جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه

د پروین ملال څو تازه شعرونه

د تیارو څاڅکي

یوڅوک دی ورشئ

پرګلونو او پر بوټو دي، پوښتنه وکړئ !!!

وایې، رېښو کې یې اغزي شنه شوي

اغزو کې غټو غڼو ځالې کړي

د رېښو ګوتې دې فلج شوي

د اوبو پیالو ته  نه رسيږې

خدای خبر؟ بل کال به ګلونه کوي

د آسمان سیند ناروغ دی

ستورو غسلونه په تیارو کړي دي

سپوږمۍ د کهف په خوب بیده ده

ماښام نه دی خبر

 په شپو یو چا دي تور رانجه خوړلي

اواز یې ټپ ولاړ دی

تر سپوږمۍ نه رسیږې

یو څوک دې ږغ پر سپوږمۍ وکړئ

چې راویښه شي

شپه ډېره پاته ده ښارونه  په تیاروکې،

ډوب دی

د ښار د هر بام د تېغو څخه

د تیارو څاڅکي، څاڅي

وږمې ړندې دي د کړکېو رڼا نه ویني

چې د پردو سره، د نیمې شپې،

د میینې لوبې وکړې

د شپې هیر شوي د میینو دیدنونه

او د سیند پر غاړه د شپیلۍ ږغ کې،

د بیدیا د ترخو او غرنیو شګوفو،

ږغونه

د سهار پښو ته دی لویدلی د تڼاکو ځنځیر

د ځنځیر هر بند کې کروړو دي کرلې،

 خپل لاسونه او پښې

د سهار تلې چاودي، چاودي او ټپي، ټپي دی

پر لاره ورو، ورو راځې

 هیڅوک پوهېږې نه،

 چې وسپېدو ته رارسیږې کنه؟

خلګو، د بوټو او ګلونو لږ پوښتنه وکړئ

وایې، رېښو کې یې اغزي شنه شوي

نجلۍ د بام  د څوکو د یوچا لاره څارې

لاس کې یې سپین تر الماس، د اوبو ډک کټوری،

په انتظار ولاړه

شونډو کې ښکلي او خواږه تر شاتو

د دعا سپین سپیڅلي د نوره ډک لفظونه

د کمیس ګنډ کې یې ګنډلې د رڼا شعرونه

د لمن څوکو باندې، پراته، پراته

د سارایي ګلونو د نګهت ډک،

یادونه

په کټورې کې یې اوبه، د ژوند او سا د چېنو

د بنګړو شرنګ یې دی لېکلی،

پر خالي مړوند

تیاره یې سپین تر واورو مخ

پخپله غیږ کې پټولای نه شي

په انتظار ولاړه،

د یوه دنګ او، او ږیرور شهسوار

د رڼاګانو د ښار

په دواړو سترګو کې  یې ستوري

په تندې کې یې سپوږمۍ ځلیږې

اس یې په لوړو اوژورو باندې،

په یوه ساه او یوه ځغاسته تر رڼا رسیږې

لکه سحر چې تر تیارو تیریږې

د دوو اوږو ترشا یې، لمر راخیژې

د دوو اوږو تر شا یې لمر راخیژي

۲۰۲۲ / ۱۱ / ۵

د ختیځ لوڼې

ودې انځور ته ګوره!

دغه انځور زما دی

هغه انخورهم زما دی

هغه انځور چې هلته لوړ ځوړند دی

هغه انځور چې د کړکۍ سره دی

هغه انځور،

چې لوړ پر میز پروت دی

د ښار په لوی واټ کي هم،

زما انځور ځوړند دی

د انځورګر د ذهن،

ټول انځورونه زما دي

په طلایې، په مرمرین

او د بلوط چوکاټ کې

هغه یوه کي زما سا چلیږي

په هغه بل کي مې وجود پروت دی

په هغه لوړ ځوړند کي

دواړه لاسونه زما دي

 ها چې پر میز پروت دی

 په هم هغه کې زما زړه تپېږي

د ښار د واټ انځور کي،

زما خوبونه او خیالونه بند دي

موږ د ختیځ لوڼې یو

موږ ټولې بندې یو چوکاټ کې یو

موږ ټولې بندې دکورونو په نوم،

یوه کپس کې یو

څوک طلایې، څوک مرمرین

څوک د بلوطو کپس

موږ د ختیځ لوڼې یو، موږ ټولې،

بندې یو چوکاټ، یوه انځور

اویو کپس کې یو

۲۰۲۲ / ۱۱ / ۸

ستورو کې دې لولم تلاوت کوم

میینې ستا بنده یم عبادت کوم

کیف مې دی د، درد او د زخمو رڼا

ځکه دا ژوندون په لطافت کوم

لار یمه لار ښوده او مرام یمه

خپل ځان را سره دی بغاوت کوم

سیوری د اوبو یمه نڅیږمه

لمر چېښم په سیوري سخاوت کوم

تورې شپې مې سپینې د یو چا په یاد

سپین وایم د تورو عداوت کوم

خیال مې د (پروین) څوکو ته ورسید

نازمې پر اسمان، او نزاکت کوم

۲۰۲۲ / ۱۱ / ۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب