تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو پر دغه هېواد دروند فشار راوستی دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او پراخه بېکاري ښايي بېرته ستانه شوي کډوال اړ کړي چې یو ځل بیا له هېواده ووځي.
جمال د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د «ښځو او سولې لپاره د اقدام» په نوم په اتم نړیوال کنفرانس کې وویل، خپل هیواد ته په پراخه پیمانه د کډوالو راګرځېدا په داسې حال کې پر افغانستان فشار زیاتوي چې دغه هېواد له بېوزلۍ، وچکالۍ او اقلیمي ستونزو سره هم مخ دی.
هغه زیاته کړه چې د کار د فرصتونو د کمښت او د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله، ډېر بېرته ستانه شوي کسان د ژوند د اړتیاوو په پوره کولو کې ستونزې لري او ښايي اړ شي چې یو ځل بیا افغانستان پرېږدي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي د بېرته ستنېدونکو د ملاتړ او د کار او عاید پیدا کولو د فرصتونو د برابرولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د ښځو او نجونو وضعیت
عرفات جمال په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې وویل چې د هغوی حقونه محدود شوي او د دوی پر تګ راتګ، جامو او په ټولنیزو فعالیتونو کې پر ګډون محدودیتونه لګول شوي دي.
هغه له ۱۲ کلونو څخه د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان له تر ټولو جدي ستونزو څخه وباله او ویې ویل چې دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر ژوند، بلکې د ټولې ټولنې پر راتلونکي هم اغېز کوي.
د جمال په وینا، د افغانستان کابو نیمايي ښځې د تګ راتګ د محدودیتونو له امله په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو بهر وځي.
هغه همداراز وویل چې د ښځو لپاره د خپلو حقونو د غوښتلو اغېزمنې لارې چارې نشته. نوموړي د ملګرو ملتونو د هغو هڅو یادونه وکړه چې له مخې یې ټولنیز مرکزونه جوړوي، د رواني روغتیا په برخه کې ملاتړ برابروي او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو ملاتړ کوي.
جمال د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کار او خپلواک عاید د ترلاسه کولو د فرصتونو برابرول د هغوی د ملاتړ له اغېزمنو لارو څخه وبلل.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د مقرراتو د پلي کېدو مسوولیت یوازې د دې ادارې پر مامورینو نه دی؛ بلکې د ښځو د څارنې مسوولیت یې د هغوی پر پلرونو، مېړونو او ان کار ورکوونکو هم اچولی دی.
افغانستان ته یوازې په څو کلونو کې د څه باندې ۶ میلیونه کډوالو راتګ له دې کبله هم افغانستان د ناورین لور ته بیايي چې له دې هیواد سره نړیوالې مرستې خورا کمې شوي، وچکالۍ او طبیعي پېښې ډېرې شوي دي.