تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د مختلفو هېوادونو د لسو وزیرانو په ملاتړ “د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د اتلانو شورا” جوړه کړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې د شورا اصلي هدف دا ده څو د مخنیوي ثابت شوې ستراتیژۍ په ملي او نړیواله کچه په سیاسي او بودیجوي عمل بدل کړي.
د دې بې ساري ایتلاف یوه مهمه موخه د ستونزې د کچې او پانګونې کچې ترمنځ د لوی مالي تشې پر ډکولو تمرکز کول دي.
د راپورونو له مخې بل مهم ګام د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې په مانیل کې “د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه د وزیرانو دوهم نړیوال کنفرانس” دی.
دا غونډه د ژمنو د ټینګولو، سیاسي مشرتابه ښودلو او د هر ماشوم لپاره د خوندي ژوند د نړیوالې ژمنې د پوره کولو لپاره د کوټلي اقدام ډاډ ترلاسه کولو لپاره یو مهم فرصت دی.
سره له دې چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره نړیوالې ژمنې زیاتې شوي، خو په عمل کې احصایې د دې ژمنو د عملي برخې یوه لویه ناکامي ښیي.
اټکل کېږي چې یو میلیارد ماشومان(د نړۍ نیمایي ماشومان) هر کال په یو نه یو ډول د تاوتریخوالي قرباني کېږي.
دا نه یوازې یو بشري بحران او د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د اوسني او راتلونکي نسلونو لپاره ژورې ټولنیزې، اقتصادي او روغتیایی پایلې هم لري.
د یادولو ده چې افغانستان هم یو له هغو ځایونو څخه دی تر اوسه پورې دې ایتلاف ته نه دی بلل شوی، او نه هم د هغو تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره حل لارې وړاندیز شوي چېافغان ماشومان په افغانستان کې ورسره مخ دي.