Homeخبرونهڅېړنه: ۲۵ دقیقې پرله‌پسې ناسته د زړه او شکر ناروغیو خطر زیاتوي

څېړنه: ۲۵ دقیقې پرله‌پسې ناسته د زړه او شکر ناروغیو خطر زیاتوي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) یوه نوې څېړنه ښيي، د هغو کسانو، چې د ورځې ډېره برخه پر څوکۍ په ناسته تېروي، د وخت په تېرېدو سره د زړه په ناروغیو او دوهم ډول شکر د اخته کېدو خطر زیات دی. د څېړونکو په وینا، اوږده موده پرله‌پسې ناسته د عضلو فعالیت کموي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې یوازې ۲۵ دقیقې ناسته حتماً د زړه د حملې سبب کېږي.

د استرالیا د سوینبرن پوهنتون څېړونکو په ورځني ژوند کې د خلکو د ناستې موده او د عضلو فعالیت څېړلی دی. د دې لپاره یې له ځانګړو جامو کار اخیستی چې په سینسورونو سمبالې وې او د ناستې د څه باندې اووه زره پړاوونو معلومات یې راټول کړي دي.

څېړنې موندلې، چې د اوږدې مودې پرله‌پسې ناستې په ترڅ کې د عضلو فعالیت کمېږي. د عضلو خوځښت په بدن کې د وینې په جریان او همدارار په عضلو کې د وینې د شکر د جذبولو په بهیر کې مهم رول لري. له همدې امله، د اوږدې مودې لپاره بې‌حرکته پاتې کېدل روغتیا ته زیان رسولی شي.

څېړونکي وايي، د ناستې ټول ډولونه یو شان اغېز نه لري. د بېلګې په توګه، د دفتر د کار پر مهال د بدن د حالت بدلول، د پښو خوځول او د خبرو پر مهال لاسونو او پښو ته حرکت ورکول د عضلو فعالیت تر یوه بریده ساتلی شي. خو د څو ساعتونو لپاره په یوه حالت کې ناسته او تلوېزیون کتل د بدن خوځښت ډېر کموي.

د ناستې پر مهال د دمې اخیستل ولې مهم دي؟

روغتیايي کارپوهان سپارښتنه کوي، چې د اوږدې ناستې ترمنځ لنډې دمې پکار دي. هر څه وخت وروسته پاڅېدل او څو قدمه ګرځېدل، د اوبو لپاره په خپله تلل او د ناستې حالت بدلول ګټور عادتونه دي.

د څېړنې له مخې، هغه کسان باید خپلو ورځنیو عادتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د دندې یا نورو بوختیاوو له امله د کمپیوټر او موبایل پردې ته د اوږده وخت لپاره ناست وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...