پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهمدیر/ اجمل پسرلی

مدیر/ اجمل پسرلی

په پراګ کې یو شمیر شتمن لویدیځ هیوادونه د خپلو خلکو لپاره په خپلو ژبو ښوونځي لري. د امریکا مکتب هغه ځای ته نژدی دی چې زه اوسم. زه کار ته سهار وختي ځم. کله چې د ښوونځي مخې ته تیریږم. یو ګوډ سړی، لرګی په لاس په سره ژمي کې چې واورې هم پرتې وي او هرڅه کنګل شوې وي د ښوونځي مخې ته ولاړ وي. هر څوک چې ښوونځي ته ننوځي که مشر وي یا کشر دی سلام ورته کوي.

پوښتنه مې وکړه چې دا څوک دی؟

ویل یې د ښوونځي مدیر دی. امریکایي مکتب شاوخوا نهه سوه زده کوونکي لري. شتمن چکان او د امریکا د سفارت د غړیو په ګډون نور شتمن امریکایان او انګریزان خپل ماشومان په دې مکتب کې په لوړ فیس داخلوي. د ښوونځي د ابتدایي دورې له هلکانو او نجونو د میاشتې څو زره ډالره فیس اخیستل کیږي او چې ټولګی لوړیږي دا پیسې نورې هم زیاتیږي. د داسې یوه مکتب مدیر ته هم باید پوره لوړ معاش ټاکل شوی وي. خو مدیر په ګوډه پښه د مکتب مخې ته په شنه خړه ولاړ وي.

ما د لیندا په نوم د همدې مکتب یوې چکۍ ښوونکې ته وویل« دا مدیر عجیب سړی دی، ډیر سړیتوب لري سهار تر ټولو وخته مکتب ته راځي او له ټولو سره ښکته پورته کیږي»

لیندا وویل« که داسې ونه کړي بیا رایي څرنګه ترلاسه کړي»

– د څه رایي؟

– په ښوونځي کې هرکال انتخابات کیږي د زده کوونکو پلرونه او میندې هم کولی شي چې رایي ورکړي، هرچا چې په ښوونکو کې ډیرې رایي وګټلې هغه مدیر کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب