اسدالله غضنفر-
مونږ بقراط ، ابن سینا یا جالینوس ته د بشر د تاریخ خورا لوی طبیبان وایو خو که ناروغان شو، د هغوی کتابونو او نسخو ته تمه نه لرو بلکې د کوڅې د سر ډاکتر ته ورځو. که دغه ډاکتر تر ابن سینا لوی طبیب وي نو ولې یې هغه د چا خبره د ابن سینا د پښو له خاورو سره نه برابروو او که ابن سینا تر اوسنو ټولو لوی طبیب تېر شوی وي، ولې یې په خبرو باندې عمل نه کوو؟
د دې پوښتنې څرګند ځواب دا دی چې ابن سینا یا د هغه غوندې بل څوک ځکه د بشر د تاریخ لوی طبیبان دي چې په خپل وخت کې یې دې علم ته انکشاف ورکړ. مثلا که تر جالینوسه پورې طب لس میله مزل کړی و، ابن سینا دغه علم یو بل میل هم پر مخ بوت. د تاریخ د لویو طبپوهانو کمال دا دی چې علم ته یې انکشاف ورکړی دی مګر زموږ د کوڅې د سر ډاکتر په دې انکشاف کې برخه نه ده اخیستې بلکې د نورو کشف کړي حقایق یې څه نا څه زده کړي دي. که د جالینوس په وخت کې طب لس میله مزل کړی و، تر اوسنۍ زمانې پورې په دې برخه کې څو سوه میله مزل شوی دی. اوسنی ډاکتر له ډېرو هغو حقایقو خبر دی چې جالینوس یا ابن سینا ورڅخه خبر نه وو. دی د لا ډېرې پوهې په زمانه کې اوسي او همدا وجه ده چې مونږ ده ته ورځو.
ساینس مخ په وړاندې روان دی او چې هر څومره وروستۍ موندنې وي، هغومره ورباندې زیاته تکیه کوو.
ایا ادبیات مخ په وړاندې روان نه دي چې کلاسیک آثار اوس هم په خوند لولو او بلکې ډېر کسان ادعا کوي چې پخواني دیوانونه یې تر اوسنو ټولګو خوښېږي؟
دا چې هره ورځ د ادبیاتو نوي کتابونه چاپېږي، معنا یې دا ده چې ادبیات هم مخ په وړاندې روان دي مګر په ادبي اثر کې ځینې داسې ځانګړنې شته چې عمر یې ور سره اوږدېږي.
ادبي اثر تر ډېره حده د بشر د فطرت په باره کې خبرې کوي. د پنځه زره کاله پخوا انسان هم د اوسني انسان غوندې مینه، کرکه، قهر، وېره او حسد احساسول. د بشر فطرت په اسانه تغییر نه کوي خو وسایل یې، ټکنالوژي یې، اقتصاد یې او معلومات یې په سرعت سره بدلېږي.
ادبي اثر په غیرمستقیمه، سیمبولیکه او استعاري ژبه غږېږي. دغسې ژبه د خبرې د مختلفو تعبیرونو امکان پیدا کوي، حال دا چې علمي ژبه له کلمو او جملو څخه ایکې یوه معنا اخلي. د مختلفو تعبیرونو امکان د اثر عمر اوږدوي او په مختلفو زمانو کې د اثر د لوستلو فرصت برابروي. ساینسي حقیقت د فولاد غوندې دی چې ډېر کلک دی خو تر حد زیات فشار یې کږوي نه بلکې ماتوي یې او ادبي شهکار د طلا غوندې دی چې د فشار په نتیجه کې یې ملا کوپېږي مګر ماتېږي نه.
یو وخت مې له پلار مرحوم سره د رحمان بابا په دې بیت باندې خبرې کولې چې فرمایي:
ته ویده ورباندې ناست یې
آس دې درومي بې جلبه
رحمان بابا د نفس او ژوند آس یادوي چې په پټو سترګو او خوبولي حالت کې مزل ورباندې کوو. پلار مرحوم مې راته وویل چې ډېره موده پخوا یې د ځوانۍ په کلونو کې په یوه واورینه شپه کې له کندز څخه امام صاحب ته په آس باندې په کله ویش، کله ویده حالت کې سفر کړی و او د رحمان بابا دغه بیت چې واوري، هغه خاطره وریاده شي او یو بېل خوند ورنه واخلي.
د ادبي آثارو غیرمستقیمه ژبه د دې سبب شوې ده چې په مختلفو وختونو کې یې متفاوت تعبیرونه اسان شي او هر څوک د خپلو خاطرو او تجربو په رڼا کې په نوي نظر ورته وګوري. د ساینس مستقیمه او دقیقه ژبه دغه امتیاز نه لري.
پخواني ادبي اثار د تاریخونو غوندې په تېر ژوند کې د شریکېدلو چانس راکوي او دا د بنیادم شوق دی چې تېر شوی ژوند احساس کړي. دغه شي هم د پخوانو ادبي اثارو د عمر له اوږدېدو سره مرسته کړې ده.
ښکلا له عادت سره بې تعلقه نه ده. مونږ ته لونګۍ ، عرب ته چلتار او پرنګي ته شپو خولۍ ښکلې ښکاري. مونږ د تورو سترګو او تورو زلفو په ستاینو نه مړېږو او اروپایان بیا نور معیارونه لري. هغه ادب چې په پېړیو پېړیو راپاتې دی، اوس ورسره عادت یو او د رحمان بابا په قول: علت لاړ شي له سړي نه عادت نه ځي.
اکثره وخت یو مشهور هنرمن یا د سینما اداکاره د نوي طرز یو لباس واغوندي او بیا هغه لباس مود شي. خلک په ذوقي مسایلو کې د اغیزمنو کسانو تر اثر لاندې وي. اکاډیمیک مرکزونه په پخواني ادب باندې څېړنې کوي او د ملي احساس د پیاوړتیا سیاستونه د ملت د پخوانو شاعرانو د یاد له تازه ساتلو سره مرسته کوي. دغه عوامل هم د پخواني ادب د عمر په اوږدولو کې برخه لري.
خو له دې سره سره په ژبه کې تغییر راځي، تمدن بدلېږي او ذوقونه فرق کوي چې په نتیجه کې ان د شهکارونو په مخ باندې د زمانې دوړې کښېني او د پخوانو شهکارونو د لوستونکو شمېر ورو ورو کمېږي. البته، د ساینس برعکس، داسې هم شوې دي چې له یاده وتلی ادبي اثر له مودو وروسته ښکلی ښکاره شوی دی او زړونه یې وړي دي. پخوانو ادبپوهانو د لنډیو ښکلا ته اشاره نه ده کړې خو اوسني یې په تعریف نه مړېږي. حکیم عمر خیام پخوا د ساینسپوه او عالم په حیث ډېر مشهور و خو په شلمه پېړۍ کې یې شاعري دومره مشهوره شوه چې خلکو یې نور کمالونه ورپورې هېر کړل.
ادبي شهکار تر ساینسي شهکار اوږد عمر کوي او داسې هم کېږي چې د زمانو په دوړو کې پټ شوی ادبي اثر یو ځل بیا د بریښنا غوندې رڼا وکړي او زړونه یوسي، حال دا چې د ابن سینا طبي شهکار( قانون) به بیا هیڅ وخت د معالج ډاکتر په مېز باندې ونه لیدل شي.
که څه هم ادبي شهکار د ساینسي شهکار په نسبت په ځلونو زیات عمر کوي خو په ټوله کې د دغه اټکل ردول اسانه نه دي چې لکه د ساینس پخواني کتابونه چې اوس یې یوازې د علم مورخان لولي دغسې به د ادب د اوسنو شهکارونو مطالعه یوازې د ادب مورخانو ته ورپاتې وي.
په ښوونځیو او پوهنځیو کې اکثره زده کوونکي له اکثرو پخوانو ادبي متنونو چې په پخوانۍ ژبه او پخوانو مثالونو یې پخوانی ژوند او فکر بیان کړی دی، په تنګ دي او خوند نه ورنه اخلي خو ادبپوهان ټینګار کوي چې خوند او ښکلا پکې شته. د جرمني د شلمې پېړۍ نامتو شاعر برتولت برښت ویلي وو چې پرته له هغه باده چې د کوڅو په منځ کې تېرېږي، نور هیڅ نه پاتېږي.