تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.
۶۹ کلن انیل کپور په پاریس کې له ۴۸ کلن مکرون سره لیدلي دي. د فرانسې ولسمشر دغه لوبغاړی خپل دفتر ته بیولی او د ناپلیون د واکمنۍ د وخت لرغوني اثار یې ورښودلي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دواړو ترمنځ په دې کتنه کې د هنر، کلتور، سینما، مصنوعي ځیرکتیا او راتلونکو چارو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. انیل کپور دغه خبرې ډېرې ګټورې بللې دي.
نوموړي ویلي، خبرې یې دومره په طبیعي ډول روانې وې چې داسې احساس یې کاوه، لکه له کلونو راهیسې چې یو بل پېژني.
د راپور له مخې، انیل کپور د خبرو پر مهال د خپل څلوېښت کلن فلمي ژوند، بریالیو فلمونو او همداراز د خپلو وروستیو او راتلونکو پروژو په اړه د فرانسې له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
هغه د هند په یوه مخکینۍ کتنه کې د مکرون د تود هرکلي یادونه کړې او په پاریس کې یې د خپل ځان او وراره د مېلمستیا له امله د فرانسې له ولسمشره مننه کړې ده.
انیل کپور ویلي: «زه زموږ پر ملګرتیا ډېر خوښ یم او په هند کې ستاسو د بیا هرکلي په تمه یم.»
انیل کپور په خپل څلوېښت کلن فلمي ژوند کې په ګڼو مشهورو هندي فلمونو کې لوبېدلی، چې «مشعل»، «مستر انډیا»، «تیزاب»، «رام لکن»، «بېټا»، «نایک» او «پکار» یې له مشهورو فلمونو څخه دي.
نوموړي په نړیواله کچه هم د «سلم ډاګ میلیونر» او «مېشن امپاسیبل: ګوسټ پروتوکول» په څېر فلمونو او د «۲۴» په نوم تلویزیوني لړۍ کې د لوبېدو له امله شهرت موندلی دی.