته، ګل صنمه مخې ته ورغله، سلام کلام یې وکړ،  مستو ورته وویل:

– د ملک کور ته ځم، هلته سوکړکان پخوم، تنور یې اچولی و، لږ ډکي مې راواخیستل، تیار سور تنور دی.

ګل صنمې ورسره ډکي واخیستل، دواړه روانې شوې، د ملک کور ته چې ننوتې، نو د ملک د میرمنې شمشو ډوډۍ پخه شوې وه، چایبر یې په تنور کې ایښی و، پر سر یې برغولی ایښود چې دې وخت کې دوی ورغلې، ستړي مشي خوارمشي وشوه، شمشو چې کلپي ولیده، نو ویې ویل:

– ډوډۍ پخوې؟

 مستو ورته وویل:

  د غنمو اوړه له کومه شول!؟ ګلداد خان راته وویل چې د ملک کره لاړه شه، په تناره راته د جوارو یو څو سوکړکان پاخه کړه.

– راځه خورې، راځه!

شمشو مهربانه ښځه وه، ډکي یې تناره ته ور واچول، یوه لمبه په تناره کې تاوه شوه، تنور ګرم شو، ګل صنمې سوکړکان جوړول او  مستو په تناره کې تپل.

چینی وړاندې یو ځای کې پرېوت، پښه راکاږي، غورېږي، ځای یې لږ کندې کړ، شمشو چې په چیني سترګې ولګېدې نو  مستو ته یې وویل:

– دغه نجس مه راوله، ته وګوره هغه ځای یې کندې کړ.

که دې هرڅومره کوچې کوچې ورته وویلې، خو چینی په خپل ځای کې پروت و، نه ښورېده، لا یې پښه وهله.

 مستو هم ورباندې منت وکړ، ګل صنمې هم پسې یوه تیږه ور وشغوله، خو چینی له ځایه نه ښورېده.

ملک سیدلال را ښکاره شو، ګوري چې چینی په ځمکه پروت دی او په پنجه  ځمکه ګروي، یو دم یې غږ کړ:

– دا نجس چا راوستی؟

په تناره  یې ګل صنمې او  مستو ته پام شو:

– ګورئ! له دې وروسته دا نجس مه راولئ، ما څو ځل تاسې ته ویلي دي چې ددغه نجس څېره راباندې ښه نه لګېږي.

چینی وغورېده، وغړمبېده، ملک تبر ته لاس کړ،  ګوزار یې پرې کاوه  چې  مستو ور غږ کړه:

– ملکه خیر شه!؟ دا خو یو بې ژبې شی دی، که  په دې تېره تبر دې وواهه خو سمدستي مړ کېږي، کنه.

ملک له غوسې تک سور واوښت:

مړ کوم یې،

ـ خیر شه ملکه ولې ؟

ـ ولې ولې نشته، نور کې دلته راځئ، دا نجس مه راولئ.

مستو ژر ژر سوکړکان و څنډل، پوه شوه چې ملک سره یوه دوه نه کېږي، په چیني په غوسه دی.

چینی له ملکه نه ویرېده چې هر څومره یې ورته کوچې، کوچې وویلې، چینی په هماغه ځای پروت و، په کوچې نه و.

 مستو جواري راواخیستل، څنډل یې، په چیني یې غږ وکړ:

– پاڅه! پاڅه!!!

اور لړونی یې ورته وښوراوه، چینې مړې مړې ور کتل خو له دې ځایه نه ښورېده، ملک وارخطا و، ورته را نژدې شو، چینی ورته وغپېده، مستو په ملک غږ وکړ:

– ملکه! لږه شېبه وار وکه، موږ وځو.

ګل صنمې سوکړکان  په شکري کې  تاو کړل،  مستو په چیني  منت وکړ، خو چینی له ځایه نه ښورېده، بالاخره یې په ډېره خوارۍ له دې ځایه پورته کړ، ځای یې لږ لږ کندې کړی هم و، له ملکه  وار، پار خطا و، ګل صنمې  مستو ته وویل:

– دا چینی ډېر ځېلي دی، دا ولې دومره ځېل کوي او رښتیا هغه ځای یې ورته وسپړه، نو چې انګړ وسپړل شي او لږ څاڅکي ور ورسېږي، خټې جوړېږي، ملک خو ملامت نه و.

 مستو ورته وویل:

– نو موږ خو هم ملامته نه وو، خو سپی دی.

چینی ان تر کوره غړمبېده. اکبرجان او عثمان جان پاچا دواړه د کلا په وره را ننوتل، عثمان جان پاچا ځان پسې د څادر پیڅکه راکاږله، رنګ یې له خپګانه تک تور اووښتی و، ګل صنمې ورباندې غږ کړل:

– خیر خو دی؟

– څه خیر دی؟ دا حکمران لکه چې اوس موږ نه پرېږدي، ملک هم اغه او دغه کوي.

اکبرجان چې چینی ولیده، نو هغه په غپا و، د ملک د کور خواته یې منډه کړه، غوښتل یې ملک کره ننوځي، خو د هغوی ور تړلی و، اکبرجان هم ور پسې منډه کړه، چینی ور په پښه ټکوي او غپېږي، ملک راووت، چیني منډه کړه ور یې بېرته کړ او په هماغه ځای پرېوت، ملک اکبرجان ته وویل:

– ګورئ! دغه نجس ورک کړئ، دغه چینی به موږ ته غم جوړ کړي دا دلته بیا څه کوي؟

دواړو په ډېرو مشکلاتو چینی له کوره وویست خو چینی په هماغه ځای پښه راکاږله،  بوی کاوه یې، غورېده او غړمبېده، بېرته یې کور ته راوست.

عثمان جان پاچا ډېر خپه ناست دی، قضا غرمه ده. له اکبر جان کره شوتلې پخې شوي او د وازدې تبی یې ورته اچولی، توره هرکاره یې په نغري ایښې، د پوټیو څښاری دی، ګلداد خان پلتۍ ووهله، جواری یې راواخیست، د سبو ډکې هرکارې ته کښېناست، د عثمان جان پاچا له کوره اه نه وت، اکبرجان راورسېده، ګلداد ورته وویل:

– راځه ډېره ښه شوتله ده، مور دې نن توره کړې، د وازدې تبی یې ورته کړی دی.

اکبرجان چې د عثمان جان پاچا خپګان ته کتل، نو ده ته هم چندان ډوډۍ خوند نه ورکاوه، په عثمان جان پاچا یې غږ وکړ:

– پاچا صاحب! وا پاچا صاحب!؟

ګل صنمې ور غږ کړل:

– پاچا په مانځه ولاړ دی، خیر خو دی؟

– پاچا صاحب ته ووایه چې دلته راشه! تیاره غرمه ده، ابۍ نن ډېره ښه وچه شوتله پخ کړې او د وازدې تبی یې ورکړی دی.

عثمان جان پاچا راواوښت، د عثمان جان پاچا په لیدو چینی بیا وغپېده، اکبرجان ویل:

– دا چینی ډېر غاپي، د ملک کور ته یې هم منډه کړه، هلته په یو ځای پرېوت، پښه یې راکاږله، ملک ډېر وارخطا و، همدا یې ویل:

– دا نجس ورک کړئ، که نه یې ورکوئ، دا به ګوره موږ له کلي ورک کړي چې دا څه خبره ده؟ ددې ملک ولې زموږ له چیني سره دومره ورانه شوې ده!؟

عثمان جان پاچا په خپل چورت کې و، ډکې هرکارې ته یې پلتۍ ووهله، تاوده سوکړکان او د وازدې په تبي کې پخې شوې شوتلې عجب خوند کاوه، پلار او زوی ښه په خوند خوند ډوډۍ وخوړه خو د عثمان جان پاچا له زړه یو خدای خبر و.

ګلداد ورته وویل:

– پاچا صاحب! څنګه شو، اپين لکه چې پیدا نه شو؟

دې سره یې کپ ونښت، اوبو ته یې لاس کړ چې کپ تېر کړي، ګلداد ورته وویل:

– کیسه لکه چې ښه نه ده!؟

اکبرجان ورته د حاکم او د ملک سیدلال ټوله کیسه تېره کړه، ګلداد د لاسونو له پنجو نه ټکاری وویست، ساه یې تازه کړه، یو څو ارګمي یې خوشې کړل، په ګڼو وروځو یې لاس راښکه:

– فساد راته په حاکم کې ښکاري، ملک هم راته په پوستکي کې ډېر پاک سړی نه ښکاري، دا خو ملکان دي، ما خو ملکي هسې خوشې پرېنښوده، وۍ وۍ ، خدای پاک دې دوی سره پوه شي، بس څه وکړو، شک هم ښه شی نه دی، هغه بله ورځ یې هم په رادیو کې یوه سندره راغله چې:

ولاکه یو خاین ترې خلاص شي په پرده کې

مکتوب راغلی، د ملکانو په باره کې

ددې زمانې ملکان او بیا دا ملکان وۍ وۍ، دا خو د څټ له طرفه حلالول کوي.

د ملک له نوم اورېدو سره چینی بیا وغپېده، اکبرجان وویل:

– نه پوهېږم زموږ د چیني هم له ملک سره ډېره ورانه ده او د ملک هم له چیني سره ورانه ده چې دا څه خبره ده!؟ دا اوس یې منډه کړه، نېغ په کور ور ننوت، یو ځای کې پرېوت، پښه یې راکښله ،  مستو ور غږ کړل:

– زویه! هغه ځای یې ورته کندې کندې کړ،  ملک په چیني د تبر ګوزار کاوه، ویل یې:

– دا نجس نور مه راولئ، دا به موږ له کوره ورک کړي، دا به دلته بې اتفاقي راولي، نو د سپي او بې اتفاقۍ څه خبره ده!؟

– بس دا د ملک خبرې دي.

ګلداد خان وویل:

– یره عثمان جان پاچا زه چې ګورم لکه چې دا چینی درته اپين پیدا کړي.

عثمان جان پاچا له سره خولۍ لېرې کړه، په ښي لاس یې سر وګراوه، بېرته یې کېښوده:

– یره ګلداد خانه! څه ووایم نو!؟ اوس خو کیسه بل خوا ته روانه شوه، نن خو د حاکم له خبرو داسې ښکارېدل چې موږ بندیان کړي، همدا یوه خبره یې کوله؛ اپین بند دی او تاسې لا راځئ، پوښتنه یې هم کوئ، نه پوهېږم تاسې ته دا حکومت هسې چټي شی ښکاري.

ګلداد خان په برېتو لاس راښکه، ږیره یې په موټي کې ټینګه ونیوله:

– یره عثمان جان پاچا دواړو کې څه خبره شته.

دې خبرې سره چینی هم غاړه تازه کړي او ویې غپل، اکبرجان پوه شو چې د عثمان جان پاچا پام بلې خوا نه اوړي، هغه هم د چیني په حرکت سره چرتي و چې دا څنګه چینی او ملک دواړه دومره سره وران دي؟  مستو وویل:

– ملک چې راغی او په چیني یې څنګه سترګې ولګېدې؛ نور یې په کنځلو شروع وکړه:

– دا نجس ورک کړئ، که دا ورک نه کړئ، موږ او تاسې کې به بې اتفاقي راولي، موږ به ورک کړي، نو دا چې موږ څنګه ورکوي، پدې موږ نه پوهېږو.

اکبرجان وویل:

– ملک له خېټې غږېږي.

ګلداد ورته وویل:

– ملا صاحب خو به درته څه نه وي ویلي؟

– ملا صاحب خو هېڅ خبره نه کوله، نور غلی شو، د هغه چې یې د څپلۍ غل پیدا کړ، له هماغې ورځ نه نور ده د سپي په اړه کومه بله خبره و نه کړه، ګنې هغسې خو ملک سیدلال ډېر ورته وویلې چې دا نجس دې ورک کړي، دا نه ګورې!؟ هغه ورځ یې چڼي ته هم خوله ور اچولې وه، ګوره دا به اخر لېونی کېږي، داسې نه چې ټول کلی ختم کړي.

په همدې خبرو کې بند وو، نتیجې ته نه رسېدل، د مازیګر لمر په پرېوتو و، لمونځونو ته جګ شول، مخکې له دې چې خواره واره شي؛ په تلو، تلو کې ګلداد، عثمان جان پاچا ته وویل:

– زه خو داسې ګومان کوم چې ستا دا اپين پیدا کېږي.

عثمان جان پاچا مخ ور واړوه، ورته ویې ویل:

– ګلدادخانه! په خوله دې برکت شه، خو داسې نه چې د اپینو پر ځای موږ په چوڼۍ کې کېنوي.

اکبرجام غږ ور وکړ:

– یوه ورځ نیمه به صبر وکړو، خلک خبرې کوي، دوی به څه حال راوړي، بیا به پسې ووځو، خدای مهربانه دی، چورت به ورته ووهو، د حاکم ماغزه به ساړه شوي وي، ملک به هم ورته یو څه ووایي، توکل په خدای .

 دملکانو او حاکمانو مړۍ غوړه ده چې دا ملکان وي، حاکمان به غوړې شونډې ګرځي.

اته دېرشمه برخه

وخت تېرېږي، عثمان جان پاچا د چرتونو په ټال زانګي، جومه کې که کومه نیمه ورځ له  نغري نه لوګی پورته شي، نوره نو فضا ډېره سپېره مېره ده، له چا سره چې څه د لاس خیری و، هغه پاک شو. الله هم پاک او دربار یې هم پاک.

هوا هم ورو، ورو  ګرمېږي، ګلداد په دې تمه دی چې که سږکال غنم وشي، نو یو خو به پور لنډ کړي، بل به که خدای ته منظوره وه، اکبرجان ته به دسمال واخلي، هر څه د غنمو تر فصله وو.

ژوند د غنمو په دانې پورې تړلی، که د غنمو پر دانه څاڅکې وورېدل، نو په سپېرو لپو کې به را زرغون شي. ژوند به هم وغوړېږي. ټول کار د غنمو په دانه کې دی، د غنمو دانه د ژوند رګونه مستوي او په جوش یې راولي.

د عثمان جان پاچا په کور کې د امیدوارۍ هېڅ کومه خبره نشته، همدا یوه خبره یې له خولې راوځي:

– یوځایي اپین و، بیا به موږ کېنو، اپين به پیدا کوو، اپين چرته دی!؟ سږکال خو هغه دی، اپین و نه شو، ښه دی چې دا ناولی بوټی خو ونشو، سږکال ګلداد د زرخم په پټیو غنم کرلي، غنم هم ټیټ، ټیټ او بې مودې ښکاري، خونده یې نشته، د وچکالۍ یوې څپې دا وطن دومره وځاپه، کلی ټول چرتي دی، خلکو پورونه تر غنم لوه پورې کول، ښه که غنم و نه شي، بیا خو نو دوکانداران هم چا ته پور نه ورکوي، یاره!  دا غنم خو ډېر کمزوري دي، دا به څومره فصل وکړي!؟ پخوا به په زرخم کې هاغسې فضلونه ولاړ وو، پیاز وګوره، کوکنار ګوره، غنم ګوره، سږکال لکه چې یو فصل هم ښه رانه شي، سږکال قحطۍ هم خوله لګولې ده، د خلکو امید دا و چې ښادۍ به وکړي خو ښادي یې لکه چې په برخه نه ده، د عثمان جان پاچا په کور کې خو یوه لویه ټکه پرېوتې، اوس یې له کوره غږ و غوږ هم نه خېژي.

هلته حاکم صاحب هم په غوږ وواهه چې د اپین خبره ډېره و نه کړي، که ویې کړه، نیسي یې، چورتونو کې ډوب و، غږ شو:

– له حکمرانۍ نه عسکر راغلی دی، عثمان جان پاچا غواړي.

عسکر له یوه ډانګ سره راغلی و، ملک نېغ عسکر د عثمان جان پاچا کور ته وروست، په عثمان جان پاچا یې غږ  وکړ چې حکمرانۍ ته یې غوښتی یې.

عثمان جان پاچا نه وار پار خطا شو، چینی ور ووت، ګوري چې ملک او عسکر دواړه د عثمان جان پاچا کور ته ولاړ دي، ور پسې یې  وغپل، ملک عسکر ته وویل:

– یو ددغه نجس دا سترګې ډېرې بدې لګي، دا به څنګه ورکوو!؟

عسکر ورته وویل:

– پرېږده یې، دا خو بې زبانه شی دی، څه یې کوې؟

– نه کنه، یو خو ډېر غاپي او بل دې کور کلي کې بې اتفاقي راولي، دا نجس دی.

عسکر ورته وویل:

– نو بې اتفاقي څنګه راولي؟ دا وګوره او بې اتفاقي!؟

– نه خو که داسې نجس شی وي، بې اتفاقي به خود راځي.

دې سره چیني غپا نوره هم تېزه کړه، اکبرجان ورووت، ګوري چې ملک او عسکر دواړه د عثمان جان پاچا وره ته ولاړ دي، عثمان جان پاچا راووت، پګړۍ یې تازه وهلې وه، ملک پرې احسان واچاوه  چې که ته اوس نه یې برابر؛ نو سبا به ورشوو؟

عثمان جان پاچا ته دا خبره ښه وبرېښېده، د ملک احسان هم ورباندې شو، ملک عسکر ته مخ واړاوه او ور ته یې وویل: عسکره! ته اوس لاړ شه، سبا به زه او دی په ګډه درشو.

عسکر روان شو، دوی درېواړه سره کېناستل، په خپلو کې یې پرېکړه وکړه چې سبا به وختي چوڼۍ ته ځي او د شپې به چورت وهي چې دې خبرې ته کومه لاره را وباسي او  عثمان جان پاچا څنګه د حکمران له خولې خلاص کړي.

عثمان جان پاچا ته نو اوس دوه غمه دي، یو خوا د اپين غم دی او بل خوا د حکمران ددې خبرې چې اپین بند دی او تا څنګه اپین ساتلی و!؟ اوس له خپل اپینه منکرېدی هم نشي، اپین ور ته غټ غم شو.

شپه ډېرو سوچونو او فکرونو کې سبا شوه، سهار وختي درېواړو مخ په چوڼۍ واچول، چینی هم ورپسې شاته روان و، خو ملک غږ وکړ:

– که دا نجس موږ سره روان وي، نو بیا زه نه ځم.

دې کې چیني وغپل، خو دوی د ملک خبره میره وبلله، ځکه کار یې ورته بند و، چینی یې ایسار کړ، چیني ډېرې ترپکې ووهلې، خو دوی بونته.

په لاره  د اپينو خبره کوي چې اوس څه وکړو!؟ داسې نه چې عثمان جان پاچا کېنوي، اکبرجان ورته وویل:

– لاره څه ده ملکه؟

– لاره خو داده چې حاکم پخلا کړو.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– څنګه پخلا؟

– څه بډې مډې باید ورکړو.

– نو ما سره خو شانداپولی هم نشته.

ملک ور ته مخ ور واړاوه او ورته و یې ویل:

عثمان جان پاچا پور یې که پور، پور ښه شی دی.

– له چانه یې پور کړم؟ کلي کې چا سره یو شانداپولی هم نشته او ته ماته وایې؛ پور وکه.

– بس نو ما ته خو بله لار نه راځي.

– له یوې خوا اپین لاړ، بلې خوا ته پور واخلم، اوس به یې ښه پوره کړو؟

 مخ یې اسمان ته کړ، په ښېرا یې شروع وکړه:

– پروردګاره! چې چا ماته دا دام غوړولی وي او دا اپین یې رانه وړی وي، ته یې له عیاله سره دربدره کړې.

ملک ور غږ کړل:

– ښېرا مه کوه، ښېرا ښه شی نه دی، دعا وکه، دعا چې پروردګار دې ددې مشکل نه وباسي.

په همدې همدې کې چوڼۍ ته ورسېدل، چوڼۍ کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، ملک ننوت، چې حکمران وګوري، حکمران ناست و، په ملک یې سترګې ولګېدې، راپاڅېده، دواړه سره وبنګئدل، له بنګاري وروسته یې عثمان جان پاچا وغوښت، حکمران ورته وویل:

– نن خو موږ ویل چې تا دلته کېنوو، ځکه دلته له ولایت نه خلک راغلي وو، د اپینو والا یې محبس ته بوول.

ملک چالاکي وکړه، ورته ویې ویل:

– ځه محبس محبس نه تېر شه حکمران صاحب! څه چاره وکه.

حکمران ورته وویل:

– چاره خو یې تا سره ده، ته لاره ورته وګوره، داسې لاره چې موږ هم پکې خراب نه شوو، دی هم خراب نه شي او دا موضوع نوره حل شي.

ملک ورته وویل:

– ته اوس دا پرېږده، زه یې ضمانت کوم، چې دی هر وخت ستا په کار و، زه یې درته راولم.

ملک ضمانت وکړ، په ضمانت یې عثمان جان پاچا را پرېښود، ملک بیا هم عثمان جان پاچا ته وویل:

– نور نه کېږي، هماغه د بډو خبره ښه ده، یو څه بډې به پیدا کړو.

ښه له یوې خوا نېستي، وچکالي او له بلې نوا هغومره لوی قیامت چې هم یې اپين لاړ او هم به اوس بډې ور کوي چې ځان پرې خلاص کړي.

کله کله ژوند لکه زندۍ په غاړه کې پرېوځي. نه دا ستوغه لاره لنډېږي او نه د ژوند کږلېچونه هوارېږي.

نهه دېرشمه برخه

عثمان جان پاچا اوس د ملک د احسان پوروړی دی، ملک ته ډېرې خوشامندې کوي، د ملک خدای پاک بله کړه، عثمان جان پاچا له ځان سره چورت وهي چې دا څه کانې وشوې؟ هم اپين لاړ او هم پکې د بندیتوب خبره راغله، دا خو دغه دی ملک ضمانت وکړ، اوس له دې وروسته خپل اپین نه شو یادولی، اپين خو پرېږده، که یې بیا یاد کړم؛ نو دا حکمران خو دا ځل ډېر په چپه ر اپورته شوی و او هلته عثمان جان پاچا د بډو خبره هم کوله، اوس خو به زه له اپين نه تېر شم خو که حکمران ما پرېږدي، د همدې سوچونو په کږلېچونو کې و چې کلي ته ورسېد.

چینی د ملک د کور مخې ته پروت و، ملک چې چینی ولیده نو د تیږې ګوزار یې پرې وکړ، چیني منډې کړې او د اکبرجان پښو ته پرېوت، ملک په اکبرجان سترګې سرې کړې او ورته ویې ویل:

– ما څو ځل تاسې ته وویل؛ دا نجس ورک کړئ …

اکبرجان چینی مخکې کړ، عثمان جان پاچا خو په خپلو چورتونو کې و، ملک چې د کور ور وټکاوه، ښځې یې رامنډې کړې، له ور یې اړم ورو لېرې کړ، ورته ویې ویل:

– دغه نجس سپی څو کوي، زموږ له دروازې اخواته نه ځي، ددې سپي غم وخورئ ګنې دا سپی موږ خرابوي، ددې نجس دلاسه موږ ښه ورځ نه لرو،  اوس ترې دا ور په څو ساتو.

ملک چې دا شکایت واورېده، نېغ د ګلداد کور ته لاړ، غږ یې وکړ، اکبرجان راښکاره شو، ورته ویې ویل:

– ګلداد سره مې کار دی، دا ځل زه ګلداد په خبره پوه کوم.

ګلدا د خان هم را ښکاره شو، ملک ورته وویل:

– ګوره ګلدادخانه! اکبرجان ځوان دی، نه پوهېږي، دا نجس شی نور لېرې کړئ، کورولا مې هم ترې ډېر تنګ شوي دي، په څو ور ساتو، دا سهي کار نه دی، دا نجس راځي او همالته څملي چې څنګه زموږ ور بېرته شي؛ دی کور ته ننوځي.

ګلداد خان د ملک قهرېدلې څېرې او  له غوسې نه ډکو رپېدلو لاسونو ته چې وکتل، نو له ده هم وارپار خطا شو.  دې خبرې چرتي کړ، خو ملک، ملک دی، له ملک سره یې نه شي ویلی، نور یې ورته داسې پرېکړه وکړه چې ګلداد خان به یو زنځیر پیدا کوي او تړلی به یې ساتي.

د چیني ساتل په زنځیر کې ګران کار و، خو دوی بیا هم زنځیر پیدا کړ او چینی یې زنځیر ته کړ، په زنځیر کې د چیني غپا هماغه اولو شپو ته لاړه، کلی یې په سر واخیسته، ملک بیا د کلي ملا ته شکایت وکړ چې:

– دا خلک پوه کړه چې دا نجس شی نور لېرې کړي، ما ورته څو ځل وویل او که بیا نه شو، نو زه بیا حکمران ته شکایت کوم چې راشي او دا شی ورک کړي.

اوس نو ملک ټوله توره او خبره په حکمران کوي، حکمران اوس دده د لاس وسله ده.

اکبر جان او پلار دواړو یې له ملک او بیا حکمران نه د ځان خلاصون لپاره ښه دا وګڼله چې نور چینی په زنځیر وتړي، ځکه که حکمران خبر شي چې له چیني نه ملا او ملک دواړه تر سپېږمو راغلي دي، هسې بهانه به جوړه کړي، موږ به هم په نافرمانۍ د تور تمبو تر شا وغورځوي. ګلداد اکبر جان ته وايي:

ـ یاره! نور له ملک سره خبره نه شي، ملک په حکمران ډېر په هوا شوی دی.

اکبر جان مخ ور واړاوه:

ـ تېر شه، خپل کار به کوي.

ـ نه کنه، زویه! هغه دې نه دي اورېدي چې د سرکار له زوره به ځان ساتې. په لوی لاس به ځان د بلا خولې ته نه ورکوو.

زنځیر یې را وړ او چینی یې په مټې خوارۍ وتاړه، چیني ډېرې پړسکې ووهلې خو دوی اړ وو.

د دې دور د انسان ټوله مېړانه دا ده چې خپل مرستندوی او له ځانه کمزروی بشر په زنځیرونو وتړي. احسان منونکی خو نه دی نه دی، بلکې چې بل ورسره احسان وکړي، پر هغه هم سترګې پټوي، دی د ځان ژغورنې لپاره پر واقعیت سترګې پټوي.

څلوېښتمه برخه

د جومات په چوتره خلک راټول وو، ملا صاحب ورته ناست و، د دنیا خبرې یې کولې، خلکو ویل:

– غله دې خدای ورک کړي ، په تېره په ژمي او مني کې خو ډېر ترې پازاب یو، څه ازوقه، مزوقه پیدا کړو، هغه دوی رانه یوسي.

ګلداد دې خلکو ته مخ واړوه، ویې ویل:

–  ستاسې به یادېږي او که نه.

–  څه شی؟

– تېر کال په اوړي کې چې غله راوښتي وو.

– چېرته؟

– دغسې، اوس مو هر څه هېره کړه!؟ خو په موږ باندې کنه.

– هو، هغه خو مو یاد شي.

– پوهېږې!؟ سیمساره یې راوړې وه، په دېوال یې را اچولې وه،  کرار په دې لوړ دېوال د سیمسارې په زور راختلي وو، هماغه وړه کړکۍ یې پرانیستې وه، توته کې یې مېږي راوړي وو، اوړی و، ټول انګړ کې پراته وو، دا د اکبرجان ابۍ چې ده، شوقۍ ښځه ده، په دې ورځ چېرته واده ته تللې وه، نو خو ښځې دي، شرنګېدلی کمیس یې جوړ کړی، په کمیس یې د خلکو نظر پرېوتی، له همدې شړنګېدلي کمیس نه موږ ته بلا جوړه شوه، بلا داسې جوړه شوه چې دا غله راپسې راغلل، دوی فکر کاوه چې دوی کره به ښه ډېر سره زر نور هم وي، ته بیا دا ګوره، دا د کفر لور چې وه، له همدې کمیس سره ویده شوې ده، کرار غله راغلي دي او له توتې نه یې مېږي ورپو کړي دي.

– ښه!؟

 خپل خلک یو، خپل یو، چې مېږو تنګه کړې ده نو ایسته یې کمیس خطا کړی دی، غل کمیس وړی دی، نور همداسې تښتېدلی دی، سهار چې راپاڅېدو، کړکۍ خلاصه ده او همدا غږ کوي:

– وا زاوال دې یې وشي، ما خو له همدې خاطره دا کمیس له ځانه نه لېرې کاوه چې څوک یې رانه وې نه سي، دا خو ما ښادۍ ته جوړ کړی و، یوې ښادۍ او بلې ښادۍ کې به مې اغوست، ملک سید لال ورباندې غږ وکړ:

– ته دا پرېږده، زه بله درته کوم:

دلته پاس یو غل و، په سترګه ړوند و بدماش غوندې غل و، چاته یې کمه نه ویلې، هره خبره یې سپېږمو کې کوله، ویل یې:

– یوځای ته لاړم، یو څوک و، ښکته پورته کېده، توپانچه یې په بډه وهلې وه، دا به یې نېغه نېغه کوله، ما هسې خوله ورسره واچوله چې ته صبر دی ماته څه وایي.

یو دوه درې بدې خبرې یې راته وکړې، ماوې ښه ته له مانه بیا دا توپانچګۍ وګرځوه، بس سمساره مې پیدا کړه، انډیوالانو ته مې وویل:

– دغسې یوځای مې لیدلی، ښه ټیپ هم ورسره دی، اپین هم ورسره شته دی، یوه ښه توپانچګۍ ورسره ده، دا به ترېنه راوړو.

ته دا زړور خلک وګوره، د شپې ورغلي او کرار په هغه لوړ دېوال د سیمسارې په زور ورختلي چې ګوري، سړی په انګړ کې له خپلې ښځې سره څنګ په څنګ په کټ کې پروت دی، خپل ملګري مې کوټو ته ولېږل چې ځئ نو دا بکسونه ټول راپاک کړئ.

بکسونه یې راپاک کړل، زه کرار د کټ لاندې پروت یم، ده دا توپانچګۍ دې سر ته ایښې ده، ته زما قسمت وګوره، زه چې کله بېرته له له کټ لاندې نه راوځم، ولی مې د کټ په بازو کې ونښت، دوی راباندې پوه شول چې پوه شول، نو دې سړي ته دا ښځه وایي: غل دی.

هغه ورته وایي:

– څمله! غل له کومه شو!؟

زه همدې ځای کې پروت یم، خو دې کټ نه راوتی یم، ښځې ولیدم، ځکه چې د ددې د کټ په بازو کې مې ولی ونښت، ما چې ښه یوه شېبه تېره کړه او هغه سړي ځان ښه غلی کړ، کرار مې لاس تېر کړ او تومانچه مې راواخیسته، ښځې وویل:

– وا سړیه! هغه دی کنه، دغه دی ولاړ دی، پاڅېږه.

هغه وویل:

– کومه دی؟ کومه دی؟

هغه د کومه دی؟ کومه دی چغې وهلې، ما دانه تېره کړه او ورته ومې ویل:

– و نه خوځېږې.

نور خو ما پوزه تړلې وه، مخ مې پټ و، دوه مې خپلې کړې او دوه پردۍ، منډې مې کړې، دوی راپسې شاته نغارې وډنګولې، خو دې سړي سره وسله نه وه، ځکه وسله ترېنه ما راخیستې وه.

سامان مو ترېنه راوړ، یوځای کې مو ښخ کړ، نور راغلو، ځانونه مو کور ته راورسول، کور کې مو هم څوک په دې پوه نکړل چې موږ غلا پسې وتې وو، شونډې مونډې مو غوړې کړې.

بس په سبا دا خلک راخواره شوي دي، ولس کې ګرځي:

–  ملکان یې راټول کړل، په یوې غټې دېره کې سره یوځای شو، نو دا زموږ ملک هم ماته وویل چې ته راشه! ورغلم، یو ټوپک راسره و، دوه ټکی و، کېناستم، دوی ډوډۍ خوړلې وه، چرګان پاخه شوي وو، ماته یې هم داسې یو قاب کې لږه ښوروا او د چرګ وزر راوړ، ما دا وزر راواخیست او همدغه سړی چې توپانچکۍ یې څنګ ته اچولې وه، دې ته مې کتل او وزر مې کش کاوه.

سړی پوه شو چې دا خو هماغه دی، نو بیا دې خلکو وویل چې دا غل باید معلوم کړو.

ما غږ وکړ:

– غل معلوم دی.

ټولو وویل:

– څنګه معلوم دی؟

– تاسې یې څه کوئ؟ دغه سړی غل پېژني، هماغه سړی چې توپانچه ترې ما اخیستې وه، لاس مې ورته ونیوه، ورته ومې ویل:  دغه سړی دا غل پېژني.

هغه سر ټیټ کړ، ما ورته وویل:

– سر دې څنګه ټیټ کړ؟ سر پورته که او دې خلکو ته ووایه کنه چې غل څوک دی؟ ته خو غل پېژنې کنه.

بیا مې ورته دا کیسه تېره کړه چې موږ هرڅه د دوی د کور نه وړاندې ښخ کړي، یو شی مو هم کور ته نه دی راوړی، ده ته صرف موږ دا بدماشي ښوده، چې لږ اوار چلږه، بېځایه، بېځایه حرکت مکوه، عثمان جان پاچا چې په زړه زخمي زخمي او ګړوب ګړوب و، دوی په همدې کیسو کې بوخت وو، پخوانۍ زمانې یې رایادولې، اکبرجان راپیدا شو، چینی ورسره و، ملک سیدلال چې چینی ولیده، نو په ملا صاحب یې غږ وکړ:

– ملا صاحب! ګلداد او اکبرجان دواړه ښه خلک دي، خو ګوره دغه نجس یې ساتلی دی، دغه کلی سپېره کوي، نور نو مې د صبر کاسه چپه ده، بس نور به یا دوی په دې کلي کې وي او یا به زه یم، یا به دا نجس وي، ستا خوښه ده ملا صاحب؟

ملا صاحب پوه شو چې خبره نوره ورانېږي او خبره ان تر حکمرانه رسېدلې، حکمران هم ددغه نجس د ورکېدلو خبر ورکړی دی، نو پلار او زوی ته یې ویلي:

– داسې وکئ، چې راځئ له دې کلي ځان مه وباسئ او مه ځانته مشکل ګورئ، لاړ شئ، چینی چېرته داسې ځای کې یې خوشې کئ چې بېرته د کلي لار پیدا نه کي، د وژلو خبره یې سخته ده، ځکه زنده سر دی، چاته یې تاوان نه دی رسېدلی، نو د وژلو خبره یې زه نه کوم، خو له دې ځایه یې ورک کړئ، ځکه دا خلک ټول ورسره پازاب دي، هلته حاکم صاحب هم وایي او دلته ملک هم خبره وکړه، نور خو موږ هم حوصله نه شو کولی او نور صبر سخت دی.

مازیګر جمع وشوه، عثمان جان پاچا، ګلداد او اکبرجان درېواړه را روان شول، د درېواړه د کلي دېرې ته لاړل، اخوا دېره کې یې ډډه ووهله، دوی سره مشوره وکړه چې اوس څه وکړو؟ پاچا صاحب وویل:

– دا هرڅه له مانه پېښ دي، ځکه که دا له ماسره حکمرانۍ  ته نه وای تللی او هغه غل یې نه وای پیدا کړی، نو غریب ته به دومره ستونزې نه پېښېدای او تا  ته به هم دا دومره ستونزه نه پېښېده، څه وکړو!؟

ګلداد ورته وویل:

– بس نوره د چیني د ورکېدو  ورځ راغلې ده، څه کړو!؟

اکبرجان خوښ نه و، خو د مشرانو پرېکړه وشوه، مستو یې له سره خبره نه کړه، بوجۍ یې واخیسته، چینی یې له ځان سره مخکې کړ، چینی په ځان پوه و چې نور یې نه ملک او نه حکمران زغملای شي، نن یې د ورکېدو ورځ ده، دی پر دې پوه دی چې غله رسوا کول او د غلا مخه نیول ځان کندې ته ګوزارول دي، ده د انسان د ارامۍ او سوکالۍ لپاره پر ځان کنده منلې وه، غوښته یې چې کلی ولس له غلو خلاص کړي. هوسا ژوند او لېمو ته د تروړل شوي خوب را وستل د زړونو ارامي او ګټل دي چې په زړه کې کلا ابادوې، نو د کندو خوله به هم پخپلې قربانۍ ډکوې.

اکبرجان د چیني په حال خفه دی، هغه ته د وکتلو سترګې نه لري، چینی هم غږ نه کوي،  خپل عمل په مخه کړی دی، خفه پر دې ورځي چې د غلو رسوا کولو چاره یې نیمګړې پاتې نشي.

دواړه ښکته سرونه روان دي، له خولې یې سپڼ ه نه خېژي.

ښه ډېر مزل یې وکړ، لېرې، لېرې ډاګونو ته لاړل، ناشنا لارې او دښتې وې، یوځای ته چې ورسېدل، کرار یې چیني ته وویل:

– بوجۍ ته شه چې په شا دې کم.

چیني بوجۍ ته زړه نه ښه کاوه، نه یې دا لورېده چې اکبرجان دې دی شاته واچوي، خو خیر، د خاوند غوښتنه یې وه، چینی بوجۍ ته شو،  شاته یې واچوه، چیني ډېرې ترپکې ووهلې چې نغواړم ستا په شا لاړ شم!؟ اکبر جان شا ته واچاوه.

 اکبرجان زړه ته په دې تسلي ورکوله چې:

– ځه ښه دی، د وژنې فتوا خو یې رانکړه ګنې دا ورته ګرانه وه، د بوجۍ خوله یې وتړله او لېرې په یوه کنده کې یې ګوزاره کړه، څوړند سر ترې روان شو.

ماسختن لمانځه ته جومات ته راورسېد، وار یې ړومبی کړ، جمعې ته لاړل، جمع یې وکړه، ملا او ملک دواړه  یې له دې کاره  خبر کړل، ملک  شکرونه وویستل چې له دې نجس نه خو خلاص شو، خو عثمان جان پاچا او اکبرجان دواړه په چیني پسې خپه وو، کله چې کور ته لاړل، مستو غږ کړل:

– چینی نه ښکاري.

اکبرجان څه نه وایي او ګلداد خبره اخوا او دېخوا اړوي را اړوي چې که د مستو پام بلې خواته واوړي، خو  مستو په یوه سا د چیني پوښتنه کوي،

– چینی مو څه که؟

دوی بیا هم غلي دي، مستو بیا پوښتنه کوي:

–  ولې غلي اوسئ؟ زه درنه د چیني پوښتنه کوم.

اخر و نه شو، ګلداد ورته وویل:

– چینی خو موږ نور …

– نور څه؟

– ته خو ما پرېږده.

– ښه وایه.

– چینی موږ له ځانه نور لېرې که.

– مړ مو که؟

– نه مړ مو نه که.

– نو څه شو؟

– چرته لېرې دښته کې مو خوشې که.

– ولې؟ ښه که لېوان یې وخوري؟ ای های، څومره نېکي یې درسره وکړه، څومره ښه یې درسره وکړل، تاسې ولې دومره بې نېکۍ خلک یاستئ؟ هغه بې زبانه شی وګوره، کوم ځای کې به مو اچولی وي، ځای را وښيي، زه پسې ورځم.

اکبرجان ورته وویل:

– ابۍ! ته مه ساده کېږه، دا مجبوریت و، حکمران، ملک ټولو راپسې راخیستې وه، ملا صاحب وویل چې ځئ چرته یې ورک کړئ، ځکه ګوزاره سخته وه.

مستو سر سرتور کړ، حکمران او ملک ته یې ښېراوې وکړې:

دوی ته دې خدای ښه ورځ نه ورکوي چې زموږ په چیني پسې یې راخیستې وه، څومره وفاداره و، ښه نو تاسې ولې داسې وکړل؟ اوس چېرته دی؟ زه پسې ورځم.

– ابۍ کرارې کېنه، هغه مونږ ډېر لېرې پرېښی دی.

په دا شپه درېواړو ډوډۍ ونخوړه، اخوا د عثمان جان پاچا په کور کې هم ماتم و، مستو وره ته کتل چې لږ کړپ به شو، دا به رانېغه شوه!

– یاالله ته خو چینی راولې، الله دې وکي چې چینی راشي.

 ټوله شپه یې په چیني پسې رڼه کړه خو چینی لادرکه و. چینی خپلې وفادارۍ له تورو غرونو پنا کړ.

یو څلوېښتمه برخه

سهار وختي ګل صنمې په دستار سر راښکاره کړ، ډېرې چغې یې وکړې، په چغو ونشوه، اخر یې تیږې راوغورځولې، مستو وویل:

– لکه چې چینی راغی!؟

چې څنګه بهر ووته، ګوري چې ګل صنمه په دستار ولاړه ده، له هغه ځایه وایي:

– مستو! چینی خو دوی لکه چې ورک کړ، سخته خپه شوم، بېګاه ما او عثمان جان پاچا خوب نه دی کړی، ټوله شپه مو په چیني پسې ژړلي دي، ډېر وفاداره و، خو دې خلکو ته دې خدای ښه ورځ نه ورکوي، ته دا زموږ خلک وګوره خو خبره وه، ویې کړه، دلته به مو راوړی وای، تړلی به مو وای.

مستو ورته وویل:

– بس خورې! خبره ان حکمران ته رسېدلی وه، څه ووایم؟ غونډه شپه مې له خپګانه خوب نه دی کړی، سخته خواشینې یم، چینی مې سترګو سترګو ته کېده، همدا یې راته ویل:

– اخر مو ورک کړم؟ ړومبی مو زما ملګری حلال کړ، بیا مو زه له تورو غرونو پناه کړم.

هره شپه به چینی په خوب کې ورتللو، په چیني پسې ټول کور خپه و چې چرته به یې لېرې سپی ولیده، نو د چیني مینه به یې پرې ماتوله خو نه، سر سپی  چرته چینی کېدای شو.

اکبرجان به ویل:

– غریب مې بوجۍ کې اچولی و، ارمان چې لېوانو خوړلی وي.

ډېر افسوس یې کاوه، د هر چا خوب وتښتېده، هر یو د چیني ارمان کاوه، ملک شخه پګړۍ وهلې ګرځېده، ستونی به یې تازه کړ، توره یې کړې وه، په دوی یې چینی ورک کړی و، اکبرجان، ګلداد او مستو ډېر نارامه شول، یوه ورځ ناست دي، چورت وهي، مکۍ راغله، غږ یې وکړ:

– دا څنګه داسې چورت کې ناست یاستئ؟

مستو ژر په پلو اوښکې پاکې کړې، مکۍ وپوښتله:

– څه خبره خو نشته؟ جنګ خو مو نه دی کړی؟ دا څنګه یو بل نه مرور غوندې لیرې لیرې ناست یاستئ؟

مستو ورته په غریو نیولي غږ وویل:

– چینی …

– ولې چیني باندې څه شوي؟

– ورک یې که.

– ولې؟

– دلته خلکو پسې راخیستې وه.

– کاشکې مو ماته راکړی وای، څومره هوښیار و، درته ومې ویل خیر دی دا ماته راکړئ.

– بس نصیب تقدیر، اوس خوب نلرو، هره شپه خوب کې راځي او همدا راته وایي:

– تاسې اخر په ما راباندې کړه؟ غلو ته څه نه شئ ویلی!؟ ما خو تاسې ته غله وښودل.

یوه شپه چینی اکبرجان ته په خوب کې ورځي او همدا ورته وایي:

– په تا خو زه ډېر ګران وم، عثمان جان پاچا ته خو مې غله وښودل، تاسې زه د غلو په خوښه په بوجۍ کې واچولم او دلته مو په دښته کې وغورځولم، زه مړ نه یم، خدای به ما ساتي خو تاسې ډېره ناځواني راسره وکړه.

دې سره یو دم اکبرجان راپاڅېږي، کلمه وایي، مستو ور ته وایي:

– څه چل دی؟

– چیني باندې …

چیني سره په مستو هم چپه راځي، اکبرجان پښې لوڅی وځي، ګلداد ورباندې غږ کوي:

– چېرته وځې والکه؟

– چیني پسې ځم.

– چېرته؟

– ماته ځای معلوم دی.

ګلداد څپلۍ پسې ور غورځوي.

 د سهار خړې کډه کړې، سپېدې چاودلي دي، دی کړکۍ خلاصوي او سربداله منډه وهي.

لږ وړاندې ګوري چې چینی نېغ ناست دی، ور منډې  یې کړي، چیني ترې منډې کړې، غږ یې پرې وکړ:

– چینیه! چینیه!!!

مستو هم دا چغې اوري، پښې لوځې او سر سرتوره  وروځي:

– څه خبره ده!؟ چینی چرته دی؟

– هغه دی، نه راځي، منډې رانه وهي.

مستو پرې چغې کوي:

– چینیه! چینیه!

چینی د مستو په خوله بېرته راګرځي، رامنډې وهي او د مستو په پښو کې پرېوځي، رغړي رارغړي، هونګېږي، اکبرجان ته لاس نه ورکوي، ګلداد راځي، ګلداد په چیني غږ کوي، چینی هغه ته هم نه ور ګوري، دده په خفګان کې دا نغښتي چې: تاسې خو انسانان یې، له مینې او عاطفې ډک خلک یاستئ، ستاسې مینه له ماسره همدا وه؟ ما خو ستاسې د مال څارنه او ساتنه کوله، په مرګ مو ولې پېرزو کړم؟ ولې مو له ځانه وشړلم؟ افسوس نو: تاسې انسانان وئ او زه سپی!!! ستاسې دا زده او زما هغه، تاسې دا کوئ او زه به هغه

 چیني به په څومره خواریو د ډاګ مزلونه وهلي وي، دوی چې د چیني مینه  چې ولیده، پېغور یې واورېد، نو له شرمه ور کتلی نشي.

له ځانه سره یې هوډ وکړ چې دوی به دا ځل چینی تر کسو لاندې ساتي، د هیچا خبرو ته به غوږ نه ږدي.

دوی اوس چینی بهر نه پرېږدي، داسې نه چې د ملک او حکمران سترګې پرې ولګي او بیا دوی ته مخ واړوي چې تاسې خو دروغ ویلي وو. بیا به یې په رښتینې خبرې او کیسې هم باور نه کوي.

له ورځو نه یوه ورځ وه، ملک د عثمان جان پاچا وره ته راځي، غواړي چې د حاکم په باب ورسره خبرې وکړي، چینی تېره چغه وهي، ملک سیدلال اریان درېږي چې دا چغه خو د هماغه سپي ده، غږ کوي:

– وا ګلداده، وا ګلداده!!!

ګلداد خان ور وځي:

– څه خبره ده ملکه!؟

– تاسې خو دا نجس نه دی ورک کړی!؟

هغه غلی درېږي، اکبرجان راوځي، ملک ته وایي:

– موږ ورک کړ، څو شپې ورک و، خو لاره یې پیدا کړه او بیا راغی.

– نو چېرته مو ورک کړی و؟

– لېرې دښته کې مو پرېښود، په بوجۍ کې مې واچوه، بوجۍ نه راووت او  ځان یې راورساوه.

– بس اوس یې زه درته وژنم، په ټوپک یې ولم.

د ټوپک خبره مستو واورېده، ور ووته، ورته ویې ویل:

–  ملکه! لږ ساړه خوره، نور به دا چینی مانه د بهر مخ هم ونه ګوري خو وژنه یې نه ده پکار.

مستو چینی د سترګو تر کسو لاندې ساته، چینی د کور د څلور دېوالونو بندي شو .

دوه څلوېښتمه برخه

د پسرلي لوړ مازیګر و، هوا هم ماته شوې وه، خلکو په نیم سیوري او نیم لمر پسې کټ ګرځاوه.

د کلي خلک جمعې ته رامات وو، خبره د جومات له کوټې راووته، جمعه چوترې ته شوه، پر چوتره د څانګور چینار رنګی رنګی سیوری راخپور و، خلک هماغه رنګي سیوري ته کښېناستل، د لمر وړانګې نورې تنګوونګې شوې.

 په چوتره ایله یو دوه صفه د کلي خلک را ټول دي، د مازیګر جمعې ته انتظار باسي، کیسې یې را اخستي دي، ساړه، ساړه اسوېلي کوي، همدا وایي:

– څه سخته وچکالي ده، خدای دې رحم وکړي.

خلک را ګڼ شول، جمعه وشوه،  ملک  پاڅېد او خلکو ته یې مخ واړاوه، ګلداد او اکبر جان دواړو په زړه وخوړه، لکه چې ملک له دوی نه شکایت کوي، خو ښه وو بلا وه او برکت یې نه، خبره بله شوه:

– داسې به وکړو چې کارېزونه به صفا کړو، ګوندې که کارېزونو کې اوبه را ډېرې شي، ګنې نور خو دا ډنډوکي هم وچ شوو او که په کارېزونو کې اوبه پیدا شي نو یو خو به ځمکې پرې خړوب شي، ځکه غنم او کوکنار دواړه مړاوي، مړاوي ولاړ دي، ګومان نه کوم که له دې فصل موږ حاصل واخلو چې فصل نه وي، نو بیا دلته د ودونو او ښادیو سرشتو هم سر وخوړ، دا به څه کوو!؟

ټولو په یوه خوله د ملک خبرو ته د هو سر وښوراوه.

په سبا د اشر ته نغاره وډنګېده، خلک راووتل او د کارېزونو پاکولو اشر ګډ شو، اشر همدومره وکړل چې کارېزونه صفا شول او لږې اوبه پکې را پیدا شوې، د خلکو تمه پیدا شوه چې ځه یو څه خو به وشي، هغه ځمکې چې تر کارېز لاندې وې، په هغوی کې فصلونه وغوړېدل، د څښاک اوبه هم را پیدا شوې، خلکو کې لږه، لږه سا وچلېده، خو د کارېز لاندې ځمکه ډېره لږه وه،  زیاته ځمکه تر روانو اوبو لاندې وه، اوبه  د برې درې کلیوالو په وار کړې وې، په یو وار او بل وار به یې کله کله یو لښتی اوبه را پرېښودې، هغه د پېړیو پېړیو د ژرندو د  پلونو شور هم وچ شو، له مستۍ ولوېدل، شور و زوږ خاموشۍ وخوړ.  په خوړونو کې کربوري ګډ شول.

اشر همدومره کار وکړ چې خلک یې لږ امیدواره کړل، ملک سیدلال  هم په اشر کې ځان ګډ کړی و، خو ډېر زړه نا زړه لګیا و، اکبرجان د ملک په زړه پوهېده، ملک سیدلال په ښکاره ځان ډاډه ښيي، ډېر چورت نه وهي، مستانه غږېږي، عثمان جان پاچا ملک سیدلال ته وایي:

– ګوره! ستا خو د احسان پوروړی یم، خو چې بیا راپسې عسکر راونه لېږي او بل رښتیا هغه غل څه شو؟

ملک ورته وویل:

– پاچا صاحب! غلو، ملو پسې مه ګرځه، مه هغه خبرې یادوه، ستا غم به خورو چې څنګه ته له حاکم نه نور خلاص شې، ګنې حاکم ته په خوله کې اخیستی یې.

عثمان جان پاچا ډېر چورتي و، په رنځ اخته و، ځمکې خوند نه ورکاوه، هر طرف ته به یې لاس او پښه اچوله، پورونه یې له خلکو وکړل، اوس په پور ژوند کوي، نور نو د پور خبره هم خلاصېږي. تر کومه وخته پور؟

ملک چورتي دی، هغه ته دا پسرلی ښه نه ښکاري. یوه خبره یې را وشړله زه خو چې دې حکمرانۍ او وچکالۍ ته ګورم، نو ځان را ته په دکن مسافر ښکاري.

دري څلوېښتمه برخه

د کلي ملک او حاکم خبره بیا هم وېرونکې وه، اکبر جان او ګلداد یې له زوره نه وو، چاره نه وه، چینی یې د زنځیر بندي کړ.

چینی په زنځیر کې ډېر غپېده، خو اخر یې هم زنځیر یار کړ، نوره چاره یې نه وه، ورو، ورو یې غپا کمه شوه، خو زنځیر خوند نه ورکاوه، ملک سید لال کور کې مصلحت وکړ چې که دا ځل دا نجس کور ته راغی، نو که نور نه کېږي، یا به حکمران ته وایي او یا به ورته همداسې بل نجس سپی ساتي چې دا نجس نور دلته پرې نږدي.

په زنځیر  د چیني تړل اکبرجان او ګلداد خان دواړو ته ښه شول، دوی د ملک له شره، د ملا له خولې او د حاکم له زوره  خلاص شول، ګنې دوی چینی چېرته پرېښوده، اوس خو لا د حاکم خبره هم په کې را ولوېده، همدا یوه خبره یې کوله:

– دا نجس چې را پیدا شوی، وچکالي هم زیاته شوې، ګوره چې په کوم وطن مو ولي!؟

عثمان جان پاچا سهار وختي د ملک وره ته ودرېده، سودا ورسره وه چې حاکم پسې بیا عسکر را ونه لېږي، ملک ته یې وویل:

– ګوره! عسکر خو به بیا ژر نه راځي؟

ملک د عثمان جان پاچا له ناچارۍ ګټه اخسته، سینه یې ور ته ډبوله:

– چې زه ژوندی یم، تا له ما نه عسکر نه شي بېولی، کوشش وکه چې څه خاورې ایرې پیدا کړې چې حکمران ته یې په ورغوي کې کېږدو.

  له پاچا صاحب نه وار پار خطا و، ګلداد خان پسې لاړ، ګلداد خان ته یې دا ټول نکل  تېر کړ، د پیسو سوال یې هم ور نه وکړ، ګلداد خان ورته وویل:

– پاچا صاحب! له هیچا سره پیسې نشته، کرار کېنه، که دا ځل څوک راغلل، ستا په ځای  زه ځم.

د عثمان جان پاچا په کور ویر دی، اندېښنې دي، ګل صنمه همدا یو سوال کوي:

– خدایه! قیامت راولې،دا څه حال شو!؟ پوروړي پوروړي شو، خپل اپین خو مو لاړ لاړ، اوس يې  لا په سر حکومت مو سرباري نیسي، ته مو پرده وکړې پروردګاره، ته خو نور قیامت راولې.

د قیامت خبرې کوي، ښېرا کوي، په بد حال ککړ دي، ځمکې وچکالۍ وځپلې، یو نیم پټی چې تر کارېز لاندې و، په هغه باندې لږ لږ کوکنارو سر وهلی دی، غنم په ډنډر کې وسو، وږی یې ډېر کمزوری او بې خونده دی، دا کال ډېر سپېره کال دی، دا کال ګل صنمه همدا یوه ټپه له ځان سره وایي:

– سږنی کاله خدای دې تېر که

خوله چې خندا ته جوړوم، ژړا راځینه

چینی په زنځیر کې مړاوی مړاوی ګوري، ورځ په ورځ خوارېږي، اکبرجان کله نا کله چینی پاس زرخم ته بوځي او کله  یې د مکۍ ترور تر کلي  بوځي، د مور یې درک نه شته، هغه نور سپي هم نادرکه شوي، چینی د مکۍ په لیدو خوشاله کېږي خو هغه د سپۍ کوړنجاری او فریاد یې هم نه هېرېږي.

دوی په کور کې د برنډې سیوري ته ناست دي، د عثمان جان پاچا د اپين بحث یې را چولی، د ګل صنمې ښېراوې یادوي، هر سهار او ماښام د عثمان جان پاچا  له کوره دا یو غږ خېژي:

– خدایه! قیامت راولې، دا څه حال شو!؟ اپین اپین لاړ، حکمراني اوس دوی  نه پرېږدي، ملک سیدلال پرې لا سرباری احسان بار کړی دی چې پاچا زما په ضمانت خوشې دی، ګنې څوک چې د اپینو کاروبار کوي، حکومت یې نه پرېږدي.

مکۍ چې دا خبرې اوري نو د کلا د دېوال زړو پرهرونو ته ګوري، څه راز پکې دی خو چاته یې نه وایي.

 لا لوړ مازیګر دی، د مکتبیانو شور شو، اوازه یې ګډه کړه چې د مکتب  کوټو ته چا اور اچولی دی.

مکۍ چې دا خبرې واورېدې نو ویې ویل:

– دا اور به یې څنګه ور اچولی وي!؟

خبره ور ته سمه معلومه نه وه، همدا یې ویلې چې:

– کوټې وسوځېدې.

پته نه لګېده چې کوټو ته اور چا اچولی؟

 اکبرجان کور ته روان شو، لار کې  ملک سیدلال په مخه ورځي،  د مکتبیانو خبره ور سره سپړي، ملک وايي، ما خو هغه ورځ تاسې ته دا خبره وکړه چې وخت ښه نه دی، ما سخت خراب خوب لیدلی، یوه ایږه راشي، ټول کلی په سر واخلي، نر هغه وي چې په ایږه ګوزار کوي او بیا ترپ وهي، اوس لکه چې ایږې خوله خښه کړه،

جومات کې خلک په چوتره را ټول وو، د دوی په خوله کې هم د مکتبیانو د شور او مکتب د کوټو د سوزېدو خبره وه، د بره مکتب کوټو ته چا اور اچولی، دا اور خطرناک دی، ګلداد د چنار ډډ ته ډډه وهلې وه، را نېغ شو:

– لکه چې د عثمان جان پاچا او ګل صنمې ښېرا کار وکړ، قیامت، قیامت یې غوښته، ماته خو له دې اوره د قیامت تاو راځي.

ملا صاحب ورته وویل:

– نو خو داسې ښېراوې مکوئ، پروردګار ته دا سوال وکړئ چې خدایه! پرده مو وساتې،  دا دواړه رښتیا هم کړېدلي دي، پروردګار د هغو د زړونو ازار ژر قبلوي چې چا ازار کړي وي، ډېرې سختۍ سره مخ دي.

دوی په همدې خبرو کې وو چې عثمان جان پاچا د څادر پیڅکه ځان پسې راښکله، جومات ته راغی، هغه شرنګ او برنګ یې نه و.

ملک سیدلال هم را پیدا شو، د مکتب د کوټو  کیسه یې راواخیسته، ویل یې:

– دا علامې ښې نه ښکاري.

ملک د دوی په خبرو کې ور ودانګل:

– ما خو تاسې ته ویلي چې دا نجس سپي ساتئ،  نو دغسې به درپسې غمونه به راپسې وي، ماته دا علایم ښه نه ښکاري.

دوی په همدې خبرو کې وو، جمعه تیاره شوه، ملا صاحب دا ځل له جمعې وروسته دا سوال وکړ:

– پروردګاره! موږ د هرې وچکالۍ او مصیبت نه وژغوره.

دې سره عسکر راغی، ودرېده، عثمان جان پاچا په زړه وخوړه، لکه چې حکمران په ده پسې دا عسکر را لېږلی دی، څه خبره ده، بیا به مې غواړي.

عسکر ملک ته وویل:

– ملکه! دا مکتب سوی دی، چا ورته بېګاه اور اچولی، سبا ته تاسې څو تنه ملکان حکمران غوښتي یاستئ، راشئ، چې په دې درسره خبرې کوي.

عثمان جان پاچا کې ایله ساه وچلېده:

– ځه که خیر وي، دا شی خو ما پسې نه دی راغلی.

ملک د کلي څو تنه سپین ږیري خبر کړل چې سبا چوڼۍ ته لاړ شي او د مکتب د سوځېدو په اړه له حکمران سره وغږېږي.

څلور څلوېښتمه برخه

چینی څپېده، د کوټې له وره د اړم په لېرې کولو بوخت و، چینی پخوا داسې نه و، دا نن یې څنګه د کوټې د اړم په لېرې کولو پسې راخیستې ده؟

خرپ شو، اړم وغورځېده، ګلداد خان نېغ په کټ کې کېناست، ګوري چې چیني دروازه نیمکښو خلاصه کړه او له وره ووت، دی هم ورپسې ووت، چیني په خټینو پوړیو پاس دیستار ته وخوت، ګلداد خان ورپسې غږ وکړ:

– چینیه! راښکته شه، څه خبره ده؟

هغه غوږونه بوڅ نیولي وو، څه یې اورېدل، خو حال یې نشو ویلای.

 ګلداد خان اودس وکړ،  مستو هم ورپسې راووتله، چینی لا هم په دیستار بوڅ غوږونه ناست دی او مخ یې تنګې کوڅې ته نیولی دی، اخوا د عثمان جان پاچا په کور کې هم ټوخي شول، په چیني یې سترګې ولګېدې:

– تاته هم لکه چې خوب نه درځي؟ ته هم لکه چې موږ غوندې ناقراره یې!؟

د چیني څو ور ته دا ښودله چې قرار نشته.

چیني غوږونه وڅنډل، بېرته راښکته شو او مخ په کوڅه یې منډه کړه، بیا لاړ او د ملک د کور د وره مخې ته کېناست، ګلداد خان ورپسې ورغی، خو نه پوهېده چې چینی ولې نن په دا شنه سهار د ملک د وره څو کوي!؟ دې پسې اکبرجان هم ور ووت، چینی یې له ځان سره مخکې کړ، بهر د جومات په چوتره باندې ایله د جومات امام، طالب او یو یو کس ناست دي، اذان یې کړی، ذکر کوي، چینی دوی ته وړاندې کېناست، ملک هم را ووت، د دواړو سترګې  په یو بل ولګېدې، ملک ځان سره وبونګېده چې:

– دا نجس بیا راوتی، نن یې چاره کوم، نن چې لاړم، حکمران ته به دا یوه خبره کوم چې دا نجس نور لېرې کړي.

حکمران خو بې له دې هم دده له خبرو نه تېرېږي، د چیني سترګه له ملکه ټکی هم نه سوځېده.

 خلک رامات شول، د جومات پر چوتره ګڼه ګوڼه شوه، دا ورځ د نورو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وه، له نورو کلیو هم خلک جمعې ته راغلي وو، تکبیر وویل شو، جمعه وشوه، ملک ملا  ته مخ واړاوه:

– موږ خو نن حکمرانۍ ته ځو چې څه خبره به وي!؟

ملا ورته وویل:

– ما داسې ګونګسې اورېدلي دي چې کابل ته کافر راغلي دي، هلته خلکو د خپلو ښځو مخونه لوڅ کړي، لکه چې دووسۍ ته یې کېنولو.

ملګ له جمعې وروسته عثمان جان پاچا ته وویل:

– راځه ته هم راسره لاړ شه، ګلداد خان به هم له ځان سره بوځو.

ګلداد یې هم خبر کړ، درېواړه روان شول، لاره کې یو کس نیم بل هم ور سره ملګری شو، تر نیمایي رسېدلي وو چې له اخوا نور خلک په مخه  ورغلل، په دې خلکو کې یو هم د برکلي ملک لال جان و. پوښتنه یې ترېنه وکړه:

– په دا سر مردان چېرته روان یاستئ؟

ملک ورته وویل:

– حکمرانۍ ته ځو، حکمران حال را لېږلی و.

ملک لال جان ورته وویل:

– موږ یې هم غوښتي وو، خو بېګاه په حکمرانۍ باندې ډزې شوي دي، ګومان نه کوم که څوک وي، ما اورېدلي دي چې حکمران نشته.

ملک سیدلال وویل:

– خیر موږ به تر حکمرانۍ لاړ شو.

خپله یې ومنله، ټول دمخې حکمرانۍ ته ورسېدل، د حکمرانۍ شاوخوا ته څو عسکر ولاړ وو، څوک یې نه پرېښودل، ملک پوښتنه وکړه:

– دا څه کیسه ده؟

– کیسه دا وه چې بېګاه په حکمرانۍ هم خلکو برید کړی دی، حکمران سهار وختي اچولي او نشته، نوره خبره ګونګه ده، خو داسې ویل کېږي چې حکمران جلال آباد ته تللی دی.

ملک دې خبرې پرېشانه کړ ځکه تیار یې له حکمران سره خبره جوړه کړې وه او هغه ور سره غاړه وړله، عثمان جان پاچا ورته وویل:

– لکه چې دې کې مو خیر دی!؟ داسې شر دې خدای پېښ کړي چې زموږ پکې خیر وي، له حکمران لکه چې خلاص شو!؟

ملک ورته وویل:

– حکمران ډېر خانزاده سړی و، ګوره بیا به یې ارمان وکړو.

– یره څه به یې ارمان کوو، اپین مې اپين  لاړ او دلته ده راپسې راخیستې وه، د بډو پیسې هم را سره نه وې، ښه ده چې خدای پاک دی له دې ځایه پخیر سره بل طرف ته بوځي.

کیسه ښه نه ښکارېده، خلکو ویل:

– بېګاه ډېرې ډزې وشوې، داسې ښکاري چې حکمران سهار وختي تښتېدلی او یا چا تښتولی دی.

کیسه لکه چې د بدرنګۍ خواته لاړه، بېرته را روان شو، ملک په لاره ګلداد ته وایي:

– وچکالي یوې خواته شوه، د عثمان جان پاچا د اپینو موضوع بلې خواته شوه او دا ډزې بلې خواته شوې.

ګلداد خان ورته کړل:

– ماته دا وضیعت ښه نه ښکاري، خدای دې رحم وکړي، خو داسې نه چې په بل وطن مو وولي!؟ کیسې خرابې ښکاري.

په همدې خبرو کې وو چې بېرته تر کلي ورسېدل، ملا او څه کسان لا هماغسې پر چوتره ناست وو، دوی سلام وکړ، له سلام وروسته یې حال ورته ووایه، ملا غږ وکړ:

– لږ مخکې یو څه کسان تېر شو، ټوپکې ورسره وې چې دا به څوک وو؟

ملک  ورته وویل:

– چې هر څوک وو، خو حکمران لکه چې لاړ، څه خبره شته.

ملا ورته وویل:

– بد خوب مې لیدلی دی، په ښارونو کې ډزې وي، هرې خوا ته منډې وي، زوی له پلار او لور له موره ورک وي. خدای دې خیر  کړي.

دوی په همدې خبرو کې وو چې د عسکرو موټرې راغلې، هغه ونیسه، دغه ونیسه، دوی ته چې را ورسېدل نو ورته ویې ویل:

– تاسې اوس هم لا دلته ناست یاستئ او کیسې کوئ، دا څه شی کوئ؟

ملک ورته وویل:

– زه ددې کلي ملک یم، دا چوتره مو د جومات ده، لمانځه ته را تول شوي یو.

عسکرو ورته وویل:

– خواره شئ، نور مو دا کتارونه متارونه پرېږدئ.

دې خبرې سره ملا توبې وویستې:

– دا څه اورم!؟ دا څه حال دی!؟ دا یو دم داسې شکلونه پیدا شول.

دوی لاړل، د خلکو غوسه زیاتېده، په دې کې څو ورځې تېرې شوې، د اورا  اورا چغې  پیدا او زیاتې شوې، عثمان جان پاچا ملک ته وویل:

– ملکه! حکمران نه لکه چې خلاص شو!؟ اوس څنګه؟ اپين به پیدا شي که نه؟

ملک ورته وویل:

– شکر وباسه چې بندي نشوې، ګنې اوس به دې څال ( څه حال) وای!؟

دې سره چینی را ښکاره شو، هغه ملک ته وران، وران کتل.

ملا په ګلداد غږ وکړ:

– دا سپی نور وتړئ، بیا مو راخوشې کړی دی.

د ملک تبر ته لاستی جوړ شو:

– مولوی صاحب! سپی ډېر نجس شی دی، دده په سترګو کې دا وضعیت ما ته  ښه نه ښکاري، داسې نه چې ورک مو کړي. ما خو مخکې هم ویلي وو، موږ که ورکېږو، د همدغه نجس له لاسه به ورکېږو.

دوی په همدې خبرو کې وو چې اخوا او دېخوا خلکو کوښښ کاوه پاس غره ته لاړ شي، د ځای پرېښودلو خبرې شروع شوې، د کلي ملا ته هم یو چا خبره وکړه چې:

– دا حالات تاسې ته ډېر بد دي، دیني عالمان خو بېخي نه پرېږدي.

ګلداد خان وویل:

– ما اورېدلي دي چې داسې خلک راځي چې له زړو خلکو صابون جوړوي.

بل به ویل:

– کافر ورسره دي، ان له شوروي نه یې راوستي دي، ښه که دا راشي؛ موږ به څه کوو!؟

مولوی صاحب ورته وویل:

– څه به کوو!؟ هجرت راپه غاړه دی، هجرت به کوو. د پیغمبر په پله بله پل ږدو.

په دې خبرو د جومات چوتره توده وه، څو ورځې دا وېرې او اندېښنې روانې وې،. ورو، ورو له کلي نه یو یو کس کډه کوله.

د جومات چوتره هم تشېده، کلی په همدې ویر کې اخته شو.

پنځه څلوېښتمه برخه

نن سهار په خړه په شنه اسمان کې د بنګنو غږونه شول، د اسمان پر څنډو یې د سکوت بړستن ورو ورو را تاوه کړه، چینی له غوجلې نه نېغ د کوټې وره ته را غی، څک غوږونه کېناست. مستو د بنګنې بنګاري را ویښه کړه، ناڅاپه یې له خولې ووتل:

ـ خدایه خیر پېښ کړې.

ګلداد په څادر کې وښورېده، تر څادر لاندې یې ور غږ کړ:

ـ څه خبره ده؟

ـ ته یې لکه چې نه اورې؟

ـ څه شی؟

ـ بنګنه

ـ خو ګرځي به، ته یې څه کی؟

اکبر جان هم وټوخل، د تېرې ورځې خبرې یې په ذهن کې ښکته پورته شوې. ځان یې غلی کړ.

مستو په زړه خوړلې وه چې د بنګنې غږ تر شا حتمي څه شته، خو نوره نه پوهېده. د بنګنې شور زیات شو، چینی هم وسونګېده، ګلداد ور بېرته کړ، تر ده وړاندې چینی انګړ ته ووت، ګلداد ورپسې سم ووت، کوزه  واخیسته، اودس یې وکړ.

مستو پاس اسمان ته ګوري چې بنګنه پکې پیدا کړي، په دې شېبه کې بنګنه ورکه شوه، اکبر جان هم ورپسې را ووت:

ـ ابۍ ته خو به له اندېښنې مړه شې.

مستو پر شونډو ایله همدومره خبره تېره کړه چې: خدایه تم ( ته مو) وساتې.

د مستو چې څنګه دا دعا ختمه شوه ، نو یو دم غرب شو، ټول کلی یې وښوراوه، وړاندې دودونه پورته شول، ګلداد جومات ته ووت، ګوري چې خلک ننګریزانو کلي لور ته منډې وهي.

دوی هم ور منډې کړې، اکبر جان او چینی هم ور ورسېدل، په کلي داسې بلا پرېوتې وه چې د خلکو غوښې پاس په ونو کې زوړنده وې او ځینې تر خاور لاندې ورک وو.

کلیوال را ټول وو او تر سپېرو خاورو لاندې یې خلک لټول، یوه غږ وکړ: هغه پلانی څه شو؟ بل به ورغږ کړ، نشته. همداسې هر چا پسې غږونه کېدل. چا د ونو له خرانګو د غوښو پوټي را ټولول او چا هم تر خاورو لاندې ورکې تنې لټولې. سوی بوی خپور شو.

ښځو او نرو د غوښو ټوټې را ټولولې. ژړا او انګولا وه، دې کې بیا بنګنه را پیدا شوه، کلیوالو غږ کړ: وه مخلوقه! منډې کړئ، د زرخم سمڅو ته لاړ شئ، نر هغه دی چې ځان سمځو ته ورسوي، اکبر جان او ابۍ یې یو د بل سیوری لټوي، چینی دوی څاري، شنه منډه ده، نر هغه دی چې ځان سمځو ته ورسوي. د زرخم سمڅې ډېر ژر ډکې شوې. بنګنه بیا را پيدا شوه، چینی د سمڅې مخ ته کېناست، اریان دریان ګوري.

ګل صنمې ور غږ کړل:

ـ  چینیه را ننوځه.

  د چیني سترګې ډنډ وې، پاس هوا ته یې کتل.

مستو سر سرتور کړ او په دعا یې لاس پورې کړ:

پروردګاره! ته خو مو له دې بنګنۍ وژغوره.

نارینه په بله سمڅه کې وو، یو د بل له حاله خبر نه وو، یوازې چینی و چې په هره سمڅه ګرځېده، دا ورځ نهاره نهوره تېره شوه.

د ماښام تیاره چې لږه لږه را خوره شوه، نو خلک له سمڅو را ووتل، لاړل او هغه د غوښو ټوټې یې د کلي په زړه هدیره کې تر خاور لاندې کړې. نور نو هر چا خپل سر سیوري ته کاوه.

دري څلوېښتمه برخه

کلی نور تش شو، کلي کې یوازې د جومات امام، ملک او ګلداد خان پاتې شوو، عثمان جان پاچا هم د وتلو لاره لیدله.

ګلداد او اکبرجان یوه له بله سره مشوره وکړه چې:

– یو خو وچکالي ده، ګومان نه کوم چې دا سږنی فصل ښه راشي، بل خوا که داسې ترخې کیسې او تریخ ژوند وي؟ نو ښه خبره داده چې دې خلکو سره روان شوو.

چیني حرکت نه کاوه، هغه ایله د ملک د کور څو کاوه، خو په اخر کې چې وضع را خرابه شوه او حالات ترینګلي شول، نو دوی هم حرکت وکړ، پاس د سپینغره لاره یې ونیوه، دا وخت ځینې کډې په کوټ او له کوټه همداسې د نازیانو له لارې په تبۍ او ځینې د دور بابا له لارې په څڅوبي وځي، عثمان جان پاچا چې په زړه ګړوب ګړوب و، ویې ویل:

– راځئ ټول په دې  معلومه لاره لاړ شو.

د سپینغره لاره ډېره سخته ده، ټول غرونه دي، خو دې خوا او اخوا یو څه کورونه او سهولتونه شته، بلد هم یو، خپل وطنم ( وطن مو)  دی.

 له چربانګي وړاندې حرکت شو، کورونه ډک پاتې شول.

دوی له دې ډډې او اخوا نور خلک د کوټ، روداتو  او اچین نه مخ پر نازیانو وځي. له هر چا سره غوټې دي.

  مستو د غوا پړی نیولی، اکبرجان هم پسه روان کړی، چینی ورپسې روان دی، لږه  د جوارو دوړه یې په کور کې پاتې وه، هغه یې راخیستې، پاس په نازیانو کې زیارت مخې ته راغی، دلته یوه توره تیږه وه، دې ځای ته یې ځان ورساوه، په دې تیږه به خلکو ډوډۍ پخولې، اکبر جان همدې تیږې ته کېناست او سوکړک یې پرې پوخ کړ.

سخت وږي شوي وو، ښه وو، هر یوه ته یو یو کپ ورسېده، یو څه جوارۍ یې د  ګلداد په ټینګار په دې وساته چې لاره اوږده ده، بیا خدایزده که مخې ته کوم دوکان موکان راشي، ښه خبره داده چې نیم، نیم جواری له ځان سره وساتي.

پلی مزل دی، چینی هم له دوی سره ګډ روان دی،  مستو همدا یو افسوس او ارمان کوي:

– کور رانه پاتې شو، یوازې مو دا غوا او پسه رامخکې کړل …

هغه د دېواله په چاود کې مې اپین ایښی و، هغه هم رانه په دې پاتې شو چې څنګه یې یوسو!؟ څوک مو ونه نیسي، هلته د ګل صنمې او عثمان جان پاچا خبره وریادېدله.

تقدیر ګوره! ګل صنمه او پاچا هم له دوی سره ملګري شول، هغه او عثمان جان پاچا خپل اپین ژاړي، چیني د دوی خبرو ته غوږ نیولی دی، شاته ورپسې یوازې روان دی. ددوی شواخون اوري، زړه یې طاقت نه کوي.

ملک سیدلال لادرکه دی چې کلي کې پاتې دی او که نه تر دوی وړاندې وتی دی!؟

ماښام قضا  له غره اخوا کورونو ته ورسېدل، تیره وال راووتل او ددې خلکو قدردانی یې وکړ، هر چا دغه کډه پر سر له ځان سره هوجرو ته بوتلل، چینی هم یوې اوجرې ته ننوت، وړاندې کېناست خو د کلي سپو نه پرېښوده، اکبرجان ایله له خپل چیني نه تاو و، خو چینی ډېر بې چرته و، د  ګل صنمې او  مستو خبرو ، اندېښنو او سړو سړو اوسېلیو ته ډېر خپه و. دوی همدا یوه خبره ژاړي :

– ډک ډک کورونه رانه پاتې شو، های های …

مستو به اکبر جان ته همدا ویل: د کلي له چاود نه مو څوک اپین وانخلي، زموږ خو هستي او نېستي ټوله هماغه وه، دومره خو به بد حالات هم نه وو، خو خیر، سر سیوری کول غواړي.

ګل صنمه به له عثمان جان پاچا سره د اپینو پېټۍ ژړله، سر به یې سر تور کړ او په خوله کې به یې ښېرا چغې وکړې چې: خدای پاک دې دوی ته ښه ورځ نه ورکوي، له هستۍ دې خلاص شي چې مونږ یې د پولۍ ټک ته کېنولو. عثمان جان پاچا به ورته ویل: زړه مه خوره، دنیا دلاس خیری دی چې ژوندی وو، ډېر نور اپین او مال و دولت به پیدا کړو، ظالمې نه دي ، دي اورېدي: چې سر وي خولۍ ډېرې دي.

چیني چې د  مستو او ګل صنمې فریاد واورېده او د  عثمان جان پاچا نهیلي یې ولیده، نو نور له دوی سره تګ ته یې زړه ښه نه کړ،  همداسې یې منډه کړه ، ځان یې تری تم کړ، که هرڅومره  اکبرجان، عثمان جان پاچا او ګلداد خان هڅه وکړه چې چینی پیدا کړي خو چینی تری تم شو،  مستو ویل:

– دا به ټیک کلي ته تللی وي، ځکه چینی په ما ډېر خپه کېده، ما ډېر فریاد وکړ، شواخون مې وکړ، دی به حتمي او ضروري شیانو پسې ګرځېږي او ځان به رسوي.

ګل صنمې چیني ته دعا ګانې شروع کړې او ویل یې: ښه د اوس زمانې له خلکو خو دا سپی لا موږ ته ښه شو، هغسې را باندې خفه و.

دوی له دې ځایه هم سهار په خړه نامعلوم لور ته واچول، همدا مزل دی، ستړې ستومانه تڼاکې پښې اخر سدې ته ورسېدې.  د سدي په یوې لویې دښتې کې یې واړول، نور خلک هم راغلي وو، له  مستو سره د خپل کور د سامان غم و، ګل صنمې او عثمان جان پاچا به ویل:

– په شر کې مو خیر و، ګنې زه خو حکمران او ملک نه پرېښودم، اوس لا ملک هم ورک دی چې چېرته وي!؟

شپږڅلوېښتمه برخه

چیني ځان بېرته په شواخون کلي ته ورساوه، د کلي لویه تمبه پورې وه، اوس منتظر دی چې که څوک راشي او په دې تمبه واوړي، خو تمبه بنده ده، اړم ورته پروت دی، اخوا او دېخوا کېږي، اخر یې د خپل کاله په دېوال  پاس وخوت، تپه تیاره او چوپه چوپتیا ده، سپڼ هم له ځمکې نه خېژي، هغه ډک کلی ټول تش شوی دی، د ملک د کور وره ته هم اړم پروت و، یو وخت د انګر له منځه ټوخی راخېژي، چیني غوږونه څک کړل، د ملک بوی پرې ورغی، اوس نو ملک څه خبر دی چې چینی به له دې خلکو راستون شوی وي!؟

 ور خلاصوي، دې سره چینی منډه کوي او د ملک په کور ننوځي، ګوري چې څه نور کسان هم راټول دي، ملک کوښښ کوي چې چینی له کوره وباسي، ډانګ را اخلي، وهي یې، خو چینی کوړنجېږي او په کوړنجېدو، کوړنجېدو د تورې شپې چوپتیا ته ټول حال وايي،  رښتیا هم چې دغله په ږیره خس وي.

ملک وایي:

– دا نجس اوس هم پاتې دی،

اوس به ددې کندې خوله پرې ډکه شي.

ملک په شمله ګوتې وهي،  د خپل کاله وره ته اړم ږدي.

 وروستی سړی دی دی چې له کلي وځي.

اوه څلوېښتمه برخه

د سدې شور وچ کلک دی، د ډاګونو ګرمۍ وهلو تیږو نه  تودې، تودې وږمې راپورته کېږي، ګڼ خلک په دې ډاګونو کې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي، چا له ځانه څادر تاو کړی، څوک په سپېره ځمکه همداسې ستړي ستومانه پراته دي او تیږې یې سرته ایښې دي، کله ناکله پکې غونډلان او لړمان هم سر را پورته کړي:

– دغه دی مړ مې کړ، هغه دی مړ مې کړ، ته دېخواته شه، دغلته لاړ …

دا هغه نارې دي چې خلک یې د لړمانو، مارانو او غونډلانو په وژلو بوخت کړي دي، شپه لا لږه ښه وي، سړه وږمه چلېږي، ورځ ډېره توده وي، هر چا په سر باندې ټیکری، څادر یا بوجۍ راخوره کړې وي، خو دسوزونکي لمر زړه نه سوزي.

دلته دوی دې ته پراته دي چې که څوک ورسره مرسته وکړي، یو نیم ځای نه یو کس نیم را پیدا شي او خیر خیرات راوړي، نور نو چې له چا سره چرګ او چورګوړی او د خوراک څه شی و، هغه یې خلاص کړ.

اوازه ګډه ده چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو یا UNHCR اداره له دغو مهاجرینو سره مرسته کوي، دا چې دا مرسته به څه وخت کېږي ، دا پته لا تراوسه نه لګي.

ای مسلمانه! مخلوقات راټول شوي دي، له هرې خوانه دې ډاګ ته راغلي او دلته یې اړولي دي، ورو، ورو خلکو ته خېمې او کله کله خوراکي توکي راوړل د خلکو او خیریه ټولنو له خوا را وړل کېږي. د خلکو لاړې لږې لږې تېرې شوې، ستونی یې لوند شو، خېمې لکې شوې.

وېړې شګلنې او لمر سوزولې دښتې دي،  خېمو لاندې سور اور ورېږي، کله ناکله داسې وخت راشي چې له سړي نه خېمه ورکه شي، هغه لوی ډاګ، هغه سرې تیږې او سره کاڼي او سوځنده دښتې اوس په خلکو ډکې دي.

کلیوال په همدې یو ځای کې پراته دي، کله کله خو داسې وخت هم راشي چې په ساعتونو، ساعتونو په خېمو پسې ګرځي، خپلې خېمې نشي پیدا کولی، ټولې یو ډول دي، په دې ځای کې یوازې ملک نشته، هغه لا نه دی را رسېدلی.

د جومات ملا هم یو ځای کې اړولي دي، عثمان جان پاچا او ګلداد خان په یو ځای کې خوا په خوا پراته دي، کله یې چې ګرمي راتنګ کړي نو په ښېرا لاس پورې کړي:

– دا څه وخت راغی، دا څه حال ته  پاتې شوو، وطن ښه و، څه ساړه سیوري وو، دلته څه ګرمي ده، دا به څه کوو.

ګلداد خان ورته وویل:

– خدای مهربانه دی، داسې ډېرې د ازمیښت ورځې راغلې تېرې شوې، دا به هم تېرې شي.

 مستو لګیا ده او په یوه ښویه تیږه ډوډۍ پخوي، هغه وایي:

– دلته خو دغه دی، یو چا اوړه راکړل، کله ناکله خو یې خیشته کړو، ډوډۍ را رسي.

په دې به یې زړه تسکیناوه چې: سږکال خو وطن کې وچکالي وه، د جوارو او وربشو هم نوره قحطي راتله.

ګل صنمه هم پکې یوه ټپه را واچوي:

– دا ژوند سخت دی، خپل کور ،خپل کلی جنت  دی، خپل وطن خپل وطن دی.

بیا ځان سره وايي: په موږ خو هغه جنت هم د غلو له لاسه سور دوزخ شو، بل وچکالۍ هم پکې خوله ولګوله. غلو ته دې  پروردګار ښه ورځ ور نه کړي، لشه، لشه اپین مو راټول کړی و، دغسې غم او ښادۍ ته مو ساتلی و. ښه اوس دا دی د پولۍ ټک ته ناست یو.

 مستو چې اکبرجان ته ګوري، ځورېږي، دا یوه خبره کوي:

– ماوې سږ کال که خدای مهربانه شو، فصل خرڅ شو، دې هلک ته به کوژدن وکړم، بس د خدای او  بنده وعده یوه نه وي.

د شپې راڼه ستوري شماري، ګرمۍ خوله لګولې ده، دوی ورو ورو ځان ته ځمکه جوړوي، تر خېمې لاندې کله یو څه هوار کړي، کله بل څه، تیږې میږې یې ډډې ته کړې، په هماغو تیږو سر ږدي، خوب چېرته دی!؟ له لړم او غونډلانو نه خلک تر سپېږمو راغلي دي، هرځای کې همدا غږ دی:

– هوغلته یې مړ کړ، دلته یې مړ کړ، دغسې لاړ، هغسې لاړ…

 بس شپه همدا ده او ورځ بیا دومره را توده شي چې پوښتنه یې مکوه، دوی له سره په ځان پوه نه شول چې ولې راووتل، په ولس کې دا ګډه شوه چې نوره دلته ګوزاره نه کېږي، سره کاپر راغلي دي، خور و مور نه لري، په هېڅ شي صرفه نه کوي، نه چرګ ګوري، نه چرګوړی.

له  مستو سره لا هم د خپل اپین غم دی، ګلداد خان ته وایي:

– هغه یوه لشه اپین مې لاره، هغه مې هم د دېوال په چاود کې ایښی دی، غله دې خدای پرې نه برابروي.

اکبرجان ورته وایي:

– غله له کومه شول؟ غله ټول لاړل ختم شول، په وطن به څه حال ګډ وي، موږ خو دلته له هېڅ نه خبرېږو، خو چې یو بل د ضعیت کیسه کوي، نو هلته نورې شپې نه کېږي.

 مستو وایي:

– دلته مې نوره زاره چوي، په کلي پسې خپه یم.

 لوکاټو ته مو هم د شمار شپې پاتې دي. څه حال به پرې و، لوکاټ هم پاتې شول.

اکبرجان ورته وایي:

– ابۍ!؟ کلی دې یادېږي که نه خو اپین دې یادېږي.

– وۍ زویه! ډک کور مې و، هرڅه به هلته پراته وي، که همداسې پراته وي، لا ښه، خو چې غله پرې برابر نه شي، بل مې چینی ډېر یادېږي.

اکبرجان چې د چیني نوم واورېده، سترګې یې را ډنډ شوې، په ګرېوان  کې یې وڅڅولې.

عثمان جان پاچا هم  ګلداد ته وویل:

– یره هغه چینی به چرته وي؟ د کار سپی و.

ګلداد ورته وایي:

– مه یې رایادوه، ټول کور پسې خپه دی.

عثمان جان پاچا ورته وایي:

– ستاسې کور خو لا پرېږده چې ګل صنمه یې هم یادوي، وایي ډېر هوښیار و، زموږ ټول کار پرې جوړ و، په دیستار  به ګرځېده، چا دېخواته راکتی هم نه شو، د ملک ورسره ډېره ورانه وه. ملک به ویل: دا نجس به موږ کډه په سر کړي.

هوښیارانو خبره کړې چې د سپیو او مرغانو ساتنه دوه بخته وي. لکه چې دا چینی په موږ پسې ښه لاړ نه شو، که څنګه؟

اکبر جان ور ته وویل: چیني کې کمال و، له غلو یې خلاص کړي وو، نور نو زموږ عملونه چېرته جوړ وو چې ځه مو وکرل هغه مو ورېبل. دا زموږ عملونه دي.

اته څلوېښتمه برخه

دلته نو تازه شپې دي، جوماتونه له خېمو وړاندې اباد دي، په مټې خوارۍ غږ راشي، د کلي ملا  خپلو خلکو ته وویل:

– راځئ چې په دې خېمه کې جمع کوو، که نور څه نه وي، غم به مو هم غلطېږي.

ټول په دې سلا کېږي چې دغې خېمو ته څېرمه یو درې وړې وړې لیکې ځای برابر کړي او همدلته جومات اباد کړي.

جومات یې جوړ کړ، نارینه چې اوس جومات ته  لاړ شي نو تر ډېره پورې  هلته ناست وي او دعاګانې کوي چې خدایه بېرته مو په خپل وطن کړي، دا څه حال راغی؟ دلته خو دا شپې ډېرې ګرانې دي، موږ به اوس دې خلکو ته ناست یو چې《اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي کڼاوې، کڼاوې》

دې کې ګلداد په اکبرجان غږ وکړ:

– اکبرجانه! چینی دې لکه چې هېر شوی دی!؟

ملا ورته وایي:

– څه یې کوئ چې یادوئ یې!؟

اکبر جان ورته وايي:

– ملا صاحب! ډېر وفادار و، ته پوهېږې ان تر نازیانه پورې راسره راغی، موږ دا خپل شواخون کاوه، د ډک کور خبره مو کوله، چیني همدا خبرې واورېدې تری تم شو.

عثمان جان پاچا بیا پکې دا ټیکۍ وویشته چې :

– ګلدادخانه! ملک خو لا تراوسه پورې نشته، همدلته به دې ملک کړو.

– ملکي پرېږده، دلته د څه شی ملکي ده!؟ سپېره ځمکه ده، هغه هم پردۍ ده، ناست خیرات ته یو، په ژوند کې مې خیرات ته لاس غځول نه خوښېدل، څه وکړو؟

– ته خبره د چیني کوه

اکبرحان ورته وویل:

– ته او عثمان جان پاچا یو چکر لاړ شئ، حال احوال واخلئ، تکړه یاستئ!

عثمان جان پاچا ورته وایي:

– دا خبره یې ولا ښه وکړه، راځه چې لاړ شو.

ملا صاحب ورته وایي:

– سرونو پورې لکه چې تنګ یاستئ؟ د چیني غم به کوئ، خپل سر به کېږدئ.

اکبر جان سوړ اسوېلی وویست ورته ویې ویل:

– ملا صاحب! چینی،  چینی دی، ته پوهېږې بېګاه خوب کې راغلی و، هماغه زموږ کور کې پروت وي، ډاډ راکوي، راته وایي؛ تاسې بېخي زړه خاطر جام لرئ، زه کور ساتم.

د ماسختن جمع هم وشوه، جومات نه خلک خپلو خېمو ته ستانه شول، سهار وختي چې بیا خلک جمع ته حاضر شول، نو له جمعې وروسته بیا هم دلته خلک را ټول وو،  عثمان جان پاچا خوب لیدلی و، د ګلداد او اکبرجان خوا ته نژدې شو، ورته ویې ویل:

– موږ او تاسې خو د یوه کور خلک یو، ستر مو منځ کې نه و، بېګاه ما خوب لیدلی دی، پوهېږئ د څه شی خوب و!؟

ستونی یې تازه کړ، یوه کپه نسوار یې واچول، خوب داسې و چې:

چینی خوب کې راشي، راته وایي:

– ستا اپین ملک کره دی.

ګلداد پاڅېده، نسوار یې له خولې تو کړل، عثمان جان پاچا هم پاڅېد، هغه کپه نسوار یې چې لږه شېبه وړاندې اچولي وو، تو کړل او خاوره یې پرې را واچوله، اکبرجان وویل:

– چینی چینی دی.

چینی به تل د ملک د کور مخې ته پروت و، غورېده او غړمبېده به، په ملک چې ښه نه لګېده، څه خبره به وه، حکمران کې هم څه خبره وه، حکمران خو لاړ، تری تم شو، خو دادی موږ هم را ورک شوو، خو نه حکمران تر موږ وړاندې ورک شو، ملک هم تراوسه پورې لادرکه دی.

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– دا خوب یوازې ما نه دی لیدلی، چینی ګل صنمې ته هم خوب کې ورغلی و او همدا خبره یې ورته کړې وه چې تاسې بېغمه اوسئ، کور مو زه ساتم، خو ستاسې اپین ماته د ملک په کور کې ښکاري.

ګلداد وویل:

– د ملک کور کې اپین؟

اکبرجان وویل:

– چینی خو هم همالته ګرځېده، کله کله به یې ځمکه راسپړله.

ابۍ راته یوه ورځ وویل:

– دا چینی عجب شی دی، چې له ملک کره لاړ شي، ځمکه توږي، څه خبره به پکې وي.

ګلداد عثمان جان پاچا ته وویل:

– پاچا صاحب! لاړ به شو، دلته  مستو زما ماغزه وخوړل، هر وخت راته وایي؛ چینی مو هېر کړ، دا چینی به ټیک کور ته تللی وی، ورشئ، رایې ولئ، ګوره هغې موږ سره څومره وپالله؟ او دا خو ډېره ناځوانه ده چې تاسې هغه پرېښوده.

اکبرجان ورته وویل:

– ښځې مه بیایئ، ځکه په دې غرونو دوی ته اوښتل، راوښتل ډېر ګران دي، تاسې غلي لاړ شئ، د وطن حال و احوال به واخلئ او که وایې، زه هم درسره ځم.

  عثمان جان پاچا ورته وویل:

– ته ځوان یې، ډېر امیدونه دې دي، کور دې ودان، هلته دې راسره ډېره منډه وهله، ته اوسه، ګوندې څه لاسته راشي، ګنې ستاسې اپین خو به راوړو.

ګلداد وویل:

– زموږ اپین خوندي دی، ګورو به ورسره.

نهه څلوېښتمه برخه

د ګلداد او عثمان جان پاچا له برکته دا جمعه وغځېده، اکبرجان به ښه په کړنګېدلي غږ اذان کاوه، شاوخوا نه نور خلک هم رامات شول، ځای تنګ و، جمع په ډېره ستونزه کېده، خلکو سره پرېکړه وکړه:

– دا جمع لویېږي، ښه خبره داده چې له دې خېمو نه پاس د غره ډډې ته لاړ شو او هلته له  یو ځای نه باره راتاوه کړو، خدای مهربانه دی، یو څوک به راشي، یوه خېمه نیمه به راوړي، هلته به یو ښه جومات برابر کړو.

ټولو سلا وکړه چې بس څنګه مو چایونه وڅښل، نو پاس غره ته به شو، هماغه ځای کې، پروا نه لري، ټولټال لږ مزل دی، په جمع پسې مزل ښه دی.

دوی ټول په دې سلا شول چې له دې ځای نه د غره ډډې ته شي، هلته یو ځای کې د تیږو باره وتړي او جومات جوړ کړي.

 ملا چې څنګه سلام وګرځاوه، نور خلک خپلو خېمو ته ستانه شول، ګلداد او عثمان جان پاچا د کلي لار ونیوه.

د اوږده ډاګ مزلونه دي، لوړې، ژورې دي، تر ماسختنه یې دا لوړې ژورې ووهلې، د غره څنډو ته ورسېدل.

تروږمۍ ورو، ورو را خورېږي، په دې راغه کې د شپې مزل ډېر ګران وي، خدای مهربانه شو، سپوږمۍ راوخته، د سپوږمۍ رڼا وطن سپین پړک کړ، ګلداد او عثمان جان پاچا لا هم مزل کوي، په شا پورې تړلې د تناره ډوډۍ یې خلاصه کړه، د پیازو غوټې ته یې لاس کړ، په غټه تیږه ورته کېناستل، پیاز یې په سوک وواهه، دوه پړکه یې کړ، ډوډۍ یې راواخیسته، سره نیمه یې کړه، پیاز او ډوډۍ دواړه خوري، دا ډوډۍ یې همدلته خلاصه کړه، ځکه ډېر ستړي شوي او وږي شوي وو، لږه دمه یې وکړه، نور یې بیا په همدې راغه کې های کړل.

شپه له نیمایي اووښتې وه چې د غره سرته وختل، له دې ځایه لېرې لېرې وطنونو کې یو نیم پړک د رڼا ښکاري، پوندې یې نورې وچاودېدې، څپلۍ یې له خاورو او دوړو ډکې وې، سهار د لمانځه مهال و چې د غره اخوا ډډې ته ښکته شول، اخوا یې د جومات په منارې سترګې ولګېدې، سخت ور ته خوشاله شول، لکه یو جل وهلي ته چې په مخ کې چینه راووځي.  تقدیر ګوره د کلي په جومات ور برابر شول، هډونه یې د شپې سړو، اندېښنو او ستړیا ړچول، جومات تود و، ایله یې د زنې ړچا ودرېده، جمعې ته خلک راغلل. د کلي خلک ګوري چې مسافر راغلي دي، جمعه وشوه، له دوی نه یې پوښتنه وکړه:

– خیر شه وروڼو، مسافر ښکارئ!؟

ګلداد ورته وویل:

– هو، سدې ته تللي وو، کور و کلی مو بېولی و، اوس بېرته د خپل پولې او پټي پوښتنې ته روان یو.

– د کوم وطن یاستئ؟

– د مزینې.

– ښه، ښه، نو څنګه لاړئ؟

– څنګه به نه تلو!؟ کلي کې اوازه شوه، هلته یو مکتب وسوځل شو، بیا په چوڼۍ برید وشو، همداسې بنګنه راغله په کلي یې درنه اوسپنه وغورځوله، هر څه لولپه شول، دا اوازه هم ګډه شوه  چې کفار راغلي دي او دا ځایونه بمباروي. دې خلکو هم ساړه اسوېلي وویستل، ویې ویل:

– هو، همداسې ده، پرون شپه دلته هم بمبار وشو، موږ خو چې هغه ځای کې د بنکنې بنګ واورو، نو دې سمڅو ته شوو، تاسې به سمڅې هم نه لرلې!؟

ګلداد ورته وویل:

– زموږ سمڅې وې، له کلي لږې وړاندې وې، یو دوه درې ځل خو مو پکې شپې هم وکړې او چې بنګنه به راغله، موږ به هم هماغه سمڅو ته ځان رساوه خو سمڅو کې ګوزاره سخته وه.

دې خلکو ورته وویل:

– اوس خو موږ هم هلته سده کې پراته یو، خېمې دي، ژوند تریخ دی، خو بیا هم په ځان مو یو د سر سیوری وهلی دی.

چای یې راوړ، له چایو سره سوړ او کلک سوکړک و، بوره موره نه وه، دا خلک هم ډېر غریب وو، ترخو چایو ته کېناستل، په دې ځای کې دا تریخ چای او سوکړک هم غنیمت دي، دوی په ډېر شوق او ذوق له شنه چای سره  سوکړک تر ستوني تېر کړ، دمه یې وکړه، غوږنه یې تاوده شول، رڼایي هم ولګېده، عثمان جان پاچا کلداد ته وویل:

– نور نو های کړه.

دې خلکو ورسره همدومره وکړه چې، لاره ګودره یې ور وښوده، دواړو په هماغه لاره های کړل.

مخې ته ډېر زیارتونه راغلل، هغه ځای هم ورته راغی چې د تبۍ سیمه یې بلله او دلته یې په تیږه باندې سوکړک پوخ کړی و.

هوارې ته یې پښې ورغلې، اوس ور ته لاره کې یو نیم کس مخې ته راشي، پوښتنه ګدنه ترې کوي، خو دا یوه خبره ورته کوي چې:

– په چوڼیو مه ورځئ، ډډې ته ځئ، ګورئ کله کله قوه راځي، ومو نه نیسي.

دوی په وېره وېره نژدې ماښام و چې ځان کلي ته ورساوه، تیاره لا را خوره شوې نه وه، کلی شړ پروت و، شاوخوا کې هېڅوک نه ښکارېدل، د کلي وره ته ګټې پرتې وې، چوپه چوپتیا وه، سده کې هم شور نه و، ونې هم رنګۍ، رنګۍ وې، وچکالۍ خوله لګولې وه، پیشو هم نه ښکارېده، ګلداد وویل:

– دا څه وخت راغی، مېږی هم نه ښکاري، دلته به څه حال و!؟

عثمان جان پاچا ورته وویل:

– د کلا تمبه خو پورې ده، ښکاري داسې چې څوک نه دي راغلي، څنګه کوو!؟

له چاودونو اخوا دېخوا ګوري خو څوک نه ښکاري، کلی شاړ پروت دی، خاموشي ده، تروږمۍ هم ورو، ورو راخورېږي، نه اذان شته، نه جومات، ګلداد خان عثمان جان پاچا ته وویل:

– راځه هغه زموږ د کلي خواته برج چې دی، یو کنډو پکې شته، هلته به یا ته یا زه یو د بل په ولیو سپاره شو، اخوا ته به ځان خطا کړو، په هغې کړکۍ به ننوځو، که کړکۍ بېرته وي خو لا به ښه وي.

لاړل، کړکۍ بېرته نه وه، ګلداد د عثمان جان پاچا په ولیو پاس کنډو ته وخوت، ځان یې اخوا خطا کړ، کړکۍ یې  بېرته کړه، عثمان جان پاچا هم ورننوت، کړکۍ یې بېرته وتړله،

کلي کې خاموشۍ ځالې کړې وې. له دېوالونو د وېرې غږ را تلو، دوی هم ورو، ورو څپېدل. په بې کسو خړو پړو دېوالونو برو  لګېږي، ځانته د ارام ځای ګوري، په یوه کوټه او بله کوټه وځي ننوځي، دالونه تش تور پراته دي، برو بړېږي او لکه روې په دیستارونو خوله لګوي، دې وخت کې یې یو کغ غږ تر غوږ شو، دواړه یو بل ته سره وایي:

– دا به د څه شي غږ وي؟

ګلداد ورته وایي:

– لکه چې چینی دی، دا څپاری ماته د چیني ښکاري، کشېږي.

 وټوخېده، هېڅ شی ښکاره نه شو، دا همدا برو ده، ژاړي، انګولي، اریانه دریانه کله  د کلي یوې ډډې ته شي او کله بلې ډډې ته، هیڅوک نه ښکاري. خاموشۍ خوله لګولې ده.

ګلداد لاړ او د کلي له چاودونو یې کاسې، اپین او څه سامان چې مستو ایښی و، امانت سلامت را واخیست.

بیا یې په چیني پسې  کلی ګزوګام کړ، د چیني غږ وغوږ نه خېژي، له ځانه سره وايي: دا به حتمي په لارو کې نورو سپو او لېوانو داړلی وي.

عثمان جان پاچا د ملک د کور تمبې ته تمبه کېږي چې پرانزي یې. د ده او د برو شور ور پرانزي، ګلداد خان هم ور رسي، ګوري چې له تناره سره نږدې یوه تازه کنده ایستل شوې ده. کنده د عثمان جان پاچا سترګې ځان ته را اړوي، شکي کېږي، ګلداد ورپسې دی، په کنده کې یې په چیني سترګي لګي. ناببره غږ کوي:

ګلداد خانه!

ـ شا ته دې یم څه خبره ده؟

ـ نه ګورې؟!

د ګلداد په سترګو تیاره پرېوځي، له سوزه ډکه ناره کوي:

ـ وای دا خو زموږ چینی دی، کنه!

چینی په درانه خوب ویده وي، ګلدادخان چې هر څومره په چیني غږ کوي چې پاڅه! خو چینی  کندې خوړلی، له رګونو یې ساه وتې او  په سترګو یې تازه د سرو وینو لیکه را ماته شوې ده. ځمکه کنډاسه خوله پرته ده، غږ وغوږ یې نه خېژي.

ګلداد خان چې د چیني سترګو ته ګوري، نو مشدۍ پګړۍ یې ول ول په غاړه کې لوېږي. یوه تیړانګه ترې را بېلوي او د چیني په وینو سرې سترګې پرې پاکوي. عثمان پاچا د چیني سر لاندې د پیټۍ یوه ټوټه ګوري. سر ښوروي او وايې، چیني اخر د پیټۍ قرباني شو. پر چیني د ملک د کور هغه کنده ډکه شوه چې ده یې د سپړلو هڅه کوله. پټې کندې د سر په ساتنه نه بربنډېږي. پلټنه او ګروېږنه شک په یقین بدلوي.

4 COMMENTS

  1. دا ژباړلی ناول نه دی، نوم یې له متنه ښه څرګندېږي، چینی د چینايي لنډ نوم دی. که ولوستل شي، نو پوښتنې پخپله ځوابېږي.

  2. ازمون صاحب: ه پوهېږم چه د چيني نوم د سپي د پاره منطقوي دی که څنګه؟ زموږ په منطقه کښ ېې سپين سپيانو ته چيني وېل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب