پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد دروېش دراني دوه غزلونه

د دروېش دراني دوه غزلونه

که څوک وايي چې د زړه مېنه سینه ده

نو سینه د کایناتو مدینه ده

چې یې نور واخلي، دنیا شي دړې وړې

ستا په لاس کې چې وي روغه ایینه ده

چې وي ستا په لټون، بې له هغه سترګې

ډوبه شوې بله هره سفینه ده

ستا مین په خپل وزر خېژي اسمان ته

جوړه کړې ورته نورو که زینه ده

که جنت ته ځي نو ستا پر لار به لاړ شي

برابره ستا دروېش ته زمینه ده

—————–

خلک نه غواړي چې ښکلي پریشان شي

بس له ورایه ورته وګوري او روان شي

دا چې هره ورځ ورکېږي دلته زړونه

هسي نه چې ټول پر تا باندې تاوان شي

زړه مې ستا ډېرو بېورو داسي نری کړ

چې رقیب شړې نو هم زما ارمان شي

تا که وخندل هغه وخت به پسرلی شي

ما که وژړل هغه دم به باران شي

د دروېش خاورین وجود به هم سره زر شي

که دې شونډو ته نژدې لکه پېزوان شي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب