شنبه, مې 18, 2024
Home+په دې ورځ د لوېدیځ روم امپراتوري ختمه شوه

په دې ورځ د لوېدیځ روم امپراتوري ختمه شوه

تاند- له نن څخه ۱۵۴۷ کاله پخوا د ۴۷۶ میلادي کال په همدې ورځ (د سپتمبر څلورمه) د یوې بربري قبیلې مشر اودواکر د لوېدیځ روم د امپراتور رامولوس اګوستوس تخته نسکوره کړه او له دې سره د لوېدیځ روم امپراتوري ختمه شوه.

اودواکر، چې واک ترلاسه کړی و، د لوېدیځ روم د امپراتورۍ له کمزورتیا استفاده وکړه، د لوېدیځ روم امپراتور(اورسته) یې له واکه لېري کړ او د هغه کم عمره زوی رامولوس اګوستوس يې د پاچهۍ پر ګدۍ کښېناوه.

د ۴۷۶ میلادي کال د اګست په ۲۳مه اودواکر د جرمن الاصلو ځواکونو له لوري پاچا غوره شو.

ده په پاویا کې اورسته، چې تښتېدلی و، په جګړه کې مات کړ او ویې واژه.

اودواکر وروسته راموس اګوستوس له پاچهۍ لېري کړ او د پاچهۍ نښانونه یې په قسطنطنیې کې ، چې د ختیځ روم د امپراتورۍ مرکز و، د ختیځ روم امپراتور ته ولېږل او ظاهراً یې په دې توګه هڅه وکړه چې د ختیځ روم امپراتور زنون ته وښيي چې د دواړو رومونو د یووالي غوښتونکی دی.

د روم امپراتوري تر دې نژدې یوه پېړۍ دمخه په ۳۹۵ میلادي کال د تیودوسیوس له مړینې وروسته په دوو امپراتورویو یعني لوېدیځ روم او ختیځ روم وېشل شوې وه.د لوېدړیځ روم د امپراتورۍ مرکز روم ښار و خو د ختیځ روم مرکز قسطنطنیه وه.

اودواکر راونا ښار خپله پلازنه غوره کړه او د خپل واک دایره یې تقریباً ټولې اوسنۍ ایټالیا ته وغځوله.ده سیسلي او دالماسیا ټاپوګان ونیول او د د خپل قدرت له ټینګښت وروسته یې پر ختیځ روم یرغل وکړ.

بالاخره له څو جګړو وروسته تیودوریک په سخته بریالی شو چې اودواکر ته ماته ورکړي او هغه ووژني.

د لوېدیځ روم د امپراتورۍ د ړنګېدو په وخت د روم ښار، چې پرتمین وخت یې و، یوملیون نفوس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب