یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه اتومسفیر کې د ویروسونو باران

په اتومسفیر کې د ویروسونو باران

تاند- د امریکايي، کاناډايي او هسپانیايي ساینسپوهانو یوه تازه څېړنه ښيي چې هره ورځ د مځکې پر اتومسفیر په زرګونو ویروسونه ورېږي.

د لایف ساینس د راپور له مخې، څېړونکو د لومړي ځل لپاره په اتومسفیر کې زیاته اندازه موجود ویروسونه تحلیل کړي او څېړلي دي.

ځینې وخت دا ویروسونه، چې شمېر یې څو ملیاردو ته رسېږي، ملیونونه کیلومتره له خپله ځایه لېري کېږي او بېرته مځکې ته راکښته کېږي.

څېړونکو تر ستراتوسفیر لاندې د اتومسفیر د سرحدي برخې یا ازاد اتومسفیر قشر څېړلې او ورته څرګنده شوې چې تر مځکې له دوه نیم زره تر درې زره متره لوړ ویروسونه د هوا له جریان، د خاورو له ذراتو او یا هم د اوبو له بړاس سره تللي دي.

د ویروسو متخصص کرتیس سوتل، چې په دې څېړنه کې یې برخه لرله، وايي، هره ورځ په هر متر مربع اتومسفیر کې څه باندې ۸۰۰ ملیون ویروسونه زېرمه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب