پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهد لړمې بچیان/ محمد نعمان دوست

د لړمې بچیان/ محمد نعمان دوست

له شاوخوا دولس کلنې جلا وطنۍ وروسته بیرته خپلې مینې ته را ستانه شوي وو. زموږ کور او د درېیو نورو ترونو کورونه مو کتار پراته دي. د کورونو غیږې څو کاله همداسې خالي پاتې وې.د کورونو دیوالونه بمباریو جړقولي وو. ځای ځای پکې درزونه جوړ شوي وو. چتونه د غڼو له جالو ډک وو، په جالو کې مچان او نورې کمزورې حشرې بندې وې. په چتونو کې غومبسو پریمانه جالې جوړې کړې وې او کوټې ته په ننوتلو به یې وزرونه ببر کړل.

لغمان د دوبي په موسم کې پریمانه لړمان لري. لړمان لکه امریکایي پوځیان د شپې لخوا پر کورونو چاپې اچوي، په دیوالو او دروازو به غلي نښتي وو او بې له کوم جرمه به یې پر نږدې کېدونکیو خلکو زهر شیندل.

موږ په لومړۍ شپه تره میلمانه کړو، کور والا لاړل او زه له خپل مشر ورور سره د کور کالیو ته ،چې لا مو ځای په ځای کړي نه و، پاتې شوم.

د لړمانو له ویرې په کټ کې ډوډۍ ته ناست وو، الیکن لګیدلی و. په تته رڼا کې به یو سیوری را روان و چې ځیر به شو لړم به و، نیش به یې چنګ او ګوزار ته اماده کړی نیولی و.

یو لړم سیده مخ په موږ را روان و، ور پورته شوم. د وړې لوټې ګوزار مې پرې وکړ، ګوزار یې غوسه نوره هم زیاته کړه. پښه مې پرې کیښوده، خو د هغه نیش مې غټې ګوتې ته راورسېد او بیا له ټک سره یې سر بډاله کړم، په یوه شیبه کې مې زهر ټول بدن کې ترکه شول. مشر ورور مې لړم ختم کړ خو زه یې دومره بې شیمې کړی وم، چې د هغه په مرسته کټ ته پورته شوم.

له دې وروسته به مو هر ماښام الیکن په لاس دیوالونه کتل، هره شپه بلا ناغه له ۱۵ زیات لړمان مو مړه کول. په هغه شپه پر دیواله یو لوی سیوری ښکاره شو. الیکن مې ور نږدې کړ، له لړم نه ستر معلومیده.چپلکه مې ورپسې را پورته کړه، خو وار مې ورباندې ونه کړ، سودا مې شوه. یو مشر ته مې غږ کړ، هغه ویل:

دا لړمه ده. د لړمې دا خاصیت وي چې بچیان پرې راټول شي، خپله مور وخوري او په دې توګه ختمه شي. رښتیا هم، کله چې مو پرې وار وکړ، څو واړه – واړه لړمان لاندې را پریوتل.

موږ وطن ته مور وایو، د دې وجه شبه داده  چې ماشوم د مور غیږ کې وده کوي، د هغې شیدې خوري. خلک هم د وطن غیږه  کې ژوند کوي، د وطن اوبه څښي.

لکه څومره چې مور په اولادونو حق لري، هومره یې وطن هم لري. هغه څوک چې د وطن حق نه ادا کوي، هغه حرام نمکي دي، د خدای په قهر اخته دي.

چې کله مې هغه لړمه په یاد شي، خپل ځان راته د لړمې بچی ښکاره شي، ژر آینه کې وګورم. خپل ولس راته لړمان ښکاره شي. ښه ورته ځیر شم، قوارې یې د انسانانو وي خو لړمانو غوندې ښکاري. چپلکې ته لاس کړم، زړه مې وي په دې سر یې وواهم خو دا لړمان دومره ډیر وي چې په یوازې ځان نه ختمیږي.

  موږ په مختلفو بڼو له لسیزو راهیسې د خپلې مور غوښې خورو، هغه مور چې موږ یې غیږه کې لوی کړي یوو، هغه مور چې موږ ته یې هویت را کړی، هغه مور چې موږ یې د شیدو په څیر د چینو،څاه ګانو او رودونو رڼې اوبه څښلي، هغه مور چې موږ یې په خپلو میوو او دانو پاللي یوو او هغه  مور ….

موږ په ډېرې سپین سترګۍ، په ډېرې بې حرمتۍ او په ډیرې نمک حرامۍ  د همدغې مور غوښې خورو، خپله مور مو وشپیلوله، نور پکې هیڅ نه دي پاتې،هره لحظه یې د نابودۍ کندې ته ټیل وهو، دا ټپي مور مو د ګور غاړې ته نږدې کړې ده، هره شیبه د دې ویره شته چې سترګې پټې کړي او تربوران یې د میراث لپاره راپورته شي.

اوهو! بخښنه غواړم. د لړمانو حق کې مې بې انصافي وکړه. هغوی حق لري محکمې ته مې راکش کړي، هغوی حق لري پر ما نیوکه وکړي   او هغوی حق لري رانه وپوښتي:

موږ د خپلې مور غوښې خورو، طبیعت راته دا عادت راکړی، خو تاسو غوندې پست نه یوو چې د خپلې مور غوښې په نورو وخورو. د خپلې مور په غوښو د نورو ګيډې ډکې کړو او د خپلې مور له غوښو مو نور خلک انرژي واخلي.

شاید هغوی دا ووايي: موږ د مور غوښې خورو، خو تاسو غوندې دون همته نه یوو چې د خپلې مور غوښې لیلام کړو. د خپلې مور غوښې په نورو وپلورو، د خپلې مور د بدن هډونه د نورو په چړو او د نورو په فرمایش غوڅ کړو.

حیران یم، خپل تخلیق ته فکر وړی یم. موږ اشرف المخلوقات یوو، با عقله او باشعوره مخلوقات یوو، خو له خپلې مور سره هغه څه  کوو چې هیڅ نور مخلوق یې نه کوي.

کله له ځانه وپوښتم: ښه، د لړمې بچیان که خپله مور خوري، شاید هغې هم په ماشومتوب کې خپله مور خوړلې وي او د خپل عمل نتیجه یې ویني.خو موږ ولې د خپلې مور غوښې خورو؟ موږ خو یې لړمان نه یوو زیږولي؟ موږ خو یې اشرف المخلوقات روزلي یوو؟ نو بیا ولې؟؟؟؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د وږي ۶مه، ۱۳۹۲

(ګرداب ورځپاڼه)

3 COMMENTS

  1. ښاغلی او منلی دوست ! لکه هغه غوندې چې کباب وخوری او کتاب پسې را واخلی .

  2. Muhtaram Noman Dosta
    Khafa kega ma kho zma pa khial Afghanan pa dwa qisma larramano ke taqseem shawee Pukhtana ao ghair Pukhtana Afghanan.Doi khpala mor pa khpal manz ke weshale da ao che tar so da da pukhtun ao farsiban zan zan la bial wajoodoona wee Afghanistan yani da staso mor ba naqarara wee ao pa aram sara na shee patekedai.Kha ba da wee che da dwarra afghanan da yao bal na laare juda krree ao Pa khpal menz ke sara watan oweshee.Pa dagha shan ka baro pukhtano zan la yao bial watan pa wajood ke rawast nu mumkin da che lar pukhtana hum rapoorta shee ao baro pukhtano sara yao zai kedo da para koshash wakrree ao bilakhir yao soocha pukhtoon hewad manz ta rawali.Afghanistan heir krrai ao da Loy Pakhtunistan da para pasoon wakrrai.

  3. محمد نعمان دوست صاحبه ستاسو هر لیکنه تر یو بل په زړه پوری او درنه ډک وی ، ریښتا چی هم موږ د لړم تر بچو هم بدتر یو . د وطن دوستی په نامه چیز نن سبا په ځانانو او افغانان کی ډیر کم پیدا کږی

    د یو بلی داسی په زړه پوری لیکنی په هیله
    ع.ق.پوپل
    لوی کندهار
    افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب