جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان ادعا کوي چې د م.م د بشري غوښتنې په ځواب کې...

پاکستان ادعا کوي چې د م.م د بشري غوښتنې په ځواب کې د تورخم او چمن لارې پرانیزي

تاند؟ لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) په داسي حال کې چې افغان چارواکي وايي، له کلک تضمین پرته له پاکستان سره خپلې لارې نه پرانیزي، اسلام اباد ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د عاجلې غوښتنې په ځواب کې، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د لنډ مهال لپاره پرانیزي، څو افغانستان ته د خوړو، درملو او نورو اړینو مرستندویو توکو بیړنۍ لېږد اسانه شي.

پاکستان ټینګار کوي چې دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د رسمي غوښتنې له ترلاسه کېدو وروسته، د بشري ملاحظاتو پر بنسټ شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سلا مشورې وروسته، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ګمرک غړو، د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) او د ترانزیت عمومي ریاست ته رسمي لارښوونې صادرې کړې دي.

د تورخم د ګمرک چارواکو ته لارښوونه شوې چې د بشري مرستو د کاروان د تګ راتګ لپاره عملي چمتووالی پیل کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیوادد  سوداګرۍ وزارت اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دې په منظم او پړاویز ډول تنظیم کړي.
د خپرې شوې خبرتیا له مخې:

  • په لومړي پړاو کې به د ملګرو ملتونو د ادارو هغه کانتینرونه تصفیه شي چې د خوړو مواد لېږدوي؛
  • په دوهم پړاو کې به هغه کانتینرونه خوشې شي چې درمل او طبي تجهیزات لري، چې د افغانستان د کمزورې روغتیايي شبکې لپاره حیاتي ارزښت لري؛
  • په درېیم پړاو کې به د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره تعلیمي کټونه او نور ضروري بشري توکي انتقال شي.

د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د مرستو په دې جوپه کې دا مواد شامل دي:

  • د یونیسف ۷۴ کانتینرونه
  • د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) ۶۷ کانتینرونه
  • د نفوس صندوق (UNFPA) ۲ کانتینرونه

د پاتې کانتینرونو نور جزییات به وروسته شریک شي.

د ټرانزیت عمومي ریاست ته رسمي سپارښتنې

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) او د ترانزیت عمومي ریاست ته سپارښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کانتینرونو د تصفیې او افغانستان ته د لېږد لپاره ټول اړین ګامونه له ځنډ پرته واخلي.

چارواکو ټینګار کړی چې د توکو ټول تګ راتګ به یوازې د بشري ملاحظاتو پر بنسټ، په پړاویز او منظم ډول ترسره شي، څو مرستې په خوندي او اغېزناک ډول افغانستان ته ورسېږي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې له پاکستان سره د راکړو ورکړو لارې تر هغو نه پرانیزي چې پاکستان کلک تضمین نه وي ورکړي چې په هیڅ راز شرایطو کې به سوداګري لارې نه بندوي.

پرون (پنجشنبه)  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګریزې لارې هغه مهال بېرته پرانیستل شي چې اسلام آباد د راتلونکې لپاره قوي ډاډ ورکړي.

د ښاغلي مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت لارې د پاکستان له لوري په ناقانونه ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه تړل شوې وې، چې د دواړو غاړو خلکو ته یې جدي زیانونه واړول.

تر دې وړاندې د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر ویلي و چې افغانستان به له پاکستان سره خپلې لارې تر هغو بیا پرانه نیزي چې پاکستان کلک تضمین نه وي ورکړی چې سوداګري لارې به له سیاسی اتو نورو چارو سره نه تړي.

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر وویل چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د خپلو ټولو لارو له بندولو کابو دوې میاشتې وروسته، اوس د پاکستان د مېوو د موسم له رارسېدو سره هڅه کوي چې لارې پرانیستل شي، خو کابل وايي د لارو پرانیستلو پرېکړه به یوازې دوه‌اړخیزه وي.

د ده اشارې دې ته وه چې نور به داسي نه وي چې هر وخت پاکستان وغوښتل لارې پرانستل شي او هر وخت چې یې وغوښتل، بندې شي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر، عبداللطیف منصور، اعلان وکړ چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو خپلې لارې تړلې وې، چې له امله یې د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات خراب شول او د افغانستان اقتصاد ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب