پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+اعتراف | لیکوال: جک لندن

اعتراف | لیکوال: جک لندن

     ژباړن محبوب بلهار جلالزی

    د نوادا په ایالت کې یوه ښځه ژوند کوي چې ما یو ځل څو ساعته په بې شرمۍ ورته درواغ وویل. زه به ورڅخه بښنه هم ونه غواړم، داسې څه زما شان او شوکت سره نه ښايي. خو دا مې هم خوښیږي چې په اړه یې وضاحت وکړم. په ژور خپګان سره چې اوس یې نوم او پته را سره نشته، خو که یې ناڅاپه په دې کرښو باندې سترګې ولګیدې، هیله من یم ماته یې ځواب راکړي.

دا پیښه د ۱۸۹۲ کال په دوبي کې د نوادا ایالت په رنو ښار کې رامنځ ته شوه. د کالیو د نندارتون په مهال داسې څه وشول. ښار لویو او کوچینو ټګانو او غلو له ډلو ډک و. په ښار کې لاسي ګرځندویه پلورنکې ډیر و. دا وږې ګرځاند پلورنکې ډلې د دې توسن شوې وي چې ښار د وږو بڼه خپله کړي. هغوئ به د ښاریانو د کورونو دروازې ورټکولې او هڅه به یې کوله چې کورونو ته ورننوزي. خو اوسیدونکو به ورته ځواب نه ورکاوه.
ګرځاندو پلورونکو به ویل:
« په دې ښار کې په سختۍ سره د خوړلو له پاره یوه ګوله تر ګوتو کیږي» له دې سره سره کله به چې اړتیا شوه د خوړو له پاره هغې او دغې خواته په لارو سم شوم یوڅه به مې د خوړولو له پاره برابرول. د لوکي په تمه به مې د یو چا د کوردروازه ور وټکوله چې میلمه یې شم، که یو څه تر ګوتو کړم. زما حالت  تر نورو بد نه و. په کراتو کراتو به مې د غرمې مهال څه نه خوړل. په دې ښار کې مې حال خپه کوونکی و یوه ورځ د ګاډې د دروازې له ساتونکي خلاص شوم او پرته له ویرې د یوه میلیونر خصوصي ګاډي یوې ډبې ته ور پورته شوم. کله چې په ګاډي کې په څوکۍ کې کښیناستم ګاډی هم روان شو. زه چې د ګاډي د ساتونکي له خوا څارل کیدمه او زما د نیولو له پاره یې لاسونه  را اوږده کړي وو. د ګاډي د خاوند په لوري مې ور منډه کړه، میلیونر ته له رسیدو سم ساتونکی هم را پسې را ورسیده. د پیژندلو له پاره وخت نه و. ژر ژر مې ساه غورځوله او په زاریو مې میلیونر ته وویل:
« پینځه ویشته سنته راکړه چې ډوډۍ وخورم»

میلیون جیب ته لاس کړ او ماته یې پینځه ویشت سنته راکړل، هغه دومره حیران شوی و چې پرته له ارادې یې دا کار وکړم. لا هم ناارامه یم چې ولي مې له هغه نه یو ډالر ونه غوښت، زه د ساتونکی له لاسه چې غوښتل یې ما ونیسي یا مې هم تر لغتو لاندې وغورځوي په منظم ډول د اورګاډی په څوکیو کې کښته پورته کیدم او وژغورل شوم. خو باید ووایم چې له اورګاډی څخه د حرکت په وخت ځان غورځیدنه په بلا کیوتنه ده. فکر وکړئ کله چې هڅه کوئ ونه لویږئ او یا هم خوږ هم نشئ. د اورګاډی په اوسپینز لاستي پورې را ځړیږي او بیا ځان ځمکې ته خوشی کوي له شا هم د حبشي قهرجن  ساتونکی درپسي وي.

خو ما اوس نو پېسې تر ګوتو کړې وي او ماته دا ډیره مهمه وه.
اوس به د هغې ښځې کیسې ته را وګرځم کوم چې ما ورته په بي شرمۍ سره درواغ وویل، په رنو کې زما د وروستۍ ورځي مازیګر و. د اسانو خغلونې د لوبي نندارې ته لاړو. ما ته دې سیمې د کوچنیو اسانو لیدل د هیښتیا وړ و. غرمنۍ مې بیا و نه خوړه. وږی هم وم. زه پوهیدمه چې د ښار پولیس په ګرځاندو پلورونکو او زما غوندې وږو کسانو په نیولو پسي ګرځیدل. دوی غواړي ښار د هغوو له شتون څخه پاک کړي.
یو شمیر کوڅه ډبي وروڼه لا مخکې د قانون منګولو ته لویدلي وو. له همدې کبله دې کالیفرنیا لمرینو جلګو هره شیبه ماته نارې وهلي. څو د سی یرا له سړو او یخو څوکو ور تیر شم. خو ما باید د رنو ښار د کوڅو تر پریښودلو مخکې دوه کارونه تر سره کړي وای:

لومړی کار دا و چې نن شپه زه باید هغه اورګاډی ته ننوزم چې د لویدیځ په لوري روان دی او تر تګ وړاندې باید یو څه وخورم. ځوان دا نه زغملي چې د شپې د اورګاډی په څوکۍ د لوږې له لاسه اوکه وي او بیا په هغوو غرنیو لارو روان شي چې وریځو، توفانونو او واورو پوښلې وي.

خو د ډوډۍ پیدا کول سخت کار و. د کورونو خلکو به معذرت غوښت او منفي ځواب به یې را کاوه. دوی به راته بدې خبرې کولې او بې لارې به یې بللو. ویل به یې ستاسې له پاره ارام ځای د پنجرو تر ها خوا دی. ایا دا رښیتا زما د غوښتنې سره سم ځواب و.

په خواشینۍ سره چې دا ډول خبرې واقعیت ته نږدې وي. په همدې دلیل زه نن شپه لویدیځ ته د تګ له پاره چمتو وم. خو د جان قانون[1] یعني پولیس په ښار واکمن و. او په ښار کې د وږو، بې کوره او بیوزلو په لټون کاوه. ځکه دوی د بندې خاني اوسیدونکي ګنل شوي و.

د ښار اوسیدونکو به ډیری وخت خپلې دروازې زموږ پر مخ تړلي. کله به مو چې په نرمې او ادب سره هم ورته وویل: د خوړلو له پاره یو څه ماته راکړئ، بیا به یې هم دروازه نه را خلاصوله. د کور مخ ته ولاړ وم. هغوئ یوازې  له کړکۍ ما ته وکتل، یو چې وړوکی هلک و هڅه یې کوله د نورو د سرونو له شا د وږي سړي ننداره وکړي کوم چې د خوړوله پاره یې غوښتنه کوله.

کوښښ مې وکړ چې د بیوزلانو په سیمه کې په یوه ګوله پسي وګرخیږم، ځکه بیوزالان د وږو او کډه په شا کسانو له پاره یو ټينګ سنګر بلل کیږي. کله چې زه په متحده ایالاتو کې ومه ډیر ځله داسې شوي دي چې د تپې په سر د شتمنو کورونو وره ته دریدلی یم پرته له کوم څه بیرته ترې را ګرځیدلی یم. خو کله چې بیا په آلونک کې د بیوزلو اوسیدونکو کورونو ته چې په لوړو ژورو او نامناسبو ځمکو کې و او د زیاترو به یې اینی ماته او په زړو ټوکرانو به یې بندې کړې وي ورغلم یوه ستړې ستومانه مور به راووته او زه به یې ور سره دننه بیولم. آه اي نیکانو خلکو له بیوزالانو دوستي او مهرباني زده کړئ، ځکه یوازې هغوی پوهیږي چې دوستي او مهرباني څه ده. بیوزلان د خپلې ډیرې شتمنۍ په خاطر چاته صدقه نه ورکوي او یا هم وږی نه ځوابوي. هغوی وږو ته د ورکړې له پاره څه نه لري. په خپله ډیری وخت وږي وي. خو د خپلې اړتیا وړ غذا له نورو سره ویشي. سپي د هډوکي ورغورځول دوستي او مهرباني نه ده. دا مهرباني هغه وخت جوتیږي چې سړی په خپله لکه سپی وږی وي او هډوکی هغه ته ورکړي.
هغه کور مې را په زړه شو چې په هغې شپه یې ماته لاره رانکړه، د ډوډۍ خوړلو د خونې کړکۍ

ودانۍ ته را خلاصې وي یو سړی مې ولید چې یوه لوی میز ته ناست او غوښه یې خوړله زه د خلاص وره مخې ته ولاړ وم او هغه په داسې حال کې چې له ما سره یې خبرې کولی همداسې یې خوړولو ته دوام ورکاوه. هغه خوشبخته سړی و چې د خپلې شتمنۍ له کبله یې خپلو بیوزلو وروڼو ته په سپکه کتل. هغه د څه خوړلو له پاره زما غوښتنه په سپکاوي سره رټله. بیا یې په غوسه وویل: «باور مې نه کیږي چې ته به کار وکړي»

دا ښکاره خبره وه چې ما د کار په اړه خبره نه وه کړي. زما خبرې د غذا په اړه وي. په حقیقت کې ما نه غوښتل کار وکړم. ځکه همدا نن شپه مې غوښتل د لویدیځ په لوري روان شم.
هعه بیا په کنایه راته وویل:
« که ته کار هم پیدا کړې، کارکونکی نه یې»
ما په خاکسارې د ده ښځې ته وکتل او وپوهیدم چې د سروبرس [2] شتون  زما له پاره د خوږې غوښې له برخې له اخیستلو یو خنډ دی. خو سربروس همداسې د پښې خوړلو ته دوام وکړ. زه پوه شوم چې د څه غوښتلو له پاره مې باید غوښتنه کمه یا یې هیڅ ونکړم. نو مې ورته وویل: د تاسې د کار کولو له نظر سره موافق یم.
ما په درواغو وویل
« بلې خود کار کوم»هغې خندل او ویې ویل:
« نه یې منم»
ما په پاریدونکي ډول ځواب ورکړ:
« کولای شي وامې زموي»
هغې وویل:
« ډیره ښه، سبا سهار  فلاني کوڅې ته راشه، څلور لارې ته – پته مې له یاده ووته. سوځیدلې ودانۍ دي لیدلي چیرته ده د د خښتو ایښودلو ته مې په کار یي»
« ‌ډیره ښه ده بادارې درځم»
هغې تر شونډو لاندې څه وویل او خوراک ته یې دوام ورکړ. زه منتظر شومه. له دوو دقیقو وروسته یې پرې را پړچ وهل او ویې ویل:
« ما داسې فکر وکړ چې ته لاړې، ولې ولاړ یې؟»
ما په ډیر ادب وویل:
« غذا ته انتظار یم»
هغې چیغه کړه: زه پوه شوم چې ته د کار سړی نه یي. هغې رښتیا ویل خو خبرې یې د فکر معنی لرله. دا ډول چلند یې له لویه سره منطقي نه و. خو بیوزله او وږی چې په وره کې ولاړ وي بله لاره نه لري له مجبورې مې د هغه منطق او اخلاق ومنل. بیا مې په ادب ورته وویل: « تاسې وینئ چې زه اوس وږی یم؛ که تر سهاره وږی پاته شم، سبا به وږي نس څنګه وکولای شم چې کار وکړم. تاسو اوس ماته یوڅه خواړه راکړئ ترڅو سبا وکولای شم په ډاډ سره خښتې ټولې کړم.

هغې په داسې حال کې چې غذا خوړلو ته دوام ورکاوه زما د خبرو په اړه په فکر کې ډوبه شوه. میړه یې حاضر و زما لوری او پلويتوب وکړ خو د دې کار وړتیا یې نه لرله، په پای کې د کور خاوند چې په خوله کې یې څه ژوول وویل:
« تا ته ووایو چې څه کار کوي، ځه لاړ شه او سبا سهار کارته راشه، د غرمې خواته به دې روپۍ درکړو چې د ځان له پاره پوره خواړه تیار کړي. هغه وخت به معلومه شي چې کار کوي او که یې نه کوي. ما په خبرو پیل وکړ.
« په داسې حال کې چې…»

خو زما خبرې یې را پرې کړي. نه داسې نه ده که اوس درته غذا درکړو بیا به هیڅکله هم تا ونه وینو لکه د تا په څیر انسانان موږه ښه پیژنو. زه یوه روپۍ هم د چا پوروړی نه یم. په ژوند کې مې هم له چا څخه د ډوډۍ سوال نه دی کړی او تل مې د لاس په تڼاکې کولو ژوند کړی. ستا ستونزه داده چې بیکاره او درپه در یې او له کاره هم تښتیدونکی. دا هرڅه دې په څیره او بڼه کې ښکاریږي. ما تل کار کړی او له عزته ډک ژوند هم لرم. ته هم کولای شي کار او زیار وباسي او د ځان له پاره آبرومند ژوند ولري. د دې کار ازموینه ستا په لاس کې ده.
ما وپوښتل:
« لکه تاسې»
افسوس چې زما خبرو د دغې پلیدې په روح باندې هیڅ اغیز ونکړ له دې ټولو درواغو سره یې چې د کار او ژوند په اړوند یې کولي.
هغې راته ځواب راکړ:
« هوکې لکه ما»
ما وپوښتل
« تاسې به دا هرڅه ټولو ته ووایاست »
« هو! ټولو ته.»
ما ورته وویل:
« که ټول لکه تاسې غوندې شي نو بیا به خو څوک پیدا نه شي چې تاسو ته خښتې ټولې کړي»
سوګند کومه چې د میړه په سترګو او مخ کې یې خندا لیدله کیده. خو هغه زما د زړورتیا له کبله او یا دا چې په هغه نوي چاپیریال به څوک د خښتو د ټولو له پیدا نه شي راباندې په غوسه شوي وه.
او وغوړمبیده:
« زه نوره نه غواړم له تا سره خبرې وکړم، ته په حرامو لوی شوی یي، له دغه ځایه ژر د باندې ووزه!»
ما په دې هیله چې نه غواړم ورته سر خوږی جوړ کړم. په یوه او بله پښه به کیدم، بیا مې وپوښتل:
نو تاسو ما ته غذا نه راکوئ؟»

هغه ناڅاپه راپورته شوه. لویه جوسه یې لرله، زه یو پردی او د کډوالي په ټاټوبي کې د جان تر قانون لاندې څارکیدم. ژر را ووتم، په داسې حال کې چې ور مې په زوره ور پورې واهه له ځانه مې وپوښتل:
« نو ولې باید ناشکره وي» هغې ماته څه را کړې ول چې زه یې منندوی اووسم. شاته مې ور وکتل د کړکۍ له اینو مې هغه ولیدله چې خوړو ته بیرته ورګرځیده.

په دغه وخت کې مې خپله میړانه له لاسه ورکړي وه. د ډیرو کورونو تر خوا پرته له دې چې ور وګرخیږم یا ورنژدې شم تیریدم، ټول کورونه سره ورته وو. ما ته یې خوند نه راکاوه. له څو کوڅو چې تیر شوم بیا مې په خپل ځان باور تر لاسه کړ په خپلو اعصابو باندې مې غالب شوم، د ډوډۍ غوښتنه یو ډول لوبه وه، که مې له دې لوبې ښه نه راتلل بله مې پیل کوله، له همدې کبله مې تصمیم ونیو چې یوه دروازه ور وټکوم. کله چې مې لومړنی کور ولید او زه یې مخې ته دریدم هوا هم تیاره کیدونکي وه.
ور مې کرار کرار وټکاوه. یوې د پاخه عمر ښځې ور را خلاص کړ. ماته ته یې په لومړي وار کتلو سره  د مهربانې څیرې په لیدو الهام وشو. چې پیښه ورته ووایم. ټول باید و پوهیږي چې د  د ډوډۍ په پیدا کیدو کې د ګدا کامیابي د ټګۍ برګۍ او کلپي کیسې  په جوړیدو او بیانولو پورې تړلي.

ګدا باید تر هرڅه وړاندې هغه څوک ښه و پیژني چې ورسره مخامخ دی او بیا د هغه له خوۍ سره سم پیښه ورته داسې بیان کړي چې د زړه ته یې لاره وکړې. ستونزمنه خبره داده چې د هغه چا تر پیژندلو مخکې باید کیسه پیل کړي، او هغه چا ته چې ورسره مخامخ دی یوه شیبه هم د فکر کولو وخت ورنکړي. تاسې باید هغه څوک چې په مخکې مو ولاړ دی په یوه شیبه کې وپیژنۍ او خپله کیسه ورته پیل کړئ چې ټیک په نښه ولګیږي.

ګدا باید په خپل کار کې هوښیار او وړتیا ولري. باید همداسې په بیړه سره د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي. موضوع هم باید په خپل ذهن کې را ونه ټوکوي. بلکې  د هغه چا په څیره کې یې چې دروازه ورته پرانیزې پیدا کړي، دا څیره کیدای شي، لوی سړی،هلک او ښځه وي. د ګداګر له له پاره دا هم مهمه نه ده چې د کور خاوند کافر دی که یهودی، سپین پوستی دی او که تورپوستي، د توکمپالنې په خرافاتو کې ډوب دی که نه دی، مهربان دی او که نه، ښه خوۍ لري او که بد. دا هرڅه د یوه ګدا له پاره ډیر مهم نه دي. دا هم ورته ډیر په زړه پورې نه ده چې د کور خاوند سخی دی او که کنجوس، د همدې ځای اصلي اوسیدونکی دی او که نه. زه فکر کوم چې د داستان د لیکوال په پرتله زما بریالیتوب د هغوو شیانو پوروړی دی چې په لارو او واټونو په ترڅ کې مې تر لاسه کړي دي. ځکه زه تل اړ وم چې خپل خواړه د ګدايي له لارې پیدا کړم او د همدې له پاره په ذهن کې کيسې جوړې کړم. خو زما کیسې باید یو څه رښتني بڼه ولري. د لنډو کیسو د پوهانو په خبره باید  د صمیمي او قناعت ورکونکي ځواک  څخه چې د کور په دروازه کې را پیدا شي، برخمنې وي.

زه باور لرم چې په کوڅو کې ګرځیدا او ګدايي زه یو ریالیست کړم. ریالیزم هغه کالي دي چې یو زیارګالی کولای شې تل یې د یوه کور په دروازه کې د یوې ګولې ډوډۍ په بدل کې ګدايي کړي.

د ګدايي هنر د ټګۍ برګۍ او چلوولونو نازک هنر ګڼل کیږي. چې هوښیاري، څالاکي او ځیرکي په کې یو چاته دا امکان په ګوتو ورکوي چې څنګه کیسه جوړه کړي. ښه مې په یاد دي یو ځل ماته یو هیښونکي کیسه را پیښه شوه. د ماني توبا[3] د پولیسو په تمځای کې اړ شوم چې درواغ ووایم. د کاناډا لویدیځ ته روان وم د پاسیفیک د اوسپینې لارې په کتار کې پولیسو له ما د یوې پیښې په اړه و غوښتل چې ورته معلومات ورکړم. ما ورته په درواغو پیل وکړ. ګڼ موضوعات مې سره لاندې باندې کړل، پولیس د وچې خلک و. د اوبو او سمندرونو په اړه په ډیرڅه نه پوهیدل. په داسې شیبه کې چې هرڅومره درواغ ویلای شي شوني ده. ځکه هیڅوک  ستا عیب ته پام نه کوي نو در باندې نیوکه هم نه شي کولای. ما هغوی ته یو هیښونکي نقل را پیل کړ. دا چې څنګه مې د « کلنمور[4]» په کښتۍ کې کارکاوه (یوازې یو ځل مې د سان فرانسیکو په جزیره کې یوه کښتۍ لیدلي وه چې نوم یې ګلمنور و)

دوی ته مې وویل: زه یو برتانوی یم او د کښتۍ ښوونکی یم ان دا زه په کښتۍ کې ماڼو ومه. هغوی راته وویل: – ته خو لکه انګریز داسې خبرې نه کوي. اوس مې نو چې هر څرنګه کیدای باید ځان مې ژغورلی وای، دوی ته مې وویل: زه په متحده ایالاتو کې زیږیدلی او لوی شوی یم. د پلار او مور له مرګه وروسته د انا او بابا سره بریتانیا ته راغلم. هغوی د زده کړو له پاره د ګلمنور کښتۍ ته ولیږم. هیله مې داده چې د ګلمنور کښتۍ کپتان به مې وبښي، ځکه په هغې شپه مې د ویني پک د پولیسو په تمځای کې ډیرې ښکنځلې وکړي. ځکه زما په کیسه کې هغه یو ناصالح، بدکاره قهرجن او جانی و، چې د کارونو د زده کړې په مهال یې د یوه وحشي په څیر چلند درلود. په همدې دلیل مې د مونترال[5] له کښتۍ څخه تیښته وکړه. دا مې ښه وبلله چې دا د ځوریدو ځاله پریږدم.

خو، انا او نیکه مې په بریتانیا کې ژوند کوي، نو زه اوس ولي دلته په کاناډا کې یمه او د لویدیځ په لوري خوځیږم؟

پرته له دې چې فکر وکړم ژر مې په کالیفورنیا د خور میړه لرم  په ذهن کې را پیدا کړ. نو مې بیا د خورپه ستاینه خوله خلاصه کړه. خو پولیس را سره قانع نه شول. هغوی له ما وپوښتل په بریتانیا کې د کوم څه له پاره په کښتۍ کې ګمارل شوی وي د ګلنمور کښتۍ په کومو اوبو کې ګرځیده او وروستيو دوو کلونو کې دې کومه دنده لرله؟ ما څه کولای شوای وکړم، نو بیا اړ شوم له دوی سره د ځمکې په مخ سفر ته دوام ورکړم. هغوی له ما سره په اوبو کې له ویرونکو توپانونو سره یوې او بلې خواته لویدل او د سمندرونو ځک لرونکې څپې یې په مخونو لګیدې. هغوی له ما سره د چاپان په ساحلونو کې د بادونو او توپانونو مخې ته ودریدل او د سمندرونو په اوو بندرونو کې یې ډیربارونه کښته او پورته کړل. له ما سره هندوستان رانګون او چین لاړل او د هورن تنګي ته نژدې دې یخونو په منځ کې لالهانده او له ستونزو سره سره ورنه تیر شوو او سهار مهال مونترال ته ورسیدو. وروسته هغوئ وویل: یوه شیبه به دلته صبر وکړو. بیا د شپې په تیاره کې کله چې مو اور ته ځانونه تودول یو پولیس وتښتیده. په همدې ټوله موده کې مې په خپلو ماغزو زور واچاوه تر څو وپوهیږم چې دوی ما په کومو لومو کې بندوي.

کله چې پولیس دوهم ځل له یوه نا پیژانده سړي سره زموږ په مخکې را څرګند شو له ویرې په بدن لړزه ګډه شوه.

کله چې پولیس یو ځل بیا له هغه نااشنا سړي سره د دروازې پر سر راښکاره شول، زما بدن له وېرې سخت ولړزېد. د هغه مینه د سرو زرو له هغوو غوږوالیو سره نه وه کوم چې په غوږونو یې راځړیدلې وې؛ د دښتې بادونه نه ول چې په بدن او مخ یې لیګدلي وای او مخ یې ور ګونځي ګونځي کړی و. د غرونو په تاوو راتاوو کږلیچونو کې ګردله او باداوریه هم نه وه چې د هغه په تګ یې اغیز درلودلی وای. کله چې یې ماته وکتل کله چې یې ماته وکتل، ما د ده په سترګو کې د لمر وینځل شوې رڼا ولیده، د داسې سمندر چې هېڅ تېروتنه پکې نه کېده. آه، ما داسې موضوع ټاکلې وه چې باید د دومره ډېرو پولیسو د سترګو مخې ته مې بیانوله — زه، چې هېڅکله د چین سمندر ته، د مورن شاوخوا، هند او رانګون ته نه وم تللی.

نهیلی شوم. زه د سمندر د دغه زوی په لیدو سره چې د سرو زرو لښتۍ یې په غوږونو پورې ځړیدې او د سمندر توپانونو دی د سختیو تر تړک ایستلی و. په بشپړه توګه مې د خپل ځان ناکامي لیده. هغه څوک او څنګه انسان دی؟ زه باید مخکې له دې چې نوموړی زما په ذهن پوه شي زه باید د ده په ذهن پوه شم. ما باید مخکې تر چې پولیس مې د زندان تورو تمبو ته ولیږي یوه بله لاره چاره لټولي وای. که وړاندې تر دې چې زه دا سمندري سړی وپیژنم او دې مې تر پوښتنو ګرویږنو لاندې کړې نو بیا به مې کار راجوړ کړي. خو ایا ناهیلې او نا امیدي ویني پک د ښار پولیسو ته ښکاره کړم، هغوئ ماته په ځیرځیر کتل.

البته چې یه! په داسې حال کې چې په څیره کې مې خوښې له ورایه ځلیده، خو له یو ډوبیدونکی چې په ناهیلۍ سره د وروستي هڅې په دود د ژورغولو کمربند ته لاس ورغوځوي، د زاړه سمندري سړي هر کلي ته ورغلم. یوازې هماغه وه چې کولای یې شوای ما وپیژني. او زما رښتني کیسه د همدې مامورینوچې د پوهیدو هیڅ وړتیا یې نه لرله د سترګو په وړاندې تایید کړي، په همدې دلیل مې ناڅاپه له ده څخه د ده په اړه پوښتنې پیل کړي. له مخکېني قضاوت او وړاندلیدنې سره سم مې غوښتل، مخکې له دې چې هغه ما وژغوري، د ژغورونکي شخصیت مې وازمویم.  خو سمندري یو مهربان او ساده انسان و. پولیس زما له پوښتنو ستړي او بې‌حوصلې شول. په پای کې له هغوی څخه یوه راته وویل: «چپ شه». ما نورې خبرې ونه کړې، خو په خپل ذهن کې مې هڅه کوله چې د کیسې یا ووایم د سناریو بل پړاو جوړ کړم. ما لا د مخه دومره څه زده کړي وو چې پوه شم موضوع څنګه پر مخ بوزم. سمندری سړی یو فرانسوی و او په فرانسوي سوداګریزو بېړیو کې یې خدمت کاوه هغه یوځلې په جلا ډول له برطانیوي کښتۍ سره سفر کړی و او تر ټولو مهمه دا وه چې له نیکه مرغه شل کاله بیا په کښتۍ نه و کښینستلی.

      پولیسو هغه مجبور کړ چې له زما د خبرو کره توب او رښتیاوالی وازمويي.
سمندري سړي رانه وپوښتل:
« په رانګون کې وي؟»
ما خپل سر د مثبتې علامې په ډول ورته وښوراوه او ومې ویل:
« موږ هالته د کښتۍ دریم کپتان چې تبې یې کیدې پریښود.»
که یې له ما پوښتلي وای چې څه ډول تبې یې کیدې، ما ځواب ورکاوه، چې ساري تبه، که څه هم د خپل ټول ژوند په اوږدو کې په دې پوه نشوم چې ساري یعني څه. خو هغه داسې پوښتنه ونکړه او بله پوښتنه یې دا وه:
« رانګون څنګه ځای دی.؟»
« ډیره ښه کله چې زه هالته وم. ګڼ باران اوریده.»
« تاسې اجازه لرله چې ساحل ته لاړشئ.؟»

ما په ځواب کې ورته وویل: هو، موږ درۍ تنه مانوګان یوځای ساحل ته لاړو
« د هغه ځای معبد دې په یاد دی؟
ما ځان ناګاره واچاوه: کوم معبد؟
د زینوپه لاره لوی معبد؟
که مې ورته ویلای چې هو نو بیا یې رانه غوښتل چې د هغه په اړه ورته ووایم.
لکه ترپښو لاندې مې چې پاڼ د ښویدو په حال کې وي سر مې ورته وښوراوه.
سمندري سړي وویل:
« د بندر له د کښتیو له لنګرځایه معبد لیدل کیږي. هرومرو اړینه نه ده چې لیدو ته یې له کښتۍ ور کښته شي.»
ما هیڅکله له معبد سره علاقه نه لرله. خو په رنګون کې له معبده اوس نو بیزاره هم وم. ورته مې وویل: « تاسې نه شئ کولای هغه له لنګرخایه ووینئ، تاسې نه شئ کولای هغه له ښاره ووینئ»  د دې له پاره چې خبرې لږ اغیز پیدا کړې بیا مې ورته وویل: «ځکه چې هالته معبد نشته»
سمندري سړي چیغه کړه: « خو ما هغه په خپلو سترګو لیدلی دی»
ما ورڅخه وپوښتل:
« په کوم کال دي لیدلی و»
« یواویا کې»
ما ورته وضاحت ورکړ:
« معبد د ۱۸۸۷ کال په زلزله کې ویجاړ شو، ځکه چې ودانۍ یې ډیره زړه وه.
یوه شیبه چوپیتا خوره شوه. هغه هڅه کوله چې په خپلو کمزورو او زړو سترګو کې یې د سیند په غاړه د معبد ښکلي منظره وکاږي.
ما وویل: « د زینو لاره لا هم شته، چې د لنګر له هره ځایه لیدله کېږي. تاسې د لنګر په ښۍ خوا کې وړوکی ټاپو دریادیږي؟»
ما داسې ګومان کاوه چې ښايي هالته به ټاپو وي( تیار وم چې هغه د سیند کیڼې غاړې ته یوسم!) دا چې هغه زما په ځواب کې سر وښوراوه.
ما وویل:
« بې خیاله، اوه څلویښت زینې دي.»
د کرارې ساه مې واخیسته. په داسې کې چې ده د زمان او وخت د بدلونونو په اړه فکر کاوه، ما د خپلې کیسې وروستۍ برخه جوړوله.
هغه را یاده کړه:
« د بمبي ګمرګ دي په یاد دی.؟»
ما ورته وویل:
«هغه ټول سوځیدلی دی»
هغه رانه وپوښتل:
« جیم ون[6] دي لیدلی.؟»
ما ورته وویل:
« هغه مړشوی، په داسې حال چې نه پوهیدمه جیم ون څوک دی؟»
بیا دیخي په سر ولاړ وم. په بیړه مې ترې وپوښتل:
« په شانګهای کې دي بیلی هارپر دریادیږي.؟»
زوړ سمندري بې ځایه هڅه کوله چې تیرې خاطرې وریادې کړې، خو بیلي هارپرزما د ذهن یو تصویر و. چې د ده له خاطرو څخه لرې و.
ما ټینګار کاوه:
« ښايي تاسې ته به بیلي هارپر در یادیږي. ټولو هغه پیژاند. کابو څلویښت کاله کیږي چې په شانګهای کې ژوند کوي، لا هم هالته دی.»
وروسته هیښونکي معجزه غوندې پیښه رامنځ ته شوه. سمندري سړی یا ووایم سر ماڼو ته بیلي هارپر ور په یاد شو. ښايي بیلي هارپربه هالته څوک و. ښايي څلویښت کاله به کیږي چې په شانګهای  کې ژوند کوي. او اوس هم هالته دی. دا زما له پاره نو نوي خبره وه.

کابو یوه ګړۍ ما او سمندري سړي یا سرماڼو دې یوې ورته موضوع په اړوند خبرې وکړې. په وروستیو کې هغه پولیسو ته وویل: زه هماغه یم چې په اړه یې خبرې کوو، شپه مې په د پولیسو په حوزه کې تیره کړه سهار مې هم خوندوره سهارنۍ وخوړه. اوس نو آزاد وم هرې خواته چې مې زړه غوښتل کولای مې شوای لاړ شم. د لویدیځ په لورې سانفرانسیسکو ته چیرته چې مې خور ژوند کاوه روان شوم.

خو اوس به راشو د هغې ښځې خواته چې په هغه ماښام یې ماته ور را خلاص کړ. په لومړي سر کې یې زما پام مهربانې او ښایسته څیرې ته ورواوښت. زه په یوه ساده او بې ګناه ماشوم باندې بدل شوم چې بدمرغه شوی وم. ومې نه شوای کولای چې خبرې وکړم. خوله مې خلاصه کړه خو بیرته مې بنده کړه. په تیرژوند کې مې ما هیڅکله هم له چا څخه د یوې ګولې ډوډۍ سوال نه و کړی. وارخطايي مې دردناکه او بې پایه وه. وشرمیدم، ما ګدايي نه وه کړي کله هم بې ځایه او لالهانده نه وم ګرځیدلی، ما همدې ګدايي او خوشي ګرځيدو ته په زړه کې د یوه هوس په ډول ځای ورکړی و. ناڅاپه مې ځان د میسیس ګرندي[7] زوی وباله. له ډیرو اخلاقي او د شتمن پوړخلکو له کړنو سره، یوازې اړتیا او د لوږې ځور زه د ګدایې شرمناک کار لوری ته را کیستلی وم. زیارمې یوست چې په څیره کې مې ځواني له ورایه ښکاره او الوتی رنګ مې هم د لوږې له امله وښیم. چې له بیچاره توبه ګدايي ته اړ شوی یم.
ښځې راته وویل:
« زما بیوزله زویه، وږی یی.؟»
داسې مې وکړل چې لومړی باید دا خبرې وکړي.
سر مې ورته د یوه وږي په څیر وښوراوه او د خولې ناړې مې تیرې کړي.
په توتړۍ ژبه مې وویل:
« دا لومړی ځل دی چې ګدايي کوم»
« دننه راشه!»
هغې ور بشپړ پرانیست او ویې ویل:
« موږ ماښامنۍ خوړلې، خو تاته اوس یو څه تودوم.» کله چې رڼا کوټې ته ننوتم هغې ماته وکتل او ویې ویل: « کاشکې زما زوی هم لکه تا داسې روغ او غښتلی وای، خو هغه کمزوری دی. کله کله نا سیکې په ځمکه ولویږي. ناسیکه دی. نن له غرمې وروسته په ځمکه را ولویده او ډیرخوږ شو. داسې یې له زوی سره په مورنۍ مینه خبرې کولې چې تر هغه ما ډیرد مینې احساس وکړ. زوی ته مې وکتل، رنګ یې الوتی او خورا ډنګر و. یوه ریتاړه یې تر سر تاوو وه او په څوکۍ ناست و. هغه نه شوای خوځیدای. ماته یې په ځیرکتل.
ما وویل:
«کټ مټ لکه زما بیوزله پلار داسې دی، هغه هم هر وخت په ځمکه لویده، سر به ورباندې وګرځیده او وبه لویده. ډاکټران د دې ناروغي په اړه ډیر نه پوهیږي.»

ډاکټران هیڅکله هم په دې و نه توانیدل چې زما د پلار د ناروغې درملنه او تشخیص وکړي. ښځې په دغه وخت کې زما مخې ته شپږنیم خامې هګۍ کیښودې بیا یې په کراره راته وویل:
« پلاردي مړ دی.؟»
ما لږ په خواشینۍ وویل:
« مړ دی، دوه اونۍ مخکې زما د سترګو په وړاندې دا پیښه وشوه. دواړه له واټ څخه تیریدو، چې په ځمکه ولویده اوبیا په هوښ رانغی. هغه یې یوه روغتون ته یووړ او هالته مړ شو.»
ما مې د پلار په اړه یوه غمجنه کیسه په ذهن کې جوړه کړه. ومې ویل: زه څنګه د مور له مرګه وروسته له پلار سره له کلیو او رمو څخه د سان فرانسیسکو په لاره روان شوم؛ دا چې د پلار « تقاعد» مې دومره ډیر نه وه (هغه یو پخوانی پوځي)و. هغه پیسې یې چې درلودې زموږ د لګښتونو بسنه یې نه کوله او بازار مو سوړ شو.

همدا ډول مې د خپلې بدمرغي او د پلار له مرګه وروسته چې څو ورځي د سانفرانسیسکو په واټونو کې لالهانده ومه کیسې ورته وکړي.

کله کله به دې مهربانې ښځې ماته کولچې پخولي او کله به هم راته د خوک غوښه سره کړه، زه دې ټولو ته ځیر ومه. ما وکولای شول چې د هغې د هرګام اخیستو سره د یوه یتیم هلک تصویر له ټولو ځانګړنو سره د هغې ته وښیم. داسې چې زه یو یتیم او بیوزله شومه. ما په یتیم هلکتوب دومره باور پیدا کړی و چې کله مې د هګیو ګولې تر ستوني کښته کولې د سترګو په شاوخوا کې به مې اوښکې ډنډ شوې په خپله بدمره توب مې وژړل، دا کړنه مې ډیره اغیزناکه وه.

په حقیقت کې مې چې هره احساسې کړنه له یوه انځور سره تر سره کوله د هغې ښځې به ډیر زړه را باندې خوږیده او پام به یې زما په لور ډیریده. هغې ماته د چرګو ډیرې هګۍ، تورمرچ، مالګه او نور خواړه او لویه مڼه راکړه. درۍ جوړې غوټې جوراپې، پاک دستمال او نور څه هم راکړل چې ډیری یې اوس رانه هیر شوي دي. په ټوله دې موده چې زه له دې سره ومه ډیرڅه یې پخول او ما به هم په ټوله اشتها هغه تر ستوني تیرول، لکه د وږو په څیر مې ډیر خوراک کاوه. دا هم باید ووایم چې د سی یرا له غرونو تیریدل هم سخت او دروند کار و. له بلې خوا په دې هم نه پوهیدمه چی بیا به چیرې غرمني خواړه خورم، په دې ټوله موده کې د ښځې بدبخته هلک چې په جشن کې لکه د مړي سر داسې ایسیده، آرام او چوپه خوله د میز له څنډو ماته کتل، زما په ګومان زه ورته له رازونو او جنجالونو ډک یو څوک ښکاریدم او دا ورته ناشوني وه چې د ژوند په کومه برخه یې اغیزمنه کړم. لاهم په دې نه وم توانیدلی چې دا ومنمه، چې هغه زما په دورغجن زړکي کې د ننه خبرو باندې نه پوهیده.
ښڅې رانه وپوښتل:
« ښا نو غواړې چیرته لاړ شي؟»
ما ورته وویل:
« سالت لیک سیتي ته،[8]. هالته مې خور له خپل میړه سره ژوند کوي.
(یو ځل مې وغوښتل چې د خور نوم مې مورمون[9] کښیږدم. وروسته له خپلې پریکړې نه بیرته په شا شوم.) د خور میړه مې د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي او دفتر هم لری» ناڅاپه مې پام شو چې د ډبرو سکرو کان خو ډیرعواید لري نو مالي حال احوال به یې هم ښه وي، خو اوس نو را باندې ناوخته شوی و، اړ شومه چې په خپله خبره باندې له سره غور وکړم.

هغې ته مې وویل: « – که مې ورڅخه غوښتي وای نوزما د خوراک او سفر خرڅ او توښه یې راته راکول، خو هغوئ ناروغان دي ، کار او کسب یې ډیرد ستایلو وړ نه دی. د خور د میړه شریک مې ورسره درغلي وکړه، نو ما هم ورڅخه پیسې ونه غوښتې. ځکه پوهیدمه چې په یو ډول کولای شمه تر هغه ځایه ځان ورسوم.

     هغوئ ته مې وویل: چې تر سالت لیک سیتي پورې د سفر پوره پیسې لرمه. خور مې ډیره مهربانه ښځه ده تل یې له ما سره مینه کړې ده. ښايي زه به د هغوئ هټۍ ته لاړ شم او ورسره به په کان کې بوخت شمه، هغوئ دوه زامن لري. چې دواړه تر ما واړه دي.

په ما باندې تر ټولو هغو خویندو مې چې میړونه لري او په متحده ایالاتو کې ژوند کوي د سالت لیک سیتي خور ګرانه ده. دا تر ټولو جدي او مهربانه ده. کله چې زه د هغې په اړه خبرې کوم داسې انګیرم چې دا، کان اییستونکی میړه او دواړه زامن یې زما د سترګو په وړاندې ولاړ وي. خور مې یوه مهربانه، درته او با عزته مورهم ده، غښتلی تنه لري. دا نو دومره مهربانه او زړه سواندې ښځه ده چې څه ووایم. هیڅکله هم نه په غوسه کیږي، خوندور خواړه پخوي. خوشحاله اروا او خندانه ښځه ده. میړه یې بیا ډیر وخت غلی او ژر په غوسه کیږي. زه فکر کوم چې زه هغه ډیره ښه پیژنم. څوک پوهیږي ښايي یوه ورځ هغه ووینو؟

که زوړ ماڼو کولای شوای چې بیلي هارپر ور په زړه کړې، دا نو دلیل نه لري چې زه هم یوه ورځ همدا د خور فرضي میړه ونه وینمه، خو په دې هم ډاډه یمه چې ښايي هیڅ وخت به زه د خپلو ډیرو هغووپلرونو، میندو، نیکونو او اناګانو څیرې ونه وینمه ځکه چې زه په خپلو کیسو کې په ترتیب سره هغوئ وژنم. ډیر وخت به مې په کیسو کې مور د زړه له ناورغې څخه میړه کیده.  خو کله کله به د سل، سینه او بغل او سختې تبې باندې هم اخته کیده.
که د ویني پیک پولیسو دا منلي وای چې زما نیکه اوانا مې په لندن کې ژوند کاوه، ما په دې اړه د ویلو له پاره څه نه لرل، ماته بې تفاوته وه، ځکه دا ډیره پخوانۍ کیسه وه. او تصور هم دا وه چې هغوئ اوس مړه دی. په هرحال هغوئ هیڅکله ماته څه لیکلي هم نه دي.

هیله من یم د رنوښار هغه اوسیدونکې زما ددې لیکو په لوستلو سره زما بې ادبی او نارښتیتوب را وبښي. خو زه شرمنده هم نه یم، بښنه هم نه ترې غواړم. له ژوند سره مینه، ځواني او د ژوند تجربو زه دې هغې کورته ورسولم. زما له پاره خورا ښه تجربه وه، هغې راته په خپلې انسانې  مهربانې سره ماته ډیر څه را زده کړل. هیله من یم هغې ته هم همداسې وي. خو که کله د ځایونو په اړه په رښتنی تصور وپوهیده ښايي وبه خاندي. زما کیسه هغې ښځې ته یوه رښتینې کیسه وه. هغې زما او زما د کورنۍ په اړه خبرو باندې باور وکړ او سالت لیک سیتي ته د هغوو سفرونو په ترڅ  کې خطرونو اندیښمنه کړي وه. دا اندیښنه کابو ماته هم د سرخوږې سبب شوې وه. کله مې چې ټیک  هغه ځای پریښود، لاسونه مې له خوراکي توکو ډک و. په جیبونو کې مې وړینې جورابې منډلي وي، هغې ته په ناڅاپه ډول وراره، کاکا او یا ترور یا بل کوم خپلوان ور په زړه کول. چې د اوسپنې د پټلۍ په اداره کې به یې کار کاوه. په هغې شپه چې مې وغوښتل په قاچاقي ډول سفر وکړم. دا سفر مې په اورګاډی کې کاوه. داسئ وټاکل شوه چې ښځه به ما داوسپنې د پټلۍ تر تم ځایه رسوي. زما د ژوند کیسه هماغه مامور ته وکړې او هغه به ما په پټه  په یوه ډبه کې کښینوي. په دې ډول به له کوم کوچني خطر پرته ډیر اسوده مخامخ اوګدون[10] ته ورسیږم. سالت لیک سیتی یو څو کیلو متره له اوګدون سره واټن درلود. زړه مې وښویده، هغې په خوشحالي سره دا نقشه پسي پراخوله او زه هم له زیاتیدونکې اندیښنې سره هغې ته غوږ کیږدم او داسې وښیم چې زما د سفر دا ستونزه چې مو را حل کړه ډیر خوشحاله یم.

د حل کومه لاره! زه اړ وم په هغې شپه د لویدیځ لوري ته رهي شم، په داسې حال چې زه په یوه دام کې د ختیځ لوری ته بند شومه. دا په رښتیا یو دام و. دا وس مې هم نه درلود چې هغې ته ووایم دا ټول څه چې مې ویلې دي دا رښتیا نه دي. زه په ظاهره خوښ وم. خو په مغزو کې د تښتې لاره لټوله. خو د تښتې لارې ته اړتیا نه وه. ښځې زه په خپله په یوه ډبه کې سپرولم او د هغې خپلوان جې د اوسپنې د پتلۍ کارکونکی و او داسې اټکل کیده چې ما اوګدن ته یوسي. نو زه اړ ومه چې د سلګونو کیلومتره صحرا څخه بیرته را وګرځیږم. خو په هغې شپه بخت را سره یاري وکړه. ټیک په هغه وخت چې دې غوښتل خولۍ په سر کړې او ما د اوسپنې پټلۍ تم ځای ته ورسوي، پام یې شو چې د اورګاډی د روانیدو په پروګرام کې یې تیروتنه کړي ده. هغه خپلوان یې چې په همدې شپه په اداره کې نه و او تر نورو دوو شپو پورې نه راته. زه وژغول شوم، خو دې ته مې په پوره ډاډ سره وویل: چې زه نشم کولای نور وځنډیږم. نو باید همدا نن شپه د سالټ لیک سیټي په لوري روان شم، له ښوو هیلو او دعاوو سره له دې نه بیل شوم. خو دې هغې وړینې جورابې لويي وي. زه هغه شپه په تیاره کې په قاچاقي ډول د غرب په خوا روان وم، غبرګې جورابې مې په پښو کړي.
پای ۱۳۶۴ کال د وری ۱۳ نیټه غزني.

[1] – john law

[2]  اساطیرې سپی

[3] مانی توبا

[4] د ګلمنور کښتۍ

[5] مونترال کښتۍ

[6] جیم ون jimwan

[7] میسیس ګرندی-   Mrs.Grandy

[8] سالت لیک سیتي –

[9] مورمون

[10] اوګدون – Ogden

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...