تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ آیرلنډ ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې توګه له آیرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ افغانستان وګټله. لومړۍ مسابقه د باران له کبله لغوه شوې وه، خو دوه او درېیمه افغانستان ګټلې وه. په پام کې ده چې دواړه لوبډلې یوه بله پنځوس اوره سیالي هم وکړي.
د صدیق اتل او ابراهیم ځدراڼ ښه توپ وهنه سبب شوه چې آیرلنډ د افغانستان له لوري لوړ هدف ( ۳۴۴) پوره نه کړای شي او په ۴۸ اور کې یې ټول لوبغاړي په داسي حال کې چې ۳۰۱ منډې یې کړې وې، وسوځي.
صدیق اتل، چې د سیالۍ غوره لوبغاړی شو، په ۱۲۰ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې.
ابراهیم ځدراڼ هم سلیزه پوره کړه. خو په توپ اچونه کې بیا هم راشدخان ښه وځلېد. درې مهم آیرلنډي لوبغاړي یې په داسي حال کې وسوځول چې په ۱۰ اورونو کې یې ټولټال ۴۹ منډې ورکړې. د ده د منډو اوسط ۴ اعشاریه ۹۰ وو. عزت الله عمرزي ۲ لوبغاړي وسوځول او د منډو اوسط یې ۵ اعشاریه ۷۰ و او یمین احمدزي بیا څلور لوبغاړي وسوځول خو د منډو اوسط یې ۷ اعشاریه ۱۰ و.
سره له دې چې غضنفر یو لوبغاړی وسوځاوه او د منډو اوسط یې هم ۵ اعشاریه ۶۲ و، د ۸ اورونو چانس ورکړل شو خو زبیرالرحمان ته، چې هیڅ لوبغاړی ونه سوځاوه او د منډو اوسط یې ۷ اعشاریه ۸۸ و، د ۹ اورونو چانس ورکړل شو.