جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعربغاوت / شریف شېرانی

بغاوت / شریف شېرانی

دغه وخت دی که ننګ وکړې

بیا یې نه راځي وختونه

بغاوت ته تیار اوسه

اې باغي باغي پښتونه!

***

اوس پر ګرځه تڼۍ خلاسې

اوس د ننګ میدان هوار دی

د جنون په زور یې مات کړه

که دوښمن دی که یې یار دی

ګوره بله خواري نه سته

چې زلمی کهول تیار دی

دوی خبر له خپله زوره

دوی به جوړ کړي نوبتونه

***

له نوبته نوبت زېږي

د سنګر سړي به راسي

ټول به یو اتفاق وکړي

مرور سړي به راسي

هم په ذهن به پاخه وي

زړور سړي به راسي

پر خېلونو به ږغ وسي

چې را وکړئ ناتارونه

***

د دې جنګ اعلان به وسي

له هر څه سره به جنګ وي

چې پښتون ته بده غواړي

له هغه سره به جنګ وي

اوس به هر څه سمول وي

له کاږه سره به جنګ وي

د دې قام به رغول وي

د ټول عمر تاوانونه

***

له ازله بیا تر ننه

د مرګونو حساب غواړي

د سیندونو حساب غواړي

سمو غرونو حساب غواړي

د پردیو په لاس مړه دي

د خېلونو حساب غواړي

دوی که هر څومره زور وکړي

خلاس به نه سي له پاڅونه

***

له امو تر اباسینه

ولسونه به جرګه سي

دوی به خپلو کښې را ټول وي

ټول خېلونه به جرګه سي

که د لر دي که د بر دي

عظمتونه به جرګه سي

د جرګو پرېکړه به دا وي

اوس به ټول کوو ننګونه

***

د غني لښکر به جوړ وي

باچا خان به په راضي وي

یو به بل سړی په دار وي

صمد خان به په راضي وي

کلی کلی به سنګر وي

خوشال خان به په راضي وي

په یوه ناره به راسي

له هر لوره لښکرونه

***

پر دې خاوره به لوی جنګ وي

د خپل ورور بدل به اخلي

په بارودو نړېدلي

د خپل کور بدل به اخلي

چې ناحق یې وي وژلي

د سپین تور بدل به اخلي

د دوښمن څلي به یوسي

د ازاد فکر موجونه

***

دا دی ګوره زه تیار یم

پر ما پروت دغه قلنګ دی

له مودو ورته سینګار یم

ته خبر یې دلته جنګ دی

ما له وینې رنګ اخیستی

زما د وینې غوندې رنګ دی

زه به خپله وینه ورکړم

زه به کړم بغاوتونه

اې باغي باغي پښتونه!
اې باغي باغي پښتونه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب