Homeخبرونهروسیه: داعش خراسان په افغانستان کې لا هم د پام وړ پوځي...

روسیه: داعش خراسان په افغانستان کې لا هم د پام وړ پوځي وړتیا لري

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) په ملګرو ملتو کې د روسیې مرستیال استازي الکساندر رپکین د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ترهګرۍ ضد اقداماتو سره سره، لا هم د پام وړ پوځي وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ډلې د عملیاتي وړتیا د پیاوړتیا یو دلیل له بهر څخه مالي ملاتړ او د هغو تجربه کارو بهرنیو جنګیالیو شتون دی چې پخوا یې د سوریې او عراق په جګړو کې برخه اخیستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال استازي همداراز ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په څېر د ډلو فعالیتونه هم د داعش خراسان د پیاوړتیا سبب کېږي.

د رپکین په وینا، داعش خراسان لا هم هڅه کوي په افغانستان کې ناامني زیاته او په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. هغه ویلي چې دې ډلې په ځانګړي ډول په منځنۍ اسیا کې د خلافت د جوړولو په اړه له خپلو پلانونو لاس نه دی اخیستی.

نوموړي په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو د پاتې شویو وسلو د خپرېدو خطر ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا وسلې ښايي د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي او د افغانستان له پولو هاخوا هم ګواښونه رامنځته کړي.

د روسیې استازي د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د هېوادونو پر هر اړخیزې او همغږې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د طرحې او پلي کولو لپاره وکارول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې مخکې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه راپورته شوې اندېښنې د ناسمو معلوماتو پایله بللې وې.

مجاهد ټینګار کړی و چې افغانستان باید د دغو معلوماتو پر بنسټ ونه ارزول شي او د کابل حکومت دغه اندېښنې په بشپړه توګه ردوي.

په عین حال کې ځیني شنونکي وايي چې روسیه په افغانستان کې د داعش خطر له دې کبله غټوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه وبېروي او په دې توګه یې لا زیات د روسیې غېږ ته پناه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...