په ځمکه مې سترګې ګنډلې وې، بیک مې په اوږه کې سم کړ، ځانته مې وکتل وروستی نظر مې په بوټو تېر کړ. درېشي او هرڅه مې د لوړې بیې وو، په زړه کې مې شکر ویوست؛ د هلک څېره مې ذهن کې انځور شوه؛ زړه مې څړیکه وکړه! مړه اوښکه مې په مخ ورغړېده، د بیک له جېبه مې سپین قات شوی دسمال را ویویست په سترګو او مخ مې راتېر کړ. له ځان سره مې وویل:
ــ “څوک به مې وویني شرم دی؟”
نه پوهېدم په لاره څنګه روان وم، په پخه کوڅه کې خلک یوې بلې خواته تېر بېرکېدل؛ خو نظر مې پر هېچا نه ؤ. پوښتنې مې نه ځوابېدې، چرت اخیستی وم، د هلک د کورني ژوند موروپلار په اړه مې ډېر چرت ووهلو؛ بېرته له خیالي دنیا راووتم؛ زړه کې مې وسوسه تېره شوه:
ــ ” څه یې کوې دا دومره خلک یې غم نه کوي یو ته….!”
دهلک تصویر راته مخته مخته کېدو د بادام په اندازه زخمي مخ یې؛ خو زخم یې ژور ؤ؛ ځکه وینه پکې تور بخنه او پنډه ښکارېده، نه پوهېږم، چې په څه باندې به زخمي شوی ؤ؛ د هغه د زخمي مخ علت مې په ذهن کې داسې انځور شوی ؤ لکه د پنجرې د تېره سیخ په څېر په یوه بل تېره شي باندې چې خوږ شوی وي. له ذهنه مې نه وتلو، ځکه سور ژمی ؤ او پدې ورځو کې شدید یخ باد د سړي مخ سوځولو د ښارګرځېدونکو خلکو به له یخنۍ وربوزونه پټ کړي ؤ، خو د دې هلک یو جوړ خېرن کالي یو نازک زوړ پوړ شکېدلی پېدلی جامپر په تن کې ؤ داسې زړه مې په ټول تېر شوي ژوند کې پر چا نه ؤ سوځېدلی.
زه پوه شوم، د هلک له زړه سره مې زړه شېبه په شېبه وصلېده. ومې ویل:
ــ “انسانان خو ټول انسانان دي اخر زما او دهغه زړه څه فرق لري، مونږ ټول ژوند کوو ارزوګانې لرو، مینه کوو، خوشحالېږو، خفه کېږو….”
په همدې چرتونو کې غرق پرق ځړېدلی سر روان وم، فکر مې په دې خراب و، چې ولې بشر له بشر سره مرسته، دوستي، خواخوږي نه کوي د ټولې نړۍ د بېوزله خلکو په اړه مې فکرونه کول، ما وېل “دا ماړه که لږ زړه سواندي وی کار جوړ ؤ” په لاره هېڅ پوه نشوم؛ کورته نږدې شوم، مېرمن مې راپه یاد شوه، زړه کې مې تېره شوه، چې اوس ورشم راته خوشحاله به شي، دهغې مینه کې ډوب شوم، ځانته مې ډاډ ورکړ “دا چرتونه څه په درد لګي؟ خپل ژوند باید وکړم!”
دروازې ته ورسېدم د زنګ بټن مې کېکاږلو انتظار شوم، په همدې وخت کې مې بیا د هلک زخمي مخ په یاد راغی، مخکینی پوښتنې مې ذهن کې وګرځېدې “دا به لوېدلی وي، که به چا وهلی وي؟؟”
مېرمن مې پوهېده، چې پدې وخت کې زه له دندې راځم غږ یې ونه کړ دروازه یې خلاصه کړه، روغبړ مو وکړ په خواږه غږ یې وویل:
ــ “ځه صندلۍ ګرمه ده، یخ شوی به یې؛ زه چای دروړم.”
کوټې ته ننوتم، بیک مې له لاسه وغورځېد خسته وم. په توشکه اوږد وغزېدم، صندلۍ کې پټ نشوم، هلک مې یاد ته راغی. ومې ویل “هغوی به په دې یخ کې څنګه ژوند تېروي؟”
په ځان پوه شوم، چې د هلک لېدو مې خوا بده کړې ده، له ځان سره مې کړل:
“پدې شیونو باید فکر ګډوډ نه کړم. هلک و. غریب و. په ما یې څه؟”
خو زما زړه بېواک شوی ؤ، د هلک له زړه سره وصل و، یو عجیب غوندې احساس مې کولو، وجود مې بې اختیاره راته ښکارېدو، د خپل ژوند په اړه مې فکر وکړ، بیا مې په خیال کې د هغې له کورني ژوند سره پرتله کړ. وه مې ویل
“نوی ژوند مو ګوره مېرمن مې څومره مینه راسره کوي! مثلا همدا شېبې زما ژوند داسې دی، مېرمن مې په خوږه ژبه روغبړ راسره وکړ خوښ یې کړم، ستړی یم ملګرې مې چای راوړي، اوطاق مو ګرم دی، هر قسم غذاوې خورو….
دوی به څنګه ژوند کوي؟؟ دهغه هلک زړه به څه غواړي؟ اخر زړونه خو د ټولو انسانانو یو رقم دي، د نورو هلکانو لیدل به يې څومره ځوروي. مور یې چې بیګا زخمي مخ وویني، څومره به ورباندې خفه شي خدایه!”
سترګې مې راډکې شوې، بیا مې له ځان سره وویل:
ــ “زه یې څه کوم خدای پاک به همداسې پیدا کړی وي”
خپل علم، اقتصاد، شخصیت، مې په یو نظر په ذهن کې تېر کړل په زړه کې مې وګرځېده:
“زه خو وړ سړی نه یم په دې شیونو چټي چرت خرابوم.”
خو د هغه زخمي مخ به چې یاد ته راغی وجود به مې ولړزېدو وبه مې ویل:
ــ “په دې یخ کې به چا وهلی وي؟ که به لوېدلی وي؟ یخ ګوره او دهغې ژوند!”
چرتونو په سر اخیستی وم، له ځان سره مې بیا وویل:” زه یې څه کوم خدای پاک به همداسې پیدا کړي وي، دا نور خلک ولې هېڅ ری(چرت) نه وهي زه هم عجیبه یم.”
خو د هغه زخمي مخ به، چې یاد ته راغی وجود به مې ولړزېدو؛ زه په یو بل ډول انسان باندې بدل شوی وم په همدې فکرونو کې غرق پرق وم، چې دهلیز کې د ګیلاسونو غږ شو، مېرمن مې چای راوړ، ویې ویل: سندلۍ کې پټ شه ګرمه ده یخ دی.
ومې ویل
ــ “نن مې خوا بده ده”
په داسې لهجه یې راغبرګه کړه لکه څوک چې چاته ناز ورکوي.
ــ “خدای د نه کي ولې څه شوي؟”
هغې ته مې مخامخ وکتل، پېکی یې یوې بلې خواته اړولی ؤ، په غټو سترګو کې مې یې سترګې وګنډلې، په زړه کې مې تېره شوه، “ستا خو ژوند ښه جوړ دی.” دا پوه شوه، چې خسته یم. ځواب مې په ځنډ ورکړ.
ـ “په یوه هلک مې سخت زړه بد شو.”
ـ “څوک ؤ؟ څه ورباندې شوي وو؟”
چپ وم. چای او چاکلېټې یې زما مخې ته رانږدې کړل. دا مې څنګ کې کېښناسته، د سندلۍ کمپله یې پورته کړه، پښې مو پټې کړې.
بیا یې دهلک په اړه رانه وپوښتل. ومې ویل:
ــ “په کوڅه کې د سر مسجد ته د مازدیګر د لمانځه لپاره وګرځېدم لمونځ مو په جمع وکړسلام مو وګرځاوه، ځینې خلک پورته شول دعا ته ونه درېدل، شاته مې وکتل له ځان سره مې وویل:” بیک د ورک نشي، کمپیوټر دی پکې. زه هم پورته شوم، بوټ مې راوخیستل بیرون راووتم. په مخ مې سوړ باد ولګیدو، تر غوږونو مې دسمال تاو کړ. بوټان مې پښو کړل، بیک مې غاړې ته کړ، روانېدم چې یو ژړغونی غږ مې تر غوږ شو:
ــ کاکا یګ ده یي کمک کو!
شاته مې وکتل یوه واړه هلک چې تقریبا ۹ یا ۱۰ کلن به و، د مسجد دیوال ته اوږه لګولې وه، جېب ته مې لاس کړ، ور لنډ شوم په ځير مې ورته وکتل وجو یې لړزېدو یخنۍ نیولی و، زړه خیرنه کورتۍ یې په تن کې وه، یو غومبوری یې زخم و، داسې ښکارېدو لکه په تېره شي چې ور لوېدلی وي. سترګې یې له اوښکو ډکې غوندې ښکارېدې لاسونه یې د خولې په اوسوېلیو باندې تودول. سلګون مې ورته ونیو؛ تور لاس یې را اوږد کړ؛ ما یي سترګو ته وکتل؛ ښکته یې واچولې شرم ونیوو، وجود يې لړزېدو په ژړغوني غږ یې له سپیرو شنډو راووته
ـــ “خیبر بیبین کاکا”
ترې روان شوم؛ د هغه جذابه څېره کې مینه، عاجزي، حیا ښکارېده، خو کاش یو ځل مې يې په سر لاس راکش کړی وی.”
کیسه مې په ټولو احساساتو کړې وه، زه نپوهېدم، چې مېرمنې ته مې په څه ډول الفاظو وکړه، ممکن پوه شوې وي، چې زړه مې سخت دردېدلی دی. دا هم خفه مالومېده، رانه وه یې پوښتل:
“چا و به وهلی وي؟”
ور غبرګه مې کړه:
“نه پوهېږم، چې دی لوېدلی و؛ که چا وهلی و؟”
زړه مې طاقت نه کاوه، مېرمنې ته مې وویل، “ته ورشه یو دوه زره روپۍ راوړه” دا د ښونځي معلمه وه، هر وخت به یې ویل، چې زه انسان ژر درک کوم، ما به کله کله روانشاسه هم ورته ویل، ژر یې پیسې راوړې دکورتۍ له جېبه مې هم پیسې راویستې پینځه زره روپۍ مې واخیستې دې ته مې وویل:
ــ “دا وروړم.”
ــ “اوس نا وخته ده. لمر په لوېدو دی. یخ دی. سبا به یې ور کړې.”
په ذهن کې مې د هغوی ژوند انځور شو. “وچه ډوډۍ به نه لري. له ځنډ ورسته مې وویل:
ــ نه نه کېږي ور وړم یې.”
له کوره ووتم، کړندي ګامونه مې اخیستل؛ خو پیسې لږ راته ښکاره شوې، له ځان سره مې فکر وکړ:
“کورته به یې راولم، بیا به نورې هم ورکړم، ښه به یې ونازوم.”
په لاره خوښ روان وم، مسجد ته ورسېدم د ماښام اذان ته لږ وخت پاتې و، هلک هلته نه و تللی و.
سر مې ښکته شو بېرته مایوسه راوګرځېدم، څو ورځې مې د مازدیګر لمونځ په همغې جومات کې وکړ، پوهېدم که مې لیدلی وی روح مې ارام موندلو؛ خو هلک مې ونه لید اوس هم کله کله، چې له دفتره راځم د جومات صفې ته سر ورښکاره کړم؛ خو تر ننه مې هلک ونه موند، نه پوهېږم ډېر سوالګر او بېوزله کسان وینم؛ خو زما زړه له هغه هلک سره تړل شوی ؤ دهغه څېره کې بل رقم درد موجود ؤ؟