Homeخبرونهم.م: طالبانو محدودیتونه زیات کړي؛ نیمايي افغان ښځې په ندرت له کوره...

م.م: طالبانو محدودیتونه زیات کړي؛ نیمايي افغان ښځې په ندرت له کوره وځي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ادارې (UN Women) د چهارشنبې په ورځ د خپرو شوو معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان نیمايي ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو څخه وځي؛ ځکه چې د طالبانو له خوا لګول شوو محدودیتونو د ښځو د تګ راتګ ازادي او په عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدود کړی دی.

په داسې حال کې چې طالبان په همدې اوونۍ کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له ثانوي زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع کوي. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې کړې دي، چې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه بیان کې ویلي: « د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان د نفوس د نیمایي برخې حقونه په سیستماتیک ډول له منځه وړل شوي او افغانستان په معاصرې نړۍ کې له داسې بېل حالت سره مخامخ دی چې ورته بل مثال نه لیدل کېږي.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، چې د ښځو په اړه د حکومت ګڼ قوانین او محدودیتونه عملي کوي، د دغو څرګندونو په اړه سمدستي د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیزې ادارې(UNESCO) د سې‌شنبې په ورځ ویلي و چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۱۰۰ زیات فرمانونه او حکمونه صادر کړي چې د دوی په وینا، تبعیض یې په رسمي او بنسټیز ډول رامنځته کړی او د ښځو د حقونو په برخه کې یې د نړۍ تر ټولو سخت بحران لا ژور کړی دی.

طالبان بیا وايي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت د خپل تفسیر او د افغان کلتور له مخې رعایتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ادارې د سروې له مخې، له نیمايي څخه زیاتو سروې شوو ښځو ویلي چې په میاشت کې دوه ځله یا تر دې هم لږ له خپلو کورونو څخه وځي. نژدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې له نارینه مَحرم پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، دغو محدودیتونو د ښځو د رواني روغتیا ستونزه هم لا پسې جدي کړې ده. له هرو ۱۰ ښځو څخه ۷ ښځو خپله رواني روغتیا «خرابه» یا «ډېره خرابه» بللې ده. دوی د خپل رواني حالت د خرابېدو لاملونه ټولنیزه انزوا، د فرصتونو له لاسه ورکول او د ملاتړ شبکو ته محدود لاسرسی بولي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو وروستیو فرمانونو د ښځو قانوني خوندیتوب لا کمزوری کړی دی. د راپور له مخې، سږ کال معرفي شوو اقداماتو د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینه‌وو قانوني برابري له منځه وړې، په واده کې یې د نارینه‌وو واک زیات کړی او د ښځو لپاره یې د طلاق اخیستل لا ستونزمن کړي دي.

ښځې لا هم تر ډېره له اقتصادي فعالیتونو څخه محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د راپور له مخې، یوازې ۷ سلنه ښځې کار کوي، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو د کار کچه ۸۴ سلنه ده.

د دې ادارې په وینا، دغه راپور د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ او مارچ ترمنځ له ۲۱۹۰ کسانو سره د کور په کور ترسره شوې سروې او د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او مې په میاشتو کې له ۲۸۱۱ کسانو سره د ټیلیفوني سروې پر بنسټ جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...