پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د اسلامي دین پر بنسټ په پښتو  ژبه د عربي ژبې اغیز...

د اسلامي دین پر بنسټ په پښتو  ژبه د عربي ژبې اغیز | محمدیوسف عزیزي

لڼدیز:

د افغانسان تاریخ چې کله لولو نو پیل یې د آریایانو له دورې څخه کېږي، په دې دوره کې  یوه ډله خلک چې شمالي آسیا څخه دې خاورې ته راغلي وه ځانونو ته یې اریایان وئیل، دوی طبیعت ته مذهبي بڼه ورکوله، لمر، اور، اوبه او نور عناصر یې مقدس ګڼل. آریایان د افغانستان (اصلي لرغونی قوم) و او د هندو-اروپایي ژبې ویونکي ول. آریایانو د څو خدایانو عبادت کوه.

تر دې دورې ورسته د زردشتیانو دوره  په تاریخ کې له ۱۲۰۰ څخه تر –۱۰۰۰ ق.م  پورې ښودل شوې ده، په دې دوره کې زردشت د یو نوې دیني فلسفې بنسټ کیښود. چې د هخامنشيانو، اشکانيانو او ساسانيانو په  دوره کې رسمي دین ګڼل کېده، د خدای نوم یې (اهورا مزدا) و، اور یې مقدس ګڼه؛ وئیل کېږي چې د هخامنشینو په دوره کې  آرامي لیکدود مروج و. همدارنګه د دریمې  پېړۍ ق.م کې د ماوراءالنهر، ګندهارا او بامیان په سیمو کې د بودیزم دین د اشوکا  (موریاسلطنت) له خوا خپور شو او دا خاوره د بودیزم په مهم مرکز باندې بدله شوه، چې څرګنده نښه یې  د بامیان په ولایت کې د بودا لوی بت دی. همدارنګه د جنوبي او ختیځو سیمو ( ننګرهار، لغمان او نورستان) کې هم هندوییزم شتون درلود. دا دین د آریایانو له وخته د میراث په  بڼه پاتې و، چې بلاخره په  (اوومه) میلادي پېړۍ کې عربو، په ډېرو فتوحاتو سره د افغانستان لوېدیځو او سوېلي سیمو ته اسلام راوړ.

په اتمه او نهمه پېړۍ کې، د صفاریانو، طاهریانو، سامانیانو او غزنویانو له خوا  اسلام پراخ شو. چې په نتیجه کې یې افغانستان په یو اسلامي هېواد بدل شو.

  • ـ) د اسلام تر راتګ مخکي په پښتو ژبه کي د اوستا< سانسکریت او عربي ژبې څرکونه):

(اوومې) میلادي پېړۍ کې عربو مسلمانانو د افغانستان لوېدیځو او سوېلي سیمو ته اسلام راوړ.

په اتمه او نهمه میلادي پېړۍ کې، د صفاریانو، طاهریانو، سامانیانو او غزنویانو له خوا  اسلام پراخ شو.

تر دې وروسته افغانستان یو اسلامي هېواد شو،

که څه هم پښتو ژبه تر اسلامه د مخه موجوده وه او ځانته لیکدود یې درلوده خو په لیکلي بڼه په کتابونو کې راخیستل شوې نه ده یوازې د اوستا او سنسکریت په په ژبو کې ډېرې پښتو کلمې په ګوته شوي دي چې د اریایانو په لیکنو کې تر سترګو شوي دي او تر ننه پورې په پښټو ژبه کې کارول کېږي.

 که څه هم د اوسني لیکدود له مخې په پښتو ژبه کې تر اسلام د مخه کوم لیکل شوی متن نشته خو د پرتلیزه ژبپوهنې له مخې د پښتو ډېرې کلمي له سنسکریټ او اوستا ژبې سره پرتله شوي چې د دري،  پښتو او نوموړو ژبو تر منځ ډېر نږدېوالی او ورته والی څرکندوي خو د عربي ژبې کوم څرک پکې نه لیدل کېږي.

  • په افغانستان کې د اسلامي دین تر راتلو د مخه د سانسکریت، پښتو، دري او عربي ژبې د ځینو کلمو تر منځ ورته والی او لرې والی:

لاندې بېلګو ته ځیر شئ. نیکزاد(۶۸:۱۴۰۲)

شمېرهسانسکریتپښتودريعربيتوضیحات
۱آرآراصلياصلپه عربي کې نسب او یا هم شجرې ته وايي
۲پالناپالنهپرورشالرعايةپام کول
۳بورابورهبورهسُکرسکر چې عربي کې شکر ته وايي
۴ماستهمستېماستالزباديمستو ته الزبادي  وايي چې د شکل او تلفظ له مخې سره توپیر لري
۵روجورځروزيوممستو ته وايي چې د شکل او تلفظ له مخې سره توپیر لري
۶شپاشپهشبليلةشپې ته ليلة وايي، ليلة القدر د قدر شپه
۷شامماښامشاممساءماښام ته مساء  وايي
۸ماسمیاشتماهشهرشهر الرمضان ته د روژي میاشت وايي
۱جنیانجلۍدختربنتلور یا انجلی ته بنت وايي
۲موژکموږکموشالفأرموږک ته الفأر وايي
۳ماتريمورمادراممور ته ام واِيي
۴پتریپلارپدرأبپلار ته أب  وايي چې د شکل او تلفظ له مخې سره توپیر لري
۵جبهاژبهزبانلغةژبې ته  لغة وايي چې د شکل او تلفظ له مخې سره توپیر لري
۶جماکاځمکهزبانأرضځمکې ته أرض وايي چې د شکل او تلفظ له مخې سره توپیر لري
  • په افغانستان کې د اسلامي دین تر راتلو د مخه د اوستا، پښتو، دري او عربي ژبې د ځینو کلمو تر منځ ورته والی او لرې والی:

شمېرهاوستاپښتودريعربيتوضیحات
۱اسپهاسپاسپحصانعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۲استياستولفرستادنالإرسالعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۳آسمانآسمانآسمانالسماءعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۴اګزاغزیخارشوكةعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري

شمېرهاوستاپښتودريعربيتوضیحات
۱ایوهیویکواحدعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۲دوهدوهدواتنینعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۳درایهدرېسهثلاثهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۴چتورڅلورچهاراربعهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۵پیچهپنځهپنجخمسهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۶بنوششپږششستهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۷هفپتهاوههفتتسعهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
۸دستهلسدهعشرهعربي کلمو سره د شکل او مانا له مخې توپیر لري
  • پښتو ژبه او  لیکدود:

د زردشتیانو او ساسانيانو  په دوره کې پهلوي او سغدي لیکدود موجود وه د هخامنشیانو په دوره کې آرامي لیکدو او د سکندر تر یرغل وروسته یوناني لیکدود رامنځته شو چې د بودیزم په وخت کې براهمي او خروشتي لیکدودونه هم مروج شول، خو د اسلام له راتلو سره سره سم په افغانستان کې ټولې ژبې او لیکدودونه د عربي ژبې تر تاثیر لاندې راغلل او د ټولو ژبو او لیکدودونو د ابیڅو ځای عربي تورو ونیوه او تر اوسه پورې د افغانستان په رسمي ژبو کې ترینه کار اخیستل کېږي.

  • د اسلامي دین خپریدل او د هیواد دیني او ژبني حالت بدلېدل:

د (۶۰۰) میلادي کال شاوخوا چې د عربستان ریګزاره څخه د اسلام لمر راختونکی و، د پښتونخوا پر ځمکو له یوې خوا د بودايي دین نفوذ دومره خپور شوی و چې د اکثر مراکز او معمور ښارونه د دې دیانت تر اثر لاندې وو. او په غربي سیمو کې هم د زردشتي د دین آخرنۍ وړانګې ځلېدې حبیبي (۱۳۸۴: ۳۵۱)مخ.

خو کله چې د اسلام فتوحات د سیستان له خوا څخه پیل شول او د خلیفه منصور په دعصر کې د بامیانو پاچا (شېر) اسلام ومنه، او بیا د سید الرشید په امر کله چې د افضل بن یحی له خوا کابلشاه او شاه بهار فتح او د شیبر لوی بت یې مات شو افضل خان په دې سیمه حکمران وو.

د پیښور په یو موزیم کې عربي ډبر لیک شته دی چې په (۲۳۴ هـ  ) کال کې لیکل شوی او د وزیرستان په ټوچي کې موندل شوی ده. چې په عربي رسم الخط لیکل شوې ده او همدا کتیبه په ساردا او ناګري رسم الخط هم لیکل شوې ده چې دا خبره واضح کوي چې تر دې وخته هم چې عربي لیکدود مروج شوی وو پخواني لیکدودونه هم لا په بشپړه توګه نه ول ورک شوي. حبیبي (۱۳۸۴: ۳۵۵)مخ.

له ډېر معلوماتو راټولو وروسته څه ناڅه دا معلومه شوه چې په ثابته توګه د پښتو ژبې کوم بشپړ لیکل شوی متن چې په کوم واحد رسم الخط لیکل شوی وي ترلاسه شوی نه دی. او نه هم له یوناني لیکدود پرته کوم لیکدود موندل شوی چې پښتو ژبه پرې لیکل شوي وي. یوازې د پښتو ژبې ځینې کلمې په سانسکریت، اوستا ژبو کې په بېلابېلو رسم الخطونو باندې لیکل شوي موندل شوي دي. د بغلان په حفریاتو کې په یوناني خط لیکل شوي لیکونه پیدا شوي چې تر اوسه د دې کتیبو محلي ژبې لیکونه نه دي لوستل شوي او نه ده معلومه چې هغه کومه ژبه ده. حبیبي (۳۶۳:۱۳۸۴)مخ.

عربي ليکدود:

 عربي ليکدود: د لیکلو یو سیسټم دی چې عربي او د مینځني ختیځ او هندي برصغیر د نورو ژبو لیکلو لپاره کارول کیږي ، له هغې جملې څخه، پښتو، فارسي ، اردو ، کردي ، ګیلکي ، سندي ، بلوچي ، کشمیري ، طبري او آذربایجاني ترکي (په ایران کې) له همدې لیکدود څخه کار اخیستل کېږي، دا د عثماني ترکي ژبې لیکلو لپاره هم کارول کیده. عربي ليکدود په نړۍ کې د لیکلو دوهم سیسټم دی او د لاتیني ليکدود او چینایي حروفونو وروسته د کاروونکو شمېر له مخې دریم لکیدود دی. انترنیټي رسنۍ:  https://ps.wikipedia.org

پښتو ژبه ۲۸۰۰ کلن تاریخ لري نیکزاد (۲۸:۱۴۰۲) د دې خبرې د اثبات لپاره  هغه متن چې د هخامنشیانو دوره د  کې له نن څخه ۲۴۵۰ کاله پخوا د هخامنشیانو دوره کې د داریوش پاچا په امر په میخي لیکدود لیکل شوی د ثبوت په توګه وړاندې کوي چې وئیل شوي

نه اړیکه وم ــــــــــــــــــــــــــــــــــ     نه سرسخت یم / نه دروجن وم ــــــــــــــــــــــــــــــــ نه دروغجن یم / نه  زور کروني وم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نه زور ویونکی یم، له دې جملو څخه دا ښکاري چې پښتو ژبه له سانسکریت او اوستايي ژبې سره نږدې اړیکې لري او دا متن چې پښتو ژبې سره د کلمو د تلفظ له مخې نږدیوالی لري په میخي لیکدود لیکل شوې ده.

که څه هم د اسلام تر ظهور وړاندې د مخه په افغانستان کې یو واحد لیکدود چې پښتو پرې لیکل شوي وي په لاس کې نشته، خو کله چې اسلامي دین په افغانستان کې ظهور ومونده نو عربي ابیڅې د پښتو او دري ژبو اصلي توري شول، خو دا هم معلومه نه ده چې څنګه عربي الفبا او ابېڅې د پښتو ژبې لیکدود لپاره وټاکل شول جې دا یوه اهمه موضوع ده چې باید پرې کار وشي.

لومړنی پښتو شعر چې په لیکلې بڼه تر لاسه شوی دی هغه د امیر کړو حماسي شعر دی چې وايي!

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند او سند او په تخار او پر کابل نسته.

بل په زابل نسته له ما اتل نسته. حبیبي (۴۴۲:۱۳۸۴)مخ.

تر دې وروسته د محمد هاشم زید سرواني پښتو شعر دی چې د محمد بن قاسم یا هم ابن خلاد شعر له عربي ژبې څخه پښتو ته ژباړلی دی.

ژبه هم ښه وینا کاندې چې وینه

د خاوند په لاس کې زر او درهمونه. حبیبي، (۴۵۴:۱۳۸۴)مخ.

تر دې ځایه خو معلومه شوه چې له دویمې پېړۍ څخه تر دریمې پېړۍ پورې پښتو ژبه کې هیڅ ډول پور ویونه نه تر سترګو کېږي که څه هم رسم الخط یې عربي وو خو پښتو ژبه یې سوچه وه. مګر تر دریمې پېړۍ وروسته چې څومره د اسلامي دین وړانګې په یوه سیمه خورېدې په همغه کچه د عربي ژبې هر ډول تاثیرات د پښتنو په علمي، سیاسي، فرهنګي او اجتماعي برخو اغیز کوه.

تر دې وروسته د شیخ رضي او نصر لودي په اشعارو کې د الحاد، ملحد کلمې تر سترګو کېږي خو تر عربي ژبې زیاتې د پښتو ژبې سوچه کلمې لکه: کهول، دښن، توراوه، زیارنه. اوداسې نورې ډېرې سوچه کلمې لیدل کېږي.

خو تر پښتو ژبې د مخه په دري یا فارسي ژبه کې د عربي ژبې کلمې وړاندې کارول شوي دي. لکه د اصل، وصال، جمال، مطلوب، عشق، وصل، عالم، اتحاد،، طالب،او داسې نورې….

تر ډېرې مودې وروسته بیا د عربي ژبې کلمې په پښتو اشعارو کې هم دېرې وکارول شوې چې بیلګې یې د زرغون خان د دیوان په یوه مثنوي کې د (طلب، صومعي، ذاهد،  محبت، اخلاص، مطلوب، وصل، عشرت) کلمې لیدلای شو. چې وروسته د دوست محمد کاکړ په غرښت نامه کې په خورا کچه عربي کلمې تر سترګو کېږي،لکه: ( روایت، حکایت، فیض، زاهد، عابد، عبادت، ریاضت، سجود……) حبیبي (۵۷۷:۱۳۸۴)مخ.

په پښتو ژبه کې د نورو ژبو اغیز په لومړي ځل د سلیمان ماکو تذکرة الاولیاء په نثر څخه څرګندیږي چې په متن کې د پارسي ژبې څخه هم د عربي ژبې اغیز  زیات لیدل کېږي. البته په پښتو ژبه کې لومړی نثر همدا ده چې د سلیمان ماکو له خوا په دېر ظرافت سره لیکل شوی دی او دعربي ژبې اغیز علت دا دی چې دغه وخت عربي ژبه د پښتنو دیني او تدریسي ژبه وه. په دې عصر کې چې چا به علم زده کوه نو هغه به طبعاً عربي زده کوله. حبیبي (۶۰۸:۱۳۸۴).

خو کله چې د پیر روښان نهضت پیلیږي پیر روښان یو رساله د خیرالبیان په نامه لیکي چې په ټولو جملو کې یې خامخا عربي کلمې شاملې دي او ډېرې کلمې یې د عربې ګرامر له مخې د حرکاتو پر بنسټ لیکل شوي دي. لکه: (شت – شته)، (ولیک – ولیکه) او داسې نور…

دا چې پښتانه له پیل څخه د اتلانو او ننګیالیو په کتار کې تر ټولو مخکې ول په همدې اساس په ډېرو جګړو کې د ښکېلتیا له کبله علم او هنر ته وزګار شوي نه دي او له همدې کبله پښتو ژبه د بېلابېلو علتونو له امله د علم او دربار له چوکاټ څخه لرې پاتې شوه او دری یا پارسي ژبه د دربار او علم ژبه شوه. خو بیاهم د پښتو ژبې ځینو  غاښلو ادیبانو، ژبپوهانو او سیاسیونو د هڅو او زیار په نتیجه کې پښتو ژبه دومره کره او غني شوه چې د افغانستان رسمي ژبې په توګه ومنل شوه.

د خپلواکۍ تر ترلاسه کېدو وروسته چې د هېواد د هر اړخيز پرمختگ او بدلون لپاره پلانونه جوړ شول، ادارې رامنځته شوې او قوانين راووتل. د پښتو ملي ژبې د روزنې، پالنې او رسمي کېدلو ضرورت هم احساس شو. د وخت ټولواک اعليحضرت غازي امان الله خان له پښتو سره شخصا زياته علاقه وښوده او سربېره پر دې چې پخپله يې په پښتو خبرې کولاى شوې، ويې غوښتل چې د هېواد دا ملي او لرغونې ژبه بايد راژوندۍ شي او محسوسه يې کړه چې د يوه ملت ژوند بې د ملې ژبې له درلودلو نه ناممکن دى، همدا وو چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې يې د پښتو مرکه چې “مرکه د پښتو” يې نوم پرې کېښود، جوړه او د پښتو مرکې فاضلو غړو د پښتو روزنې او پالنې لپاره يې لېچې وغړلې. (رفيع، ۱۳۹۷: ۱۴۵). ښکلی سل کلنې هڅې کړکۍ ویب سایټ: https://karkaiacademy.com.

  • په پښتو ژبه د عربي ژبې اغیز:

د یادونې وړ ده چې په یوې ژبې باندې د بلې ژبې اغیز د یوې ژبې ارزښت له مخې نه بلکه  د استعمار او حاکمیت له مخې وي، ځینو مسائیلو ته باید د منطقي لید له مخې وکتل شي.

دا خو ښکاره خبره ده چې د امویانو امپراتوری له خوا اسلام په افغانستان کې ظهور ومونده او کله چې یوه ځواکمنه ډله په کوم ځای حاکمیت تر لاسه کوي نو د ژبې او فرهنګ تاثیرات یې خامخا په هغه ټولنه باندې اغیز کوي چې دا ډول پیښې بیا د حاکمې ډلې وخت، مشروعیت، نا مشروعیت او د محکومې ډلې په مقاومت پورې تړاو لري؛ که چېرې حاکمه ژبه ډېر وخت په یوه سیمه حکومت وکړي نو د محکومې سیمې ژبه او فرهنګ له نږه والي څخه اوځي او تر ډېره پورې د حاکمې ژبې پوروړي کېږي: خو که چېرې د حاکمې ډلې وخت کم وي او یا هم محکومه ډله د دوی د ژبې او فرهنګ پر وړاندې مبارزه وکړي بیا نو حاکمه ژبه نشي کولی چې تر ډېره پورې په محکومه ژبه کې ژوندۍ پاتې شي، بلکه له تللو سره سم یې اثرات هم له منځه ځي، چې ښې بیلکې یې په افغانستان کې د عربو، انګریزانو، روسانو او امریکایانو راتګ و، چې له دې جملو څخه یوازې  د اسلامي مشروع  دین په منلو سره افغانانو د عربو هر ډول رسم او رواج خپل کړ او د پاتې نورو استعمارګرو پر وړاندې یې جهاد او مبارزه پیل کړه او په ډېرو قربانیو سره یې وشو کولای چې خپل اسلامي دین او ملي ژبې وژغوري.

(هر کله چی دا خبره باوري ده چې نبوي سنت د اسلامي شریعت دویم مصدر او بنسټ ګڼل کیږي او هېڅ مسلمان له هغې څخه سترګې نه شي  پټولی نو مومند هم په خپل وا ر  د قران کریم څخه وروسته نبو ي احادیث زده کړل ا وعمل یې پرې  وکړ،  آن تر دې چې نورو ته یی  ور وښودل، او خپل ادبي چاپیریال یې پرې ښایسته کاوه او د اړتیا په وخت کښې یې پری  خړوباوه، د هغې ماناګانې او کلمات یې په کلام کښې  وکارول، د نبوي سنتو څخه یې  اقتباس وکړو  او هغه  یې  تفسیر کړل او د خپلو عواطفو او احساساتو په انځورلو کښې یې ترې استفاده وکړه) منګل. د عبدالحمید بابا پر کلام د نبوي احادیثو اغېز مقاله.(۳:۱۴۰۲) مخ.

خو که چېرې مونږه بیا د انګلستان او روسیې یرغلونه تر څېړنې لاندې ونیسو ګورو چې د افغانستان مجاهد ولس د دوی پر وړاندې مبارزه پیل کړه او په ډېر کم وخت کې یې د دوی د ژبې او فرهنګ تاثیرات په ژبه او ټولنه کې له منځه یوړل، که چېرې روسان په همغه قوت چې راغلي ول په دې خاوره کې پاتې وی اوس به د ډېرو نومونه لکه د چیچنیا او تاجکستان د وګړو نومونو په څیر د اوف او نیف په روستاړو ختمېدل.

  • په افغانستان کې د اسلامي دین تر راتلو وروسته په پښتو ژبه کې د عربي ژبې نحوي، صرفي اغیز او د عربي ژبې د کلمو په کثرت سره کارېدل.

عربي ژبې سره د لیوالتیا له مخې عربي ژبه پر پښتو ژبې دومره حاکمه ده چې سربېره پردې چې له عربي ژبې څخه یې ثابته کلمې راخیستي دي بلکه په پښتو ژبه کې د شته کلمو پر ځای هم عربي کلمې کارول کېږي.

شمېرهپښتوپښتوعربي
۱الوتکهطیارهطیاره
۲ښوونکیمعلممعلمٌ
۳نږدېقریبقریبٌ
۴ژمنهوعدهوعده

د بیلګې په توګه ځینې هغه کلمې چې په عادي توګه د پښتو ژبې اصلي برخه کې کارول کېږي.

شمېرهپښتوپښتودريعربي
1قلمقلمقلمقلمٌ
2کتابکتابکتابالکتابٌ
3معلوماتمعلوماتمعلوماتمعلوماتٌ
4مدرسهمدرسهمدرسهمدرسةٌ

(ادیبانو اوشاعران تل دخپلو خبرو ا ومطالبو د تقویې لپاره قرآن کریم ته مراجعه کوي، هغه معناګانې  ترې اخلي چې د دوی کلام ته قوت اوغښتلتیا وربخښي، په ځانګړي ډول دوی تل د اسلامی تربیې  په برخه کښې خپل کلام دقرآن کریم په زیور ښایسته کوي. د عبدالقادر خټک بابا  په فکر او شاعرۍ  باندې د قرآن کریم  تاثیر او اغېز په بيلا بېلو ډولونو څرګندیږي چې موږ یې په لاندې ډول څېړو.

  1. موضوعي اغېز: چې د قرآن کریم ژباړه یې په پښتو کښې کړې وي.
  2. فني(هنري) اغېز: چې د قرآن کریم یوه موضوع یې پخپل کلام کې په فني ډول
  3. رانغښتې وي، او دا یې فني وړتیا ثابتوي.
  4. لفظي اغېز: چې د قرآن کریم الفاظ او کلمات یې پخپل کلام کې کارولي وي). منګل، د عبدالقادر پر شاعرۍ د قرانکریم اغیز، مقاله، (۴) مخ

پورته معلوماتو ته په کتو سره دا په ډاګه څرګندیږي چې په  پښتو ادب  کې د فصاحت او بلاغت ځانګړنې تر ډېره پورې د عربي کلمو په کارولو سره رامنځته شوي دي، دبېلګې په توګه (الحمد لله) ژباړه، ثنا او صفت الله جل جلاله لپاره دی؛ کتل کېږي چې په پښتو ژبه یو اوږد مطلب د یوې لنډې کلمې کارولو سره توضیح کیږي.

عبدالقادر خټک خپلې موضوع ګانې د قرآن کریم  څخه اخیستي  اوپه خپل کلام کې یې کارولې  دي، که چیرته د  نوموړي  دیوان په غور سره ولوستل شي، نو ډیرۍ مفاهیم، تعبیرات مثالونه یې زښت ډېر دي، د بېلګې په ډول یوځای داسې کلمات شته چې هغه استعمال کړي  دي په خپل کلام کښې درسول  صلی الله علیه وسلم  پیر وی  ته اشاره کړې ده او هغه یې پر مسلمانانو  لازمي ګڼلې ده، شاعر وایي

خدای په خپله ستا صفت دی بیان کړی    نه شته شی چې مدحه ستا د اوصاف نه کا

چې یې ســتا په شریعت قدم ثابت کـــړ    له صراطه دې هغـــه سړی خــاف نـــه کا    دیوان:. (۲۳).

 پرته له شکه  چې خټک  بابا  پاسنۍ  معنا  او مفهوم د قرآن کریم له: قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ  سوره آل عمران،  (3) آیة ﴿٣١﴾

ایت څخه اخیستی. منګل، د عبدالقادر پر شاعرۍ د قرانکریم اغیز، مقاله،  (۴) مخ

د افغانستان (پښتو او دري) رسمي ژبو کې په سلو کې ۸۰٪ نومونه په عربي دي او علت یې یوازې دیني او مذهبي تړاو ده، ځکه چې د اسلامي دین په اساس یو ماشوم په خپل پلار باندې درې حقه لري.

  • په ماشوم باندې ښه نوم ایښودل.
  • دیني او معاصر علوم ورزده کول.
  • او په یو ښه ځای کې ورته نکاح کول.

 او دا چې په دې خبره باندې ډېر تاکید شوی دی چې د کتابي نوم ایښودل ثواب لري نو له همدې کبله ډېری خلک کوشش کوي چې په خپلو اولادونو باندې کتابي یعنې عربي نومونه کېږدي.

  همدارنګه دري او پښتو ژبو کې ۴۰٪ سلنه د عربي ژبې فعلونو او لغتونو هم کارول کېږي او د دې علت هم له عربي ژبې څخه د دیني کتابونو، احادیثو، تفسیرونو ژباړل دي، کله کله چې پښتو او دري ژبه له عربي ژبې سره پرتله کوو نو څرګنده خبره ده، چې که څوک د عربي ژبې کلمې له دې دواړو ژبو څخه حذف کړي  نو په دري او پښتو ژبو کې به څه پاتي نه شي.

  • د عربي ژبې الفبې او پښتو ژبې د ابیڅو په اړه زما نظر:

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده په پښتو ژبه کې ۲۸ توري عربي او پاتې ۴ توري مشترک او  ۸ تورې سوچه  پښتو دي. چې پرته له څلور یاګانو څخه ټول (۴۰ ) توري کیږي؛ زما په نظر داسې توري په دري او پښتو ژبه کې اصلاً شتون نه لري چې د عربي ژبې له تورو سره سمون ونه لري. په حقیقت کې په دري او پښتو ژبه کې (۴) مشترک او (۸) خاص پښتو توري هم د عربي ژبې له تورو څخه په اخیستلو سره د بېلابېلو نښو په کارولو سره پښتو یا دري ژبو ته ځانګړي شوي دي، باید ووایو چې پښتنو ادیبانو که څه هم یو تقلیدي کار کړی دی خو په ویاړ سره وئیلی شو چې دا یې ډېر پر ځای کار کړی ده ځګه چې د دې کار په تر سره کولو سره یې د لیکدود هغه نیمګړتیا له منځ وړې ده کومه چې اوس هم د عربي ژبې لیکدود ورسره مخ دی.

که څه هم انګلیسي ژبه هم ځینې توري په خپله اصلي ژبه کې نه لري خو له نړیوالو ژبو سره د تعاون په موخه دوی ځینې ترکیبي توري جوړ کړي دي او د خپلې ژبې او لیکدود تشه یې پرې ډکه کړې ده؛خو سوال دا پیدا کیږي چې عرب ولې لکه پښتو او انګلیسي ژبې یو څو ترکیبي یا ساده توري نه ایجادوي ترڅو په نړیواله کچه یې د لیکدود ستونزه حل شي. په ځانګړي توګه د نومونو د لیکلو په برخه کې عربي لیکدود له سترې نیمګړتیاوې سره مخ دی

دوی ډېری وخت د ځینو تورو پرځای داسې توري په یوې کلمه کې لیکي چې کلمه خپله اصلي مانا له لاسه ورکوي. او حتی له ځینو غبګونونو سره هم مخ کیږي لکه: د (ګ)  پر ځای (غ)  لیکي، د (پ) پر ځای (ب) لیکي، د (چ)  پر ځای (ش) لیکي، د (ژ) پر ځای (ز) لیکي د (ږ) پر ځای (ک) لیکي  او د (ډ) پر ځای (د) لیکي داسې نور …تر کومه ځایه پورې چې د قرانکریم او احادیثو بحث دی هغه په خپل ځای ځانته اصول او قواعد لري چې هیڅ ډول بدلون پکې نه راتلی شي او نه یې هم څوک راولي خو که چېرې بیا مونږه د رسمي  ژبې بحث کوو نو هره ژبه باید وخت سره سم د په هیواد کې دننه او بهر د خلکو تر منځ د افهام او تفهیم وړ وي.

  • د یوې خپلواکې ژبې حق ادا کول:

ژبه د یوې ټولنې هویت ده او هر وګړی باید د خپلې مورنۍ ژبې حق اداء ګړي.

لکه څنګه چې مخکې پښتنو خپله پښتو پریښې وه او په دري ژبې پسې یې منډې وهلې او همدارنګه پیښور کې پښتونو خپله پښتو پریښې وه او په اردو پسې یې منډې وهلي او دا کار دوی د دې لپاره کوه چې دوی مدرن او هوښیار ښکاره شي حال دا چې هوښیارتیا د خپل دین، ژبې، فرهنګ او هویت په ساتلو کې وي نه د دا هرڅه په هیرولو کې. کله چې مونږه د حق ادا کولو بحث کوو دلته له دوه ډوله موضوعاتو سره مخ کېږو.

الف: د یوې ټولنې وګړي باید د خپل هیواد رسمي او مورنۍ ژبې ته پوره ارزښت ورکړي او هیڅکله یې د مادیاتو پر وړاندې له پامه ونه غورځوي ځکه چې همدا ژبه ده چې د یوې ټولنې ټول سیاسي، مذهبي، ټولنیز او تاریخي معلومات خوندي ساتي.

ب:  هغه وګړی چې په یوې بلې بهرنۍ ژبه کې یې تخصصذکړی وي، نوموړی باید هومره کار هغې ژبې ته وکړي، د څومره کار حق چې خپله ژبه ورباندې لري. که چېرې یو کتاب له مورنۍ ژبې څخه بهرنۍ ژبې ته ژباړې، نو باید یو کتاب له هغې ژبې څځه خپلې مورنۍ ژبې ته هم راوژباړي او د دواړو ژبو حق ور اداء کړي.

  • پایله:

داچې پښتو ژبه له سیاسي، دیني او فرهنګي اړخونو د عربي ژبې پرته نیمګړې ده نو د پښتو ژبې هر ژبپوه او متخصص باید عربي ژبه زده کړي تر څو وشي کولی په پښتو ژبه کې د عربي ژبې کارول شوې کلمې په سمه توګه تحلیل او تجزیه کړي او په ښه توګه د عربي کلمو لپاره بدیلونه او یا هم نویزونه مشخص کړي.

د دې کار ګټه به دا وي چې، په ژبه کې د پور ویونو کمولو لپاره  ژبې ته کار وشي، ژبه نږه شي او ژبپوهان په ژباړه کې د پور ویونو پر ځای نویوزونو ته مخه کړي: ترڅو له یوې خوا د ژبې حق ادا شي او له بلې خوا پښتو ژبه نږه او خپلواکه شي.

  • وړاندیز:

دا منو چې پښتو ژبه له عربي ژبې پرته نیمګړې ده خو که چېرې ځیر شو عربي ژبه هم د پښتو او دري ژبې د ځینو تورو پرته د نړۍ په کچه نیمګړې ده. مونږه دا منو چې عربي ژبه تر ټولو ژبو غوره ده ځکه چې د قرانکریم ژبه ده له دې اړخه مونږه عربي ژبې ته پوره احترام لرو او په درنه سترګه ورته ګورو. خو بیا د ژبپوهنې له مخې دلته بله موضوع رامخته کېږي هغه دا ده چې هره ژبه په هر ځای کې د خپل کلتور او عنعناتو له مخې بېلابېلې معناوې ارایه کوي. د بیلګې په توګه د ابوبکر نوم د عربو په رسومو کې ځانته قاعده لري حال داچې دا نوم زمونږه په ټولنه کې د مذهبي تمایلو له مخې ایښودل کېږي نه په هغه اساس چې عربو کې ایښودل کیږي. بناءْ،   دا چې هره ژبه په خپل اوب او سیاق کې بېلابېلې ماناوې لري باید لومړی د یوې جملې، کلمې، فعل او یا هم نوم د مانا او کارولو په قاعده ځان پوه کړو او بیا ترینه په خپله ژبه کې استفاده وکړو او تر څو چې پوه شوي نه وو په احساساتي توګه باید کوم مثبت یا منفي عکس العمل تر سره نه کړو.

  • ماخذونه:
  • نیکزاد ، محمد ناصر. ۱۴۰۲. د پښتو او پښتانه تاریخي ریښې. نوی مستقبل خپرندویه ټولنه، کابل.
  • منګل، یار زمان. (۱۴۰۲) د عبدالقادر خان خټک پر شاعرۍ د قرانکریم اغیز، مقاله
  • منګل، یار زمان. (۱۴۰۲) د عبدالحمید بابا پر کلام د نبوي احادیثو اغېز، مقاله
  • حبیبي، عبدالحی .۱۳۸۴. ادبیاتو تاریخ. دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
  • ښکلی، اجمل. (۲۰۲۲) د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې.” کَرکۍ اکاډمي. خپور شوی: ۲۶ اګست ۲۰۲۲.
  • انترنیتي سایت، https://ps.wikipedia.org

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...