شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د سویز کانال له ۱۰ کاله کاره وروسته بشپړ شو

د سویز کانال له ۱۰ کاله کاره وروسته بشپړ شو

تاند- له نن څخه ۱۵۲ کاله پخوا د ۱۹۷۱ د نوومبر په ۱۷ مه د سویز کانال، چې ۱۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري، له لس کاله کاره وروسته جوړ شو.

د دې اوبلارې، چې د مصر په شمال ختیځ او د سینا صحرا په لوېدیځ کې ده، په جنوبي سر کې سویز او په جنوبي کې پورټ سعید (دا بندر په مدیترانه کې دی) موقعیت لري.

دا اوبلاره، چې د مصر په خاوره کې ایستل شوې، مدیترانه او سور سمندرګی سره نښلوي. سویز کانال په عین حال کې د اسیا او افریقا لویې وچې سره جلا کوي او د اروپا او اسیا (هند سمندر) د وصل تر ټولو لنډه لار یې برابره کړې ده.

په نړۍ کې د بیړیو تر ټولو ډېر تګ راتګ په سویز کانال کې کېږي. د نړۍ د اوبو یا سمندري سوداګرۍ شاوخوا ۱۲ سلنه د سویز کانال له لارې کېږي.

د دې اوبلارې تر جوړېدو مخکې به له اروپا څخه اسیا ته تلونکې بیړۍ له اوږده مزاه وروسته به له ټولې افریقا راتاوېدې.

سویز کانال د مصر لپاره تر اهرامونو وروسته د اسعاري عوایدو تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

که څه هم په لرغونو زمانو کې هم له انسانانو سره د دې کانال د کیندلو فکر و خو په لومړي وار فرانسوي انجینیر فرینان دولسیس د مصر درېیم والي سعید پاشا ته، چې په مصر کې د محمدعلي د لړۍ د بنسټګر محمدعلي پاشا لمسی و، مطرح کړ. د دې اوبلارې د جوړېدو لپاره د سویز کانال کمپنۍ جوړه شوه چې د ونډو لویه برخه یې د فرانسویانو او یوه برخه یې هم د مصر د حکومت وه.

پر جوړېدو یې نژدې یو میلیون انګلیسي پونډه ولګیدل. له بشپړېدو وروسته تر ۹۹ کلونو پورې دا کانال د فرانسویانو او انګریزانو په لاس کې و.

د سویز کانال د پرانستنې په مراسمو کې د اروپا ستر واکمنان لکه د اتریش امپراتور فرانسوا ژوزیف ګډون ګډون وکړ.

د سویز کانال کمپنۍ ۴۴ سلنه ونډه انګریزانو واخیسته. دې کار انګریزانوته لار پرانیسته چې د مصر په ټولو حکومتي چارو کې نفوذ وکړي او بالاخره مصر د بریتانیا په مستمعرې بدل کړي.

د ۱۹۵۳ میلادي کال د جون په اتلسمه په مصر کې جمهوري حکومت اعلان شو. جنرال نجیب د دواوود خان په شان ځان ولسمشر او صدراعظم ونوماوه.

د ۱۹۵۴ کال د نومبر په څوارلسمه جنرال نجیب له واکه لېري شو او عبدالناصر یې ځای ونیوه.

ناصر بریتانیایان له مصره وایستل، سویس کانال یې ملي اعلان کړ او انګرېزان او فرانسویان یې چلینج کړل.

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی په لومړۍ کرښه کی لیکلې سوې نېټه اشتباهاً ۱۹۷۱ لیکلې سوېده چی منظور شاید ۱۸۷۱ وی البته د کانال د پرانستنی دقیق تاریخ ۱۸۶۹ د نوومبر ۱۷ مه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب