د طوفان وارثين
وروسته له هغه چي د بهرنيانو چاپې او شپني عمليات زيات سول، د تحريک غړي بيرته کرار کرار منسجم سول. دفترونه شروع سول، تشکيلات جوړ سول او بيرته منظم هر څه تيار سول. هيڅوک نه پوهېدل، چي دا تشکيلات او تنظيمات څوک کوي. يواځي دونه معلومه وه، چي له چاپو فراره، له حملاتو راتښتېدلي او له زاندنو راخلاص سوي را ډېرېدل او جګړې کش اخيستی. تر څو د کارونو د ښه تنظيم له پاره د کوټي شورا جوړه سوه، چي هر څه ئې رهبري کول. هر څه د لوی ملا صاحب په نوم وه او طالبانو اطاعت کاوه. تر څو د همهغو له لوري، چي دوهم ځل ئې تحريک په غير مستقيمه توګه خبر خپور سو، چي لوی ملا صاحب مړ دئ. تحريک څو ډلي سو. خو وروسته هغوی، چي ډلي ئې بېلي کړي وې، يو په بل پسي ووژل سول او له څو ناستو وروسته نوی آمر وټاکل سو.
نوی آمر نسبتاً معتدل او اولسي تاجر سړی وو. هغه د جګړې د ختمولو له پاره هڅي شروع کړې. بالاخره هغه هم په پاکستان کي ډرون وويشتی. ډېرو ويل، د سولي قرباني سو. پر خپل سر ئې سوله کول. لنډه دا چي د سولي خبره تر منځ ووتل. د پېښور شورا جوړه سوه او جګړې تر پخوا لويي او تشکيلات زيات سول. د طالبانو پخوانی د مدرسې ملا او قاضي القضات د نوي آمر په توګه وټاکل سو. هغه تر ډېره مصلح سړی بلل کېدی. بيا يو وخت داسي هم راغلی، چي آوازې خپرې سوي، چي په کچلاغ کي په يوه چاودنه کي هغه، وراره او ورور ئې شهيدان سوي دي. خو دا خبره هيڅ کله تائيد نه سوه او د کوټي شورا همهغسي رهبري شورا او قوي پاته سوه.
کله چي د امريکا جمهور رئيس طالبان له توره ليسته و ايستل، مذاکرات ئې پيل کړل؛ کوټي شورا نوی تشکيل اعلان کړ.
د لوی ملا صاحب قلم مخصوص اغا صاحب د سياسي دفتر مشر سو. د لوی ملا صاحب زوی د جګړې ټول مشرتوب پر غاړه واخيستی. جګړې شدت واخيستی. د امريکا نوي رئيس جمهور په لومړۍ بيانيه کي وويل، چي د افغانستان جګړه پای ته رسوي. نو خاص استازی ئې مذاکراتو ته وټاکی. خاص استازي په قطر کي، چي د امريکا خاص دوست هيواد او همکار دئ؛ دوی ته امکانات برابر کړل او مذاکرات پيل سول.
د مذاکراتو لومړی شرط له باګرام، ګوانتنامو او نورو زندانونو څخه خپل خاص خلک وغوښتل. بالاخره له اوږدو خبرو او چنو د دې بنديانو د آزادولو پرېکړه وسول. د افغانستان حکومت چا د خيرک مور هم نه بلل. بنديانو ته د افغانستان دولتي پاسپورټونه ګوره چيري جوړ سول او ټوله په عزت کوټي ته انتقال سول. هغه بنديان، چي پرون د همدې پاکستان په خوا په کشولو امريکا ته تسليم سول؛ نن په ډېر لوړ پرتکول او عزت بيرته په پاکستان کي په رسمي پرتکول کي ګرځېدل.
د نړۍ بېشرمي او د افغانانو بېوسي ټولو ليده. د ارزوګان اولسي مشر او د لوی ملا صاحب د ځوانۍ يار يوه ورځ ځولنې په پښو، هتکړۍ په لاسو کي کشول کېدی؛ نن د مرسډيز ډيپلوماټ بينز دروازه له سلامۍ سره خلاصېده. د نړۍ دوهم مفکر د پوهنتون پروفېسور ته پرون د امريکا ټول پارلمان پنځه دقيقې ولاړ وو؛ چکچکي ئې کولې، نن ئې لېونی بلی. دا د افغان غميزي رښتينی انځور وو. هر چا ليدی، خو يواځي افغانان ول، هر څه ته ئې په وازو خولو کتل او هيڅ ئې نه ويل او هر څه ئې يو پر بل تاوانول.
د کوټي په شورا کي نن د نوي پړاو خبرو له پاره خاصه غونډه وه. د غونډي مشري د پخواني قاضي القضات او نوي آمر خسر کول. څنګ ته ئې يو نوی سړی ناست وو. په عمر پوخ معلومېدی، خو ډېر ملا وشمه نه وو. فېشني، خو پر شرعه برابر سړی وو. بل څنګ ته ئې د طالبانو مفتي ناست وو. ده په شرعه او اسلامي حقوقو کي ډېر کتابونه ليکلي ول. د کندهار د ميوند وو. مخامخ ئې د لوی ملا صاحب يار او د طالبانو د رهبرۍ تر ټولو پخوانی مسؤل د ارزوګان ملا صاحب ناست وو، چي تازه ازاد سوی وو. څنګ ته ئې د شمال مشهور د اول خط قومندان ناست وو، چي په کلايي جنګي کي د ګلمجم ملېشو امريکايانو ته تسليم کړی. له هغه سره په څنګ کي ناست کس د شمال بل مشهور قومندان د غزني ملا صاحب وو. لږ کښته د لوی ملا صاحب ورور او د لوی ملا صاحب زوی، چي اوس ئې د جګړې ټوله قومنده پر غاړه وه؛ ناست وو.
سور ږيري مولوي صاحب، چي د آمر او د مفتي دواړو خسر وو؛ خبري شروع کړې. د جهاد بريا د مذاکراتو په اړه اوږد وږغېدی. بيا ئې غاړه تازه کړل، ول: قضا او تقدير په تدبير نه بدليږي. د دې له مخي چي په يوه لوی راز مو خبر کړم، اول وعده اخلم، چي دا د مظلومانو کاروان به يواځي نه پرېږدو او له نفساني خواهشاتو به تېريږو او اصلي هدف ته، چي د خدای(ج) د دين حاکمول دي؛ رسېږو. تر يو لک زيات شهيدان مو ورکړي دي او نږدې شل کاله بې کوري او زندانونه مو کاټ کړي. لاسونه پورته کړئ، چي شهيدانو ته يو دعا وکړو او ځان ته يو د خير او آرامۍ انجام.
له دعا سره ئې غاړه تازه کړل، ول: زما څنګ ته ناست کس لنګوټه ئې تړلې، ماسټري په شرعياتو کي لري او په عصري علوم کي ئې هم پخې زدهکړي کړي دي. د قاضي القضات صاحب د لاس لکړه او د هغه روزلی دئ. دا دوه نيم کاله د امارت ټولي برياوي د لوی ملا صاحب د ورور، زوی او خاصتاً د ده برکت دئ. موږ دی د رهبري شورا مسؤل او د ټولو په بيعت مشر ټاکلی دئ. خبره سپينه ښه ده، خو تر خپل منځ؛ نه بهر. آمر صاحب د کچلاغ په چاودنه کي سخت زخمي سو. زما او د مفتي صاحب او درو نورو مشرانو په حضور کي، چي يو ئې مړ دئ؛ دوه ئې دغه دي ناست دي؛ په شهادت ورسېدی او دی ئې خپل ځایناستی وټاکی. او دا وصيت ئې وو، چي تر څو د خدای پر مځکه د خدای حکم نه وي جاري سوی، د فتنو وخت دئ. زما د مرګ خبر مه خپروئ، دی زما په نوم مشهور کړئ. که ئې اهليت نه درلودئ، بل څوک وټاکئ؛ خو اعلان مه کوئ. د ده د اهليت زه ضمانت کوم او زما پشنهاد هم دا دئ، چي دا خبره همداسي وساتو او نورو کارونو ته ادامه ورکړو، تر څو ګډوډي جوړه نه سي.
د اروزګان مولوي صاحب غاړه تازه کړه. په ژړغوني آواز ئې وويل: د مولوي صاحب سره دي خدای(ج) ښه وکړي. موږ د هدف له پاره مبارزه کړې. زه د ټولو په نمايندهګي درته وايم، چي موږ پر رهبرۍ هيڅ بحث نه لرو. هر څوک چي وي، بحث د آزادۍ د اخيستلو او د جهاد د کاميابېدلو دئ.
بيا وروسته نوي آمر خبري شروع کړې. له خبرو او فصاحت او بلاغت ئې په داغه اول مجلس کي ټول پر ځان مين کړل او هر يوه غوښتل، مشورې او لارښووني ئې واوري.
د فاتحو، ټاکونو او نورو مسايلو وروسته خبري شروع سوې، چي څنګه مذاکراتو ته ځو او څنګه معزله راټولوو. په دې وخت کي يو هډور سړی راننوتی او ټولو يو ناڅاپه مکمله موضوع واړول او خبري پر بل شي شروع سوې. خبري نوري ټولي عامي او عادي سوې.
له مجلس څخه وروسته راغلو درو نوو آزادو سوو ته په يوه مخصوص اطاق کي د لوی ملا صاحب زوی کيسه کول، چي دلته هم پاکستان او هم استخبارات کسان لري او ټول حال ځغلوي. موږ بايد خپل کارونه ډېر په هنر وکړو. کورنۍ مو ټولي له دوی سره ضمانت دي. ډېر خطر راته پېښولای سي. دا هډور سړی د اولي دورې هم د دوی غټ سړی وو؛ موږ نه وو په خبر.
دی نه يواځي دا چي زموږ احوال ځغلوي؛ د هغوی حال او احوال هم راوړي. فرمايشونه، لارښووني او امکانات ټول د ده په لاس کي دي. ډېر پام مو اوسه. هره دقيقه مو خبري ثبتېدلای او مشکل جوړېدلای سي.
د ارزوګان مولوي صاحب سر وښوروئ، چي نړۍ په موږ څه څه و نه کړل، خو موږ لا هم د دې نه سوو، چي خپلي فيصلې خپله وکړو. هم شل کاله ورسره وجنګېدو، هم اوس حکومت ورسره جوړوو. پرون ئې کافر ته په لاس ورکړم، نن مي لاسونه مچوي.
په دې وخت کي د غزني مولوي صاحب وويل: خو ځکه درته وايم، چي د مکتبونو چاره بايد ژر وکړو او خپل هلکان لوستي کړو، چي د دې خلکو مخه ونيسو.
د جنګ قومندان وويل: مکتبونه به ئې بيا راته کافران کړي.
په دې وخت کي د تګ ږغ وسو او دوی ميدان ته روان سول، چي په مذاکراتو کي برخه واخلي.
د طوفان د الوتلو بهير پيل سو او د طوفان له مخي د وروستيو موانعو ليري کولو ته له هره ځايه حرکت پيل سو.
د طوفان کور او تم ځای
دا تر اوسه لوی سوال دئ، چي نږدې دوه زره کوره طالبان قطر ته څنګه ولاړل؟ قطر په نړۍ کي د امريکا تر ټولو نږدې متحد دئ. هلته مذاکرات تر سره کول او مخکي له مخکي هلته د دفتر خلاصول او د کورنيو انتقال څه معنا درلودل. طالبانو نږدې يوولس کاله دفتر درلودی. دا دفتر به د سياسي فشارونو له امله کله وتړل سو او کله خلاص. هغه وخت چي د پروژې بله برخه پيلېدل، د دې دفتر رئيس او د لوی ملا صاحب قلم مخصوص، چي يو له نابغهترينو انسانانو څخه وو؛ استعفاء ورکړل او يا هم استعفاء ته مجبور سو.
بيا څه وخت د دې دفتر خبري نه وې. د مذاکراتو د نوي دور له پيل سره، کله چي امريکا خپل استازی وټاکی؛ دې دفتر هم نوی رئيس پيدا کړی او د اروزګان مولوي صاحب د دې دفتر رئيس سو او مذاکرات پيل سول.
طياره چي کله د قطر هوايي ميدان ته ورسېدل؛ لمر تازه راختلی وو. دوی چي له طيارې کښته سول، د اروزګان مولوي صاحب طيارې ته وکتل. ول: دا طياره څنګه د امريکايانو طيارې ته سوې ده. که دا په عربي قطر نه وای ليکلی او بيرغ د قطر نه وای؛ بيخي دي شک ولاکه په کښي کړی وای.
هغه هډور د هلمند ملا وويل: طيارې خو ټولي وي د کفارو؛ مازي ئې نومونه او بيرغونه ور اړوي.
د هغه په دې بدخونده ټوکه ټولو بد بد ورته وکتل. کله چي دوی د قطر دفتر ته ورسېدل، د وخته ټول راغلي ول. له ټولو سره معرفي سول.
د اروزګان مولوي د وخت سړو او تودو ډېر تکړه کړی وو. د خلکو پېژندل ئې سخت زده کړي وه. د شپې چي کله د خپلو خاصو ملګرو سره يوځای سو؛ د لوی ملا صاحب زوی، ورور، د شمال د خط دواړه قومندانان، د استخباراتو پخوانی مسؤل، د پنجوايي مفتي صاحب او يوه بل ملګري ته، چي ده ډېر باور په درلودی؛ هغو ته ئې وويل: کيسه اوس د جنګ له ميدانه راووته، د سياست ميدان ته راغله. دلته هر رکم خلک سته او زموږ په خپل قطار کي بايد اول خپل خلک وپېژنو او ورته اماده اوسو. په موږ کي هم جاسوسان او سل فسق و فساد والا سته، چي بايد ورته پام مو وي. لويه لاره مو وهلې، خو هغه د خړپ او ترپ لاره وه. اوس د سوچ، د فکر کيسه ده. نو جاسوسانو، د بل اجنټانو او هر رکم خلکو ته مو بايد پام وي. زه د نن له ليدلو څخه په څو کسانو سخت مشکوک يم. تاسي به هر يو يو – يو نفر پر غاړه اخلئ، تعقيبوی به ئې او کنټرولوی به ئې.
دا نري برېتونه چي ئې دي او ږيره ئې توره کړې ده، نوم ئې لا ولاکه د افغانانو وي؛ سم دم مېجر معلومېږي. پام ورسره کوئ. دا ږيره او برېتونه ئې لا مصنوعي را معلومېږي. دی وايي زه د پکتيا يم، خو په پکتيا کي ئې دوه خلک نه پېژني.
د دا لوی خېټي بغلاني سره مو هم پام وي. ده بغلان دونه نه دئ ليدلی، لکه اسلام آباد. د مجاهد به دونه بدنه وه؟ ما ته وهابي را معلوميږي. دونه له تکبره ډک عالم ما ولاکه تر اوسه ليدلی وي.
په دې وخت کي ئې له مفتي صاحب څخه پوښتنه وکړه: دغه کونډۍ سپينه ږيره، چي ئې ده؛ چلتار هم تړي. دا څوک دئ؟ دا چالاکه چالاکه چي کيږي.
هغه ورته وويل: ولي؟ دا دي نه دئ په ياد؟ په هغه بله دوره کي چي وياند وو. په هند کي ئې په توپچي کي زدهکړي کړي دي. بيا ئې په پاکستان کي سبقونه وويل. چالاکه سړی دئ. تر نورو ډېر ټينګ ټينګ کېږي او بل دا د فوج د له منځه وړلو او نوري کيسې ټولي ده ګرمي کړي.
بيا بيرته د اروزګان مولوي صاحب وويل: خير چي هره بلا دئ، پر پام مو اوسه. او پاته سو دا د هلمند پنډ مولوي، خو ما له پاکستانه لا نه راوستی. د دې وروڼه د پاکستان د ملا فضلو خاص خلک دي. دا خو ګرسره زه له نورو مهمو مجلسو څخه باسم. دا د علومو اکاډميو پخوانی سړی مي په هغه اوله دوره کي هم نه وو خوښ. تر کابل به په اسلام آباد کي ډېر پاته کېدی.
لنډه دا چي د قطر خبري پيل سوې او دغه خبرو پوره اته لس مياشتي د پيشي او موږک لوبه وکړه. دغه اته لس مياشتي په حقيقت کي هغه فرصت وو، چي د افغانستان دننه حکومت او سياسيونو ته ورکول سو. که په خپل منځ کي جوړ سي. مګر دوی ټول د خپلو ځانو ته د ګټو په ټولولو لګيا وه. چا له امريکا سره ځان نږدې کوی، چي په نوې لوبه کي برخه ورکړي او چا له طالبانو سره اړيکي ټينګولې، چي ځان ته ځای او هر څه خوندي کړي. په حقيقت کي دوی لويه کښتۍ ماتول او ځان ته ئې کوچنۍ کوچنۍ تختې ځني جوړولې، چي غرق نه سي.
دا خبرو اتلس مياشتي دوام وکړی. په دې اتلس مياشتو کي د افغانانو په استازيتوب او پلوۍ هيچا خبره و نه کړه، يواځي د امريکا اړيکي او طالبانو پر امتيازاتو بحث وسو. په نتيجه کي يو ښکاره او څو پټ تړونونه امضاء سول، چي په ښکاره خبرو کي ئې د امريکا له نوي اسلامي حکومت سره مرسته وه، چي همدې اولي جملې حکومت نړوى. د بهرنيانو په اتلس مياشتي کي وتل وه او طالبان د افغانستان پر خاوره د امريکا دښمنان نه پرېږدي. که څه هم چي په همدې تړون کي ليکل سوي وه، چي دوی حکومت نه دئ، بلکي طالبان دي؛ مګر په دې تړون کي د حکومت په سطحه غوښتني وې او همدې هر څه چپه کړل.
امريکا د خپل تاريخ تر ټولو بد مخ ښکاره کړی. يو تړون ئې د وطن دننه له خلکو سره کړی وو، بل ئې دباندي وکړی او په دې هيڅ هم نه شرمېدل.
خو په پټه يو بل تړون هم موجود وو. ويل کېدل، چي دوی به په افغانستان کي پنځه نظامي هډې لري، اوولس ولايته به ور پرېښودل کيږي. ولسمشر به استعفاء کوي، په کابل کي به مذاکرات کېږي، د اتلسو مياشتو موقته اداره به رامنځ ته کيږي. يو نوی کس به د موقتي ادارې مشر وي، يو مرستيال به ئې د طالبانو له خوا وي او بل د جمهوريت له لوري. په نتيجه کي به انتخابات کېږي او بيرته سيسټم عادي لوري ته ځي. خو د تړون له تړون کېدو مخکي د اروزګان مولوي صاحب ته د کوټي له خوا احوال راغلی، چي نوی مولوي صاحب او سور ږيری مولوي صاحب او شوراء غواړي، ستاسي د اتلسو مياشتو راپور و ارزوي او بيا تصميم اعلان سي.
CCC
سور ږيري مولوي صاحب غاړه تازه کړه، له ټولو ئې مننه وکړه او بيا ئې وويل: قرآن شريف امر کوي، چي مشوره کوئ او زموږ ستاسي اولسي خبره هم دا ده، چي سلا د مړو هنر دئ. موږ پر تاسي هيڅ شک او شبهه نه لرو، چي تاسي به خدای مه کړه، په دې اتلس مياشتي کي بدي پرېکړي کړي وي. وخت پر وخت مو تماس هم نيولی، راغلي هم ياست او راپور مو هم راغلی، خو اخيري ناسته ځکه ضروري وه، چي په يوه خوله او يوه زړه مخ ته ولاړ سو. زه د ارزوګان مولوي صاحب څخه ډېره زياته مننه کوم، چي په ډېره ښه توګه ئې مذاکرات کاميابه پای ته ورسول. خو موږ غواړو، بلخصوص د مشر مولوي صاحب (نوي مولوي صاحب ته ئې اشاره وه) غوښتنه دا وه، چي يوه اخير جلسه به لا پر وکړو. اوس د دې پر ځای، چي خبر له سره تر اخيره وکړو، ښه به دا وي، چي تاسي خپل راپور مکمل وړاندي کړی. په منځ کي ئې پوښتنه او خبره راتله، بحث به ئې کړو. زه دلته د مشر مولوي صاحب نماينده يم، هغه زموږ خبري اوري.
د اروزګان مولوي صاحب غاړه تازه کړه او بيا ئې وويل: خبره خو په حقيقت کي دا ده، چي موږ اتلس مياشتي يواځي له امريکايانو سره نه، بلکي د ټولي نړۍ سره مذاکرات وکړل. په بېلابيلو سطحو تړونونه وسوه او بېلابېل شرايط وړاندي سول. موږ خو دا لويه جګړه يواځي نه سوای کولای. بېلابېل ملاتړي مو درلودل او بېلابېلي ډلي راسره وې. دوی له مخکي خپل منځي تړونونه درلودل، مګر موږ له هر يوه سره جلا مباحثې وکړې او ټوله له اوسنۍ اجيري ادارې څخه ناراضه دي، ځکه واحده اداره نه ده. هر څوک ئې پر خپل سر ډنګوي او د خپلو ګټو په تلاښ کي دي. چي رښتيا سي، د دوی دغه پاشلي حالت زموږ کار ډېر را اسانه کړی.
موږ مذاکرات اول له ابر قدرتونو او لوی هيوادونو سره شروع کړل، وروسته د سيمي هيوادونو او همسايه ګانو ته راغلو.
اوله خبره له روسانو سره وه، چي په مقاومت او مبارزه کي ئې زموږ سره برخه اخيستې وه. د هغوی له خبرو داسي معلومېدل، چي د امريکا مخنيوی د داعش په خاطر کوي، چي دوی ته ور نه سي او دوهم ئې له امريکا سره پخوانۍ دښمني ده، چي هر ځای ئې بايد ناکامه کړي. په دغه دوو علتونو دوی هم زموږ ملګرتيا ته اړ کړل او هم زموږ سره تړون ته. مګر يو بل شی، چي ما حس کړی، هغه دا وو، چي چينايان او روسان د امريکا خلاف دواړه ملګري دي، مګر داسي معلوميږي، چي چينايان بيا بيرته د امريکا او روس د سترګي خار دي. داسي معلوميږي، چي امريکا او روسان بيا دواړه کوښښ کوي، چي د چين مخه ونيسي او دا کيسه داسي مثلث غوندي روانه ده او په دې منځ کي جرمني هم ګرم ګرم کېږي او ډېري همکارۍ زموږ سره کوي، چي تر ډېره ځايه معلوميږي. کارونه ئې ټوله د امريکا په اشاره دي.
زموږ څخه روسانو درې غوښتني کړي دي: يو دا چي په حکومت کي مو له دوی سره د خواخوږو خيال وساتل سي. دوهم دا چي زموږ له خاوري دوی ته خطر نه وي، بلخصوص د داعش له خوا، چي دوی فکر کوي، امريکا دوی ته جوړ کړي او دريم دا چي له دوی سره ښې اړيکي وپالو.
په بدل کي ئې څلور وعدې کړي: لومړی خپلو پخوانيو مرستو ته به ادامه ورکوي. دوهم به پر نړۍوال سټيج زموږ ملاتړ ته ادامه ورکوي. دريم به د مرکزي اسيا هيوادو تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادو مداخله بندوي او زموږ په ملاتړ به ئې مجبوروي. او څلورم او تر ټولو مهم زموږ مخالفت به نه کوي، بلکي کوښښ به کوي، چي خپل پخواني او اوسني همکاران او خواخوږي، چي هر ځای دي؛ زموږ سره همکارۍ ته حاضر کړي.
په دې وخت کي سور ږيري مولوي صاحب وپوښتل: له يوه کفره تښتو، بل ته ځان ور تسليموو.
هغه پنډ مولوي صاحب په دې وخت کي وويل: مولوي صاحب، خبره اوس تر دې تېره ده. موږ يواځي هيڅ نه سو کولای، حتماً بايد ملاتړي ولرو.
د اروزګان مولوي صاحب بيا وويل: مولوي صاحب خبره خو داسي ده، چي کفار خو ټول کفار دي، مګر موږ بايد تر هغو چي خپل پر پښو درېږو، د عقل تقاضا او د شرعي جواز دا دئ، چي بنده تر خپله وسه پړ دئ، موږ تر هغه ځايه چي توانيږو، خپل زور کاروو، نور نو مجبور يو، تر هغو چي خپل زور پيدا کوو؛ د نورو له زوره کار واخلو.
له هغه وروسته مو له چينايانو سره اوږده مذاکرات او تجارتي او سياسي تړونونه درلودل. په دې وخت کي هغه د لوګر ملا صاحب، چي د فوج او نظامي تشکيلات د له منځه وړلو خبره به ئې همېشه کول؛ په خبره کي را غورځېدی. ول: له روسانو سره اړيکي خو يوه معنا لري، چينايان څه معنا لري؟ له هند سره ئې دښمني ده، له روسانو سره ئې دښمني. هره بلا خوري او حتی بې کتابه دي.
د هغه له دلايلو ټولو حسول، چي مخالفت ئې تر ډېره ځايه د هند او روسيې په خاطر دئ.
په مقابل کي ئې پنډ هلمندي ملا، چي ټولو د جاسوس په سترګه ورته کتل، وويل: چين تر روسيې او نورو هيوادونو شرف لري. د پاکستان د دوست هيواد دوست دئ، زموږ ګاونډی دئ، د مشرکانو هنديانو دښمن دئ، د امريکا دښمن دئ، د کمونستانو دښمن دئ.
دا اخيري نومونه ئې دونه په شدت واخيستل، چي ټولو حس کړل، چي هم ئې د لوګري ملا جواب ووايه او هم ئې يو ډول اختاريه وړاندي کړه.
د پنډ ملا په اړه مشهوره وه، چي چا ته به ئې ماغزه واوښته، هغه په څو ورځو کي به يا په چاپه کي ولاړی او يا به هم ډرون وويشتی. نور که نه وو په جنګ کي به شهيد او زخمي سو.
د ده او وروڼو ئې په اسلام اباد او کراچي کي لوی کاروبارونه هم روا نه وه او د مولانا فضل الرحمن د پارټۍ قوي غړي ول.
د اروزګان مولوي صاحب چي وليدل، چي خبره خرابېږي؛ موضوع ئې بدل کړل. ول: تر نورو به تېر سم، لنډه به وايم، چي درې ډوله تړونونه مو کړي: د ابرو قدرتونو سره، د سيمي له هيوادونو سره او له ګاونډيانو سره.
د سور ږيري مولوي صاحب اعصاب ډېر خراب سول، په قهر ئې وويل: دا وطن د خدای په قهر اخته دئ. هغوی چي دننه دي، هم د نورو ګټي ورته مهمي دي او موږ هم د نورو د ګټو پر سر سره ښکر په ښکر يو.
په دې وخت کي يو کس راغلی او يوه کوچنۍ پرزه خط ئې سور ږيري مولوي صاحب ته ورکړی. هغه خط ووايه، وروسته ئې وويل: د لوی ملا صاحب امر دئ، چي د اروزګان مولوي صاحب مفتي صاحب (چي اوس ئې د قاضي القضات دنده په مخ وړل) او د لوی ملا صاحب زوی دئ، پاته سي؛ نور ټول رخصت ياست.
د ډېرو مخونه وځړېدل او معلومېدل، چي دا خبري د هغو پر مزاج، چي د نورو ډول ته غورځېدل؛ ښه و نه لګېدې، ځکه د ټولو مداخله يو ځل قطعه کړل سول. ټوله يو په بل پسي ووتل او هغه کسان، چي د اروزګان مولوي ئې په اړه شکمن وو؛ ټولو کوښښ کاوه، چي په يوه بهانه پاته سي. د ټولو منځ کي دا ګنګوسه وه، چي اميرالمؤمنين ولي نه راځي؟ خو سور ږيري مولوي صاحب ټول په دې قانع کړل، چي د فتنې وخت دئ، احتياط ښه دئ.
CCC
نوي آمر صاحب په جلا خونه کي ياد کسان وليدل او د اروزګان مولوي صاحب ته ئې وويل، چي مشر مولوي صاحب (اشاره ئې سور ږيري مولوي صاحب ته ده) پر خپل ځای صحيح دئ، مګر ستاسي مجبوريتونه ما ته معلوم دي. دا د تامل زمانه ده، دوستيو ته بايد له نورو زاويو وګورو. زه مولوي صاحب ته وروسته قناعت ورکوم، مګر ما ته له امريکا سره د تړون موضوع خلاصه ووايه. نور د اوس له پاره مهم نه دي.
د اروزګان مولوي صاحب وويل: د امريکا سره دوه ډوله تړونونه لرو او يو هم د تړون د عملي کولو ډول دئ.
په ښکاره تړون کي درې محوره دي:
- د ټولو بهرنيانو وتل له افغانستانه.
- د دوی خلاف له ډلو سره نه يوځای کېدل او نه د افغانستان له خاوري اجازه ورکول.
- او بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه مساعدول.
د سور ږيري مولوي صاحب طاقت و نه سو، ول: د افغانانو او افغانستان په اړه هيڅ بحث نه سته او بل دا اول دوه محوره دريم محور خپله نقضوي. کله چي خبره د بين الافغاني مذاکراتو سوه، بيا نو تضمين زموږ څخه اخلي، خو له نوي حکومته به ئې اخلي.
په دې وخت کي نوي آمر صاحب مداخله وکړه، ول: بين الافغاني مذاکرات يوه بهانه ده، هغو تا ته رسميت درکړی. د حکومت په توګه ئې منلی يې، موږ بايد خوشحاله و اوسو.
د ارزوګان مولوي صاحب وويل: په دغه ځای کي زه هم شکمن يم، ځکه دا يو ډول تېر ايستل دي.
بيا ئې پسي زياته کړه، چي دوهم تړون يواځي زموږ او دوی تر منځ پټ تړون دئ، چي بهر به نه را وځي. په هغه کي د پنځو هډو منل دي، د سفارت منل دي. واک به له کندهارۍ ډلي يعني زموږ او ستاسي سره وي. د شل زره ملکي امريکايانو پاته کېدل دي.
په دې وخت کي د سور ږيري مولوي صاحب مخ له قهره تک سور سو، خو څه ئې و نه ويل. ولاړ سو، ول: زه اوداسه ته ځم. دا تړونونه زما تر سويې لوړ دي. تاسي پوه سه، کار او مسؤليت مو.
د هغه له وتلو وروسته ټول چوپ ول. نوي آمر اروزګاني ملا صاحب ته وويل: دا تړونونه څنګه عملي کيږي؟
هغه ورته وويل: د عملي کېدو ډول داسي دئ، چي اووه لس ولايته به تسليمېږي، مذاکرات به پيلېږي. يو نوی کس به د موقتي ادارې مشر وي، يو کس به زموږ او يو به د جمهوريت لومړی مرستيال وي. موقته اداره به اته لس مياشتي دوام کوي، بيا به انتخابات کېږي او نوی حکومت به منځ ته راځي.
نوي آمر وويل، چي بس تړون پای ته رسوى او له ځان سره موسکی وو. روزګاني ملا صاحب وويل: ما ته يو شی حيرانوونکی دئ او ستا مسکا نور هم شکي کړم. که نوی حکومت راځي نو تړون او تضمين زموږ څخه ولي اخيستل کېږي؟
نوي آمر وويل: سر مه پسي ګرځوه، لوبه زموږ په ګټه ده.
خبري همدلته خلاصي سوې او هيئت د وروستۍ امضاء له پاره وخوځېدی. طوفان ته وروستی شدت ورکول سو او په لا شدت را وخوځېدی او په وړاندي ئې ولاړ خنډونه له نامعلوم لېري کرار کرار لېري کړل سول.