یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeادبناولپه سترګو کې ليکل شوې افسانه(ناول) طوبي ندا ساپۍ

په سترګو کې ليکل شوې افسانه(ناول) طوبي ندا ساپۍ

کتاب پېژندنه

د کتاب نوم:   په سترگو کې ليکل شوې افسانه

ليکواله :       طوبی ندا ساپۍ

د ليکوالې تيلفون شمېره:   0799126667

برېښناليک :      [email protected]

خپرندوى  :       مېرمن کلتوري- ټولنيز بهير

کمپوز :     ندا ساپۍ

ډيزاين :     نورعلي تسل

چاپ چارې :

کال   :     ١٣٨٧ لمري.

1

تکړه ليکوال او ژورنالېست ايمل پسرلي ته چې پښتو يې له پښتو سره اشنا کړم.

يادښت

د مېرمن کلتوري _ ټولنيز بهير بنسټ  د ١٣٨٧لمريز کال د غبرګولي په يوولسمه نېټه د هيواد په مرکز کابل کې کيښودل شو او په فعاليت يې پيل وکړ.

بهير په دې وياړي چې په ډيره کمه موده کې د نورو کلتوري او ټولنيزو کارونو تر څنګ په خپرنيز بهير هم ورګډيږي . د طوبا ندا ساپۍ ( په سترګو کې ليکل شوې افسانه ) کتاب نه يوازې داچې د ليکوالې لومړنی اثر دی همداراز د مېرمن بهير له خوا لومړنی چاپ شوی اثر هم ګڼل کېږي . مېرمن بهير په دې هڅه کې دی چې د افغانو ښځو د نورو کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو څخه د ملاتړ تر څنګ د هغوی کتابونه هم د چاپ په ګاڼه سمبال کړي. مېرمن بهير آغلې طوبی ندا ساپۍ ته د دې اثر د چاپ مبارکي وايي او له نورو افغانو خويندو څخه غوښتنه کوي تر څو د نورو برخو تر څنګ په کلتوري او ټولنيز ډګر کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي او ځانونه د برياليتوب تر پړاوه ورسوي.

په همداسې يوه ښه هيله

مېرمن کلتوري _ ټولنيز بهير

زما يو څو خبرې

وايي د انسان ژوند د غمونو او خوښيو ځاله ده ، کله خوښ اوسېدل او کله خفه پاتې کېدل ، د ژوند بهير همداسې پسې درومي؛ خو دا حالات همداسې په يوه انډول نه پاتې کېږي؛ کله خو د غمونو لمن دومره پراخه شي چې بيا نو نه يوازې دا چې زموږ زړونه تسخيروي؛ بلکه لکه وينه زموږ په ټول وجود کې خپريږي او زمونږ د ژوندانه هره برخه تر خپلې اغيزې لاندې راوړي او په دې توګه موږ په خپل ټول وجود ، هوښ او حواسو سره خپل غم او درد احساسوو، اوښکې مو دحال ترجمانې شي او له خندا سره مخه ښه کوو، چې په تلو تلو کې دا حالت د يوې مزمنې ناروغۍ بڼه خپلوي او زموږ ټولې خوښۍ، هيلې ان صبر او تحمل له منځه وړي . دا وخت دی چې نور نو زموږ د صبر کاسه ډکېږي او د چاخبره زړه مو چاودون ته نږدې کېږي. دا مهال دی چې موږ ته دا فکر پيدا کېږي، چې که د خپلو غمونو او دردونو د لرې کولو توان نه لرو؛ نو لږ تر لږه خو يې د ويلو او له نوروسره يې د شريکولو وس لرو؛ نو ځکه قلم په لاس اخلو او د خپلو احساساتو د څرګندولو په هڅه کې کېږو، چې ستاسو په مخکې دا اثر هم د همداسې يوه ژوندي احساس انځور دی چې د داستان په بڼه ليکل شوی دی.

په دې داستان کې مې که د هر يو غم او درد منظر په تصوير کاږلى؛ نو مخکې تر هغې مې د همدې غم او درد څړيکې په خپل زړه کې احساس کړي او که مې له اوښکو يادونه کړې؛ نو ورسره سم مې له سترګو اوښکې بهېدلي. ښايي دا داستان به له فني او ژبني اړخه ډېرې نيمګړتياوې ولري؛ ځکه دا داستان مې په ١٣٧٨ کال کې کښلی هغه وخت چې مې دا ليکنه کوله نو ما د خپل ښوونځي نهم ټولګی لا سرته نه و رسولی؛ خو نور مې پر مخ د زدکړې دروازې هم تړل شوې وې. همدا راز د کيسه ليکنې او داستان ليکنې په اړه مې هم داسې خاص څه نه وو لوستي او دا لومړی ځل و چې ما کوم داستان ليکه، هغه مهال خو بس همدومره پوهېدم چې زه د هغه پټ احساس څرګندول غواړم چې زما د روح او روان په ژورو کې يې ځای نيولی؛ خو ما دا هر هر څه د هنر په ژبه ويل غوښتل؛ نو ځکه مې بايد دې حقيقت ته د تخيل جامه اغوستې وای؛ نو که چېرې له ما نه کومه تېروتنه شوې وي ، ما وبښئ. همدا راز ستاسو نېک نظريات او نېکې لارښونې به زما لپاره دنيا دنيا ارزښت ولري نو لطفاً خپل نظريات زما سره شريک کړئ.

په درنښت

طوبی ندا ساپۍ

==========================

په سترگو کې ليکل شوې افسانه

د مينې دنګه ونه او دصورت رنګ يې سپين وه ، غټې خرمايي سترګې ، جګه پزه ، وړه خوله او يو څه پيړې ګلابي شونډې يې درلودلې، اوږده او سره رنګه ويښتان يې بيا د ښكلا يو بل دليل و. تل به يې ټنډه تروه وه او په لاره چې به تلله ځمكې ته به يې كتلې، ظاهراً ډېره مغروره ښكارېده؛ خو په زړه كې بيا ډېره مهربانه وه؛ ځكه هغه يوه دينداره نجلۍ وه او ښايي په همدې دليل يې د خپل عصر له نورو ځوانانو څخه ډېر توپير درلوده. هغې كله هم غربي دود او دستور نه خوښاوه او تل به په حجاب سره ښوونځي ته تله او راتله .

مينه د کابل د ابوالقاسم فردوسي لېسه كې د دولسم ټولګي زدكوونكې وه. له هغه مهاله چې يې په لومړي ټولګي كې زدكړه پيل كړې وه بيا تر دې دمه يې د ناكامۍ نوم نه پيژانده. دا خو لا څه كوې چې كله داسې هم نه وو شوي، چې په آزموينه كې دې د مينې نمبرې له نورو څخه ټيټې وې، تل به په ټولګي كي د لومړي نمبر بريالۍ مينه وه. همدا سبب و چې د هغې نورو ټولګيوالو به ويل: مينه مقناطيس لري او هر چېرې چې وي نو لومړی مقام د هغې خواته ځي………………

۱۳۷۵ تعليمي كال خپل پای ته نږدې شوی و او كلنۍ آزموينو ته هم څه ډېر وخت نه و پاتې. مينه هم د نورو لايقو زدکونکو په څېر په خپلو درسونو كې دومره ډوبه وه چې نه پوهېده شپه او ورځ څنګه تېرېږي، هغې د ډاكټرۍ له مسلك سره خورا ډېره لېوالتيا درلوده او تل به يې ويل چې زه به خامخا د طب پوهنځى وايم او داهيله خويې د ښوونځي له لومړيو کلونو څخه په زړه کې وه او اوس چې يې د دولسم ټولګي د پاى شپې او ورځې وې نو هغې منزل ته چې هغې يې د ور رسېدو په تمه دولس كاله مزل وهلی و، اوس ځان ورلنډ ښکارېده او همدې خبرې د مينې زړه ته خوښي وربښله.

د مينې په شان د کابل ښار ټولو زدكوونكو د خپلو آزموينو لپاره ځانونه چمتو كول، چې نا څاپه د تاريخ پاڼه واوښته او ورسره د دغو معصومو نجونو د آرمانونو پاڼه هم واوښته……………………

   دا د ۱۳۷۵ کال د ميزان د مياشتې شپږمه نېټه يعنې د طالبانو په لاس د کابل د ښار نيول وو، چې ورسره سم د نجونو پر مخ د علم او پوهې ورونه وتړل شول او ښځينه كاركوونكې له كوره بهر له كاركولو څخه منع شوې، په دې توګه د ټولو هغو نجونو د هيلو ماڼۍ ونړېدلې، چې خپل ټول ژوند يې يوازې او يوازې د علم او پوهې لاسته راوړلو ته وقف كړی وو. هغو د ځان لپاره بېلابېلې څانګې خوښې كړې وې ځنې يې په پوهنتونونو كې دخپلې خوښې په پو هنځيو كې په لوست بوختې وې او چا په ښوونځيو كې د زدكړې بهير لنډاوه او هر چا د خپل خيال په پاڼه د خپل راتلونكې تصوير كاږه. چا به ځان د ډاكټرۍ په سپينه چپنه كې ليده، چاته به ځان د قضا پر مسند ناسته ښكارېده، د چا به د استادانو د سپېڅلي نيت په ليدلو سره د استادۍ مينه په زړه كې وموسېدله او ځينې خو به بيا د قران د حافظې، د حديثو د عالمې ، د فقې د ښوونكې او د شريعي علومو د داسې نورو مدرسينو د نوم په اورېدو دومره بې سېكه شوې، چې بيا به ځان هم ورته له همدې ډلې ښكارېده. په همدې سبب كابل   ښار ته دطالبانو په راتګ او دهغوی له لوري د نجونو په ليك لوست د بنديز لګېدو سره د ډېرو افغانو نجونو د آرمانونو په بڼ چې لايې د هيلو غوټۍ غوړېدلې نه وې، د خزان سيلۍ خوره شوه او د پوهې او زدكړې سره د مينې په نه مړه كېدونكي اور يې د ناهيلۍ او مايوسۍ اوبه توی شوې، له هغو يې ټول هغه څېراغونه واخيستل چې د خپل راتلونكي د روښانه كولو په موخه يې لګولي وو او په بدل كې يې ورته يو نامعلوم منزل، يو مجهول پړاو او يو تياره راتلونكی ور ډالۍ كړ چې د هغو مظلومو نجونو له ډلې څخه چې د دې حالت قرباني شوې، يوه هم زموږ د كيسې اتله (مينه ) ده.

***************

مينې ته اوس هم د خپلې مور د څه باندې درې كلونو مخكې خبره وريادېدله، په هغه ورځ چې طالبانو كابل ونيوه ماښام مهال په راډيو كې د طالبانو وياند اعلان وكړ چې “ښځې دې تر ثاني امر پورې د زدكړې او كار كولو په نيت له كوره بهر نه ځي”. ددې خبرې په اورېدو د مينې مور ويلې وو:

_ طالبان چې كله هرات ته ننوتل نو په لومړي سر كې يې همداسې ويلي وو؛ خو دادی اوس كابو دوه كاله تېر شول مګر د هغو ثاني امر لا معلوم نه دی.

د مور د دې خبرې په اورېدلوسره مينې په بې صبرۍ سره ويلي وو:

_ نه مورجانې ! هغه خو اطراف و؛ مګر كابل خو مركز دی، دلته هغوی دا بنديز نه شي اوږدولی. آخر خلک پورته كېږي او احتجاج كوي. دنيا كله آرامه كښېني ډېر چې دوام وكړي بس دا يو څو ورځې به وي، كه خدای كول بېرته شروع كېږي.

مګر اوس مينې ليدل ، هغه څو ورځې چې هغې يې اټكل كاو، اوس له څو اوونيو څو مياشتو او ان څو كلونو څخه هم اوښتې وې؛ خو لا هم د ثاني امر څه درك نه و.

كه څه هم د طالبانو د واكمنۍ په دې څو كلونوكې د نجونو لپاره د زدكړې څه خاص ځايونه نه وو؛ خو بيا هم ځينې بېلابېل كورني كورسونه په پټه او ښكاره توګه په هرځای كې جوړ شوي وو.

د مينې دوى كور په مكروريانو كې و او بيا مكروريان خو داسې سيمه وه چې د نورو ځايونو په پرتله داسې كورسونه پكې ډېر وو او مينې هم د هغه شوق له كبله، چې له درس ويلو سره يې درلوده، داسې بېلابېل كورسونه يې ويلي وو. دانګلېسي ژبې كورس يې د مخه بشپړ كړی و او اوس يې سمه روانه انګريزي زده وه، د قرآن شريف او د خياطۍ کورسو��ه يې هم كړي وه، په كوركې به يې هم ځان وزګاره نه پرېښوده او تل به په هغه كوچني كتابتون كې په مطالعې بوخته وه، چې د اپار تمان په شاتنۍ برنډه كې يې د ځان لپاره جوړكړی و. دهغې په كتابتون كې يو محدود شمېر كتابونه؛ خو په ښكلي ډيزاين ايښودل شوي وو، چې يو زيات شمېر يې داستاني كتابونه وو، چې مينې ورسره ډيره مينه درلوده او تل به يې لوستل.

دا اپارتمان چې مينې او د هغې كورنۍ پكې ژوند كاوه په دريم پوړ كې و او څلوركوټې يې درلودې، چې يوه كوټه د مينې د پلار او مور د خوب كوټه وه، دويمه يې مېلمستون، دريمه كوټه د ناستي او څلورمه بيا د مينې كوټه وه، چې په ښكلي ډيزاين يې جوړه كړې وه، د خوب تخت د جامو المارۍ د كار مېز او په خوا كې يې يوه څوكۍ، يو وړوكی سينګار مېز او يوه قدنما آينه همداراز د خوب څراغ ،  دېوالي ښكلی ساعت، د مصنوعي ګلانو څو ګلدانونه او داسې نورو شيانو يې د كوټې منځپانګه جوړوله.

د مينې دويمې خور هيلې چې كابل ته د طالبانو د راتګ په كال د اووم ټولګي زدكوونكې وه هغې بيا د ځان لپاره د كور مخكينۍ برنډه جوړه كړې وه، چې مخه يې په ښيښو پو ښل شوې او يوه وړه شانته كوټه ورځنې جوړه شوې وه. په دې كوټه كې به د هيلې سره د هغې كوچنی ورور چې حميدنومېده او اوس ايله د پنځم ټولګي زدكوونكى و، هم ويده كېده.

د ميني مور او پلار دواړو د مخه په افغانستان بانک كې كار كاوه؛ خو اوس يې هغه دنده پرېښې وه او دواړو د پاملړنې په موسسه كې دنده درلوده.

كله چې به سبا شو نو د مينې مور او پلار به خپلو وظيفو ته لاړل او ورور به يې هم ښوونځي ته، ته مينه او د هغې خور به هم په بېلابېلو وختونو کې خپل د خوښې کورسونو ته تللې او په همدې ډول د هغوی ژوند په آرامۍ سره تېرېده. مينې که څه هم په ښکاره ، په خپل ژوند کې څه ستونزه نه درلوده؛ خو په زړه کې يې هغه تل پاتي نيمګري آرمان د دردونو ځاله جوړه کړې وه، هغه د طب د پوهنځي د لوستلو آرمان او هغه د ډاکټرۍ سره د مينی تلوسه چې لپاره به يې شپې او ورځې په يوه انتظار کې تېرولې او تل به يې دا دعا کوله چې پاک الله دې بېرته د دوی پر مخ د پوهې ورونه خلاص کړي . هغې چې به کله د راډيو له لارې په نورو ملکونو کې له شاګردانو او محصلينو سره د دولت مرستې او په زدکړه کې د هغوی لپاره د آسانتياوو د برابرولو حال واورېده؛ نو سم د لاسه به يې په زړه د غم څپه راغله او د څو شېبو لپاره به د ناهيليو په دنيا کی تم شوه؛ خو د غمونو دې اور به يې په زړه کې هغه مهال لا زور واخيسته کله چې به هغې ته ورياد شول چې که د زدکړې حق ورځنې نه وای اخيستل شوی؛ نو اوس به د طب پوهنځي په دويم يا دريم ټولګي کې وه او له دې فکرونو سره سم به يې يوځل بيا د غمونو منګلې په زړګي ورخښې شوې او له ښکلو او معصومو سترګو څخه به يې د بيوسۍ اوښکو لارې وکړې .

د مينې د انتظار شېبې همداسې پسې او‌‌ږدېدلې او دا به پکې کله د هيلو او اميدونو مېلمنه وه او کله به يې بيا   نا اميدي او ناهيلي کوربه شوه.

***************

يوه ورځ په داسې حال کې چې مينه او د هغې يوه ډېره خوږه ملګرې ناجيه د کورس په لور روانې وې ، ناجيې ورباندې زېری وکړ چې د کابل منځنی طب د نرسنګ او قا بلګۍ د څانګو لپاره د دولسم ټولګي زدکوونکي نيسي . د دې خبرې په اورېدلو سره مينه سم د لاسه په خپل ځای کې ودرېده او د څادري له چشمکو څخه يې د ناجيې سترګو ته وکتل او په لرزېدلي آواز يې وويل :

_ آيا ته رښتيا وايې؟

ـ هو زه رښتيا وايم، زموږ يوه ګاونډۍ هلته کار کوي، هغې وويل.

_ اه خدايه کاشکې همداسې وي. زه به خپل پلار ته ووايم، چې همدا نن هلته لاړ شي او د شاملېدو شرايط يې وپوښتي.

_ ښه نو که هلته شامله شوې، بيا به خامخا خوږه (شيرني) راکوې .

_ سمه ده جان ! حتماً به يې درکوم؛ خو هلته به زه يوازې نه ځم، ته به هم راسره يې. همداسې نه ده؟

_ ام م م م م م م م نه پوهېږم.

د څو ورځو په اوږدوکې د مينې پلار په منځني طب کې د مينې او د ناجيې د شاملېدو ټول کارونه خلاص کړل او هغوی دواړه هلته شاملې شوې.

که څه هم هغه مهال چې مينه په ښوونځي کې وه؛ نو هغې له نرسنګ او قابلګۍ سره هېڅ لېوالتيا نه درلوده او ويل به يې:

_څوک چې استعداد لري نو ولې معالجوي طب نه وايي، چې منځنى طب به وايي.

خو اوس چې شرايط بدل شوي وو او د ښځينه وو لپاره د زدکړې کوم بل ځای نه و؛ نو منځنی طب هم لويه خبره وه او چاته پکې د شاملېدو چانس په آسانۍ سره په لاس نه ورته؛ نو ځکه مينې ته اوس ځان ډېر لوی ښکارېده.

د نرسنګ د نوموړي کورس لپاره د وزير محمد اکبر خان په روغتون کی دوه کوټې ورکړل شوې وې او ښوونکې يې ښځينه وې .

مينه او نا جيه به هر ه ورځ له مکروريانو څخه تر وزير اکبر خان پوری کله پلي او کله په موټر کې تللې او را تللې . لکه څنګه چې مينې ته په درسونو کې برياليتوب له اوله ور په برخه و؛ نو دلته يې هم ډېر ژر د چا خبره ګل وکړ او د لوړ استعداد آوازه يې په ټول صنف کې او بيا آن په روغتون کې ډېر ژر خپره شوه.

په همدې روغتون کې يو ډاکټر چې وحيد احمد حشمتي نومېده او د روحي ناروغيو په برخه کې يې په نوې ډيلي کې لوړې زدکړې کړې وې ، هم دنده تر سره کوله. حشمتي چې د شپږويشتو کلونو ځوان و جګ او چهارشانه اندام يې درلوده، په صورت غنم رنګی و، تورو غټو سترګو او ګڼو وېښتانو ورته يو خاص جذابيت وربښلی وه ظاهراً يو جدي او آرامه انسان معلومېده؛ خو د خبرو پر مهال به يې تل نرۍ مسکا پر شونډو غځېدلې وه. مينه چې به هر سهار له کور څخه روغتون ته تلله؛ نو د روغتو ن په دهلېز کې به تل له ډاکټر حشمتي سره مخامخېده چې له يو لنډ سلام نه سوا بله خبره به د دوى په منځ کې نه کېدله.

که څه هم دا يوه طبيعي خبره ده چې هرڅوک هغو مسايلو ته ډېر ژر متوجه کېږي چې د هغوی له څانګې او مسلک سره اړوند وي؛ نو د ډاکټر حشمتي به هم کله چې په ناڅاپي توګه پرمينې سترګې ولګېدلې، د هغې په نيول شوې څېره کې به ورته تل د يوه ژور خفګان نښې تر سترګو کېدې، هغه په دې باور و چې د مينې د ژوند په سمندر کې د حوادثو داسې طوفانونه راغلی چې د هغې روح يې ډېر ځورولی دی. ډاکټر حشمتي به د خپل مسلک پر اساس تل په دې هڅه کې و چې د مينی پر درد پوه شي او د امکان په صورت کې ورسره مرسته وکړي؛ خو ورله د پوهېدلو څه چل نه ورته.

په يوه بيکاره درسي ساعت کې مينه د روغتون د انګړ په چمن کې پر څوکۍ ناسته وه او د (چشمهايش ) په نامه يو ناول يې په لاس کې و او د هغې ساده او معصومې نجلۍ تصوير ته ځير وه چې د نوموړي کتاب پر پښتۍ باندې انځور شوې وه، هغې ظاهراً کتاب ته کتلې خو ورسره په څه فکر کې ډوبه وه چې د کوم چا د پلونو د ښکالو په اورېدو سره يې د فکرونو مزی وشلېده او چې مخ يې واړاوه نو پر ډاکټر حشمتي يې سترګې ولګېدې. حشمتي چې يو پنډ غوندې کتاب يې لاس کې و، هلته ښي خواته پر بله څوکۍ کښېناسته. د حشمتي په ليدو مينې وغوښتل چې له هغه ځايه لاړه شي خو حشمتي وار د مخه کړ او د خبرو باب يې داسې پرانيسته :

_بښنه غواړم زه تل تاسو وينم چې مطالعه کوئ‌ نو آيا پوښتلی شم چې تاسو څه ډول کتابونه لولئ؟

مينې چې سر يې ټيټ او ستر ګې يې د چمن له کبلو سره جنګېدلې ځواب يې ورکړ :

_زه هر ډول کتابونه لولم خو ډېره مينه مې له ادبياتو سره ده، شعر ، لنډه کيسه او ناول.

ـ زه هم له شعر سره مينه لرم خو ستاسو د چا شاعري خوښه ده؟

ـ د پسرلي صيب ، مطلب مې د پښتو د خوږ ژبی شاعر محمد صديق پسرلی دی.

ـ ولې ستاسو د پسرلي صيب شاعري خوښه ده يعنې په هغې کې داسې څه دي ………؟

ـ زه چې کله د پسرلي صيب شعرونه لولم نو فکر کوم چې دطبعيت يوه ښکلې منظره مې سترګوته ايښې؛ ځکه هغه زما په نظر د طبعيت انځورګر شاعر دی. زه يې له شعرونو څخه اغېزمنه يم؛ نو ځکه هغوی ته ډېر اخلاص او ارادت لرم .

_ آيا تاسو کله پسرلی صيب له نږدې څخه ليدلی دی؟

_ آه ، نه ما ته تر اوسه د هغوی د ليدلو وياړ نه دی په نصيب شوی  بس دومره پوهېږم چې زما په زړه کې د پسرلي صيب لپاره هغه مينه شته، چی د مولانا په زړه کې د شمس لپاره وه.

_ دا ښه خبره ده؛ خو ته ولې د هغه ليدو ته نه ورځې؟

_ لومړی خو دا چې زه نه پوهېږم چې هغوی به په کابل کې وي که پېښور کې او که پوه هم شم بيا زه په خپل وجود کې پسرلي صيب سره د مخامخ کېدو توان نه وينم، نه پوهيږم په هغه ورځ چې د لومړي ځل لپاره هغوی ووينم نو څه ډول حالت به ولرم ، هغوی راته د ډير لوړ عظمت خاوند ښکاري.

ـ جالبه ده! ښه نو د لنډوکيسو په برخه کې مو د چا کيسې خوښې دي؟

ـ د ايمل پسرلي.

ـ اه خدايه ! که چېرې د ناول په هکله درځينې پوښتنه وکړم بيا به د کوم دريم پسرلي نوم راته واخلې همداسې نه ده؟

ـ نه داسې نه ده؛ ځکه چې زه ډېر پوليسي ناولونه لولم په ځانګړې توګه دايراني ليکوال (پروېزقاضي سعيد ) ناولونه.

ـ ښه، ښه هغه درې کرکټرونه چې لري يو يي (لاوسون ) بل يې ( سامسون ) دريم مې هېر شو هغه څه و؟

ـ ريچارد.

ـ هو ريچارد، ښه نو د ايمل په هکله مو راته ونه ويل آيا پوښتلی شم چې د هغه له ليکنو سره مو څنګه لېوالتيا پيدا شوه، آيا د دې لپاره خو به نه وي چې هغه د پسرلي صيب له کورنۍ څخه دی؟

ـ نه اصلاً داسې نه ده زما لپاره اصلاً دا مهمه نه ده چې هغه له کومې کورنۍ دی بس همدومره چې د ايمل د ليکوالۍ طرز زما خوښ دی، له ليکنو څخه يې خوند اخلم او کله چې د هغه کومه کيسه لولم؛ نو داسې احساسوم چې زه په خپله په صحنه کې حاضره يم.

ـ څرنګه چې ما ډېر کلونه په هند کې تېر کړي؛ نو ځکه د پښتو د اوسنيو ليکوالانو له نامه سره ډېر اشنا نه يم . ما به هلته کله کله د هندي شاعرانو شعرونه لوستل او هغه داستانونه به مې لوستل چې په انګريزي به ليکل شوي وو؛ خو که رښتيا ووايم نو د لنډې کيسې کوم کتاب مې تراوسه نه دی لوستی مګر له دې وروسته غواړم چې ويې لولم خو زه داسې کوم کتاب نه لرم نو آيا کيدی شي چې تاسو د لنډو کيسو يو کتاب ماته د څو ورځو لپاره د امانت په توګه راکړﺉ ؟

ـ مګر ستاسو څنګه يو ناڅاپه له لنډو کيسو سره لېوالتيا پيدا شوه ؟

ـ نه پوهېږم بس همداسې .

_ ښه سمه ده .

د مينې او د ډاکټر حشمتي تر منځ دا بحث د هغوی د نېږدې پېژندګلوۍ پيلامه شوه چې وروسته به يې کله کله يو بل ته کتابونه د لوستلو لپاره هم ورکول .

**************

اوس د نرسنګ له نوموړي کورس څخه پوره شپږ مياشتې تېرې شوې وې او د وزير محمد اکبر خان په روغتون کې داسې څوک نه وو پاتې چې د مينې له نوم سره به يې څه اشنايي نه درلوده. د هغې ښاېست، استعداد، ديانت، ښه چلند او نېک اخلاق، دا ټول هغه څه وو چې د مينې د استادانو، ټولګيوالو، د روغتون د ډاکټرانو او د ټولو هغو کسانو مرکه به ورباندې جوړه وه، چې په يوه نه يو ډول يې له مينې سره پېژندګلوي درلوده او همدا وجه وه چې هغې په روغتون کې ډېر رويباران هم پيدا کړل. چابه ويل چې زما ورور په لندن کې دی او زه غواړم مينه د هغه لپاره وغواړم، بل به ويل چې زما يوازينی ځوی د طب په پوهنځي کې محصل دی او زه غواړم چې مينه زما ننږور شي او مجردو کسانو خو به په خوله څه نه ويل خو په زړونو کې به يې د چا خبره ګوړې ماتولې؛ لنډه دا چې هر چا به ورته په يوه نه يوه ډول طمع درلوده. خو مينې ته بيا دا ټولې خبرې هسې بابيزه ښکارېدې؛ ځکه هغه يوازينی شی چې مينې ورباندې اصلاً فکر نه کاوه، هغه واده و.

يوه ورځ کله چې مينه له روغتون څخه کورته راغله نو کور ته په ننوتو يې مېلمستون ته پام واوښت چې د چايو پيالې او د خوږو قابونه پکښې تيت پراته و چې دې حالت د ډېرو مېلمنو د راتګ ښکارندويي کوله . مينې په داسې حال کې چې خپل بوټونه يې په آلمارۍ کې ايښودل، له خپلې خور هيلې څخه يې وپوښتل :

_ مېلمانه څوک وو؟

ـ هغه په دويم پوړ کې چې نوی کور راغلی، د هغوی ښځې وې.

مينه بې له دې چې نور څه ووايي، د جامو د بدلولو په نيت خپلې کوټې ته ننوته . کله چې يې خپلې جامې بدلې کړې نو د آپارتمان مخ لوري برنډې ته چې هتله د هغې مور په څوکۍ ناسته اوبدل يې کول، ولاړه دمور مخې ته ودرېدله، سلام يې پرې واچاوه، بيا يې دمور لاسونه ښکل کړل مور يې هم په ډېره مينه د هغې مخ ښکل کړ او بيا مينه هم د مور مخې ته په بله څوکۍ کښېناسته او د هغو ماشومانو ته په ننداره شوه چې د بلاک لاندې پارک کې په لوبو بوخت وو.

د مينې مور څو څو ځله هغې ته د څه ويلو په نيت وکتل؛ خو بيا به يې د هغه څه له ويلو ډډه وکړه کوم چې يې په زړه کې وو او داسې معلومېده چې د ويلو جرات يې نه لري خو بيا يې سل زړونه يو زړه کړ او داسې يې په ويلو پيل وکړ:

– مينه بچيه! څو شېبې د مخه زموږ هغه د دويم پوړ ګاونډۍ پري ګله او ورسره څو نورې ښځې زموږ کورته په مرکه راغلې وې .ددې خبرې له اورېدلو سره مينې ټکان وخوړ او د پوښتنې په دود يې خپلې مورته وکتل، مور يې زياته کړه :

– هغې ته د خپل ورور لپاره غوښتلې دهغې ورور د کوم بانک رئيس دی. پري ګلې دا هم ويل چې ورور يې يو روڼ انده انسان دی ، لوړې زدکړې لري…….. په همد ې وخت کی هيله برنډې ته راغله او په خندا سره يې وويل _پري ګلې داهم و يل چې: زما ورور (رئيس صيب الحاج محمد اشرف خان اسلام يار) مينه په برنډه کې پر تناب د جامو د غوړولو پر مهال ليدلې او هورې يې خوښه شوې وه او زما هم همدا ارمان دی چې مينه زما ورېنداره شي او که دا کار وشو نو په شکرانه کې به يې په کندهار کې د خرقې مبارکې په زيارت کې ښه ډېر نذرونه ورکړم.

په ‌‌‌طنزيه انداز د هيلې د دې خبرو په اورېدلو د هغې مور په لوړ غږ وخندل او د مينې شونډې هم مسکې شوې خو د زړه له حاله يې بس يو خدای ج خبر و . د مينې مور يوځل بيا د خبرو لړی ونيوله او په داسې حال کې چې مينې ته يې کتلې ويې ويل :

_ څو شيبې د مخه کله چه مېلمانه لاړل نو ما هم دا خبره ستا له پلاره سره ياده کړه.

په دې وخت کې مينې په بيړه د مور سترګوته وکتل او ويې ويل :

_ ښه نو بيا د هغوی نظر څه و؟

– د پلار نظر دې هم مثبت و، هغه ويل په داسې حال کې چې هلک ړون انده دی ، لوړ تحصيلات لري، د رياست په سطح دنده لري ، پښتون دی او کورنۍ يې هم ښه ده نو بيا موږ څه غواړو .

_ مګر تاسو څنګه داسې په باور سره ويلی شئ چې دا ټولې خبرې سمې دي؟

_ زما ګرانې لورې ! دا خبرې خو به ټولې معلوموو ، پلار به دې د هغه دفتر ته لاړ شي ، له همکارانو څخه به يې وپوښتي…………….

– اخر مور جانې تاسو مونږ ته وګورئ او دې خلګو ته هغوی خو په هېڅ هم ندي خبر، نه د خپلو جامو په اغوستلو پوهېږي، نه د کور په نظم او سليقه . مور ته پوهيږې کله چې زه روغتون ته ځم او را ځم نو هره ورځ د پري ګلې د دهلېز دروازه پر مخ خلاصه وي. دهلېز ته خو يې څوک کتل نه کيږي او سم غوبل په کې جوړ وي. ان خيرن ماشومان يې څوک لوڅې پښې او څوک لوڅ ځان بهر په زينو کې ناست وي ……….آخر زه او هغوی به څنګه سره جوړشو؟

ددې خبرو په اوريدو يې د مور پر شونډو د مينې ډکه يوه مسکا و غځېده او په مهربانۍ سره يې وويل :

– بچی ګله! ته او پري ګله سره ډير توپير لرئ هغې خوارکۍ څه ليدلي؟ په کلي کې تر هغو چې د ښار په دود او دستور بلديږی نو ډير وخت پکار دی. بيا ته خو له پري ګلې سره څه يو ځای نه اوسيږي، ستا خوبه بيل او مستقل ژوند وي او د د وی په منځ کې به داسې ښکارې لکه سپوږمۍ، د ستورو په منځ کې . پر خاوند او دکورنۍ پر نورو غړو به دې ډير قدر او عزت وي ځکه چه ته خو يوه باسواده نجلی يې، د مشر او کشر احترام درته معلوم دی……………. د مينې مور همداسې ډيرې خبرې وکړې او هڅه يې کوله چې د مينې رضايت ترلاسه کړي خو مينې به د ليل وايه او رضا کېدله به نه.

لکه چې هغې له دې واده څخه وېره درلودله ، داسې ښکارېده چې هغې ته له غيبه خبر شوی چې دا واده ستا لپاره نېکمرغي نه شي راوستلی او داسې برېښېده چې هغې ته زړه وايي   چې ای بې عقلې نجلۍ ! ته بايد دهغه چا دکور ډيوه شې چې درته د پتنګ په شان سوځي ، ته بايد د هغه چا د مينې پرښته شې چې ته يې د خپل زړه په معبد کې د مينې محراب ته څېرمه د وفا پرمنبر کېنولې يې او د اخلاص سجدې درته کوي………………..

مينه څو شيبې همداسې د سوچونو په څپانده سمندر کې لاهو وه، کله به د زړه د الهامونو څپو پر سر واخيستله او کله به بيا د تقدير د پيغامونو موجونو پر اوږو پورته کړه او د پريکړې تر ساحله به يې يووړ خو په پای کې لکه چه تقدير خپل کار کړى وى . هغه له خپله ځايه پورته شوه. په ټيټ او غمجن آواز يې خپلې مورته وويل

_ زه نه پوهېږم څرنګه چې ستاسو خوښه وي هغسې وکړئ خو هر څه چې راباندې راغلل مسوليت يې پرتاسو دی .

په دې وخت کې د مينې ستونی له غصې ډک شو او په منډه له برنډې څخه خپلې کوټې ته لاړه او د کوټې وريې په ځان پسې بند کړ.

متل دی چې وايې تقدير چې راشي نو تدبير راپړزېږي . تقدير هم د مينې قسمت له اشرف خان سره تړلی و . که دچا خوښه وه او کنه ښکلې مينه اوس د اشرف خان په نامه شوه .

**************

د سهار اووه بجې وې چې مينې خپلې ګرانې ملګرې ناجيې ته ټليفون وکړ . په ټليفون کې د ناجيې د غږ په اورېدو سره د مينې زړه ډک شو او له سترګو څخه يې اوښکو لار ې وکړې خو په ډېرې سختۍ سره يې خپله ژړا بنده کړه او په ژړغونې آواز يې ناجيه له خپلې کوژدې خبره کړه او زياته يې کړه چې په ټاکلي ځای کې يې انتظار و باسي، هغه هم راځي او نورې خبرې به بيا د روغتون پر لاره ورسره وکړي.

څو شيبې وروسته يعنې د سهار په اوونيمو بجو ناجيه په څلورم مکروريانو کې د شينوزاده د کلنېک مخې ته د مينې د راتلو په انتظار ولاړه وه . شېبې په تېرېدو وې خو د مينې لا درک نه و، اته بجې شوې، خو مينه ښکاره نه شوه نور نو ناجيې هم ځنډ نه شو کولی ځکه چې روغتون ته پرې ناوخته کېده خو له بلې خوايې مينې ته هم زړه نا آرامه و چې ولې رانغله خو بيا يې په زړه کې تېر شول چې ښايې د هغوی کور ته به څوک مېلمانه راغلي وي او مينه به د هغو لپاره ستنه شوې وي . ناجيې په همدې فکر سره يوه ټيکسي ودروله او د روغتون پر خوايې حرکت وکړ.

روغتون ته له ننوتو سره سم يې سترګې په ډاکټر حشمتي ولګېدې ، ډاکټر حشمتي چې همغه شېبه يې په پارګېنګ يا تم ځای کې خپل موټر پارک کړی و او د روغتون د ودانۍ په لورې روان و، د ناجيې په ليدو سره پر خپل ځای کې ودرېد، کله چې ناجيه ورته نږدې شوه نو هغې ورته سلام واچاوه او د عليک وروسته يې له ناجيې وپوښتل:

ـ مينه ولې رانغله ؟ هغه خو به ناروغه نه وي؟

ناجيه يو څه په تعجب کې شوه چې حشمتي ولې داسې د مينې پوښتنه کوي، خو ظاهراً يې خپل تعجب ښکاره نه کړ او په خندا سره يې وويل:

_مينه به له دې وروسته دا سې غير حاضري ګانې ډيرې وکړي؛ ځکه چې د هغې مصروفيتونه اوس ډېر شوي او مېلمه داره شوې هم ده .

ډاکټر حشمتي په تعجب سره ناجيې ته وکتل او ويې ويل:

_ستا مطلب څه دی ، داسې کوم نوي څه پېښ شوي چې له کبله يې مينه دومره بوخته شوې ده؟

ناجيه چې يوه سر شاره او بې تفاوته نجلی وه او هره موضوع به ورته عادي ښکارېده، نو بې له دې چې د ډاکټر حشمتي حالت ته يې پام شي ، په داسې حال کې چې خوله يې له خندا ډکه وه، په ډېرې بې تفاوتۍ سره يې وويل:

_زما مطلب دادی چې هغه اوس نامزاده شوې او..

. خو ډاکتر حشمتي د هغې خبره غوڅه کړه او په بيړه يې پوښتنه وکړه :

ـ څه وخت؟

ناجيې چې د خپلې تورې لمنې ګردونه يې په لاس څنډل ،په آرامۍ سره يې وويل :

_بس همدا پرون ماسپښين .

ددې خبرې په اورېدو سره د ډاکټر حشمتي رنګ والوته او په داسې حال کې چې ساه يې بنده بنده کېده و يې پوښتل :

_ له چا سره ؟

خو ناجيې لکه چې د ډېر وخت تېرېدو ته يې پام شوی و، نو صنف ته د تللو په موخه يې دوګامه مخې ته واخيستل او په همدې حالت کې يې ځواب ورکړ:

_وايي د کوم بانک رئيس دی ، له دې خبرې سره سم هغې د بښنې په غوښتلو سره د تلو اجازه واخيستله او په ګړنديو ګامونو د صنف په لورې روانه شوه.

ډاکټر حشمتي هم په داسې حال کې چې نور نو هلته د يوی شېبې لپاره يې د پاتې کيدلو طاقت نه درلوده او د څېرې حالت يې د يوه سخت روحي فشار څرګندونه کوله ، ورو ورو بېرته د خپل موټر په لورې چې د روغتون دروازی ته نږدې يې پارک کړی و، وخوزېده.

***************

مينې چې کله له ناجيې سره ټليفوني خبرې وکړې او هغې ته يې وويل چې د شينوزاده کلنيک مخې ته يې انتظار وباسي نو د ټليفون د غوږئ په ايښودو سره د جامو د بدلولو په نيت خپلې کوټې ته ننوته.

هيله د دهلېزد قد نما هيندارې په پاکولو بو خته وه چې مينه له خپلې کوټې را بهر شوه او هيلې ته په هنداره کې د يوې سپينی ښاپيرۍ په شان ښکاره شوه . هيلې د هغې په ليدو سره د هيندارې له پاکولو لاس واخيسته او خپلې خورته ځير شوه . مينې چې د خپلې خور حالت ته يې پام شوی و نو داسې حالت کې چې د شونډو په ګلاب يې د مسکا شبنم غوړېدلی و، له هغې يې پوښتنه وکړه :

ـ ولې داسې راته ګورې؟

– ګورم خو ځکه چې زما خور خو په دا اوله ورځ د ناويانو بڼه خپله کړې، سپين کالي ، سپينې څپلۍ ، له سپينو غميو څخه جوړ د زيوراتو سيټ، دا خو لا څه کوې چې نن يې ګلابي لبسرين هم وهلی خو ګوره يو شی کم دی!

ـ هغه به څه وي ؟

– بس يو اشرف لالا کم دی چې راشي او په څنګ کې دې ودرېږي، نور هر څه پوره دي.

د هيلې له دې خبرې سره د مي مينې ټنده تروه شوه ، هيله پر شا ووهله او په مسکا سره يې وويل : ستا شوخي به کله خلاصېږي او له دې خبرې سره سم يې له کوټبند څخه خپله چادري واخيسته او د خدای په امانۍ په ويلو سره روغتون ته دتللو په موخه له کوره ووته.

کله چې مينه د دريم پوړ له زينو څخه کوزه شوه نو د پري ګلې زوی يې وليده چې د خپلې دروازې مخې ته ولاړ دی خو د مينې په ليدلو سره يې په بيړ ه کورته منډه واخيسته او مينه لا دوهم پوړ ته نه وه سمه شوې چې ناڅاپه د پري ګلې له کوره د دنګې ونې خاوند يو سړی بهر شو چې شنې رنګه جامې يې اغوستې وې ، له پاجو څخه جوړه يوه غټه توره لونګۍ يې پر سر او تور غټ غټ او له خاورو ډک سرور بوټان يې په پښو وه . غنم رنګه صورت او اوږده غوندې ږيره يې درلوده ، او په لاس کې يې کلشنکوف هم ترسترګو کېده . مينه په لومړي نظر کې و پوهېده چې دا اشرف خان دی؛ نو ځکه يې له شرمه سر ټيټ واچوه او غوښتل يې چې په بيړه له زينو ښکته شي چه ناڅاپه يې د اشرف خان لوړ او قهر جن ږغ واورېده چې ويل يې:

– ودرېږه چيرې ځې ؟

مينه چې شايې هغه ته وه په ټيټ غږ يې وويل :

_ روغتون ته ځم ،

ددې خبرې په اورېدو سره اشرف خان لکه بم داسې وچاوده او په لوړ غږ چې چيغو ته ورته و ، وويل:

– که يو بل قدم وړاندې تللې وې نو پښی به دې درته ماتې کړم ، ښځې ته چا ويلي چې له کوره دې بهر شي د هغو يې له سبقه سره څه، د هغو چې تر څو سترګې پټې وي ښې وي ، که يې يو ځل سترګې وغوړيدې نو بيا بې حيا کېږي ، ښځه خو يا دکور ده يا د ګور ، که تراوسه دې ابا(پلار) ډوډۍ نه شوه درکولی او مزدوري يې درباندې کوله، خو له دې وروسته ستا ګټې ته کومه اړتيا نشته دومره ګوله به پيدا شي چې ته يې وخورې او له ولږې به مړه نه شې. تاسو د کابل جونو کې خو نه شرم شته نه حيا، نه خدای پيژنئ او نه رسول همدا موږ چې مو په لاره سمې نه کړو نور څوک مو نه شی سمولی.”

د مينې هم هغسې اشرف خان ته شا او د زينو په سر کې ولاړه وه ، ښی لاس يې د زينو پر کټاره ايښی و او له سترګو څخه يې د تړمو اوښکو بهير روان او څاڅکي څاڅکي يې په ګوګل څڅېدې او په زړه کې يې دا دعا کوله چه کاشکې دا ټول يو خوب وي او ژر تر ژره دا له دې و حشتناکه خوب څخه را ويښه شي . خو افسوس چې دا خوب نه و ، دا يو حقيقت او د تقدير يوه بله تحفه وه چې مينې ته يې د هغې د ژوند په تراژيد فلم کې د يوې بلې دردونکې صحنې په توګه ورډالۍ کړه او په دې توګه يې د مينې د زخمي زړه په پرهارونو باندې داسې يو ژور پرهر کېښوده چې بيا يې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې روغتيا ونه مونده او تل چه به يې دا دردونکې شېبه په ياد شوه نو سم دلاسه به يې، دسترګو جام له اوښکو ډک شو.

هو! مينه همداسې په يوه ناپېژندل شوي حالت کې ولاړه وه او هره شېبه يې د لوېدلو امکان و چې يوځل بيا يې د اشرف خان غږ تر غوږه شوو چې په لوړ غږ يې و ويل :

– درته ومې ويل چې بېرته کورته وګرځېږه، که بيا مې ليدلې وې چې له کوره بهر شوې نو ددې ټوپک مرمۍ به درباندې حرامې کړم. ددې خبرو په اورېدو سره مينې په ډېرې سختۍ ګام پورته کړ او په داسې حال کې چې د وړو سلګيو په منځ کې يې ساه بنده بنده کېده ، پر زينه وروخته ، په ډېر زور سره يې د کور دروازه پرانيسته او بې له دې چې هيلې ته څه ووايي په خپله کوټه ورننوتله او دروازه يې په ځان پسې بنده کړه، د دروازې له بندولو سره سم يې سر وګرزېده او سمدلاسه بې هوښه پر ځمکه پرېوته.

هيله چې لا هم د دهلېز په صفايۍ بوخته وه د مينې د حالت په ليدو سره يې صافي له لاسه ولوېده او په بيړه د مينې د کوټې پر خوا لاړه خو کله چې پوه شوه د کوټې دروازه بنده ده نو د باندې زينو ته يې منډه کړه او بيا دويم منزل ته کوزه شوه چې هلته يې سيما وليده.

س د سيما کور هم په دويم منزل کی د پري ګلې د کور تر څنګ و . سيما چې کله د هيلې خبرې واوريدې نو هغه يې له ځان سره خپل دهلېز ته دننه کړه او ټولې هغه خبرې يې ورته وکړې کومې چې څو شېبې د مخه اشرف خان مينې ته کړې وې او سيما د دروازې ترشا اورېدلې وې. هيلې ته چې کله حال معلوم شو نو په بيړه کورته راغله څومره چې يې د مينې د کوټې ور وټکاوه چا بېرته نه کړ څو څو ځلې يې غږ وکړ خو چا ځواب هم ورنه کړ، نور نو د هيلې وار خطاشوی و، نه پوهېده چې څه وکړي. څو ځلې يې شا او خواته وکتل او لکه چه کوم نوی فکر يې سرته راغلی وي، په منډه هغې کوټې ته ننوته چې د مينې د کوټې تر څنګ وه او بيا له هغه ځايه برنډې ته لاړه چې له نېکه مرغه د مينې د کوټې هغه دروازه چې برنډې ته يې لاره درلوده ، خلاصه وه او هيله له هغې لارې د مينې کوټې ته ننوتله، د ننوتو سره سم يې د مينې بې هوښه جسد ته پام شو چې دروازې ته نږدې پر ځمکه پروت و . هيله د څو شېبو لپاره په خپل ځاى کې وچه پاتې شوه او بياپه داسې حال کې چې ټول وجود يې لکه پاڼه رپېده ، مينې ته نږدې شوه ، څو ځلې يې ورباندې غږ وکړ ويې ښوروله خو د مينې په زړه او روح داسې ګوز‌ارونه، نه وو شوي چې هغه دې دومره ژر په هوښ راشي . د هيلې له لاس او پښو هم دمه تللې وه او په سختۍ سره يې ژړل هغی   دمينې له پښو څخه څپلۍ او له سر څخه يې ورته څادري لرې کړه او بيا پخپله دهغې سور رنګه ټليفون خواته لاړه چې د مينې په کوټه کې پر مېز ايښی و، هغې خپلې مور او پلار ته په دفتر کې ټليفون وکړ او هغو ته يې د مينې حال ورکړ .

څو شېبې وروسته د مينې مور او پلار د هغې سرته ناست وو او ډاکټر د هغې د وينې د فشار په معلومولو بوخت و . څه وخت تېر نه و چې ډاکټر په لوړ آواز وويل:

_ ډېره لويه روحي صدمه يې ليدلې او د وينې فشار يې هم ډير ټيټ شوی دی او ددې خبرې سره سم يې د نسخې په ليکلو پيل وکړ.

**************

غرمه په سر ولاړه وه چې مينې خپلې سترګې پرانيستلې او مور چې يې د هغې سر ته په چرتونو کې ډوبه ناسته وه، د هغې په ليدو سره يې په بيړه ورباندې غږ وکړ :

– مينه! مينه بچيه ته څنګه يې ؟

خو مينې هيڅ ونه ويل او بيرته يې سترګې پټې شوې .په هغه ورځ د مينې حالت ان تر ماښامه د ډاډ وړ نه و، وروسته بيا يو څه ښه شوه خو په کوچني زړګي کې يې د غمونو پيټي لاهم هغسې پراته وو او دا يې آرام ته نه پرېښودله که څه هم مور يې د هغې د تسلا لپاره ورته ډېرې خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې دا به پخپله له اشرف خان سره خبرې وکړي او دا لانجه به غوڅه کړي.

د مينې مور همداسې په خبرو سر وه خو مينې هېڅ هم نه ويل، ښکارېده چې زړه يې خبرو ته نه کېږي يا خو د خبرو کولو وس نه لري. شېبه وروسته هيلې د ډوډۍ پتنوس رادننه کړ. مينې خو لومړی د ډوډۍ له خوړلو څخه ډډه کوله خو مور يې په خپل لاس د يوه ماشوم په شان هغې ته ډوډی ورکړه او په دې ترڅ کې يې ورته د نصيحتونو لړۍ هم پيل کړې وه. هغې هڅه کوله چې د مينې ‌ذهني پرېشاني کمه کړي او د هيلو دنيا ته يې راوبولي. مينې هم د مور په خاطر ظاهراً ځان آرامه ښوده او په ډېر زحمت يې خپلو وچو شونډو ته مسکا رابلله .

کله چې د خوب وخت شو، مينې د مور لاسونه ښکل کړل ، د خپلې روغتيا ډاډ يې ورکړ او د ښې شپې غوښتنه يې ورته وکړه . مور هم د خپلې ګرانې لور مخ ښکل کړ او چې له کوټې وتله نو يو ځل بيايې پر مينې ټينګار وکړ چې تشويش و نه کړي او آرامه ويده شي.

د مور په وتلو سره مينه له خپله ځايه پورته شوه، خو سم د لاسه يې سر وګرځېده، هغې په غبرګو لاسونو خپل سر ونيوه او څو شېبې په خپل ځای کې ولاړه پاتې شوه کله چې يې په سترګو يو څه رڼا شوه بيا دكوټې د وره په لورې روانه شوه، ور يې كلك كړ، وروسته د ماسختن د لمانځه په ګډون يې ډېرنور نفلونه هم ادا كړل له لمانځه وروسته يي خپله اوږده وظيفه هم ترسره كړه او بيايې د الملك سورت چې هغې به هرماسختن لوسته، اوس يې هم و لوسته او ديوې اوږدې دعا وروسته يې جای نماز ټول كړ، هغې خپل د خوب كالي واغوستل ، د يوه ګيلاس اوبو د څښلو وروسته په خپل تخت پرېوته هغې په تيرخانه كې ځړېدلي ګروپ ته چې سپين کرستال شيت يې درلوده ، کتلې او په دې توګه يوځل بيا د فكرونو او چرتونوپه سمندر كې لاهو شوه . هغې ته سبانۍ پېښه يوځل بيا په سترګو كې ودرېده او د اشرف خان غږ يې بيا په غوږو كي انګازې جوړې كړې چې ويل يي :

_ ته نوره له كور څخه بهر نه شې وتلی ، ښځه يا د كور ده يا د ګور ، د كابل نجونې نه شرم لري نه حيا……………………….

په همدې توګه د اشرف خان هره خبره به د زهرو لړلی يو غشی شو او دمينې په زړه به ښخ شو او ورسره به يې له خولې له سوزه ډكه اه ووته او په ستونې به يې غم او غصې خپلې وحشتناكې منګلې داسې خښې كړې چې ساه به يې ورسره په بندېدو شوه.

مينه همداسې له ځانه بې خبره په خپلو غمونو كې ډوبه وه . دا به د هغې تقدير و او دا به د ژوند يو ه بله آزموينه وه، كه نه د ځوانۍ په دې موسم كې خو څوك غم نه پيژني د عمر دا ورځې خو د مستۍ ورځې وي ، خو دې خوارې ولې په دومره كم عمر كې دومره ډېر كړاوونه وليدل چې ښايي نورو به په خپل درست عمر كې نه وي ليدلي . د نړۍ په بل هر ګوټ كې ځوانان په خپله خوښه زدکړې كوي ، په خپله خوښه خپل سرنوشت ټاكي او ځانته يو روښانه راتلونكی جوړوي خو دا بايد ولې له دې ټولو حقونو څخه محرومه پاتې شي ؟ اوس چې د هغې د زدكړې وخت دی او هغه پوره حق لري چې خپل برخليك پخپله وټاكي ولې بايد د هغې دا اسلامي او انساني حق له هغې واخيستل شي او هغه بيا د عمر تر پايه د حسرت په لمبو كې وسوځي؟ ولې هغه ځوانه نه ده؟ هغه د نورو نجونو په څېر يو لوړ مقام ته د رسېدلو ارمان نه لري؟ ولې د نړۍ نور ځوانان دې د پوهې او معرفت په لورې ګامونه اوچت كړي ، د دنيا په اسرارو دې ځانونه خبر كړي ، ځان او جهان دې وپېژني ، د بحر و بر او د آسمانونو په اړه دې پلټنې وکړي او په دې توګه د خپل همدې علم او پوهې په ړنا کې دې له يوه خوا د دنيا په نندارتون كې د خداي ج د جلال او قدرت په ننداره ووځي او له بل لورې دې په ټولنه كې ديوه پوه او مسوليت لرونكي انسان په توګه ژوند وكړي. خو دا(مينه) دې د هغه چا په لاس د غفلت اوناپوهۍ په كنده كې واچول شي چې د علم او عمل په هر ډګر كې دا ورځينې مخكې ده.

بيا اسلام خو يو اجتماعي دين دی . اسلام ښځو او سړو ته خپل خپل حقونه ورکړي او په دې توګه يې د علم زدكړه پر نر او ښځې فرض كړې چې په دې كې هر هغه نافع علم شامل دی كوم چې په يوه نه يوه ډول يې ګټه اسلام او مسلمانانو ته رسېږي او د خلق الله خدمت ورباندې كيږي .

اوس نو مينه په كوم تور دا لويه جزا پرځان ومني؟ او د خپل د دې محروميت مسؤل څوك وګڼي ؟ خپل قسمت او تقدير که خپل افغانيت او پښتونولي ، خپل عصر او زمانه که خپل نامزاد ، خپل دولت او يا كه دا ټوله نړۍ؟؟؟؟

***************

دشپې كابو دوه بجې وې چې ناڅاپه يو تيز باد راوالوته او دميني د كوټې كړكۍ يي يو پر بل ووهلې چې د هغې له غږ سره مينه لكه ترهيدلې هوسۍ وويريده او په خپل ځای كې وارخطا كښېناسته ، شا او خواته يې وكتل چې په همدې كې يې خپل ګرېوان ته پام شو چې ټول لوند شوی و، وروسته يې بالښت ته وکتل هغه هم تر ډېره ځايه د هغې په اوښکو لوندشوی و . هغه تر ډېره ځنډه همداسې په خپل ځای کې ناسته وه د سترګو له اېلبنده يې د خوبونو کوچۍ کډه کړې وه او خپل ځای يې د اوښکو سېلابونو ته پرېښی و. هغه له خپل تخت څخه کښته شوه او داسې حال کې چې پر سريې زورور درد و بهر برنډې ته ووتله . هلته آرامه آرامي وه بس يواځې د سپيانو غپا له ورايه آورېدل کېده او بس، مينې په داسې حال کې چې غبرګ لاسونه يې د برنډې په بازو ايښي و او باد يې خواره واره وېښتان پر مخ رپول، هغې په ډېر حسرت سره نورو بلاکونو ته کتل چې د ځينو اپاتمانونو څراغونه يې روښانه وو او دځينو يې مړه وو او په ځينو نورو کې بيا د خوب د څراغ کم رنګه رڼا خپره وه . د هغې په زړه کې دا تېرېدل چې څنګه ټول بېغمه په آرامۍ سره ويده دي او دا خواره له غمونو سره شپې رڼوي بيا يې زړه ته راغلل چې ښايي په هغو کوټو کې چې څراغونه يې ددې د کوټې په شان په دانيمه شپه لا روښانه دي ، هم کوم مظلوم ، معصوم ، او له خپل حق څخه محروم انسان ناست وي چې بې له پاک الله څخه يې له بل چا کومه طمع او اميد نه وي. هغې په همدې فکر سره له نورو بلاکونو سترګې را واخيستلې او خپل بلاک ته يي وکتل چې ناڅاپه يې سترګې د پريګلې د کور په برنډه ولګېدلې او سم د لاسه يې په زړه د کرکې يو عجيب غوندې احساس پيدا شو او په بيړه کوټې ته ننوتله. کوټې ته له ننوتو سره سم يې خپلې هغه سرې رنګه د خاطراتو کتابچې ته پام شو چې پر سينګارمېز يې ايښې وه. مينه د کتابچې د اخيستلو په نيت خپل سينګار مېز ته نږدې شوه د مېز له سره يې کتابچه پورته کړه چې په همدې وخت کې يې په هېنداره کی ځانته پام شو ، هغې څو شېبې همداسې آينې ته کتل ، خپلو سرو سترګو او وچو شونډو ته. خپل ژېړ رنګ او لوند ګرېوان ته او خپلو خورو ورو زلفو ته چې د دې د زړه په شان پرېشانه پرتې وې او هغې ته يې يوه خاصه ښکلا وربښلې وه، هغه همداسې خپل له تاثر څخه ډکې څېرې ته ځير وه خو لکه چې پخپله يې پر خپل ځان زړه سوی وي؛ نو ځکه د سترګو له قرمزي جام څخه د اوښکو مرغلرې په توېدو شوې او بيا لکه چې غوښتل يې پخپله پر ځان د شفقت لاس راکا ږي، نو پر خپلو وېښتانو يې لاس راکاږه او په دې توګه يې هغه وېښتان بېرته شاته غبرګ کړل چې لکه تورې ورېځې يې پر سپوږمين مخ راغلي وو .

مينې له هېندارې څخه خپل پام د خاطراتو کتابچې ته واړاوه او کتابچه يې پرانيستله خو کله چې يې د کتابچې په لومړۍ پاڼه کې د خپلې ګرانې ملګرې ناجيې په ليکل شوې خاطرې او په پای کې دهغې په نامه سترګې ولګيدې نور يې نو طاقت تاق شو ، همغلته د مېز تر څنک کښېناسته او داسې حال کې چې کتابچه يې په سينې پورې ټينګه نيولې وه او سر يې په زنګنو ايښی و ، له سوزه ډکه ژړا يې پيل کړه هغې ښه درنګ ساعت په سختئ سره وژړل او داسې سلګۍ يې وهلې چې تا به ويل اوس به يې ساه ورسره ووځي او په دې توګه يې خپل د زړه په کرونده کې نوی شنه شوي غمونه، داوښکو په باران خړوبه کړل.

وروسته لکه کوم نوی فکر چې ورته پيدا شوی وي، له ځايه پورته شوه او په داسې حال کې چې د تيارو يوه پرده يې پر سترګو خوره وه، د ټليفون غوږۍ يې ناجيې ته د زنګ وهلو په نيت پورته کړ خو کله چې يې ساعت ته پام شو نو د شپې پوره درې نيمې بجې وې، ځکه په دې ناوختي کې د چا کورته ټليفون کول ورته ښه ښکاره نه شول هغې غوښتل چې د ټليفون غوږۍ بېرته په خپل ځای کېږدي چې ناڅاپه يې د خپل لاس رېږدېدا ته يې پام شو ، هغه څو شيبې خپلو لاسونو ته ځير شوه، مګر دا لرزه يوازې د هغې په لاسونو کې نه وه بلکه د هغې ټول ځان رېږدېده او غاښونه خو يې داسې يو پر بل لګېدل چې تا به ويل تيږې سره جنګېږي ، سر ورباندې ګرد ګرځېده او په وجود يې يخې يخې اوبه تويدې نور يې نو په پښو کې هم دمه نه وه او په داسې حال کې چې ټوله لکه پاڼه رپېدله، بې حاله غوندې پر خپل تخت پرېوتله او په سختۍ سره يې روجايي پرځان راښکله.

***************

د ملا له آذان سره سم د مينې ستر ګی هم د يوې غمجنې شپې د تېرولو وروسته وغوړېدې. هغې ته لومړی هغه تېرې پېښې نه وې وريادې او فکر يې کاوه چې نن هم د تل په شان د هغې لپاره يو روښانه سباوون دی او دا به اوس خپل د نن ورځې درسونه تکراروي او روغتون ته د تګ تياری به نيسي خو ددغو خوږو روياوو ژوند ډير لنډ و او شېبه لا نه وه تېره چې يو ځل بيايې د اميدونو هينداره د ياس او ناهيليو په توره تيږه ټوټې ټوټې شوه او ټولې تېرې دردونکې صحنې يې لکه يو فلم يوه پر بلې پسې له سترګو تېرې شوې او له يوه سوي آه سره سم يې بيا له سترګو تړمو اوښکو لارې وکړې.

کله چې هوا يو څه روښانه شوه نو مينې هڅه وکړه چې د لمانځه د ادا کولو لپاره پورته شي، خو بريالۍ نه شوه . د هغې په ټول وجود کې يو زورور درد ځاله کړې وه ، له سرنه تر پښو پورې، د و جود په بند بند کې يې د څړيکو نڅا جو ړه وه، دا درد مينې ته نا اشنا و. هغې په ټول عمر کې کله هم د دردونو دا سې پراخه لمن نه وه ليدلې . هغې بيا هم د پورته کېدلو تکل وکړ او په خپل ځای کی نيم خېزه غوندې شوه هغه څو شېبې په همدې حال پاتې شوه او بيا يې په سختۍ سره د کښېناستېدو توان پيدا کړ او کښېناسته، شېبه وروسته په همدې شواخون له تخت څخه کوزه شوه . د اودس کولو توان يې نه درلوده. له تيمم سره يې د سهار لمونځ په ناسته ادا کړ. د وظيفې تر تمامولو وروسته يې د يسين شريف سورت له ياده ولوسته او بيا يې خپل دردمند او لړزېدلي لاسونه د هغه خدای دربارته په دعا پورته کړل چې نا قراره زړونو ته قرار وربښي ، د نا اميدۍ په تيارو کې د هيلو ډيوه بلوي او په خپل فضل او رحمت سره ټو لو دردېدلو زړونو ته درمان وربښي او هغو بيوسو سره احسان کوي، چې په مظلومۍ سره يې د زمانې څپېړې خوړلي او بې له لوی خدايه بل مرستندوی نه لري. د دعا پرمهال د مينې هغه د سباني ګلاب په شان تازه او لندې شونډې چې اوس د غمونو د خزان سيليو مړاوې او وچې کړې وې ، ورو ورو خوزېدلې او د نرګس په شان ښکلو سترګو يې چې اوس د لاله غوندې په وينو کې لمبېدلې ، د هغې دمسافرو دعاګانو کاروان پسې يې په دې نيت د اوښکو اوبه وروشيندلې چې بې خطره د اجابت تر منزله ورسېږي او تل يې لاره شنه او لنده وي . هغې د خ‍پلې اوږدې دعا په پای کې د آمين په ويلو سره سم يې غبرګ لاسونه پر مخ راکاږل او په دې توګه يې د رحمتونو هغه پرخې په خپل مخ پورې کړلې چې ملا يکو يې د دعا پر وخت پرلاسونو ورولې وې چې د ظاهري ښکلا تر څنګ يې معنوي نور او ښکلا هم ځانته ور وبښله .

تر دعا وروسته يې پام په دېوال زړېدلي ساعت ته واوښته چې د سهار پاوکم اووه بجې يې ښودلې ، داکوم وخت و؟ دا هغه وخت و چې مينې به روغتون ته د تګ لپاره خپل ځان سمبالاوه حمام به يې کاوه ، خپلې جامې به يې اتو کولې ، خپل کتابونه به يې جوړول …………دهغې نورې ملګرې او ټولګيوالې به اوس هم په همدې کارونو بوختې وي او هغه نجونې چې له مينې سره يې په درسونو کې سيالي درلودله هغوی خو به اوس د درسونو په زدکړه لګيا وي او په زړونو کې به وايي چې: په هر ډول چې کېږي مونږبايد مينې ته په درسونو کې ماتې ورکړو، که په رشوت وي که په واسطه ……………. . يا به داهم د هغوی دعا ګانې قبولې شوې وي. هغوی به ويلې وي چې ( خدای خو دې يوه غيبي لاره پيدا کړي او مينه دې له دې ټولګي څخه لرې کړي . د هرچا په خوله کې بس همدا يو نوم دی مينه ، لکه بل څوک چې په دې ټولګي کې نه وي……….

دا ټول هغه فکرونه او وسوسې وې چې ظالم شيطان يوه له بلې پسې د مينې زړه ته اچولې ، دا وخت و چې له بهر څخه دهغې دکوټې د دروازې په ټکېدلو سره دهغې د فکرونو مزی پرې شو او په ډېر زحمت سره د دروازې د خلاصولو په مقصد پورته شوه او په داسې حال کې چې په غبرګو لاسونو يې د تخت بازو نيولی و ، دروازې ته نږدې شوه او هغه يې پرانيستله. د دروازې د پرانيستلو سره سم هيله کوټې ته ننوتله؛ خو کله چې يې پرمينې سترګې ولګېدلې نو په وارخطايۍ سره يې پوښتنه وکړه :

_ ولې پرتا څه شوي دي؟ دا رنګ دې ولې داسې تور اوښتى ؟ ولې په لاره نه شې تللی………..؟

هيلې دا پوښتنې بې له ځنډه يوه په بلې پسې وکړې خو مينې بس د ځواب په ډول وويل:

_نه پوهېږم دا څه……

او بيا بې له دې چې خپله خبره بشپړه کړي بې هوښه پر ځمکه ولوېده . د مينې لوېدلو سره سم هيلې چيغه کړه چې د هغې د چيغې له اورېدلو سره سم د هغې مور ، پلار او وړوکي ورور په وارخطايۍ سره د مينې کوټې ته راغلل . هغوی د مينې پر مخ اوبه وروشيندلې ، پښې او لاسونه يې ورله وموښل خو څه ګټه يې ونه کړه . مينه کابو نيم ساعت همداسې بې سده وه وروسته له نيم ساعته هغه بېرته په سد راغله خو کاشکې په سد شوې نه وی او د مور او پلار زړونه يې د غم په بټۍ نه وی سوځولي.

هو ! مينه په هوښ راغله خو ورسره سم يې په چيغو وهلو پيل وکړ . هغې چيغې وهلې ، پر ځان يې خوله لګوله او په منګولو يې خپل مخ او ويښتان شکول.

کابو لس دقيقې د مينې همدا حالت و، د هغې مور او پلار د هغې لاسونه کلک نيولي وو چې وروسته له لسو دقيقو يې لاسونه او پښې سست شول او يوځل بيا بې هوښه پرېوتله.

***************

د سهار پوره اته بجې وې چې مينه په دوديز ډول د وزير محمد اکبر خان روغتون ته ننوتله، خو دې مينې له هميشنۍ مينې څخه چې هره ورځ په داسې غرور او انداز سره به روغتون ته ننوتله چې تا به ويل شازادګۍ ده او په خپلې شاهي ماڼۍ کې قدم ږدي ، ډېر توپير درلوده .

هو ! دم ګړۍ په دې مينه کې نه هغه هميشنۍ ښکلا وه چې په کتو به يي سترګې برېښېدې او نه هغه غرور و چې په ليدو به يې خلکو ورسره د خبرو کولو جرات له لاسه ورکاوه او نه هم هغه پوهه او ذکاوت و چې رقيبانو ته به يې تل د سترګو اغزی و . که څه هم نن بيا مينه په خپل هميشني وخت روغتون ته راغله؛ خو نه د تل په شان د يوې لايقې او مستعدې محصلې په شان بلکه د يوې ليونۍ په حيث يې بې سده جسد د وزير محمد اکبرخان روغتون ته ننواته ، له هغې سره درې څادري لرونکې ښځې او يو نارينه مله وو . روغتون ته په رسېدو سره يې مينه سم دلاسه د روحي ناروغيو څانګې ته يووړه . ډاکټر حشمتي چې د روحي ناروغيو يو تکړه متخصص و، د يوې نرسې په ملتيا د روحي ناروغيو هغه عاجل اتاق ته ننوت، چې هغه نوې راوړل شوې ناروغه پکې بستر وه . ډاکټر حشمتي نوي راوړل شوي ناروغ ته چې سپينه روی جاي ورباندې پرته وه، وړاندې شو چې د ناروغ بستر ته نږدې يې د دوو ناآشنا ښځو تر څنګ چې د مينې د مور او پريګلې نه سوا بل څوګ نه وو ، په ناجيه يي سترګې ولګېدې چې د ناروغ سر پورې ناسته او په سختۍ سره يې ژړل . د ناجيې په ليدو سره حشمتي ورځينې په ډېره نرمۍ وپوښتل:

_ناجيې خورې تاسو ولې ژاړۍ آيا دا ناروغه ستاسو دله خپلو څخه ده ؟

د دې خبرې په اورېدو سره نور نو ناجيه بې طاقته شوه او په يوه جنون ته ورته حالت سره يې دناروغ له سره غوړېدلی څادر پورې واهه او په دې کار سره يې ډاکټر حشمتي او د هغه سره مله نرسه له يوې نه باورکوونکې صحنې سره مخامخ کړل . نرسې خو په داسې يوه دردونکي حالت کې د ښکلې مينې په ليدو يوه لنډه چيغه له خولې ووته او په ژړغوني غږ يې وويل (

_ اه خدايه ! دا زه څه وينم ، داخو مينه ده کنه ………….

نو ر يې نو ژړا ستونی ور ډک کړ او په داسې حال کې چې غبرګ لاسونه يې پر مخ ايښي وو او په زوره يې ژړل ، له کوټې ووته؛ خو حشمتي په همهغه اول نظر سره په خپل ځای کې د مجسمې په شان بې حرکته پاتې شو، نه يې خبرې کولې او نه يې له مينې سترګې اړولې، تا به ويل چې ساه په کې نه شته؛ ځکه دا مينه هغه مينه نه وه، چې ده به هره ورځ ليدله، د مينې هغه ګلابي مخ اوس د زعفران په شان زېړ ښکارېده ، د نرګس په شان سترګو څخه يي اوس د روږدي کسانو په شان تورې حلقې تاو و�� او هغه شونډې چې تل به داسې تر او تازه وې چې تا به ويل غوټۍ دي او شبنم پرې ورېدلی؛ خو اوس له ډېر وچوالي څخه ورباندې پترې ولاړې وې   ،   او هغه سره رنګي ويښتان يې چې تل به يې د هر نامحرم له نظره مستوره ساتل خو اوس لکه مذاب مس يې پر طلايي مخ او اوږو توی شوي وو او هغې ته يې د يوې طلايي مجسمې بڼه وربښلې وه، لنډه يې دا چې مينه روحاً او جسماً ټوله مړاوې شوې وه او هغه څه يې چې په څېره کې لوستل کېدل، هغه د مظلوميت ، معصوميت او محکوميت يو مضمون و او بس .

اوس نو کوټه ټوله ډکه وه، د مينې ټولګيوالې، استادانې او د روغتون ټول هغه کارکونکي، چې له مينې سره يې په يوه نه يوه ډول پېژندګلوي درلوده، داټول د مينې شا او خوا راټول شوي وو او د هغې په حال يې د حسرت اوښکې تويولې؛ خو مينه له هرڅه نه ناخبره د ناز په خوب ويده وه

د پريګلې حوصله هم نوره ختمه شوه ، له خپله ځايه يې ټوپ کړل او په داسې حال کې چې د مينې پر مخ يې څادر راکاږه په لوړ غږ يې وويل :

_اشرپ خان لا لا که پوه شي چې مينه شپخانې (شفاخانې) ته تللې او هورې داسې بې ستره پرته ده؛ نو وېرېږم چې بدې پېښې به رامنځته شي ، هغه ډېر تريخ دی، دا ډانګټران ( ډاکټران ) او شپخانې يې نه دي خوښې، وايي مرض دی خدای ايښی او خدای يې بېرته اخلي .

خو ډاکټر حشمتي بې له دې چې د پريګلې خبرو ته څه ارزښت ورکړي، خپلې له تاثره ډکې سترګې يې د مينې مورته واړولې او په داسې يوه انداز چې د خپګان نښې پکې له ورايه ښکارېدې ، وې ويل :

_ مورجانې ! په مينې څه شوي،هغه ولې دې حال ته راغلې؟

خو مخکې له دې چې د مينې مور څه ووايي، پريګلې وار د مخه کړ او ويې ويل (:

_هېڅ پرې نه دي شوي هسې اثر دی بيګا سرتوره برنډې ته وتې هورې خو د ګڼو ونو سيوري دي، پيران (پيريان) پرې ناست دي، ما خو يې مورته وويل چې ډانګټر ته يې مه بيايه ، يو څه سپېلني او بوربو به ورله دود کړو او پيرانو ته به هم عذرونه وکړو ګوندې خوشې يې کړي خو دوی ګردو زما خبرې هسې بابيزې وګڼلې .

بيا يې د مينې مورته مخ واړوه او خپلې خبرې يې داسې پسې وغزولې :

_ای خورې ګوره اوس هم وخت شته، زه خو وايم سوچه له دې کارو تېره شه ، مينه به بېرته کاله ته بوزو هورې به يې په يوه تياره کوټه کې بنده کړو، زه به ورته له اشرپ خان لا لا نه بندونه هم راوړم که خدای کول ښه به شي بيا که خدای مکړه ښه نه شوه غزني ته به يې بوزو …………….. نور نو د پريګلې لکچر د حشمتي حوصله سرته رسولې وه؛ نو ځکه يې په قهرجنه لهجه   ورته وويل :

_ بښنه غواړم که تاسو يو څو شيبې آرامه شئ نو ښه به وي.

او بيا يې د پوښتنې په دود د مينې مور ته وکتل د مينې مور په لاس باندې خپلې اوښکې پاکې کړې او د پرونۍ ورځې دپېښې کيسه يې پيل کړه، بيا يې ورسره بيګانی حال هم شريک کړ او ويې ويل:

_ د ماښام ډوډۍ ورله ما پخپله ورکړه، بيا ډېرځنډ ورسره ناسته وم د هغې حال يوڅه ښه و تبه يې هم شلېدلې وه ، د شپې کابو ۹ بجې وې چې زه يې له کوټې ووتم او دا مې د خوب لپاره يوازې پرېښوده او يادونه مې ورته وکړه چې تشويش ونه کړي او آرامه ويده شي.

بيا يې له لنډ ځنډ وروسته خپلې خبرې د نن سهار پېښې ته راوغزولې ، چې څنګه هيله د مينې کوټې ته لاړه او څنګه د هغې د خراب حالت له ليدو سره په تعجب کې شوه . وروسته يي بيا پر مينې د عصبي حملې د راتلو ټول بهير ورڅرګند کړ او په داسې حال کې چې په سختۍ سره يي د خپلې ژړا مخه نيوله، زياته يې کړه :

_مينه له اوله يوه ډېره حساسه نجلۍ وه او ژر به له حالاتو څخه متاثره کېده؛ نو ځکه مونږ به تل له هغې سره ډېر په نزاکت چلند کاوه؛ خو څه وکړو د هغې تقدير به همداسې د غم په قلم ليکل شوی وو.

کله چې ډاکتر حشمتي دا غملړلی داستان واورېده د څو شيبو لپاره په څه فکر کې ډوب شو خو بيا لکه چې خپلې دندې ته يې پام شوی وي ، په بيړه يې يوې او بلې خواته وکتل او له هغو کسانو څخه يې، چې مينې ته را ټول وو او د هغې د مور خبرو يې يو ځل بيا اوښکې راويښې کړې وې ، له هغو څخه يې غوښتنه وکړه، چې له دې ځايه لاړ شي؛ ځکه چې د روحي ناروغانو لپاره له هر څه څخه آرامه فضا ډېره اړينه ده ، بيا يي خپل پام ناجيې ته چې د مينې سرته ناسته وه او لاهم يي له شوخو سترګو څخه د اوښکو مرغلرې په توېدو وې ، واړوه او په ډاډمن غږ يې ورته وويل:

_ناجيه جانې تاسو اندېښنه مه کوئ که خدای (ج) کول نو مينه به ډېر ژر د ګل غوندې روغه شي يوازې دعا ورته کوئ .

ډاکټر حشمتي له دې خبرو وروسته هغې نرسې ته چې خواته يې نږدې ولاړه وه ، ځينې لارښونې وکړې او له همدې شيبې څخه ډاکټر وحيد احمد حشمتي د مينې د معالج ډاکټر په توګه خپل کار پيل کړ او د يوه با احساسه ډاکټر په توګه يې د مينې د روغتيا په لاره کې خپلې هېڅ ډول مادي او معنوي مرستې ونه سپمولې او تر وروستي بريده د دې شمعې د روښانه ساتلو په هڅه کې و.

**************

د مينې کابو څلور ورځې په روغتون کې تيرې شوې. په دې موده کې به کله په حال وه او کله بې حاله ، هره شېبه چې به يې يو څه حالت ښه شو ، د خپلو ټولګيوالو او استادانو په ليدو سره به يوځل بيا د خپل ټولګي او خپلو درسونو په فکر کې شوه او له دې سره سم به يي د اشرف خان خبرو په غوږو کې انګازې جوړې کړې چې ويل يي : _د ښځو يې له سبق سره څه ، د ښځو چې څو سترګې پټې وي ښې وي، که لږ يې سترګې وغوړېدې بيا بې حيا کېږی ، ښځه يا د کور ده يا دګور …………………

دې فکرونو به د مينې پر مخ يوځل بيا د غمونو او اندېښنو ورونه پرانيستل او روح به يې ورته دومره وځاپه چې د بې ښودۍ عالم ته به يې ستنه کړه .

د مينې کورنۍ او خپل خپلوان به تل د هغې ليدو لپاره روغتون ته تلل او راتلل چې کله به پريګله هم ورسره وه هغه چې به هرکله د مينې ليدو ته تله؛ نو هلته به يې خپل هميشنی داستان غږاوه او ويل به يې:

_ تاسې ولې زما خبرو ته غوږ نه ږدئ زه خو وايم په مينې پيران ناست دي ، دلې يې علاج نه کيږي ، دا ډانګټران خو به خامخا د غوايي غوښه خوري ، دا غوايي چې دي د پيرانو نيکونه دي او هر څوک چې د غوايي غوښه وخوري پيران ورځينې بد وړي د همدې لپاره د مينې پيران د ډانګټرانو عذرونه نه مني او خواره مينه نه خوشې کوي، پام مو وي چې مينې ته د غوايي غوښه ، شودې ، مستې او داسې نور شيان ورنه کړئ، چې مړه به يې کړي، ددې پيران هم راته کاپير (کافر) ښکاري، کشکې مسلمان خو وای …………

د پري ګلې دې خبرو به بې له دې چې د ډاکټرانوغصه راوپاروي، بل کار به يې نه کاوه .

په روغتون کې د مينې د بستر کېدو اوومه ورځ وه، چې سهار مهال کله چې مينې خپلې سترګې وغړولې نو سم دم يي پر هيلې او ناجيې سترګې ولګېدې چې د هغې تر څنګ پر څوکۍ ناستې وې او خولې يې له خندا ډکې وې . مينې څو شيبې په آرامۍ سره هغوی ته ځير ځير وکتلې او بيا لکه چې په خپل نظر شکي شوې وي څو ځلې يي خپلې سترګې ورپولې بيا يي د پوښتنې په دود هيلې ته وکتل. هيلې په داسې حال کې چې خندا يې په خبرو کې نغښتې وه په يوه شوخ نظر يي ناجيي ته وکتلې او ويې ويل : “

_ګوره ناجيې ! مينه خواره مونږ ته حيرانه ده او په زړه به وايي ، دا دواړه چې به ما څخه راتلې نو بې له ژړا به يې بل کار نه و؛ نو اوس څنګه په يو وار په بل مخ اوښتې او داسې په خندا سر دي .

ناجيي چې نېغ په نېغه يې د مينې سترګو ته کتل په مسخره ګۍ سره يې وويل :

_ مينه خو په شکمن نظر موږ ته ګوري لکه چې زموږ په روغتيا يې سم باور نه وي، زه خو وېرېږم، چې اوس ډاکټر حشمتي ته ورغږ نه کړي او ورته ونه وايي چې زما اعصاب اوس په ځای شوي خو د دې دواړو ناروغانو په فکر کې دې شه .

او دې خبرو سره سم د هيلې او ناجيې غبرګې خندا ټوله کوټه په سر واخيسته په همدې وخت کې ډاکټر حشمتي چې د سيرومو کڅوړه يې په لاس کې وه کوټې ته ننوته او په داسې حال کې چې په ګړنديو ګامونو د مينې چپرکټ ته نږدې کېده، په لوړ غږ يې وويل :

_څنګه مينه ويښه شوې که نه ؟

ناجيې چې د هيلې په ګډون يې د شوخۍ باب پرانيستل شوی و، په خپل خاص انداز يې وويل :

_ډاکټر صيب! پخپله خو دمخه ويښه شوې خو فکر يي راته لاهم ويده ښکاري؛ ځکه چې ما او هيلې ته داسې حيرانې حيرانې ګوري لکه چې هېڅکله يې ليدلي نه يو ډاکټر حشمتي چې اوس د سيرمو له کڅوړې سره د مينې خواته ولاړ و په صميمي لهجه يې مينې ته په خطاب کې وويل :

_ مينه جانې دې خويندو دې پر تا څنګه ټوکې پيل کړي ، څه ورته نه وايې؟

مينې لږ غوندې خپل سر پر بالښت ځای پر ځای کړ، بيا يې داسې حال کې چې کله يې هيلې او کله يې ناجيې ته کتل، خپلې وچې شونډې يې پرانيستې او په آرامۍ سره يې ځواب ورکړ :”

_ نه پوهېږم ډاکټر صيب چې دې دواړو داسې څه اورېدلي چې دومره خوشحاله دي او خولې يې له خندا نه ټوليږي . بې له دې چې مينه نور څه ووايي هيلې د خبرو مزی په لاس کې واخيسته او ويې ويل :

_ پوهېږې مينې هغه څه چې موږ ليدلي او اورېدلي که ته يې هم واورې بيا نو زموږ خندا که دا کوټه پر سر اخيستې ستا خندا به ټول روغتون په سر واخلي .

مينې چې له تعجب څخه په ډک نظر يې هيلې ته کتل، په بې قرارۍ سره يې وويل :

_ دا څه ګډې وډې وايې، اخر زه خو هېڅ نه پوهېږم له دې خبرو څخه ستاسو مطلب څه دی ، سمه خبره وکړئ ، زما زړه مو تنګ کړ .

ډاکټر حشمتي چې يوه نرۍ مسکا يې پر شونډو غزېدلې وه او نظر يې د سيرمو هغې تشې کڅوړې خواته وو، چې هغې يې د لرې کولو او پرځای يې د يوې ډکې کڅوړې د ځړلو هڅه کوله، په يوې داسې لهجه چې اطمينان پکې له ورايه ښکارېده او د دې استازيتوب يې کاوه چې هغه دمخه پر موضوع خبر دی ، د مينې په ځواب کې يې وويل _ ښايي هيلې او ناجيې به درته کوم ښه زيری راوړی وي ” ناجيې د حشمتي د خبرو په تاييد وويل :

_ داسې يو ښه او له خوښيو ډک زيری دی چې ته يې اصلاً تصور نه شې کولی .

_د دې خبر په اورېدو سره د مينې هيجان لا زيات شو، پر شونډو يې يوې ښکلې مسکا لمن وغوړوله خو هغه د ګلاب په شان تازه او ګلابي شونډې يې اوس دومره وچې شوې وې چې يوې مسکا سره سم دانارو په شان ځای ځای وچاودېدې او د وينو سره پکې ښکاره شول خو د دې مسکا عمر ډېر لنډ و او له راتلو سره سم بېرته ورکه شوه . مينې ته يو ځل بيا د خپل ژوند تريخ داستان او له تراژيدۍ ډکې صحنې، چې د څو شيبو لپاره يې هېرې کړې وې، بيا وريادې شوې او له يوه سوي آه وروسته يې بې اختياره د پسرلي صيب دا بيت زمزمه کړ :

د شپو تورو رګونو کې چې تورې وينې ګرځي

زما د ژوند ليکونکی قلم داسې وګڼه

او بيا يي له ناهيلۍ څخه په ډک آواز وويل:

_ زما د ژوند ديوان سر تر پايه د غم په قلم ليکل شوی . په هغې کې يوازې له سوز او درده ډکې غزلې ، د غمونو او ويرونو ساندې ، او  نظمونه ليکل شوي . د خوښۍ ترانې او د ښادۍ ټپې پکې ځای نه لري . نو پر ماچې مې قسمت د خوښۍ زيری نه وي پيرزو کړی نو هيله او ناجيه به يې څنګه وکړي .

له دې خبرو سره سم يي له مړاوو سترګو څخه د اوښکو دوه څاڅکي پر مخ ولټېدل . هيله چې تر دې دمه د خور خبرو ډېره غمجنه کړې وه او هڅه يې کوله چې خپل خپګان د يوې مسکا تر شا پټ کړي ، د مينې لاس يي په خپلو غبرګو لاسونو کې ټينګ ونيو، او وويل :

_ته اوس هغه تېرې خبرې پرېږده او غوږ شه چې زه درته کيسه وکړم! پرون د غرمې يوه بجه وه ما په پخلنځي کې لوښي وينځل، مورهمغه شيبه له وظيفې څخه راغلې وه او حمام يې کاوه، حميد کورس ته تللی و او پلار هم په کورکې نه و، چې ناڅاپه دروازه وټکېده زه دروازې ته لاړم، کله مې چې پرانيستله نو پري ګله په درشل کې ولاړه وه، يو څه وارخطا معلومېده او ويل يي چې ستا مور سره مې يو ضرور کار دی . هغه مې کوټې ته را وبلله. څو شيبې وروسته مور هم راغله. زه بېرته پخلنځي ته لاړم د کوټې ور خلاص و او په ښه توګه مې د دوی خبرې اورېدلې پري ګلې مور ته ويل :

_ اشرپ خان لا لا غواړي چې دا رشته له منځه يوسي؛ ځکه چې مينه اوس ليونۍ ده ، لا لا مې وايي چې سيال او شريک به پر موږ خاندي او وايي به چې ليونۍ يې کړې ده اخر موږ هم قامداره خلک يو ………….

د پري ګلې دې بې منطقه خبرو مور سخته په غصه کړه او سختې خبرې يې پري ګلې ته وکړې، مور دا هم وويل چې مينه خو اول روغه وه دا تاسې وئ، چې هغه مو دې حال ته راوستله خو پري ګلې کله منله، هغې ويل چې ستاسو لور له اوله پيريانۍ وه او په مونږ مو راوتپله………. همداسې د هغوی په منځ کې ښايسته ډېرې خبرې ښکته او پورته شوې او په اخېر کې پري ګله بې له دې، چې له مور څخه خدای په اماني واخلي همداسې له کوټې څخه ووتله او په دهلېز کې يي پر ما غږ وکړ او ويل يې چې پلار ته دې ووايه چې موږ داخبره غوڅول غواړو.

کله چې د هيلې خبرې دې ځای ته ورسيدې، د مينې رنګ بدل شوی و غم او اضطراب يې په سترګوکې موجونه وهل او په داسې حال کې چې له ډېر فشار څخه يې شونډې رپېدې، په خپل ځای کې نيم خېزه شوه او په بيړه يې د هيلې لاس وښوراوه او په بې قرارۍ سره يې وويل :

_ ښه نو بيا څه وشول ؟

هيله لکه چې اوس هم اميدواره وه، چې اخيرنۍ خبرې به يې د مينې لپاره يو ښه زيرى وي؛ نو بې له دې چې له موضوع نه بهر کومه خبره وکړي، له يوه لنډ مکث وروسته يي خپله کيسه داسې پسې اوږده کړه :

_ کله چې پري ګله زموږ له کوره ووته بيا ما او مور په دې هکله ډېرې خبرې وکړې او فکر مو وکړ چې دا کار زموږ په ګټه دی؛ ځکه اوس موږ ته د اشرف خان او د هغه د کورنۍ اصليت او مفکوره په ښه شان سره معلومه شوې او په دې پوه شوي يو، چې دغه خلک د مينې وړتيا نه لري خو تراوسه مو څه له لاسه نه وو پوره؛ ځکه کار له کاره تېر و اوس چې دا چانس په لاس راغلی نو ښه به دا وي چې له لاسه يي ورنه کړو او ځان له دې خلکو خلاص کړو…… موږ په همدې خبروکې وو، چې پلار راغی؛ خو مونږ وار د واره هغه خبر نه کړ شېبه وروسته مې شريف ماما ، احمد کاکا او اسحق کاکا ته ټليفونونه وکړل، او هغوی مې کورته راوبلل کله چې هغوی راغلل مور د پلار او د هغوی په حضور کې خبره ياده کړه . پلار د دې خبرې په اورېدو سخت عکس العمل وښوده او ويل يې، چې زما لور خو همدې خلکو دې حال ته راوستله او بيا احسان هم د دوی دی. همداراز اسحق کاکا خو په زنځيرو نه ټينګېده او ويل يې چې په ټوپک به يې ورسره معلومه کړي خو شريف ماما بيا له دې کاره راضي ښکارېده او ويل يي چې: ” اوس بايد دا فرصت له لاسه ورنه کړو . له هغه وخته چې مينه په روغتون کې بسترشوې، بيا تر دې دمه تل زما فکر له هغې سره و. زه به تل په دې اندېښنه کې وم چې مينه به خپل راتلونکی ژوند له دې خلکو سره څنګه تېروي، هغه به له دې خلکو سره څنګه ګزاره کوي ؟ ځکه چې د مينې او د اشرف خان تر منځ ډېرتوپير دی. مينه په ښارکې لويه شوې، د ښار له نزاکتونو سره يې خوى اخيستى. هغې د ښار متمدن ژوند تېر کړی چې پکې څوک د چاله کار سره کار نه لري او هر څوک په خپله سليقه ځانته ژوند غوره کوي . بيا مينه خو ذاتاً يوه حساسه او په همدې حال کې يوه تشويشي نجلی ده، کاشکې د هيلې په شان سرشاره او بې پروا وای د هغې سره خو بايد په ډېر احتياط چلند وشي؛ خو بالعکس اشرف خان د کلي سړی دی په کلي کې زيږېدلی او په کلي کې لوی شوی او د يو شمير دودونو او رواجونو تابع پاتې شوی اوس نو تاسو په خپله فکر وکړئ، چې د داسې بېلو ځانګړتياوو لرونکي دوه کسانو تر منځ به څنګه د نظر توافق پيدا شي ؟ او څنګه به ګډ ژوند وکړي؟ زه دا نه وايم چې مينه به ګذاره و نه کړي هغه به لکه څنګه چې يې اوس د سکوت مهر په شونډو لګولی، له دې وروسته به يې هم ولګوي او په هر کړاو چې وي خپلې شپې به سبا کړي ، هغه به ظاهراً ځان خوشحاله وښيې او وبه خاندي؛ خو په دې به څوک خبر شي، چې د هغې په زړه څه تېرېږي . تاسو په دې ښه پوهيږئ د داسې ودونو چې د انسان ورته له اوله زړه نه وي لګېدلی . پايله يې څه وي ؟ بيا هغه هم د مينې په شان يوې نازک طبعيته نجلی ته . که نن ورباندې کله کله عصبی شوک راځي، سبا به سمه ليونۍ وي او يا به په داسې کوم رنځ اخته وي چې بيا به مو بې له پښېمانۍ څخه بل هېڅ شی لاسته نه راځي .ما له همهغې اولې ورځې څخه ويل، چې پر مينې ظلم شوی او هغه هېڅکله د زړه له کومې دې واده ته راضي نه ده نو ځکه اوس داسې وګڼئ چې دا د خلاصون هغه لاره ده، چې د خدای (ج) له لوري د مينې پر مخ خلاصه شوې ، نو ژر تر ژره دا خبره همدلته غوڅه کړئ. “

د هيلې خبرې چې کله تر دې ځايه راورسيدې، هغه د څو شېبو لپاره غلې پاتې شوه لکه چې غوښتل يې د کومې موضوع په هکله خبرې وکړي، ښايي هغه به د مينې روغتيايي حالت ته په اندېښنه کې وه؛ ځکه د هغې حالت شېبه په شېبه خرابېده. سترګو يې خپله ځلا له لاسه ورکړې وه ، ټول وجود يي لکه پاڼه داسې رېږدېده ، په وچولي يې د خولو څاڅکي لکه ستوري ځلېدل. د پيکي څو تاره ويښته يې په نامنظم ډول پر مخ لارې کړې وې او په دې توګه د يوه ژور اضطراب نښې پکې له ورايه ښکاريدې .

هيلې له يوه لنډ مکث وروسته په بيړه شا او خواته وکتل او په وارخطايئ سره يي ناجيې ته وويل:

_ ډاکټر صيب څه شو؟

ـ هغه خو همدا شېبه دباندې ووت.

خو د مينې لوړ او له قهره ډک غږ د هغوی پام ځانته راوګرځاوه، چې ويل يي :

_ ډاکټر څه په بلا وهې خپله خبره دې وکړه، چې بيا څه وشول ؟

هيله بې له دې چې اصلي موضوع ته راشي، چې هغې يې د ويلو لپاره دومره اوږده مقدمه پيل کړې وه ، بله چاره يې نه درلوده؛ نو ځکه يې د خپلو خبرو وروستۍ برخه داسې راواخيسته :

_ لنډه دا چې د شريف ماما د خبرو په اورېدو ټول په دې رضا شول، چې نور به دې خپلوى ته د پای ټکی ږدي؛ نو همداوه چې د پريګلې کورته مو خبر ورکړ او د همهغې ورځې په ماښام زموږ او د هغوی د کورنۍ ځينې مشران سره ټول شول او رشته يې له منځه ويوړه. همداراز د سند په دود يې د کاغذ پر مخ د اشرف خان د خولې اقرار او لاسليک هم واخيسته او د شاهدانو لاسليکونه يې هم……….

د هيلې خبرې لا پای ته نه وې رسېدلې چې مينې په يوه ټکان د سيروم ستن له خپلې مټې خطاکړه ، خپل سر يې په دواړو لاسونو ټينګ ونيوه او په داسې حال کې چې غصې يې پرستوني منګلې خښې کړې وې، په سختۍ سره يې وويل:

_ نه، نه زه داتور پرځان نه شم منلی ، نه يې شم منلى …

او دې سره سم يې پر زوره چيغه کړه او سم دلاسه بې سده پرېوته .

***************

له هغې وروسته، چې په روغتون کې د مينې دبستر کېدو دوه اوونۍ واوښتې، هغه يې له روغتون څخه کورته راوستله. که څه هم د هغې حالت له مخکې څخه يو څه ښه و؛ خو لايې خپله بشپړه روغتيا نه وه ترلاسه کړې؛ نو ځکه دهغې د کورنۍ په غوښتنه به ډاکټر حشمتي هره ورځ په يوه مناسب فرصت کې د هغوی کورته ورته او د مينې د روغتيا جاج به يې اخيسته . کله ناکله به يې نورې خورلڼې اوملګرې هم د هغې ليدلو ته تلې او راتلې خو د ناجيې راتګ بيا يو حتمي سوال و هغه به تل د مينې ليدو ته راتله او تر ډېره ځنډه به ورسره ناسته وه. مينې ته هم هغه له خپلې خور هيلې څخه کمه نه ښکارېده؛ نو ځکه د دوی په زړه کې به هېڅ داسې کومه خبره نه وه چې له يو بله به يې پټوله. هغوی به تل په خپل منځ کې د زړه راز کاوه. ناجيې به تل هڅه کوله چې په خپلو خوندورو ټوکو او مستانه خندا سره د مينې طبعه وغوړوي او پام يې غلط کړي؛ خو د مينې شونډې به ډېر لږ خندا ته بيرته کيدې. هغه به تل يو ډول نيول شوې ښکاريده، آن چې کله به يې خندل هم، د هرې خندا په تل کې به يې يو مرموز درد محسوسېده. په څېره کې يې د ټولو تېرو غمونو او ناورينونو نښې پرتې وې؛ خو د ښکلو سترګو په دفتر کې يې بيا يو نوی مضمون لوستل کېده، چې په تلو تلو کې دې خبرې ته د ناجيې هم پام واوښته.

يوه ورځ چې ناجيه پر تخت د مينې تر ځنګ ناسته وه د هغې لاس يې ټينګ په خپل لاس کې ونيوه او د څو شېبو لپاره د مينې مړاوو سترګو ته ځير شوه مينې هم لږه شېبه ورسره سترګې وجنګولې او بيا يې په مسکا سره ورته وويل :

– “ای ګل سنمې ! څنګه داسې په ځير ځير راته ګورې ؟ لکه چې کله دې نه يم ليدلې .

ناجيې چې لايې سترګې د مينې له سترګونه وې اخيستې ويې ويل :

– “زه غواړم هغه افسانه ولولم چې ستا په سترګو کې ليکل شوې .

مينې ورو غوندې ناجيه پر شا ووهله او په خندني آواز يې وويل :

– څه؟ زما په سترګو کې افسانه لولې؟ دايې لا بله. ګوره ګرانې زما په زړه کې دې ډاکټر حشمتي ته اندېښنه پيدا کړه .

ـ د څه شي اندېښنه ؟

ـ لکه چې ځما ناروغي ساري وه؛ ځکه اثرات يې پر تاهم لوېدلي او حشمتي ته خو زما اندېښنه ځکه ده چې هغه خوارکی اوس مجبور دی خپل يو مياشت وخت ستا درملنې ته وقف کړي .

ناجيه چې د خپل مزاج پر خلاف نن ډېره جدي معلومېده ويې ويل :

ګوره مينې ! څومره وخت کېږي، چې زه او ته يو بل سره پېژنو او په خپلو کې مو د خورولۍ هوډ کړی ؟ “

ـ له شپږم ټولګي راپدېخوا .

ـ نو آيا په دې موده کې مو د دوو خويندو په شان چلند نه دی کړی؟ آيا په هر درد او غم کې د يو بل خواخوږي نه يو پاتې شوي؟ او آيا په دومره اوږده موده کې کله هم داسې پېښ شوي چې کومه خبره مو يو له بله پټه کړې وي؟

ـ ناجيه جانې ! ستا ټولې خبرې سمې او پر ځای دي او څه شک په دې کې نشته، له هغې ورځې چې ته د ننګرهار د الايي لېسې څخه د کابل فردوسي لېسې ته راغلې او موږ په خپلو کې ملګرې شوو، بيا تر دې دمه چې زما تر څنګ ناسته يې او په قهر قهر راته ګورې، زموږ په منځ کې لږ لرېوالی هم نه دی راغلی، اوس نو ته ووايه چې داسې کومه خبره ده، چې ته ګومان کوې زه يې له تا پټوم ؟

ناجيه چې د مينې د خبرو پر مهال يې هغې لوی پوسټر ته کتل، چې د مينې د آلمارۍ پر دروازه سرېښ شوی و او پکې د ژېړو ويښتانو لرونکې يوې نجلۍ او ورسره د دوو پيشوګانو رنګه تصوير چاپ شوی و ، له نوموړي تصوير څخه يې خپل نظر واخيسته او لکه چې غوښتل يې د خپلو راتلونکو خبرو اثر د مينې په سترګو کې وګوري؛ نو ځکه يې يوځل بيا خپلې سترګې د مينې په سترګو کې ورخښې کړې او داسې يې په خبرو پيل وکړ :

_ګوره مينې ! د دې ټولو خبرو څخه زما مطلب دا دی چې ستا په زړه کې داسې يو راز نغښتی چې ته يې له ما د پټولو هڅه حتماً کوې؛ خو ته ورځنې کله هم انکار نه شې کولی؛ ځکه که ستا خوله راته څه نه وايي، بيا ستا دا ښکلې سترګې راته هرڅه روښانه روښانه وايي .

د دې خبرو په اورېدو سره مينه په خپل ځای کې سمه کښېناسته او خپل دواړه لاسونه يې د ناجيې پر اوږو کېښودل او په يوه نرمه او مهربانه لهجه يې وويل :

_ ناجيې ! ” ته ولې سمه خبره نه کوې؟ ته ولې داسې فکر کوې چې زه به ستا نه څه پټوم او دا په سترګو کې ليکل شوې افسانه څه ده؟

مينه د دې خبرو وروسته غلې شوه او ځواب ته د انتظار په دود يې ناجيې ته کتل . ناجيه چې تر دې دمه يې کښته کتل خپلې سترګې يې پورته کړې او په ټيټ آواز يې وويل _ سمه ده چې ستا په سترګو کې يوه افسانه نغښتې؛ خو دا افسانه نيمګړې ده؛ ځکه چې پاتې برخه يې د بل چا په سترګو کې لوستل کېږي . د مينې طاقت نور نو د چا خبره طاق شوی و؛ نو ځکه يې په بې صبرۍ سره وويل :

_ ښه نو ته اوس داسې فکر وکړه چې زه بېسواده يم او دا افسانه نه شم لوستلی؛ نو ته يې راته ولوله او ووايه چې دا کومه افسانه ده.

_ د مينې د خبرو ختمېدو سره سم ناجيې په ځواب کې وويل :

_ دا ستا او د ډاکټر حشمتي ترمنځ د مينې افسانه ده چې نيمه ستا په سترګو کې او نيمه د هغه په سترګوکې نغښتې ده.

د ناجيې د خبرو په اورېدو سره مينه داسې شوه لکه چې برق نيولې وي، هغې په داسې حال کې چې خپل سر يې د نه په دود خوځاوه، ويويل يې:

_ نه ، نه دا ټول دروغ دي ، ناجيې ته هسې تېروتې يې ، دا هېڅ امکان نه لري ………

نور نو د مينې ستونی ژړا ډک کړې و ، هغې خپل غبرګ لاسونه مخ ته ونيول او په داسې حال کې چې په سختۍ سره يې ژړل ويل يې :

_ زه نور له دې سړيو څخه کرکه لرم. دوی ټول يو ډول دي، بې رحمه دي، خودخواه دي……………. .

***************

ډاکټر حشمتي لکه چې په څه فکرونو کې ډوب وو؛ نو ځکه يې د خپل دفتر د دروازې خلاصېدو او اتاق ته د چا ننوتو ته يې پام نه شو، چې ورباندې غږ شو :

– ډاکټر صيب سلام !

د غږ په اورېدو سره هغه سم له لاسه له خپله ځايه پورته شو او ويې ويل :

ناجيه خور سلام !

او وروسته يې هغه کښېناستلو ته ور وبلله او په داسې حال کې چې د خپل هيجان د پټولو هڅه يې کوله له نا جيې څخه يې وپوښتل:

_ آيا تاسو پر هغې موضوع له مينې سره خبرې وکړې ؟ ناجيې چې يو نامعلوم ټکي ته يي کتل ويې ويل :

_هو ! ما د مينې سره خبرې وکړې .

ـ نتيجه ؟

ـ نتيجه هغه څه نه وه، چې ما يې ګومان کاوه معنیٰ دا چې ما فکر کاوه، ښايي د مينې په زړه کې به مينې ځای نيولى وي. خو هغې له هرڅه نه واضح ، واضح انکار وکړ، هغه وايي چې له هر سړي نه کرکه کوي؛ ځکه د هغې په ګومان ټول سړي بس يو ډول دي .

_ ډاکټر حشمتي چې په کاوچ کې يې تکيه کړې او غبرګ لاسونه يې د سرلاندې ايښي وو، په متفکرانه انداز يې وويل:

_زه د مينې له کرکټر سره ښه بلد يم ، زه په دې پوهېدم چې که د هغې په زړه کې هرڅه وي؛ خو د هغې غرور ورته دا اجازه نه ورکوي، چې هغه څه څرګند کړي او ان هغه خو خپل ځان ته هم په دې هکله د فکر کولو اجازه نه ورکوي. له وروستۍ خبرې سره سم ډاکټر حشمتي په خپل ځای کې نېغ کښېناسته او ويې ويل:

_ ناجيه جانې خورې ! زه پو هېدم چې مينه به کله هم مثبت ځواب ورنه کړي؛ مګر ما غوښتل چې په دې توګه لږ تر لږه د هغې پام خو دې خبرې ته واوړي او فکر ورباندې وکړي، چې دا کار د هغې روغتيا ته هم ګټه رسولی شي؛ ځکه هغه اوس داسې فکر کوي چې د هغې لپاره نور کوم روښانه راتلونکی نه شته، ان کله کله خو داسې وايي چې هغه خپل راتلونکي ژوند ته کومه هيله نه لري؛ مګر دا مسله به مينه دې ته وهڅوي تر څو د خپل راتلونکي ژوند په هکله فکر وکړي.

په دې وخت کې ناجيې د حشمتي خبره ورپرې کړه او ويې ويل:

_په داسې حال کې چې تاسو په دې باور ياستۍ، چې مينه به هېڅکله د خپل زړه حال نورو ته ونه وايي؛ نو بيا ولې تاسو نه برلاسه کېږئ ا و هغې ته خپله مينه نه څرګندوئ؟

ډاکټر حشمتي په يوې نرۍ مسکا سره وويل:

_ناجيه جانې ! دا سمه ده، چې زه د مينې سره ډېره مينه لرم؛ خو تاسو باور وکړئ له هغه وخته چې مينې ته دا ناروغي ورپېښه شوې، بيا تر نن ورځې پورې زه تل د مينې سره د يوه ډاکټر په توګه مخامخېږم او هغه راته د نورو ناوغانو په شان يوه ناروغه ښکاري او بس؛ نو تر هغه وخته چې مينه زما له درملنې نه وي خلاصه شوې، زه په دې هکله هغې ته څه نه شم ويلی .

په دې وخت کې چې ناجيه د تلو په نيت له خپله ځايه پورته کېده؛ نو په خپل همېشني انداز يې وويل:

_نه ډاکټر صيب داسې به هم نه وي لکه چې تاسو يې وايئ . مينه خو حتماً د نورو ناروغانو په پرتله تاسو ته يو څه توپير لري، همداسې نه ده ښاغلی فريد احمد حشمتي ؟ ” او حشمتي هم په خندا ځواب ورکړ :

_ ته ډېره شوخه يې!

د مينې حالت ورځ په ورځ مخ په ښه کېدو و؛ نو ځکه ډاکټر حشمتي هم د هغوی کورته نور نه ته او يوازې د ټليفو په مټ به يې د هغې د روغتيا جاج اخيسته . مينه که څه هم له اوله به تل غلې وه او ډېرې خبرې به يې نه کولې خو دې وروستيو پېښو هغه لا پسې د خاموشۍ دنيا ته وربللې وه او تل به يې دسکوت مهر پر شونډو لګيدلې و؛ خو هغه څه چې د هغې لپاره نوي و هغه د وېرې هغه پټ احساس و، چې د هغې وجود يې دا مهال کوربه شوی و؛ نو ځکه خو به هغه تل يو ډول ترهېدلې ښکارېده، ان تردې چې کله به باد لږ په زوره ور وواهه، يا به د ټليفون غږ پورته شو او يا به چا په لوړ آواز څه وويل؛ نو مينې به سم دلاسه ټکان وخوړ ، له وېرې به يې ساه چټکه شوه او ورسره سم به يې رنګ لکه والوته . هغې خو په تېرو پېښو هم فکر نه شو کولی؛ ځکه کله چې به هغې ته تېرې غملړلې پېښې ورپه زړه شوې بيا به هغه وېرې پر سر واخيسته، ژبه به يې په بندېدو شوه او ژړا به يې د سلګيو دود خپل کړ او داسې به رېږدېدله، چې تابه ويل په واورو کې والاړه ده؛ خو له دې ټولو اظطرابونو سره سره ظاهراً د مينې حالت مخ پر ښه کېدو و.

يوه ورځ ماسپښين مهال مينه په خپله کوټه کې ويده وه، چې هيلې يې ورو غوندې د کوټې دروازه وروټکوله؛ خو کله چې يې پام شو چې دروازه خلاصه ده کوټې ته ننوتله د هيلې له ننوتو سره سم مينې خپلې سترګې پرانيستلې؛ خو خوب يې د ښکلو سترګو په ټال کې لاهم زنګېده . هيلې په مسکا سره وويل :

– پوهېږې چې څوک راغلي ؟

ـ څوک ؟

ـ د ډاکټر حشمتي کورنۍ ستا پوښتنې ته راغلې ، وخت خو ډېر و يو څو ورځې به وروسته راغلې وې ، زه خو نه پوهېږم د حشمتې صيب مور چې څنګه وخت پيدا کړ ….

مينې د هيلې طنزيه خبرې ورغوڅې کړې او ويې ويل:

_ ته اوس دا خبرې پرېږده او ورشه هغوی ته چای تيار کړه

هيلې په نا آرامۍ سره وويل:

_ زه دا کار کوم خو ته کوټې ته لاړه شه، هغوی يوازې ناست دي، مور هم په کور کې نه شته.

هلته په مېلمستون کې د ډاکټر حشمتي مور، خور او د هغه ورېندار ناست وو او هره ګړۍ يې د ښکلې مينې د ليدو انتظار کاوه؛ خو د هغوی د انتظار شېبې ډېرې پسې اوږدې نه شوې او شېبه وروسته ور خلاص شو، مينه کوټې ته ننوتله دهغې په تن نخي پېښورۍ جامې وې چې سپينه ځمکه او ژېړ غټ ، غټ ګلان يې لرل، لوی ټکری يې هم په همدې ډول و . ښکلي او سره رنګه وېښتان يې په منځ کې د يوې ليکې په ترڅ کې سره بېل شوي او شاته سست ګيسو شوي وو، چې د سست والي له کبله يې د وېښتو ځينې لرونه له ګيسو خوشې او پر سپوږمين مخ يي ورته لارې کړې وې او دې حالت هغې ته د يوې نانځکې بڼه وربښلې وه.

د مينې کورته د ډاکټر حشمتي د کورنۍ تګ راتګ په همدا يو ځل ختم نه شو؛ بلکه هغوی څو څو ځله د مرکې په دود د هغوی کورته راغلل، چې دغه قيمتي غمی هغه ګوهر پېژندونکي ته وغواړي، چې د هغه پر ارزښت پوهېږي؛ خو د مينې کورنۍ لا تراوسه له هغې څخه د هو يا د نه د پوښتلو جرات نه درلوده؛ ځکه هغوی په دې هکله په خپل تېر تصميم کې ځان سخت ملامت باله او ګومان يې کاوه چې د مينې ددې ټولو بدمرغيو لامل دوی په خپله و؛ نو ځکه يې دا ځل پرېکړه مينې ته پرېښې وه.

***************

يوه شپه ډاکټر حشمتي د خپل کور په برنډه کې پر څوکۍ ناست و او داسې په ځير ځير يې پينځلسمې سپوږمۍ ته کتل چې تابه ويل د چا حسن او ښکلا د سپوږمۍ له حسنه سره پرتله کوي او ښايي دې نتيجې ته به رسيدلی و چې د هغه چا په اړه چې دی سوچ کوي، د هغې ښکلا څو څو ځلې د سپوږمۍ له ښکلا څخه ډېره ده؛ ځکه سپوږمۍ خو داغ لري؛ خو د حشمتي په ذهن کې د ښکلا ملکه خو داغ هم نه لري . حشمتي په همدې خيالونو کې ډوب و چې خور يې د هغه د خيالونو مزی پرې کړ او په لوړ غږ يې خپل ورور ته وويل :

_ورور جانه تاسو څوک په ټليفون کې غواړي!

هغه مهال په کابل کې ګرځنده يا موبايل ټليفونونه نه وو دود شوي او په ځينې کورونو کې به هغه پخواني کيبلي ټليفونونه کارول کېدل، له همدې کبله حشمتی هم مجبور و چې ټليفون ته د ځوب ورکولو په موخه دننه کوټې ته لاړ شي . ډاکټر حشمتي د ټليفون غوږۍ پورته کړه او په لوړ غږ يې وويل:

_بلې مهرباني وکړئ !

د لږ ځنډ وروسته له بل لوري چا په ټيټ غږ او شمېرليو الفاظو ځواب ورکړ:

_سلام ډاکټر صيب!

د دې جملې په اورېدلو سره د حشمتي شونډې يوې نرۍ مسکا وپوښلې او په نرمۍ سره يې وويل:

_مينه جانې تاسو؟ آيا ستاسو صحت خو ښه دی؟

مينې ځواب ورکړ:

_بلې ډاکټر صيب ، پر ما خو هغه څه چې د کېدو وو، هغه وشول نور به راباندې څه کيږي؟

خو ډاکټر حشمتي په ډېرې مهربانۍ سره وويل:

_تر هغه ځايه چې زه مينه پېژنم د هغې همت دومره کمزوری نه دی، چې دومره ژر ستړې شي.

بيا يې زياته کړه:

_ښه مينه جانې اوس نو ووايه، چې څنګه دې زه ياد کړم؟ مينې د يوه لنډ ځنډ وروسته وويل:

_زه غواړم تاسو سره د ځينو مسايلو په هکله خبرې وکړم .

ـ سمه ده جان هر څه چې دې په زړه کې دي؛ نو ويې وايه زه يې اورم .

ـ نه ډاکټر صيب زه نه غواړم چې دا خبرې د ټليفون په کرښه تاسو ته وکړم .

ـ نو ته څه غواړې ؟

ـ زه غواړم چې تاسو يو ځل له نږدې وګورم .

ـ دا خوم سخت کار نه دی ، نو تاسو ووايئ چې زه تاسو چېرې وګورم ؟

ـ زه غواړم سبا ته له ناجيې سره د خپلو همصنفيانو د ليدو لپاره روغتون ته درشم تر غرمې به له هغوی سره يم نو آيا وروسته له غرمې تاسو ما ليدای شئ ؟

ـ سمه ده څنګه چې تاسو غواړی.

ـ نو د اوس لپاره خدای په امان ، زه ټليفون ږدم .

ـ خدای په امان ، ښه شپه .

ډاکټر حشمتي لکه څنګه چې په خپله د روحي ناروغيو ډاکټر و، په خپله يې هم ډېره پياوړې روحيه درلوده او د يوې ټينګې ارادې خاوند و. هغه به تل په دې باور و چې که انسان هر کار په پاک زړه او ښه نيت سره پيل کړی نو پاک الله ( ج) به خامخا هغه د برياليتوب تر پړاوه رسوي؛ نو که هغه کار د کوم ناروغ علاج وي ، که د مينې (محبت) پيلامه او يا د ژوند د ډګر کومه بله ازموينه .

**************

د غرمې پوره يوه بجه وه چې د ډاکټر حشمتي د دفتر ور په يوه ګوته ورو وټکول شو او شېبه وروسته د حشمتي له خوا د (مهرباني وکړئ ) په ويلو سره ور لکه سپېدې داسې وچاوده او د مينې د لمرين مخ په وړانګو د حشمتي دفتر رڼا رڼا شو. مينې له ننوتو سره سم په نسبتاً ټيټ غږ د سلام په ويلو سره په خپل ځای کې همداسې ولاړه پاتې شوه. ډاکټر حشمتي چې د خپل کار د مېز تر شا ناست او د اکسرى هغه عکس يې له نظره تېراوه، چې د کوم ناروغ د سر د کوپړۍ له يوې برخې څخه اخيستل شوی و. هغه عکس پر مېز کېښوده او په داسې حال کې چې د مينې د سلام ځواب يې بېرته په سلام سره ورکاوه، له خپله ځايه پورته شو وروسته يې مينې ته د لاس په اشاره د کښېناستو بلنه ورکړه او په خپله هغې ته مخامخ په بل کاوچ کې کښېناسته.

مينې يوه ماکسي قهويي رنګه لمن، ورسره يوه لنډه قهويي کورتۍ چې کيريمي رنګه خطونه يې درلودل، اغوستې وه. د ټکري رنګ يې هم کاليوته ورته و چې ورسره يې د ښکلو سترګو خرمايي رنګ لا روښانه ښکارېده.

مينه او ډاکټر حشمتي دواړو د څو شېبو لپاره څه نه ويل، ښايي حشمتي به غوښتل چې لومړی يې مينه پيل کړې؛ ځکه هغه خو بس د څه ويلو لپاره دلته راغلې وه او مينې به غوښتل چې خپل ټول فکر هغې موضوع ته واړوي، چې دې يې د ويلو تکل درلوده. شېبه وروسته مينې خپلې سترګې پورته کړې او د حشمتي په سترګو کې يې ښخې کړلې او په نسبتاً جدي لهجه يې وويل :

_ډاکټر صيب زه غواړم چې نن ستاسو سره د يوې مهمې موضوع په هکله خبرې وکړم .

مينې له دې خبرې سره سم بې له دې چې د حشمتي ځواب ته تمه شي، خپلې خبرې يې داسې پسې وغزولې :

_ډاکټر صيب تاسو پوهېږئ چې کله دوه کسان په خپلو کې د اړيکو په تار پييل کېږي او له يو بل سره د ژوند تر پايه په هر غم او هرې خوښۍ کې د يوځای پاتې کيدو هوډ کوي؛ نو دا کار دواړو خواوو ته يو شمېر مسوليتونه ور په غاړه کوي؛ نو که دوی غواړي چې د يوه ښه او خوشحاله ژوند خاوندان شي، بيا نو هر يو بايد خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړي؛ خو خبره داده چې زه اوس په خپل ځان کې د دومره لوی مسوليت د پورته کولو توان نه وينم . زه اوس د تاريکۍ ، تنهايۍ او خاموشۍ په دنيا کې ورکه شوې يم؛ نو هغه څوک چې پخپله په تيارو کې ورکه وي، هغه به څنګه د بل چا د ژوند ډيوه شي ، هغه کس چې پخپله د يوازيتوب په دنيا کې تم شوی وي؛ نو هغه به څنګه د بل چا د ژوند يوه ښه ملګرې شي او هغه څوک چې هغه پخپله د سکوت په عالم کې ژوند کوي، هغه به څنګه د چا ژوند ته د خوښيو شور او زوږ راوړي؟ “

د دې خبرو په ويلو سره د مينې ستونی له غصې ډک شو او ساه يې چټکه شوه، هغې يو لنډ مکث وکړ لکه چې غوښتل يې د خپلې ژړا مخه ونيسي، هغې خپل سر د کاوچ په تکيه کېښوده او خپلې سترګې يې چت ته ونيولې، چې د خپلو اوښکو د بهېدو څخه مخنيوی وکړي او په دې حالت کې يې خپلې خبرې بېرته را پيل کړې او په شاعرانه انداز يې وويل:

_ يو ځل چې يوه ښيښه پر ځمکه ولوېږي او ماته شي بيا بېرته د هغې ښيښې جوړول ناشوني دي، ښايي يو څوک هڅه وکړي چې د ماتې شوې ښيښې ټوټې يو د بل تر څنګه کېږدي او يو له بله يې ونښلوي؛ خو په حقيقت کې بيا هم هغې ته يوه ماته او ټوټې ټوټې شوې ښيښه ويل کيږي ، اوس زما زړه هم د همداسې يوې ښيښې په شان مات شوی او کله به هم بېرته ونه رغيږي.

نور نو مينې د خپلو اوښکو مخه هم نه شوی نيولی او په داسې حال کې چې اوښکې يې پرمخ روانې وې، په يوه ستړي نظر يې ډاکټر حشمتي ته وکتل او په عاجزۍ سره يې وويل:

_زه ستاسو څخه هيله کوم، تاسو له خپل دې انتخاب څخه لاس واخلئ، زه ستاسو ژوند ته د خوښيو هېڅ کوم رنګ نه شم راوړلى؛ ځکه زه اوس نيمګړې يم، که زما جسم نيمګړی نه دی؛ نو زما روح حتماً نيمګری دی؛ نو ځکه زه نه غواړم چې واده وکړم او لطفاً تاسو ما هېره کړئ، د تل لپاره.

نور نو مينې د خبرو کولو وس هم نه درلوده، هغې په کاوچ کې تکيه وکړه او له اوښکو ډکې سترګې يې يو نامعلوم ټکي ته ايسارې پاتې شوې.

ډاکټر فريد احمد حشمتي چې تر دې دمه داسې دمينې خبرو ته ځير و، چې تا به ويل شاګرد دی او د خپل استاد لکچر ته غوږ دی او غواړي چې د خپل استاد هره خبره په خپل ذهن کې ثبت کړي. د مينې د خبرو په ختمېدو سره هغه له خپله ځايه پورته شو او د دفتر په منځ کې يې په قدم وهلو پيل وکړ، لکه چې غوښل يې اوس هغه د استادۍ دنده په غاړه واخلي او مينه دې د زدکونکې په دود د هغې خبرې واوري، هغه داسې په خپلو خبرو پيل وکړ :

_مينه جانې ! ما ستاسو ټولې خبرې په ډېر غور سره واورېدلې. زه ستاسو د هرې خبرې په حقيقي مفهوم او معنیٰ پوهېږم او په حقيقت کې زه تاسو درک کولې شم؛ خو هغه څه چې زه يې تاسو ته ويل غواړم هغه دادي، چې تاسو هېڅ غم مه کوئ زه به نه يوازې دا چې خپل مسؤليتونه په ښه توګه تر سره کړم؛ بلکه ستا سره به هم د مسؤليتونو په ترسره کولو کې مرسته کوم، که ته زما د ژوند ډيوه نه شې کېدی زه به ستا د ژوند څراغ شم او ستا ژوند ته به رڼا راولم، که ته د يوازيتوب په دنيا کې ورکه يې، زه به ستا ملګری شم او له دې دنيا څخه به دې وباسم او که ته د خاموشۍ په عالم کې تم شوې يې، زه به درته د يوه خوشحاله ژوند زمزمه شم او ځان به ستا تر غوږو در ورسوم او په دې توګه به دې له دې ټولو حالتونو څخه پورې باسم.

له دې خبرو وروسته ډاکټر حشمتي مينې ته نږدې په بل کاوچ کې کښېناسته او داسې حال کې چې مينې ته يې مخامخ کتل، خپلې خبرې يې داسې پسې اوږدې کړې:

_ښه نو اوس پاتې شوه د زړه د ماتېدو خبره، زه دا منم چې د انسان زړه لکه د ښيښې په شان ماتېږي خو ددې ښيښې ماتېدل بيا د عادي ښيښو سره توپير لري هغه داسې چې مينه ( محبت ) کولى شي   په خپلو سحرګرو لاسونو د دغې ماتې شوې ښيښې کوچنۍ، کوچنۍ ټوټې سره ونښلوي او د وخت په تېرېدو سره يې ټول درځونه له منځه يوسي؛ نو ځکه ستاسو دا مهربان زړه به ډېر ژر د پخوا په شان روغ او رمټ شي. اوس نو بس يوه مسله پاتې شوه او هغه هم د بل انتخاب خبره؛ خو ستونزه دا ده چې زه په دې کې هېڅ نه شم ويلې؛ ځکه دا خو يوازې زړه دی چې انتخاب کوي او موږ پکې څه نه شو کولی.

له دې اوږدو خبرو وروسته ډاکټر حشمتي د څوشېبو لپاره غلی پاتې شو مينې هم نور څه نه ويل، هغوی دواړو ټيټې کتلې بس يو لوی خدای ته معلومه وه چې څه يې په فکر کې ګرځېدل . له لږ ځنډ وروسته حشمتي خپلې سترګې مينې ته واړولې او د پوښتنې په دود يې وويل: _مينه جانې ! آيا تاسو د ويلو لپاره نور هم څه لرئ؟

ـ هو !

ـ نو هغه څه دي ؟

ـ زه فکر کوم چې تاسو غواړئ پر ما احسان وکړئ.

ـ ښايي د لومړي ځل لپاره تاسو غلط فکر کوئ.

ـ ولې؟

ـ دا ځکه چې زه پر تاسو کوم احسان نه کوم؛ بلکه احسان خو پر ما د پاک الله له لورې شوى دى.

ـ نو بيا تاسو څه مجبوريت لرئ چې دومره سختۍ پر ځان اخلئ؟ آخر تاسو ولې دا ټول کارونه زما لپاره کوئ؟

ـ زه دې ددې پوښتنې ځواب حتماً درکوم؛ خو په يوه شرط!

ـ شرط؟ کوم شرط؟

ـ په دې شرط چې نور به په دې هکله څه نه پوښتې . سمه ده ؟

ـ سمه ده .

ـ زه ځکه دا هر څه ستا لپاره ځکه کوم، چې زه درسره ډېره مينه لرم.

د دې خبرې په اورېدو سره د مينې په اننګوکې د حيا سره ولګېدل ، سترګې يې ټيټې واچولې او هېڅ يې ونه ويل.

***************

د غرمې پوره دولس بجې وې، چې دوه ټونس موټر د سروبي ولسوالۍ ته څېرمه د سيند په غاړه ودرېدل. له يوه موټر څخه د مينې کورنۍ او له دويم موټر څخه د ډاکټر حشمتي کورنۍ ښکته شوې. د حشمتي خور د مينې خور ته وويل:

_پوهېږې هيلې! ما خو په ټوله لار کې دا سوچ کاوه چې د فريد جان لالا په واده کې به څه ډول جامې اغوندم.

ـ ښه نو کوم تصميم دې ونيوه که نه؟

ـ ولې نه ، د نکريزو په شپه به مينه ورېندار افغاني کالي اغوندي؛ نو زه او ته به يې هم واغوندو بيا به د واده ورځې لپاره پيښورۍ شراره جامې واخلو، زه خو يوه هندۍ سره ساړي هم اخلم …………………….

د يوه موټر ډريور له خپل موټر څخه يو پلاستيکي فرش ويسته او د يوې ونې لاندې يې وغوړاوه او دواړه کورنۍ يو ځای پر فرش کښېناستلې، بيا د مينې او د حشمتي ميندو د هغو خوړو په تيتولو پيل وکړ، چې له ځانه سره يې له کابله راوړي وو؛ خو د مينې زړه هلته کښېناستل ونه غوښتل، هغې خپله چادري پورې وهله او د سيند خواته لاړه او هلته په يوه غټه ډبره کښېناسته، خپلې دواړه پښې يې په اوبو کې کېښودې، سر يې پر زنګنو کېښوده او له يوه اړخه يې روانو اوبو ته کتل. هغې ته د تېر ژوند تېرې ترخې شېبې يو ځل بيا په زړه شوې او ورسره يې يو ځل بيا د زړه پر ساحل د غم څپې واوښتې او رڼې اوښکې يې د سترګو مېلمنې شوې .

کله چې د ډاکټر حشمتي پام شو چې مينه هلته لرې يوازې ناسته ده؛ نو هغه هم خپله او د مينې برخه ډوډۍ واخيسته، دمينې خواته لاړ او په داسې حال کې چې د مينې څنګ ته په بله ډبره کښېناسته ويې ويل:

ـ ته ولې له هغه ځايه دلته راغلې؟

ـ هسې دا ځای مې خوښ شو .

ـ سمه ده جان اوس به ډوډۍ وخورو.

ـ که رښتيا ووايم اوس مې ډوډۍ زړه ته نه کېږي زه يې بيا وروسته خورم.

_آيا تا لا هم هغه پخوانۍ پيښه نه ده هيره کړې؟

د حشمتي له خبرې سره سم د مينې پر ژبه د هغې خپل دا شعر جاري شو:

د ژوندون هر ه شيبه چې

دزمان پر اوږو درومي

که خوږه وي

که ترخه وي

د سوچومو په پرده کې

بس تصوير يې پاتې کيږي

يا د زړه پر مسند کښيني

لکه مينه ابدي شي

يا د خوب په شانې تير شي

خو تعبير يې پاتې کيږي

د حشمتي دې ته پام شو چې مينه د خبرو پر مها ل هغه ته له مخامخ کتو څخه ډډه کوي؛ نو ځکه يې په خپل لاس د هغې سر پورته کړ او سم د لاسه يې د هغې سرو سترګو ته پام شو.

د مينې تور کتان افغاني کالي په تن وو، چې په لاس باندې سور خامک ورباندې شوی و. په غاړه يې له تورو غميو څخه جوړ يو نری شانته اميل پروت و، چې هغې ته ورته غوږوالۍ يې هم په غوږو وې. سرو ويښتانو يې د څادري له خولۍ څخه پر سپين مخ او سپين ټټر لارې جوړې کړې وې، چې د باد په لګېدوسره هرې خوا ته نڅېدلې. حشمتي اوږد مهال له مينې سره سترګې وجنګولې. هغه د مينې په سترګو کې يو عجيب شانته معصوميت وليده او ورته د ماشوم په شان پاکې او سپېڅلې ښکاره شوې. څه شېبه دواړو څه نه ويل؛ خو حشمتي دا سکوت مات کړ او په مينه يې وويل:

ـ آيا هغه څه چې زه يې ستا په سترګو کې وينم ته يې هم زما په سترګوکې وينې ؟

ـ هغه څه چې زما په سترګو کې دي، کله دې هم خدای (ج) ستا په سترګو کې نه راولي .

ـ ولې ؟

ـ ځکه چې زه يې د ليدو زغم نه لرم.

ـ هغه څه دي چې ته يې زما په سترګو کې د ليدو توان نه لرې؟

ـ هغه د غم دا اوښکې دي .

ـ تا خو دا ډېر په اسانه وويل؛ مګر ته چا خبره کړې يې چې زه ستا په سترګو کې د دې اوښکو او د دومره ژور غم د ليدو تحمل لرم؟

ـ ته بايد ځان له دې حالت سره روږدى کړې.

ـ نه مينې نه ! زه به له دې حالت سره کله هم ځان آموخته نه کړم؛ بلکه د دې حالت د بدلون هڅه به وکړم. زه به د ټولې دنيا خوښۍ راوبولم، چې ستا په زړه کې له هر غم سره مقابله وکړي او بيا به ستا روح، ستا زړه او ستا دا دواړه ښکلې سترګې بس د خوښيو ځالې وي. دا زما ژمنه ده ، خو اوس؟

ـ خو اوس څه؟

ـ خو اوس يوه خوږه مسکا .

له دې خبرې سره د مينې ګلابي شونډې يوې نرۍ مسکا وپوښلې او په آرامۍ سره يې خپل سر د حشمتي پر اوږه کېښوده.

***************

د کابل ښار د رابعه بلخي روغتون په دهلېز کې د تل په شان نن بيا شور ماشور جوړ و. د ناروغانو سره د راغلو پيوازانو په څېرو کې د وارخطايۍ نښې له ورايه ښکاريدې. د چا ناروغ تر عمليات لاندې و، د چا د ناوغ ولادت ته لا څه وخت پاتې و او ورته اندېښمن و او ځينو بيا خپلو ناروغانو ته د درملو د رسولو په موخه بيړه درلوده. د دې ترڅنګ په دهلېز کې د ډاکټرانو تګ راتګ هم ډېر ترسترګو کېده چې په لوړ غږ يې نرسانو ته سپارښتنې کولې او نرسانو به بيا د روغتون نورو کاريګرو ښځو ته ويل چې څه وکړي او څه ونه کړي. همدا راز له شاوخوا کوټو څخه د ناروغو مېرمنو د نالښتونو، زګيرويو آوازونه او ورسره ورسره د نويو زيږېدليو ماشومانو د ژړا غږونه هم پورته کېدل، چې دا ټول غږونه سره لاس په لاس شوي او يوه له شوره ډکه فضا يې رامنځته کړې وه.

هره شېبه به د روغتون مخې ته موټر درېدل او ناروغانې به ښکته کېدې او همداسې له روغتون څخه د ناروغانو د بېرته رخصتېدو لړۍ هم پسې غزېدله، چې په دغه لړ کې د تورو ښيښو لرنکي موټر څخه دوه څادري لرونکې ښځې ښکته شوې. ښکارېدې چې يوه يې ناروغه ده او دويمه ورسره راغلې؛ ځکه هغه يوه چې ناروغه وه، سمه په لاره نه شوه تللی او دويمې مېرمنې ورسره په تګ کې مرسته کوله. شېبه وروسته هغوی هم د روغتون له شوره ډک دهلېز کې پل کېښود او د ننوتو سره سم ناروغه مېرمن سم له لاسه دروازې ته نږدې په څوکۍ کښېناسته او ورسره بلې مېرمنې خپله او د هغې څادري لرې کړه.

ناروغه مېرمنه چې اميدواره وه او بې له شکه د ولادت په موخه روغتون ته راغلې وه ډېره ځوانه وه؛ خو ژور درد يې رنګ د کورکمند په شان ژېړ اړولی و. هغې خپل دواړه لاسونه خېټې ته نيولي وو او له ډېره درده يې خپل ټيکری په خوله ننوېستی و،چې غږ يې جګ نه شي او د مار په شان په خپل ځان تاوېدله . دويمه مېرمنه چې يو څه زړه وه او له خبرو څخه يې ښکارېده چې د ناروغې ښځې مورده، هغې هڅه کوله چې خپله لور په خپلو خبرو صبر ته راوبولي. شېبه لا نه وه اوښتې چې يوه قابله له څنګ کوټې څخه رابهر شوه سپينه چپن تور ټيکری او تور پتلون يې په تن وو. ښکلا او پاکي يې له څېرې څخه ورېدل، هغې په ډېره مهربانۍ سره زړې ښځې ته وويل :

ـ مور جانې څه خبره ده؟

ـ زما د لور حال ډېر خراب دی، ډاکټر صيب بيړه وکړئ او غم يې وخورئ!

ـ تاسو غم مه کوئ هر څه به خدای ( ج) سم کړي.

ددې خبرې په ويلو سره قابلې د تذکرې د راوړلو اوعاجل اتاق ته د ناروغ د وړلو سپارښت ورکړ، چې په دې وخت کې يوه ډاکټره هم راغله او هلته ولاړې قابلې ته يې په خطاب وويل:

مينه جانې څه خبره ده؟

ـ د دې ناروغې حالت کړکېچن ښکاري، ما ويل چې د معايناتو لپاره يې عاجل اتاق ته بوځي.

ـ سمه ده ګرانې، راځه اوس به يې معاينه کړو.

او د دې لنډو خبرو وروسته مينه او هغه ډاکټره دواړه عاجل اتاق ته ننوتې. مينې سره د ډاکټرې له چلند څخه داسې ښکارېده چې مينې اوس د وزير اکبرخان روغتون په شان د رابعه بلخي روغتون هم خپل کړی دى. هغه وروسته له دې چې پېښور ته لاړه او واده يې وکړ، همهغلته يې د نرسنګ په برخه کې خپلې زدکړې هم په يو لنډ وخت کې سرته ورسولې. وروسته له خپل خاوند ډاکټر حشمتي سره بېرته کابل ته راغله او د رابعه بلخي په روغتون کې يې د يوې زړه سواندې، مهربانې او د يوې ښه چلند لرونکې قابلې په توګه په کار پيل وکړ، د هغې همدا ښې ځانګرتياوې د دې لامل شوې، چې ډاکټرانو، نرسانو او د روغتون نورو کارکوونکو به د هغې ډېر درناوی کاوه او موقف يې هم داسې وه لکه د يوې رښتينې ډاکټرې.

له لږ ځنډ وروسته مينه له عاجل اتاق څخه رابهر شوه د ناروغې مېرمنې مور چې د باندې يې د خپلې لور د روغتيا د څرنګوالي معلومېدو په انتظار کې ناسته وه، د مينې په ليدو يې د هغې په لورې منډه کړه او په وارخطايۍ سره يې وويل:

_ زما لور څنګه ده ؟

ـ هغه ښه ده؛ خو عمليات ته ضرورت لري، ماشوم يې بايد له خېټې واخيستل شي.

ـ عمليات؟ بې له عملياته بله چاره نشته؟

ـ نه تاسو هغه ډېره ناوخته روغتون ته ورسوله، آيا له کوم لرې ځای څخه مو راوستې؟

د مينې له دې پوښتنې سره سم د زړې ښځې له سترګو څخه اوښکې راغلې، پلو يې سترګو ته ونيوه او په ژړغونې غږ يې وويل:

_څه درته ووايم لورې! نه له لرې ځايه راغلي يو او نه ناپوهه يو؛ خو څه وکړو چې له ناپوهه خلکو سره مو سر شوی.

ښځې خپلې اوښکې په ټيکري پاکې کړې او په غمجن غږ چې پښيماني پکې له ورايه ښکاريده، وويل:

_ته پوهېږې زما دا لور چې اوس د کوچۍ په شان ښکاري، هغه مخکې د اقتصاد د پوهنځي په دريم ټولګي کې وه؛ خو څه وکړم هسې نصيب يې په اور وسوله، د خوارې له داسې خلکو سره سر شو چې ښځې ورته د دوه توتو قدر ارزښت هم نه لري، له نوکر سره به څوک داسې چلند نه کوي لکه دوی چې يې زما له لور سره کوي.

له دې خبرو سره د ښځې ستونی له غصې ډک شو، هغې په خپل ټيکري د خپلو روانو اوښکو د پاکولو هڅه کوله چې مينې ورځنې په آرامۍ سره وپوښتل:

آيا هغوی دې ته، ډاکتر ته د تلو اجازه هم نه ورکوله؟

ـ نه کنه کاشکې يې ډاکټر ته پرېښې وای اوس به په دې حال نه وه، هغه له ډېره وخته ناروغه وه خو هرځل چې به يې خپل خاوند ته د ډاکټر د تللو ويل هغه به ورته په غصه شو، ويل به يې چې زموږ په کور کې هرې ښځې نهه ، لس ماشومان زيږولي؛ خو تر اوسه يوې هم د ډاکټر مخ نه دی ليدلی اوس ستا زړه دی چې په دا يوه ماشوم په ډاکټرانو سر شې.

د زړې ښځې خبرې لا نه وې ختمې چې يوې نرسې د درملو يوه نسخه راوړه او زړې ښځې ته يې د ورکولو پر مهال وويل، چې دا درمل بايد ژر راوړې؛ ځکه ناروغ بايد ژر تر ژره عمليات شي. مينې په مهربانۍ سره وويل:

_مور جانې تاسو اوس دا درمل راوړئ نور کارونه پاک الله ته وسپاره څه چې د هغه رضا وي هغه کېږي.

زړې ښځې نسخه واخيسته او بې له دې چې نور څه ووايي له خپله ځايه پورته شوه او د بهر په لورې روانه شوه.

مينه څوشېبې همهغلته ولاړه وه، داسې ښکارېده چې د ښځې خبرو ورباندې ژور اثر کړی دی، هغه لږه شېبه په څه فکر کې ډوبه شوه؛ خو د يوې بلې نرسې غږ يې د سوچونو مزی ور پرې کړ، چې له ورايه يې نارې وهلې:

_مينه جانې ، مينه جانې! تاسو ډاکټره سليمه غواړي.

ـ سمه ده جان دادی ځم.

***************

پوره درې ساعته وروسته د زړې ښځې د چيغو او ژړا غږ ټول روغتون په سر اخيستی و، هغې خپله ځوانه لور له لاسه ورکړې وه.

هو! د هغې لور د عمليات لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ خو ماشوم يې چې نجلې وه، ژوندۍ پاتې شوه.

په دې ماتم کې هغه يوازې نه وه؛ بلکه ټول روغتون ورسره ژړل او په غم کې يې ځانونه شريک کړي وو. اوس نو له روغتون څخه د ځوانې مېرمنې د جنازې د وړلو وخت هم رارسېدلی و، هغه نوی زيږدلی ماشوم لا د مينې په غېږ کې و، هغې په داسې حال کې چې د نورو په شان يې له سترګو د اوښکو سېلاب روان و، د کوچني ماشوم مخ ته يې کتل، هغې ماشوم ته چې لايې دې دنيا ته د راتلو څو شېبې نه وې تېرې شوې، چې د خپلې مور په له لاسه ورکولو سره يې د داسې يوه لوی غم څکه وکړه چې ان تر مرګه به يې د دې ناورين سيوری پر ژوندانه خور وي، که څه هم اوس دا د دنيا له لوبو نه ناخبره د ناز پر خوب ويده ده. مينې د ماشوم مخ ښکل کړ او هغه يې خپلې سينې پورې ټينګه ونيوه چې چاورته وويل چې د ماشوم پلار هلته بهر د روغتون په انکړ کې ولاړ دی او دا کولی شي چې ماشوم هغه ته وسپاري. مينې خپلې اوښکې پاکې کړې، د ماشوم مخ يې يوځل بيا ښکل کړ او د انګړ په لور روانه شوه. کله چې مينه له دهلېز څخه بهر شوه نو وره ته نږدې يې ناڅاپه سترګې په اشرف خان ولګېدې، اشرف خان د مينې په ليدو ټکنی شو؛ خو مينه لکه چې ګومان يی پر يقين بدل شوی وي، بې له دې چې د اشرف خان په ليدو حيرانه شي په مصممو قدمونو راغله او د اشرف خان مخې ته ودرېده، خپلې سترګې يې د اشرف خان په سترګوکې ښخې کړې او په داسې حال کې چې د قهر او کرکې اور يې په وجود کې لګېده، په جدي لهجه يې په خبرو پيل وکړ او ويې ويل:

_ښه نو ددې مظلومې مېرمنې خاوند او د دې بد بختې ماشومې پلار تاسو ياستئ. تاسو ويل کنه؟ چې ښځه يا خو د کور ده، يا د ګور؛ نو هغه دی تر اوسه ستاسو مېرمن ستاسو په کور کې وه، اوس يې ګور ته يوسئ. زه پوهېږم چې دا کار ستاسو لپاره هېڅ فرق نه کوي، لومړی مينه ورپسې دا خدای بښلې او له دې وروسته به کومه بله خواره نجلې، تش د ښځې په نامه راولئ او خپله وينځه به ورځنې جوړه کړئ . زه ستاسو سره هېڅ کوم زړه سوی نه لرم؛ خو افسوس د هغه زړه کوم، چې له آرمانونو څخه ډک تورو خاورو ته ځي، آرمان خو د ځوانۍ د هغه بڼ کوم چې د پسرلي د رسېدو سره سم ورباندې د مرګ خزان نازل شو خو ددې ټولو مسؤل ته يې فقط ته!!!

د مينې حالت شېبه په شېبه له واکه وته، هغه سر تر پښو ټوله لکه پاڼه رېږدېده. له سترګو څخه يې د اوښکو پرځای د کرکې اور شغلې وهلې، په غږ کې يې يو عجيب شانته احساس ځای نيولی و، تا به ويل چې دا غږ يوازې د مينې نه دی؛ بلکه درې غږه يو ځای شوي، يو د مينې غږ، بل د دې کوچني ماشوم غږ او دريم د ماشوم د خدای بښلې مور غږ؛ خو اشرف خان هېڅ نه ويل. هغه د خپلو اخلاقو پر خلاف نن غلی ولاړ و او ښکارېده چې د مينې خبرو ورباندې ژور اثر غورځولی دی. هغه خپل لاسونه اوږده کړل، چې له مينې څخه ماشوم واخلي، د دهلېز دروازه خلاصه شوه او د ځوانې ښځې مړی يې له دهلېز څخه ووېسته. د مړي په ليدو سره د مينې طاقت يو ځل بيا پاى ته ورسېد او په ژړغوني آواز يې اشرف خان ته په خطاب وويل:

_اوس به مو خامخا زړه سوړ شوی وي، يوه مو د لېونتوب تر بريده ورسوله، بله مو د مرګ کندې ته وغورځوله. اوس د دې ماشومې وار دی، دې ته هم خپله سزا ورکړئ؛ ځکه دا هم مجرمه ده او د دې جرم همدا دی، چې خدای يوه نجلی پيداکړې ده؛ نو ځکه هر زور زياتی چې مو له وسې کېږي سرفه ورباندې مه کوئ او هر دردونکی سرنوشت چې مو خوښ وي ورباندې ګرفتاره يې کړئ.

نور نو په مينې کې د خبرو کولو وس هم نه و پاتې، د هغې روحي حالت له حده وتلى خراب و او دومره تر فشار لاندې راغلې وه چې نور درېدل هم ورته ګران و؛ نو ځکه يې ماشوم اشرف خان ته ورکړ. اشرف خان چې په منځ کې ولاړ پاتې شوی و، يو ځل يې ځير ځير د مړي خواته وکتل، بيا يې ستر ګې د مينې خواته واړولې شېبه يې هغې ته وکتل، بيا يې له هغې هم سترګې راواخيستې او خپل ماشوم ته په کتو شو؛ خو دا چې هغه مهال د اشراف خان په زړه کې څه تېرېدل، دا خو بس يو خدای ( ج) ته معلوم دي او بس.

د روغتون له دروازې څخه د امبولانس غږ تر غوږو شو، څو کسانو جنازه جګه کړه او د امبولانس په لورې يې بوتله اشرف خان هم ورو ورو د خپلې مېرمنې د جنازې تر شا روان شو؛ خو مينه په خپل ځای کې ولاړه پاتې وه، هغې د يوه ګام د اخيستو توان هم نه درلوده. بس په سترګو يې هغوی څارل؛ خو سترګو يې هم ورسره ډېره ملتيا ونه کړه، شېبه لا تېره نه وه چې په سترګو يې هم توره شپه شوه، ځمکه يې له پښو وښوېده او بې هوښه پر ځمکه پرېوته .

پاى

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب