تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) له ۶۰۰ څخه ډېرو پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې له قطر څخه افریقايي هېواد کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه لغوه کړي.
د لیک لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې افغان پناه غوښتونکي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، باید هغو هېوادونو ته ونه لېږدول شي چې امنیتي وضعیت یې نامعلوم او بې ثباته وي.
دا لیک تر اوسه شاوخوا سلو بنسټونو، لسګونو پخوانیو سفیرانو، جګپوړو پوځي څېرو، مذهبي مشرانو او سلګونو پخوانیو سرتېرو لاسلیک کړی دی.
د «افغان ایواک» بنسټ مشر شان ونډایور ویلي چې د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو پخواني لوی درستیز مایک مولن او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان سټنلي مککرېسټل هم د دې لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي.
تر دې مخکې امریکايي رسنیو د ټرمپ ادارې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې امریکا غواړي شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د قطر له «سیلیه» کمپ څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته قطر ته انتقال شوي وو او ورسره امریکا ته د ویزې او لېږد ژمنې شوې وې.
شان ونډایور له «سياېناېن» سره په خبرو کې ویلي چې دا کسان «د امریکا متحدان» وو او د دوی د کمپاین اصلي هدف دا دی چې دغو افغانانو ته خوندي ځایونه برابر شي.
د هغه په وینا، د قطر په «سیلیه» کمپ کې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان د امریکايي پوځ د فعالو غړو د کورنیو غړي دي، خو امریکا ته د هغوی د انتقال بهیر د ټرمپ د حکومت د مهاجرتي سیاستونو له بدلون وروسته درېدلی دی.