Home+د وجود ورکې ټوټې به لټول غواړي! / طارق وزیر

د وجود ورکې ټوټې به لټول غواړي! / طارق وزیر

د پونه مقیمي اثر ( تکه هایی از یک کل منسجم) د رواني برخې د مینوالو لپاره غوره انتخاب دی، ځکه لیکواله کاملاً بریالۍ شوې ده، چې منطقي وغږېږي.
غواړم د خپلې ادعا د اثبات لپاره څو دلایل ووایم.
لیکواله د مطلقیت لیواله نۀ ده یعنې خپل لوستونکي ته فقط یو رواني حالت نۀ مشخصوي چې دا ګټور دی او دا بل زیانمن؛ د مختلفو حالتونو د مثبتو او منفي خواوو اړوند بحث کوي، ممکن یو لوستونکی پۀ ځینو موضوعاتو کې هېڅ بدلون ته اړ نۀ شي، پۀ همغه خپل حالت رواني حالت کې ارامي او قناعت ترلاسه کړي، پۀ همغه حالت کې کوم چې مخکې ورته دردوونکی و. مثلاً لیکواله د اړیکو د ارزښت پۀ اړه بحثونه لري او د سالمو اړیکو د ساتلو  د ارزښت او لارو چارو اړوند خبرې راته کوي، درک را زده کوي، د انسانانو پۀ روان مو پوهوي، پۀ ځانګړو حالتونو کې د سم برخورد اړوند راغږېږي… نو یو ټولنیز انسان مجبور نۀ دی چې ټولنیزتوب پرېږدي او د یوازېتوب لمن ونیسي؛ لیکواله پۀ همغه حالت کې دۀ ته سکون وربښي. خو بل اړخ ته له یوازېتوب رنځیدلي انسان سره هم د زړۀ خواله پیلوي او پۀ دې یې قانع کوي چې یوازېتوب یوه اړتیا ده او باید تجربه شي، څنګه او ولې ځینې اړیکې قطع او انسانان هېر کړي او له دغه شته حالته څنګه ګټه او خوند ترلاسه کولی شي.
بله مهمه خبره داده، چې د ځینو انګیزه شي کتابونو پۀ څېر موږ ته وچ نصیحتونه نۀ کوي او نۀ مو هم له واقعیتونو تېښتې ته هڅوي، لیکواله لومړۍ پر موږ واقعیتونه قبلوي او بیا راته دا هم وایي چې ښه نو اوس څۀ وکړو؟ اصلاً د ارواپوهانو کار همدا دی چې د کولو پۀ طریقه مو وپوهوي.
له حقیقتونو انکار کیسه خرابوي، که فقط خلک راپړسوو خو له حقایقو سره د تعامل چل ور ونۀ ښیو، دا داسې شوه لکه د ونې د ختمولو پۀ نیت یې چې څانګې کټ کړې، خو څۀ وخت وروسته به تر هغې ځواکمنې شي؛ خو که ریښه ووهې کیسه ختمېږي. دې کتاب کې هم له حقایقو انکار نۀ دی شوی د تعامل طریقه را ښودل کېږي او د ستونزو بنیادي حل تشریح کوي.
ځینو روانپوهانو ته چې کله څوک مراجعه وکړي، نو دوی خپل ناروغان قضاوت کوي، چې ممکن د مراجع حالت لا ور خراب کړي، خو ځینې د همدلۍ او پۀ درد کې د شریکیدو خصلت لري او دا د یو ارواپوه کار دی. نو روانپوهانو ته ور زده کوي چې همدلي څۀ ده؟ د یو چا د مشکل جدي ګڼل او د واقعیت قبلول څنګه کېږي، نو محلصینو ته هم ګټور اثر دی.
د کتاب موضوعات پۀ وړو لیکنو کې راټول شوي دي، چې د لوستو پر وخت خسته کن نۀ تمامیږي او پۀ وړو عنوانونو د کتاب وېشل د موضوعات پۀ سم هضم کې کومک کوي.
پۀ ژباړه به هم څو خبرې وکړو:
کله چې کتاب ژباړو، ښه داده چې تر ممکنه حده د لیکوال سبک وساتو، ځکه د هرې موضوع لپاره تکړه لیکوال د ارایې جلا طرز او فورم انتخابوي، نو که موږ پۀ طرز او فورم کې بدلون راوړو، نو مفهوم به انتقال شي خو هغسې به نۀ وي، لکه لیکوال چې دا کار کړی؛ ځار صیب دغه کتاب پۀ هنري نثر ژباړلی دی، د ارواپواهنیزو موضوعات او خاصتاً دغسې وړو لیکنو ته د هنري نثر انتخاب منطقي دی، ځکه لوستونکی د موضوع ترڅنګ له نثر هم خوند اخلي؛ ممکن ځینې ملګري پرې نیوکه هم وکړي چې هنري نثر خو د علمي موضوعاتو لپاره نۀ دی، خو زۀ فکر کوم چې دغه اصول باید د مفهوم له انتقال سره وتړل شي، که زۀ یوه موضوع پۀ هنري نثر سمه رسولی شم، نو دې کې څۀ ستونزه ده؟ بل له مخکې د ټولنیزو موضوعاتو د ارایې لپاره له هنري نثر د استفادې بېلګې هم لرو؛ لکه د بېنوا مرحوم ” د زړۀ خواله، د الفت مرحوم ” غوره نثرونه، د مولانا خادم ” خیالي دنیا” ….
لیکوالې ځینې جملې قصداً نیمګړي پرېښي او ژباړن هم دغه ځانګړنه پاللي ده؛ پۀ داسې ځایونو کې پرېښودل شوي، چې نیمګړتیا پکې خوند پیدا کړی، که یې پوره کړي وای، هسې بې خونده اوږدوالی راتلو.
پر ژباړې د فارسي خاصې اغېزې نۀ ښکاري او نۀ هم له ګونګوالي او وار تېرونې سره مخ کېږو.
ځار صیب مې وپوښت چې د کار پروسه راته ووایي، نو اول یې کتاب باندې خپله پوره کار کړی، بیا یې د ایډېټ لپاره یو بل مسلکي کس ته سپارلی او دریم ځل یې پۀ لوړ غږ ځواب صیب ته ویلی چې د جملو پۀ روانۍ او د کلماتو پۀ سم انتخاب کې ګټور میتود دی.
دغه ځوان ارواپوه ته د کار لا ډېره انرژي غواړم، چې دغسې نور اثار هم پښتو ته ډالۍ کړي؛ هیله ده نور ژباړوونکي خپله انرژي پر دې کتاب مصرف نۀ کړي، ځکه ځار پرې داسې کار کړی چې نورو ته اړتیا نۀ پېښیږي؛ مهمه خبره داده چې ژبه مو غریبه ده نو د یو اثر د څو ژباړو پر ځای ښه داده، چې ډېر اثار را پښتو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....