له نن څخه ۱۶۷ کاله پخوا د ۱۸۵۴ م کال د دسمبر په درېیمه انګلیسي ژبی ناول لیکوال جوزیف کونراد (Joseph Conrad) د اوکراین په بریدخیف کې وزېږېد.
د جوزیف کونراد اصلي نوم (Józef Teodor Konrad Korzeniowski) دی.
د دغه پولنډي الاصله انګلیسي ناول او کیسه لیکوال په ۱۹۰۰ کې لارډ جیم (Lord Jim)، په ۱۹۰۴ کې ناسترومو (Nostromo) او په ۱۹۰۷ کې پټ ایجنټ (The Secret Agent) ناولونه او په ۱۹۰۲ کې د تیارې زړه () په نوم د لنډو کیسو ټولګه خپاره شوي دي.
کونراد په خپل ژوند کې د خورا ښه نثر د لرلو او په سمندر او عجیبو (نابلدو) ځایونو کې د خطرناک ژوند کولو په خاطر ستایل شوی دی.
ده د سمندرونو بلاغواړي سفرونه په استادۍ انځور کړي دي.
د کونراد لپاره په سمندرونو کې سفر له یوازیتوب ورهاخوا معنا لرله.
د کونراد پلار، اپولو نالیز کورزنیوسکي، چې شاعر او زړه ور پولنډی هیوادپال و، د هغې کمېټې له جوړوونکو څخه و چې په ۱۸۶۳ کې یې د روسانو د واکمنۍ پر ضد د پولنډیانو د پاڅون لارښوونه کوله. نوموړی په ۱۸۶۱ کې ونیول شو او د روسیې په شمال کې ولوګدا ته جلاوطنه کړای شو.
د ده مېرمن او څلورکلن زوی ورپسې لاړل خو د ځیږ اقلیم له کبله یې ماندینه په نري رنځ په ۱۸۶۵ کې مړه شوه.
کونراد په ۸ کلنۍ کې له انګلیسي ژبې سره بلد شو، دا هغه مهال و چې د ده پلار د شکسپیر او ویکتور هوګو اثار ژباړل چې له دې درکه د کور خرڅ برابر کړي.
هماغه مهال کونراد له خپل پلار سره د سر والټر سکاټ، جېمز فینیمور، چارلس دیکنس او ویلیم مېکپیس تېکرې اثار په پولنډي او فرانسوي ژبو لوستل.
اپولو (د کونراد پلار) په نري رنځ اخته شو او په ۱۸۶۹ کې د پولنډ په کراکو کې مړ شو. له ده څخه یوازیني پاتې زوی (کونراد) ماما تادیوسز بوبروسکي (Tadeusz Bobrowski)، ته چې مدافع وکیل و، وسپارل شو. بوبروسکي د خپل خوریې د روزلو ترڅنګ هغه ته مینه ورکړه.
کونراد په کراکو کې ښوونځی په نیمه کې پرېښود او سویس ته لاړ. دی له ښوونځي زړه توری شو.
په ۱۸۷۴ کې د فرانسې مارسیل ته په دې نیت لاړ چې په سمندر کې سفر وکړي.
ماما یې (Tadeusz Bobrowski) له ده سره د کال ۲ زره فرانکه مرسته ومنله او دی یې یوه سوداګر ته، چې (Delestang) نومېده، معرفي کړ. د دغه سوداګر په بیړیو کې کونراد فرانسوي سوداګرو ته تجارتي مالونه رسول. ده ویسټ انډیز، تانزانیا او ګڼو نورو لېرې هیوادونو ته په بیړۍ کې سفرونه وکړل. وروسته د بریتانیا له سمندري ځواکونو سره یوځای شو.
جوزیف کونراد د ۱۹۲۴ کال د اګست په ۳ مه د ۶۶ کلونو په عمر د ا نګلیستان په کانتربري کې ومړ.