شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+چنار/ اجمل پسرلی

چنار/ اجمل پسرلی

په چوتره کې د حاجي شاته جوړه بالښتونه ایښي وو. نورو خبرې کولې ده چنارونو ته سترګې نیولې وې، له ځان سره په زړه کې غږیده:

« دادا به ویل چې پام پرې کوه »

« ځواني وه حیواني وه کله مې سمې اوبه ورکولې »

« دوه دانې زما له لاسه وچ شول »

رحیم داد په جګ غږ وویل:

-حاجي صاحب  هلک د لاس اوبه یې درته راوړي

 د رحیم داد څنګلوري لاس په غوږ کیښود، په بل لاس یې رحیم داد وخوځاوه:

-خو زه دې کوڼ کړم

-سم نه اوري

ماشوم  له خندا مټ خولې ته ونیو. حاجي په ږیره کې د لاس  ګوتې خاښۍ کړې، سره وڅکیده لاسونه یې څلمڅي ته ورمخته کړل، ماشوم اوبه پرې وڅڅولې. حاجي په تروه ټنډه اشاره وکړه چې دستمال ایسته کړي، خپل لاسونه یې د څلمڅي پر سر ونیول. رحیم داد بیا غږ جګ کړ:

-حاجي صاحب وشو وشو

بل غږ کړل:

– دغه سنت دی

ماشوم څلمڅي کش کړه، حاجي لاسونه وراوږده کړل چې پاتې څاڅکي یې هم په څلمڅي کې وڅڅیږي.

 ماشوم تم شو. رحیم داد اشاره ورته وکړه، هلک په کتار د بل په لاسونو اوبه واچولې  او بیا یې په کړوپه ملا څلمڅي بل او بل ته پسې وڅکوله.

 حاجي خړبخونې سترګې لکه په دوړو ککړې د کمرې لینزونه له څلمڅي سره تاوول او چې د وروستي کس لاسونه ووینځل شول، په پوړیدلي غږ یې وویل:

-وا هلکه دا اوبه د چنارونو په بیخ کې واچوه

رحیم داد ورته وویل:

-حاجي صاحب د دې زړو چنارونو ریښې د مځکې تل ته رسیدلي اوبه نه غواړي.

ماشوم د څلمڅي اوبه تر چوترې لاندې واړولې، حاجي سر ورایسته کړ، وچې پوټلنې مځکې اوبه داسې وزبیښلې لکه له سره چې لمده شوې نه وي.

حاجي د وچې ډوډۍ ژۍ ماته کړه، د ښوروا کاسه یې ورو پورې وهله مخ یې لکه مرور وګرځاوه، د چا ورپام نه شو، چا شخوند واهه، چا په ډکه خوله خبرې کولې، حاجي چنارونو ته ځیر و، په منځ کې یې په پاڼو کې پټه مرغۍ چغیده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب