Homeخبرونهد افغانستان په ختیځ کې د بودايي دورې مهم لرغوني اثار وموندل...

د افغانستان په ختیځ کې د بودايي دورې مهم لرغوني اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د افغانستان په لغمان ولایت کې د بودایي دورې یوه نوې لرغونې سیمه موندل شوې چې پکې د ډبرو لرغوني نقشونه، ودانیز اثار او نور تاریخي پاتې‌شوني شامل دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه نوې لرغونې سیمه د لغمان ولایت د قرغه‌ییو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تورغره سیمې لمنو ته نژدې کشف شوې ده.

د وزارت په وینا، په دې سیمه کې په ډبرو کې کيندل شوې مجسمې، د پخوانیو دېوالونو نښې، طاقچې او نور تاریخي اثار موندل شوي چې د افغانستان د بودایي دورې له تاریخ سره تړاو لري.

وزارت زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۷۰ تاریخي ځایونه سروې شوي او لږ تر لږه ۱۵ نوې تاریخي سیمې په رسمي ډول ثبت شوې دي.

افغانستان د بودایي، اسلامي او له اسلام مخکې تمدنونو زرګونه لرغوني او تاریخي ځایونه لري، خو د جګړو، لوټمارۍ او نه‌پاملرنې له امله ډېری یې زیانمن شوي دي.

لرغونپوهان وايي، افغانستان د سیمې په مهمه تاریخي او فرهنګي څلورلاره کې پروت دی او د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

یونسکو او نورو نړیوالو بنسټونو څو ځله د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې ناقانونه کیندنې، د تاریخي اثارو قاچاق او ناامني لا هم د هېواد لرغوني ځایونه ګواښي.

له ښه مرغه طالبان د خپلې لومړۍ دورې خلاف دا ځل د لرغونو ځایونو او اثارو ساتنې ته پام کوي او اجازه نه ورکوي چې لوټمار او قاچاقبر یې له افغانستانه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...