Homeخبرونهپه پاکستان کې په دوو جلا پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ...

په پاکستان کې په دوو جلا پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د پاکستان د ګلګت بلتستان سیمې د غذر ولسوالۍ په یاسین درې کې سین ته د یوه مسافر وړونکي موټر د لوېدو په پېښه کې د ښځو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، موټر له ګلګت څخه د یاسین درې د بندور سیمې ته روان و، چې د یاسین په مارک سیمه کې د جلوونکي له کنټروله وتلی او یاسین سیند ته لوېدلی دی.

په موټر کې د موټرچلوونکي په ګډون ۱۵ کسان سپاره وو. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پېښې درې ټپیان د درملنې لپاره سمدستي د یاسین اغاخان روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د ښځو په ګډون د ۱۰ مړو شویو کسانو جسدونه د طاوُس ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د موټر دوه نور سپرلي له پېښې روغ وتلي دي.

له دې جلا د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر کاروان د وسله‌والو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د نښتو په ترڅ کې ۱۸ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه سیمه‌ییز جګپوړي اداري چارواکي له قوله راپور ورکړی چې بریدګرو د پولیسو دوه موټر سوځولي او د پولیسو دوه نور موټرونه یې له یوه شخصي موټر سره تښتولي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د ګمبت په سیمه کې د پولیسو پر کاروان په ګډون د څو بریدونو مسوولیت منلی دی. پولیسو همداراز ویلي چې په یوه جلا پېښه کې د اورکزو په سیمه کې د دې ډلې ۱۰ غړي وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...