جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م. پاکستان سږ کال تر یولک ډېر افغان کډوال نیولي دي

م.م. پاکستان سږ کال تر یولک ډېر افغان کډوال نیولي دي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي چې پاکستان د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر ۱۰۰ زره ډېر افغانان نیولي دي.

د راپور له مخې، ډېری دا نیونې د بلوچستان په چاغي او کوټه او د پنجاب په اټک ولسوالۍ کې شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ۷۶ سلنه نیول شوي کسان یا د افغانستان د اتباعو کارت لرونکي وو او یا بې‌سنده کډوال، خو پاتې ۲۴ سلنه یې هغه افغانان دي چې د پاکستان د استوګنې قانوني اسناد یې لرل.

راپور زیاتوي چې د نیونو دا لړۍ وروسته له هغه چټکه شوه چې د پاکستان حکومت په ۲۰۲۵ کال کې دوه حکمونه صادر کړل؛ چې له مخې یې افغان کډوال له اسلام‌اباد او راولپنډۍ وشړل شول، او پولیسو ته اجازه ورکړل شوه چې د لنډمهاله اقامت کارت (PoR) لرونکي افغانان هم ونیسي.

ملګروملتونو همداراز د نړیوالو مرستندویانو د مرستو په پرله‌پسې کمېدو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د پاکستان په خاوره کې د زرګونو افغان کورنیو کړاوونه زیاتوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا کورنۍ د خوراکي توکو، د کور کرايې او د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر نغدو مرستو تکيه لري.

سره له دې، یو شمېر بشري سازمانونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو هر ډول ستنېدا دې په بشپړه توګه رضاکارانه او د نړیوالو ژمنو مطابق وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب