پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+پر شعر باندې د غالب شاعر، مرﺯا اسدالله خان غالب ياد...

پر شعر باندې د غالب شاعر، مرﺯا اسدالله خان غالب ياد…

عصمت الله ځلاند
د ډسمبر 27مه د اردو او فارسي ژبو د نوميالي شاعر مرﺯا اسدالله خان غالب د ﺯوکړې ورځ ده. هغه د 1797م کال په همدې نېټه نړۍ ته سترګې پرانستې وې.
غالب د اردو ژبې د شاعرانو په ډله کې داسې يو اوچت نوم دى چې بل هېڅ يو يې تر حده نه دى رسېدلى. پر ژوند يې مستند فلمونه ډک شوي او د ديوان ګڼې شرحې يې ليکل شوي دي چې دا د مرﺯا د محبوبيت او د فوق العادة شعري صلاحيت ثبوتونه دي.
غالب دومره اوچت نوم دى چې د فيض احمد فيض او احمد فراﺯ په څېر شخصيتونو په خپلو اشعارو کې د هغه ترکيبونه او مضامين کارولي دي. د فيض کليات د (نسخہ ہای وفا) او همدارنګه د هغه د شعرونو يوه ټولګه د (نقش فریادی) په نومونو نومول شوي دي چې دا دواړه د غالب ترکيبونه دي.
نامتو شاعر ناصر کاظمي د غالب په هکله وايي چې هغه ته د کلماتو نسبونه ډېر ښه معلوم ول، پوهېده چې کومې کلمې سوچه او اصليې دي او کومې نه دي. مرﺯا به يواﺯې کلمو ته امر کاوه منظمې شي نو سوچه کلمې مخته شوې او نورو هغو به اقتدا پسې وکړه، که داسې نه واى نو مرﺯا به څنګه ويل چې:
لکھتا ہوں اسدؔ سوزشِ دل سےسُخنِ گرم
تا رکھ نہ سکےکوئی مرے حرف پر انگُشت
غالب د شخصيت او فن له مخې ډېر منفرد او ځانګړى دى، له عوامو سره همرنګي او د ﺯمانې په رنګ کې رنګېدل خپل سپکاوى بولي. او تل يې له نورو څخه جلا خبرې کړي دي. چې همدې خاصيت غالب د ﺯمانې له ابناوو بېګانه کړى و او لکه څرنګه چې په کار و په خپل وخت کې چا و نه پېژانده.
د هغه شاعري په اردو ادبياتو کې د يوه نوي سبک پيل و. غالب د ميرﺯا عبدالقادر بيدل په تاثر او پيروي په اردو ژبه کې د هندي سبک شاعري پيل کړه او ويې ويل چې:
طرزِ بیدل میں ریختہ کہنا
اسد اللہ خاں قیامت ہے
د مرﺯا په کلام کې نوښتونه، پېچلتياوې او د فارسي ﺯيادت هغه عناصر ول چې د هغې ﺯمانې له ﺫوق او پوهې سره يې اړخ نه لګاوه. همدا سبب و چې د مرﺯا په  کلام څوک پوه نه شول، بې معنا وګڼل شو او خپله مرﺯا څومره چې مستحق و نه ستايل شو. په يوه بيت کې پورته موضوع داسې يادوي:
 نہ ستائش کی تمنّا نہ صلے کی پروا
گر نہیں ہیں مرے اشعار میں معنی نہ سہی
خو د مرﺯا د شخصيت تر ټولو د ستاينې وړ ځانکړنه د هغه اعلىٰ ظرفي ده. دا چې نه غواړي د چا د تحسين او قبوليت احسان ورباندې وي، خصوصاً د کمظرفو:
داغ احسان قبولی لئیمانش نیست
ناز بر خرمی بخت هنر داشته ایم
که څه هم د مرﺯا په ژوند څوک د هغه په شعر پوه نشول خو دده تر مرګ وروسته په اردو ژبو شاعرانو کې بل هېڅ شاعر د مرﺯا هومره و نه ستايل شو. دى پوهېده، نو ځکه خو يې ويلي دي:
کوکبم را در عدم اوج قبولی بوده است
شهرت شعرم به گیتی بعد من خواهد شدن
د مرﺯا په فن او شخيت خبرې ډېرې دي چې د يوې ليکنې په ظرف کې نه ځاييږي. شايد هغه د يوې راتلونکې ﺯمانې شاعر و چې په له خپل وخته وړاندې يې ژوند کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب