مختلط میتود تحقیق
عزتالله ادیب
پیل
زموږ په ټولنه کې د څېړونکو، اکاډیمیکو او لوستو خلکو تر منځ د څېړنې د کمي او کیفي کړنلارو نومونه خورا مشهور دي. له ۱۹۵۰مو کلونو څخه د مختلط میتود کړنلاره رامنځته او په ۱۹۸۰مو کلونو کې مشهوره شوه، چې اوسمهال خورا شهرت لري. د همدې کړنلارې لپاره اکاډیمیکې ټولنې او ژورنالونه جوړ شوي دي، کلني کنفرانسونه او علمي غونډې کیږي، او په اړه یې خورا زیات کتابونه لیکل شوي دي.
مختلط میتود څېړنه (Mixed Methods Research) داسې څېړنیزه تګلاره ده چې په یو واحد تحقیق کې کیفي او کمي میتودونه دواړه یو ځای کیږي. د دې ډول میتود پر مټ داسې هر اړخیزه او جامع پوهه تر لاسه کیږي چې په یوازې ځان د هیڅ یو میتود پر مټ نشي تر لاسه کېدای (کراسویل او پلانو کلارک ۲۰۱۷).
د مختلط میتود څېړنې پر میتودونو، پروسو او اصولو پوهېدل خورا مهم دي. په دې ډول څېړنه کې ادغام (Integration) یو بنسټیز اصل ګڼل کیږي؛ ځکه د همدې بهیر له لارې د مالوماتو بېلابیل سیټونه، د تحلیل لارې او د تفسیر مختلف پړاوونه د یو واحد، منسجم او مانا لرونکي استدلال په چوکاټ کې سره نښلول کیږي.
د مختلط او کیفي میتودونو یوه خورا مشهوره لیکواله، پټ بېزلي په خپل کتاب (د کیفي ډیټا تحلیل، ۲۰۱۸) کې د ادغام په اړه ډیر تفصیلي مالومات لیکلي دي، او همدارنګه یې په یوه نظریه یا مفکوره کې د څېړنې د ډیزاین، ډیټا او د تحلیل د بیلابیلو پړاوونو د زنځيرهیز او متقابل تعامل په اړه مهم تفصیل وړاندې کړی دی. یو بل لیکوال ګریین پر دې باور دی چې که په مختلط میتود څېړنه کې د ادغام پروسه په سمه توګه عملي نشي؛ نو کیفي او کمي میتودونه پر موازي او جلا څېړنو بدلیږي او د مختلط میتود اصلي هدف تر لاسه کېدای نه شي. د ګریین هدف دا دی چې که دا ډول میتود په سمه توګه عملي نشي، په دې صورت کې د موضوع په اړه جامع او هر اړخیز پوهاوی نه تر لاسه کیږي.
په دې لیکنه کې د مختلط میتود پر بنسټیزو مفاهیمو، په ځانګړي ډول د ادغام پر منطق او عملي بڼو تمرکز شوی دی. د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې د ادغام مفهومي او تیوریکي بنسټونه تشریح شوي دي، او په دوهمه برخه کې د ادغام دوه مهمې ستراتیژۍ (مسلسل/متوالي ادغام (Sequential Integration) او تکمیلي یا متمم تحلیل (Complementary Analysis) پېژندل شوې دي.
همدا ډول، په دې لیکنه کې د څېړنې د ډيزاین، عملي کار، تحلیل او تفسیر پر پروسو کې د ادغام پر عملي برخه تمرکز شوی دی. یوه بله اړینه موضوع چې دلته یې یادونه شوې، هغه داده چې، ادغام یوازې یوه تخنیکي پروسه نده؛ بلکې یو تحلیلي او تیوریکي میکانیزم دی چې د څېړنې د ډیزاین، تحلیل او تفسیر په ټولو پړاوونو کې بنسټیز رول لري. د لیکنې ځینې برخې یو څه تخنیکي دي چې په دې اړه یو څه زیاته مطالعه به دا برخې لا ښې روښانه کړي.
په مختلط میتود کې د ادغام مفهوم
په مختلط میتود څېړنو کې د ادغام پروسه، پرې پوهېدل او عملي کول یې خورا مهم دي. ادغام هغه بهیر یا پروسه ده په کوم کې چې د مختلط میتود کیفي او کمي تګلارې یا برخې د څېړنیز ډیزاین، مالوماتو یا ډیټا را ټولولو، تحلیل او تفسیر په پړاوونو کې، د څېړنې اصلي پوښتنې ته د هر اړخیز ځواب د موندلو په هدف، له یو بل سره په منظم او هدفمند ډول یو ځای کیږي. ادغام د مختلط میتود څېړنو مرکزیت بلل کیږي، ځکه دلته د کیفي او کمي میتودونو څخه تر لاسه شوې پایلې یو مشخص هدف تر لاسه کوي. دا عمل میټا انفرنس یا هماغه نهایي تشریح یا پایله بلل کیږي.
ادغام دوه بُعدیز خاصیت لري چې هم اپیستیمک (معرفت شناس) او هم تخنیکي کار دی. کله چې څېړونکی په خپله څېړنه کې د بېلابیلو میتودونو د رول، ارزښت او علمي اهمیت څرنګوالی بیانوي، او یا دا چې د پوهې په تولید کې د هر میتود ونډه تشریح کوي، دلته ادغام اپیستیمیک عمل کوي چې دا بُعد د څېړنې د فلسفي او نظري بنسټونو سره اړیکه لري؛ خو ادغام هغه مهال تخنیکي عمل بلل کیږي کله چې څېړونکی د عملي کار په جریان کې د بیلابیلو سرچینو مالومات او موندنې سره یو ځای، پرتله، تحلیل او تفسیروي (پیټ بزلي، ۲۰۱۸).
مختلط میتود د ټولنیز تحقیق یوه داسې تګلاره ده چې ګڼ تیوریکي ماډلونه لري (ګرین ۲۰۰۷). د دې لیدلوري له مخې، مختلف میتودولوژیک او تیوريکي دریځونه یا نظرونه قصدآ د یو بل د بشپړولو او یا له یو بل سره د تعامل او بحث په خاطر یو ځای کیږي. په اصل کې د دې نظریاتو یو ځای کېدل بحث ته لار هواروي او تکمیلي بڼه غوره کوي؛ نه دا چې د یو بل د سیال یا بدیل په توګه عمل وکړي.
د ګرین لیدلوری یو څه پېچلي ښکاري؛ خو مفهوم یې خورا واضح دی. په مختلط میتود څېړنه کې د کیفي او کمي میتودونو له لارې بېلابیل مالومات تر لاسه کیږي، او نوموړي مالومات تل د یوې یا متعددو تیوريکي چوکاټونو په رڼا کې راټول، مدیریت، تحلیل او تفسیر کیږي. تیوريکي چوکاټونه د موندنو د مانا، تفسیر کولو، او د تر منځ یې د اړیکو په جوړولو یا موندلو کې اساسي رول لري. څېړونکی هڅه کوي چې د همدې بهیر له لارې د ټولو موندنو تر منځ بحث رامنځته کړي او د څېړنیزې پدیدې په اړه څو اړخیز او ژور پوهاوی تر لاسه کړي، داسې پوهاوی چې یوازې د یو واحد میتود پر مټ یې تر لاسه کول ستونزمن وي.
اوس مهمه پوښتنه دا را پیدا کیږي چې ادغام په کومو برخو کې رامنځته کېدای شي؟ د مختلط میتود څېړنې د ډیزاین، ډیټا یا مالوماتو، تحلیل او د موندنو د تفسیر په برخو کې د ادغام پروسه عملي کیږي (پټ بیزلي،۲۰۱۸).
- د ډیزاین په برخه کې ادغام: په دې برخه کې د څېړنې د بېلابیلو میتودونو د ډيزاین، د څېړنېزو مرحلو د ترتیب، او د دې پړاوونو تر منځ د اړیکو په اړه بنسټيز تصمیمونه نیول کیږي. یانې څېړونکی په پیل کې د کیفي او کمي برخو د څرنګوالي او ترتیب په شمول د هغوی تر منځ د اړیکو په اړه تصمیم نیسي.
- د مالوماتو یا ډیټا په برخه کې ادغام: په دې برخه کې د مختلفو میتودونو او تګلارو له لارې تر لاسه شوي مالومات یا ډیټا مدیریت کیږي، تر منځ یې اړیکې موندل کیږي او بیا په داسې ډول مدیریت او تنظیم کیږي چې له یو بل سره د پرتله کولو او مختلط تحلیل لپاره مناسب وي.
- د تحلیل په برخه کې ادغام: په دې برخه کې د مختلفو میتودونو له لارې تر لاسه شوي مالومات سره پرتله کیږي او تر منځ یې د بحث رامنځته کولو په موخه د همغږۍ، ورتهوالي او تضاد برخې یا نقطې په نښه کیږي. دلته ادغام یو تخنیکي عمل نه؛ بلکه د تحلیلي فکر اساسي برخه ګرځیږي.
- د پایلو د تفسیر په برخه کې ادغام: په دې برخه کې اخري پایلې یا موندنې او تیوریکي ادعاوې د مختلطو شواهدو پر بنسټ تولیدیږي، یانې څېړونکی د تحقیق پایلې یوازې د یوې تګلارې (کیفي یا کمي) له مخې نه استنتاجوي؛ بلکې د دواړو میتودونو مالومات یا ډیټا په ګډه د تفسیر لپاره کاروي.
په یوه څېړنه کې د دې ټولو مرحلو تر منځ اړینه همغږي د ادغام بهیر پیاوړی کوي او د څېړنې ټوله پروسه پر یوه منطقي تګلاره بدلوي، چې په دې توګه د سطحي کار مخنیوی کیږي. که چېرته د دې برخو تر منځ همغږي نه وي؛ بیا نو څېړنه د مختلط میتود له اصلي ګټو بېبرخې، او ټاکل شوي علمي هدف ته رسېدل ستونزمن کیږي.
د ادغام ستراتیژۍ
مسلسل/متوالي ادغام: د څېړنیزو پړاوونو زماني اتصال
د مسلسل یا متوالي ادغام پروسه د مسلسل ډیزاین په برخه کې عملي کېږي. مسلسل ډیزاین لږ تر لږه دوه څېړنیز پړاوونه یا مرحلې لري، چې لومړی پړاو د راتلونکي هغه د ډیزاین، تطبیق تحلیل او تفسیر له پروسو سره مرسته کوي، او د دې برخې بنیاد جوړوي. او په دوهم هغه کې د څېړنې د بېلابیلو مرحلو تر منځ د مالوماتو هدفمند او منظم لېږد رامنځته او عملا د ملسل ادغام بهیر تطبیق کیږي (کراسویل او کلارک، ۲۰۱۷).
مسلسل ادغام په خپل ذات کې هم په دوه ډولونو ویشل کیږي. دا ډولونه په اکاډیمیکو څېړنو، په خاصه توګه د کلاسیکې طبقهبندي په جریان کې ښه عملي کیږي. د مسلسل ادغام لومړی برخه اکتشافي تسلسل دی، چېرته چې لومړی کیفي او بیا کمي څېړنه عملي کیږي؛ او دوهم ډول یې تبییني تسلسل دی، په کوم کې چې لومړی کمي او بیا کیفي تحقیق تر سره کیږي. په تطبیقي څېړنو کې د تسلسل منطق ډير ثابت نه وي؛ بلکې ډیری وخت انعطاف منونکی او تکراري خاصیت لري. څېړونکی د اړتیا له مخې له یوې مرحلې څخه بلې ته، او له یو میتود څخه بل ته ورګرځيږي. دا انعطافي خاصیت یا کار د څېړنې د ډیزاین، تحلیل او یا بله پروسه سره برابروي او د هدف سره سم تغیر پکې راولي (ټېډلي او تاشاکوري، ۲۰۰۹، پټ بېزلي، ۲۰۱۸).
مسلسل ادغام ډیرې ګټې لري او له څېړونکي سره د عملي کار په برخه کې مرسته کوي.
- مسلسل ادغام له څېړونکي سره د کمي څېړنې او د پوښتنلیک د ډيزاین په برخه کې مرسته کوي: د کیفي میتود څخه تر لاسه شوي مالومات د کمي پړاو د پوښتنو د جوړښت، نمونې په ټاکلو او نورو ټولو برخو کې د لارښود په څیر مرسته کوي، او د سروې یا کمي برخې له موثر تطبیق سره مرسته کوي.
- مسلسل ادغام د غیر متوقعه موندنو (اوټلایرز) د تشریح کولو او په اړه یې د اضافي مالوماتو د راټولولو په برخه کې مرسته کوي: که چېرته د کمي میتود په برخه کې ځینې شمېرې غیر معمولي یا مبهمې وي؛ نو د کیفي میتود پر مټ یې مانا روښانه او یا یې په اړه اضافي مالومات راټولیږي چې په دې توګه له دې برخې سره مرسته کیږي.
- مسلسل ادغام د تیوري د اصلاح او ازمایښت په برخه کې مرسته کوي: په دې برخه کې ادغام د تیوریکي ماډلونو د ازمایښت او اصلاح لپاره مناسب چوکاټ برابروي. هغه مفاهیم او ماډلونه چې په لومړي پړاو کې رامنځته کیږي؛ په بله مرحله کې ارزول کیږي، اصلاح او تنظیم، یا هم ننګول کیږي. په دې توګه د څېړنې ټوله پروسه د تیوري د پرمختګ او اصلاح باعث کیږي.
د مسلسل ادغام ترتیب او جوړښت
په مختلط میتود څېړنو کې د مسلسل ادغام مالوم او هدفمند جوړښت بنسټیز ارزښت لري. څېړونکی باید پر دې پوه وي چې څنګه مسلسل او موازي پړاوونه د روښانه مثلثبندۍ یا تثلیث د پروتوکولونو له لارې سره نښلول کیږي. څېړونکی باید پر دې لارو چارو خبر وي، او په خپله څېړنه کې د دې پروتوکولونو له مخې د هر ډیټاسیټ ونډه په څرګند ډول مشخصه کړي، له نورو مالوماتو سره یې پرتله کړي، او تر منځ یې د همغږي او تضاد نقاط په یو منظم او تحلیلي ډول تشریح او روښانه کړي.
د تثلیث دا پروتوکولونه په پیل کې د صحي کیفي څېړنو لپاره ډیزاین شوي وو؛ خو اوسمهال په مختلط میتود څېړنو کې هم د تطبیق وړ دي. د دې لیدلوري له مخې هر مسلسل او منظم ګام باید په واضح ډول توجیه ثبت او مستند شي او د تحلیل له اړخه د تعقیب او ارزونې وړ وي (فارمر او ملګري، ۲۰۰۶).
یوې بلې لیکوالې (پټ بیزلي) په خپل کتاب کې دې موضوع ته اشاره کړې ده، او ټینګار کوي چې مسلسل ادغام تل یو بشپړ خطي بهیر نه وي، ځکه ځینې وختونه د څېړنې د وروستیو پړاوونو څخه وروسته د لومړنیو هغو څخه د تر لاسه شویو مالوماتو د بیا کوډ کولو، بیا تنظیم او تحلیل اړتیا رامنځته کوي (پټ بېزلي، ۲۰۲۴). دا تکراري بهیر هغه مهال ځانګړی اهمیت پیدا کوي چې د څېړنې د لومړنیو پړاوونو موندنې خلا یا تشې، ابهام یا تناقض ولري. څېړونکی باید د خپلې څېړنې له موندنو څخه دومره خبر وي چې دا ستونزې پکې په نښه کړای شي. په یو واحد تحقیق کې د مختلفو پړاوونو تر منځ دا تګ راتګ او مقابل بحث د څېړنې له استقرایي منطق سره سمون لري؛ یانې داسې منطق چې څېړونکی پکې د مالوماتو او تیورۍ تر منځ، د دې لپاره تګ راتګ کوي؛ تر څو پایلې په هراړخیز ډول تشریح او تفسیر شي (ماکسویل ۲۰۱۳، او ګریني ۲۰۰۷).
زما له نظره د غیر اکاډیمیکو څېړونکو لپاره، او یا د افغانستان په څېر چاپیریال کې د داسې انعطاف منونکي ډیزاین کارول خورا اړین دي. په داسې شرایطو کې د څېړنې لومړني او وروستنی پړاوونه باید د یو او بل د متمم یا بشپړونکي او لارښود په ډول وکارول شي.
تکمیلي یا متمم تحلیل – له تائید تر تکمیلیت پورې
په تاریخي ډول، په مختلط میتود څېړنو کې د ادغام پروسه د تثلیت په چوکاټ کې درک کېده؛ یانې یو میتود د بل هغه د موندنو د بیاکتنې، تائید او یا د اعتبار د سنجولو لپاره کارول کېده ( ډینزین ۱۹۷۸). په دې لیدلوري کې اصلي موخه دا وه چې آیا بېلابیل میتودونه ورته پایلو ته رسیږي، او که مختلفې پایلې لري.
د مختلط میتود معاصر لیکوالان داسې استدلال کوي چې د تائید تر لاسه کولو یا تائیدولو لیدلوری ډير تنګ او محدود دی. بېلابیل میتودونه پر مختلفو مفروضو ولاړ وي او د ټولنیز واقعیت مختلف اړخونه څېړي؛ له همدې امله، هر میتود بشپړونکی بصیرت یا پوهه وړاندې کوي، نه دا چې ټول یې یو شان پوهاوی رامنځته کړي (ګریني او ملګري ۱۹۸۹، فیلډینګ ۲۰۱۲).
خو بله لیکواله پټ بیزلي د همدې مفهومي بدلون په رڼا کې د تکمیلي تحلیل اصطلاح کاروي. هغه پر دې باور ده چې په تکمیلي تحلیل کې د بېلابیلو میتودونو او مالوماتي سرچینو څخه تر لاسه شوي مالومات باید په داسې ډول سره اووبدل شي چې د څېړنیزې پدیدې په اړه هر اړخیز، توصیفي، روایتي یا نظري درک یا پوهه رامنځته کړي. دلته هدف د کیفي او کمي میتودونو تر منځ د بشپړې هوکړې یا همغږي موندل نه؛ بلکې د هر میتود د ځانګړې ونډې روښانول دي، چې د پدیدې څو بُعدیز تصویر جوړ شي.
په تکمیلي تحلیل کې هم همغږي او هم تضاد یا عدم همغږي دواړه ارزښت لري. په ساده ډول، په تکمیلي تحلیل کې یوازې ورته برخې نه؛ بلکه اختلافي یا متضادې برخې هم د پوهې د سرچینې په توګه منل او تحلیل کیږي.
د دې بهیر په جریان کې څېړونکی له خپل ځان څخه لاندې سوالونه پوښتي:
- موندنې په کومو برخو یا کومې موندنې له یو بل سره موافقت یا ورتهوالی لري؟
- موندنې په کومو برخو کې یا کومې موندنې له یو بل سره توپیر لري؟
- دا موافقتونه یا توپیرونه ولې او څنګه رامنځته شوي دي؟
- دا موافقتونه یا توپیرونه له موږ سره د کوم ډول پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي؟
له همدې امله، د ډیټا یا ډیټاسیټونو تر منځ هر ډول همغږي او توپیرونه یا تضاد د دې لپاره اړین دي، چې له څېړونکي سره د څېړنیزې پدیدې په اړه د بحث او پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
د تکمیلي یا متمم ادغام ستراتیژي
تکمیلي یا متمم ادغام په بېلابیلو بڼو او جوړښتونو کې عملي کیدای شي چې یوه ډیره عامه ستراتیژي یې د مورد یاکېسسټډي پر بنسټ ادغام دی (Case-based integration). مورد یا قضیه چې په عامه ژبه کېس هم بلل کیږي، لکه یو فرد، مکتب، کلینیک یا ټولنه او داسې نور. په دې ډول ستراتیژي کې هر کېس د تحلیل واحد ګڼل کیږي، او د هر کېس کیفي او کمي مالومات او ډیټا په ګډه او یو ځای تحلیل کیږي چې وروسته د ګڼو قضیو تر منځ پرتلهیز تحلیل تر سره کیږي، (بیزلي ۲۰۱۸ او یین ۲۰۱۸).
په هره موردي څېړنه یا کېس سټډي کې کمي شاخصونه د نفوس د تعمیم، او کیفي مالومات د روایت عمق، د تجربو مانا او د ټولنیزو پروسو د څرنګوالي په تشریح کولو کې مرسته کوي. وروسته یا په دوهم قدم کې، کې د مختلفو قضیو تر منځ د الګو یا نمونو تحلیل هغه ورته شرایط (چې ورته پایلې لري) او مختلف شرایط په نښه کوي (واووغان ۱۹۹۲).
بله ستراتیژي د موضوع یا محور پر اساس ادغام (Theme-based integration) دی. په دې ډول ستراتیژي کې د ډیټا په منځ کې مهم موضوعات یا محوري موضوعات په نښه کیږي، تعریف یې مشخص کیږي او په نورو ډیټا سیټونو کې هم کتل کیږي. د دې هدف لپاره د تثلیث پروتوکول هم عملي کېدای شي. دا کار د موضوعاتو تر منځ د اړیکې د موندلو او په اړه یې د کره شواهدو را ټولولو په خاطر تر سره کیږي. په دې توګه د موضوعاتو تر منځ همغږي، جزوي همغږي، چوپتیا او اختلاف کتل کیږي چې دا کار په څېړنیز کار کې د ظرافت او دقت باعث کیږي، نه دا چې څېړونکی یوازې پر مصنوعي همغږي تکیه وکړي (فارمر او ملګري، ۲۰۰۶).
تکمیلي تحلیل ډير وخت سیاقي او یا محیطي ادغام (Contextual Integration) هم له ځانه سره لري. د مثال په توګه، د خلکو د ورځنیو تجربو څخه تر لاسه شوي موضوعات یا روایتونه (کیفي مالومات) کیدای شي د خلکو په اړه د توصیفي ارقامو، د خدمتونو او ادارو د ځانګړتیاوو په اړه موجوده کمي مالوماتو سره لا غني شي. د دې ستراتیژي پر مټ کېدای شي چې له ډیټا څخه تر لاسه شوي کوچني موضوعات یا روایتونه له موجوده یا دوهم لاس ډیټا بانک یا ارقامو سره وصل شي. د دې ستراتیژي پر مټ به لا ژور او هر اړخیز مالومات تر لاسه شي؛ خو په دې شرط چې دا پروسه د یو منظم چوکاټ له مخې عملي شي؛ نه دا چې یوازې کیفي مالومات او کمي ارقام د یو بل څنګ ته کېښوودل شي او څېړونکی د مالوماتو او ارقامو موجودیت تشریح کړي (الویټ ۲۰۰۵، پټ بیزلي ۲۰۲۰).
تیوريمحوره ادغام او تشریحي استدلال
د ادغام پروسه هغه مهال لا پیاوړې او عملي وي چې د یو مالوم تیوریکي چوکاټ په رڼا کې عملي شي، خو دا چوکاټونه باید د سمون، بیا کتنې او بدلون وړتیا ولري. په مختلط میتود څېړنو کې تیوري د څېړنې او څېړنیزو پوښتنو د ډیزاین، د کمي متغیرونو او کیفي موضوعاتو په نښه کولو، او د پایلو د تفسیر په برخه کې مرسته کوي (ماکسویل ۲۰۱۳، پټ بیزلي ۲۰۱۸).
دلته یوه بله موضوع هم مهمه ده، هغه دا چې، مختلط ډيزاین کله تشریحي استدلال او کله ارتجاعي استدلال ته اړتیا لري. تشریحي استدلال په دې مانا چې څېړونکی باید د مانا موندلو او تشریح په خاطر د مالوماتو او تیورۍ تر منځ پرلپسې تګ راتګ ولري؛ تر څو د څېړنیزې پدیدې په اړه معقوله او هراړخیزه تشریح او تفسیر رامنځته کړي. دا کار په خاصه توګه هغه مهال خورا اړین او په زړه پورې وي کله چې څېړونکی له غیر متوقعه یا متضادو پایلو سره مخ شي (ګریین ۲۰۰۷، ماکسویل ۲۰۱۳).
د مثال په توګه، څېړونکی یو تیوريکي ماډل د سروې په پړاو کې د قیاسي استدلال پر مټ ازمایي، ځینې برخې یې تائید او ځینې یې رد کیږي، او بیا د کیفي میتود له لارې په پراخ ډول تشریح کیږي. له دې وروسته تکمیلي تحلیل د ټولو لوریو یا خواوو په یو ځای کولو سره داسې تیوریکي ماډل رامنځته کوي په کوم کې چې ستونزې له ځمکنيو واقعیتونو سره اړیکه یا سمون ولري.
د مفهوم له نظره، د ادغام پروسه هغه مهال ګټوره ثابتیدای شي کله چې څېړونکی د مختلفو ډیټا سیټونو او د تحلیل د ستراتیژیو تر منځ ټول تعاملونه او اړیکې په سمه توګه نقشه یا رسم کړي، نه دا چې یو ثابت او وچ کلک ډیزاین تعقیب کړي. دا کار له څېړونکي سره د میتودونو تر منځ د هغو برخو په نښه کولو کې هم مرسته کوي چې تر منځ یې همغږي موجوده وي، هغه برخې هم پکې روښانه کیږي چې د څېړنیزې پدیدې بیلابیل اړخونه تشریح کوي او باالاخره هغه برخې هم څرګندوي چې د یو بل فرضیې تر پوښتنې لاندې راولي. په دې توګه ادغام د تخنیکي عملیې پر ځای د تیوري د پراختیا او سمون باعث ګرځیږي (پټ بیزلي ۲۰۱۸).
پایله
د پایلې په توګه به دومره ووایو چې، مسلسل ادغام او تکمیلي تحلیل هغه بنسټیز میکانیزمونه یا د ادغام ستراتیژۍ دي چې د مختلط میتود څېړنې له کیفیت د لوړاوي، او د هر اړخیز پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي، یا دې کار ته لاره هواروي. دا ډول ډیزاین د مختلفو میتودونو یا تګلارو تر منځ د اړیکو، تعامل، د تحقیق او پوښتنو د ډيزاین، او د څېړنې لاندې پدیدې اړوند ټول اړخونه او میکانیزمونه روښانه او تشریح کوي. تر دې مهم دا چې دا ډول میتودونه د تیوري او تیوریکي چوکاټ په سمون او اصلاح کې مرسته کوي.
بل خوا تکمیلي تحلیل د موندنو او مالوماتو تر منځ ډایلاګ او بحث لپاره زمینه برابروي، چې دا کار د هراړخیز او ژور پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي، نه دا چې د یو او بل میتود موندې او پایلې رد یا تائید کړي.
کله چې د ادغام او تحلیل ستراتیژي له تیوریکي چوکاټ، تشریحي استدلال، او د تثلیث له پروتوکولونو سره یو ځای شي؛ بیا نو مختلط میتود یوازې یو تخنیکي میتود نه پاتې کیږي؛ بلکې په یوه هراړخیزه،علمي او منطقي څېړنه بدلیږي. څېړونکی د داسې اکاډیمیکې څېړنې پر مټ خورا پرمختللي مالومات تر لاسه او وړاندې کوي.
د ټولنیزو علومو په څېړنو کې د مختلط میتود له مختلفو ستراتیژيو سره اشنایي او بلدتیا، د څېړونکي شخصي پوهه او تجربه، او د هغه تحلیلي او انتقادي فکر د څېړنې د پیاوړتیا سبب کیږي. او له دې میتودونو او ستراتیژیو سره څېړونکی کولی شي چې له عملي او تطبیقي څېړنو څخه اکاډیمیکو څېړنو ته مخه کړي، چې دا پروسه به یې د علمي پرمخیون تر ټولو غوره فرصت وي.
اخځلیک:
Bazeley, P. (2018). Integrating analyses in mixed methods research. SAGE.
Creswell, J. W., & Plano Clark, V. L. (2017). Designing and conducting mixed methods research (3rd ed.). SAGE.
Denzin, N. K. (1978). The research act: A theoretical introduction to sociological methods (2nd ed.). McGraw‑Hill.
Elliott, J. (2005). Using narrative in social research: Qualitative and quantitative approaches. SAGE.
Farmer, T., Robinson, K., Elliott, S. J., & Eyles, J. (2006). Developing and implementing a triangulation protocol for qualitative health research. Qualitative Health Research.
Fielding, N. G. (2012). Triangulation and mixed methods designs: Data integration with new research technologies. Journal of Mixed Methods Research.
Greene, J. C. (2007). Mixed methods in social inquiry. Jossey‑Bass.
Greene, J. C., Caracelli, V. J., & Graham, W. F. (1989). Toward a conceptual framework for mixed‑method evaluation designs. Educational Evaluation and Policy Analysis.
Guetterman, T. C., Fetters, M. D., & Creswell, J. W. (2015). Integrating quantitative and qualitative results in health science mixed methods research through joint displays. Annals of Family Medicine.
Maxwell, J. A. (2013). Qualitative research design: An interactive approach (3rd ed.). SAGE.
Teddlie, C., & Tashakkori, A. (2009). Foundations of mixed methods research: Integrating quantitative and qualitative approaches in the social and behavioral sciences. SAGE.
Vaughan, D. (1992). Theory elaboration: The heuristics of case analysis. In C. C. Ragin & H. S. Becker (Eds.), What is a case? Exploring the foundations of social inquiry. Cambridge University Press.
Yin, R. K. (2018). Case study research and applications: Design and methods (6th ed.). SAGE.